د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

ایا ټانکرونه تیل داشغالګرو لپاره راوړی اوکه دملت لپاره؟

tandar
07.01.2011

ایا ټانکرونه تیل داشغالګرو لپاره راوړی اوکه دملت لپاره؟
که دملت لپاره وی نو ایرانی اوپنجابی isi خو معلومداره زمونږ سر کوبی ته ناست دی او که داشغالګرو په خاطر وی ،بیا هم ایران خپل سیاسی هدف لری چه دا کاری د ازادیخواهانو سره مرسته بولم٠
ستاسو نظر څه دی؟

کابل: د اېران پر ضد پراخه مظاهره روانه ده

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : سلېمان يوسفي
نېټه : ١٧ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-07

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د سياسي ګوندونو د يوې جبهې او عامو خلګو له خوا د اېران پر ضد مظاهره پيل کړې او د دې هيواد څخه غواړي چي افغانستان د تيلو بند موټران ور پرېږدي.
مظاهره چيانو د اېران حکومت نمک حرام بللى او وايي د افغانستان خوږې اوبه څښي، خو په مقابل کي په افغانستان کي تخريبي کارونه ترسره کوي او پر افغانستان يې بنديزونه لګولي دي.
د آزادۍ راډيو خبريال وايي چي مظاهره چيان اوس هم د اېران د سفارت مخته ولاړ دي او د اېران د حکومت او په کابل کي د دې هيواد د سفير پر ضد شعارونه ورکوي.
مظاهره چيان نيوکه کوي چي اېران په خپل هيواد کي له افغان مهاجرينو سره ظالمانه چلند کوي او هغوى يې له ټولو اسلامي او بشري حقونو څخه محروم کړي دي.
اېران له تيري يوې مياشتي راهيسي د افغاني سوداګرو د تيلو په سوونو ټانکران په خپله خاوره کي درولي دي او افغانستان ته يې نه پرېږدي.
افغان حکومت وايي دغه تېل يې له ترکمنستان، قزاقستان او عراق هيوادونو څخه راوارد کړي دي، چي په افغانستان کي په ملکي چارو کي کار ځني واخيستل سي، خو د اېران حکومت په دې پلمه درولي دي چي وايي دغه تېل په افغانستان کي ايتلافي ځواکونو ته وړل کېږي.
د دې ستونزي د حل دپاره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د مرستيال محمدقسيم فهيم په مشرۍ يو هيئت هم دوې اونۍ دمخه اېران ته ولاړئ، خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې او اېران اوس هم دغه موټرانو ته اجازه نه ورکوي.


Lotfollah
13.01.2011

دا چې دا تیل واقعاْ د چا لپاره دي خدای خبر، خو هغه څه چې همدا اوس څرګند دی هغه دا دی چې په کابل کې د تېلو بیه د ۳۶ افغانی فی لیتر څه ۷۰ افغانیو ته رسیدلی ده. پدې معنی چی خلک خامخا زیانمن شوي دي!


ټینکرونه تیل د چا لپاره راوړی

chaparharay
14.01.2011

السلام علیکم ورحمت الله
ښاغلی تندر صاحب یو بی طرفه سړی ښکاری او رښتیا د وطن او وطن والو درد به ورسره ور نو د ټینکرونو خبره یی کړی دا چی له هیواده لیری دی نو خبر به نه وی چی طالبان ورونه کله هم څه کاروایی کوی نو ښه غور پری کوی چی عام اولسی وګړی زیانمن نشی خو بیا هم که څه ناڅه زیان کله اوړی نو جنګ دی او جنګ کی به دا کیږی
یو ښاغلی پری ورتپلی چی کابل کی د تیلو بیه ۳۶ افغانۍ نه ۷۰ افغانۍ ته وخته نو دا خبره خو د کابل نانځکییز دولت هم اعلان کړی چی ایران د افغانستان هغه د تیلو ټینکرونه چی ازبکستان ترکمنستان نه تیل راوړی په سونو ټینکرونه په غیر د بهانی ودرولی دی نو پدی وجهه دتیلو بیه ۷۰ته ورسیده طالبانو خو څوڅو ځله ټینکری وسوی خو ورسره د تیلو بیه کی هڅ تغیر رانغی اونه د کابل ګوډاګی حکومت دا وویل چی د طالبانو د تیلو ټینکرونو د سولو لامله بیه جګه شوه نه پو هیږو ښاغلی لطف صاحب په کوم دلیل داسی خبری پری ورتپی ؟


Lotfollah
14.01.2011

سلامونه
[quote:5a3c0cfa7b]طالبانو خو څوڅو ځله ټینکری وسوی خو ورسره د تیلو بیه کی هڅ تغیر رانغی اونه د کابل ګوډاګی حکومت دا وویل چی د طالبانو د تیلو ټینکرونو د سولو لامله بیه جګه شوه نه پو هیږو ښاغلی لطف صاحب په کوم دلیل داسی خبری پری ورتپی ؟[/quote:5a3c0cfa7b]
چپلیاری وروره خوب خو به دې نه وي لیدلای؟ ما چېرې ویلی چې دا د طالبانو کار دی؟ دلته خبره په ایران باندې ده چې د تېلو ټانکرونه یې د سرحد آخوا درولي او په نتیجه کې یې د تیلو بیه لوړه شوې ده!


عنوان

tandar
14.01.2011

وروڼو سلامونه٠
یو ه ورځ د کابل داریانا tv نه په خبرو کی وویل چه دافغانستان داسلامی جمهوریت درئیس جمهور لومړی مرستیال جناب مارشال محمد فهیم ایران ته تشریف وړی او دایرانی چارواکو سره دټانکرونو دخوشی کولو په هکله خبری وکړی٠
سره دده دتلو هم داټانکرونه په هفتو ودریدل،زماسوال دادی چه ایرانی چارواکو دافغان اولس دجمهوری ریاست لومړی مرستیال ته څومره ارزش ورکړ؟
ایا ده ته ې دسړی نظر وکړ؟
مننه٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دایران په هکله لږ رڼا٠
ایران زموږ دومخی ګاونډی

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : شېرپاواحمدي:پکتيا
نېټه : ٢٣ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-13

زمونږه لودیځ ګاونډی نه بلکې زمونږ دوینو زبیښوونکی چې تل یې دتاریخ په اوږدوکې دافغان ولس او دفغانستان دپرمختګ په لاره کښې خنډونه اوستونزې راولاړې کړې تل یې دا هڅه کړې چې دافغانستان له مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړې ترڅوافغان ولس له کړاونوسره مخامخ کړي .
چې ښه بېلګه یې داروستی دترکمنستان،هنداوپاکستان ترمنځ دافغانستان له لاری دګاز نلیکه ده چې دافغانستان داډول پرمختایې پروژې ایران نشي زغملی اوپر افغانستان له بیلا بیلو لارو فشارونه اچوی څو میاشتې مخکې یې په ډلیز ډول لسګونوافغانان په ایران کې اعدام کړل خواوس یې بیا دتیلو په بندیزسربیره په لس ګونو افغانی ځوانان ووژل چې سرونه اوګیډه یې پرې عملیات کړي وه اوپرسړکونویې غوځولی
نه پوهیږو دایراني اخوند انو ظالم رژیم چې ځان اسلامي جمهوریت ګڼي . بلکې اسلام دامن ، ورورولې او دښه ګاونډیتوب دین دی او ایراني اخوندي رژیم ولي په نړی کښې دسلام نوم ته زیان اړوي او دا صلي اسلام څخه یې لاره اړولې ده .
سرسخت اخوندي رژیم دټولو نړیوالو قوانینو او تړونونو څخه سرغړونه کوي او زمونږ په هېواد کې دوامداره لاسوهنه کوي . قومي ؛نژادي او ژبنیوتوپیرونوته لمنه وهي او دلته ځینې ګوډاګیان لري چې
دهغوی هر ډول مرسته اوملاتړکوې اوپرهغوباندې اغېزه لري په ۲۰۰۱کال کې کله چه په بن کښې غونډه روانه وه دشمالي ټلوالی استازو ډیري پرکړیې نه منلی خو کله چه دایران استازی جواد ظریفی هلته ورسید دشمالي ټلوالې په استازي ښاغلی یونس قانوني باندی یې زورواچوه اونوموړي پریکړوته یی غاړه کیښودله په نوې ولسي جرګه کې هم ایران په میلونو ډالر ولګول چې ډیر پلویان یی دولسي جرګې غړی شول څو ورځې مخکې مارشال قسیم فهیم دیو پلاوې په مشری ایران ته دتیلو دټانکرونو دراخوشی کیدو په موخه سفر کړی وه دایران دپارلمان رایس اعلي لاري جاني ورته دولسي جرګې دټاکنو د ښه ترسره کیدواو د بریالیتوب ستاینه وکړه اوزیاته یې کړه چې بهرنیان له افغانستان ووزي نو دافغانیستان دبیارغونې کارونه به ښه ترسره شي.
او مارشال فهیم هم ایران یو ښه دوست هیواد یاد کړل چې تل یې دفغانستان سره مرسته کړې ده .
خو زه مارشال صیب ته وایم چې ایران زمونږ هیڅ کله هم نشي دوست کیدلی ایران زمونږ ددین ، فرهنګ اوژوند دوښمن دی .
هغه کسانو څخه چه دایران پلوی کو ي په افغانستان کې دخپل هیواد له ګټو ورته دایرانې ګټې لوړې ښکارې زه هغوی ته په ډاګه وایم چې ځانونه پوهه کړي اوځانونه خبرکړي چې ددانشګاه او نورې ایراني ترمنالوژي پرځای یو موټی او متحده او په ځان بسېا هیواد دهر افغان عزت ،سرلوړی او هو ساینه ده .
دمارشال فهیم سفر چې دافغاستان دخلکو په استازیتو ب ایران ته دیو پلاو ی په مشرۍ دتیلو دټانکرونو درخواشتي کولو په موخه تللی وه دایران چارواکو هیڅ ارزښت ورنکړاو نه یې دمارشال سره په ترسره شوې ژمنه وفاوکړه دافغانستان چارواکو سره دایران داډول سپکاوی ډک چلند مخینه لري په ۱۷۷۴کال کې چې کله د افغانستان او ایران ترمنځ دتیلو دقرار داد نیټه پای ته رسیدلې وه ایران افغانستان ته وړاندیزوکړچې که د شوروي اتحاد سره دتیلوله قراداده تیرشي د نوایران دولت به دپخواني قرارداد سره سم افغانستان ته هریو ټن تیل به سل ډالر ورکړي او که افغانستان دشوروی څخه تیل رانیسی نو دافغانستان سره به ایران نو ی قراداد دخلیج د بیه مطابق یو ټن په ۱۲۰ډالر لاسلیک کړو.
نو افغانستان دولت دایران دغه وړاندیزونه مانه او قردادیې دخلیج مطابق ددواړو هیوادونوترمنځ لاسلیک شو.
په ۱۹۷۵ کال داپریل په میاشت کې ولسمشرمحداود تهران ته رسمي سفروکړپه نړیوالو اړیکو ددی اصل په کلکه رعایت کیږي کله چې یو هیواد مشر بل هیواد ته په رسمي سفر بلل شوی وي نو دکوربه هیواد مشر دخپل میلمه دپاتې کیدو یادرارسیدو په ورځو کې دخپل هیواد څخه دباندې سفر نه کوي ولی دایران دوخت پاچا دافغانستان دولسمشرمحمد داود خان دمسافرت په وخت کې ددغه اصل مراعات ونه کړاوکله چې سردار محمد داودخان په اصفهان کې وه دایران پاچا دخپل هیواد څخه ووت او دعمان دپاچا دلیدو لپاره یې هغه هیواد ته سفروکړ .
خبره پدې رالنډوو چې ایراني اخوندان حضرت علی کرم الله وجه ته ځان ډیر نیږدې اومنسوب ګڼي حضرت علی (رض) داسلام اومسلمانانو داسې یو پیاوړی اتل او قهرمان وو چې دوخت سترو کافرانو اوداسلام ددښمنانو ته یې تل ماتې ورکړې وه او دنړۍ په هرځای کې یې د خپلو مسلمانانو وروڼو ملاتړ کاو او هغوی څخه یې په کلکه دفاع کوله دایران اخوندي رژیم یوازې اویوازی خپل ځان غواړي اوا سلام یې ترشا پریښی اوخپل مسلمانان وروڼه دخپلو ګټو لپاره ځپي. په پاې کې په ایران کښې له میشتو ګډوالواو مهاجرینو څخه دیوافغان په توګه غواړم چې له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شي ترڅو دلته دعزت او ابروڅخه ډک ژو ند غوره کړی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more