د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د حزب اسلامي د امير ښاغلي حکمتيار د افکارو او عقائدو د شننې لړۍ

و.افغان
26.07.2010

درنو او محترمو وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستر محدث عالم او امام الجرح والتعديل الحافظ ابن حجر العسقلاني رحمه الله په
خپلو تأليفاتو کې دغه متل ډېر کاروي، چې: من تكلم في غير فنه أتى بالعجائب.
ژباړه: هر څوک چې له خپل فن څخه پرته په نورو فنونو کې وغږيږي؛ نو عجائب او غرائب راوړي، يعنې داسې خبرې به ترې څرګندې شي، چې نه به د دغه فنونو له اصولو سره اړخ لګوي، او نه به د پوهانو او متخصصينو تر منځ مأنوسه خبرې وي.

که چېرې مونږ اسلامي تاريخ ته رجوع وکړو، نو اسلامي تاريخ د علمي تخصص شاهد
دی، خصوصا که چې د جرح او تعديل کتابونه وګورو، د رجال پوهنې کتابونه تر نظر
تېر کړو، نو ټولوکې تر ډېره حده په شرعي فنونو کې د تخصص اهميت، رعايت او تأثير
له ورايه ليدل کيږي، د بېلګې په توګه څو مثالونه تاسې ته وړاندې کوم:

له صحابه کرامو به يې راونيسو، صحابه کرام رضون الله تعالی عليهم أجمعين څو ډوله وو:
ځينې يې محدثين او مفسرين او فقهاء درېواړه وو، لکه عبد الله بن عباس رضي الله عنهما.
ځينو يې حفظا ودراية (فهما) په علم الحديث ډېر اهتمام کړی وو،لکه ابو هريرة رضي الله عنه.
ځينو يې په قضا او فقهي قضاياوو ډېر اهتمام کړی وو، لکه علي رضي الله عنه.
ځينې يې په ميراث کې متخصصين وو، لکه زيد الفرضي رضي الله عنه.
ځينو يې په فقهې او علم الحديث دواړو ډېر اهتمام کړی وو، لکه عبد الله بن مسعود
رضي الله عنه.
ځينې يې په امارت او سياست کې مشغول وو، په قضايي او فقهي مسائلو ډېر کم
غږيدلي دي، احاديث هم له هغوی ډېر کم روايت شوي دي، بلکه د قضايي او فقهي مسئلو په اړه دغوپه سياست او حکم مشغولو صحابه کرامو له نورو فقهاوو او مفسرينو صحابه کرامو څخه پوښتنې کولې، او د هغوی د هداياتو په رڼا کې به يې
د اسلامي امت لپاره د خير ښېګنې لارې ګودرې لټولې.

له صحابه کرامو رضوان الله عليهم أجمعين وروسته به د حديثو د راويانو څو بېلګې تاسې ته وړاندې کړم:

ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب تقريب التهذيب کې د يوه راوي عاصم بن أبي بهدلة
بن أبي النجود الکوفي په اړه داسې وايي: صدوق له أوهام حجة في القراءة وحديثه في الصحيحين مقرون .
ژباړه: رښتونی انسان دی، خو په حديثو کې اوهام لري، د قراءاتو په علم کې حجت دی، يعنې صحيح الرواية دی، او حديث يې په صحيحينو کې مقرون دی، مقرون دا معنا چې د بخاري او مسلم رحمه الله په نېز دغه راوي يواځې بار نشي پورته کولای، کله چې په صحيحينو کې په کوم روايت کې راځي؛ نو يو بل ثقه يا صدوق راوي هغه ته په هغه
معين روايت کې اوږه ورکوي، تر څو يې روايت د قبول قابل شي.

د لوستونکو د معلوماتو لپاره: امام عاصم د قراءاتو هغه امام دی چې په افغانستان او
نوره آسيا کې د هغه په قراءت قرآن لوستل کیږي، مګر دی په حديثو کې (صدوق له
اوهام دی) ، مقصد له دې خبرې دا دی چې بل ثقه راوي يې په روايت کې متابعت ونه
کړي، او له ده سره په معين روايت کې ملګرتيا ونه کړي، اوږه ورنکړي؛ نو روايت يې
دقبول قابل نه دی.

بل مثال: محمد بن اسحاق بن يسار، چې علماء دجرح او تعديل د هغه په باره کې وايي:
إمام المغازي صدوق يدلس ورمي بالتشيع والقدر ، په مغازيو کې امام دی، په
علم حديث کې رښتونی دی، البته مدلس دی، او د تشيع او قدريت تهمت هم پرې
لګېدلی دی.
همدارنګه د هغه استاذ الواقدي په مغازيو کې امام دی، خو علم حديث کې متروک دی.
د دې علماوو په اړه دا بيان د دې معنا نه ورکوي، چې دغو علماوو نور شرعي علوم
نه دي طلب کړي، بلکه هر يو يې په نورو شرعي علومو کې خپل استاذان درلودل، البته
تخصص يې په يوه يا دوه علمونو کې وه، په کومو کې يې چې تخصص نه درلود؛ نو
کوښښ يې کاوه چې د هغو علومو او فنونو د عامه وضعه شوو اصولو، او د
متخصيصنو له اقوالو څخه ونه وځي.

په دوې کې ځينې داسې تکړه علماء هم تېر شوي، چې هم په فقه، هم تفسير او هم په
علم الحديث کې به يې پراخه پوهه درلوده، لکه امام مجاهد بن جبر، په فقه تفسير
او حديث کې امام تېر شوی دی، د عبد الله بن عباس رضي الله عنه او نورو صحابه
کرامو څخه يې فقه تفسير او حديث زده کړي دي.

دا يوه مقدمه مې د دې لپاره د لوستونکو مخې ته کېښوده، چې د هغوی محترمو پام
د هغو خلکو په اړخ راواړوم، چې نن سبا د خپلې علمي کمزورۍ بلکه د علمي ځواک
د انعدام سره سره د الله جل جلاله په پاک کلام او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په
مقدسو صحيحو أحاديثو ظالمانه جابرانه جرأتونه کوي، تر پښو لاندې کوي يې، او
خپل عقل ته په مقدسو نصوصو باندې ترجيح ورکوي، له خپل تخصص پرته په نورو علومو په ډېر جرأت سره د هغو د وضعه شوو اصولو او د متخصصينو له خوا له ايښودل شوو، عقلا او نقلا منل شوو قواعدو مخالفت کوي. حال دا چې
دغه خلک اصلا ديني اساسي تعليمات هم نه لري، پېژندل شوي ديني استاذان هم نه
لري، چې د هغوی په لاس يې ديني زده کړې سر ته رسولي وي، له کومې خاصې ديني مدرسې څخه هم نه دي فارغ شوي، د علماوو کرامو خبرو ته غوږ نه ږدي، او نه د هغوی
علمي مشورو ته د درناوۍ په سترګه ګوري.
نو دا ليکنه د دې لپاره کوم، چې
د الله جل جلاله او د هغه د مبارک دين په وړاندې مې غاړه خلاصه کړم، ترې دفاع وکړم،
او په وړاندې يې خپله ايماني او اسلامي وجيبه پر ځای کړم.

له ډېر وخته راهيسې خبر شوی وم، چې انجنر صاحب حکمتيار د يوه تفسير په ليکلو
پيل کړی دی، چې اوس تر يوه حده بشپړ شوی هم دی، مخکې له دې چې د مثال په طور يا مشت نمونه خروار په توګه د هغه په تفسير کې په ځينو څرګندو مقصودي خطاګانو وغږېږم؛ غواړم چې هغه پوښتنې چې د دغه تفسير د ليکوال په اړه ځما په سر کې
تاويږي، له خپلو لوستونکو سره شريکي کړم:
لمړی دا چې: د قرآن د تفسير لپاره په عربي لغت،علم النحو او علم الصرف، او علوم
المعاني والبلاغت باندې کامل فهم ته اړتيا ده، نو ځمونږ انجنر صاحب سره له دغو
دريو علومو څخه څومره برخه موجوده ده، چې دی د قرآن کريم د تفسير کولو جوګه کړي.

دويمه دا چې: علم التفسير په دوه ډوله دی: علم الرواية، او علم الدراية، علم التفسير له
متجددو مسائلو پرته ټول په علم الرواية باندې ولاړ دی، نو ښاغلی انجنر صاحب په
رجال پوهنه کې څومره معلومات لري، اصول د حديث يې چېرته ويلي دي، په علم العلل
باندې پوهيږي، چې د صحي او ضعيف روايتونو تر منځ توپير وکړي، په اسماوو،
انسابو، او بلدانوکې دی څومره مطالعه لري، د تصحيح اوتضعيف په اړه د محدثينو
له منهج څخه څومره واقف دی؟؟ د حديثو شريفو د کتابونو د تدوين او توثيق په اړه
څومره مالومات لري؟

درېمه دا چې علم التفسير کې فقهې استدلال او استنباط ته هم ضرورت پيښيږي، که چېرې
ووايو، چې له هغو مخصوصو آيتونو څخه چې نسبتا کم دي، او سياست پورې تعلق
لري؛ انجنر صاحب ښه استنباط کولای شي، نو ورسره وبه يې منو، خو نور په زرګونو
د احکامواو اخبارو آيتونو لپاره دقيقې فقهې ته ضرورت لري،د فقهې په قواعدو
پوهېدلو ته ضرورت دی، د شريعت په مقاصدو ځان پوهولو ته ضرورت دی، د اصول
الفقه د علم په اصولو پوهېدا ته ضرورت لري، ، چې دغه
هر علم له متعلم څخه کافي وخت غواړي.
آيا انجنر صاحب له
فقهي اصولو، قواعدو او فروعاتو دومره خبر دی، چې دغه پوهه دی د ټول قرآن د تفسير جوګه کړي؟؟؟ يا دی دومره نابغه ذکي الذهنه او قوي الحافظة والفهم دی، چې دغه ټول
علوم سره له ټولو سياسي مشاغلو، جهادونو، جنګ او جګړو سره يو ځای په سنګر کې
پرته له استاذ او معلم څخه تحصيل کړي؟؟؟؟؟!!!!!
دا خبره ناشوني ده.

څلورمه دا چې: علم التفسير خپل اصول لري، خپل دقيق مباحث لري، د مثال په طور
د ناسخ او منسوخ دقيق مباحث، د منطوق او مفهوم مباحث او هغې ډولونه، او داسې نور پيچيده مباحث دي، چې د مفسر لپاره په هغو پوهه لازمه ده، آيا زمونږ محترم انجنر
مفسر صاحب له دغو علومو برخمند دی؟

پنځم دا چې: په تفسير کې د استنباط او اجتهاد لپاره علم القراءات ته اړتيا پيدا کيږي،
علم القراءات هم يو پيچيده علم دی، په قراءاتو کې د شاذ او متواتر بېلول هم د مفسر لپاره اړين دي، بيا د شاذ قراءاتو خپل احکام دی، د شاذ قراءت د اثبات او نفي لپاره هم
خپل اصول دي، نو ښاغلي انجنر صاحب تر کومه حده په دغه علم باندې عبور لري؟؟

شپږم دا چې: په مخکې ياد شوو علومو کې د ښاغلي انجنر مفسر استاذان څوک دي؟
شيوخ يې څوک دی؟ د تفسير استاذان يې څوک دي؟ څومره وخت يې ورسره تېر کړی
دی؟ د علم الحديث استاذان يې څوک دي؟ د علم الفقه أو أصول الفقه استاذان يې څوک
دي؟ د علم القراءات استاذان يې څوک دي؟؟
څومره وخت يې دغو علومو ته ورکړی دی؟ دا صحي ده چې انجنر
صاحب يو تکړه ليکوال دی، مګر د قرآن کريم د تفسير لپاره تنها ليکوالي کفايت نه
کوي، او نه ليکوال ته پکار دي چې د هر څه ليکلو ته لاس واچوي، يا په هر فن کې يو څه ووايي، ځکه چې من تکلم في غير فنه أتی بالعجائب، او بيا د الله جل جلاله په کتاب
او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې داسې ناروا ظالم جرأت د جهنم په اور
کې ځان لپاره د ځای جوړول دي.

انجنر صاحب د نورو اسلامي مسائلو په اړه هم له مزيد جرأت څخه کار اخلي، او په عقيدوي
مسائلو هم بحث کوي، حال دا چې د ده تخصص انجنري ده، عقيدوي مباحث نه دي،
د شمشتو يو موحد عالم راته وويل، چې ما خلکو ته په تدريس کې ويل، چې د خدای لفظ کارول
جائز دي، مګر دا لفظ په اسماء الله الحسنی کې نشته، او هغه ثواب چې په لفظ
الجلالة (الله) کې دی، د خدای په لفظ کې نشته، او بهتره دا ده چې د (خدای) دکلمې
پر ځای د (الله) جل جلاله کلمه وکاروو، نوموړي راته وويل، کله چې حکمتيار صاحب
له دې خبرې خبر شو؛ نو زما د خبرې په رد کې يې ليکنه کړېوه، او د خپل مقر څخه يې
راولېږله، نو ښاغلي انجنر صاحب ته پکار وو، چې دغه فقهي او عقيدوي مسئله يې
علماوو ته سپارلي وی، تر څو د علمي تحقيق په نتيجه کې يې حل راويستل شوی وی، مونږ
د محترم انجنر صاحب له جهاد، د کمونېزم په وړاندې له پاکې مبارزې او ژورې
سياستوالۍ څخه متأثر ضرور يو، البته په علمي مسائلو
کې هغه ته پکار دي، چې داسلام په مبارک دين له جرأت څخه ځان لرې وساتي، علماوو
سره مشورې وکړي، علمي مسائل هغوی ته وسپاري، تر څو يې هغوی وڅيړي، او ده
ته يې نتيجه په ګډه د قرآن او سنت په رڼا کې له قرآني او حديثه واضحه و دلائلو سره
وړاندې کړي.

د انجنر حکمتيار صاحب په تفسير کې د عموم اهل تفسيرو او د اهل السنت والجماعت
د عقيدې په خلاف ښکاره بېلګې ليدلی شئ:

نوموړی دا خبره نه مني چې دآدم علیه السلام کالبوت له خاورو څخه جوړ شوی وي او بیا په کې الله جل جلاله روح پوکلی دی، دی عقيده لري چې آدم علیه السلام هم دنورو انسانانو په څېر له نطفې تطور کړی دی، او بيا د څو مرحلو په طۍ کولو او تطور سره يې کامل شکل غوره کړی دی، او بله دا چې دسورت الفیل په تفسیر کې یې لیکلي دي چې هلته له ابابیل څخه د مکې جنګيالي ځوانان مقصود دي، نه ابابيل مرغان.
(د قرآن پلوشې 30 جزء ص419-420). د قرآن پلوشې (سورة البقرة، او سورة آل عمران 59 آيت).
انجنر صاحب دلته له صحیحو ثابتو رواياتو څخه انکار کوي، او پرته له علمي څېړنې
او د علم الرواية اصولو په نظر کې نيولو سره هغه ضعيف بولي، ځکه چې د ده له ذهن سره يې سمون نه دی خوړلی، له صريحو آيتونو سترګې پټوي، او د قرآني نصوصو غاړې په وچ زور ورتاووي، نوموړی چې کوم نظر وړاندې کوي؛ هغه د داروين نظريه ده، درحاليکه د علم الوراثه علماء په قطعي واضحو دلائلو سره د هغه نظريه رد کوي.

د ده په تفسير کې نورې ډېرې ستونځې هم شته دي، ما يې څه نه څه مطالعه کړېده،
او ان شاء الله چې نور به يې هم مطالعه کړم، او د ستونځو ځایونه به يې ستاسې سره
شريک کړم.
وروڼو! د آدم عليه السلام د خلقت بحث مې ولوست، ډېر يې خواشينی کړم، ډېرې بې ناسمې خبرې په کې کړي، خو انجنر صاحب ته صحي ځکه ښکاري، چې د هغه په عقل
برابرې راغلي دي، هغه محترم که د پيروزيانو يا قرآنيينو له ډلې ونه بولو، نو له دغې
ګمراه ډلې ډېر متأثر دی،
ځينې وروڼو به وايي، چې دا ځينې خبرې د ده نه دي، بلکه له نورو چا څخه يې نقل او
اختيار کړي دي، مګر د حکمتيار صاحب شرعي پوهنه دومره نه ده، چې په شرعي
علومو کې د اختيار اوترجيح جوګه کړي.
که خدای کول نو د ښاغلي انجنر صاحب ديني کتابونه به ټوټه ټوټه د دقيق
بحث او څيړنې لاندې ونيسم، او تاسې سره به خپل مناقشات شريک کړم.
زما له انجنر محترم صاحب څخه هيله ده، چې د الله جل جلاله په شرعه باندې له دغه
جرأت څخه نوره توبه وباسي، او همدارنګه د حزب اسلامي له درنو علماوو څخه هيله
کوم، چې انجنر صاحب ته په دغه باب نصيحت وکړي، وأن لايخافوا في الله لومة لائم،
تر څو انجنر صاحب خپل اجتهادات او تحليلات تر خپل سياسي او تربوي او تخنيکي
مسلک پورې منحصر کړي، او اسلام او مسلمانان له خپلې خير ښېګڼې برخمن او له
شرورو څخه په امان کړي.

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.


كريم كامران
27.07.2010

من تكلم في غير فنه أتى بالعجائب!!!!
یاره وهاج صاحب دا دآدم علیه السلام په اړه عقیده خو یې رښتیا هم دانسان دخلقت په هکله د ډاروین نظریې ته ورته ده.

په حکمتیار کې اساسي ستونزه داده چې نوموړی ځان جامع او کامل بولي، خپل عقل ورته له هر راز نیمګړتیاوو او تیروتنو معصوم ښکاري، همدا وجه ده چې په ډیره بې باکۍ دقرآن کریم په ایتونو او احادیثو کې دخپل عقل مطابق تحکم کوي.

که په یو نیم آیت کې دحکمتیار په عقل ولاړ تفسیر درست وخیژي هم نوموړی له نیوکو بچ نه دی، ځکه چې: من قال في القرآن برأيه فأصاب فقد أخطأ.
څوک چې په قرآن کې دخپلې رایې په بنیاد وغږیدو نو نوموړی تیروتی دی اګر که خبره یې سمه هم وي.

په حکمتیار کې بله اساسي ستونزه داده چې نوموړی هیڅکله خپله تیروتنه او غلطي نه مني، دا یو داسې ناوړه صفت دی که یو ځل یې په چاکې ځای ونیوو بیا که ټوله دنیا ورته ووايي چې په غلطه روان یې، هم نه یې مني، او دخپلې غلطۍ دتبریر لپاره به توجیهات وړاندې کوي. که داسې نه وي خپله حکمتیار او دهغه حزبي اتباع دې وښيي دحکمتیار په پرلپسې له چاپه راوتونکو کتابونو، لیکنو، او مضامینو کې چې نوموړي دې په تیرو درې لسیزو کې په خپلې یوې کوچنۍ غلطۍ اعتراف کړی وي، او که څوک یې عدم موجودیت دلیل نیسي نو ددې معنی دا شوه چې حکمتیار دعصمت درجې ته رسوي او تیروتنه یې له شان سره منافي بولي.

او دایې لا څه کوې، څو ورځې وړاندې مې یوه لیکنه ولوسته چې په قرآن او حدیثو باندې دحکمتیار زړورتیا اوس دې حد ته ورسیده چې له اسرا څخه منکر دی، نوموړی وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم المسجد الاقصی ته جسدا نه دی تللی، بلکې له المسجد الحرام څخه تر المسجد الاقصی او بیا تر اسمان پورې ټول سفر محض دخوب لیدل وه اوبس. په داسې حال کې چې مسجد اقصی ته درسول الله صلی الله علیه وسلم جسدا تګ دټولو علماوو په اتفاق سره ثابت دی.

رښتیا هم:
من تكلم في غير فنه أتى بالعجائب!!!!!!!!!
الله دې خیر کړی نور به لا څه عجائب او غرائب اورو.

نشته اسلامي حکومت، دا د یو اسلامي حکومت فریضه ده چې دحکمتیار په څیر بې علمه کس چې په خپلو عجائبو او غرائبو دولس اسلامي عقیده او فکره ورخرابوي محکمې ته راکش شي او په مناسبه سزا ورسول شي. دا چې ځینې خلکو ته دنوموړی دمحاکمې موضوع لږه درنه پریوځي دحکمتیار دتیرې دبدبې او جهادي مقام زور لا دومره دځینو خلکو په زړونو کې پاتې چې دنوموړی دمحاکمې موضوع په سوچ کې نه شي راوستی. ګنې که دحکمتیار په ځای یو بل عادي ملا په دین کې داسې بې بنسټه نظریات ورکړي ول زه یقین لرم چې آن دکرزي بې دینې ادارې به هم دهغه محاکمه خپل مسئولیت ګڼلی وو، پاتې خو لا یو اسلامي حکومت.

ساپی صیب له الله نه درته توفیق غواړو چې دحکمتیار خرافي عقیده له یوې علمي څیړنې او نقد وروسته لوستونکې ته وړاندې کړې.
ژوندی اوسې.


قومندان
27.07.2010

وروره زمونږ په ځای کې يو متل دی او وايې :
که څوک غواړې چې مشهور شې نو په جمه کې د ...........٠
نواوس وروره داسي وخت راغلی دی چې ځنې خلک دخپلې مشهورتيا لپاره لکه
سلمان رشدي هر څه يې چې په خوله ورغله هغه ليکي او دخپل دين ، مذهب ، عنعناتو
او کلتور عزت او ابرو په خپله ګېډه کې منډي٠
دپښتونوالي په مينه پتنګ.

د ليکنې نېټه : شنبه جنوري 28, 2006 8:51 pm


مومن مهاجر
27.07.2010

محترم وهاج ساپی اوکامران صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده چي جوړ،روغ اوبریالي به یاست .
ترکومه ځایه چي مادښاغلي حکمتیارصاحب لیکنې مطالعه کړې نوهغه په هیڅ شي کي له یوې خواثبات نه لري اوله بلې خوادخپل ځانګړي عادت له مخې ځان ته دهمه مي دانیم حق ورکوي . له عقیدوي علومونیولي ترتفسیر،حدیث،علم الرجال،فقهې، اصول الفقهې،اصول الحدیث،اصول التفسیر،تاریخ ان ترنویوغریبواونادرو اجتهاداتوپوري په هرڅه کي ګوتې وهي اوبیاچي کله پکي تېروزي نوپه هیڅ صورت خپله غلطي هم نه مني . زماپه اندپه سیاسي اونظامي ډګرکي ترشاتګ وروسته قصداداسي څه ته مخي کړې چي غواړي ځان مطرح کړي خودده دافکرسم نه دی،ځکه په دې سره یې خپل شخصیت ته دومره زیان رسولی چي ان دخپل حزب ملګري یې هم اوس ورڅخه بیزاره دي .زه ډېرداسي حزبیان پېژنم چي نوریې دده له نومه هم بدکېږي اووايي چي حکمیتارصاحب په هرڅه کي ځان غوښتونکی اوځان خوښوونکی دی . ترکومه ځایه چي زه دده په نبض پوه شوی یم نوزماتاثردادی چي نوموړی ستاپه اصطلاح له پروېزیانواوهغوکسانومتاثرشوی چي وايي موږته یوازي قرآن کفایت کوي نورڅه ته مواړینانه شته احادیث که له قرآن کریم سره ټکروو نه یې منواوکه ټکرنه وومنویې . نوموړي دخپل جنون له مخي په دې وروستیوکي دا ډول پارونکواوځوروونکولیکنوته خورازورورکړی نه پوهېږم چي لامل یې څه دی؟ په هرحال حکمتیارصاحب پرخورانازکوموضوعاتوقلم پورته کړی اوله څه مسلکي پوهي پرته یې په خورابې باکۍ تحلیل کړې دي چي رښتیاهم دعلمي اومسلکي اصولوپه رڼاکي یې مخنیوی دهررښتني مسلمان دنده ده . ان شاء الله ساپی صاحب په دې اړه ترخپله وسه موږهم دملتیاډاډدرکوو.



ع کريم حليمي
28.07.2010

بسم الله الرحمٰن الرحیم
هُوَ الَّذي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتابَ مِنْهُ آياتٌ مُحْكَماتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتابِ وَ أُخَرُ مُتَشابِهاتٌ فَأَمَّا الَّذينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ ما تَشابَهَ مِنْهُ ابْتِغاءَ الْفِتْنَةِ وَ ابْتِغاءَ تَأْويلِهِ وَ ما يَعْلَمُ تَأْويلَهُ إِلَّا اللهُ وَ الرّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنا وَ ما يَذَّكَّرُ إِلّا أُولُوا الْأَلْبابِ

درنو او مکرمو او محترمو وړونو ، استاد قاري صاحب او لوستوونکو
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ، وبعد
ډاکتر ، قاري صاحب
داخو ترلمر روښانه خبره ده : څوک چه په یو فن او مسلک کښی پوهه او مهارت ونه لري ، او بیا د اسماني
کتاب ! تفسیر او تأویل کول دومره سخت اخلاقي عیب دی چه باید له دېٖ عیب څخه پناه وغوښتل سي
داسي نه ده چه دغه مَوصُوف او تحمیل سوئ مشر ، "کأنمایساقون الی الموت" ته روان دي بلکي په مصر
کښي ډیر داسي نور هم سته چه پر ځان يي شپه او ورځ یوه کړیٖ او د قرآن مجید د ایاتونو تأویلونه
کوي ، یو مثال ئې ډاکتر نصر حامد ابو زيد وو ، چه محکمې ته يې احضار ، او میرمني يي طلاق وغوښتۍ
او ايمن الظواهرى لمړئ شخص وو چه د (ابو زید ) د مرګ فتوا يې ورکړه
که دا خبره واضع او صریح ، رښتنې وي چه نوموړي له قرآني نص (مِنْ طِينٍ ) نه انکار کړئ وي
(چه د طین ترجمه او تفسیر سردار عالم په لنده(لمده )خټه او هغه بیا پخه خټه چه په ټکولو آواز کوي )
ایا نوموړئ د اسلام له دایرېٖ نه دی خارج ؟؟؟ که خارج وي ، نو یو بام او دوو حواوو زمانه ده ، ايمن الظواهرى به په جریان هم خبروي ؟؟؟؟
رَبَّنا ظَلَمْنا أَنْفُسَنا وَ إِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنا وَ تَرْحَمْنا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخاسِرينَ ، یا الله ، وَ اغْفِرْ لَنا وَ ارْحَمْنا أَنْتَ مَوْلانا فَانْصُرْنا عَلَى الْقَوْمِ الْكافِرينَ
درنښت


كريم كامران
29.07.2010

زه چې په هره مسئله او موضوع کې دحکمتیار صاحب بېباکانه فتواګانې وینم هغه د عبد الله بن عباس، او عبد الله بن مسعود رضي الله عنهم خبره راپه یاد شي چې دواړه په جلا جلا روایتونو کې فرمايي:

من أفتى الناس في كل ما يستفتونه فهو مجنون. څوک چې په هره مسئله کې وپوښتل شي او دی ځواب ورکړي نو هغه لیونی وبولئ.

له ماسره کله ناکله دا ویره پیدا شي چې کیدای شي حکمتیار صاحب د څوکۍ او اقتدار په هوس اخیر خپل اعصاب هم له لاسه ورکړي وي، نو هیڅ یوه موضوع ترې پاتې نه ده او په هره موضوع کې چې پوښتل شوی خپل بېباکانه نظریات یې پکې ورکړي دي.

خو متاسفانه چې نن ورځ خلکو ته د (زه نه پوهیږم) کلمه ډیره درنه پریوځي او دخپل ځان لپاره یې کسرشان او توهین ګڼي.

الله تعالی دې مونږ ټولو ته د نېکې لارې هدایت وکړي. آمین


رښتینی
29.07.2010

په پیښور کی به حکمتیار دخپلو مخالفینو پر خلاف هم دمرګ فتواوی
ورکولی اوښه ډیر قومندانان یی ووژل او دا هرچا ته مالومه ده اوس له کوم
لوری حکمتیار داسی سړۍ شوچی دهغه په علمی او نورو اړخونو خبری
وکړل شی ؟؟!!!

ماته خو دده په اړه څه لیکل خوند نه راکوی ځکه دازمویل شوی دی
او داسی چی په هغه ازموینه کی یی بی شمیره تاوانونه او جنایتونه
کړی دی او هغه یی هرڅه داقتدار په سر کړی دی چی الحمدلله تراوسه
نامراده پاتی دی
نوبیا دده ازمویل یا دده تیروتنوته په دی نیت ګوته نیول چی اصلاح شی
ناشونی کار بریښی او داډول هڅی تش دځان غولول دی

په مینه


وصيل پېروز
30.07.2010

السلام عليکم
حکمتيارله سياسي ډګره نيولې ترعلمي ډګره په ټولوکي لاس وهنه کوي اوځان داسي څرګندوي چي دی په هرڅه پوهېږي ان مايې يووخت په يوه کتاب کي (دتصوف په اړه ځيني حقائق ) کي ولوستل چي ماترننه هم لويه ګناه نه ده کړې اوهڅه يې کړې وه چي ځان معصوم وښيي .
که يوانسان دده پخواني اواوسني کتابونه سره مطالعه کړي نوډېرتوپيربه ومومي ان يوسړی به دافکرهم ونه کړي چي دادي يوه سړي ليکلي وي په دې اړه يوه غوره بېلګه يې دپټې توطئې بربنډې څېرې کتاب دی ددې په مقابل کي که يې تاسومرکې اومقالې وګوري عجيبه غوندي خبرې کوي !!! سړی ورته حيرانېږي . په خپله په همدې کتاب (پټې توطئې بربنډې څېري) کي يې دوې خبرې نه سره لګېږي . لنډه داچي نه هيڅ ډول ثبات لري اونه دومره علمي وړتياچي په دومره ستروسترو موضوعګانوکي وغږېږي . زه ترډېره دده ليکنه پېژنم اوله حزبيانوهم پوښتم له هغوئ مي هم اقراراخيستی چي په دې نامه ليکنه دحکمتيار(البته دوئ يې شيخ صاحب بولي) دي مايې ټولي ساتلې يووخت به يې ان شاء الله سره شريکې کړو.


bazgar
06.08.2010

[color=red:2b5a08551a]من فسربراي فهو....[/color:2b5a08551a]
كوم تفسيرونه چې له نبوي ارشاداتومخالف اودصحابه وو اوعاموسلفوله مقبولوتفاسيرومخالف وي,هغه نه پخواچا منلي نه به يې بياڅوك ومني,داډول ليكني په اسلامي ټولنه كي بقا نلري اوغندل يې دهرمومن مسوليت دئ


د حزب اسلامي د امير ښاغلي حکمتيار د افکارو او عقائدو د شننې لړۍ

و.افغان
26.01.2011

محترمو درنو وروڼو!
ما څه وخت وړاندې د حزب اسلامي افغانستان د امير حکمتيار صاحب په اړه پورتنۍ
ليکنه په ليکه کړې وه، او هيله مې وه چې د حکمتيار صاحب د افکارو په اړه ورته
نورو ليکنو ته ادامه ورکړم، لکن متأسفانه وخت مې ونه موند.

محترمو! د حکمتيار صاحب د سياسي زندګۍ په اړه به څوک مثبت نظر لري؛ څوک
منفي، زه يې په سياست نه غږېږم، خو په دې وروستيو کې يې د قرآن او حديث او د اسلامي امت د متفق عليها معلوم بالضرورة مسئلو سره ډېره خطرناکه لوبه پيل کړېده، نه پوهېږم، چې تر شا به يې څه اهداف وي؟؟!؟!؟
نوره ټوله دنيا خو يې له خپل سياسته قرباني کړه، اوس داسې بريښي چې خپله هغه
عقيده، خپل قرآن او سنت، او د سلفو صالحينو عقيده هم د خپل سياست څخه قرباني
کوي!!!!!!!!!!!
زه له ټولو دوستانو او ملګرو هيله کوم، چې د ښاغلي حکمتيار صاحب د عقيدې او
افکارو په اړه چې څه لري، له نورو مسلمانو وروڼو سره يې دلته شريک کړي، کوښښ
به کوو، چې بحث سياسي نه کړو، او دا سکالو يواځې او يواځې د حکمتيار د افکارو او عقائدو د شننو لپاره په يوې تفصيلي لړۍ تبدیل کړو.

ستاسو ارزښتمنو ليکنو ته سترګې په لار.

په درنښت


hotak
26.01.2011

[quote:0d48fe0095="م . وصيل پېروز"]السلام عليکم
حکمتيارله سياسي ډګره نيولې ترعلمي ډګره په ټولوکي لاس وهنه کوي اوځان داسي څرګندوي چي دی په هرڅه پوهېږي ان مايې يووخت په يوه کتاب کي (دتصوف په اړه ځيني حقائق ) کي ولوستل چي ماترننه هم لويه ګناه نه ده کړې اوهڅه يې کړې وه چي ځان معصوم وښيي .
که يوانسان دده پخواني اواوسني کتابونه سره مطالعه کړي نوډېرتوپيربه ومومي ان يوسړی به دافکرهم ونه کړي چي دادي يوه سړي ليکلي وي په دې اړه يوه غوره بېلګه يې دپټې توطئې بربنډې څېرې کتاب دی ددې په مقابل کي که يې تاسومرکې اومقالې وګوري عجيبه غوندي خبرې کوي !!! سړی ورته حيرانېږي . په خپله په همدې کتاب (پټې توطئې بربنډې څېري) کي يې دوې خبرې نه سره لګېږي . لنډه داچي نه هيڅ ډول ثبات لري اونه دومره علمي وړتياچي په دومره ستروسترو موضوعګانوکي وغږېږي . زه ترډېره دده ليکنه پېژنم اوله حزبيانوهم پوښتم له هغوئ مي هم اقراراخيستی چي په دې نامه ليکنه دحکمتيار(البته دوئ يې شيخ صاحب بولي) دي مايې ټولي ساتلې يووخت به يې ان شاء الله سره شريکې کړو.[/quote:0d48fe0095]
يارانو! تاسې به واياست چې دی نو له کومه پکې راغورزار سو!
په هرحال ماځان ته لدې امله جرات ورکړ چې ښاغلي پيروز دحکمتيارساب داخبره ليکلي ده چې هغه کبيره ګناه نده کړي،
حال داچې په کابل دلسګونو زره راکټونو باران او دسلګونو زرو بې ګناه انسانانو چې اکثريت يې ميرمني،ماشومان اوبوډاګان وو په شهادت رسول کبيره ګناهونه ندي.......
خير دی او خدای.......خويوه خبره ده چې ياران دي دلته دهغه پرشخصيت بحث نکوي،بلکې په هغو تيروتنو دي وګړيږي چې دغه ښاغلي په ديني پوهنه کې کړي دي.
که کوم حزبی ساب وي هغه دې ځواب وواييييي


عادل عادل
24.02.2011

د غورځنګ پاڼې څخه

د ښاغلي موحد صیب لویې او بې ځایه تېروتنې
مولوي ابو محمد
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۹ لمريز کال د ليندۍ ۲۶ - مه

" ما ته ووايه: آيا د قرآن دا وينا ومنو چي د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په اړه فرمايي: إِنَّ رَبَّك يَعْلَمُ أَنَّك تَقُومُ أَدْنى مِن ثُلُثىِ الَّيْلِ وَ نِصفَهُ وَ ثُلُثَهُ وَ طائفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَك .... او فرمايي: إِنَّ لَك فى النهَارِ سبْحاً طوِيلاً چي ښيي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د شپې ډېره برخه په عبادت تېروله او د ورځي له لوري به د دعوت په چارو كي زيات مصروف وو او كه دا روايت چي وايي: رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به په شپه او ورځ كي خپلو نهو يا يولسو مېرمنو ته ورتلو او مجامعت به ئې ورسره كولو او دا د دې لپاره چي ده ته د دېرشو كسانو په اندازه جنسي قوت وركړى شوى وو!! دا په داسي حال كي چي دا خبره نه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په خپله كړې او نه په قرآن كي كوم شاهد ورته موندلى شو، كه څوك دا ضعيف او له قرآن او عقل سره په بشپړه توگه متعارض روايت واوري او ووايي: زه داسي پيغمبر نه منم چي د خپل عمر نيمايي برخه په جنسي معاملو تېره كړي، د دې پر ځاى هغه پيغمبر منم چي خپل ټول ژوند ئې عبادت او دعوت ته وقف كړى وي، د دې كس د انحراف او ايمان نه راوړو مسئوليت به د چا په غاړه وي؟!! زما خو نه ايمان دا خبره مني او نه عقل، دا د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په شأن كي يو ناروا، ظالمانه او جسورانه تور او اتهام گڼم )
دا دښاغلي موحد صیب دیوې لیکنې یوه برخه ده، چې د ( كه د امام ابوحنيفه(رح) پر ځاى بل امام غوره كوم نو څوك غوره كړم؟ ) تر سرلیک لاندې یې کړېده او دشهادت په ویب پاڼه کې په دغه تاریخ: 07-11-2010 03:30 AM خپره شوېده، د موحد صیب ددغه پورتنۍ خبرې د ناسم او بې ځایه بللو لپاره باید لاندې څو ټکي په پام کې ونیول شي:
لومړی: رسول الله صلی الله علیه وسلم دټول امت لپاره تر قیامته پورې دژوند په ټولو برخو کې قدوه دی، دهغه دټول مبارک ژوند ټول کړه وړه دمسلمانانو لپاره شرعي بڼه لري، الله جل جلاله په یوویشتمه پاره کې دالأحزاب دسورې په یوویشتم آیت کې داسې فرمايي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ) او په دریمه پاره کې دآل عمران دسورې په یودیرشم آیت کې فرمايي: (قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ)، هو پرته له هغو ځانګړنو نه چې هغه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې ځانګړې شوې دي، لکه په یوخت کې له څلورو نه دزیاتو مېرمنوپه نکاح کې ساتل، لکه دده له مال نه میراث نه وړل، لکه په امت باندې دده دبیبیانو دنکاح حراموالی، او... دا او دېته ورته ځانګړنې هغه څه دي چې امت به په کې درسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي نه کوي، له دينه پرته رسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند په ټولو چارو کې دمسلمانانو لپاره قدوه دی.
له همدې کبله درسول الله صلی الله علیه وسلم دکړو وړو او ناستې پاستې حکم دنورو خلکو له کړو وړو او ناستو پاستو سره توپیر لري، درسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې او کړنې دامت لپاره شرعي بڼه لري او دنورو خلکو داسې نه دي، نو ځکه خو درسول الله صلی الله علیه وسلم دژوند ټول هغه کړه وړه چې پر هغه باندې شرعي احکام مرتبېږي، هغه که کورني هم دي صحابهء کرامو دده صلی الله علیه وسلم په امر ټول امت ته ښودلي دي، په صحیح بخاري کې راغلي: (عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم – قَالَ: بَلِّغُوا عَنِّى وَلَوْ آيَةً، وَحَدِّثُوا عَنْ بَنِى إِسْرَائِيلَ وَلاَ حَرَجَ ، وَمَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ ) دا حدیث امام ترمذي او امام احمد هم راوړی، ( آية ) که څه هم چې په اصطلاح کې خو دقرآن کریم آیت ته ویل کېږي، مګر علمای کرام وايي چې دلته مراد ترېنه ددین احکام دي، چې احادیث هم پکې راځي، یعني هر څوک باید نورو ته ددین په اړه هغه معلومات ورسوي کوم یې چې زده وي، که لږ وي که ډېر، په دې معنی چې ددین په رسولو کې باید کمی ونه کوي، نو له همدې کبله صحابهء کرامو هڅه کوله چې ددین ټول مسایل کوم یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه زده کړي وو امت ته ورسوي.
دوهم: خوړل، څښل، بیده کېدل، واده کول دانسان دژوند هغه اړتیاوې دي چې هر انسان ورته اړتیا لري، او زمونږ مبارک دین داسې دین دی چې نه افراط خوښوي اونه تفریط، معتدل او منځلاری دین دی، الله جل جلاله چې په انسان کې کومې غرېزې او بشري غوښتنې پیدا کړې دي دهرې غرېزې دمړولو لپاره یې لاره او ګودر ښودلی دی، له همدې کبله کله چې له هغه دریو صحابوو رضی الله عنهم نه یو وویل چې زه به تل روژه نیسم، هغه بل وویل چې زه به ټوله شپه لمونځ کوم او نه به بېدېږم، او هغه بل وویل چې زه به بېخي واده نه کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغه کار نه ایسار کړل، او ورته ویې ویل چې زه له تاسو ټولو نه زیات پرهیزګار یم، مګر زه واده هم کوم، کله روژه نیسم او کله مې بوزه وي، دشپې څه برخه په لمانځه تېروم او څه برخه یې بیدېږم، نو له همدې کبله واده کول، څښل، خوراک دا له پیغمبرۍ سره څه په ټکر کې نه دي، دا چې پیغمبر به نه څه خوري او نه به څه څښې او نه به په بازارونو کې ګرځي دا تصور دکفارو او مشرکینو و، الله جل جلاله داتلسمې پارې په پای کې دالفرقان دسورې په اووم آیت کې داسې فرمایي: (وَقَالُوا مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا ) او وویل ( کفارو ) دا څه رنګه پیغمبر دی؟! ډوډۍ خوري! او په بازارونو کې ګرځي! چې له ده سره یو ملک هم را کوز کړای شوی وای تر څو دده دخبرو ملاتړ يې کولای او له ده سره په چارو کې مرستندوی وای، ځکه دا دومره لوی کار په یوازې سر سرته رسول خو ګران دي، او بل دا چې باید زمونږ اودده تر منځ توپیر وای، دا نو څه رنګه پیغمبر دی چې زمونږ په څېر ژوند کوي!! دده ژوند خو له مونږ نه باید توپیر ولري ځکه دی له مونږ نه غوره دی، باید داسې یو څه وي چې مونږ په هغه سره پر خپلو ځانونو دده غوره والی ومنو، دغه ساده ګانو دېته پام نه کولو چې هغه خو هم بشر دی، او په بشري اړتیاوو کې کې ټول انسانان سره ګډ دي، همدې خبرې ته په اشارې سره الله جل جلاله دهمدې الفرقان دسورې دشلم آیت په سر کې دکفارو دهمدغه بې ځایه پوښتنې اوهیلې په ځواب کې خپل نازولي استازي صلی الله علیه وسلم ته داسې ډاډګیرنه ورکوي: (وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ... ) او مونږ نه دی لېږلی له تا نه مخکې هېڅ یو پیغمبر، مګر دا چې هغوی هرومرو ډوډی خوړله او په بازارونو کې دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره ګرځېدل، په دې معنی چې د بشري اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ له تانه مخکې پیغمبرانو صلوات الله علیهم اجمعین هم خوراک کولو او هم دخپلو اړتیاوو دپوره کولو لپاره بازارونو ته تلل، دوی هم خوراک، څښاک، خوب او کور ته اړتیا لري او نور انسانان یې هم ورته لري.
دریم‎: دغه کوم ناسم او بې ځایه تصور چې موحد صیب ته پیدا شوی دی، له دوهمې پېړۍ نه رانیولې تر ننه پورې هغو سترو سترو محدثینو کرامو چې احادیث يې په ګڼو کتابونو کې راغونډ کړي،داحادیثو شرحې یې لیکلې دي ددغه حدیث شریف په اړه داسې بې ځایه او ناسم تصور نه دی کړی، ځکه هغوی ټول په احادیثو پوهېدل، په عربي ژبه پوهېدل، دعربي ژبې په دلالاتو پوهېدل، دا چې موحد صیب ته داسې یو بې ځايه تصور پیدا شوی، چې په دغه دولسو پېړیو کې دامت لویو اوسترو نومیالیو او وتلو متبحرو او په احادیثو کې متخصصو علمای کرامو ته نه دی پیدا شوی، دادهغه خپله ځانګړې ستونزه ده، ددې پر ځای چې صحیح او ثابت احادیث دیو ناسم تصور لپاره ناسم وبلل شي ښه به دا وي چې سړی پر خپل ځان، خپله پوهه او خپل عقل باندې بد ګومانه شي، ځکه انسان هر وخت له کمزورۍ او کمي سره تړلی دی، انسان تل پر یو حال نه وي، رنګا رنګ حالات پرې راځي، او بل دا چې شیطان چې څومره پر یو کس باندې بر لاسی کېدای شي، پر ډېرو کسانو باندې دومره نه وي او نشي برلاسی کېدای.
دغه خبره چې موحد صیب یې تش په تشه درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! توراو اتهام! ګڼي، یوازې امام بخاري نه ده روایت کړې بلکې داحادیثو ګڼو امامانو راوړې ده، چې دا دي دلته به یو څو دبیلګې په توګه را واخلو:
دامام مسلم روایت:
باب جواز نوم الجنب واستحباب الوضوء:
"وَحَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ أَحْمَدَ بْنِ أَبِى شُعَيْبٍ الْحَرَّانِىُّ حَدَّثَنَا مِسْكِينٌ - يَعْنِى ابْنَ بُكَيْرٍ الْحَذَّاءَ - عَنْ شُعْبَةَ عَنْ هِشَامِ بْنِ زَيْدٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ "
دامام نسایي روایت:
باب ذکر أمر رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ في النكاح:
" أَخْبَرَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ مَسْعُودٍ عَنْ يَزِيدَ - وَهُوَ ابْنُ زُرَيْعٍ - قَالَ حَدَّثَنَا سَعِيدٌ عَنْ قَتَادَةَ أَنَّ أَنَسًا حَدَّثَهُمْ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى اللَّيْلَةِ الْوَاحِدَةِ وَلَهُ يَوْمَئِذٍ تِسْعُ نِسْوَةٍ "
دامام ابو داود روایت:
باب الوضوء لمن أراد أن يعود:
" حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى نِسَائِهِ يَغْتَسِلُ عِنْدَ هَذِهِ وَعِنْدَ هَذِهِ. قَالَ فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا قَالَ « هَذَا أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ ".
دامام ابن ماجه روایت:
باب فيمن يغتسل عند كل واحدة غسلا:
"حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ أَنْبَأَنَا عَبْدُ الصَّمَدِ حَدَّثَنَا حَمَّادٌ حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ سَلْمَى عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَكَانَ يَغْتَسِلُ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ فَقِيلَ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِدًا فَقَالَ « هُوَ أَزْكَى وَأَطْيَبُ وَأَطْهَرُ".
او له دېنه مخکې یې دا روایت راوړی :
باب ما جاء فيمن يغتسل من جميع نسائه غسلا واحدا:
" حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى أَبُو مُوسَى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِىٍّ وَأَبُو أَحْمَدَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ "
دامام احمد روایت:
مسند أنس بن مالك:
" حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ ثَابِتٍ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ فِى لَيْلَةٍ وَاحِدَةٍ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ"
حديث أبي رافع:
" حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ حَدَّثَنِى أَبِى حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ وَأَبُو كَامِلٍ قَالاَ حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى رَافِعٍ عَنْ عَمَّتِهِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- طَافَ عَلَى نِسَائِهِ جَمَعَ فِى يَوْمٍ وَاحِدٍ وَاغْتَسَلَ عِنْدَ كُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ غُسْلاً فَقُلْتُ لَهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلاَ تَجْعَلُهُ غُسْلاً وَاحِداً فَقَالَ « إِنَّ هَذَا أَزْكَى وَأَطْهَرُ وَأَطْيَبُ ".
دامام ترمذي روايت:
باب ما جاء في الرجل يطوف على نسائه بغسل واحد:
"حَدَّثَنَا بُنْدَارٌ مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ عَنْ مَعْمَرٍ عَنْ قَتَادَةَ عَنْ أَنَسٍ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ فِى غُسْلٍ وَاحِدٍ. قَالَ وَفِى الْبَابِ عَنْ أَبِى رَافِعٍ، قَالَ أَبُو عِيسَى حَدِيثُ أَنَسٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَطُوفُ عَلَى نِسَائِهِ بِغُسْلٍ وَاحِدٍ. وَهُوَ قَوْلُ غَيْرِ وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنْهُمُ الْحَسَنُ الْبَصْرِىُّ أَنْ لاَ بَأْسَ أَنْ يَعُودَ قَبْلَ أَنْ يَتَوَضَّأَ "
پاتې دې نه وي چې له دغو روایاتو نه په ځينو کې شپه یاده شوې او په ځينو کې ورځ، مګر دا څه ستونزمنه خبره ځکه نه ده، چې کېدای شي کله یې دشپې دا کار کړی وي او کله دورځې، لنډه دا چې دا لږ اختلاف ددې لامل نشي کېدای چې حدیث دې له بنسټ او اساس نه ونه منل شي.
دا دي په دغه څو روایاتو کې ګورو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه شوې ده، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړی دی، نو له دې کبله دا هم نشي ویل کېدای چې دا خبره خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ده کړې.
اوس دې نو خپله هر کس سر په ګريوان کړي چې دغه لوی نومیالي، وتلي متبحر او داحادیثو متخصص علمای کرام چې ټول ژوند يې په علم کې تېر کړی ټول له یوې مخې ناسم پوه شوي، او داسې یو ناروا! ظالمانه! او جسورانه! تور او اتهام یې ـ والعیاذ بالله ـ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې تړلی او یا یې منلی؟!!! او که موحد صیب چې په هېڅ ډول ددغو سترو سترو هستیو ځای ته نه شي رسیدای تېروتی دی؟! ځکه دی نه داحادیثو دعلم متخصص دی او نه هم دومره پوهه لري چې ددغو ټولو علمای کرامو سهوه او غلطي پرې معلومه کړای شي.
څلورم: آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو خلکو سره په توان او طاقت کې توپیر درلود او که ددوی په څېر وو؟ په دې هکله امام بخاري یو حدیث راوړی: ( عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله عنها - قَالَتْ نَهَى رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - عَنِ الْوِصَالِ ، رَحْمَةً لَهُمْ فَقَالُوا إِنَّكَ تُوَاصِلُ ، قَالَ: إِنِّى لَسْتُ كَهَيْئَتِكُمْ ، إِنِّى يُطْعِمُنِى رَبِّى وَيَسْقِينِ ) له بي بي عایشي رضی الله عنها روایت دی، دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک دوصال له روژې نه پر دوی باندې دزړه سوي له امله ایسار کړل، دوی ورته وویل چې ته خو دوصال روژه نیسې؟ ده وویل: زه ستاسو په څېر نه یم، بېشکه ما ته مې خپل پالونکی ډوډی راکوي او اوبه راکوي، دهمدغه حدیث پر بنسټ علمای کرام وايي چې الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې ځانګړی توان او ځواک ورکولو چې په لوږه او تنده به نه پوهېدو، نو له همدې نه جوتېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله ځانګړی توان او ځواک ورکړی و، دوصال روژه دېته ویل کېږي چې دوه ورځې پرله پسې روژه ونیول شي، یعني په منځ کې يې څه خوراک او څښاک ونه شي، دا حدیث امام مسلم، امام ابو داود، امام مالک او امام احمد هم راوړی دی.
پنځم: کوم حدیث چې د موحد صیب عقل يې نه مني دوو وتليو او نومیاليو صحابوو حضرت ابورافع رضی الله عنه چې دمصر له قبطیانو نه و، او دحضرت عباس رضی الله عنه مریی و بیا یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډالی کړ، کله چې حضرت عباس اسلام راوړ او ابو رافع پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې دعباس داسلام راوړلو زیری وکړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دزیري په بدل کې آزاد کړ، او بیا یې خپله وینځه سلمی چې دده صلی الله علیه وسلم دزوی حضرت ابراهیم علیه السلام قابله وه ابو رافع ته په نکاح کړه هغه هم قبطۍ وه، لنډه دا چې حضرت ابو رافع درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم اوغلام و، اوبل حضرت انس بن مالک رضی الله عنه، هغه لس کلن و چې مور يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروستلو تر څو دده خدمت وکوي، نوموړی مبارک صحابي لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په چوپړ کې پاتې شوی، لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې پاتې شوی، دی وايي چې ما لس کاله درسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې تېر کړل، یوه ورځ یې هم نه وهلی یم، او نه یې راته ویلي چې دغه کار دې ولې وکړ؟ او دغه دې ولې ونه کړ! نو دا څه لرې خبره نه ده چې انس رضی الله عنه یې کوي، ځکه لس کاله چې څوک دیو چا په کور کې پاتې شي، په ډېرو څېزونو خبرېږي، او د انس رضی الله عنه یوه ځانګړنه دا ده چې دی درسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې ماشوم را لوی شوی دی، او له ماشوم نه خو په شریعت کې ښځینه وو ته د پردې کولو حکم هم نشته، دا سمه ده چې په ځانګړو حالاتو کې آن چې خپل ماشومان هم د مور او پلار دخوب خونې ته پرته له اجازي باید دننه نه شي، مګر هوښيار ماشومان او بیا په تېره چې دنهو، لسو کلونو وي کله کله دکور په ډېرو پېښو که څه هم چې پټې وي له نښو نښانو نه پوهېږي، او کېدای شي په دې خبره هر څوک دخپل ماشومتوب په را یادولو سره ښه پوه شي، کله کله داسې پېښېږي چې ماشوم دیوې پېښې په لیدو دهغې په مطلب ونه رسېږي، مګر چې کله لوی شي بیا پرې پوه شي، درسول الله صلی الله علیه وسلم دهرې بي بي ځانله ځانله خونه وه، نو درسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې خونې نه وتل او بلې ته تلل هرو مرو انس رضی الله عنه لیدل، ځکه خادم یې و په کور ورسره و، نو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په نوبت سره له یوې خونې وتلې او بلې ته تلی او په پای کې یې غسل کړی وي نو خبره خو ښکاره ده، او دا هم لرې نه ده چې انس رضی الله عنه بیبیانې هم لیدلې وي چې غسل یې کړی وي، نو ځکه یې خبره بالکل پر ځای او سمه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ټولو بیبیانو سره له کورواله کولو نه وروسته یو ځل غسل کړی دی، او ابورافع رضی الله عنه خو ښکاره وايي لکه پاس چې تېر شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ پر خپلو ټولو بیبیانو باندې را وګرځېد، او له هر ځل کور واله نه وروسته یې غسل وکړ، ما ورته وویل چې که په پای کې دې یو ځل غسل کړی وای، ده وویل چې په دې (هر ځل غسل کولو ) سره ډېر ښه پاکوالی او ستره والی راځي.
او ددغه دواړو روایتونو تر منځ توفیق داسې کېږي چې کله به یې په پای کې یو ځل غسل کولو، او کله به یې له هر ځل نه وروسته غسل کولو، په دې معنی چې دواړه روا دي، خو غوره دا ده چې له هر ځل نه وروسته غسل وشي.
موحد صیب دپورتنۍ خبرې کولو ته ځکه اړ شوی چې نه دآیت په مفهوم سم پوه شوی اونه هم دحدیث په معنی پوره رسېدلی ، نو یې له قرآن کریم سره په ټکر کې بللی، اوحال دا چې دغه مبارک حدیث له قرآن کریم سره کله هم په ټکر کې نه دی، ځکه په آيت شریف کې داسې کوم څه نشته چې وښيي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دشپې کورواله نه کول او یوازې مونځ به يې کولو، بلکې له ‌آیت نه په رسا توګه را څرګندېږي چې کله کله به یې دشپې له دریمې برخې نه هم کم وخت په لمانځه تېرولو، او دا دهغه قراءت پر بنسټ چې ( نصفه وثلثه ) مجرور لولي، یعنې په ( ثلثی اللیل ) باندې یې ور عطف بولي، که دا هم نه وي او همدا د نصب قراءت ته وکتل شي نو بیا هم کله کله به یې دشپې دریمه برخه په لمانځه تېروله، او دشپې دریمه برخه په ژمي کې څلور او په اوړي کې درې ساعته راځي، نو په پاتې اتو یا شپږو ساعتو کې خوب هم کېدای شي او کورواله هم کېدای شي، او چې حدیث ته راشو نو په هغه کې هم داسې نه دي راغلي چې ( کل یوم ) او یا ( کل لیلة ) او يا ( دائما ) او يا ( غالبا ) تر څو دا ترېنه واخیستل شی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه او یا هره ورځ او یا تل او یا ډېر وخت له خپلو ټولو بیبیانو سره کور واله کول، بلکې کله کله به داسې و، او دا خبره دحدیث له لفظ نه ښکاره جوتېږي، ځکه په حدیث کې راغلي چې (کان یطوف)، دلته فعلیه جمله راغلې ده، او فعلیه جمله دبلاغت دعلم له پلوه په تجدد او حدوث باندې دلالت کوي، نه په همېشني ثبوت او استمرار باندي، بلکې اسمیه جمله په استمرار او ثبوت باندې دلالت کوي، که اسمیه جمله راغلې وای نو دښاغلي موحد صیب دغه بد ګومانۍ ته به یو څه ځای و، مګر هر کله چې داسې نه ده نو دبد ګومانۍ لپاره هم هېڅ کومه سمه او معقوله وجه نه تر سترګو کېږي، دا لا څه چې د ابوداود په حدیث کې لکه پاس مو چې ولیدل کوم چې أبورافع رضی الله عنه روايت كړی راغلي چې ( ذات یوم ) یعني یوه ورځ، او په هغه روایت کې دا هم راغلي چې له هر ځل نه وروسته يې غسل وکړ، او دامام بخاري او دامام احمد په یو بل په روایت کې راغلي چې: (فِى السَّاعَةِ الْوَاحِدَةِ مِنَ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ) په دې معنی چې ټوله شپه او ټوله ورځ به يې له خپلو بیبیانو سره په کورواله نه تېروله بلکې دشپې یا ورځې په یوه برخه کې به يې دا کار کولو، علمای کرام وايي چې دلته له ساعت نه دغه اوسنۍ شپېته دقیقې نه دي مراد بلکې یوه برخه اویوه حصه ترېنه مراد ده، که موحد صیب دا حدیث نه مني او له قرآن کریم سره یې په ټکر کې بولي بیا نو داحدیث هم باید ونه مني چې په صحیح بخاري کې راغلی:( عن عائشة رضي الله عنها قالت : إن كان رسول الله صلى الله عليه و سلم ليقبل بعض أزواجه وهو صائم ثم ضحكت ) له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی دې ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې ځینې بیبیانې په داسې حال کې ښکلولې چې دی به روژتی و، او بیا یې وخندل ) یعنې عایشې رضی الله عنها چې کله دا خبره وکوله نو ویې وخندل، محدثین کرام فرمایي چې ددې معنی دا کېدای شي چې دا به یې ښکلوله ، په یو بل روایت کې راځي چې عروه داسماء رضی الله عنها زوی او دبې بې عایشې رضی الله عنها خوریي ورته وویل ـ او دا حدیث هم هغه روایت کړی ـ چې دا خو پرته له تانه بل څوک نشي کېدای نو دې وخندل، په دې معنی چې هو، دلته له دغه مبارک حدیث نه دا مقصد نه دی چې جنسي غریزې ته پکې بلنه شویده، او یا درسول الله صلی الله علیه وسلم دکورني راز دلوڅولو هڅه شوې ده، بلکې دلته یو شرعي حکم مراد دی چې په هر ځای کې ډيرمسلمانان ورسره مخ کېږي، هغه دا چې دمېرمنې په ښکلولو سره روژه ماتېږي او که نه؟ دا دي په دې حدیث کې راغلي چې نه پرې ماتېږي، کېدای شي موحد صیب دا حدیث ځکه ونه مني چې دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دکورنۍ راز پکې جوت شوی، او په قرآن کریم کې کوم شاهد هم نشي ورته موندل کېدای نو ځکه دا سم حدیث نه دی!! مګردېته باید پام وشي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند لکه مخکې مو چې وویل دخپل امت لپاره شرعي بڼه لري، له همدې کبله پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه نور خلک باید خپل کورني مسایل پټ وساتي او ښکاره کول یې نا روا دي، ځکه چې ددوی ژوند او کړنې شریعت نه دي، که دغه رنګه کورني مسایل درسول الله صلی الله علیه وسلم له کور نه معلوم نشي نو بله کومه لار شته چې په هغې سره دا رنګه او دېته ورته کورني مسایل معلوم کړای شي؟ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دزیاتو مېرمنو په نکاح کولو کې یو حکمت همدغه و، تر څو مسلمانانو ته هغه کورني مسایل په بشپړه او سمه توګه ورسېږي کوم چې نارینه یې سم نشي رسولی.
دلته هم دغه حدیث چې موحد صیب یې له خپل عقل او په خپل ګومان له قرآن کریم سره په ټکر کې بولي دیو شرعي حکم دبیانولو لپاره راغلی دی، او هغه دا چې که یو کس له یوې نه زیاتې مېرمني ولري، او وغواړي له ټولو سره په یوه شپه یا یوه ورځ کې کورواله وکوي نو دی به وروسته له هر ځل کور واله نه غسل کوي او که نه په پای کې به له ټولو نه یو ځل غسل کوي؟ او دا هغه څه دي چې هر هغه کس چې دوه یا درې یا څلور مېرمني ولري ورسره مخ کېدای شي، آن تر دې چې هغه کس هم ورسره مخ کېدای شي چې یوه مېرمن ولري، او وغواړي له یو ځل نه زیات کورواله وکوي، په دغه حدیث کې دا خبره په ډاګه شوېده چې دا ضرور نه ده چې دهر ځل لپاره ځانګړی ځانګړی غسل وشي، بلکې په پای کې دې یو ځل غسل وشي، او دا خبره له همدغه حدیث نه را څرګندېږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله کله همداسې کول، هو له هر ځل کورواله نه وروسته که اودس وشي یا کم تر کمه استنجا وشي نو ښه خبره ده، او ځينې علمای کرام خو یې لازم بولي، او که غسل وکوي هم څه بده خبره نه ده بلکې ښه کار دی، خو لازم او ضروري نه دی.
موحد صیب باید هغه روایات هم ونه مني چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دخوراک او څښاک په هکله راغلي دي، ځکه دده په ګومان که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ژوند زیاته برخه یې په خوراک او څښاک کې تېره کړې وي، بلکې زه داسې پیغمبر منم چې دخپل ژوند زیاته برخه يې په دعوت او عبادت کې تېره کړې وي، نو موحد صیب به بیا دغسې یو کس ته څه ځواب وايي؟ او دهغه دایمان نه راوړلو پړه به دچا پر غاړه ور اچوي؟ ځکه کوم وخت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوراک او څښاک کې تېرولو دهغه خورا لږ برخه یې هم له خپلو بیبیانو سره په کورواله کې نه تېروله، ځکه خوراک او څښاک هره ورځ بلکې په ورځ کې څو ځله وي، او کورواله خو نو هره ورځ نشي کېدای، موحد صیب ته له همدې ځایه اشتباه پرېوتې ده، ده داسې فکر کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هره ورځ او یا هره شپه دا رنګه کورواله کول، او حال دا چې نه دحدیث په لفظ کې داسې ویل شوي او نه هم داسې کوم دلیل او نښه شته چې داسې نیمګړی او غیر معقول فهم ترېنه وشي، په اصل کې دا دښاغلي موحد صیب خپله نیمګړتیا ده چې له حدیث نه يې دا رنګه مفهوم اخیستی، که لږ په غور سره پام وشي، نو په حقیقت کې د یو ناسم او بې ځایه تصور لپاره دیو صحیح حدیث نه منل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې جسارت، بې ادبي، ظلم او ګوستاخي ده.
موحد صیب باید دا هم ونه مني چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس بیبیاني درلودې، ځکه که یو کس ووايي زه داسې پیغمبر نه منم چې دخپل ځان لپاره له څلورو نه زیاتې مېرمنې خوښوي او نورو ته بیا له څلورو نه دزیاتو مېرمنو په نکاح کول روا نه بولي، او نه داسې کتاب منم چې دا خبره یې کړې وي! نو ددارنګه کس دایمان نه راوړلو پړه به بیا د چا پر غاړه وي؟ او دا هغه څه دي چې مستشرقین یې همدا اوس وايي، دغه ظالمان داسلام ویاړلی پیغمبر صلی الله علیه وسلم والعیاذ بالله شهوت پرست بولي، ځکه چې دومره زیاتې مېرمنې یې په نکاح کړې وې، ددې شبهې ځواب علماوو کړی مګر دلته یې راوړل شوني نه دي، دېته باید پام وشي چې که دفرضي او خیالي شبهاتو ددفع کولو لپاره ثابت او صحیح شرعي نصوص په خورا بې پروايۍ سره په لته ووهل شي نو بیا خو دمعاندو کفارو دخوشحالولو لپاره باید دقرآن کریم په آیتونو کې هم ګوتې ووهل شي! تر څو ددغه ناسم تصور پر بنسټ دهغوی دایمان نه راوړلو پړه دچا پر غاړه پرې نوزي! دکفارو ځینې شبهات لا په هغه وخت کې هم همداسې بې ځوابه پاتې شوي دي په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددوی تر منځ شتون درلود، لکه دروح مساله، لکه دا چې باید له پیغمیر صلی الله علیه وسلم سره یو ملک را لېږل شوی وای، الله جل جلاله ځکه ددوی ټولو پوښتنو ته ځواب نه ویلو چې دوی اصلا ایمان نه راوړلو، ددوی به چې یوه پوښتنه ځواب شوه نو بله به یې را پورته کړه، او چې بله به ځواب شوه بله به یې راپورته کړه، هسې بې ځایه لګیا وو، هغه څوک چې ایمان راوړي هغوی کېدای شي په داسې خیالي شبهاتو خبرهم نه وي، او که بیا خبر شي نو دخپل ایمان له غوښتنې سره سم به هرو مرو علماوو ته ورځي او خپله ستونزه به هواروي، که د موحد صیب غواړي دکفارو ټول نامعقول او ناسم شبهات ځواب کړي نو باید هېر نه کړي چې دا کار الله جل جلاله لا په هغه وخت کې نه دی خوښ کړی په کوم وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژوندی و، نو اوس به یو څوک څه رنګه دداسې بې بنسټه او پوچو فرضي او خیالي شبهاتو لرې کولو ته په خپل عقل او دالله جل جلاله د خوښې پر خلاف بډې را ووهي؟
موحد صیب! که ستا منطق او استدلال را مخې ته کړو نو دغه ستا خیالي او فرضی کس چې ستا په ګومان او ستا دناسم فهم پر بنسټ وايي زه داسې پیغمبر نه منم چې زیات وخت یې په جنسي اړیکو کې تېر کړی وي، بلکې داسې پیغمبر منم چې زیات وخت يې په عبادت اودعوت کې تېر کړی وي، دی باید مخکې له دې چې دا خبره وکوي لومړی باید داسې ووايي: زه داسې پیغمبر نه منم چې نه یا یوولس مېرمنې يې په نکاح کړې وي، ځکه په جنسي اړیکو کې زیات وخت تېرول له زیاتو مېرمنو نه را پورته کېږي، له نهو مېرمنو سره کورواله کول که څه هم چې په یو وار نه وي وخت خو غواړي، او داسې خو کېدای نشي چې وویل شي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو سره کورواله کول او له ځینو نورو سره يې بېخې نه کول، ځکه دا بیا بې انصافي ده کوم څه چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې یې تصور کول هم ناروا دی، هو په ځينو روایاتو کې راځي چې بی بی سودې رضی الله عنها خپل نوبت بي بي عایشې ته په خپله خوښه ورکړی و، ځکه دا بوډۍ وه تر اتیاوو کلو اوښتې وه، نو بیا دا هم باید وویل شي چې ټول هغه روایات چې وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یا یوولس مېرمنې لرلې درسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې جسارت، اتهام او ظلم دی!! ځکه دا دځینو له عقل سره مخالف او ستا په ګومان باید له قرآن کریم سره په ټکر کې شي، ځکه په قرآن کریم کې راځي چې: (فانکحوا ما طاب لکم من النساء مثنی وثلاث ورباع...) او بل داسې کوم آیت نه دی راغلی چې په هغه کې نه یا یوولس یادې شوې وي، هو په قرآن کریم کې دازواج لفظ راغلی دی، مګر ازواج کله هم یوازې او یوازې پر نهو یا یوولسو باندې دلالت نشي کولای، ځکه دازواج اطلاق پر درېو هم کېدای شي، پر څلورو هم کېدای شي پر پنځو هم کېدای شي، پر شپږو هم کېدای شي او..، نو دنهو یا یوولسو لپاره باید صریح او ښکاره دلیل وي تر څو دغه خیالي او فرضي کس یې ومني!!
یو بل څه چې موحد صیب يې داسې بې ځایه تېروتنې ته اړ ایستلی هغه دا دي چې ده دغه حدیث ته دپښتنو دعرف او عاداتو له کړکۍ نه ور کتلي دي، ځکه په پښتنو کې ـ کېدای شي په ځینو نورو ټبرونو کې هم وي ـ دا رنګه کار یو ډول عیب ګڼل کېږي، مګر دلته نه دپښتنو عرف معیار دی او نه دبل چا، ځکه که دټبرونو او ټولنوعرفونو اوعاداتو ته وکتل شي نو بیا خو هر ټبر او هره ټولنه ځانله ځانله عرفونه اوعادات لري، ټبرونه او ټولنې باید خپل عرفونه او عادات له اسلام سره برابر کړي ځکه دمسلمانانو لپاره اساس او معیار اسلام او شریعت دی نه هر عرف او عادت، او په دې کار کې هېڅ رنګه شرعي ستونزه نشته، نو چې نشته، پر کوم بنسټ ناروا، ظالمانه او جسورانه اتهام او تور ورته ویل کېږي؟؟؟ ځکه ناروا، ظلم، تور او اتهام هغه دی چې شریعت ورته ناروا، ظلم، تور او اتهام ویلی وي، نه دا چې هر څوک له خپله ځانه مشرع جوړ کړي په خپل عقل او له خپله ځانه روا ته ناروا اوظلم، حقیقت ته توراو تهام ووايي! کوم څه چې په خپله دالله جل جلاله او درسول صلی الله علیه وسلم پر حق بربنډ تېری او لوی ظلم دی

--------------------------------------------------------
موحد صاحب لکه چې په بشپړه ټولنیزه انزوا کې لوېدلی دی، او د لیکنو نه وړاندې د هیڅ عالم او په دین پوه شخص سره د ناستې پاستې او ارتباط وړتیا نلري ځکه خو به د شپې ثلثونه د کیشپ په څیر په سوچونو کې تېروي او غوړچان ته یې ورځ وروسته په شهادت ورځپاڼه کې انعکاس ورکوي .

د موحد صاحب خبرو ته چې وګورو نو دده د وینا په تول یې باید چې لاندې ټکي تر غوږونو ورسوو:-

افغان ولس داسې څوک د مشر په توګه نه مني چې اولویتونه نه پېژني او د خپلې شپې او ورځې اکثریت برخه په فقهي اختلافاتو او ګستاخانه فتنه اچولو کې مصرفوي.

افغان ولس یوازې هغه چاته د مشر په سترګه ګوري چې د سپېڅلي جهاد د اهمیت له وجهې یې د فقهي اختلافاتو د شاربلو منع کړې ده او خپل ټول وخت او انرژي د وحشي اشغالګرو په وړاندې د نه ماتېدونکي متین مقاومت په رهبری او قیادت کې مصرفوي.


عماد
28.02.2011

‍‍محترم وهاج صیب
کومه لیکنه چی تاسو د حکمتیار صاحب په باره کی کری ده زما په فکر تاسو د هغی شخصیت َ علمیت َ په ا سلام کی ده هغه معلومات او په اسلامیاتو ده هغه ذدکړی ده چاه نه او چیرته او د حکمتیار صاحب شخصي مطا لعا تو په باره او د اسلام دین په رابطه کافی معلومات نه لری. کو مه لیکنه چی تاسو د حکمتیار صاحب په رابطه کړی زما په فکر دا به ده هغه په علمی شخصیت سره یوه بی انصافی او ظلم وی . اول خو اسلام د نورو ادیانو په شان ندی چی هندوانو د پنډیتانو پوری تړلی او عیسوایانو د کلیسا گانو او یا د یو لس نفر پوری ترلی وی چی نور پیروان به ای معلومات نه لری اسلام یو مقدس دین دی چی هر مسلمان که هغه داکتر وی که انجنر اوکه اقتصادان وی او که داسی نور وی مکلف دی چی اسلامی معلومات ولري.
او حکمتیار عادی شخص ندی که نا بغه نه وي نو د هغی ذهن او ذکاوت د میلونون انسانانو که به یونفر وی دی هغه غوندی وی حکمتیار صیب د انجنری نه په اسلامیاتوکی ډیري لیکنی کری او په لسگونه کتابونه ای لیکلي دی.
سره له دی چی یو انجنر دی بابیل او په لس گونه دینی کتابونه د هغه نبوع دلیل دي. حکمتیارصیب هیحکله خپله یو دقیقه هم د لاسه نده ورکړي او استفاده ای ترینه کړی ده.
تاسو فکر وکړی که یو نفر پڅی سی ای یی د افغانستان ملی امنیت د غرب تولی استخباراتی شبکی پلتنی لاندی وي او بابیل د قران په رڼا کی کتاب لیکی دا د هغه نابغه توب نښه ده. سره له دی چی تیرو اتو کلونو کی پداسی سختو حالاتو کی چی حکمتیار صاحب بابیل کتاب لیکی دي نو د روسانو سره جهاد په وخت کی خو حکمتیار صیب په شمشتوکی به اوسیدلو د مطالعاتو او ذدکړی لپاره هم کافی وخت لرونو فکر وکره چی سومره مطالعه او ذدکره به ای کړی وی، هغه په یو وخت کی هم تالیف او تصنیف کوی هم د حزب غوندی لوی تنظیم او دفتررهبری کوی هم په مسجد او غونډو کی خطیب هم د جهاد قومنده په غاړه لری ددی تر څنگ د ځوانانو د تربیت او د نړوالو سره روابط لری.زه به تاسو ته د یو جهادې شخصیت دی مزمل صیب د خولی خبره وکمه چی ویل ای چی د روسانوسره جهاد په وخت کی زه یوه ورځ د حکمتیار صیب سره ده جنوبی ولایتو په طرف روان وم چی حکمتیار صیب په هغه سختولارو او سختو شرایطو کی په روان موتر کی د قرانکریم سو لوی سورتونه حفظ کړل دا د هغه د ذکاوت نښه ده .
او دا هم ضروری خبره ندی چی هر څوک دی دری کاله نحوه لولی دری کاله صرف او یا هم بلاغت الله (ج) چی چا ته ماغزه ورکړی هغه پنځو کلو لوست په شپږو میاشتوکی لوستلی شی.
په 54 کال کی چی هجرت ی وکرو هغه وخت لا دومره مصروف او مشغول نه وه هغه مهال دینی درسونه ای لوستل د بیلگی په توگه زه تاسوته د هغه استاذانو معرفی کومه . مولوی چترالی د هغه دینی درسونو استاذ وه.لکه مولوی صیب به هر وخت خپلو شاگردانو ته ویل چی حکمتیار چی نوی پاکستان ته مهاجر شو نو په یو زوړ بایسکل به ماته راتلواودینی ذدکړی کولی. مولوي صیب خالص الله (ج) دی مغفرت نصیب کی هغه ای دی نحوه او صرف استاذ وه. مولوی بزرگ او مولوی چترالی ای د تفسیر استاذان وه او داسی نور دیر زیات دا یوه مشت نمونه ای خروار وه چی تاسو ته می وړاندی کرل. یو بل مثال درکوم د اسلام اباد اسلامی پوهنتون استاذ دوکتور محمد قسیم منصور د حکمتیار د نحوی ا صرف شاگرد دي. او نن شل کاله مخکی حکمتیارصیب په شمشتو کی د قرانکریم ترجمه کوله او علماٌ او مفسرین به ورته ناست وه.
او پاتی شوه د ادام (ع) . خلقت موضوع که پدی رابطه که کوم سوال وی او یا هم کوم شک وی کول شی چی مستقیماٌ د حکمتیار صیب نه سوال وکړی چی هغه خپل دلایل وه وایی او معلومات به در کړی٠
او په ا خیره که زه غوارم درته و وایم چی زه ستاسو لیکونه ته احترام لرم خو د حکمتیار صیب په رابطه چی د دین په اساساتو نه پوهیږی او یا نور داسی دا به د هغه په هکله ډیره بی انصافی وي.
او بیا دا نور انډی والان چی نه د څه نه خبر او نه څه معلومات او بی مسولیت لیکنی کی کوی ددي متعصبولیکونو څخه لاس واخلی دا ملت ددی لیکونه څخه نور ستړی شوی دي مطلب می ترینه كريم كامران مومن مهاجر ع کريم حليمي حامد او هوتک ورونه دی.

وسلام د یو ازاد او اباد افغانستان په هیله


و.افغان
28.02.2011

عماد صاحب:
حکمتيار هيڅ يوه علمي نوې نظريه نه ده وړاندې کړې، او نه يې کوم نوی علمي تحليل
کړی دی.
صحيح ده چې يو تکړه ليکوال دی.
خو د اسلامي معلوم بالضرورة امورو کې د هغه ګډې وډې د غندنې وړ دي.
پاتې دې نه وي، چې د حکمتيار په کتابونو کې نوي څه نه ليدل کيږي، په کوم څه کې يې
چې د اسلامي اصولو مطابق نظر ورکړی دی؛ له نورو علماوو يې نقل کړی دی.
او په کوم څه کې يې چې د اسلامي اصولو لرې د خپل ناقص په اساس نظر ورکړی دی،
هغه يې هم په حقيقت کې له نورو لار ورکو غلا کړی دی.

که داسې نه وي؛ نو ته يې عکس ثابت کړه، يعنې مثالونه وړاندې کړه.

په درنښت


قادر خان
29.03.2011

[quote:3868e6a326="وهاج افغان"]عماد صاحب:
حکمتيار هيڅ يوه علمي نوې نظريه نه ده وړاندې کړې، او نه يې کوم نوی علمي تحليل
کړی دی.
صحيح ده چې يو تکړه ليکوال دی.
[/quote:3868e6a326]

درنو هیواد والو هیله لرم چی زما سلامونه ومنی،
محترم انجنیر صیب، امیر حزب اسلامی افغانستان، پخوانی لوی وزیر صیب، شیخ الحدیث ....او نور ډیر صفتونه خپل ځانته خوښ کړیدی.
او د ټولو نه مهم چی د امیر صیب شخصیت نور هم ښکاره کوی هغه دا دی چی دویی د نورو منافقینو سره یو ځای د قرآن کریم په مبارک پاڼه، د الله (ج) په مبارک کور کی خپلی ناپاکی امضا کړی وو. او قسم یاد کړی وو چی نور د خپل مظلوم ولس د وژلو او تباهی باعث نګرځی. خو د افسوس خبره دا دی چی ډیر ژر هغه مات کړل. .
زما پوښتنه دا دی چی آیا یو سړی چی دغسی یو عمل چی د ګناه او شرم نه ډک دی اجرا کړیدی هغه بیا څنګه خپل ځان مسلمان وایی؟؟؟ هغه شان منافقینو او یا کافرانه اعمال ته زمونږ مسلمان او مظلوم خلک هیڅ کله له یاده نباڅی. او تل لپاره په یاده ولری.
مننه،
ستاسو ورور قادر خان


رښتینی
29.03.2011

.
دښاغلی قادر خان ورور دلیکنی په تایید دښاغلی نور الحبیب نثار
دیوه شعر وروستی مقطع را اخلم چی په مکه کی زموږ دلیډرانو قسمونو
ته نغوته کوی :

نثاره خطاکاره څوچی لاری ته سم نشی
وهی به دی همداسی قرانونه غرونه غرونه

[quote:df40e98df2="قادر خان"][quote:df40e98df2="وهاج افغان"]عماد صاحب:
حکمتيار هيڅ يوه علمي نوې نظريه نه ده وړاندې کړې، او نه يې کوم نوی علمي تحليل
کړی دی.
صحيح ده چې يو تکړه ليکوال دی.
[/quote:df40e98df2]

درنو هیواد والو هیله لرم چی زما سلامونه ومنی،
محترم انجنیر صیب، امیر حزب اسلامی افغانستان، پخوانی لوی وزیر صیب، شیخ الحدیث ....او نور ډیر صفتونه خپل ځانته خوښ کړیدی.
او د ټولو نه مهم چی د امیر صیب شخصیت نور هم ښکاره کوی هغه دا دی چی دویی د نورو منافقینو سره یو ځای د قرآن کریم په مبارک پاڼه، د الله (ج) په مبارک کور کی خپلی ناپاکی امضا کړی وو. او قسم یاد کړی وو چی نور د خپل مظلوم ولس د وژلو او تباهی باعث نګرځی. خو د افسوس خبره دا دی چی ډیر ژر هغه مات کړل. .
زما پوښتنه دا دی چی آیا یو سړی چی دغسی یو عمل چی د ګناه او شرم نه ډک دی اجرا کړیدی هغه بیا څنګه خپل ځان مسلمان وایی؟؟؟ هغه شان منافقینو او یا کافرانه اعمال ته زمونږ مسلمان او مظلوم خلک هیڅ کله له یاده نباڅی. او تل لپاره په یاده ولری.
مننه،
ستاسو ورور قادر خان[/quote:df40e98df2][color=darkblue:df40e98df2][/color:df40e98df2]


..Ahmadzai
30.03.2011

زما په شخصي نظر

نور باید مونږ حکمتیار صاحب پریږدو چې خپل جهاد ته دوام ورکړي
سره له ټولو نواقصو بیا هم حکمتیار صاحب یو ډیر لوی مجاهد تیر سوی، لوی رهبر تیر سوی، أو لیا لګیا ده د جهاد په لیکو کې خپل تر وسه جهاد کوي.

ځیني وروڼه حکمتیار صاحب سره شخصي عقدې لرې، أو دلته پرې د زړه بړاس باسي.
نو سره له ټولونیمګړتیاو، نیوکو أو بدو ، نورد دغه جهادي شخصیت توهین نه جدي لاس واخلئ

حکمتیار صاحب باندې چې رد کوي، نوباید علما یې وکړي، نه زمونږ غوندې هلکان.

ګورئ ان کمونستانو ته مو هم موقع ورکړه ، او تایید مو کړل، چې حکمتیار باندې نیوکې وکړې أو خولې پسې وازې کړي.

خدای تعالی دې حکمتیار صاحب ته له خپل طرف څخه پوره هدایت وکړي
آو جهاد أو اجتهاد یې قبول کړي.


و.افغان
30.03.2011

د حکمتيار صاحب جهاد دې الله جل جلاله په خپل دربار کې قبول کړي.
دلته آزاد فوروم دی، د اسلامي مقدسو مصادرو او منابعو پرته هر څه د تنقېد لاندې
نيول کېدلی شي، البته په صحيح دليل او سالم استدلال سره.

نن د الله جل جلاله په فضل هغه زمانه تللې ده، چې خلک به په نورو پسې په پټو سترګو
روان وو، نن سبا د هوښيارو ځوانانو دور دی، او ځوانان به هيڅکله پرته له قناعته په
پټو سترګو نور د چا عبادت ونه کړي.
د يهودو او نصاراوو په اړه الله جل جلاله فرمايي:
اتخذوا أحبارهم ورهبانهم أربابا من دون الله.
ژباړه: نيولي دي دې يهودو علماء خپل، او نصاراوو علماء خپل خدايان غير د الله نه.
عدي بن حاتم رضي الله عنه چې مخکې له اسلامه نصراني وو؛ وايي: زه پيغمبر
صلی الله عليه وسلم ته راغلم، او په غاړه کې مې د سرو زرو صليب پروت، نو نبي
کريم صلی الله عليه وسلم راته وويل: ای عدي دغه بُت له غاړې وغورځوه، نو ومې
غورځوه، بيا ورغلم، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغه آيت لوستلو: اتخذوا أحبارهم
.....؛ تر څو چې ترې فارغ شو، نو ما ورته وويل: مونږ يې عبادت نه کوو، نو نبي کريم
صلی الله عليه وسلم وفرمايل: آيا هغوی تاسې ته حلال شوي څيزونه نه حراموي، او
تاسې يې ورسره منئ؟؟ او تاسې ته حرام شوي څيزونه حلالوي، اوتاسې يې ورسره
منئ؟ نو ما وويل: هو، ولې نه، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: فتلک عبادتهم.
دغه کار د هغوی عبادت دی.
سنن الترمذي، حسنه الشيخ الألباني.

د افغانستان لپاره له امريکايانو وروسته خطر دغه شين بيرغ دی، چې ورته ګورم د
قذافي بيرغ راته معلوميږي.
هو، د حکمتيار صاحب يوه خبره مې ډېره خوښه ده، چې له پيله تر اوسه په آزادو او
شفافو انتخاباتو ټينګار کوي، او طالبان يې بايد ورسره ومني.
الله جل جلاله دې وکړي، چې سنګر کې په جهاد مشغول وي، نه په کوم کونجو په تفرقه
اچوونکو مقالو او ليکنو باندې، يا د اهل السنت والجماعت د عقيدې په خلاف کتاب
ليکلو باندې.

په درنښت

[quote:54d4a05b4c="jalal ahmadzai"]زما په شخصي نظر

نور باید مونږ حکمتیار صاحب پریږدو چې خپل جهاد ته دوام ورکړي
سره له ټولو نواقصو بیا هم حکمتیار صاحب یو ډیر لوی مجاهد تیر سوی، لوی رهبر تیر سوی، أو لیا لګیا ده د جهاد په لیکو کې خپل تر وسه جهاد کوي.

ځیني وروڼه حکمتیار صاحب سره شخصي عقدې لرې، أو دلته پرې د زړه بړاس باسي.
نو سره له ټولونیمګړتیاو، نیوکو أو بدو ، نورد دغه جهادي شخصیت توهین نه جدي لاس واخلئ

حکمتیار صاحب باندې چې رد کوي، نوباید علما یې وکړي، نه زمونږ غوندې هلکان.

ګورئ ان کمونستانو ته مو هم موقع ورکړه ، او تایید مو کړل، چې حکمتیار باندې نیوکې وکړې أو خولې پسې وازې کړي.

خدای تعالی دې حکمتیار صاحب ته له خپل طرف څخه پوره هدایت وکړي
آو جهاد أو اجتهاد یې قبول کړي.[/quote:54d4a05b4c]


و.افغان
31.03.2011

لومړنۍ برخه:
بسم الله الرحمن الرحيم.
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
اما بعد.
ټولو درنو خويندو او محترمو ورونو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم.
څو مياشتې وړاندې مې د ټول افغان په فوروم کې د ښاغلي انجنر حکمتيار صاحب
د مفکورو او نظرياتو د شننې او تحليل په موخه يوه سکالو د دې لينک لاندې
خلاصه کړې وه:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5724

د يادې شوې لړۍ د پيل کولو څخه موخه دا وه، چې خپل افکار او تحليلونه ملګرو
او دوستانو او ټولو هغه خلکو (په شمول د انجنر صاحب) ته چې فوروم ته راځي؛ د تحليل، تنقيد او تبصرې لپاره وړاندې کړم، تر څو پرې دوستان تبصرې او
مناقشې وکړي، همدا وجه وه، چې د فوروم په ژبه مې وليکله، ځان مې په کې په
ادبي لحاظ، املايي لحاظ، او بلاغي لحاظ نه ووستړی کړی.
بلکه د ليکنې په ډېرو برخو کې ځينې حروف او کلمات هم غورځيدلي دي.
ځکه خو مې بغير له فوروم څخه بل هيڅ يوې وېبپاڼې ته نه ده لېږلې، حتا په دې هم
خوښ نه وم چې د ټول افغان په لمړي مخ کې خپره شي، او نه خپره شوې.
د حکمتيار صاحب مينه والو او دوستانو ته پوره ډاډ او اطمينان ورکوم چې انجنر حکمتيار صاحب، ښه پر سکونه ځای کې پروت دی، انټرنټي آسانتياوې هم ورته مهيأ دي، دا لا څه کوې؛ چې د ټول افغان فوروم کې زمونږ ليکنې هم وګوري،
او ردونه هم پرې کوي.

انجنر صاحب دې خير يوسي چې دومره وخت لري؛ چې زمونږ دې فوروم ته سر
راښکاره کړي، ليکنې وګوري، او بيا پرې رد وکړي.

انجنر صاحب حکمتيار د حقپال تر نامه لاندې زما ياده شوې ليکنه رد کړېده، پاتې دې نه وي، چې حقپال د هغه له نږدې لسو مستعارو نومونو يو نوم دی، چې ليکنې پرې کوي، فکر
کوم چې اکثرو ليکوالانو ته د دې خبرې معلومات شته.
مخکې له دې چې د انجنر صاحب په ليکنې تبصره وکړم، يوه تشکري يې کوم، چې زما پام يې په ليکنه کې املايي، چاپي، او بلاغي نېمګړتياوو ته راواړوه،
راتلونکي کې به ان شاء الله دغه ټکي د ليکنې په وخت کې نظر کې نيسم، اګر که دغه
ليکنه يواځې د فوروم لپاره کوم، زما ليکنې غالبا ۹۵ ٪ سلنه د ټول افغان فورم
لپاره وي، چې په کې له الفاظو زيات اهتمام پر محتوا کيږي، تر څو وکولی شم، لږ وخت کې ډېر څه وليکم.
العبرة بالمقاصد والمعاني، لا بالألفاظ والمباني.

راځم د محترم حقپال صاحب (انجنر صاحب) د ځوابي ليکنې تحليل ته:
حقپال صاحب د خپلې ځوابي ليکنې عنوان داسې ټاکلی دی:

[quote:e65942895c]دا ځل د وهاج تر نامه لاندې عقدې او غصې.
30-03-2011
http://dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=1580
حقپال[/quote:e65942895c]

محترم حقپال صاحب: زه د هجرت په ديار کې يو پيدا شوی ځوان يم، چې که په عمر
ستا له ځوی عبد الله شهاب کشر نه وم؛ نو مشر ترې په هيڅ صورت نه يم، نو ستا
سره به زه څه عقدې ولرم، او ولې به درباندې غصې کوم ؟؟؟!!!

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]د وهاج ساپي په نامه د يوه چا داسي ليكنه مي ترلاسه كړه چي عنوان ئې د حكمتيار عقائد او نظريات دئ خو نه نظريات په كي څېړل شوي او نه نقد پرې شوى، بلكي ليكوال د خپل زړه بړاسي ايستلې او عقدې او غصې ئې رابرسېره كړې دي!![/quote:e65942895c]

نه حقپال صاحب، هم په کې ستاسې ځينې عقائد او هم ځینې نظريات تر څېړنې
لاندې شوي دي، او اراده لرم چې ادامه ورکړم، يو علمي تنقيد او موضوعي رد
مې ستاسې په نظرياتو کړی دی؛ نو خو درسره شخصي عقدې لرم، او نه در باندې
د غوصې حق لرم، خو د خپل دين مسؤوليت له مخې حق لرم، بلکه را باندې واجب
دي، چې ستاسې ځينې غلط نظريات د صحيح دليل او سالم استدلال له مخې
رد کړم، او لوستونکو ته يې ضعف او هشاشت ښکاره کړم، فکر کوم چې تاسې
د يوه نامعصوم انسان په توګه د تنقيد له دائرې وتلي نه ياست، او نه دې نظريات
داسې قداست لري چې له انتقاد، تحليل او رد څخه به لوړ وي.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] ليكنه درې صفحې ده، يوه نيمه صفحه ئې مقدمه ده او پاتې ئې هغه څه چي د تكفيري ډلو له خولو او خېټو راوځي، همغه چي د چا د مسلمانولو استعداد نه لري خو د خلكو په كافرولو كي ډېر ماهر، جرئ او جسور وي، هم ئې افكار، اخلاق او چلن داسي چي خلك له اسلامه لري كوي او هم ئې فتواگاني د كافرانو پر ځاى د مؤمنانو په ضد، د دوى ټول كمال دا دئ چي خپل مذهبي حريف تكفير كړي، نه د كوم ديني، علمي، عقلي او منطقي دليل له مخي بلكي په تورو ټاپو، او دروغجنو تورونو او تهمتونو سره.[/quote:e65942895c]
حقپال صاحب:
دغه برخه مو سوچه سياسي ده، البته محضې تورونه او اتهامات دي، له واقعيتونو
سره اړخ نه لګوي، له دې عاجز ياستئ، چې زما له ليکنې څخه يوه کوچنۍ برخه د
خپلې دروغجنې دعوا د تأييد لپاره وړاندې کړئ.
زما په شمول ډېر ليکوالان او لوستونکي په دې پوهيږي، چې په
ليکنو کې مو دا ډول متکرره بڼه د څه لپاره کاروئ، يواځې د مسلمانانوپه منځ کې
دتفرقې اچولو لپاره، د طالب او القاعدې تر منځ د فکري تړاو ښکاره کولو لپاره،
بيا له دغې لارې د ځان په پلو له طالبانو له صف څخه د خلکو راښکلو لپاره، زه
پوهېږم چې په اوسنۍ مرحله کې تاسې ته له دې کار کولو پرته بل څه نه دي پاتې.

زه له 4 پنځو کالو راهيسې په ټول افغان کې ليکل کوم، ټول لوستونکي او
ليکوالان د دې شاهدان دي، چې د تکفير او افراطي افکارو د دفعه کولو لپاره
مې څومره انداز کې خپل قلمي جدوجهد مسخر کړی دی.

دلته انجنر صاحب خپله ماضي هېروي، او د لوستونکو په سترګو کې خاورې
شيندي، تاسې د خپلو سياسي ګټو او اقتدار طلبه خواهشاتو لپاره د خپلو هم
مکتبه او همفکره اخوانيانو له تکفير نه هم درېغ نه راوړه، بلکه د هغوی وژل مو
د همدغې تکفيري مفکورې له لارې ځانته حلالول، د ډېرو سرونه مو ورېبل، ډېرې
سرتورې مو بې ستره او کونډې کړې، حتا خپل ډېر حزبيان مو هم تصفيه کړل،
بالمقابل هغو نورو هم له ورته سياسته کار اخيست، نو دلته هغه عربي متل ښه صدق کوي چې
وايي: رمتني بدائها وانسلت.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]جناب وهاج د اوږدې بې ربطي او بې محتوى مقدمې په پاى كي [/quote:e65942895c]
لوستونکي دې مقدمه وګوري، او بيا دې فيصله وکړي، نه خو مقدمه بې ربطه ده،
او له غټه درواغجنه دعوا دا ده چې بې محتوا ده، آيا يو لس کرښې مفيدې جملې
چې څوک وليکي؛ بې محتوا ګڼل کېدلی شي؟؟؟!!! او که يواځې ستاسې په
معصومو ليکنو تنقيد دومره راپارولي یاستئ، چې د مفيدو جملو له محتوا هم
انکاري کېږئ.
وعين الرضا عن کل عيب کليلة وعين السخط تبدي مساويا.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]او د خپلو ښكنځلو په سر كي ليكي:[/quote:e65942895c]
ښکنځلې چېرې دي جناب حقپال صاحب؟؟، آيا ستاسې په معصومو (ستاسې په
نظر) ليکنو انتقاد او تبصره تاسو ته ښکنځل ښکاري؟؟
سره له دې چې دومره ليکنې او کتابونه دې ليکلي دي، تراوسه مې داسې څه په
نظر رانغلل، چې تاسې دې له ځینو نظرياتو رجوع کړي وي؛ د دې خبرې څه معنا
کېدی شي؟ له دوو خالي نه ده،
يا دا چې تاسې معصوم ياستئ، او دا خبره محاله ده.
يا دا چې مغرور ياستئ، او د ځینو علماوو د مکررو تنبيهاتو سره سره په خپلو
غلطيو اصرار کوئ، او د دې دويم حالت خطورت ته مو پامځير کوم، چې په ګناه
يا خطا کې له پرېوتلو څخه په ګناه يا خطا باندې اصرار ډېر لوی جرم دی.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] آيا د چا چي په مورنۍ ژبه ليكنه دومره ركيكه او له غلطيو ډكه وي هغه به د قرآن او حديث په ژبه څنگه پوه شي او د تفسير او حديث په اړه به د ده رأيه او د بل پر نظرياتو د ده نقد څومره ارزښت ولري؟!![/quote:e65942895c]
د لوی الله جل جلاله په فضل مې د قرآن ژبه، عربي ژبه له مورنۍ ژبې هم ډېره پياوړې
ده، له 6 کلنۍ نيولې تر 27 کلنۍ پورې مې تعليم يواځې او يواځې په عربي ژبه له
متخصصو استاذانو څخه سرته رسولی دی، 11 کاله مې کاملا د حديثو په تخصص
کې تېر کړي دي، او ځينې کتابونه مې په کي ليکلي هم دي، چې ځينې يې د چاپ
لاندې دي.
زما په پښتو ليکنه کې د ادبي، بلاغي او املايي خطاګانو په اړه مې پورته توضيح
وکړه، هيله ده چې د لوستونکو لپاره د قناعت وړ وي.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]ساپى صاحب د تخصص خبره كوي!! خو داسي معلومېږي چي دى د تخصص په معنى هم سم نه دئ پوه شوى، ده ته بايد ووايو: تخصص دې ته نه وايي چي څوك د كوم فن او علم له كوم مكتب او مدرسې د فراغت سند ولري، ډېر د سند خاوندان داسي دي چي په خاورو هم نه پوهېږي!! تخصص دې ته وايي چي څوك زياته موده په يوه كار بوخت وي، په هغه كي زياته تجربه ترلاسه كړي، د كار په رموزو عملاً او ښه پوه شي او په دې كار كي ئې تجربه او پوهه تر نورو زياته وي. كه يو څوك لس كاله مسلسل ډرېوري وكړي نو په ډرېورۍ كي متخصص شي، كه څه هم هغه يوه ورځ د ډرېوري سبق نه وي لوستلى، دى تر هغه چا په ډرېورۍ كي ډېر وړاندي او تخصص ئې تر هغه زيات دئ چي لس كاله ئې په كتابونو كي د ډرېورۍ سبقونه لوستلي خو څو ورځي د ايشترنگ تر شا نه دئ ناست او موټر ئې نه دئ چلولى!! د چا د تخصص په اړه بايد د ده د عمل له مخي قضاوت وكړو نه د ده د ادعاء او سند له مخي، [/quote:e65942895c]
محترم او دروند حقپال صاحب:
دغه پورتنۍ خبرې مو بالکل منم، ما په خپله ليکنې کې داسې څه نه دي ځای کړي،
چې د دغې خبرې مخالفت په کې وي، خو آیا تاسو خپله خپل ځان په دغو خبرو تللی
دی؟ او آيا په تول پوره ختلي يئ؟

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]په ديني علومو كي د چا تخصص د هغه له قول او عمل معلومولى شو، نه له دې چي هغه له كومي مدرسې فارغ شوى او استاد ئې څوك دئ!! د هغه رأيه، ليكنه، د هغه قضاوت، د هغه دريځ، د هغه تگلاره او كړنلاره موږ ته وايي چي دى په دين پوه دئ كه نه او په ديني علومو كي تخصص لري كه نه[/quote:e65942895c]

بالکل صحي خبره ده، د يوه انسان قول او عمل د هغه د قلبي عقيدې هنداره وي،
چې له مخې يې د هغه د عقيدې او نظر مشرب او منبع معلومولی شو، لکه څنګه چې
ستاسې ليکنې په ښکاره سورې نعرې وهي چې مشرب او منبع يې د اهل السنت
والجماعت عقيده نه ده، په حديثو کې ستاسې ردوبدل نظريات د دې ګواهي
ورکوي، چې ستاسې بضاعة په حديثو کې ډېره کمزورې ده، مشرب اومنبع مو په
کې د محدثينو وضع شوي محکم قواعد نه دي، او نه مو دعلم حديث له هغو پاکو صفا چينو څخه اوبه څښلي، او نه د اهل السنت والجماعت له عقيدې، او نه اهل
التفسير له طريقې، او نه د محدثينو له تګلارې خبر ياست، مخکې له دې چې له
دغو پاکو علمونو اصلي منابعو او مصادرو ته رجوع وکړئ، د قرآني آيتونو او
پيغمبري صحي حديثونو په اړه مو د ځينو مريض النفوسو او سقيم القلوبو شبهات راخيستي دي، او پرته له تحققه مو څښلي، حتا دومره مو ځان نه دی ستړی کړی،
چې د صحابه کرامو سلفو صالحينو ، او د اهل السنت والجماعت د علماوو
روايات بيانونه او تحقيقونه يې په اړه ولولئ.
دا ټول د څه لپاره ؟
خاص د دې لپاره چې د اسلامي عقيدې، تفسير او حديث په باب کې ځان نوښتګر
معرفي کړې؛ يا د خالف تعرف د متل له مخې ځان مشهور کړئ.
الحمد لله، دومره نبوغ او عبقريت مو لا په برخه شوی نه دی، چې د اسلامي عقيدې،
قرآنپوهنې او حديثپوهنې په اړه داسې نوي نظريات رامنځته کړئ؛ چې د يوې نوې
فرقې مؤسس وبلل شئ.
يوه ورځ مې د همدې موضوع په جريان کې يو ملګري راته ليکلي وو چې:

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]او حکمتیار عادی شخص ندی که نا بغه نه وي نو د هغی ذهن او ذکاوت د میلونون انسانانو که به یونفر وی دی هغه غوندی وی حکمتیار صیب د انجنری نه په اسلامیاتوکی ډیري لیکنی کری او په لسگونه کتابونه ای لیکلي دی.
سره له دی چی یو انجنر دی بابیل او په لس گونه دینی کتابونه د هغه نبوع دلیل دي. حکمتیارصیب هیحکله خپله یو دقیقه هم د لاسه نده ورکړي او استفاده ای ترینه کړی ده. [/quote:e65942895c]
نو ما په ځواب کې ورته وليکل:
[quote:e65942895c]حکمتيار صاحب هيڅ يوه علمي نوې نظريه نه ده وړاندې کړې، او نه يې کوم نوی علمي
تحليل کړی دی.
صحيح ده چې يو تکړه ليکوال دی. خو د اسلامي معلوم بالضرورة امورو کې د هغه
ګډې وډې د غندنې وړ دي. پاتې دې نه وي، چې د حکمتيار په کتابونو کې نوي څه
نه ليدل کيږي، په کوم څه کې يې چې د اسلامي اصولو مطابق نظر ورکړی دی؛ له
نورو علماوو يې نقل کړی دی. او په کوم څه کې يې چې د اسلامي اصولو لرې د خپل
ناقص عقل په اساس نظر ورکړی دی، هغه يې هم په حقيقت کې له نورو لار ورکو غلا کړی دی. که داسې نه وي؛ نو ته يې عکس ثابت کړه، يعنې مثالونه وړاندې کړه. [/quote:e65942895c]
همدغه تحدي او چېلنج زه اوس يوځل بيا تاسې ته وړاندې کوم.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]!! جناب ساپي! كله چي د چا د ليكني په اړه څه وايې نو دا پوښتنه مه كوه چي د ده شيخ او استاد څوك دئ او له كومي مدرسې فارغ شوى، د ليكني مثبت او منفي، صحيح او غلطو برخو ته په پام سره قضاوت كوه او وايه چي دا ليكنه په دې عقلي او نقلي دليل د منلو وړ ده يا نه ده!![/quote:e65942895c]

دا پوښتنه اړينه ده، دغه پوښتنه په انسان اوږده لاره لنډوي، بله دا چې شرعي علم
په تلقي سره اخيستل کيږي، يعنې له استاذانو اخيستل کيږي، نه دا چې يواځې
له کتابونو څخه واخيستل شي، په عقيدوي غير متجددو مسائلو کې د سلفو
صالحو فهم ډېر اړين دی، تاسې او لوستونکي په دې پوهیږي چې په مسلمانانو
کې نن سبا په لسګونه مذهبي فرقې رامنځته شوي دي، متضادې عقيدې لري،
خو ټول يې دعوا لري چې د عقيدې منبع يې قرآن او سنت دی، يا يواځې قرآن
دی؛ درحاليکه حق يو دی، متعدد نه دی، د دې اختلافاتو او تضاداتو سبب همدا
دی چې دوی قرآن او سنت د سلفو صالحينو په فهم نه دی اخيستی، او خپل عقل
يې په سمه توګه نه دی اعمال کړی.
که چېرې تاسې قرآنکريم او پيغمبري سنت کې د متجددو مسائلو په اړه سوچ او فکر
وکړئ، او نوي استنتاجات او استنباطات په ټولنيزو امورو کې، دنيوي تعاملاتو
کې، سياسي مسائلو او ورته نورو بخشونو کې رامنځ ته کړئ؛ نو بيا به په رښتيا
ستاسې د پيروانو په دعوا د نبوغ او عبقريت درجه وګټئ.
نه دا چې تاسې په غير متجددو مسائلو کې د سلفو صالحو په فهم پښې کېږدئ،
صحي احاديث ضعيف کړئ، او درګرده د معتزله وو، يوناني منطقيانو، او دنورو
ګمراه ډلو شبهات راواخلئ؛ او د مسلمانانو ذهنونه پرې مغشوش کړئ.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] كه د ورور حكمتيار په كتابونو اعتراض درسره وي او د ضعف كوم ټكى دي تر سترگو شوى وي نو همغه ټكى او د ترديد دلائل ئې وړاندي كړه، نه دا چي وايې: له كومي مدرسې د فراغت سند نه لري او شيخ او استاد ئې نه پېژنم!! [/quote:e65942895c]

دلته يو ځل بيا د تلقي په مسئلې تأکيد کوم، تلقي له شيوخو او علماوو څخه شرعې
اخيستلو ته وايي، تلقي له 1445 کالو راهيسې را راونه، په شرعي مسائلو کې،
خصوصا په عقيدوي او نورو غير متجددو مسائلو کې په کتابونو اکتفاء غلط
کار دی، لکه څنګه چې له کتابونو استغناء کول هم يوغلط او ناسم کار دی.
د علماوو تر منځ دا خبره ډېر شهرت لري: ((لا يؤخذ العلم من صحفي)) يعنې له هغه
چا علم اخيستل نه وي پکار، چې يواځې يې له پاڼو سره کار وي، او شيوخ او
استاذان يې نه وي معلوم.
مصدر: تدريب الراوي - (2 / 208)، فتح المغيث - (2 / 262)،
زه پوهېږم چې حقپال صاحب له هجرت څخه وروسته له ځينو ملايانو درس ويلی
دی، خو دی اوس په خپلې مزعومې پوهې دومره مغرور دی، چې دېته نه دی تيار،
چې د خپلو دغو استاذانو نومونه واخلي.
البته د هغه تلقي په ډېر کم انداز کې ده، چې دی د دې مؤهل نه ګرځوي، چې په قرآني
آیتونو، يا نبوي صحي حديثونو کې د متخصصينو له وضعه کړی شوو متفق عليه
قواعدو څخه لرې، نور نوي معقول او منطقي تحليلات وکړی شي، لکه څنګه چې
په ښکاره ډول دغه کمزوري د ده په ليکنو کې تر سترګو کيږي.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]د يهودانو مذهبي مشرانو به د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه همدا خبري كولې چي هغه امي دئ، له كومي مدرسې نه دئ فارغ شوى، شيخ او استاد نه لري، د ده ئې له دين سره څه؟ دين خو د هغه چا ميراثي حق او دنده ده چي له پلار نيكه ورته په ميراث پاته شوى!![/quote:e65942895c]
دلته انجنر صاحب خپل ځان د پيغمبر صلی الله عليه وسلم مرتبه ورکوي، دې کې
هيڅ شک نشته، چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم امي وو، له کومې مدرسې نه وو
فارغ شوی، شيخ او استاذ يې نه لرلو.
الله جل جلاله فرمايي:
فآمنوا بالله ورسوله النبي الأمي.
ژباړه: نو ايمان راوړئ تاسې په الله باندې، او د هغه په امي رسول پيغام وړونکي باندې.
په بل آیت کې فرمايي:
وما کنت تتلو من قبله من کتاب ولا تخطه بيمينک. اذا لارتاب المبطلون.
تفسير: ای پيغمبره، نه وې ته چې لوستلی وی تا مخکې له دې قرآنه څه کتاب، او نه
ليکلی دی تا کتاب په ښي لاس خپل، (که چېرې دغه کار دې کړی وی) نو خامخا
به باطل پرستو شک کړی وی.

خو محترم انجنر صاحب: په نبي کريم صلی الله عليه وسلم وحي راتله، د هغه اميتوب
د هغه لپاره معجزه وه، ځکه چې هغه د خپل اميتوب سره سره داسې يو کتاب خلکو
ته وړاندې کړ، چې تر اوسه او تر قيامته پورې به څوک د هغه د يو آيت په شان بل
آیت جوړ نشي کړی.
خو محترما: په تاسې وحي نه راځي، تاسې معصوم نه ياست، ستاسې هره خبره کې
د صحي او خطا دواړو احتمال شته، خو ان شاء الله په هغه مجتهدينو کې نه يې چې د
خطا او صواب دواړو حالتونو کې اجرونه وګټئ، ځکه چې ستاسې تګلاره له بنياده
ناسمه ده، بلکه ستاسې په اړه د امام نووي رحمه الله داخبره صدق کوي چې وايي:
فأما من ليس بأهل للحكم فلا يحل له الحكم، فإن حكم فلا أجر له بل هو آثم، ولا ينفذ حكمه، سواء وافق الحق أم لا؛ لأن إصابته اتفاقية ليست صادرة عن أصل شرعي فهو عاص في جميع أحكامه، سواء وافق الصواب أم لا، وهي مردودة كلها، ولا يعذر في شيء من ذلك. اهـ. شرح النووي علی مسلم.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] هغوى به ويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د اقتدار وږى دئ، دا تبليغات د ټولو پيغمبرانو په ضد شوي، يا دين پلورونكو مذهبي مشرانو دا تبليغات كړي او يا د شرك او كفر ځواكمنو زعماوو او د دوى مزدورو مبلغينو!![/quote:e65942895c]
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه د اقتدار غوښتلو خبره باطله ده، ځکه چې
پيغمبر صلی الله عليه وسلم مخکې له بعثته په همدې قوم کې 40 کاله تېر کړي
دي، ولې يې په دې څلوېښت کالو کې د اقتدار اسباب، سامان او آلات نه راټولول؟
الله جل جلاله د خپل پيغمبر ځواب په داسې ډول کوي:
قل لو شاء الله ما تلوته عليکم ولا أدراکم به، فقد لبثت فيکم عمرا من قبله أفلا تعقلون.
تفسير: ووايه (دوی ته) که چېرې الله تعالی غوښتي وی؛ نو ما به دغه قرآن تاسې ته
نه وی لوستلی، او نه به الله جل جلاله تاسې ته د دې قرآن په اړه خبر درکړی وی،
يقينا ما په تاسې کې له دې څخه مخکې ډېر عمر تېر کړی دی، آیا نو له عقل څخه
کار نه اخلئ.
خو ستاسې په اړه د اقتدار د وږيتوب خبره خامخا صدق کوي، وهذا الأمر أظهر
من الشمس في رائعة النهار، نورو دليلونو ته اړتيا نشته.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] كه ته غواړې د ورور حكمتيار د ديني زده كړي په اړه معلومات ترلاسه كړې او واقعاً د پوښتني مقصد دي همدا وي نه هسي د زړه بړاسي راايستل نو زه دا ضروري گڼم چي تا ته وليكم: يو څوك چي د خپل ژوند له دريو برخو دوه او شاوخوا څلوېښت كلونه ئې داسي تېر كړي چي وينا او ليكنه ئې د قرآن او حديث په اړه وي، مبارزه ئې د اسلام په لار كي وي، ټول عمر ئې د اسلام له دښمنانو سره په فكري او عملي مبارزې كي تېر شوى وي، د قرآن شل جزء ئې داسي حفظ كړي وي چي په لمونځونو كي ئې تلاوت كوي او پاته لس ئې داسي چي كه په بل امام پسي لمونځ كوي او هغه غلط شي نو فتحه وركولى شي، د اسلام په اړه ئې ليكل شوي كتابونه دومره دي چي كه پر ساپي صاحب بار شي نو وړل به ئې ورته گران وي، گڼ شمېر كتابونه ئې له پښتو فارسي او له فارسي پښتو ته، او اردو او عربي ته ژباړل شوي، دا كار هغه چا كړى چي كتاب ئې خوښ شوى او په خپله ئې ترجمې ته ملا تړلې، ويناوي، مقالې، مركې او اعلاميې ئې زرگونو ته رسېږي، د جهاد په كلونو كي ئې نږدې هره جمعه په يوه كمپ كي هم خلكو ته موعظه او د جمعې خطبه اورولې او هم ئې په لمانځه كي د دوى امامت كړى، په لكونو كسانو په ده پسې لمونځونه كړي، په دې كي لوى لوى علماء، فقهاء، حفاظ او په ديني علومو كي متخصصين شامل دي، هيچا ئې نه د لمانځه په څرنگوالي اعتراض كړى او نه د ده پر قرائت او تجويد، د شهيد عبد الله عزام په څېر عالم او د اسامه او ايمن الظواهري په څېر مجاهدينو په لسگونو لمونځونه كي په ده پسي اقتداء كړې، او تل ئې دا غوښتي چي د ده په اقتداء كي لمونځ وكړي، صحاح سته، مشكوة او د شيخ الباني د احاديثو سلسله ئې لوستلي، بخاري ئې په پښتو ژباړلى او په زړه پوري او جامع شرحه ئې پرې ليكلې چي لومړى جلد ئې تر چاپ لاندي دئ، د قرآن جامع تفسير د قرآن پلوشې ئې د بشپړېدو په حال كي دئ او تر ننه ئې اوه جلده چاپ شوي، كه په دې سره څوك تخصص ته نشي رسېدى نو په څه به رسېږي؟ كه دې ته تخصص ونه وايو نو د تخصص معنى به څه وي؟!![/quote:e65942895c]

محترم حقپال صاحب:
الله جل جلاله فرمايي: فلا تزکوا أنفسکم ، هو أعلم بمن اتقی.
خو مونږ په حق سترګې نه پټوو، او نه ستا حق تر پښو لاندې کوو.
تر کومې چې ستاسې د مبارزې او سباقيت په اړه ده؛ نو هيڅوک ترې انکار نشي
کولی، اومونږ ټول يې د سر په سترګو منو، بلکه په دغې لارې کې د الله جل جلاله
څخه توفيق غواړو، چې ستاسې په پله پلونه کېږدو، او لوی الله جل جلاله دې په بدله کې تاسې ته لوی لوی اجرونه او جنتونه درکړي .

محترما: تاسې د وعظ، ليکوالئ، سياست او قيادت صفات ضرور لرئ؛ خو علمي
ژبه، علمي تحقيق، علمي ليکنه د وعظ، صحافي او قيادي مواهبو خلاف اوږد
تکسب او تعلم ته اړتيا لري، العلم اذا أعطيته کلک أعطاه بعضک.

ستاسې ليکنو او کتابونو کې د قوي ليکوالۍ تر څنګ علمي کمزوري له ورايه
تر سترګو کيږي، د مشکل القرآن، مشکل الحديث او مختلف الحديث له علمونو
څخه ډېر په فاصله کې ياستئ، او همدغه سبب دی، چې تاسې محض په خپل عقلي
تحليل صحيح متفق عليه أحاديث ردوئ، صحيح مسند تفسيري روايات ردوئ،
د سلفو صالحينو فهم او عقيده ردوئ، او په مقابل کې د ځينو معتزله وو او يوناني
منطقيانو او نورو ګمراه ډلو پر شبهاتو ټينګار کوئ .
أتستبدلون الذي هو أدنی بالذي هو خير.
لوی سبب دا دی چې تاسې ته ستاسې د قاصر علم او پوهې له مخې د صحي نصوصو
تر منځ تضاد ښکاري، درحالېکه د نفس نصوصو تر منځ به هيڅ تضاد نه وي، او
علماوو به يې تر منځ جمعه کړي وي.
په پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې د سحر د حديث د الفاظو په اړه چې تاسې کوم
بحث کړی دی، له ورايه ترې ښکاري چې تاسې د مختلف الحديث او مشکل
الحديث له فنه هيڅ خبره نه يئ؛ او نه ځان خبرول غواړئ، او دغه خبرې تاسې هڅولي
يئ چې متفق يې عليه حديث کې تشکيک وکړئ.
تاسې له دغو فوق الذکر لاسته راوړنو سره علوم آله وو ته کامله اړتيا لرئ، د
سياست په ډګر کې خو هسې هم کومه کاميابي دې په نصيب نشوه، بيخي ترې تېر
شه، او دا پاتې عمر دې صحي منهجي زده کړو ته وقف کړه، تر څو د خپلو تېرو
غلطيو او خطاګانو تلافي وکړې.

ستاسې پورتنۍ اقتباس شوې خبرې په اړه يوه بله تبصره هم لرم، چې څنګه له يوې
خوا په ما د تکفيري ټاپه لګوي، او له بلې خوا د تکفيري فکر نړيوال منظر أيمن
الظواهري د ځان د تزکيې لپاره لوستونکو ته وړاندې کوې؟؟؟؟!!!!
کيل بمکيالين.
قربان شوم خدا را، يک بام و دو هوا را.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] اسلام خو عملي دين دئ نه مجرد نظري دين، موسى عليه السلام چي خضر عليه السلام ته ورغى او ورته وئې ويل: غواړم هغه څه رازده كړې چي الله تعالى تا ته درښودلي، نو خضر عليه السلام ورته ونه ويل چي راشه زما مخي ته كښېنه، كتاب او قلم راواخله چي څه دروښيم، بلكي هغه ئې په يوه سفر كي له ځان سره ملگرى كړ چي عملاً څه وروښيي، الله تعالى صحابه وو ته لارښوونه كوي او وايي: كه غواړئ په دين كي تفقه حاصله كړئ او د دين په حقيقت لازيات پوه شئ نو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره جهاد ته ووځئ: ... فَلَوْ لا نَفَرَ مِن كلّ‏ِ فِرْقَةٍ مِّنهُمْ طائفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فى الدِّينِ وَ لِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيهِمْ لَعَلَّهُمْ يحْذَرُونَ* ولي له هري ډلي يو ټولگى د جهاد لپاره نه وځي چي په دين كي پوهه ترلاسه كړي او خپل قوم ته هغه مهال خبردارى وركړي چي بېرته وروگرځي؛ تر څو حذر وكړي؟ التوبه: ‏122،[/quote:e65942895c]

اسلام هم نظري دین دی، او هم عملي، په نظري ډول د مسئلو وضاحت کوي، بيا له
مکلفينو څخه په عملي ډول د هغه مسائلو تمثيل غواړي.

تاسې چې د خپلې خبرې لپاره کوم آيت وړاندې کړی دی، په ناسم ډول مو پرې
استدلال کړی دی، که چېرې مو آیت په پوره توګه مخې ته ايښی وی؛ نو ناسم تفسير
به مو نه کاوه، هو دا منم، چې په جهاد کې ډېر شرعي مسائل په عملي ډول زده کېدلی
شي.

الله جل جلاله فرمايي: وما کان المؤمنون لينفروا کافة، فَلَوْ لا نَفَرَ مِن كلّ‏ِ فِرْقَةٍ مِّنهُمْ طائفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُوا فى الدِّينِ وَ لِيُنذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيهِمْ لَعَلَّهُمْ يحْذَرُونَ

ژباړه: او نه ده مناسب چې مؤمنان دې وځي ټول (د جهاد يا علم لپاره). پس ولې نه
وځي د هر ډلې له دوی څخه څه کسان لپاره د دې چې پوهه حاصله کړي په دين کې
او چې ووېروي دوی قوم خپل کله چې راوګرځي دوی هغوی ته، لپاره د دې چې
هغوی وويريږي (نو ځانونه له ګناه وساتي، او د الله جل جلاله په لاره ثابت شي).

[quote:e65942895c] د دين په حقيقت هغه څوك ښه پوهېدى شي چي عملاً د الله تعالى په لار كي په مبارزې بوخت وي. نو اوس ته ما ته په خپلو ژونديو او مړو استادانو كي، په افغاني او غير افغاني استادانو كي، د داسي چا نوم راوښيه چي تخصص ئې تر دې زيات وي او د دين په لار كي ئې د دې نيمايي كار كړى وي!![/quote:e65942895c]

محترم او دروند حقپال صاحب:
د دين په حقيقت هغه څوک پوهيږي، چې قرآن او سنت يې د سلفو صالحينو په فهم
زده کړی وي، صحي ده چې جهاد ډېره لويه مرتبه لري، مسلحه مبارزه ډېره لويه
درجه لري؛ خو معنا يې دا نشوه، چې سړی دې په هره علمی مسئله کې ورسيږي،
دومره کېدلی شي، چې د جهاد او سياست اړوند مسائلو کې مبارز او مجاهد تر
نورو ښه ترا پوهه او تجربه حاصله کړي.
که چېرې په عملي جهاد او مبارزې سره ټول اسلامي علوم د انسان په برخه کېدلی
شوئ؛ نو نن به د مجاهد مبارز او غازي سيف الله المسلول خالد بن الوليد حديثي او فقهي روايتونه، فتواګانې، او تفسيري روايات له ابو هريرة، عبد الله بن مسعود ، عبد الله بن عباس، او عبد الله بن عمر نه زيات وی، در حاليکه چې د هغه ټول
روايات د ذکر شوو صحابه کرامو زره مې حصې ته هم نه رسيږي، په غير مکرر ډول
سره ترې يواځې د شلو شاوخوا روايتونه راغلي دي، چې ځينې يې مرفوع او ځينې
يې موقوف دي.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c]جناب ساپي ليكي چي اسلامي تاريخ د علمي تخصص شاهد دئ خصوصاً كه چې د جرح او تعديل كتابونه وگورو، د رجال پوهنې كتابونه تر نظر تېر كړو، نو ټولو كي تر ډېره حده په شرعي فنونو كي د تخصص اهميت، رعايت او تأثير له ورايه ليدل كېږي!!! نه پوهېږو چي جناب ساپي په دې جملو سره څه ويل غواړي؟ جملې ئې هم د ادبي تركيب له پلوه غلطي دي او هم د محتوى له پلوه بې معنى، ده د ځينو صحابه وو نومونه اخيستي او هغوى ئې په خاصو مواردو كي متخصصين گڼلي، ابن عباس رضى الله عنه ئې په تفسير، حديث او فقه كي، ابوهريره رضى الله عنه ئې د حديث په حفظ او فهم كي، علي رضى الله عنه ئې په فقه او قضاء كي، عبدالله بن مسعود رضى الله عنه ئې په فقه او علم حديث كي!![/quote:e65942895c]

محترم او دروند حقپال صاحب:
زما پورته اقتباس شوې خبرې مو له ادبي ترکيبه غلطې بللې، او محتوا مو هم بې
معنا بللې ده.
زه يو عرض لرم، لومړی دا چې څه ضرور چې تاسې په داسې بې محتوا ليکنې رد
کاوه، او بيا ولې د خپلې دعوا لپاره دليل نه وړاندې کوئ؟؟
زه د خپلو پورتنيو خبرو لپاره مصادر او منابع هم در په ګوته کړم:

سنن ابن ماجه (1 / 55)
عن أنس بن مالك
: - أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ( أرحم أمتي بأمتي أبو بكر . وأشدهم في دين الله عمر . وأصدقهم حياء عثمان . وأقضاهم علي بن أبي طالب . وأقرؤهم لكتاب الله أبي بن كعب . وأعلمهم بالحلال والحرام معاذ بن جبل . وأفرضهم زيد بن ثابت . ألا وإن لكل أمة أمينا . وأمين هذه الأمة أبو عبيدة بن الجراح )
قال الشيخ الألباني صحيح:

ژباړه: د انس بن مالک رضي الله عنه روايت دی چې نبي کريم فرمايلي دي:
زما د امت څخه مهربانترين انسان زما په امت باندې ابو بکر دی، او سخت ترين
يې د الله په دين کې عمر دی، او د کاملترينې حياء خاوند يې عثمان دی، او په قضاء
کې تر ټولو رسېدلی يې علي دی، او د قرآن په قراءت کې تر ټولو رسېدلی يې أبي
بن کعب دی، او په حرامو او حرامو باندې ېې فقيهترين معاذ بن جبل دی ، او د
ميراث په مسائلو کې يې پوهترين زيد دی، رضي الله تعالی عنهم أجمعين.
که چېرې له دغو صحابه کرامو څخه په رانقل شوو روايتونو باندې نظر واچوو، نو
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغه وېشنه په کې له ورايه معلوميږي.

په دې صحابه کرامو کې بيا ځينو صحابه کرامو د پيغمبري أحاديثو د حفظ او نقل لپاره ځان وقف کړی وو، لکه أبوهريرة رضي الله عنه. چې په يوه حديث کې ورته
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د علم په وعاء يعنې د علم په لوښي نومولی دی، او
خپله له هغه هم روايت دی، چې دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له خولې به يې
احاديث حفظول، او ځان يې دغه کار ته وقف کړی وو، او لوږې او تندې به يې ګاللې
حتا چې کله به له لوږې داسې وغورځېده چې ځينو خلکو به پرې د ليوني ګمان کاوه،
هغه وايي، چې په پيل کې به له ما ځينې احاديث هېرېدل، بيا پيغمبر صلی الله عليه
وسلم هغه ته دعا وکړه، له هغه وروسته يې هيڅ حديث نه هېرېده:
د بخاري حديث:
صحيح البخاري (الطبعة الهندية) - (1 / 936)
2047 - حَدَّثَنَا أَبُو الْيَمَانِ حَدَّثَنَا شُعَيْبٌ عَنِ الزُّهْرِيِّ قَالَ أَخْبَرَنِي سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيَّبِ وَأَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ إِنَّكُمْ تَقُولُونَ إِنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ يُكْثِرُ الْحَدِيثَ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَتَقُولُونَ مَا بَالُ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ لَا يُحَدِّثُونَ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمِثْلِ حَدِيثِ أَبِي هُرَيْرَةَ وَإِنَّ إِخْوَتِي مِنَ الْمُهَاجِرِينَ كَانَ يَشْغَلُهُمْ صَفْقٌ بِالْأَسْوَاقِ وَكُنْتُ أَلْزَمُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى مِلْءِ بَطْنِي فَأَشْهَدُ إِذَا غَابُوا وَأَحْفَظُ إِذَا نَسُوا وَكَانَ يَشْغَلُ إِخْوَتِي مِنَ الْأَنْصَارِ عَمَلُ أَمْوَالِهِمْ وَكُنْتُ امْرَأً مِسْكِينًا مِنْ مَسَاكِينِ الصُّفَّةِ أَعِي حِينَ يَنْسَوْنَ وَقَدْ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَدِيثٍ يُحَدِّثُهُ أَنَّهُ (إِنَّهُ) لَنْ يَبْسُطَ أَحَدٌ ثَوْبَهُ حَتَّى أَقْضِيَ مَقَالَتِي هَذِهِ ثُمَّ يَجْمَعَ إِلَيْهِ ثَوْبَهُ إِلَّا وَعَى مَا أَقُولُ فَبَسَطْتُ نَمِرَةً عَلَيَّ حَتَّى إِذَا قَضَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَقَالَتَهُ جَمَعْتُهَا إِلَى صَدْرِي فَمَا نَسِيتُ مِنْ مَقَالَةِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تِلْكَ مِنْ شَيْءٍ.

که له صحابه کرامو وروسته نورو رواتو راشو، نو په ټولو کې علمي تخصص له
ورايه څرګنديږي، سره له دې چې هغوی له شرعي علومو سره نور علوم او نور کارونه
نه ګډول.
مثلا: د محمد بن مسلم بن خالد بن قرقرة په اړه علماء وايي، چې دی په فقه کې امام
وو، مګر په حديثو کې بيا منکر الحديث وو.
تهذيب الكمال 742 - (27 / 508)
همدارنګه أبو الحسن البزى المكى المقرى، د قراءاتو په علم کې امام وو، حجت
وو، خو په حديث کې ضعيف وو.
ميزان الاعتدال - (1 / 144)
همدارنګه عاصم بن أبي النجود راواخله، د قراءاتو په علم کې امام وو، مونږ د هغه
په روايت قرآن لولو؛ خو په علم حديث کې ضعيف وو.
همدارنګه سليم بن عيسى د امام ثوري شاګرد، په قراءاتو کې امام وو، خو امام
عقيلي يې مجهول بولي. المغني في الضعفاء - (1 / 285)

همدارنګه حفص بن سليمان أبو عمر الاسدي مولاهم البزاز المقرئ ، په علم قراءاتو
کې ثقه دی، خو په حديثو کې واهي الحديث. امام بخاري وايي: ترکوه.
الكاشف في معرفة من له رواية في الكتب الستة - (1 / 341)
نو محترم انجنر صاحب: نور په سلګونو مثالونه هم شته، چې زما د خبرې تأييد کوي، په پورتنيو به بسنه وکړم.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] له جناب ساپي په دې اړه څو پوښتني لرو: دغو جليل القدرو صحابه وو په كومي مدرسې كي سبق ويلى وو؟ صرف، نحو، بديع، بيان، فلسفه، رياضي، منطق، حكمت او... او ... ئې له چا لوستلي؟ استادان ئې څوك ول؟ د فراغت سند ئې له كومي مدرسې ترلاسه كړى؟!![/quote:e65942895c]

محترما: هغوی په فطري ډول بالقوة د دغو علومو خاوندان وو، هغوی دېته اړتيا
نه لرله، چې دغه مسائل ولولي، ځينو د دوی له ځینو نورو په دغو څيزونو ډېر
پوهېدل، خو في الجملة ټول د وحي په معنا پوهېدل، د وحي د نزول شاهدان وو،
د وحي د نزول اسباب د هغوی په مخکې پېښېدل، که څه ستونځه به فهم کې ورته
پيدا کېده، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم موجود وو؛ د هغوی ستونځې به یې
حل کولې.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم د هغوی لپاره هغه اعلی مقدسه او معصومه مدرسه
وه چې له هغه وروسته به د قيامت تر ورځې هغسې مدرسه بيا رامنځته نشي.
نو هغې مدرسې پسې اقتداء پکار ده، او د هغې مدرسې د شاګردانو د فهم څخه
استفاده پکار ده، بلکه د هغوی د شاګردانو د شاګردانو د فهم څخه استفاده پکار
ده، تر څو په: والذين اتبعوهم باحسان کې حساب شو.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e65942895c] آيا يوازي قرآن ئې لارښود او رسول الله صلى الله عليه وسلم ئې معلم او استاد نه وو؟!! دغه قرآن زموږ هم لارښود دئ او دا رسول الله صلى الله عليه وسلم زموږ هم معلم او استاد دئ، او دا صحابه زموږ مشران دي!! آيا ته په دې وينا سره دا ويل غواړې چي نوموړي صحابه تر ابوبكر، عمر او عثمان رضى الله عنه په دين زيات پوهېدل، دوى متخصصين ول او هغوى متخصصين نه ول؟!![/quote:e65942895c]

ما پورته په دې اړه حديث راوړی دی، ژباړلی مې دی، ستاسې ځواب په کې
کاملا پروت دی.

ادامه لري.....


و.افغان
31.03.2011

دويمه برخه:

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c] كه مقصد دي دا وي نو بايد درته ووايم چي خپل استاد غلط پوه كړى يې، ابوبكړ رضى الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته هم په ټول امت كي افضل وو او هم اعلم، هم په قرآن كي او هم په حديث كي، ابوهريره رضى الله عنه او ابن عباس رضى الله عنه د ده زامنو او شاگردانو حيثيت لري، دوى لا پيدا نه ول او لا ئې ايمان نه وو راوړى چي ابوبكر رضى الله عنه د قرآن ډېره برخه حفظ وه او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زرگونو احاديث ئې اورېدلي وو، له همدې كبله صحابه هغه د لومړي خليفه په توگه غوره كړ، دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته لارښوونه كړې وه چي د امامت لپاره به اعلم غوره كوئ، د جومات د امامت لپاره هم، او د سنگر او سياست امامت لپاره هم، عمر رضى الله عنه او عثمان رضى الله عنه همداسي تر ابوبكر رضى الله عنه وروسته هم افضل ول او هم اعلم. له يوه صحابي د ډېرو رواياتو نقل د دې معنى نه لري چي هغه تر نورو اعلم يا افضل دئ!![/quote:e23cadda5c]

د بهتر والي او افضل والي خبرې او اسباب بېل دي، او دغه بهتروالۍ د ځينو
صحابه د ځينو تخصصاتو درلودلو سره هيڅ تضاد نه لري، لکه څنګه چې پورته
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په مبارک حديث کې يې بيان وشو.
تاسې کوښښ کوئ، چې أبوبکر رضي الله عنه په حديث او فقه کې أعلم وښيئ، تر
تر څو هم ځان أعلم ثابت کړئ؛ او علة جامعة د ځان او ابو بکر رضي الله عنه تر
منځ قيادت وړاندې کړئ.

ګوره محترما: زه تاسې ته يو څو قصې وړاندې کوم:
أبو موسی الأشعري رضي الله تعالی عنه د عمر رضي الله عنه خواته ورځي، دروازه
يې ټکوي، له درې واره ټکولو وروسته ستنيږي، عمر رضي الله عنه ورپسې ورځي،
چې ولې لاړې؟ هغه وايي چې: د پيغمبر صلی الله عليه وسلم حديث: الاستئذان
ثلاث، نو هغه يې ټينګ نيسي، او شاهد ترې غواړي، تر څو يو کشر صحابي
أبو سعيد الخدري د هغه لپاره شاهدي ورکوي.
دې وخت کې عمر رضي الله تعالی عنه وايي: ألهاني الصفق بالأسواق.
ژباړه: په بازارونو کې سوداګانو مشغول کړی يم.

صحيح البخاري (الطبعة الهندية) - (1 / 945)
2062 - حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سَلَامٍ أَخْبَرَنَا مَخْلَدُ بْنُ يَزِيدَ أَخْبَرَنَا ابْنُ جُرَيْجٍ قَالَ أَخْبَرَنِي عَطَاءٌ عَنْ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ أَنَّ أَبَا مُوسَى الْأَشْعَرِيَّ اسْتَأْذَنَ عَلَى عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُ وَكَأَنَّهُ كَانَ مَشْغُولًا فَرَجَعَ أَبُو مُوسَى فَفَرَغَ عُمَرُ فَقَالَ أَلَمْ أَسْمَعْ صَوْتَ عَبْدِ اللهِ بْنِ قَيْسٍ ائْذَنُوا لَهُ قِيلَ قَدْ رَجَعَ فَدَعَاهُ فَقَالَ كُنَّا نُؤْمَرُ بِذَلِكَ فَقَالَ تَأْتِينِي عَلَى ذَلِكَ بِالْبَيِّنَةِ فَانْطَلَقَ إِلَى مَجْلِسِ (مَجَالِسِ) الْأَنْصَارِ فَسَأَلَهُمْ فَقَالُوا لَا يَشْهَدُ لَكَ عَلَى هَذَا إِلَّا أَصْغَرُنَا أَبُو سَعِيدٍ الْخُدْرِيُّ فَذَهَبَ بِأَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ فَقَالَ عُمَرُ أَخَفِيَ عَلَيَّ مِنْ أَمْرِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَلْهَانِي الصَّفْقُ بِالْأَسْوَاقِ يَعْنِي الْخُرُوجَ إِلَى تِجَارَةٍ (التِّجَارَةِ)

بله کيسه، عمر رضي الله تعالی عنه حيرانيږي، چې له مجوسو سره څه وکړي، نو
عبد الرحمن بن عوف ورته وايي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د هجر له مجوسو
جزيه اخيستې.

په شام کې طاعون دی، عمر رضي الله عنه تکل کړی دی، چې شام ته لاړ شي، نو
حيران دی چې څه وکړي، ابن عوف رضي الله ورته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم
حديث وړاندې کوي: اذا کان بأرض قوم فلا تقدموا عليها، واذا کنتم في أرض
فلا تخرجوا عنها.

د لويو صحابه کرامو مجلس ته عمر رضي الله عنه له ځان سره کشر صحابي
عبد الله بن عباس داخلوي، ځینې کسان اعتراض کوي، نو هغه له هغوی څخه
د سورة النصر د ترجمې غوښتنه کوي، هغوی د سورت ظاهري تفسير وړاندې کوي،
خو کله چې له ابن عباس نه پوښتنه کيږي، نو هغه وايي چې د دې آيتونو څخه
معلوميږي چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم اجل ډېر نږدې شوی دی، او د کوم کار
لپاره چې آستول شوی وو؛ هغه يې تمام کړ.
ځکه خو ورته ترجمان القرآن ويل کيږي، خو دغه لقب بيا نورو ته دی حاصل.

د نيا د ميراث په اړه ابو بکر رضي الله عنه پوښتنه کوي، نو يو صحابي پاڅيږي،
او وايي چې: پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته سُدس ورکړی دی، بل کشر صحابي
پاڅيږي، او هغه يې تأييد کوي.

د دې هر څه دا معنا نشوه، چې دوی له أبو بکر او عمر څخه بهتر شو، بلکه داهل
السنت والجماعت عقيده ده، چې په صحابه وو لمړني بهترين خلک په ترتيب
لمړی ابوبکر، بيا عمر، بيا عثمان او بيا علي دی، رضي الله تعالی عنهم أجمعين.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]جناب ساپي ليكلي: آيا زموږ انجنير صاحب سره له دغو علومو، عربي لغت، علم النحو، علم الصرف او ... څومره برخه موجوه ده چي دى د تفسير كولو جوگه كړي؟
دوى ته وايو: كه دا ځواب دركړو چي په دې علومو كي د ده برخه ستا تر ټولو استادانو زياته ده،[/quote:e23cadda5c]
دلته انجنر صاحب د غيبو دعوا کوي، انجنر صاحب: مخکې له دې چې دا دعوا
وکړې؛ آيا ته زما استاذان پېژنې؟؟؟؟!!!
ما له داسې استاذانو درس ويلی دی، چې هر يو يې خپل ټول وخت يواځې او يواځې
د همدغه علم لپاره مصرف کړی دی.
له داسې استاذانو مې علم حديث ويلی دی، چې يواځې او يواځې 40 او 50 کاله
علم حديث زده کړی او تدريس کړی دی.
آيا له دې وروسته به له دې خپلې لويې دعوا تېر شې؟؟؟!!!!

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c] هغه په پنځو ژبو: پښتو، فارسي، عربي، اردو او انگليسي پوهېږي، په دغو ژبو كي له ليكل شوو كتابونو استفاده كوي[/quote:e23cadda5c]
د شرعي علم د زده کړې لپاره پښتو، فارسي، اردو او انګليسي ته هيڅ اړتيا نشته،
هو د شرعي علم د نشراو پخش لپاره دغو ژبو او نورو ډېرو ژبو ته اړتيا ليدل کيږي،
نو محترما: تاسې يو ښه ليکوال، او يو ښه ژباړن جوړېدی شئ، او بس.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c] نو آيا ستا شيطان قانع كېږي او تا پرېږدي چي خپل اعتراض بېرته واخلې؟!! [/quote:e23cadda5c]

زما شيطان په بلا ووهه، اعوذ بالله منه، ما قانع کړه، بس دی، زما په شيطان ستا
زور نه رسيږي؛ تر څو دې خپل د غرور شيطان له منځه نه وي وړی.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]د داسي خبري پر ځاى خو له تا سره مناسبه دا وه چي ووايې: د فلان آيت او حديث په ژباړي، شرحي او تفسير كي د دغو علومو رعايت نه دئ شوى، كه تا داسي كومه بېلگه درلودى نو يقيناً چي هغه به دي په گوته كړې وه، خو الحمد لله چي نه ته داسي مورد په گوته كولى شې او نه ستا ملگري، او باور وكړه چي كه ته يا بل څوك داسي كوم مورد په گوته كړئ نو د زړه له كومي به ستاسو مننه كوو.[/quote:e23cadda5c]

ځينې بېلګې مې په ګوته کړي، د علمي تحليل او موضوعي مناقشې لاندې مو
نېولې دي، او نورې به هم ان شاء لوستونکو ته په ډاګه کړو.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c] دا ځكه چي موږ د حق او حقيقت په لټه كي يو، نه د خپلي رأيي په اړه ناروا تعصب لرو او نه د ځان په څېر د بل انسان د رأيي په اړه. [/quote:e23cadda5c]

محترم انجنر حقپال صاحب:
که ستاسې دا خبره چېرې حقيقت ولري؛ نو کم نه کم د خپل ژوند په مسير کې داسې
څه راپه ګوته کولی شئ، چې تاسې ترې رجوع کړي وي؛ که رښتيا تاسې د خپلې
رايې په اړه تعصب نه لرئ، او په غير مباشره توګه خپل رايه معصومه نه بولئ؟؟؟؟

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]جناب ساپي ته وايو: هغه له خپلو ټولو سياسي او جهادي مصروفيتونو سره سره دا كار كړى او دا ده نتيجه ئې عملاً ستا په وړاندي پرته ده! تا ته به دا كار محال ښكاري خو الله تعالى هغه ته دا توفيق وركړى چي همدا ستا له نظره محال كار وكړى. ته ښايي له دې خبر نه يې چي محدثينو، رجال پوهانو او فقهاوو دا كار دومره آسانه كړى چي د معمولي علم خاوند كولى شي د هر آيت په اړه روايات او د مفسرينو او فقهاوو آراء او د هر روايت د رواتو د ضعف او قوت په اړه د رجال پوهانو نظريات ولولي او غوره رأيه ترې انتخاب كړي، زه په خپل كمپيوټر كي په زرگونو ديني كتابونه لرم، ټول مهم تفاسير، د احاديثو مشهور او معتبر كتابونه او شروح ئې، د قرآني علومو او عقائدو ټول مهم كتابونه او ... راسره دي، چي د هر آيت تفسير او د هر حديث متن، شرح او اسناد وغواړم نو زما كمپيوټر په څو ثانيو كي ټول كتابونه زما په وړاندي پرانېږي او هغه كار چي تر نن وړاندي به چا په مياشتو مياشتو نشو كولى اوس ئې د كمپيوټر په مرسته په څو دقيقو كي كولى شي.[/quote:e23cadda5c]

هو، نتيجه يې زما او د لوستونکو مخې ته پرته ده: د اهل السنت والجماعت له
عقيدې خروج، د اعتزاليت او اهل تشيع له نظرياتو پراخه تأثر، د اهل بدعو
شيطاني شبهات تکرارول، په قرآني آيتونو کې تحريف او بې ضرروته تأويل کول،
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د صحي متفق عليه احاديثو کې تشکيک او ردول.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]ده ليكلي: صحيح ده چي انجنير صاحب يو تكړه ليكوال دئ مگر د قرآن كريم د تفسير لپاره تنها ليكوالي كفايت نه كوي!! له ساپي صاحب پوښتنه كوو: ولي ئې تكړه ليكوال بولې؟ د ده استادانو ته په پام سره، كه دې ته چي د ادبياتو له كوم پوهنځي ئې د فراغت اسناد ترلاسه كړي او كه د ده ليكنو ته په پام سره؟!! ولي نه وايې چي دى په ليكوالۍ هم نه پوهېږي ځكه د ادبياتو له كوم پوهنځي او مدرسې نه دئ فارغ شوى او د پښتو ادب كوم معروف او مشهور استاد نه لري؟!! كه د ده د ليكنو ادبي مستوى ته په پام سره دى تكړه ليكوال گڼې نو د ده د تفسير په اړه هم دې ته ورته قضاوت وكړه او ووايه چي د تفسير متن ته پام سره دا قضاوت كوم، دا تفسير د هغو تفسيرونو په خوا كي كېږده چي په پښتو، اردو، عربي او فارسي كي ليكل شوي او بيا قضاوت وكړه چي كوم يو ئې په كومي برخي او مورد كي له دې تفسير (د قرآن پلوشې) سره سيالي كولى شي يا ترې وړاندي دئ!! په يقين سره ويلى شو چي په دې تفسيركي د ټولو مخكنيو تفسيرونو مزايا راغونډ شوي. په دې اړه ښايي دا وينا به ستا لپاره هم كافي وي چي د پاكستان ځينو خداى پالو د قرآن پلوشې څو مخكني جلدونه لوستلي وو، په گډه دې نتيجې ته رسېدلي وو چي د قرآن پلوشې نه په پښتو ژبي كي سيال لري او نه اردو ژبي كي، په گډه ئې پرېكړه كړې وه چي د دې تفسير د چاپ ټول مصارف به په غاړه اخلي او دا دئ څو جلده د هغوى په مصرف چاپ شوي.[/quote:e23cadda5c]

محترم حقپال صاحب: الحمد لله انصاف لرو، هغه پېرزوینې چې په تاسې لوی الله
جل جلاله لورولي دي، له هغو انکار نه کوو، ستاسې قلم صحفي دی، علمي قلم نه دی، او صحفي قلم په دې تکړه کيږي، چې سړی سياسي ليکنې وکړي، ژباړې
وکړي، اخبارونو او مجلو کې مقالې وليکي.
ټولو لوستونکو ته معلومه ده چې داسې ليکوالان الحمد لله زمونږ په وطن کې ښه
پرېمانه دي.
د ټول افغان په دې فوروم کې يې هم بېلګې شته.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]جناب ساپى د قرآن پلوشې په دوو مواردو د انتقاد گوته ايښې: د آدم عليه السلام د خلقت څرنگوالى او د الفيل د سورې د څلورم آيت شرح!! د ده په ځواب كي وايو:
د آدم عليه السلام د خلقت په اړه د قرآن پلوشې په تفسير كي ډېر مشرح، مفصل او مستدل بحث شوى، د بحث په ترڅ كي پر لسگونو آيتونو استناد شوى، دا بحث د مفسر يا د كوم بل انسان پر شخصي رأيي ولاړ نه دئ، فقط د قرآن د آيتونو شرح او تفصيل دئ.[/quote:e23cadda5c]

له تاسې پوښتنه: تاسې په دغه تفسير کې کوم سلف لرئ؟؟؟؟

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]له دې شرحي سره مخالفت په حقيقت كي د قرآن له گڼ شمېر صريح او واضح آيتونو څخه د انكار په معنى دئ!![/quote:e23cadda5c]
يواځې پوچه دعوا او د ملحد داروين د نظريې څخه کامل تأثر دی، در حاليکه د
الهندسة الوراثية علم د داروين نظريه باطله بولي، خو حکمتيار ويده دی، او د علم
الهندسة الوراثية نا خبره دی، يواځې د داروين دنظريې هغه خبرې يې په ذهن کې
تاويږي، چې د پوهنتون په دوران کې يې په کابل کې لوستې دي، يا له هغه مخکې
د ليسې په دوران کې.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c] د ساپي په ځواب كي همغه بحث كافي گڼو، خو ده ته وايو: ته او ستا استادان دي په ټول قرآن كي داسي كوم آيت موږ ته راوښيئ چي وايي: لومړى د آدم عليه السلام مجسمه له خاوري يا خټي جوړه شوې، بيا پر اور اېښودل شوې او پخه شوې او بيا الله تعالى په هغه كي سا پو كړې او آدم عليه السلام راژوندى شوى!! [/quote:e23cadda5c]

محترم انجنر صاحب حکمتيار صاحب: تاسې د خپلې کم علمۍ له وجهې د قرآن
په روح نه يئ خبر، زه د آدم عليه السلام د خلقت په اړه د اسرائيلي رواياتو
د مزيد تفصيلاتو نه تصديقوم او نه يې تکذيبوم.
لکه څنګه چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: لا تصدقوهم، ولا تکذبوهم.
زه به د آدم عليه السلام د خلقت أطوار تاسې د قرآن کريم څخه ثابت کړم، په دې خو به
پوهېږې، چې قرآني آيتونه يو له بل سره تضاد نه لري؛ بلکه يو بل بيانوي او واضحوي، بلکه تر ټولو اعلی تفسير: تفسير القرآن بالقرآن دی.

محترم انجنر صاحب:
ستاسې تفسير هم له شرعي ناحيې ناسم دی، او هم د عصري علم له مخې، او ټوله
تکيا يې د داروين په نظريه دی.
لومړی: له شرعي ناحيې.
د آدم علیه السلام د خلق په اړه الله جل جلاله په قرآن کې ډېر آيتونه نازل کړي دي، چې
له راټولو څخه يې د آدم عليه السلام د پيدايښت پوره مراحل په ډېره واضحه توګه
لاسته راځي، او هر آيت په صريحو الفاظو او مدلولاتو د انجنر صاحب خبره کاملا
ردوي.
۱- الله جل جلاله په سورة آل عمران کې فرمايي: ان مثل عيسی عند الله کمثل آدم
خلقه من تراب.
ژباړه: بېشکه مثال د عيسی په نېز د الله د آدم د مثال په شان دی، چې له خاورو يې
پيدا کړی دی.
۲- په بل آيت کې هم د خاورې په عنصر تأکيد کوي: يا أيها الناس ان کنتم في ريب
من البعث فانا خلقناکم من تراب. د الحج سورت.
ژباړه: ای خلکو که چېرې ترې د بيا پورته په اړه په شک کې یاستئ؛ نو بېشکه مونږه
پيدا کړي يئ له خاورې څخه. دلته د خاورې په عنصر يو ځل تأکيد کيږي.
۳-د المؤمن په سورت کې الله جل جلاله فرمايي: هو الذي خلقکم من تراب. دلته هم
د خاورې په عنصر باندې تأکيد کوي.
۴- د الصافات په سورت کې فرمايي: انا خلقناهم من طين لازب. ما پيدا کړي دي،
دوی د سرېښېدونکې خټې څخه. دلته له خاورو خټه جوړه شوه.
۵-د خټې په عنصر باندې په ډېرو آیتونو کې تأکید کيږي، الله جل جلاله د المؤمنون
په سورت کې فرمايي: ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طين.
۶- په سورة الم السجده کې هم د خټې په عنصر تأکيد کوي، او فرمايي: وبدأ خلق
الانسان من طين.
۷- له دې وروسته خټه توريږي، او تغيير خوري، بوي پيدا کړي، الله جل جلاله
فرمايي: ولقد خلقنا الانسان من صلصال من حمأ مسنون.
صلصال هغې وچې خټې ته وايي چې له بل څه سره د لګېدلو يا وهل کېدلو په وخت
ترې د وچوالي په وجه آواز وځي، تر هغو صلصال ورته ويل کيږي، چې په اور نه
وي پخ شوي؛ کله چې په اور پخه شي، نو بيا ورته فخار ويل کيږي.
حمأ مسنون: توره تغير خوړلې خټه.
۸- له دې وروسته دغه خټه د فخار حالت غوره کوي، الله جل جلاله فرمايي:
خلق الانسان من صلصال کالفخار. سورة الرحمان.
۹- له دې وروسته د تسويې يا برابرولو حالت راځي: الله جل جلاله فرمايي:
فاذا سويته. سورة البقرة، او سورة صاد. يعنې کله يې چې برابر کړم.
۱۰- له دې وروسته د نفخ الروح ، د روح پوکلو مرحله راځي، الله جلاله فرمايي:
فاذا سويته ونفخت فيه من روحي. کله يې چې برابر کړم، او پو کړم په هغه کې له
روح خپله.
۱۱- آدم عليه السلام الله جل جلاله په خپلو (بلا کيف نعلمه) لاسونو جوړ کړی دی،
ځکه خو کله چې ابليس سجده ونه کړه، نو الله جل جلاله ورته وايي: يا ابليس ما
منعک أن تسجد لما خلقت بيدي. ژباړه: څه شي منع کړې له دې چې هغه څه سجده
وکړې؛ کوم چې ما په خپلو دواړو لاسونو پيدا کړی دی.
که چېرته د آدم او د ابليس خلقت داسې وای لکه څنګه چې انجنر حکمتيار صاحب
يې وايي؛ نو ابليس به ضرور په ځواب کې ويلي چې: زه دې هم دهغه په شان پيدا
کړی يم، يا يې که ابليس هم په خپلو دوه لاسونو پيدا کړی وی؛ نو همداسې يو ځواب
به يې خدای ته ورکړی وو، خو هغه خدای داسې ځواب نشي ورکولی؛ بلکه ورته
وايي چې: زه له هغه بهتر يم، ځکه هغه دې له خټې پيدا کړی او زه له اوره، او اور
له خټې بهتره دی.

نو انجنر صاحب: دغه قرآني آیتونه داسې واضح دي لکه لمر، چې ماشوم هم پرې
پوهېدلی شي؛ زه نه پوهېږم چې ستاسې غوندې يو شخص چې د نبوغ او عبقريت
دعوا هم لرئ، ځانته جامع الکمالات هم وايئ؛ بيا مو هم په دغو آيتونو سر نه
خلاصيږي.

دويم اړخ: د علم الهندسة الوراثية عالمان د داورين نظريه ردوي، او وايي :
زمونږ علمي تجارب او اکتشافات دا وايي چې : د نړۍ هر يو ژوی کامل دنيا ته راغلی دی، او په هغو مراحلو نه دی تېر شوی؛ په کومو يې چې مستمر نسلونه تيريږي.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]او بيا د ده له پوښتۍ د حواء ﷹ مجسمه جوړه شوې!! په ټول قرآن كي داسي لفظ راوښيئ چي اشارتاً دا مطلب ترې معلومېږي!! د حديث په ټولو كتابونو كي داسي صحيح الاسناد حديث راوښيئ چي دا مطلب ترې راوځي، [/quote:e23cadda5c]

دا چې د حواء مجسمه څنګه جوړه شوې، او څنګه پيدا شوې، بېله خبره ده، خو
په قرآن ثابته ده، چې الله جل جلاله حواء بي بي د آدم عليه السلام څخه پيدا کړېده،
دليل يې دا دی:
الله جل جلاله فرمايي: هو الذي خلقکم من نفس واحدة وخلق منها زوجها.
ژباړه: دغه (الله تعالی) هغه ذات چې پيدا کړي يئ تاسې له نفس يو (آدم) څخه، او
پيدا کړې يې ده له دغه نفس څخه جوړه د هغه (چې حواء ده).
او اوسنۍ علم هم دا په اثبات رسوي؛ چې زوی يا لور د سړي له نطفي پيدا کيږي، او
ښځه د هغې نطفې لپاره د يوه لوښي شکل لري.
دا چې ځينې علماء وايي، چې حواء د آدم عليه السلام له پوښتۍ پيدا ده، نو دليل
يې دبخاري دا صحيح حديث دی:
3331- حَدَّثَنَا أَبُو كُرَيْبٍ ، وَمُوسَى بْنُ حِزَامٍ ، قَالاَ : حَدَّثَنَا حُسَيْنُ بْنُ عَلِيٍّ عَنْ زَائِدَةَ عَنْ مَيْسَرَةَ الأَشْجَعِيِّ ، عَنْ أَبِي حَازِمٍ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : اسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ فَإِنَّ الْمَرْأَةَ خُلِقَتْ مِنْ ضِلَعٍ وَإِنَّ أَعْوَجَ شَيْءٍ فِي الضِّلَعِ أَعْلاَهُ فَإِنْ ذَهَبْتَ تُقِيمُهُ كَسَرْتَهُ وَإِنْ تَرَكْتَهُ لَمْ يَزَلْ أَعْوَجَ فَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاء.
ژباړه: ښځه له پښتۍ پيدا شوې.
که چېرې دغه صحي حديث او آيت سره جمع کړې؛ نو هيڅ تضاد يې منځ کې نشته،
او بالضرورة ترې دا استنتاج کېدلی شي، چې حواء د آدم عليه السلام له پښتۍ
پيدا شوې، کوم تفسير چې ډېرو زياتو مفسرينو کړی دی.

د مثال په ډول:
تفسير مقاتل بن سليمان - (1 / 428) لأعراف : ( 189 ) هو الذي خلقكم . . . . .
قوله : ( هو الذي خلقكم من نفس واحدة ( ، يعني من نفس آدم ، عليه السلام ،
وحده ، ) وجعل منها زوجها ليسكن إليها ( ، يعني خلق من ضلع آدم زوجه حواء
تفسير الطبري 310 (دار هجر) - (20 / 474)
وَقَوْلُهُ : {جَعَلَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا} يَقُولُ تَعَالَى ذِكْرُهُ : زَوَّجَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَإِنَّمَا قَالَ جَلَّ ثَنَاؤُهُ : {مِنْ أَنْفُسِكُمْ} لأَنَّهُ خَلَقَ حَوَّاءَ مِنْ ضِلَعِ آدَمَ
او داسې نورو په سلګونو معتمدو مفسرينو دغه تفسير کړی دی، او له پورته
ياد شوي حديث پرته يې نور روايتونه هم راوړي دي.
نو له دې واضحو صحيحو او صريحو قرآني او حديثي دلائلو وروسته نور څه نه لرو، پرته له دې چې ووايو: : آمنا وسلمنا. الله جل جلاله په هر څه قادر دی.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]په ټول عالم كي داسي يو ژوى راوښيئ چي الله تعالى په دې توگه پيدا كړى وي!![/quote:e23cadda5c]

ستاسې د دې خبرې ځواب پورته وشو، خو دلته زه تاسې ته يو چيلنج او تحدي
درکوم چې ما ته او لوستونکو ته په علمي ډول ثابته کړه چې يو ژوی په خپل لمړني
خلقت کې (أول مرة) کامل دنيا ته نه وي راغلی، بلکه د نمو په مختلفو مراحلو تېر شوی وي؟

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]ساپي صاحب! ستا يا ستا د ملگري هغه ليك مي په يا دئ چي ليكلي دي وو: په والله زما سر خو په دې خلاص نشو چي تا د آدم عليه السلام د خلقت په اړه څه ليكلي!! نه پوهېږم چي له څو كلونو وروسته دي څنگه سر خلاص شو!! حقيقت دا دئ چي په دې اړه ستا سر لا تر اوسه نه دئ خلاص شوى، په دې اړه پوهېدا هم شفاف ذهن ته ضرورت لري، هم عقل ته او هم په قرآن او حديث پوهي ته، او تر ټولو زيات دې ته چي څوك پر الله تعالى كلك ايمان ولري او الهي كلام د حق او باطل لپاره وروستى معيار وگڼي، او هغه وينا هيڅكله ونه مني چي د قرآن خلاف وي.[/quote:e23cadda5c]

محترم انجنر حقپال صاحب: ستاسې سره مې دا لومړنۍ محاوره ده چې رامنځته
کيږي، نه مې له دې مخکې له تا سره کوم نقاش شوی دی، او نه پوهېږم چې تاسې
دکوم ملګري خبره کوئ.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]د الفيل د سورې په اړه بايد ووايو: كه ته سره له دې ټولو دلائلو چي د الفيل د سورې په تفسير كي ستا مخي ته اېښودل شوي، عقلي، نقلي، او تاريخي دلائل، او سره له هغو مضبوطو ځوابونو چي اړوند پوښتنو ته ويل شوي او په شهادت او تنوير كي هم نشر شوي، نه يې قانع شوى!!! نو موږ له دې پرته بل څه نشو كولى چي دعاء وكړو الله تعالى دي ستا سترگي پرانېږي او په حقائقو د پوهېدا او باور كولو توفيق دي دركړي، بل څه به مو په هغه صورت كي كولى شو چي تا كومه پوښتنه يا اعتراض كړى وى او د ځواب غوښتنه دي كړې وى.[/quote:e23cadda5c]

محترم انجنر حقپال صاحب:
اصلا تاسې په عملي ډول د الاهي اعجازونوڅخه انکار کوئ، الله جل جلاله په صراحت سره وايي:
طيرا أبابيل: مرغان ډلې ډلې.
او ته وايې چې: د مکې ځوانان.
آخر دې بېکاره تأويل ته اړتيا څه ده؟؟ په دې کې ستا سلف څوک دي؟؟؟!!!
دا خو کومه متجدده مسئله نه ده، چې وخت په وخت د هر عصر مطابق په مختلف
ډول تفسير شي. (بناء علی قاعدة : الاسلام صالح لکل زمان ومکان).
نبي کريم صلی الله عليه وسلم ولې صحابه کرامو ته دغسې تفسير نه وړاندې کاوه،
صحابه کرامو ولې خپلو شاګردانو تابعينو ته دغسې تفسير نه وړاندې کاوه،
همدارنګه تابعينو أتباع التابعينو ته، او اتباع التابعينو تبع الأتباعو ته.
آيا دهغوی ذهنونه د دې جوګه نه وو چې داسې يو تفسير ورته وړاندې کړی شي؟؟؟؟
ابن عباس ترجمان القرآن څخه په مختلفو صحيح روايتونو کې راغلي دي، چې هغو
کې يې آن د مرغانو توصيف هم کړی دی:
طير لها خراطيم كخراطيم الطير وأكف كأكف الكلاب .
حتی په يوه صحيح حديث کې راځي، چې د بحر يا درياب له خوا دغه مرغان
لکه ورېځ داسې را روان وو؛ تر څو چې د دوی له پاسه لکه سيوري داسې ودرېدل،
او د کاڼو له ويشتلو سره د فيلانو له فرياد ډکې چيغې او نعرې پيل شوې؟
نو آيا ستا په تفسير د مکې ځوانانو وزرې کړې وې چې په هوا کې لکه ورېځ ښکارېدل، بيا د دوی کاڼې دومره قوي وو، چې فيلانو چيغې پيل وکړې؛ او که
اوس وايې چې: نه، د فيلانو نه د حبشې لوی جسامته خلک مراد دي.

المستدرك على الصحيحين للحاكم مع تعليقات الذهبي في التلخيص - (2 / 583)
3974 - أخبرنا أبو زكريا العنبري ثنا محمد بن عبد السلام ثنا إسحاق بن إبراهيم أنبأ جرير عن قابوس بن أبي ظبيان عن أبيه عن ابن عباس رضي الله عنهما قال : أقبل أصحاب الفيل حتى إذا دنوا من مكة استقبلهم عبد المطلب فقال لملكهم ما جاء بك إلينا يا ربنا ألا بعثت فنأتيك بكل شيء أردت ؟ فقال أخبرت بهذا البيت الذي لا يدخله أحد إلا آمن فجئت أخيف أهله فقال : إنا نأتيك بكل شيء تريد فأرجع فأبى إلا أن يدخله و انطلق يسير نحوه و تخلف عبد المطلب فقام على جبل فقال : لا أشهد مهلك هذا البيت و أهله ثم قال :
( اللهم إن لكل إله حلالا فامنع حلالك )
( لا يغلبن محالهم أبدا محالك )
( اللهم فإن فعلت فأمر ما بدا لك )
فأقبلت مثل السحابة من نحو البحر حتى أظلتهم طير أبابيل التي قال الله عز و جل { ترميهم بحجارة من سجيل } قال : فجعل الفيل يعج عجا { فجعلهم كعصف مأكول }
هذا حديث صحيح الإسناد و لم يخرجاه
تعليق الذهبي في التلخيص : صحيح
او داهم بل روايت دی، چې په صحيح سند له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت
دی، او د مصطلح الحديث د قواعدو مطابق د رفع حکم لري:
مصنف ابن أبي شيبة - (14 / 283)
حدثنا وكيع ، عن ابن عون ، عن ابن سيرين ، عن ابن عباس ؛ {طيرا أبابيل} قال : كان لها خراطيم كخراطيم الطير ، وأكف كأكف الكلاب.

محترم انجنر حقپال صاحب ليکي:
[quote:e23cadda5c]آيا ته په دې قانع كېږي چي زه درته ووايم: د الفيل د تفسير په اړه د ورور حكمتيار استاد علامه فراهي د هند ډېر مشهور مفسر، محدث او محقق دئ، دومره لوى شخصيت چي سيدابوالاعلى مودودي د ده نوم په ډېر درناوي او احترام سره يادوي، او د هند ټول علماء هغه ته د علامه په سترگه گوري، سره له دې چي مرحوم مودودي د الفيل د سورې په اړه د هغه له رأيي سره موافق نه دئ، خو اعتراض ئې وارد نه دئ او ما ته ئې منل ډېر گران برېښي. آيا اوس چي د يوه آيت په اړه د ده استاد درته معلوم شو؛ ستا شيطان به تا دې ته پرېږدي چي له بې محتوى اعتراضونو لاس واخلې او بيا ونه وايي: شيخ او استاد ئې څوك دئ؟!![/quote:e23cadda5c]

محترم او ښاغلی حقپال صاحب:
تاسو ملامت نه ياست، تاسې د أبو الأعلی مودوي په پل پل ايښی دی، د هغه په تفسير کې هم
ځینې داسې چټيات ليدل کيږي، سبب د دواړو يو دی ، په پښتو کې متل دی چې وايي: د بيزو له ترکاڼۍ سره څه کار.؟؟!!
د عصري علومو کاليجي د قرآن له تفسيرو او ترجمې کولو سره څه کار؟؟!!!
هو، استثناء شته، قرآن کريم په هيچا حکر نه دی، يو سياست دان چې په عربي ژبه پوهيږي، کولی
شي چې خپل تخصص پورې تړلو مسائلو کې له قرآن څخه الهام واخلي، يا قائد چې په عربي ژبه پوهيږي کولی شي چې قيادت پورې تړلو امورو کې له قرآني روښنايۍ
استفاده وکړي، يو ساينس دان چې په عربي ژبه پوهيږي ، کولی شي د خپلو ساينسي
معادلو په باب له قرآني مرغلرو ګټه پورته کړي.
وهکذا دواليک. وهکذا هلم جرا.

نور مو په لوی الله سپارم.

په درنښت: وهاج افغان.


رښتینی
31.03.2011

محترم وهاج صاحب ډیره مننه الله دی اجر درکړی او خدای دی وکړی
ښاغلی حقفال دخپل تخلص مصداق وګرځی .

ستاسو لیکنه می خدای شته پوره ونه کتله ځکه ډیره اوږده ده
دتلقی په باره کی دومره وایم چی متاسفانه دوی د مسلمانانو له
دی مهم کار نه ناخبره دی چی دعلم د ترلاسه کولو له پاره تلقی او
له استادانو زده کړه څومره مهمه ده

ویل کیږی ابن جزم رحمه الله هم دخپلی پوهی زاته برخه د کتاب کتنی له لاری
ترلاسه کړی وه نو ځکه یی ایروتنی هم زیاتی دی داراز مرحوم مودودی صاحب
هم دینی علوم د مطالعی له لاری ترلاسه کړی و نو ځکه یی له صواب خطاوی
ډیر دی او نن موږ له خپل حقفال صاحب سره هم په دی ستونزه اخته یو


و.افغان
31.03.2011

محترم او دروند حامد صاحب:
د ليکنې وروستۍ برخه وګوره، په کوم کې چې په هغه باندې د أصحاب الفيل او خلق آدم
د قصې په اړه علمي قرآني او حديثي رد شوی دی.

په درنښت


عادل عادل
31.03.2011

السلام علیکم

درنو د بحث ګډونوالو او محترم ډاکټر احمدزی صاحب

زما په نظر به هیڅ مسلمان هم په نننیو شرایطو کې د بل داسې مسلمان سره چې د جهاد غږ یې پورته کړی، کله هم د مخالفت زړه ښه نکړي، ځکه چې نه خو د وخت تقاضا دا ایجابوي او نه مو دا ویشلی او پاشلی حالت د وحدت او یوالي لور ته سوق کولای شي.

تر کومه چې د مجاهد ورور ښاغلي حکمتیار صاحب سره په اختلاف پورې اړه پیدا کوي، نو پر دوی باندې د نیوکو او مخالفتونو لومړی درجه محرک همدوی عالیجناب په خپله دي.

حکمتیار صاحب په اړه چې زه شخصا کله هم د نیوکې، مخالفت او انتقاد تکل کوم نو له نیوکې مخکې او وروسته دواړو حالاتو کې د ګستاخی احساس کوم، د خدای ج په وړاندې د وېرې احساس راته زړه کې لویژي، خو چې کله د حکمتیار صاحب د لطف نه ډکې لیکنې (بربنډې ګستاخی) ولولم چې خپل مخالفین د مثال په توګه د [color=red:bd70bf7d17]مرجفینو[/color:bd70bf7d17] په صفت سره یادوي، نو بیا راته دده د مالي ملاتړی قذافی هغه وینا را په یاد شي چې دده په قول خپل ولس دده سره د نه محبت په صورت کې د مرګ سزاوار ګڼي، او غواړي خپل ټول ولس ووژني او پر ځای یې له افریقې او بنګال څخه نوی ولس را وارد کړي !!

زما په نظر خو هیڅ مسلمان هم کیدای شي چې دومره تنګ نظر ی نه وي چې د ښاغلي حکمتیار صاحب سره دې دده د علم او عقیدې په اړه مخالفت وکړي، حتی چې افغان ولس د رباني، سیاف، مجددي د علمي درجې او عقیدې سره هم هیڅ ډول ستونزه نلري، تر کومه چې په عام ولس پورې اړه پیدا کوي، هغه د نوموړو ښاغلو اعمال دي چې په تېرو دریو لسیزو کې یې د ولس په وړاندې سرته رسولي دي او له هیچ چا هم پټ او پنهان نه دي.

زما پورتنی يادونه کله هم ددې معنی نلري چې ښاغلی حکمتیار صاحب د منافق سیاف، ګمراه رباني او ګپ-روه ثبغت الله مجددي سره مقایسه کړم، بلکه هدف مې دا دی چې واضح کړم چې ولې د رباني او سیاف پر ځای ښاغلی حکمتیار صاحب د نیوکو او انتقاد لاندې راځي، ځواب یې واضح دی، هغه دا چې تر اوسه هم ولس حکمتیار صاحب د یوه مسلمان او مجاهد فرد په صفت سره تسلیموي، خو د هغو نورو په اړه یې د تل لپاره د نېکې تمې غاښ ایستلي دي، همدا ټکی حکمتیار صاحب ته بس دی، له دې پورته دعوی دې نه کوي.

پورتنی موقف هم خدای پاک دوی ته د امریکایانو د وحشي یرغل په برکت سره ورپه برخه کړ، کنه د حزب اسلامي پالیسي همغه د کورنیو جګړو د قدرت طلبی پالیسي ده چې په تېر او حال کې یې د یرغلګرو په تیري سره د "جهاد" غلاف په ځان کړی وو، په دومره توپیر چې د روسانو د یرغل په مهال زما په ګډون سم نیمایي ولس پرې خطا شوی وو، خو اوس یې اصلي بڼه ټول ولس ته ښکاره او واضح ده.

که مونږ د طالبانو له ظهور نه مخکې دورې ته نظر وکړو، نو د حزب اسلامي سره د پخواني پراخ ولسي ملاتړ کچه په مرکزي ولایاتو کې د هر ولایت پر سر 6 نه تر 8 کسانو پورې راټیټه شوې وه چې دده تر څنګ یې د چهارآسیاب په دارالخلافه کې سنګر نیولی وو، دا 6-8 کسان هم هغه خلک وو چې قومي هویت یې څرګند نه وو، او د ولسي خلکو په منځ کې رټل شوي، منفور، پدرازاره او مادرازاره کسان وو.

دا چې د ولسي ملاتړ د کچې بې مثاله راټیټدل د ښاغلي حکمتیار صاحب د علمي نبوغ د ارتقا سره په عکس کې واقع شول نو دا په ثبوت رسوي چې د دوی سره د ولس مینه او ملاتړ ددوی په عمل پورې تړلې ده نه په پوهه او اجتهاد پورې.

نتیجه هم دا چې د دوی د علمي سطحې او سالم اجتهاد ثابتول، تشهیرول او مطرح کول د ده د شخصیت په اعاده کې لکه څومره چې دوی یې تمه کوي، محال او یو محض خوب دی.

زما او زما په څیر ډیرو افغانانو همدا تقاضا ده چې حکمتیار صاحب، د خدای په خاطر نور حزب اسلامي د وطن او اسلام د عالي ګټو د خوندیتوب په مسیر کې منحل اعلان کړی تر څو حزب اسلامي ته د نیمو منسوبو افرادو په وجه نیم نور د عام ولس له پېغور او نفرت څخه د تل لپاره نجات ومومي.

نور بیا ............


حمید هڅــاند
31.03.2011

د حکمتیا صیب ټوله لیکنه مې ولوسته، او د محتر ورور وهاج افغان ټوله ځوابې لیکنه هم. انجنیرصیب هر راز هڅه کړې چې د وهاج افغان لیکنه لویه او له تهمتونو ډکه وښیې. انجنیر صیب د وهاج افغان خورا ښې او مانالرونکې مقدمې ته هسې بې ځایه او لویه بې تړاوه مقدمه وایې مګر په خپله لیکنه کې دښاغلي افغان ورور د لیکنې په ادبې او املایې اړخ باندې ښه زیات ځان ستړی کوي ؛ نو ایا دا کار بې تړاوه نه دی؟. زه نور څه نه لیکم خو دومره غواړم ښاغلي حقپال صیب ته ووایم چې انجنیر صیب هیڅکله له حضرت محمد(ص) سره مه پرتله کوئ او مه د انجنیر صیب پوهه د مبارکو اصحابو له هغې سره. په ډریورۍ کې د تجربې حاصلول بې له استاده سمه خبره ده، پروا هم نه لرې که یو څو ټکره هم پکې وکړای شې خو د قران پاک له تورو سره لوبیدل بې له شاګردۍ کولو نه دومره ساده کار نه دی او مه یې د موټر له استادۍ سره تشبه کوئ.
الله پاک دې تاسو ته په د صلیبیانو پر وړاندي بریالیتوبونه او په بدل کې یې جنتونه در په برخه کړې؛ خو ځان په داسې علماؤ چې ان پیژنئ یې نه لوړ ګڼل به څنګه کار وي؟، په خپلې پوهې دومره ویاړ چې د مستندځواب پرځای خلکو ته ووایاست چې زما تر کتابونو لاندې به تاسو پل هم وانه خيستل شئ؛ د لویانو د پوهې نښه نه شي کېدای. د زرګونو خلکو او علماؤ امامت کول دې ستاسو د ثواب لامل شې، خو دځان د برترۍ لپاره یې سند مه راوړئ او نه هم ایمن ازواهري او ډله یې د مسمانانو نماینده ګان دې چې تاسو یې مثال زموږ پر وړاندي کېږدئ.
د وهاج افغان ورور لیکنې رغنده نیوکې درلودې؛ دځواب پرځای په خلکو باندې داډول تور تړل چې ګواکې د تکفیري ډلو پر پل یې پل ایښې دی هم د علماؤ کار نه شې کېدای.
ستاسو د جهاد په نظر کې نیولو سره زه ځان ته حق او جرات هم نشم ورکولی چې داسې څه ولیکم؛ خو د خلکو په سترګو کې خاورې شیندلو باندې سترګې پټولو باندې هم باور نه لرم.

په درنښت


و.افغان
01.04.2011

محترمو وروڼو!
دا بحث د ښاغلي حکمتيار صاحب د افکارو او نظرياتو د تحليل او څېړنې په اړه دی، د
هغه د سياسي ژوندانه د تفصيلاتو په اړه ډېر بحثونه شوي دي، او لا هم روان دي،
تاسې هم کولی شئ، چې د نويو سرليکونو لاندې پرې بحث وکړئ، خو دلته، نه.
زه مجبور يم، چې له موضوع وتلې وروستۍ ليکنې ړنګې کړم.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more