د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

بې ادبه ادب

پتوال
24.01.2011

يوتن مشر په ادب پوښتل :

تاسو چيرې لاړئ ؟
دا شکل د يو نفر له پاره د ادب له امله جمع کارول دي !
نوموړی مودبانه شکل پرته پوښتل :

تۀ چيرې لاړې ؟
دلته پوښتل شوي ته جمه نه ده کارول شوې !
پو ښتنه داده چې دلته کارول شوی فعل څشی دی ، لازمي دی که متعدي ؟
ځواب : لازمي، ځکه چې تلل مفعول نه غواړي او په فاعل ختميږي !
بايد له ياده ونۀ باسو چې مودبانه بڼه ديو تن له پاره هم د مفرد فاعل له پاره په اشاره کې جمع کتارول غواړي او هم په لازمي فعل !
مفرد فاعل د جمع په بڼه : تاسو يا تاسې
لازمي فعل د جمع په شکل : تلل، تلئ، لاړئ، ځئ ، راځئ هرکله شئ .... يا کتل، وکتل، ګورئ، وګورئ، وبه ګورئ ....
خو آيا په متعدي (مفعول لرونکو) فعلونو کې هم يو تن مشر ته د ادب له پاره د فعل جمع کاريږي ؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب : نه، نه نه او بيا هم نه !!!!!
په ماضي کې يواځې او يواځې فاعل دجمع په شکل کارول کيږي نۀ فعل :
مثلا ً ليدل او خوړل، وهل او شړل مفعولداره (متعدي) فعلونه دي ، نو د يو تن فاعل له پاره مودبانه شکل صرف دفاعل په جمع (تاسو، هغوی ...) جوړيږي :

کرزی صيب تاسو ډوډۍ وخوړه ؟، تاسي ډوډۍ خوړلې ده ؟
کرزی صيب تاسو ميرويس جان وليد؟ تاسې ميرويس جان ليدلی دی ؟؟
کرزي صيب تاسو ميريس جان ولې وواهۀ؟ يا وهلی دی ؟
نو که د فعل جمع ( وخوړل، وليدل ، ووهل) ورته وکاروو جمله بالکل غلطيږي :
[color=blue:b96a65971e]کرزی صيب تاسو ډودۍ وخوړل ؟ -------------- غلط!
کرزی صيب تاسو ميرويس جان وليدل ؟ --------- غلط!
کرزی صيب تاسې ځان په چا ووهل، په ناتو، په امريکا ، په ايران او که په درېواړو مو ځان ووهل ؟؟---------غلط !
کرزي صيب روسيې ته په سفر لاړل او د روسيې له ولسمشر سره يې ليدنه وکړل --------غلط !!!!![/color:b96a65971e]
متاسفانه ډير ژورنالستان شته چې په ورځپاڼو او آن په بي بي سي کې هم په خپله سيمه ييزه لهجه مقاومت کوي او دغه غلط شکلونه کاروي او بيا ادعا هم کوي چې همدغه سم او معياري دي :lol: :lol: :lol: :lol:


بي ادبه ادب

chaparharay
25.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله
پتوال صاحب رښتیا هم همداسي ده اوتاسي ډیر ښه کارته اشاره
کړي چي باید په صحافت کي معیاري ژبه وکارول شي.
خو ددي پوري یو شعر رایادشو چي وايي
ادیب چي بي ادبه شي ازاد يي صحافت شي
چي خوله کي چرچری شي وايي پوښ يي فصاحت شي
قلم کي مافیه سیاهي الی اخره کړي
سپین پاک کاغذ چټل کړي نو کامل يي بلاغت شي
دا دنن صحافیان ټول نه خو ډیر یی په واسطو پیسو او یا چاته په کارکولو
صحافیان شوي دي او داسي کارونه په نورو دولتي او خارجي موءسسو
کي هم لیدل کیږی.
په هر تقدیر ستاسي نیوکه ډییییییییییییییره په ځاي او سمه ده


پتوال
28.01.2011

يو بل ستونزمن ويونی د( وو) په ځای د (ول) کارول دی :

لاروی صيب بايد مرسته وکړي  څو يوې سمې او ګډې پرېکړې ته  په دې برخه کې ورسيږو ٠

ماته داسې بريښي چې  دمصدر کارول  يواځې په متعدي فعلونو کې او هغه هم يواځې دمفعول دجمعې په مطلقه او استمراري  ماضي  صيغه کې کارول سم دي ، لکه 
نن شپه  ګيدړ زما درې چرګان [color=red:a52cac7f26]وخوړل[/color:a52cac7f26] ،  سر کاتب لس مکتوبونه [color=blue:a52cac7f26]وليکل[/color:a52cac7f26] ، هغه 
زردالان  [color=red:a52cac7f26]خوړل[/color:a52cac7f26] ، خو  ځوی يې خيزونه [color=blue:a52cac7f26]وهل[/color:a52cac7f26] ٠ 
په لازمي فعلونو کې دغه ډول  جمع ماضي جوړولو ته اړتيا نشته خو متاسفانه 
د همدې مثالونو  او قاعدې په تلقين او پېښو کولو سره يې هلته هم په غلطۍ رواج موندلی ، حال داچې  له مصدري شکل پرته لازمي فعل  خپله جمع معضي لري لکه :
احمد به هر  مازيګر باغ ته راتۀ
احمداومحمود به  دواړه راتلۀ 
دلته هېڅ اړتيا نشته چې راتلۀ په راتلل  واړوو او ووايوچې  :
احمد اومحمود به دواړه راتلل ٠

په دې ډول (ول) قياسولی شو چې هغوی هلته حاضر وو  سم او هغوی هلته حاضر ول   ناسم او د متعدي  فعلونو له مفعولي جمع ماضي استمراري  حالت څخه 
ناحقه  او تيروتنه  د لازمي فاعل د جمعې ماضي  استمرار له پاره  تعميميږي ٠ 
تاسو په دې کې څه اندنه  لرئ ؟؟؟؟٠ 

  


عنوان

tandar
28.01.2011

سلامونه٠
ګرداندبایدپه نظر کی ونیول شی٠
تلل،تللې،ځې،ولاړ به شې٠
راته ، راته عامیانه لفظ ښکاری٠ راتلو،راتله دمصدر سره سر خوری٠
مننه٠


larghonay laraway
29.01.2011

سلامونه!
پتوال صيب ستاسو له دلايلو سره زه په بشپړه توګه موافق يم ځکه چې په ګرامري قواعدو برابر دي. له بده مرغه چې (ول) هم د يوې سيمه ييزې هوکړې په ترڅ کې عام شوی دی چې پيل يې له ننګرهاره شوی دی. په ننګرهار کې د سره رود د ککړک سيمې خلک (ول) او (لامل) وايي. خو زمونږ يو ستر استاد چې له هغوی اوريدلي وو نو بې له دې چې په ګرامري اړخونو يې غور وکړي، په خپلو ليکنو کې يې (ول) او (لامل) عام کړل او ځوانان هم په پټو سترګو ورپسې ليکه جوړه کړه.

پتوال صيب ستاسو په ليکنه کې يوازې (چېرې) راته په معياري قاعده برابر نه ښکاري. ځکه چې مونږ (هلته، دلته، چېرته) لرو او په مقابل کې يې په ځينو لهجو کې( هالې، دلې، چېرې) لرو. چې معياري يې تر دې دمه (هلته، دلته او چېرته) دی. نو ښه به داوي چې تر دې دمه ډېره کارول شوې او معياري بڼه يې وکاروو.

يادونه: نن زه رخصت يم خو کار ته راغلی يم او ډېر مصروف يم نو ليکنه مې په ډېره بيړه کړې ده. که تېروتنه شوې وي بښنه غواړم او په دې موضوع بايد ښه په دقت سره وغېږو.


hewad
29.01.2011

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!

ګرانو قدرمنو کله چې ګرامري وراشې کاروئ مهرباني وکړئ د هغې پۀ اړه يو څۀ معلومات هم وليکئ٠ پۀ يوۀ بل بحث کې هم د متعدي او لازمي فعلونو کلمې کارول شوې وې خو زۀ پۀ پوه نۀ شوم چې متعدي او لازمي څۀ ډول فعلونه ته وايي٠ اوس چې ښاغلي پتوال وليکل چې متعدي فعلونه مفعول لري او لازمي ېې نۀ لري نو زما پوښتنه حل شوه٠

د چېرې او چېرته پۀ اړه زما اند دا دئ چې چېرته يوۀ ځای ته پر تګ دلالت کوي او چېرې پر ځای دلالت کوي٠ بېلګه: اېمل چېرته ځي٠ اېمل چېرې دئ٠

پۀ درنښت
لمر


پتوال
29.01.2011

لاروی صيب مننه او سلامونه !
لامل دعامل عاميانه تعميم دی، چې په رسمياتو بايد نه وای کارول شوی . ښه داده چې مونږ سبب، عامل او علت ته په دې لاندې ډول ويونو کې يو يو وټاکو :

اړيزی جمع يې اړيزي او آرتاړی جمع يې آرتاړي سړی په ترتيب سره عامل او علت ته ټاکلی شي .
هغه مشر چې لامل او ول يې له لهجو راخيستی دقت يې نه دی کړی او دګرامر له مخې نامانوس ټکي يې ترويج کړي دي .
بي بي سي هم دغلطو ويونو په ترويج کې لوی لاس لري . اوس لا ځينې ليونيان د اردو خاص کر هم کاروي، ښه به داوای چې د لنډوالي له پاره د (په ځانګړې توګه) په ځای لنډ [color=blue:a071c9b53e]ځانګړتوګه[/color:a071c9b53e] ووايو نه خاص کر، او هغه څوک چې خاصکر وايي نو بيا همغه عربي [color=red:a071c9b53e]خاصتا [/color:a071c9b53e]ً ولې نه وايي !


larghonay laraway
30.01.2011

سلامونه!
پتوال صيب يوازې بي بي سي نه ده بلکې ازادي تر بي بي سي هم ورهاخوا ده.
ځکه چې بي بي سي د غلطو کلمو په کارولو کې مخکې ده او ازادي خو تر بي بي سي ډېره ټيټه ده ځکه چې ازادي راډيو د لهجو تعميم ته شنه ناسته ده.
پتوال صيب تاسو يوې ښې جملې ته اشاره کړې چې (په ځانګړې توګه) ده. (په ځانګړې توګه) يعنې په يوازې توګه، ګوښې توګه، په تنهايئ، ځانله! چې د (خاصتاً) معنی نه ورکوي.
ولې هيواد صيب چېرې او چېرته سره بېل ګڼي خو داسې نه ده. که همدغه د هيواد صيب جملې په بل ډول وليکو نو معنی يې ده: ايمل کوم ځای ته ځي. ايمل په کوم ځای کې دی. دواړه په پاړسو کې د کجا او په انګليسي کې د where په معنی دي.
په افغانستان کې په ليکني ډول معمول د (چېرته) کلمه ده. خو په ځينو لهجو کې چېرې هم وايي.
زه ځکه په (چېرته) ټينګار کوم چې لړۍ يا ګردان يې له (دلته، هلته، چېرته) سره برابر دی.
او چېرې (له هالې، دالې، هورې، دورې چېرې) سره په يوه ليکه ده.
هيواد صيب بايد پوه شي چې د (دی) پر ځای د (دئ) کارول يوازې او يوازې يوه لهجه ده او بس.


hewad
30.01.2011

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!

ښاغلی لاروی صيب وروسته لۀ سلامه، زما پر اند چېرته د چېرې ته لنډه بڼه ده٠ کېدای شي زما اند سم نۀ وي٠
تاسو د انګرېزۍ ژبې بېلګه وړاندې کړې ده ، کۀ څۀ هم د ژبو پرتله ټکي پۀ ټکي ناشوني برېښي ځکه هره ژبه خپلې ځانګړتياوې لري٠ زۀ بۀ بيا هم د چېرې او چېرته توپير پۀ نورو ژبو کې جوت کړم٠ بل دا چې (ته) د انګرېزۍ د (TO) سره سمون لري٠

انګريزي
١- WHERE = چېرې
٢- WHERE TO= چېرته

روسي
١- КУДА = چېرته
٢-ΓДЕ = چېرې

ښاغلی لاروی تاسو ليکلي دي چې (هيواد صيب بايد پوه شي چې د (دی) پر ځای د (دئ) کارول يوازې او يوازې يوه لهجه ده او بس)

مهرباني وکړئ راته ويې ښايئ چې ما کوم ځای کې د (دی) پر ځای (دئ) ليکي دي٠ ما (ئ) پۀ کړ(فعل) کې کارولې چې غږ يې لۀ (ۍ) سره يو ډول دئ
٠
پۀ درنښت


پتوال
30.01.2011

[quote:3c9127e08b]پتوال صيب تاسو يوې ښې جملې ته اشاره کړې چې (په ځانګړې توګه) ده. (په ځانګړې توګه) يعنې په يوازې توګه،
ګوښې توګه، په تنهايئ، ځانله! چې د (خاصتاً) معنی نه ورکوي. [/quote:3c9127e08b]
لاروی صيب تاسو زما پام ښه ټکي ته راوګرځاوه :

ټوله ، بيله ، ځانله
ټولګړې ، بيلګړې او ځانګړې توګه د عامي، خاصي او يواځينۍ توګې سره سمون خوري ، دا دفلسفي اصطلاحاتو سره چې عام ، خاص او يواځنی حالتونه يو له بل څخه توپيروي .
خاص رښتيا هم ځانګړي ، ګوښي ، يواحيني يا يوګړي حالت ته نه وايي، بلکې هغه حالت چې له عام او ټولګړي څخه له يوې خوا او له يوګړي، ځانګړي او يواځني حالت څخه له پلې خوا بېل (= بيلګړی) وي ، نه ډير عام وي او نه مجرد اوځانګړی وي ، يعنې له يوګړي او ځانګړي حالت په وړاندې څخه عام وي خو د عام په وړاندې بيا خاص وي ، يعنې دواړو ترمنځ پُل او ليږداو جوړوي لکه
لاروی، پښتون ، افغان
پښتون، افغان، انسان
فرد، ټولنه، طبيعت
له ښي خوا څخه چپ خواته له يوګړي څخه بيلګړي او له بيلګړي څخه ټولګړي ته پورته کيږي يا په بل عبارت لومړني د دويم جز او دويم يې د دريم جز ګڼل کيږي
يا برعکس له چپ خوا څخه ښي ته عام د خاص کل دی او خاص د ځانګړي کل دی .
[color=blue:3c9127e08b]ددې ټولو د توپير له پاره خاص ته ځانګړی ويل رښتيا هم غلط دي او پرځای يې بايد بېلګړی وضع شي !
ومن الله التوفيق [/color:3c9127e08b]


larghonay laraway
31.01.2011

سلامونه!
هيواد صيب د چېرته او چېرې تر منځ فرق نشته که هيڅ له نورو ژبو سره يې پرتله هم نه کړونو چېرته يې معياري او ډېر دود دی او چېرې يې سيمه ييز دی. دا که ته له يو سره TO ليکې او له بل سره نه دا ستاسو خوښه ده خو (چېرته او چېرې) دواړه د (کوم ځای) معنی ورکوي.
زما په نظر دغه جمله ستاسو ده چې (دی) ته مو (دئ) کارولی دی.
[quote:09b18f115f]بېلګه: اېمل چېرته ځي٠ اېمل چېرې دئ٠ [/quote:09b18f115f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more