د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

Nokia N97 Restore Factory Setting

khalid
29.09.2010

درنو دوستانو نیکی هیلی او سلامونه می قبول کړی.
پسله سلامه غواړم چی خپل نوکیا مبایل په هغه ډول عیارکړم لکه څنګه چی د لومړی ځل لپاره د کمپنی لخوا عیار وو، ددی لپاره می د Restor Factory Setting هم کار کړی دی خو ځنی شیان لا هم نه وی تبدیل شوی لکه وخت، نیټه او هم ځینی شارټ کټونه چی په سکرین باندی وی، که مهربانی وکړی او داسی کوم کود راوښایاست چی وکولای شم ټول سیستم د پخواپه شان شی ډیره مهربانی به مو وی.
Nokia N97
مننه
خالد افغان


سلامونه !

وحيد زهير
13.01.2011

سلامونه او نيکې هيلي مې ومنه ګرانه وروره که څه هم زه ستا په مقصد باندی صحيح پوه نه شوم چې ته څه وئل غواړی. خو بيا هم که چيری ستا دا مقصد وي چې زه غواړم چې خپل موبائيل restor کم او ستا د موبائيل security code چا بدل کړی دی نو ته خپل موبائيل د code څخه بغېر هم restore کولای شي هغه په لاندې ډول restore کولی شې :

طريقه : اول به خپل موبائيل بند کړی کله چې دې خپل موبائيل بند کړو نو د ستوري بټن د ٣ بټن او د ټيليفون بټن يعنی درې واړه بټنی به ونيسي او يو بل کس ته به ووائی چې د موبائيل د لږيدو بټن ښه کلکه ونيسي او تر څو چې موبائيل پوره نه وي لګيدلی نو يو بټن هم مه پريږدی بيا چې کله موبائيل ولګيدو نو انشاء الله ستا موبائيل به بغېر د security code څخه restore شوی وي.را


خالدمنصورهډا
21.02.2011

اسلام علیکم ورحمۀ الله وبرکاته

چی وکولای شم ټول سیستم د پخواپه شان شی

code *#7370#
da de na ro sto ba

12345
ok
انشاء الله ستا موبائيل به د پخواپه شان شی
http://hadawal2.net.ms/
وسلام
خالدمنصور هډاوال
[/list][/url]


قريش
22.02.2011

منصور صاحب دخلکو موبایلونه به خدای جوړکړی ته هغه پریږده دخپل ویب سایټ دی لږ غم وکه ماته داسی معلومیږی چی دوخت نه مخکی دی بازارته راویستلی دی همداسی نده؟
زه چی پری کلیک کوم هیڅ کوم ویب سایټ نه خلاصوی.


عنوان

chaparharay
22.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
قریش صاحب هډوال صاحب ښه سړی دی عالم دی مونږ ورته احترام لروخو چی ځما لیکنی ته ولی ځواب نه لیکی نه پوهیږم رانه خفه شوی دی که څنګه؟
ما خو ورنه بښنه هم وغوښته په هغی یی هم څه غوږ ونه ګراوه لکه چی نه یی یم بخښلی او اینده کی هم دبخښنی څه اراده نه لري.
خیر نو قریش صاحب سایټ یی خلاصیږی لږ کوښښ وکړئ خو دا سایټ یی دومره نغښتی (پیچیده)دی چی ما غوندی کلیوال سړی زر پکی ورکیږی ډیر تپلی دی نور خو یی ډیره خواری ورسره کړی خو دومره مغلق هم نوو پکار.
او ماچی ورته دکوچیانو لاری وویله نو داخو می له مینی نه ورته ویلی که تاسی یی وګوری نوهم به ورته که لاری نه وی نوبورډتهکال مزده خو ضرور ووایی.
یره هډوال صاحب سایټ دی ډیر ښه دی جذاب دی خو لږ یی ساده کړه چی دامونږ غوندی ساده ډوله چپرهاری هم پکی یو څه دروتوغوی !
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more