د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دپښتنو دتاریخ صحیح کتابونه که چا ته معلوم وی ه

chaparharay
21.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ګرانو استاذانو او دتاریخ دعلم پوهانو!
زه یو غوښتنه لرم هیله ده چی بابسته یی ونه ګڼی اوبی ځوابه یی پرینږدی ځکه زه کله ناکله یوه لیکنه وکړم هڅوک ځواب نه وای نه رد پری کوی نه تاید بیا نو له ځانه سره خیجله شم چی بۍ دامی څه شی لیکلی چی بیخی څوک ورګوری هم نه!
ښه نو ورونو ځما پوښتنه دا ده چی زه ګورم پدا نن وخت کی خلک څو څو ډلی دی ځینی یی دکرزیانو او شمالیانو په طریقه دی بیا ځینو یی دایران یا پاکستان مریدی پیل کړی او ځینی یی دطالبانو پشان دیرغلګرو له جګړی اوزګارندی چی تاریخ ولیکی شاید ځینی خلکو ډیر څه لیکلی هم وی چی مونږ یی که دا اوس وګورو نوپوهیږو چی خبره یی صحیح لیکلی او کنه ګمراهی یی کړی خو که چیری بیا څو سوه کاله تیر شی نو هغه وخت خلک به بیا دا تاریخونه ګوری او یوه موضوع یا خبربه په څو قسمه او معناګانولیکل شوی وی چی دصحیح او غلط بیلول به ورته یو څه ګران وی .
نوپخوانی تاریخ چی مونږ یی دا اوس لولو هم داسی په مختلفو افکارو لیکل شوی وی مثلا یو شمیر پښتنو استاذانونه می اوریدلی چی ویل به یی چی حبیب الله خادم دین رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ښه سړی وو او په افغانستان کی یی یو اسلامی امارت قایمولو خو بیا نور خلک چی بی دینه وو دای په ډیرو بدو نومونو ونوماوه اوبچه سقاو او غل او څه څه نومونه یی پری کیښودل او پښتانه یی ورپسی راپاڅول ترڅو یی د۹میاشتی اسلامی امارت نه روسته امارت ورړنګ کړ اوپرځای یی یو سکولر سړی چی پښتون وو خو مسلمان نه وو راغی هغه سړی که پښتون نه وو خو مسلمان ضرور وو او اسلامی امارت یی قایمولو دابل سړی پښتون وو خو مسلمان نه وو.
بیا به نورو استاذانو او دمدرسی نه بهر خلکو ویل چی نه هغه یو غل دپښتنو قاتل او خراب سړی وو او پښتنو یی هڅکله پادشاهی یا امارت نشو منلی نو ځکه یی پرینښوده او لیری یی کړ.
اوس به مونږ زده کونکی حیران شو چی دچا ومنو ! داستاذ که دبل چا؟
نو دا اوس هم زه دپښتنو په تاریخی کتابو نو متیقین نه یم چی کوم یی صحیح او کوم یی غلط دی او په کوم باور وکړو یا یی په لیکنو کی ورنه دلیل راوړی شو!
دا پوښتنی می دفورم نه دباندی له خلکو کړی وی چی ډیرو یی راته داسی کتابونه وښودل چی هغه بیا بیخی خارجیانو لیکی ځینی یی روسانو ځینی یی سیکانو یا هندوانویا بیا انګریزانو لیکی دی او خلک وای چی دا ثقه تاریخونه دی نو اوس چی ځمونږ مسلمان افغان کوم تاریخ ولیکی او هغه ثقه نه وی نو د انګریز کافر چی دتل لپاره ځمونږ دښمن پاتی شوی او همدا رنګی روسیان او سکان چی له کفره پرته هم ځمونږ دښمنان تیرشوی څنګه یی په لیکنو باور وکړو او هغه هم بیا په تاریخی اثارو چی همدلته یی څه خلک دکرزیانو یا ببرکیانو غوندی غلامان هم درلودل چی په تاریخ کی یی ورنه اتلان جوړکړی ؟
نو دافغان تاریخ مستند کتابونه به کوم کوم وی که چاته معلوم وی نو ډیره خیګڼه به یی وی که راوښایی منندوی به یی یم.
په ډیر درناوی


ډاکټر څپاند
21.02.2011

محترم چپلياری صيب سلامونه،

تاريخ هميشه دضد او نقيض نظرياتو نه ډک دی٠
همدا اوس دکرنيل امام په هکله بحث روان دی،مګر دداسې ويديو جوړول مشکل
کار دی؟
ايا طالبان د ISI سره تړاو لري؟
ډاکتر نجيب څنګه ووژل شو؟

ځما سره يو کتاب شته چه فقط څو ورځې دمخه دهغه مؤلف،محترم ډاکتر
عبدالشکور لطيف را اهدا کړ٠
ددې کتاب نوم دی تاريخ مکتوم،داکتاب د مرحوم جنرال غازي عبدالطيف خان ديادښتونو مجموعه ده (خاطرات يک قهرمان).
مرحوم غازي عبدالطيف د مرحوم سردارجانخان لمسی دی،سردارجانخان پوپلزائي دې احمد شا بابا دجنګ وزير وو٠
جنرال عبدالطيف ليکلي چه دا ليکنې ئي هغه اسرار دي چه ده دخپل مرګ تر
ورځې پټ ساتلي ول٠نوموړی په حربي ښونځي کې د اعليحضرت امان الله خان همصنفی او دې نادرخان شاګرد وو٠
لوړ تحصيلا ئي په ترکيه کې تر سره کړي دي٠په ٢٧ کلنئ کې د ملي دفاع دوزارت دلوی درستيز مقام ته ورسيد،نادرخان هغه محال ددفاع وزير وو٠
دده په روايت 1919 استقلال جګړه،په جنوب کې دده په درايت بريالئ شوه٠
دی ليکي چه داجګړه ٦ ورځې وه،په څلورمه ورځ،نادرخان تيښتې اوعقب نشينې ته حاضروه (شايد هم دنورالمشيايخ مجددي په فتوا،چه نوموړی په تاريخ کې دخپل سلف سبغت الله مجددي پشان دانګريز جاسوس وو) ٠خو دې
عبدالطيف خان په ټينګار،شهامت او جنګي تاکتيک،دجنګ په شپږمه ورځ،انګريز
عقب نيشنې ته مجبور او دسولې (مکارئ اومنافقت)لاره ئي مخ ته کړه٠

دغازي عبدالطيف خان دليکنې له مخې،دحبيب الله کلکاني بريا دهغه د ځواک په
وجه نه بلکه دامان الله خان دضعف په دليل وو٠
کله چه حبيب الله له کلکان نه خيرخانې ته ورسيد،ددفاع وزارت خپل قوتونه
دهغه مقابلې ته وليږل،خو ددې قوتونو سره داسې يو افسر موجود نه وو چه
دجنګ ابتکار په لاس واخلي،دډز نه بغير وتښتيدل٠
دی ليکي چه امان الله خان دترقي ليونی او مجنون وو،خو نه پوهيده چه څنګه؟
دده دليک په اساس،امان الله خان دکمونيزم سره دمقابلې لپاره يو ه ډله مسلح
قوت دپګړئ اوچپنو سره تاجکستان او ازبکستان ته لېږلي ول٠

حبيب الله کلکانی يو نادان او بيسواده سړی وه٠مکتبونه ئي وتړل اوخلکو ته ئي
اعلان وکړ چه تعليم پکار ندی،ورشې چرګان او مړزان وجنګوئ٠

دجنرال عبدالطيف په روايت،نادرخان دامان الله خان خلاف احتمالا دکودتا
خيال درلود٠

په پاې کې بايد وليکم چه سکولر،غير سکولر دانسانان تشخيص اوقضاوت
پورې تړاو لري٠نن ورځ په ترکيه کې اسلامي ځواکونه دچارو واکې په لاس
کې لري٠سعودي،ايران،کابل،پاکستان اونور دخپلې لکۍ پورې دجمهوري اسلامي نوم ليکي٠

خو واقعيت دادی چه دجامعي اکثريت څه غواړي؟
که په ازادو او رڼو ټولټاکنو کې خلک خپل سياسي-اجتماعي نظام تعين کړي،
بايد نور خلک ئي ومني،که سکولر وي يا غير سکولر٠

ټوکې دې خوښېږي،زه به هم دخپل يو دوست کيسه وليکم:
وې دطالبانو په دوره کې دجلال اباد نه کابل ته تلو٠په لاره طالبانو موټر ودراوه اوخلو ته ئي ماسپښين دلمانځه د ادا امر وکړ٠يو ملا مخته شو اوجمعه
ئي ورکړه،څو کيلومتره وړاندې بله ډله طالبانو موټر ته دماسپښين دلمانځه دادا لپاره توقف ورکړ،بيا هماغه ملا مخته شو،دا کار ددريم ځل لپاره تکرار
شو٠کله چه نوموړی ملا دکابل ښار ته نږدې دڅرخي پله په سيمه کې د موټر
نه کوز شو،نورو مسافرو ته ئي کړه چه ده اودس نه درلود اوخپل لمنځونه
له سره وکړې :D


عنوان

chaparharay
21.02.2011

وعلیکم السلام
ثبات ثابت وروره ښه معلومات موراکړه الله ج دی خیرو برکت درکړی زه هم دکلکانی سره خوښ نه وم خو دی خواته می دا سکولر پښتانه هم نه خوښیده او یو ګرداب کی راګیر وم .
خو ثابت صاحب دا چی دعبداللطیف صاحب لیکلی خاطرات یو منلی او ښه تاریخ یا خاطرات دی چی دتاریخ یو مستند کتاب یی ګڼلی شو نو دابه چیرته پیدا شی په جلال اباد کابل یا پیښورکی به یی مونده کړم که نه ! که دا دپیدا کیدو ادرس دی راکړ نومنندوی به دی یم.
په مینه


ډاکټر څپاند
22.02.2011

بيا هم سلامونه،
نوموړی کتاب،تاريخ مکتوم، تازه چاپ شوی او په بازار کې نشته٠

ما يوبل کتاب په 2006 کال د کابل ښار د"پل باغ عومي"دسړک په غاړه په
300 افغانيو راونيو٠د دې کتاب نوم دی "افغانستان در مسير تاريخ" چه
مرحوم غلام محمد غبار ليکلی دی٠

غبار يو ستر عالم وو،خو دچپي عقايدو لرونکی وو،په همدې لحاظ دده تاريخ
سرتر پايه دانګريزانو خلاف مطالب لري،په همدې وجه د ددې عصر د
"دموکراتانو" خوښ ندی٠

که څوک تنګ نظری نه وي،داکتاب ډير معتبر تاريخي معلومات لري٠
دښو او بدو تشخيص فردي کاردی٠

http://www.acsf.af/MagazineHTML/5thYear10/Jonbesh1.html


عنوان

chaparharay
22.02.2011

السلام علیکم
ثابت صاحب ستاسی له معلوماتونه مننه او دا د میر صاحب تاریخ (افغانستان درمسیر تاریخ) راسره شته خو هغه هم دنورو تاریخونونه ماخوذ دی او چی کوم ځای کی بل تاریخ غلط شوی دا هم هلته غلط شوی مطلق نقل یی کړی نوځکه ورته تاریخ نه بلکی دتاریخ ناقل ویلو شو. او دابل تاریخ(تاریخ مکتوم)راته ځکه ښه ښکاره شو چی دمورخ خپل یاد داشتونه دی ،زه به یی بازار کی ولټوم شاید پیداشی چی چاپ شوی وی نو ضروربه پیدا هم شی .
بیا هم ستاسی نه مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more