د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د (د / لۀ -- نه / څخه -- پۀ / پر) توپير

پښتون ځلمی
08.11.2004

سلامونه او نېکې هيلې
موږ چې کور کې خبرې کوو، يواځې [color=red:b8a9c1d955](د او نه)[/color:b8a9c1d955] کاروو خو [color=red:b8a9c1d955](لۀ او څخه)[/color:b8a9c1d955] هېڅ هم نۀ کاروو. هم دغه راز [color=red:b8a9c1d955](پۀ)[/color:b8a9c1d955] وايو خو [color=red:b8a9c1d955](پر)[/color:b8a9c1d955] پېژنو هم نۀ. زۀ يې پۀ توپير لږ لږ پوهېږم خو د ليکلو پر مهال کله کله بند پاتې شم او کۀ را څخه څوک پوښتنه وکړي، ګرامري ځواب ورته نۀ لرم.

مهرباني وکړۍ د پښتو ګرامري اصولو پۀ رڼا کې ځواب راکړئ.


نقاد
15.11.2004

ګرانه پښتون ځلميه سلامونه مې ومنه !
ستا پوښتنې په هره برخه کې راته سوچه بريښي، نو ځکه راته جالبې هم وي. ، د پورتنيو پوښتنو ځواب ښايې د ګرامر له مخې سم درکړم، خو د ګرامر ټاکلي اصول به يو هم په کې نه وي په ګوته شوی :
د.. او له.. دوه بيلابيلې دنې لري؛ د د اضافت له پاره کارول کيږي لکه د کتاب نوم، د قلم رنګ ، د افغانستان خلک او دسې نورو کې د (د) توری. خو ننګرهاريان اوتاسو يې د ( له ) د تو ري پر ځای هم (د) کاروئ ، چې سيمه ييز استعمال يې بللی شو، خو معياري نه دی او د ننګرهار سواد لرونکې ترې په ليکنه کې ډډه کوي .
البته (= هو) له د (نه) يا (څخه) د ووتاړو سره د مختاړي په توګه کاريږي. لکه
له کور نه بهر ته ﻻړم ، له کور څخه بهرته ﻻړم. يا :کله له خپل نه پردی او له پردي نه اپريدی ښه وي ، يا : له زړه څخه مې نه وځې، خو له سترګو څخه مې پناه يې او داسې نور .
نه = څخه دی او دواړه منل شوي معياري دي توري دي، خو يوه کندهارۍ او بله ننګرهارۍ لهجه ده . پ ننګرهار کې (ځنې )هم په دغه مفهوم او معنی استعماليږي
لک له کورځنې بهر ته ﻻړم . خو ځينې چې په منځ کې هم (ي) لري د بعضې معنی ورکوي او د (ځې) سره بايد بدل نشي.
همدغسې په او پر ټ مټ يو شي دي، خو پر کندهارۍ سيمهييز توری او په ننګهاری سمه ييز شکل دي، خو دواړه منل شوي معياري حيثيت لري. کيدای شي د (پ) ستعمال له (پر) ځنې ګڼ اوسي . والسلام نوربيا


دافغانستان ژبى
15.11.2004

درنو لوستونکو ته خپل سلامونه وړاندې کوم!
ددې موضوع په هکله دافغانستان د ژبو په وېب سايت کې هم د يوې مقالې په ترڅ کې يوڅه ليکل شوي دي. د مقالى عنوان دى "دکره پښتو ليکنې ځېنې لارې (لمړۍ برخه)". گران لوستونکي ددې مقالې لوستو ته را بولم.

دافغانستان د ژبو وېب سايت
www.afghan-languages.org


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more