د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جهد في سبيل الله !


ع کريم حليمي
01.12.2004

بسم الله الرحمن الرحيم

حمد او ثنا دي وي لوی رب ته چه ضعفه او کوچنی وم او وو٠ قوت اونيرو رابخښلې ده ٠ هغه خدای چه پر خپل مخلوق بې اندازې مهربانه او مشفق دي ٠ او نعمتو ورکه ئې له حساب وتلې ٠ او بېپايانه درود او سلامونه دي وي
زموږ پر پېغامبر محمد صلی الله عليه وسلم اوکورنۍ ئې او يارانو ئې او پر ټوله ال دمحمد ص

درنو ځوانانو وړونو !
خدای دي وکړي چه څه ليکم چه محتويات ئې ستاسو له پاره مفيد وي ٠

عزيزانو وړونو !
د زړو دروازې خلاصي کۍ ٠ څه درکوم چه د ضمير په عمق کي ځای ورکړۍ ٠ وړونو که داسي وسي نو څه چه ليکم
په زور د خدای نو ځای به ونيسي ٠ نن د زندګۍ د تلخيو او سختيو خبري درسره کوم ٠
ژوند په مثال د اوبو دي چه تيريږي ٠ او له اوبو څه هم پيدادي ٠ داسيي يو لکه نبات چه باران وسي نو ژوند پيداسي ٠ او داسي ورځ راسي چه باد راپه هواسي ٠ بلګونه توی سي درختي وچي سي ٠ او خداي داسي رب دي
چه بيائې راژوندۍ کړي ٠

ځوانانو وړونو !
انسان په ژوند کي تلخګۍ تيره وي ٠ شپه او ورځ ٠ په ځواني کي بيله ښهواني خواهشاتو بل څه نسته ٠ دغه يو تصور دي ٠ چه ملاوي ئې راماتي کړي ٠ او هغه عزم او راسخه ښايسته عاقيده ئې را فاسده کړېده

موږ وايو چه ځوانان يو چه په عربي ئې (شاب) بولي ٠ پوهېږۍ چه څه معنا !
شاب دلالت کوي پر حرکت او نشاط

ځواني په خپل ځان کي جوش لري ٠ چه داجوش يوازي د ايمان په سرمايه له جوشه لويږي ٠ ابليس ظالم شا او مخته کيږي ٠ ټول اطراف ئې راته نيولي او دامونه ئې ايښي ٠ چه له يوه دامه خطا سوې بل دام ئې موږته ايښي وي ٠ چه تر څو اسير موکړي ٠ او مطيع فرمان برداره موکړي ٠
د شيطان د جالو او چالو او شرارتواو زهرو لاري داسي دي

ځوانانو وړونو راسي چه هوښياران سو او د زړه دروازې و علما ئو ته خلاصي کړو چه د شيطانانو دامونه په چشي کي دي ٠
حضرت علی کرم الله وجهه داسي فرمايي ٠
اساس د فتنه بنا پر درو شيانو ده
زنا د ابليس دام دي د نيولو!
شراب چه دي زهر دي د ابليس
او پيسه ئې په زهرو لړلي تيغونه دي
خدای تعالی دي مونږ او تاسو د شيطان له جاله دساتي

عزيزانو ! يګانه د هلاکت او تباهي سبب زمونږ هوا او نفس دي ٠ دغه هوا، نفس دي چه د هر شي سره رغبت کوي
په هر څه کښي عصيان او نافرماني وي د حق تعالی نفس ئې غواړي ٠ او دا د ځوانۍ دېک چه ايشي اود دغه بخار
په زور عيش او نوش او شهواتو ته جهد کوي ٠

په ځواني کښي انسان هرڅه تر عياشۍ او شهوت قربانوي ٠ او ځوان دي چه د هوا او هوس پر مست اس سپور دي

ځوانه يوه ورځ دي قران را اخستي چه الله د هوا اوهوس په باب څه راته ويلي ٠
الله داسي وايي ٠ ليدلي مودي چه څينو کسانو د هوا او هوس بنده ګان دي ٠ او عبادت ئې کوي ٠
دغه کسان خدای په اګادي ګمراهان سوي دي ٠ چه پر غوږو ، زړنو ئې مهرونه وهل سويدي ٠
او پرسترګو ئې پردې وراچولي ٠ ايا د دغه حاله به ئې بيله خدايه څوک خلاص کړي ٠

خسن بصري ويلي : که د چا اموزش تابع د هوا، نفس او خواهشاتو وي ٠ هغه منافق دي ٠
ځوانانو خپل موقف تعين کۍ ٠ چه چيري ولاړياست د هوا،نفس په اطاعت کي
که د الله په اطاعت او بندګي کښي

ځوانانو وړونو ٠ قسم درکوم څوک چه د هوا اوهوس پر لار رواندي ٠ ووايه چه د هوا او هوس په لار کيدي څه پيداکړي ٠ چه ضمير او وجدان ته دي سکون او اطمينان دربخښلی وي ٠

ايا يو وخت دي فکر کړی الله چه هغه جنتونه و انسان ته جوړکړي چه په اندازه د مځکي او اسمانو دي ٠ احساس دي کړي ٠
ګرانه ٠ څومره نيک بخته دي ٠ هغه چه د شپي ولاړ سي ٠ له مړ چه سي ٠ او سهار چه راکښيني ٠ او ورځ ئې
په لمانځه استقبال کړي ٠ او اطاعت د الله وکړي ٠ او هوا ،نفس تر پښو لاندي کړي ٠ يعني هوااو هوس مړه کړي
او دغه ورځ دي په ښو ورځوکي حساب سي ٠ او په هغه ورځ به په ښه درسي چه د قيامت په ورځ و الله ته پېشي
ولرې ٠ نو هغه وخت به ئې سود پوسې
د قيامت ورځ هغه ورځ ده چه سپين مخونه توريږي ٠ خدای دي موږ او تاسو د مخ د تور والي وساتي
که مو عمل تابع د هوا او هوس سو ٠ نومومخ تورسو
راسۍ چه د صلي مرض علاج وکړو ٠
زموږ اصلي ناجوړۍ د هوا او نفس ده ٠ علاج ئې ترک د هوا او هوس دي
افضله دوا ده ٠ چه جهد غواړي ٠ او افضل جهاد چه دي د هوا او نفس سره جهاد



طالب جان
04.12.2004

محترمه مكرمه او پتمنه وروره حليمي صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
قدرمنه :زه ستاسي دپورتنۍليكني پوره پوره ملاتړ كوم ,قلم مو تاند اوسه او جنت مو ځاي شه . په راتلونكي ستاسي دهمكاري په هيله .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more