د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ايا دروغ اندازه لري؟؟

Sangar Watan
18.01.2011

ايا دروغ اندازه لري؟؟

په انتخاباتو کې جعل،په سياست کی دروغ او دګناه نه توبه او دهغې يوځل بيا کول،دډېرو وګړو ورځنی عادت ګرزېدلی دی٠
خو دټول افغان په لومړي مخ کې دې سترررررررررررررر دروغ ته توجه وکړئ:
[quote:7b8855f30b]د عبدالله ولي زی

03.01.2011 23:48

د انګلستان د کمبرېج (Cambridge) د بيوګرافي څېړنيز نړيوال مرکز، چې په نړۍ کې يو نامتو څېړنيز انستيتوت دی، هر کال د زرهاوو ډاکترانو، انجينيرانو او سياستپوهانو د ژوند ليکونو څېړنه تر سره کوي او د هغوی په اړه ټولپوښتنې تر سره کېږي، چې بيا د کال غوره څانګپوه شخصيت ټاکل کېږي، د دغه څېړنو پر بنسټ يو افغان ډاکتر د ۲۰۱۰ ميلادي کال د نړۍ غوره څانګپوه شخصيت نومول شوی دی، چې د دغه پرېکړې پر بنسټ نوموړی ډاکتر د (LEADING HEALTH PROFESSIONALS OF THE WORLD) لقب ویاړ تر لاسه کړی.

دغه ډاکتر سيد نصير احمد نومي، چې د نيدرلند هېواد د اوتريخت ولايت د نيوخين په ښار کې مېشت دی او د نيدرلند د نايمېخن (Nijmegen) ښار د نايمېخن د پوهنتون په روغتيايي اکادميک مرکز کې د جراح په توګه کار کوي، اوسمهال د نایمېخن په روغتون کې، چې د اروپا په کچه يو لوی روغتيايي او څېړنيز مرکز دی، د رګونو جراح او يا واسکولر سرجن (Vascular Surgeon) په توګه کار کوي (انځور ۱).[/quote:7b8855f30b]

محترمو چلوونکو،

دغه ښاغلي چه ځان ئي څانګپوه او جراح معرفي کړی متاسفانه واقعيت نلري!

http://de.wikipedia.org/wiki/International_Biographical_Centre

که تاسو نوموړي سايټ ته مراجعه وکړې چی په دري او جرمنيي ژبو هم ليکل شوی دی،يا په ساده ډول په

google کی
\ The world leding health professional cambridge
وپلټئ،دا به درته جوته شي
چی يو شمير جعلکاران،د يو څو ډالرو په مقابل کې ،هر چاته چه وغواړي د نړۍ په سطحه دطب،انجيرئ او
نور فرمايشي او جعلي تصديقنامې ورکوي،چی نوموړي ته ئي هم ورکړی.

نوموړی شوروي پاس ډاکتر،دکلونو تلاشو روسته،په هالند کې د جراحۍ په څانګه کی د معاون ډاکتر په توګه کار پېداکړی دی.

کوږ بار تر منزله نرسي

مګر پدې ځی کې د دراوغو ګټه څه ده؟؟؟


ایا درواغ اندازه لری

chaparharay
18.01.2011

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
وروره تاسی ښه موضوع ته ځیر شوی یاست ډیر ځله داسی پیښیږی خو د ویب سایټ چلونکی یی بیدون د کومی پلټنی نشر کړی چی دی سره که نور څه هم ونشی خو دومره به وشی چی بیا به خلک دداسی ویبسایټ خبری نه منی او ددرواغو په سترګه به ورته ګوری نو چی داسی کسان هرڅه کوی د ځان خیر به پکی ګوری خو داد ویبسایټ والا صاحب یی چی نشروی نو دا لوی ظلم دی اوعجیبه یی دا ده هر ځل دا کار کیږی نو دعوه کونکی یی دری ژبی وی یو ځل مخکی هم د غزنی ولایت یو اوسیدونکی دا دعوه کړی وه چی الوتکه یی جوړه کړی ډییییییییییییییییییییییر خلک بیچارګان پری غولیدلی وو او خوشحاله وو چی ځمونږ افغان الوتکه جوړه کړی خو چی کله معلومه شوه دا الوتکه ی جوړه کړی نه بلکی د ایران کی یی په پیسو اخستی وه اودی لپاره یی دکابل غلام حکومت نه انعام هم اخستی وو چی نږدی ۲۰۰۰۰۰ افغانئ وی او د الوتنی امر یی هم ورکړی وو خو بیا هچا ورته ددی سزا ورنکړه چی تا دا درواغ ولی ویلی وو او دولت دی هم غولولی وو
بس وروره د ړندو بازار دی هرڅه کوه څوک پری څه پوهیږی او چی څوک پوهیږی هغه ورته څه ویلی نشی
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more