د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

څنګه کولای شو چه سګریټ پریږدو

محمدزمان هوتک
24.01.2011

عزیزانو یو ځلی بیا سلامونه
زه یوځل بیا ودی روغتون ته راغلم خدای ج دی شفاء راکړی آمین!
وروڼو زه دا (۷) کاله کیږی چه دسګریټو په عمل اخته یم غواړم چه ددی بیکاره څخه ځان خلاص کړم که تاسی خپلی تجربی او مشهوری راسره شریکی کړی مهربانی به مو وی


قريش
24.01.2011

وعلیکم السلام
هوتک صاحب هغه پخوانۍ مشوری څنګه وی؟ څه فایده یی وکړه او که نه؟
خدای دی وکړی چی دژمی په دی یخو شپو کی تل هسکه غړۍ ګرځی.
رابه شو آر سکالو ته:
هوتکه ډیر درباندی خفه شوم چی دسګرټو عمل لری. خیر زه به څومشوری (مشهوری) درته ولیکم تجربه یی کړه:
۱- دسهار لمونځ په جماعت ادا کول، اوهر سهار مسواک، یا دغاښو کریم استعمالول.
۲- دسهار لمانځه نه وروسته دذکر اوتلاوت دپاره ترلمرخاته پوری کیناستل، بیاپه اخلاص سره دالله تعالی نه ددی مرض علاج وغواړه.
۳-بیا هره ورځ یوه قاشوغه شهد (عسل) په یو ګیلاس شیدو کی څښه، اودڅښلو نه وروسته مسواک یا دغاښو برش استعمالوه.
۴- بیا تقریبا اوه بجی شاوخوا، تر نیم ساعت پوری ورزش کوه.
۵- ترهغی وروسته ولامبه، پاکی جامی په تن کړه، خوشبويی (عطر) ولګوه. خو دورزش او لمبلو ترمنځ باید کافی وخت موجود وی ځکه سمدستی لمبل تاوان کوی.
۶- په خوراک کی د شهدو (عسل)، اوسيادانی (حبة السوداء) څخه زیاته استفاده کوه. په قرآن اوحدیث ثابته ده چی پدی کی دهرمرض شفا ده. تازه میوه، او ترکاری مه هیروه.
۷-پنځه وخته لمونځونه په جماعت اداکوه، دلمانځه نه وروسته دلږ وخت دپاره تلاوت کوه اوبیا دالله نه په اخلاص سره دعا وکړه. او دادعا وایه:
اللهم رب الناس أذهب الباس واشف وأنت الشافى لا شفاء إلا شفاؤك شفاءا لا يغادر سقم.
۸-دقیلولی خوب هم مه هیروه.
۹- اذکار الصباح والمساء هیڅکله مه پریږده.
۱۰-دهروخت خوراک نه وروسته مسواک، دغاښو کریم استعمالوه.
۱۱- که وس دی کیدو ددوشنبی اوپنجشنبی روژه نیسه.

هوتک صاحب دانسخه می په یوویبسایټ کی ولیده اوږده نسخه وه خومادرته مختصره کړه، نوکه فایده یی ونکړه دډاکټرانو خبره فیس دی واپس واخله، اوبیا ما ملامت کړه.


محمدزمان هوتک
24.01.2011

سلامونهههههههه قریشه
وایم انشاء الله چه په دی نسخو به دی عمل کوم او شاید څه ناڅه می مخکی هم دانسخی عملی کړی وی اما
دسګریټ دپریښولو دوعا می نده کړی اعنی الله ج ته می خواست ندی کړی اوس به انشاءالله تر وسه کوشش کوم چه ددی نجسی نشی څخه ځان خلاص کړم!
قریشه ظالمه پدی فورم کی سم ډاکټر درڅخه جوړشو(ټوکه)


عنوان

tandar
24.01.2011

وروڼو سلامونه٠
تر هغی چه وطن اشغال او ګوډاګیان داشغالګرو په زور په قدرت کی وی ،او یو افغان سره دوطن دازادی او خپل ملت دخوشبختی احساس وی او ننی ورځنی حالتونه ګوری او اوری، او ورڅخه رنج وړې ،اومخکی ې هم سګرټ څکول،دپریښودلو امکان ې راته ناممکن ښکاری،پخوا که ې یوه قطی سګرت څکول اوس دوه قطی څکوی،چه له هغوی نه اول زه خپله یم٠
سګرټ پریښودل یو ارام روح او بی غمی غواړی او بس٠
دازما نظر دی مننه٠
تندر٠


bette
17.02.2011

زه خو وایم چی دنن په دی جنجالی زمانه او په هیواد د پرلپسی
خارجی یرغلونو په ټس کی ځوریدلی افغانان که له سګریټ
او نسوار جان نه هم محروم شی بیا یی نو بی له کوم شکه لیونیان
وبولئ

زه خو سګریټ نه وهم خو نسوار به ولاکه دچا پلار هم راباندی پریږدی
البته په دی نیکو مشورو! او یوڅه سختو خبرو می خپه نشئ !


محمدزمان هوتک
18.02.2011

سلامونه!
بیټ نیکه.
ډیر پوه سړی یې چه د افغانستان تر زړه دودونه وزې زموږ ترخوله دودونه وزې په ولاکه دچاپلار ځان ترې خلاص کړې؟
اوکه ځان ترې خلاصه وو یابه لیونئ کیږو؟ اویابه مو زړونه پړک چوی؟‎
مننه


قريش
18.02.2011

یوځل بیا بیټه سلامونه
تا خودنصوارو پریښودل هغه دحلیمی صیب خبره رابع المستحیلات ګرځولی چی په هیڅ قیمت یی پریښودلو ته تیار نه یی.
خو که لږ وضاحت راکړۍ چی تاسی په ksa کی اوسیږۍ نو په ksa کی دنصوارو پیدا کول او ترلاسه کول مشکله نده؟
راګیر شوی! یا به نصوار پریږدی او یابه ksa پریږدی. :D


bette
18.02.2011

داسی نده قریش صاحب

ته جدی شریفی ته راشه چی تریلی دربار کړم اوس هغه پخوانی خبری نشته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more