د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ایران اوس په ښکاره زور غږوی او افغانی چارواکو ته داقتصادی تاوانونو اخطار ورکو٠

tandar
15.01.2011

ایران اوس په ښکاره زور غږوی او افغانی چارواکو ته داقتصادی تاوانونو اخطار ورکو ٠
اوس افغانان په خپله خاوره کی هم دحق غوښتلو حق نه لری ،او دایران دسفیر په فرمایش ،حق غوښتونکی باید زندانی شی،دخمینی اوامر باید دلته هم تطبیق شی٠

اېران: د کابل مظاهره چيان دي ونيول سي

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سليمان يوسيفي
نېټه : ٢٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-15

په کابل کي د اېران سفير فداحسين مالکي پر افغان حکومت ږغ کړى چي د ده د هيواد پر ضد مظاهره چيان ونيسي، کنې دوى به له افغانستان سره پر ترانزيټي تړون باندي له سره غور وکړي، چي عواقب به يې د افغانستان په تاوان وي.
مالکي وايي په کابل کي د اېران ضد په وروستيو مظاهرو کي ځيني بهرني هيوادونه لاس لري او خلګ د اېران پر ضد راپاروي.
بلي خوا ته د افغانستان د حکومت يوه وياند محمدرفيع فردوس بي بي سي راډيو ته ويلي چي کابل تهران نه دئ، دلته د قانون له مخي هرڅوک د خپلو حقونو په دفاع کي د سوله ايزو مظاهرو حق لري.
همدا راز د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى وايي اېران ته ښايي چي د افغانستان د اساسي قانون درناوى وکړي او دغه هيواد هيڅ حق نه لري چي د افغانستان له حکومت څخه د خلګو د نيولو غوښتنه وکړي او د افغانانو پر قانوني حقونو باندي پښې کښېږدي.
تېره اونۍ په کابل کي د اېران پر ضد څو پرله پسې مظاهرې وسوې چي له اېراني چارواکو څخه يې افغانستان ته د تيلو د پرېښولو او په دې هيواد کي پر افغان مهاجرو د ظلم او تېريو د مخنيوي غوښتني کولې.
اېران له يوې نيمي مياشتي راهيسي شاوخوا ٢٠٠٠ د تيلو ټانکران پر افغان پوله درولي او په دې پلمه يې افغانستان ته نه پرېږدي چي وايي دغه تيل ناټول ته وړل کېږي.
بلي خوا ته افغان چارواکي او سوداګر وايي ناټو د سوند توکو اکمالات له پاکستان څخه کوي او اېران د نړۍ والو ترانيزټي قوانينو له مخي هيڅ حق نه لري چي پر افغانستان بنديز ولګوي.


Re: ایران اوس په ښکاره زور غږوی او افغانی چارواکو ته داقتصادی تاوانونو اخطار ورکو٠

mehman
15.01.2011

[quote:35a81e7ea4="tandar"]په کابل کي د اېران سفير فداحسين مالکي پر افغان حکومت ږغ کړى چي د ده د هيواد پر ضد مظاهره چيان ونيسي، کنې دوى به له افغانستان سره پر ترانزيټي تړون باندي له سره غور وکړي، چي عواقب به يې د افغانستان په تاوان وي.
[/quote:35a81e7ea4]
با این نوع تهدید وامر بی شرمانه باید درقدم اول فدا حسین مالکی سفیر ایران در کابل به حیث شخص نامطلوب شناخته شده از افغانستان اخراج گردد!


عنوان

tandar
15.01.2011

ډیر عالی او ښکلی نظر دی،او د ایران دسفیر په مقابل کی ښه عکس العمل دی او باید عملی شی٠
مننه٠


پښتون.
16.01.2011

پرون نه یوه لیکنه د ټول افغان په مخ د[color=blue:e20a743e8e]دایران سفیردي دسپکاوې په تور دافغانستان ځخه وشړل شې[/color:e20a743e8e]
تر عنوان لاندی چی لیکوال دایران او دایران د سفیر ګستاخی د افغانستان د خلکو په وړاندی لیکنه کړی او لیکلی
ددغو مظاهرو په باب په افغانستان کی دایران سفر دټولو دیبلوماتیکو قوانینو په خلاف دیوی ایرانی راډیو سره په خبرو کی دافغانستان له حکومت ځخه غوښتنه کړې ده چی هغه کسان ونیسی کوم چی دایران دسفارت مخته یی دایران دورستیو پالیسیو پرضد په مظاهرو کی ګډون کړي دې.
دایران سفیر مالکی دا مظاهری مغرضانه ګام بللی او ګواښ يې کړی که دده په وينا ددغه مشکوک خوځښت تر شا ولاړ خلک يا عاملين و نه نيول شي، نو ايران به د سون توکو پر ټرانزيټ او له افغانستان سره په يو شمېرو نورو مسايلو له سره غور وکړي.
خونن سهار برعکس د لیکوال د غوښتنی می پدی خبر په بله ویبپاڼه کی سترګی ولږیدی
[color=blue:e20a743e8e]ایران په تهران کې د افغانستان سفیر احضار کړ[/color:e20a743e8e]
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفیرنن په دې خاطر احضار کړ چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ایران د سفارت مخته په سلګونو مظاهره چیان راټول شول او د دغه سفارت لور ته یې هګۍ وغورځولې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو عمومي ادارې وویل چې د افغانستان احضار شوي سفیر ته د ایران د اسلامي جمهوریت اعتراض لیک وسپارل شو او ورته وویل شول چې ایران په کابل کې پر خپل سفارت د تعرض په وړاندې شدید اعتراض اعلانوي.
[color=darkred:e20a743e8e]نو دا اوس ښکاره اخطارونه او اقتصادی ضربی ندی؟[/color:e20a743e8e]دا ټول د ایران د ګوډاګیانو د هغو اخیستل شوو پیسو نتیجه ده چی نن ورته خړی او ټیټی سترګی ګوری او هیڅ عکس العمل نشی ښودلی.


عنوان

tandar
17.01.2011

زما سوال له خیټو او بی سواده مار شال خان فهیم څخه دادی،چه ته خو شخصا ورغلی وی،ایا ایرنیانو تا ته د کوم سړی نظر وکړو؟
ایرانیان ښه پوهیږی چه ته مارشال خان یو ګوډاګی ې او داشغالګرو نوکر ې٠
ایران چه دریاست جمهوری خرچی دخپل سفیر په لاس ورکوی ، نو سفیر به ې څنګه نن نیغ نیغ نه کیږی او د مظاهره چیانو د نیولو امر نه صادروی ؟٠
زما سره ایرانیان کار کوی دناموس نه تیریږ ی مګر دپیسو نه نه تیریږی ،نن چه دایران دولت په ملیونو روپی دریاست جمهوری لپاره تادیه کوی ،دابه عواقب نه لری ؟
نن په افغان اولس له هری خوا لوبی روانی دی،فقط یوالی او یو ملی قیام ته عاجل ضرورت دی اوبس٠
مننه٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more