د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

معلوم ولي مالوم تلفظ کوو؟

شبيراحمد
06.10.2010

ګرانوپښتوپوهانوته په اسلامي اوپښتنه مينه سلامونه اوښې چاري

ليدلي به مووي چې ځيني ليکوالان په ځانګړي ډول په ټول افغان فورم کي زياتره
انډيوالان دعربي معلوم ( مالوم) تلفظ کوي
دغه رازديعني لفظ ( ياني ) ليکي
اوداسي نورهم درواخلئ
تاسوپه دې کي څه واياست ايادکارسم دى؟؟؟
که په خپله عربي وليکل شي څه تاوان به موکړى وي اوکه يې داسي
په پښتووليکوکومه ديادوني وړاوپه زړه پوري لاسته راوړنه به وي؟؟؟


رښتینی
09.10.2010

یاره شبیره وروره زه خپله هم کله کله دا کار کوم خو پټه دی نه وی
چی ځینی نور عربی توری هم شته چی مفغن یاپښتو شوی دی او
اوس یی عربی توری بیخی څوک نه کاروی لکه وخت چی اصل
یی (وقت) ده یا لکه جومات درواخله چی اصل یی (جماعت)
ده

زما په اند دا کوم بد کار نده ځکه هره ژبه له پردیو ژبو سره داسی
چلند کوی او دا خبره دلمر په څیر روښانه ده که تاسو دبیلګی په
توګه عربی ته ځیرشئ نو هغه دپردیو ژبو توری دومره بدل کړی
چی سړۍ یی بیخی پیژندلی هم نشی په هرصورت هره ژبه د خپلی
لهجی مراعت کوی نو پردیو توروته دخپلی لهجی پرتوګ ورکول
په هرچا کی شته یو موږ نه یو

په مینه


مومن مهاجر
09.10.2010

ګرانووروڼواحترامات مي ومنئ!
داخوڅرګنده ده چي په هره ژبه کي دبلې ژبې توري بدلېږي اویاڅه ناڅه تغیرپکي راځي اوداکاردخپلې ژبې له الفاظوسره هم کېږي . خواوس پوښتنه داده چي ایاهر سړی داکارکولاشي که دژبدوداویالیکدودله مخي یوه داسي قاعده شته چي دهغې په رڼاکي بایدپه یوه لفظ کي هغه که خپل وي اوکه پردی تغیریابدلون راوستل شي؟


حذيفه
19.11.2010

مؤمن مهاجرصاحب!سلامونه!
زماپه اندهرکس اوناکس ددي وړتيانلري داکاربايددليکدوددکومې قاعدې له مخې وسي اوکه هرڅوک په دي کي لاس ونه پيل کړي نودابه له ځانه سره لوی زيانونه هم ولري .


larghonay laraway
01.12.2010

سلامونه!
لکه څنګه چې حامد صيب روښانه کړې چې د عربي ژبې يو شمېر ويونه په پښتو کې مفغن شوې دي او دا کار نوی نه دی.
دا بېخي سمه ده خو زما په نظر ډېره ملا هم بايد ورته ونه تړل شي چې ژله له مفغناتو جوړه کړو. ځکه چې پښتانه اکثره عربي توري او کليمې سمې نه شي تلفظ کولی نو په کار نه ده چې کوم څه سم نه شو تلفظ کولی، بيا يې ناسم وليکو او دود يې کړو.
همدا راز يو شمېر پښتانه حتی ځينې پښتو توري او کليمې هم سمې نه شي تلفظ کولی نو که د عربي غوندې چلند عام شي نو د پښتو د يو شمېر ويونو سره به څه کوو!
بېلګه يې ښوونځی دی: چې څوک يې (شوونځۍ) او څوک خوونزی تلفظ کوي. نو قاعده بايد عامه وي او هغه دا چې بلفظ کې دې کوښښ وکړي خو املا دې نه بدلوي!
مننه
ستاسو لرغونی لاروی



18.12.2010

هغه څوک چې کم و زيات په عربي پوهيږي او يا په شونځي کې په عربي ګرامر(ګردانونو) ښه پوه شوی وي، ورته سخته (سخطه)
نه تماميږي چې په ليکلو کې يې عربي بڼه سمه وليکي، که په لوستلو کې يې تل مراعات هم نکړي، ولې څوک چې د علم، عالم ، معلم او معلوم
په ګډه ريښه خبر نه وي نو د مفغن تلفظ څخه يې سم عربي ليک ته اړول هم بيا پاملرنه ځان ته چندان نه جلبوي .
تر څو چې د عربي زدکړې ته په ښونځيو کې يو مِِضمون ځانګړی نشي دغه تش ګنګ او ميخانيک ګردانونه زده کول هم عربي ته څه ګټه نه لري .
تر هغه وخته به مفغنې لهجې مخ په ډېرې دو وي او څوک به يې مخه هم نشي ډب کولی . خو د لرغوني په وينا هڅه ښه ده چې
عربي ټکي په عربي وليکل شي .
داچې پښتو هم کله ناکله له عربو سره په محاوره کې معربه کيږي يو مثال يې همغه د يو پښتون دوکاندار خبره ده چې يو عرب ورسره د دوه توکو د قيمت په اړه
اوږده لانجه وکړه ، آخر ورته د پښتون زړه نور تنګ شو او ورته يې د ډېرې ټينګې حلوا په (ح) سره وويل چې يا اخي ، هذا اربعين او هذا خمسين روبّۍ ،
[color=blue:5855dfb22c]که احلې نو وحله که نحلې نوځح ! :lol: :lol: :lol: [/color:5855dfb22c]


پښتو کی د نورو ژبو ویونه

chaparharay
02.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الله دی وک[color=red:4198940755]ر[/color:4198940755]ی چی ټول ددی فورم چلونک[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] او دوستان روغ او جو[color=red:4198940755]ر[/color:4198940755] و[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755]
لږمخک[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] رانه په لیکلو کی ګستاخی شوی وه په بل مضمون ک[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] او تندر صاحب الله تعالی د[color=yellow:4198940755]ی[/color:4198940755] ورته جزای خیر ورکړ[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] راپه ګوته ی[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] کړی نو اوس ډ[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755]ر احتیاط کوم چی بیا تکرار [color=blue:4198940755]و[/color:4198940755]نش[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] او د عرب[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] تورو په هکله وایم که دا کار دپښتو ژب[color=red:4198940755]ی [/color:4198940755]ژبپوهانو ته لږپر[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755]ږدو او ورته نوبت ورکړو چی هغوی پک[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] څه وا[color=blue:4198940755]ی [/color:4198940755] نودا به ښه و[color=yellow:4198940755]ی [/color:4198940755]مونږغوند[color=red:4198940755]ی [/color:4198940755]ډ[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755]ر نور ورونه به هم ورنه مستفید ش[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] ځکه چ[color=yellow:4198940755]ی[/color:4198940755] هغوی استاذان د[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] ښه پر[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] پوهیږ[color=yellow:4198940755]ی[/color:4198940755] نو د ډ[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755]رو لیکنو نه په لږ[color=yellow:4198940755]ی[/color:4198940755] لیکنی[چی ښ[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] لیکن[color=yellow:4198940755]ی[/color:4198940755] و[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] ښ[color=blue:4198940755]ی[/color:4198940755] و[color=red:4198940755]ی[/color:4198940755] دا ځما نظر دی نوره دهر صاحب خپله خوښه
په مینه[color=red:4198940755][/color:4198940755]


حبيب الكوزي
18.01.2011

كرانو ورونو دا خبرة به زه چي وايم په هرة ژبه كي سته دلتة په سعودي كي په خپله عرب اكثر توري دغة سي وايى

مثال قال كال ګال اعطني ((اديني وايى)) مثال راكة توري استعمال وي زة چي وايم دا دونة مشكلة خبره نة دة او ژبه دوة رقمه دة يو چي نيو شتة كيزي او يو چي خبر فة كيزي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more