د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د په او پر ترمنځ توپير؟

Sangar Watan
20.06.2010

د په او پر ترمنځ توپير؟

درنو ادب پوهانو سلامونه،

د(يا دې) په دې ځای کې،پر دې  ځی (ځي کې)،کوم(کم) يو صحيح،درس يا پښتو ووايو ( سم) دی !

چه (چې) پوهېږې نو وليکه، سم ځواب؟

نشم کولی،کولی نشم ؟

موسيقي،موسقۍ،موسيقئ ?


Re: د په او پر ترمنځ توپير؟


22.06.2010

د په او پر ترمنځ توپير؟
پر = په + باندې مثلاً کتاب پر ميزباندې پروت دی = کتاب پر ميز پروت دی !
ځای او ځی دوه بيلې لهجې دي، ويل ددواړو سم دی او په ليکلو کې بايد په يوه توافق وشي او يو بې ځايه توافق په ځای شوی دی ، نو ځای بايد د نوموړي توافق تر ملغاکيدو پورې و ليکو.
په کوم اوکم کې کوم سم دی !
په چې او چه کې هم چې سم دی، حکمت يار صيب وايي: [color=red:55e8a9594a] چې [/color:55e8a9594a]د [color=blue:55e8a9594a]چه يې[/color:55e8a9594a] پر ځای ليکل کيږي، خو دا د نوموړي تشه سرزوري ده او بس !
نشم کولی سم ، خو کولی نشم هم مجاز دی .
موسيقي سمه او موسقۍ يا موسيقئ يې منحرفې بڼې دي !
ښونځی او پوهنځی سم او ښونځۍ او پوهنځۍ ناسم دي
دننه سم او په کشې کې ناسم دی
ډوډۍ وخوړه سم او ډوډۍ وخوړل ناسم دي، کرزي صيب هلته يو چرګ وخوړ سم دی او کرزي صيب هلته يو چرګ وخوړل ناسم دی !
احمد هلته حاضر وۀ سم تلفظ دی او احمد هلته حاضر وه ناسم تلفظ دی !


Sangar Watan
24.06.2010

پتوال صيب،ډېره مننه،لوئ خدای دې اجرونه درکړي٠


عادل عادل
06.07.2010

سلامونه

پتوال صیب د (ته) او (تر) په اړه که رڼا واچوئ

احمد کابل ته تللئ دئ (مقصد)
احمد تر کابله تللئ دئ (مقصد او حد)

ایا د (په) او (پر) په منځ کې به په ورته انداز کې فرق نه وي؟

کتاب په مځکه پروت دئ (ځای)
کتاب پر میز پروت دئ (ځای او مقام)

ډاډه نه یم چې زما سوالونه به څومره سم وي؟؟


larghonay laraway
07.07.2010

السلام عليکم!
پتوال صيب کور دې ودان چې په زړه پورې معلومات دې ورکړي دي د (ځی او ځای) په اړه مو ډېره ګل خبره کړې ده. ځکه په ګرامر کې اصل په لنډون کې دی نو (ځی) تر ځای لنډ دی.
عادل صيب مخکې له دې چې په (ته) او (تر) خبرې وشي ستاسو په ليکنه کې د (دئ) ستونزه هم ده چې په اصل کې (دی) ليکل يې سمه بڼه ده.

که د ملايانو په لهجه يې وليکم نو (تر) د انتها د غايې لپاره راځي لکه: احمد تر کابله تللی دی.
هيله ده پتوال صيب پرې ښه رڼا واچوي.


عادل عادل
07.07.2010

سلامونه

مننه لاروی صیب، ددې نه وروسته به یې مراعاتوم



21.07.2010

سلامونه

[quote:812db22b14]پتوال صیب د (ته) او (تر) په اړه که رڼا واچوئ

احمد کابل ته تللئ دئ (مقصد)
احمد تر کابله تللئ دئ (مقصد او حد)[/quote:812db22b14]
تر رښتيا هم لکه لرغونی چې وايي تګ يو هدف ته محدودوي او د (پورې) ضمير په کې مدغم دی لکه
احمد تر کابله پورې تللی دی .
که څوک ووايي احمد کابل ته لاړ ، نو موخه يې د هدف څرګندول دي که سړی رسيدلی وي او که نه، خو احمد تر کابله تللی دی يو فکت بيانوي چې احمد ګواکې تر کابله پورې تللی او رسيدلی دی .
همدارنګه د واټن په بيانولو کې تر راځي او ته نه کاريږي لکه له جلال کوټ څخه تر کاله پورې واټن څو کيلومتره دی ؟
نو تر يوۀ ځايه پورې هدف د هغه ځای د نږدې څنډو پورې وي، لکه له جلال کوټ څخه د کابل ښاره پورې څخه مقصد د کابل د ختيزې څنډې ( شاه محمود خان تر پله) پورې دی، خو کابل ته تګ د ښار مرکز او هره برخه رانغاړي .

[quote:812db22b14]ایا د (په) او (پر) په منځ کې به په ورته انداز کې فرق نه وي؟
کتاب په مځکه پروت دئ (ځای)
کتاب پر میز پروت دئ (ځای او مقام)[/quote:812db22b14]
نه، پر د هماغه (په + باندې) پر ځای راځي :
خو باندې د هغه څه له پاره کاريږي چې مقايسوي وي يعنې لاندې ترې هم جود ولري : ميز لاندې او باندې دواړه لري نو ځکه [color=blue:812db22b14]پر[/color:812db22b14] ورته کارولی شو ، ولې ځمکه لاندې نه لري نو باندې او د باندې په ځای پر هم ورته نه کاريږي ! دلته ستاسې مثال سم او
کتاب [color=blue:812db22b14]په[/color:812db22b14] ځمکه پروت دی ويلی شو نه کتاب [color=red:812db22b14]پر[/color:812db22b14] ځمکه پروت دی .
ماته خو مو سوالونه ټول سم بريښي ، خو نشم ويلی چې زما ځوابونه به سم او بيا بشپړ هم وي ، ولې تور توتان او له تا قربان حتما ً دي !


پښتون یار
26.07.2010

سلامونه مې ومني
ګرانو ورڼو د (ۍ) په هکله یو څه معلومات که راکړي نو ډیره مهرباني به مو وي
دونه پوهیږم چې د ښځینه مفرد لپاره استعمالیږي ولې ښځینه مفرد لفظونه له سه نه معلومیږي؟

ګرانو ورڼو که د غه پورتنی عبارت کې کومه غلطي وي نو راته په ګوته که ئې کړي نو منندوي به مو یم

ستاسو کشر ورور فخرالدین


پتوال
21.01.2011

داچې زما مخکينۍ ليکنې هر ځای ړنګې شوي نو پوه نه يم چې دمخه مې د په او پر په اړه څومره اوڅنګه ليکنه کړې ده،
خو د ته او تر په اړه همدومره ويلی شم چې :
له تر سره پورې هم په مضمر ډول تړلی دی ، لکه احمد تر کابله رسيدلی يا ترکابل پورې تللی دی . دلته ليدل کيږي چې له( پورې) پرته بيا
د کابل په ځای کابله راځي (تر کابله ) . په (تر) کې ښايي کابل هدف هم نه وي ، خو اوسنی حالت بيانوي ، ولې (ته ) وروستی هدف
په ګوته کوي چې احمد کابل ته لاړ يا کابل ته ورسېد نو يا د هدف په لوري وخوځېد يا هدف ته ورسيد ، يعنې وړاندې بل چيرې تلل يې موخه نه ده .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more