د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

تاريخ او تاريخپوهنه

Ghairat
14.01.2011

ددې فوروم نوم ( تاريخ او تاريخپوهنه ) پخپله يوه په زړه پورې سکالو ده !

تاريخ دتاريخپوهنې موضوع ده، خو داچې تاريخ څوک جوړوي اندنتوګې په دې بيلابېلې دي . ځينې اندوال د تاريخ جوړول د خدای کار بولي او ځينې نور شاهان او سلاطين د تاريخ جوړونکي بللي .
د ١٨ پيړۍ الماني فيلسوف جورج هيګل وايي د تاريخ جوړونکی پخپله انسانان دي خو دوی يې په خپله اراده نه، بلکې د مطلقې
عيني ايديا ياعيني مطلق تفکر په اراده تاريخ جوړوي .
دده په اند مطلق تفکر د عيني هستۍ په توګه په خودي حالت موجود و، بيا دغه عيني هستي له ځان څخه بېګانه شوه او نيستي يې
رامنځته کړه دا لومړۍ نفې وه،
هستي او نيستې د يو تضاد په بڼه مطرح اود ضدينو يو پر بل اغيز ددوی ترمنځ تغير او حرکت رامنځته کړ دا دويمه نفې وه چې دکېدلو بهير يې وزېږاوه .
لومړۍ هستي عيني معنی ده او نيستي بيا ماده يا طبيعت دی، خو د هېګل په اند طبيعت تغير او تکامل نه لري نو تاريخ هم نه لري ، دی وايي تغير او تکامل په بشري ټولنه کې شته او په دې تلسټ تاريخ لري .
دغه تکامل په عيني توګه يا عيني ايديا په ډول له کورنۍ نه ټولنې او له ټولنې څخه بيا دولت ته مخ په لوه پوړۍ وهي ! په ذهني ډول له هنر څخه دين او مذهب او له دين او مذهب څخه فلسفې او علم ته پرمختګ او تکامل موندي . هنر د حسونو ،
اديان د احساساتو او جذباتو او فلسفه او علم د مفاهيمو په سطحه رامنځته شوي دي . خو فريدريښ انګېلس بيا دغه تکامل په مادي توګه انځوروي او له خصوصي ملکيت يې طبقاتي ټولنې او بيا دولت د رامنځته کېدو او مړ کېدو تکامل بولي ! په هرصورت دې تکاملي لړۍ ته تاريخ يا د تاريخ موضوع او
دقيق علمي انځور ته يې بيا تاريخپوهنه وايي !
داچې ټولنه پشپړيږي او تکامل لري نو نو پوښتنه راپورته کيږي چې پشري ټولنې څومره او خنګه تکامل موندلی دی او څو تکاملي پوړۍ لري ؟؟؟
تر اوسه پورې د بشري ټولنې ٤ تکاملي جوړښتونه يا فورماسيونونه منځته راغلي او پيژندل شوي دي :

لومړی ټولنيز تاريخي فورماسيون لومړنۍ اشتراکي ټولنه (لومړنۍ کمون) وه

دوهم ټولنيز تاريخي فورماسيون د مره يي ساتنې ( بردارۍ) ټولنه وه

دريم ټولنيز تاريخي فورماسيون فيډاله ټولنه ده

څلورم يا وروستتنی ټولنيز تاريخي فوورماسيون پانګواله يا سرمايداري ټولنه ده !

يو پنځم تاريخي فورماييون نه تر اوسه رامنځته شوی او نه په علمي توګه پيژندل شوی ، خو خيالي ، نيمه خيالي او غير علمي تصوارات يې د سوسياليزم
په نامه مطرح شوي ، په وروسته پاتې ټولنو کې يې د پلي کولو ناکامه هڅې شوي او په هر هيواد کې يې په ميليونونو انسانان يې تر خارو لاندې کړي دي خو
تحقق يې نه دی موندلی . لهذا دبحث وړ هم نه شميرل کيږي !
نود ټولنې تاريخ يواځې د پورتنيو څلورو تاريخي ټولنيز فورماسينونو له پيژندنه او شننه ده او بس !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more