د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ساينس او مذهب

Anonymous
17.10.2004

١ ايا ساينس او مذهب سره جوړيدونکي دي او يا يوبل نقض کوي؟
که ساينس د عمومي تودوخي او وچکالۍ دليل دکاربن ډای اوکسايد زياتوالی او دچاپيريال دانډول د ساتنې په په باب دنړيوالو نه پاملرنې ته ګوته نيسي، خو زموږ اکثره ملايان دا دخدای کاربولي او خلکو ته دزياتو دعاګانو ، نفلونو او خيراتونو توصيه کوي. ملا عمر په يوه مرکه کې وويل چې دافغانستان وچکالي دخدای قهر دی، ځکه د افغانستان خلک د طالبانو خبرې نه مني. کوم يو رښتيا وايي؟
٢ ساينس د انسان منشاء بيل ډول څيړي خو مذهبونه هغه نه مني او خپله فلسفه لري. دنني عصر دساينس اوتکنالوژی په معجزو سترګې پټول او له تيوريو نه يي انکار کول هم لکه لمر په دوه ګوتو پټول دي، خو دمذهبي احکامو نه سرغړونه هم ګناه لري، څه بايد وکړو؟ يو طرف سيند بل طرف پړانګ.
٣ زلزلي، طوفانونه، جکړونه او نورطبعي افات د ساينس له نظره تشريح کيدای شي، خو په اسلام کې د هغو فلسفه څه ده؟ قراني احکام دي چې وايي: ولله علي کل شی قدير . يعني خدای تعالی په هر څه قادر دي. ددغسي افتونو په نتيجه کې چې ډير مخلوقات له منځه ځي او دخدای ج له خوا په خلکو نازليږي وجه يي څه ده؟ او يايي ولي مخنيوی نه کوي؟ دغه راز انسانان هم د خدای په واسطه خلق شوي دي. خو سوال دادی چې ولي ځني ښځي او نارينه اولاد نشي زيږولای او يا ولي ځني معيوب او ځني ډير ښکلي او هوښيار پيداکيږي؟ ساينس دغسي پوښتنو ته ځواب ورکوي، خو مذهبونه او په تيره بيا زموږ ملايان هغه دخدای کارونه بولي او سپارښتنه کوي چې دخدای په کارونو کې بايد کار ونه لرل شي. ايا ټول اسلامي هيوادونه د همدې دليل په اساس وروسته نه دي پاتي شوي؟ که تيروتلی يم ، ګران ليکوالان به يي راته په علمي او منطقي توګه تشريح کړي.


م ن غروال
17.10.2004

ښاغلئ ختيځوال ورور سلامونه ومنئ!
ستاسو انديښنه د مذهب په هکله نه ده بلکه د هغو د ملا په نوم د مذهبي علمأو په هکله ده چې د ساينس خبرې يا په اثبات شوې علمي تجربې ورته غير مذهبې يا په بل عبارت غير اسلامي ښکاري٠
تاسو ته به هم معلومه وي چې مونږه په ټول افغان کي هم اسلامي علمأ لرو چې مفصل معلومات لري او غوره به وي که هلته مو پوښتنه مطرح کړئ٠
دلته د يوه عام بحث په حيثيت ورته کولاې شو وګورو او پرې وغږيږو٠ مذهب او علم، که داسي يي وڅيړو نو کوم ډول ستونزو سره نه مخامخ کيږو اما که مذهب او ساينس يي مطرح کړو بيا مو د کاپي ډوله ملا ډوله خلکو څخه چې تاسو هم ورته اشاره کړې ده خداي په خپل امن کي وساته که نه بيا به هم ملحد وئ او هم ٠٠٠ او هم٠٠٠٠!
اما په هر حال خو زه يي داسي انګيرم چي په مذاهبو کي د اسلام مقدس دين آخري او برحقه مبارک هغه دين دي چې که فليسوف دي او که عالم، دواړه پکښې خپلې د حل لارې پيدا کوي٠ کومو شيانو ته چې تاسو اشاره کړې ده هغه عقيدوې جنبې دي چې د هر عمل اجرأ د مطلق خبير خداي ج په يد بلاکيف کي دي٠ هغه مبارک ذات ج مطلق قادر دي چې چيرته چي باران بايد ونه وريږي باران به وريږي او چيرته چې توپان کله هم نه وؤ شوئ توپان به کيږي٠ او دهغه لپاره نن انسان ډګر ته راوتلئ دي او پوهيږي چيرته کله او کوم ډول به طبيعت معامله کوي٠
مسلمان چي خداي ته زارۍ کوي چې وچکالي ده که باران وشو څومره به ښه کار وشي ٠ دلته د باران اوريدو لپاره هم يوه مخکيني تعامل ته اړتيا شته يو امکانات بايد وي يوه پروسه بايد طئ کړل شي چې باران ووريږي٠ په شنه آسمان باران چيرته هم نه شوۍ دي او نه به هم وشي٠ دا البته علمي مسئله ده٠ اما عقيده دلته دا ده چې خداي ج مطلق قادر دي که وغواړي په شنه آسمان به هم باران وريږي٠ نو عقيدوي جنبې اکثراًَ د علمي مسايلو سره په ټکر کي دي يا هم په هيڅ صورت سمون نه سره لري٠ ځکه چې مذهب يي علمي اثبات په لاس نلري ٠ د مثال په توګه د هرډول د حمل وسيلو پرته د بي بي مريمې رح حامله کېدل، يعنې پرته له پلاره زوي پيدا کول او پرته له موره لور پيدا کول، او يا پرته له وسيلې معراج ته ختل، او يا هم امسأ په منګور تبديل کيدل، او داسي نور ډير مسايل دي چې په دين کي عقيدوي جنبو ته ځانګړي کړل شوي دي٠ دا په ساينس اړه نه لري٠ اما هر څه چه ساينس په اثبات رسوي هغه به هرومرو مذهب مني که نه متقيان او مؤمنين به مخ له دينه وګرځوي٠ البته داسي مذهبيان اوس هم شته چې د نهايت سختې عقيدي له مخې او له نړۍ او ننۍ تکنالوژۍ ناخبره حتی د عقل له ځايښت څخه په دين کي منکر دي٠ يعني څېړل او غور او سنجش به نه کوي څه چې اورې بس هغه منه اونور په دلايلو به کار نه لري٠ چې دا له دين څخه د ګرځېدو وسيله ګرځي٠
په درناوې
غروال


Anonymous
17.10.2004

غروال صيب سلامونه ومنی
زموږ هيواد ٢٥ کاله د اسلام ترنامه لاندې داوږدې تراژيدۍ شاهد دی. داسلام څخه کلونه کلونه ډير ناوړه ګټه پورته شوې ده او دملا، مجاهد او طالب په لباس کې ډيرزيات جنايتونه سرته رسيدلي دي . له همدې کبله بايد داسي ډول مسايلو ته ډيره توجه وشي او دخلکو دفکرونو دروښانه کولو له پاره دعلميت او منطق څراغ لګيدلی وساتو. ومې غوښتل دا موضوع په دې ستون کې ځکه مطرح کړم چې دا دمنطقي او علمي دلايلو ستون دی او هم هر څوک په اسانۍ کولای شي په بحث کې ګډون وکړي. لکه څنګه چې تاسې ورته ډيره ښه اشاره کړېده داسلام په ستون کې ځنې طالب ډوله ملايان خو صرف اياتونه او حديثونه راکاپي کوي او بيايي په خپله خوښه ترجمه کوي. دوی په اسانۍ دکفر او الحاد ټاپې لګولای شي . منطق او ساينس په هيڅ وجه نه مني. کله چې د ځني دغه ډول اسلامستانو ليکنې داسلام په ستون کې لولم او وينم چې څومره په وينو تويدلو او بمونو الوتلو خوشالي او نڅا کوي، نو باور وکړه چې د اسلام څخه زړه راتور کړي. دوی په شعوري يا غير شعوري ډول داسلام ريښې له بيخه باسي او هغه ته د نړيوالو په وړاندې ډير بد نوم ورپه برخه کوي.


ډاکتر وطنمل
17.10.2004

ختيځوال صيب او غروال صيب ته سلامونه.
د موضوع سرليک ساينس او مذهب دوه اړخه لري، څنګه به وي که لومړی يو اړخ د بل اړخ له خوا وڅيړل شي ؟ مالومه ده چې که د ساينس څيړل د مذهب له خوا امکان ولري نو دا د ديني عالمانو کار دی، خو مذهب د ساينس له خوا څيړل هم امکان لري او هم ضرور د ساينسي عالمانو ، علم او منطق کار دی .که داسې وي نو لومړۍ پوښتنه دلته دا مطرح کيږي، چې مذهب څشی دی، د مذهب ماهيت څشی دی؟ مذهب څنګه امکان لري؟ څنګه
رامنځته شو او کومو تاريخي عواملو په کې رول لوربولی د ی که يه والسلام


م ن غروال
17.10.2004

محترمو وروڼو هر يو ښاغلئ وطنمل صاحب او ښاغلئ ختيځوال صاحب او مخترمو لوستونکو بيا هم سلام!
تاسو هر يو درستې او سمې څېړنې کړې دي او وړانديز هم لکه چې ښاغلي وطنمل صاحب ويلي دي، هر يو مذهب او ساينس بېل بېل بايد مطرح شي او وسپړل شي او په ګوته شي چې په څه کي يي سره توپير شته دي٠ زمونږه اسلامي علمأ هم به د زحمت په قبلېدو ممکن دلته خپل معلومات او آند وليکي٠
زه يي له خپلې اخيستنې داسي انګيرم :
مذهب:
مذهب کلا په دوه دوړه دي٠ البته بيا هم زمونږ ليکنې دلته تل اسلامي مخ لري چې په بل مخ يي نشو کولائ د مذهب څرګندونه وکړو٠
١: غير آسماني مذاهب
٢: آسماني مذاهب
دانسان په تاريخ کي مذهب تل د سياست يا د قدرت د واکمنۍ لپاره ، يا د ټولنې د رهبرۍ دزعامت اخېستو ته ، چارې پخپل درشل کي لرلي دي٠ د وضعې دسمون او بې عدالتيو د مخنيوي لپاره انسان تل عقيدوي جنبو ته لاس اچولۍ دي چې اغېزه يي د هاغه وخت له شرايطو سره زيات سمون درلود٠ او خلک په عقيدوي کړيو کي له بل هر ډول ايديالوژيو پرې راټول کېدائ شول٠ نو تل به له دغه اصله کار اخيستل کيده٠
د بشر د هر اړخيزو پرمختګو سره هاغه مذهبې عقيدي چې آسماني نزول يي له ځانه سره نه درلود د وخت په تېرېدو خپل اصلی ماهيت يعني سياست له لاسه ورکړۍ دي٠ چې اوس مهال صرف يوې اخلاقي يا کلتوري برخو ته ځانګړي کړل شويدي٠ پاتې دي نه وي چې د اسلام له نزول ورسته د نورو ټولو مذاهبو ادغام يا مذهبي فسخه منځ ته راغله نو هغوي هم د نور مذاهبو په شان کلتوري او اخلاقي جنبو ته ځانګړي کړل شول٠
په آسماني اديانو کي چې لاتراوسه د ژوند ساه په تن کي لري او نشي کولائ د ټولنې دزعامت پرته بله معنی او مفهوم له ځانه سره ولري هغه يوازې او يوازې د اسلام مقدس دين دي٠
لکه څنګه چې ښاغلي ختيځوال ورور ورته ګوته نېولې ده چې داسلام په نامه سياستوال داسې چارې وکړې چې مسلمان له مسلمانۍ بې زاره شو، زما عقيده دلته دا ده چې ګناه نبايد په مذهب پورې وتړل شي٠ دا ګناه د هماغه مجاهد ډوله طالب ډوله او ملا ډوله چې زه ما غير علمي مفتيان بللي دي، بايد چې وي٠
د اسلام په فورم کي تاسو ټول شاهد ياست چې له بده مرغه د بې ګناه انسانانو وژل راه وبلل شول او اوس هم د هېواد دستر غم او د اوږدې غميزي ته په نه کتو غواړي د ګران هېواد افغانستان اوضاع خړه پړه کړي او د جهاد له نامه سؤ استفاده وکړي٠ که د غور او سنجش چه وويل شي نو په آيت دقرأن به د نور د اسلام له پت څخه ګلم درټول کړي٠ او که نور ونشوه نو د فلسطين له غمه خو هرمرو مړه ځکه دي چې دوي اسلامي عاطفه او ورورګلوي لري او مونږه يي نه! اما که زه د بل چا پر ځاي وائ نو چاته به مي د داسو راپارونکو ليکنو اجازه چې پرته له بدبختۍ او تباهۍ نور افغان مسلمان ولس ته بل کوم د نېکمرغۍ زېرۍ نلري، نه وائ ورکړې٠ په هر حال!
د اسلام دين تل په انساني عقل تکيه لري او تل بايد هر څه وروسته ديوه سنجش او غور او څېړنې او د ملت د ګټو او زيانونو په پام کي لرلو سره تر سره شي ، نه د پټو سترګو لار، او نه د افغان مسلمان ملت دښمن (پاکستان) ډول ته ته په غير علمي توګه نڅا! اسلام علم دي او فلسفه!
علمي فقهه ده او فلسفه يي هم عقيدوي برخه ده٠ عقيدوي برخي په اسلام کي معجزې دي چې د خداي ج او دنبي کريم ص د حقانيت څرګندونه کوي٠ او فقه وظيفه لري چې د انسان د ټولو د ژوند نيمګړتياؤ ته په نړېواله توکه د انساني ټولني د رهبرۍ تر زعامته پوري،منطقي او علمي ځواب ووايي چي کولائ شو ورته علم ووايو٠
ساينس:
د علم له سمندر چخه يوه بر خه ساينس دي٠ ساينس هغه علم دي چې د تکناوژۍ سره کار لري يا تخنيک سره٠ هر څه چه وايي په اثبات يي رسوي يا يي په عمل کي ښکاره کوي يا د خپلې ادعا ثبوت تل په لاس کي لري٠ ساينس د مذاهبو په وړاندي داسي اثبات چي وکولاي شي هغه لغو کړي نه لري٠ اما کولاي شي چي ساينس تل د مذاهبو اکثره ادعاوې ختی په ثبوت هم ورسوي٠ مذاهب ژوند پس له مرګه خق ګڼي اما ساينس يي اثبات غواړي٠ خو ساينس بيا نشي کولاډ دا اثبات کړي پس له مرګه به ژوند نه وي٠ ساينس هم له ځانه سره افکار ملګري لري چې ګماني دي٠ د ممکن په چوکات کي دي٠ داسي نور ډير داسي مسايل شته چي ساينس يي د مذهب عقيده نشي منلائ اما په هر حال دا دواړه هريو ځانګړي څانګي دي چي تل سره په تضاد کي او له يو او بل سره په عين وخت کي تړلي هم دي٠
دا چې بعضې د مذهبي علمأ کاملاً د ساينس غندنه کوي فکر کوم غلطه او سمه به په هيڅ صورت نه وي حتی د مذهبي عقيدي له مخي به هم علمي کار نه وي٠
په درناوې ـــ غـــروال


Anonymous
19.10.2004

سلامونه اواحترامات
دابحث ډير په زړه پورې او مهم دی خو داسې ښکاري چې لاتراوسه ډيرو خلکو ددې جرات نه دی پيدا کړی چې دمذهبي مسايلو په باب خپل نظر بربنډ کړي. زموږ په سنتي ټولنه کې چې تل دملايانو او ديني عالمانو قدرت ډير پياوړی و هيڅ چا ته ددې اجازه نه ورکول کېده چې په ديني چاروکې تجسس وکړي او يا دهغوی خلاف نظر ورکړي. مقصد مې د مذهب په وړاندې ضديت ښکاره کول نه دي، بلکې دهغو سم پيژندل دي، چې تل بحث او علمي څيړنې ته ضرورت لري.
غروال صيب په خپله عالمانه ليکنه کې له مذهب نه د بدې ګتې اخيستنې مسلو ته ګوته نيسي او هغه غندي. خو هغه مذهبونه په اسماني او غير اسمانو ډولونو ويشي او د اسلام مبارک دين وروستنی يوازينی برحق دين بولي او دنورو اديانو دادغام يادونه کوي. هغه ليکي:
((په آسماني اديانو کي چې لاتراوسه د ژوند ساه په تن کي لري او نشي کولائ د ټولنې دزعامت پرته بله معنی او مفهوم له ځانه سره ولري هغه يوازې او يوازې د اسلام مقدس دين دي٠)) بايد ووايم چې دغروال صيب ددغه نظر سره موافق نه يم. ټول اديان دعوه کوي چې حق په جانب دي او داچې کوم اسماني دی او کوم هر مذهب خپل پلويان لري. موږ نه شو کولای دنړۍ دنژدې ٧ ملياردو وکړو مذهبي عقيدې ناحقه وګڼو او يوازې د يو نيم مليارد مسلمانانو دين او مذهب په نورو پورته وګڼو. که ديمکراسي منو، نو په مذهب کې هم بايد ديموکراسي وي او دنورو مذهبونو ته هم احترام ولرو او هغه ښکته ونه ګڼو. ايا دا به غيرعادلانه نه وي چې ٥،٥ مليارده دخدای مخلوق چې غيرمسلمانان دي دمذهب له نظره ناحق خو موږ مسلمانان چې يوازې ١.٥ مليارده يو دخدای نازولي او دجنت مستحق يو؟ دابه يو داسي مثال وي لکه په افغانستان کې چې زموږ ازبکان ورونه چې په سلو کې دوه يا درې برخې تشکيلوي د ټول افغانستان په وګړو ځان پورته وګڼي او يا حکومت وکړي.
بله خطرناکه خبره چې غروال صيب کړې ده هغه داچې اسلام يوازي دسياست او دولت دارۍ مذهب ګڼي او دا هغه څه دي چې طالبان ، مجاهدين او نور اخوانيان يې هم غواړي. تراوسه پورې داسلام په تاريخ کې نه ده ثابته شوې چې اسلامي زعامت ددولت دارۍ په کارونو کې ښه نتيجه ورکړي وي. په تيورۍ کې هرڅه ښکلی ښکاري خو په هيڅ صورت عملي جنبه نه لري.ډير اسلامي هيوادنه وجود لري خو يو هم په دې کار کې بريالی شوی نه دی. داسلام ابرو او احترام په دې کې خوندي دی چې د زعامت له دعوه څخه لاس په سرشي.
ساينس او مذهب سره ملرګرتوب نه شي کولای. مذهبونه دتاريخ په اوږدوکې منځ ته راغلي او تللي دي.دهغو په پيداپښت او انهدام کې ډيروټولنيزو، رواني او ساينسي عواملو رول لرلای دی. په هغه ټولنه کې چې ساينس پراختيا لري او ډيرخلک يې علمي تحصيلات لري د مذهب رول کمزوری دی ، خو هلته چې اکثريت خلک نالوستي دي، مذهب ډير پياوړی دی . له دې واقعيت څخه نتيجه اخيستی شو چې مذهب او سياست سره په عمومي ډول جوړېدونکي نه دي . دتعجب خبره داده چې کوم ځای کې څومره زياتې داسلامې نارې وهل کيږي هلته کمترين مسلماني اخلاق موجود وي. ښکاره مثال يی پاکستان دی.
څومره کله مې چې د محترم ختيځ وال صيب ليکنه ولوسته منتظروم چې ځنې مولوي صايبان به راوړاندې شي او دداسې پېښو په باب معلومات راکړي چې زلزلي او نور طبعي افاتونه ولي پيښيږي او داسلام له نظره دهغو د وقوع فلسفه په څه کې ده؟ دغه ډول سوالونه ماته هم تل په ماغزو کې ښکته پورته کيږي. خو ځواب يې نشم موندلای. تل دعا کوو : خدايه رحم وکړي! خدايه په موږ ورحميږی ، خو بيا برعکس په موږ د خدای قهر نازليږي ددې پديدو راز په څه کې دی؟ ملاصيبانو ستاسې معلوماتو ته ضرورت لرو!


pattang
21.10.2004

شادګله ! خداي د په دي نړۍ کې ښاد لره او په هغې نړۍ کې هم لکه دا اوس داسی
ښاد اوسي ؟
زه حيران پاتي يم چې ځنو خلکو ولي په مذهب پسی را خيستي ده ؟؟
ايا دترکي ، امين، غار مل ا ولينين سفليسي له شا ګردي ځخه ولې زمونږ افغانان
عبرت نه اخلي ؟ زه خوښه پو هيږم چې ستا مقصدڅه شی دی او کوم ځاي ته ځی٠
د ا دوه مليونه شهيدان مو ولې ورکړل ؟
وروره پريږده دافغان غريب اولس چې له خپل دين او مذهب سره ژوندوکړي او
په خپله پاکه عقيده کې زاړه او په خپل حق مرګ مړه شي٠
ستا د خدای پاک دلته ارامه لري او له دغو لځو پستو نه بهره مند شي.
په سيانس او مذهب دلته څوک نه پو هيږي٠.
په درناوي پتنګ


Anonymous
23.10.2004

ګرانه ښادګله سلامونه
[quote:185416ea35]څومره کله مې چې د محترم ختيځ وال صيب ليکنه ولوسته منتظروم چې ځنې مولوي صايبان به راوړاندې شي او دداسې پېښو په باب معلومات راکړي چې زلزلي او نور طبعي افاتونه ولي پيښيږي او داسلام له نظره دهغو د وقوع فلسفه په څه کې ده؟ دغه ډول سوالونه ماته هم تل په ماغزو کې ښکته پورته کيږي. خو ځواب يې نشم موندلای. تل دعا کوو : خدايه رحم وکړي! خدايه په موږ ورحميږی ، خو بيا برعکس په موږ د خدای قهر نازليږي ددې پديدو راز په څه کې دی؟ ملاصيبانو ستاسې معلوماتو ته ضرورت لرو![/quote:185416ea35]

مځکه تاسوته معلومه ده چه په ډير سراعت کي ده که که دلاندي او باندي حرارت ورسره نوي ٠ نوبه د يخي ټوټه وي
نو ژوند ختم سو ٠ لمر ئې مخ تود ساتي ٠
او زلزلې ئې کيمياوي رياکشن دي ٠ اما ٠ دعا ضرور حالت دی ٠ که زلزله کيدل ٠ نوالله ته خواست ښه کار دی
که دي خداي وغوښتل چه زلزله ودروي ٠ د قدرت خاوند دی ٠ ولي چه په اول سر کي ده چوړه کړېده ٠
نو درولای ئې هم سي ٠ دا معنا نه چه ته به له انسابي کوښښ څه کار نه اخلې ٠
که باران نه کيدي ٠ دعا وي کوه ٠ که الله وغواړي بېله اوريځي هم باران کولای سي ٠ اما سنت ئې داسي نه دي
يوسف ع په وخت کي اوه کاله اباد وه نو يوسف ع سېلو چوړه کړه غنم ئې ساتل ٠ کله چه اوخوشکي سوه ٠
نو د سېلو د غنمو څخه ئې کار واخستي ٠
خبره داسي ده ٠ دغه قصه چه ملا صاحب کوي ٠ نو سامعينو ته نارې کړي ٠ چه ژاړي ژاړي ٠
حال داچي دغه قصه ددې له پاره الله موږ ته کړې ٠ چه سبق دي ٠
چه طبيعت دغسي کارونه لري امادګي ورته ولري ٠
که بي عقلان واست ٠ د استوا دخط خلکو د وچکالي به مړه ياست
او د اکوېډر د خط خلګ به د ډير بارانه مړه وي ٠
اېټاليا يواري د اشفښان تر ايرو لاندي سوه 2000 کاله دمخه ٠
نن هغه تجربه ورسره ده انشاالله بيا نه لاندي کيږي ٠ که لاندي هم سي خلګ ځانونه ساتلای سي ٠
ورور مځکه د يوه اندازه وزن تاقط لري ٠ که وزن د انسانانو پر ډير سي ٠ دمځکي ئې ښه چم زده دی ٠
2 ميليونه په يو دقيقه کي وژني ٠
او يو اندازه خلګوته ډوډۍ ور کولای سي ٠ که بيا خلګ پر ډير سي هم ئې وژني ٠ په نيمه دقيقه کي 20 مليونه وژني ٠ نو بياهم دعاوي کوه ٠ انشاالله ما اتاسو به خدای نچ کي هغه به مړه کړي ٠ چه دعا نکوي ٠
او که بيا هم ئې مړه کړو ٠ خدای بې پروا دی ٠ کبريا دي

نه جان نه جانانی
........................ نه عشق و ايمانی
که نور حق در دل افروزد
........................ نه کفر انسان ها پايانی
جهان در اين آتش می سوزد
............................. آه ای بارگاه کبريا


Anonymous
23.10.2004

درنو ليکوالانو سلامونه
پتنګ صيب ليکي:
(([color=red:c81b1b8dc3]زه حيران پاتي يم چې ځنو خلکو ولي په مذهب پسی را خيستي ده ؟؟
ايا دترکي ، امين، غار مل ا ولينين سفليسي له شا ګردي ځخه ولې زمونږ افغانان
عبرت نه اخلي ؟ زه خوښه پو هيږم چې ستا مقصدڅه شی دی او کوم ځاي ته ځی٠
د ا دوه مليونه شهيدان مو ولې ورکړل ؟ ٠))[/color:c81b1b8dc3]
خبره د مذهب پسي راخيستل نه دي بکلکې د مذهب سم پيژندل او د هغه د رسالت ژور درک دی. زما مقصد واضح او روښانه دی خو داچې تاسې زما دليکنې څخه دخپلو ماغزو په فابريکه کې نور توليدات جوړوی او هغه دمذهب پسې راخيستل ګڼی دا ستاسي کار دی. په واقعيت کې زه هم همدا سوال کوم چې دا دوه ميليونه شهيدان مو ولي ورکړل؟ لکه چې تاسي پاس کړی دی خو تفاوت يې په دې کې دی چې تاسې دغه ډول پوښتنې د علميت او منطق له زاويې څخه نه څيړی او يوازې په عاميانه اوبې علمه تبليغاتو هغو ته بد وايي او کم ترکمه يو کوچنی دليل هم نه وړاندي کوی. دټول افغان دفورم دابرخه دعلميت او منطق له پاره ځانګړې شوې او که کوم منطقي دليل د کومې ليکنې د ناحق توب په باب لری نو بايد ميدان ته راوړاندې شې.
بايد پيدا کړو چې دا دوه ميليونه شهيدان مو ولې ورکړل؟ څوک يې مسول دي؟ بايد هرڅه روښانه شي او که نه بيا به هم دغسي پيښې تکرارشي او کيدی شي نورميليونونه هم دلاسه ورکړو. د ادوه ميليونه داوطلبانه نه دي مړه شوي دا دډيرو پليتوانسانانو د قدرت طلبۍ اوفريبونو قرباني شوي دي. ددوی اکثره د سي ای اې او ای ايس ای دپلانونو ښکار شوي دي. په افغانستان کې جکړه د امريکا او شوروي ترمنځ وه او په دې جکړه کې د جهاد ترنامه لاندې د ساده وګړو دپاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده او هغوی لکه د وسلې په څيرکارول شوي دي. خو دا يو بيل اوږد بحث دی چې دلته يې اوږدول په ځای نه بولم.
تاسې ليکی[color=darkred:c81b1b8dc3]( وروره پريږده دافغان غريب اولس چې له خپل دين او مذهب سره ژوندوکړي او
په خپله پاکه عقيده کې زاړه او په خپل حق مرګ مړه شي)) [/color:c81b1b8dc3]
هيڅ څوک او هيڅ قدرت د افغان غريب اولس څخه دين او مذهب نه شي اخيستلی او برعکس بايد دهغوی د پاکو عقيدو ژور درناوی وشي. خو دازموږ درون آندو دنده ده چې هغوی ته سمه مذهبي لاره وښايو. دهغوی د ناپوهۍ نه دخودغرضه او قدرت پالو دناوړه ګټې اخيستنې اوغولونې لارې بندې کړو. پتنګ صيب بل ځای ليکي:
[color=red:c81b1b8dc3]((په ساينس اومذهب دلته څوک نه پوهيږي))[/color:c81b1b8dc3] وروره توهين مه کوی ډير خلک شته چې پوهيږي او ډير ښه ساينسي پوهان لرو. او که څوک نه پوهيږي بايد پوه يې کړو. افغانستان په غريبۍ او بدمرغۍ کې د نړۍ په لمړنيو هيوادونو کې شميرل کيږي. تر٥ کلنۍ پورې د کوچنيانو په مړينه کې افغانستان لمړی مقام لري. په ښځو او کوچنيانو باندې دظلم په هکله لمړی مقام لري، قتل اوقتال ، لوټول ، دخلکو په ناموس او عزت تيری کول په اسلامي دوره کې(له ٩٢ کال راپديخوا) له بل هروخت نه زيات و. په ناپوهۍ اوبې سوادۍ کې په نړۍ کې له بل هرچا څخه ترمخه يو او دغسي نور نور . بايد دغو ټولو سوالونو ته ځوابونه وويل شي . علم او ساينس ته پراختيا ورکړل شي ، پوهنه او روزنه ورکړل شي او دپتنګ صيب د توصيې برخلاف دغه وګړي د موجوده سنتي ټولنې څخه د يوې پرمختللې، علمي او هوسا ټولنې په لور سوق شي.
غوره به وي که د يو چا د ليکنې په وړاندې د بې دليله نيوکو په ځای په ژورعلمي تحليل او منطق ځواب ورکړو او که په علميت او لازم سواد سمبال نه يو ښه ده چې چوپه خوله پاتي شو او له نورو يې زده کړو.


pattang
23.10.2004

شادګله وروه ستا ليکنه ما ولوسته خو متا سفانه چې زمونږ هغه کسان چې دوی
وائي چې مونږ په څه پو هيږو نو قسم دی چې سم نه پو هيږي .
يوه اشاره درته در کوم :
چا چې خپل ورور او ګاونډي دښمن ته په ﻻس ورکړې وي او په زر ګونو انسانان
له همدي کبله ژوندي له خاورو نه لا ندي شوي وي نوله هغوی څه ګيله ؟؟
نور ځواب در کول هسی دوخت ضا ئيع کول دي٠ خپله يو څه فکر وکړه ٠.
منطق ، فلسفه ؟؟

په ډير درنښت پتنګ


م ن غروال
23.10.2004

ښاغلۍ شادګل ورور سلام!
دا چې له بده مرغه نن مسلمان ولس يو اسلامي حکومت نه لري او يا هم په دې نه دي بريالي شوي هغه علت يي دا نه دي چې ګواکي د اسلام دين د ټولنې د رهبرۍ لپاره څه په لاس کي نه لري٠ او يا هم د مجاهدينو او ايا د طالبانو په نامه څه شوي دي داسي وبلل شي چې ګواکي چيرته هم د اسلام خطأ ده او د زعامت د سمون په برخه کي تش لاسۍ دي٠ نه او هيڅ وخت هم نه!!!
زه دا منم چې ددوئ له برکته هېواد تباه او داسلام مقدس دين د بدنامۍ پولو ته ورسېد اما په اسلام يي څه؟ زه د يوه مسلمان په صفت د هغوئ اعمال غندم او وايم چې اسلامي نه وؤ٠ اما که تاسو د اسلام تاريخ مطالعه کړئ دا به هرومرو درته په ډاګه شي چې ، چيرته هم اسلام، او چيرته هم ددوئ دا غيرې انساني او غيري اسلامي اعمال!
دمذهب مسئله زه شخصاًَ پرته د اسلام له کړکۍ نشم څيړلائ٠ او هم هيڅ وخت نشم منلائ چې غيرې آسمان مذاهب يا اديان به کومه د ريښتينتوب جامه په تن ولري٠ ځکه مي په لومړي بحث کي ويلي دي چې زما ليکنه به البته اسلامي مخ ولري٠
[color=red:87de6de604]خطرناکه؟ [/color:87de6de604] تاسو په دغه برخه کي چي د اسلام په نوم مدعيان لکه مجاهد ډوله او طالب ډوله خلک به بيا په قدرت راشي او هسې خو د تباهۍ په کندو کي ډوپ يو، نور به هم داسي تباه شو چې افغانستان به حتی خپله سياسي نقشه د ځمکې پر مخ له لاسه ورکړي، زه درسره موافق يم٠ اما په دغه قسمت کي چې اسلام به له سياست څخه بيل وي، دا يوه غيرې اسلامي او نا تحليل شوې معقوله ده چې نبايد غلطه تعبيره شي٠
دا چې د نور اديانو وګړي ډير دي دا نو داسي معنی نلري چي اسلام يعني لکه د بوديزم او د زرتشتانو مذهب! زه په اسلام ايمان لرم او اسلام هم ډير ښه پيژنم او راته پکي داسي شک هم نشته چي که ټولنه په اسلامي اصولو او قوانينو اعياره شوه يا هم اسلام د ټولنې سياسي واکې تر لاسه کړې نو ټولنه به د فقر او غُربت او ٠٠٠ او ٠٠٠٠ منفې سمت ته سوق شي، نه! دا چې اسلامي مدعيان له بده مرغه داسي کړه ترسره کړل چې د اسلام له عزت او کلتور او سياست سره سمون نه لري د اسلام يعنې د خداي الله ج او دهغه استازي جناب محمد مصطفی ص د اوامرو او ارشاداتو کومه کمي خطأ او غلطي نعوذوبالله نه هم ده او نه دې هم څوک داسي فکر کوي٠
په درناوې ــ غروال
[color=#444444:87de6de604][/color:87de6de604]



طالب جان
25.10.2004

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
داسلام اوساينس په اړه بحث خورا خوندور اوپراخ دى.حقيقت دادى چي ددې هري غوټي په راسپړلو سره په لوى څښتن باندي زمونږايمان اواتقان نورهم پياوړى كيږي اودلوى خداي په وړاندي دعجز اونياز انساني سرونه ټيټيږي فسبحان الله احسن الخالقين.
مخكي لدې چي ددغه بحث په اړه خپل نظروليكم له ګرانو وروڼو هيله من يم چي دخپل لطف له مخي دغه بحث له سياسي اوحزبي ګرايشونوپاك وساتي اويوازي په علمي‘ميتوديكه او اكادميكه بڼه دمذهب اوساينس ترمنځ پرتقابل اوتطابق باندي خپل درانه نظرونه ښكاره كړي.
دلته زه غواړم دوروڼو پاملرنه دې ټكي ته هم راواړوم چي ځيني وروڼه دخپلو ليكنوپرمهال خورا احساساتي شوي اودخپل ژوند ټول محروميتونه يى دمذهب په خاته كي كوڼه كړيدي اودټولنيزي وروسته پاتي والي لپاره يى مذهب پړګڼلى.مونږبه انشاءالله پردې ټكي هم بحث كوو خو داوس لپاره همدومره بس بولم چي موږدليكوالو وروڼو نظرونوته په درنه سترګه ګوروالبته دوي هم بايد دې څه ته جدي پاملرنه وكړي چي مذهب دډيرو وروڼو لپاره خورا جدي ياCase Sensitive بڼه لري اوپه يوه نه يوه بڼه دهغه سپكاوى نشي زغملاي.ځكه نودشادګل په شان وروڼه له دغه ډول قضاياوو سره بايدعاقلانه برخورد وكړي.
پاتي شوه زما دنظرخبره نوزماله آنده دځينو وروڼو له نظره داسي انګيرل كيږي چي ګواكي مذهب اوساينس دوه يوله بله بيلي ‘متناقضي اونه پخلاكيدونكي پديدې دي. حقيقت دادى چي ددغه ډول آندود لرونكي وروڼه دهغولويديځوالو مفكرينو‘فيسلوفانو اوساينس پوهانو له ليكنو اوعلمي تشبثاتو نه اغيزمن شويدي چي وخت په وخت يى په غربي ټولنوكي دكليسا(موږكليساپه مذهب نشوتعبيرولاى) دمنفي نقش پرضد ترسره كړيدي .
دغو وروڼو له بده مرغه داټكى په پام كي ندى نيولى چي په غرب كي دساينس اومذهب دتقابلي څيړني اوتحليل پرمهال مراد مطلق مذهب نه وي بلكي دهغوي موخه په غرب كي دود دتحريف شوي مسيحيت هغه تعليمات وي چي دساينس اوتخنيك مطلق او كوركورانه مخالفت پكي شوى. پاپانوخپل ځانونه مقدس اوله هرډول احتساب نه لوړ اومستثنى تشخيص كړيدي. دكليساهره خبره يى قاطع اوواجب الاطاعته امرګڼلى.له هغه نه انحراف كونكي يى له څيلمي مرتد او واجب القتل ګڼلى.داهرڅه پداسي حال كي چي دپاپانو له لوري مروج دغه اصول اوقوانين ټول له يوې مخي دهمدغو كاهلو‘كاسلو اومفت خوروپاپانو پرشخصي ګټوڅرخيدل.
ډيرځله داسي شوي چي پاپ يوازي اويوازي دخپل شخصي مفاد دلاسته راوړلو لپاره دوخت واكمن ته داسي فتوا وركړي چي له هيڅ پلوه يى له دودو مذهبي اصولوسره سرندي خوړلى.پاپ دشاه دخوشاله ساتلولپاره ټول پخواني اصول باطل اعلان كړي.دلته دموضوع دطوالت نه دمخنيوي په موخه له تفصيل نه تيريږو البته وروڼو ته ددى ټكي يادونه اړينه بولوچي داروپا درينسانس پيرددى شاهد دى چي په زرګونو موډرنيټه مفكرينو‘فيلسوفان اوساينس پوهانو دتنګ نظروپاپانو اوظالموواكمنو دقساوت ترجغ لاندي له منځه وړل شويدي.دهغوي جرم يوازي همدا وو چي دكليسا له تګلاري سره يى مخالفت كړى وو او واكمنان يى دعلم اوتخنيك دود كولوته بللي وو.
دغه ټول پوهان‘فيلسوفان اوساينس پوهان پخپل ځاي ملامت نه وو چي ځانونه يى له پاپايي اصولوسره دمخالفت په كوره كي لولپه كړل.ځكه ريښتياهم هغه څه چي دمذهبي معتقداتوپه نامه له يهودي_مسيحي پاپانو اوربيانو نه دوي ته په ميراث پاتي وو هغه له يوې څيلمي دبشرضدخصلتونو لرونكي وو.كليساهڅه كړي وه چي خلك په تيارو كي وساتي اوپاپان دخپلو وهمي اوخرافاتي غيرعلمي معتقداتو له لاري لاسته راوړل شوي عايدات له لاسه ورنكړي.
پاتي لري



طالب جان
25.10.2004

خوكله چي خبره داسلام اوساينس ترمنځ راځي نودتاريخي‘علمي اواكاډميكو حقايقو له مطالعې نه داحقيقت په ډاګه كيږي چي اسلام په خپل ذات كي يوساينسي مذهب دى.چي ددې څه شاهدي پخپله هغولويديځوالو ساينس پوهانو وركړيده چي له كليسا اودهغى د ټيكه داروپاپانوپرضد يى اوږده مبارزه كړيده.
واين ډوډاچي يووتلى لويديځوال كيمياپوه بلل كيږي يوځاي داسي وايي:
’’ هغه وخت چي اروپاټوله دناپوهۍ اوجهالت په يوه ناپاياوه سمندرلاهو وه ‘اسلامي هسپانيه وه چي داروپاپه منځي كي يى دعلم اوتخنيك ډيوه بله ساتلي وه.مسلمانو كيمياګرانو هغه مهال هلته علمي تجربې او ازمايښتونه ترسره كول اودكيمياپه ګډون يى په ټولوساينسي علوموكي خوراپه زړه پوري لاسته راوړني لرلى. دمسلمانانوپه منځ كي دا انقلاب دقران له امله شونى شو.,,
قرانكريم داسلامي تعليماتوسرچينه ده.ددغه معجزكتاب له اووسوو نه هم ډير مبارك آيتونه له ساينسي موضوعاتوسره تړلي دي اوپه زياتوداكي يى انسانانوته دخداي جل جلاله په كايناتوكي دغوراوفكرامركړيدي.چي داڅه دقرانكريم په ساينسي خصلت باندي دلالت كوي.لوي خداي جل جلاله په خپل كتاب كي داسي فرمايي:
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاء فَأَحْيَا بِهِ الأرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخِّرِ بَيْنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ لآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ .البقرة آيت لمبر164
ژباړه: بيشكه په پيداكولودآسمانو اودزمكي كي اوپه اختلاف دشپې او دورځي كي (چي اوږديږي لنډيږي‘پرله پسي رڼا اوتياره راځي‘ يخيږي اوګرميږي) اوپه هغوبيړيوكي چي رواني وي په درياب كي په هغه سره چي فايده رسوي خلكوته اوپه هغه څه كي چي نازل كړيدي الله( له طرفه )دآسمانه له اوبوځيني‘نوژوندي كړي يى دي په هغوسره زمكه وروسته له مرګه(يعني وروسته له وچوالي)دهغې.اوخپاره كړي يى دي په دې ځمكه كي له هرډول خوزيدونكويعني حيواناتوڅخه.اوپه ګرځولو دبادوكي (اوپه درولو)دهغي وريځي كي چي مسخره كړل شوي ده په منځ دآسمان اوزمكه كي هرومرو دادليلونه دي(په وحدانيت باندي) دپاره دهغه قوم چي دعقل څښتنان دي.
يوبل ځاي لوى خداي جل جلاله فرمايي:
أَوَلَمْ يَنظُرُواْ فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَى أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ .
سورة الاعراف آية لمبر185
ژباړه: آيانظرنه كاوه دوي(داستدلال په طريقې سره)په سلطنت دآسمانونو اودزمكي كي اوپه هغه كي چي پيداكړيدي الله له هرشي څخه او(بل په دى كي فكرنكوي) چي ښايي چي وي (داخبره)چي په تحقيق نژدې شوي به وي وعده ددوي.نوپه كومي يوى خبري پس له دى(قرآنه) ايمان به راوړي دوي.
پاتي لري



طالب جان
25.10.2004

په تيرپسي
قرآنكريم يوازي تدبراوفكرته په بلنه باندي بسنه نده كړي بلكي ځاي پځاي يى داسي اشارات اوتلميحات ذكركړي چي انسان ته يى دپيل دڅيړني لاره هواره كړيده.لكه چي دمخه موهم اشاره وكړه په قرآنكريم كي له اووسوونه ډير داسي آياتونه شته چي له ساينس سره په تړاوكي دي اوكه چيري مونږپه هغوكي غور اوفكر وكړو اوپخپل ژوندكي يى دتطبيق ډګرته راوباسو نوكيداي شي‘بلكي بى له شكه به دكايناتو ډيرمهم رازونه رابرسيره شي اودساينس په ډګركي به نورهم پرمختګ وشي.
سره لدې چي قرآنكريم پخپل ذات كي كوم ساينسي كتاب ندى بلكي درشد اوهدايت يوه سرچينه او انسانانوته ديوه مترقي ژوند دتيرولو اصل دى خو دساينس دارزښت له امله اوبل له دې امله چي دژوند دتكاملي پړاو دوهلولپاره ساينس خوراضروري دى‘ځكه نوخداى پاك جل جلاله ځاي پځاي پخپل معجزكتاب كي ساينسي سپړدنو او انكشافاتو ته ځاي وركړى دي.
زمونږ ددى ادعاء دثبوت لپاره وړ بريښي چي دځينو نامسلمانو ساينس پوهانو آندود چي دقرآنكريم په اړه يى څرګند كړي وليكم:
دعلم الافلاك وتلي جاپاني عالم يوشيدي كيسان Ushidi Kisan دقرآنكريم دساينسي اعجازپه اړه داسي وايي:
داچي ما په قرآن كي دخلا په اړه سم او ريښتيا حقايق تر لاسه كړل نو دې څه په ما خورااغيزه وكړه نو مونږ نوي خلا نوردان دفضا ديوې وړې برخې په كتنه باندي بوخت يو او خپل هاندمو يواځي ديوې وړې برخې دپيژندلو لپاره وقف كړى , داځكه چي ومو ليدل چي ددوربين په مرسته مونږ داسمان ډيره لږ برخه ليداي شواو دټولو كايناتو تصور نشو كولاي , زه به دقرآن له كتني څخه په راتلونكي كي نوي لار لټوم ,, .
پروفيسر البرټ كرونرAlbert Kroner چي دنړۍ دځمك پوهانو نه يو خورا غښتلى ځمك پوه او ساينس پوه دى دقرآنكريم په اړه داسي شاهدي وركوي ’’زما په انديو سړى 14 پيړۍ ترمخه چي دنيو كليايي فزكس په اړه هم ورته هيڅ معلومات نه وي له خپله آنده نشي كولاي دا وښيي چي دځمكي او اسمانونو مبدأ يوه ده , او دا ډول نورو ډيرو پوښتنو ته چي نن ورځ مونږورباندي څيړنه كوو ځواب ووايي كه دځمكي او دځمكي دجوړښت په اړه ساينسي انكشافات او قرآني تعليمات سره پرتله كړو نو هرو مرو به سړى ووايي چي دا قرآني آياتونه ريښتيا وايي او نوي ساينسي څيړني دقرآني آياتونو تصديق كوي او بلآ خر سړى دا پايله ترلاسه كولاي شي چي قرآن دعامو وګړو لپاره دساينس اسانه درسي كتاب دى , او هغه خبري چي محمد(صلى الله عليه وسلم )1400 كاله دمخه بيان كړي هغه مهال نشواي ثابتيداي ليكن نن ساينسي څيړنو هغه ټولي ويناوي په اثبات رسولي,, ِAlbert Kroner )1797
پروفيسر جويي سمپسن(Joye Semphson) چي دګايناکولوجي (Gyenacology)علومو يو ماهر دى هغه مهال هك او حيران شو چي ډير هغه آياتونه او احاديث چي دانسان دجوړښت او تخليق په اړه دي دنوموړي له هغو ساينسي څيړنو سره سم وو چي دقرآن دنزول او درسول الله له دورې نه 1400 كاله وروسته يي كړي وو نوموړى وايي ’’داسي نه ده چي دمصنف (رسول الله صلى الله عليه وسلم )په زمانه كي دا حديثونه دساينسي انكشافاتو په رڼا كي ويل شوي دي دا ددې دليل دى چي دين (اسلام ) او ساينس سره ټكر نه دي بلكه اسلام په ځينو ساينسي مسايلو كي له وحي نه مرسته تر لاسه كوي او ساينس ته لار ښوونه كوي قرآني آياتونه له پيړيو پيړيو وروسته سم ثابتيږي چي دا پدې معنا ده چي قرآني علوم خدايي دي ,,
پاتي لري



طالب جان
25.10.2004

په تيرپسي
لنډه داچي كه دقرآنكريم په اړه دټولو ساينس پوهانو په رايو او آراوو باندي رڼا واچوونوبحث به مو ډير اوږداو محترم كتونكي به يي په كتلو ستړي شي ځكه نو دا بحث رالنډوم او دځينو وروڼو ليكنو ته به ځواب ووايم چي ولي (ملا) دوي ته دباران دنه كيدلو په مهال لوي خداي جل جلاله ته ددعا,زارۍ او لمونځ كولو سپارښتنه كوي ؟؟؟
قدرمنو وروڼو او پتمنو خويندو : يوه زمانه وه چي ساينس به ماده ازلي اوابدي بلله معنا داچي ساينس دكايناتو له ابداع او زوال نه منكر وو , آن تردې چي مسلمان ساينس پوه ابن سينا له يوناني اندود نه په اغيزي سره همدې ټكي ته ميلان درلود.
او اسلامي پوهانو په ځانګړي ډول لوړرتبه څيړونكي ,محدث,زاهد او ملا امام ابو حامد الغزالي پدې اړه په زړه پوري ليكني وكړې او په منطقي بحثونو او استدلال يي دمادې ابداع اوزوال ثابت كړ.
په شلمه پيړۍ كي نژدې ټول ساينس پوهان دې پايلي ته ورسيدل چي ريښتيا هم ماده ازلي او ابدي نه ده بلكه له عدم نه وجود ته راغلي يوه پديده او فنا كيدونكي هستي ده ,يا په بل عبارت ټولو ساينس پوهانو دا ومنله چي ماده له نيشت نه شته ته راغلي او مبتدع شی دى . نو طبعا دكايناتو يو جوړوونكى هم شته چي له همدغه جوړونکي نه په خداي تعالى, الله جل جلاله او ګاډ باندي تعبير كيږي , دې ډول علمي څيړنوددهريت يا له خداي جل جلاله نه دانكار بې دليله مفكوره هم رد كړه اوس نو كه يو انسان په هر دين پوري اړه لري دعلمي دلايلو په رڼا به دخداي جل جلاله په وجود ايمان لري .
اوس به نو راشو ديته چي دباران وريدلو لاملونه څه دي ؟؟
ګازونه ,بخارات په فضا كي دشته موادو اغيزي دا ټول يو څرګند حقيقت دى چي انكار ترې كول حماقت اوناپوهي بلل كيږي , ليكن دا حقيقت پخپل ځاي کره دى چي دغه بخارات او ګازونه دچا په وينا پورته كيږي ؟ په موسم او فضا كي دا بدلونونه څوك راولي چي دورښت لامل ګرځي؟ هرو مرو به مو ځواب دا وي چي (الله) ځكه لكه مخكي چي مي عرض كړه دهريت او الحاددعلمي او ساينسي دلايلو په بنسټ مردود دى .
ښه نو چي داټول دالله تعالى په وينا او امر تر سره كيږي نو ښكاره خبره ده چي حقيقي موثر الله تعالى دى , نو كه (ملا) يا رسول الله صلى الله عليه وسلم دباران دورښت لپاره له ګناهونو نه دتوبې او يا لمونځ او دعاكولو سپارښتنه كوي نو دا ددې لپاره چي په خپلو توبو او دعاوو سره موثر حقيقي دې ته وهڅوو چي په اسبابو كي تاثير پيداكړي او په پايله كي يي باران ووريږي .
زلزلې ,تندر اونور موسمي بدلونونه دټولو موثر حقيقي الله تعالى دى او هغه مادي اسباب چي په نوموړو بدلونونو كي اغيزه كوي دهغو ټولو خالق , مدبر او مرتب هم الله جل جلاله دى , ښايي تاسي به مشاهده كړ ي وي او يا به مو له نورو خلكو اوريدلي وي ځما خو پخپله دسترګو ليدلى حال دى چي يو كال دحج په موسم كي په مدينه منوره كي داستسقا لمونځ وشو كله چي مسلمانان له لمانځه اودعا نه فارغ شول نو په سمدستي ډول ورښت پيل شو او داسي مشاهدات به ډيرو نورو هم كړي وي .
پاتي لري



طالب جان
25.10.2004

په تيرپسي
لنډه داچي كه مو (ملا) دخداي تعالى ددربار نه دعذر او زارۍ كولو لوري ته بيايي دا ددې معنا هيڅكله نه وركوي چي ګواكي هغه دباران له مادي اسبابو منكر دى بلكه ددې معنا داده چي (ملا) موثر حقيقي الله تعالى بولي او بس .
پاتي شوه سپوږمۍ يا خلا ته دختلو خبره نو وروڼو : اسلامي شريعت نه يواځي سپوږمۍ ته ختل ناشوني نه بولي بلكه تر سپوږمۍ ورپورته آن تر خلا ورپورته اسمان ته هم ختل شوني ګڼي , په اسلامي فقهي كي يوه مسأله ده چي كه يو سړى لوړه وكړي چي زما دي په خداي سوګند وي چي زه به اسمان پخپل لاس مس كړم نو داسړى شرعا تر هغه حانث نه بلل كيږي ترڅو چي په يقيني ډول دده دمړيني مهال را نشي داځكه چي فقهاوو ليكلي دي چي شوني ده چي نوموړى دي پخپل ژوند كي بريالى شي اوله اسمانه دي لاس ولګوي او لوړه دې پوره شي .
همداراز نه خو په قرآنكريم كي او نه هم دمباركو احاديثو په ځيرمه كي داسي آيت يا حديث تر سترګو كيږي چي ګواكي سپوږمۍ يا خلا ته ختل ناشوني دي , نو اوس كه څوك داسي انګيري چي ګواكي مذهب يا اسلام سپوږمۍ ته ختل يا دخلا تسخيرول نا شوني بولي نو دا هسي يوه بې بنسټه افترا ده .
يوه خورا مهمه پيښه چي ځينو وروڼو په خپلوليكنو كي اشاره ورته كړي ده هغه درسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج پيښه ده , كه څه هم مونږله ساينس نه پرته هم ايمان لروچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دمعراج مبارك سفر كړى له لوي خداي جل جلاله سره يي ملاقات وكړاو جنتو نه, دوزخونه او نبيان يي وليدل او كله چي راستون شو نو دكور ددروازې دځنځيركړۍ يي لا هماغسي ښوريدله داپيښه له ساينسي څيړنو سره هم ټكر نه خوري داځكه چي روسي خلانو رد يوري ګاګارين په 24 ساعتونو كي په ټوله نړۍ باندي 17 ځله راتاو شو نو دا هم شوني ده چي الله تعالى دي رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډير تيز او سريع تګ سره په سفر باندي بيولى وي , داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم له زيکي پلوه هغه سفر وكړ او هلته يي ډير عجائب هم وليدل نو طبعا ښايي هلته به يي ډيره موده تيره كړي وي خو چي بيرته راستون شو نو ددروازې دځنځير كړۍلا هماغسي ښوريدې پدې اړه ديني پوهانو ويلي چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم تربيرته راستنيدو پوري الله تعالى په خپل پوره قدرت سره دنړۍ وخت پخپل ځاي ودراوه .
يا داچي رسول الله صلى الله عليه وسلم دي دنور او رڼا ديون په پرتله تيز سفر كړى وي ,او كه سفر دنور له يون نه هم تيز شي نو بيا خو دوتلي ساينس پوه آين سټاين په وينا دنړۍ وخت ورته معطل كيداي شي ’’ ديوه شي تګ دنور له تګ نه نشي تيزيدلاي خو كه بيا هم داسي شي نو دهغه لپاره وخت هم په ټپه دريږي ,, .
محترمو وروڼو او پتمنو خويندو : دهيواد غښتلي ليكوال او روڼ آندي استاد سعدالدين شپون پخپل وتلي ناول كي دملا شبخي په نوم يو نقش تخليق كړى , او همداراز زمونږ دټول افغان دفورم يوه تكړه طنز ليكونكي محترم هوتك صيب دډاكتر شاخي په نوم بل نقش تخليق كړى نو راځۍ چي دا هوډ وكړو چي په دينياتو كي به دملا شبخي او په ساينس اونورو علومو كي به ډاكټر شاخي خبرو ته غوږ نه نيسو او په دواړو مواردو كي به له خپل اصلي ګودر نه اوبه څښو ځکه چي ملاشبخی نيم ملاوو اوداکټرشاخی نيم طبيب وو اوهغه خوبه مو اوريدلي وي چي نيم طبيب خطرهْ جان ونيم ملاخطرايمان.
دساينس او قرآن په موضوع ښاغلي استاد عبد المجيد زنداني په عربي ژبه او استاد هارون يحيي په انګليسي ژبه خورا قيمتي او په زړه پوري اثار ليكلي دي چي محترم او قدرمن وروڼه او خويندي يي كتلو ته رابولم .
په تلو تلو كي يوه يادونه اړينه بولم او هغه داچي دساينس ټول انكشافات او له هغه نه كاراخيستل ښايي په هغه محدوده كي منحصر وي چي لوي خداي جل جلاله يي اجازه كړي ده هلته به نو بيا ساينس دانسانيت لپاره ګټوروي او كه له الهي حدودو ور آخواته تصرفات وشي نو بيابه داڅه دانسانيت لپاره تر يوه ناورين كم نه وي ځكه به نو په هغه مهال دوكټوريه دزمانې وتلى كيسه ليكونكى جارج كسنګ اړوي چي ووايي ’’زه له ساينس نه كركه كوم ځكه چي همدا ساينس به دانسان لپاره يو بې رحمه دښمن جوړيږي او دانسان دخولو تويولو او زيار محصول به په اوبو لاهو كوي ,, .
پاي : وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين
وما علينا الا البلاغ المبين .


Anonymous
26.10.2004

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اوله پوښتنه ........... ايا ساينس او مذهب سره جوړيدونکي دي او يا يوبل نقض کوي؟
دوهمه پوښتنه .........څنګه به وي که لومړی يو اړخ د بل اړخ له خوا وڅيړل شي ؟ مالومه ده چې که د ساينس څيړل د مذهب له خوا امکان ولري نو دا د ديني عالمانو کار دی، خو مذهب د ساينس له خوا څيړل هم امکان لري او هم ضرور د ساينسي عالمانو ، علم او منطق کار دی .که داسې وي نو لومړۍ پوښتنه دلته دا مطرح کيږي، چې مذهب څشی دی، د مذهب ماهيت څشی دی؟ مذهب څنګه امکان لري؟ څنګه
رامنځته شو او کومو تاريخي عواملو په کې رول لوربولی د ی که يه والسلام

دوه نفره په سفرتله په موټر کښي ٠ د موټر وان ئې اوږده ږيره درلوده
پر لاري ئې يو چسپ بيرک ونيولۍ ٠ ملګري ئې ورته ويل دادي څنګه چسپ بيرک ونيولۍ٠ اوږده ږيره دي هم ده
موټروان ورته وويل چه د ږيري او بيرک ئې سره څه ٠ يعني ږيره په بيرک څه اړه لري ٠
نو ملګري ئې ورته وويل چه موټر هم خپل ځانته اخلاق لري ٠ څوک چه اوږده ږيره لري ٠ بايد ټول اخلاق ئې پر ځای وي ٠ نوره اړه نسره لري ٠ اخلاقي اړيکي لري ٠

چه ساينس د دين،مذهب ،شريعت سره څه تعلق لري ٠
او نه پوهېږم چه ولي ملايان دا کوښښ کوي چه اسلام يوساينسي دين معرفي کړي ٠
دين ٠ معنا د حساب ورځ
شريعت٠ معنا قرأن او حديث
او مسلمان معنا ٠ و ټولو اسماني اخلاقونه تسلم ٠
او هر دين معنا اخلاق ٠
او ايمان ٠ معنا باور ٠ په خدای ،ملائکو،کتابو ،رسولانو،اخيرت،خوشحالي او خوابدی د خدای له طرفه
او چه راسو وساينس ته ٠ داخو څيڅ لار نه سره کري ٠
اره ،چکوش ،پيچکش،برمه،پانه ، ولډنګ،خراد،داټوله د ساينس محصل دي
کيمياوي دوا،پلاستک،لبړ،تېل ،اوسپنه د ساينس محصل دي
او موټر بيا د پوره شيانو محصل دي ٠ اوبس
عراده ،سرپ،زر،اوسپنه،دا ټول تر اسلام دمخه جوړ سوي او را استل سوي وه ٠ او د نور اديانو په زمانه کښي

د مذهب ماهيت څشي دي ٠ چه جامعه د روحي مريضو څخه وساتي ٠
مذهب څنګه رامنځ ته سو ٠ هغه د اسماني خبري خو ټولوته واضع دي
منطقي داسي ده ٠ انسان هميشه خوشحاله وي چه د يوه مجهلول شي عبادت وکړي ٠ يو وخت ئې د مانا عبادت کاوه
او ساينس مجهول نه دي ٠ او نه خلاصېدونکې لار وه ٠ او د هر انسان پوه هم کار نه پر کوي
يو خاص انسانان سته چه مجهول حل ئې خوشحالي وربخښي ٠ او ښه انساني دود ئې و کارته يا تحقيق ته
شرايت برابروي ٠ نو اخلاق ئې هم د اکثرو خوښوي ٠ او اکثره ساينس پوهان مذهبي نه وي ٠
هر هغه ماغزه چه مجهولات روښانه کوي ٠ يا ساينس خوښوي ٠ او يا صوفي سي ٠ صوفيزم تر اسلام دمخه هم وو
چه لنډه لار ده وخدای ته ٠

او نو د مذهب يوه وظيفه داده چه ساينس ځيني داسي مجهولات حل کوي ٠ چه انساني زاړه دودنه ، اخلاقو کي
تغير راولي ٠ نو مذهب مواخله کوي ٠ ولي چه زاړه همېشه د نوي سره په جنګ کښي دي وه وي به
لکه نن چه برټ کنترول ګولۍ ٠ کانډم ، د انسان کاپي کول ٠


pattang
26.10.2004

ميلمه ووره سلام عليکم !

وروره ډيرې دفساد خبري ليکي . زه نه پوهيږم چې شعورې ئي ليکی او که چوټ
انداز ه ؟ . زه پر دي عقيده لرم چې دزاړه مسلک کړن لاره مخ ته بيا ئي او دا ولې ؟؟
نو زه نه پو هيږم چې بيا مو څه خوب ليدلی دی .
ستا سو سوالو ته ما با يد ډير ليکلې وي خو وخت نشته .
مذ هب ، دين او عقيده له سينا نس سره هيځ رابطه نلري .
مذ هب عقيده وي نورمونه ده چې د انسان اخلا قي او حقوقي لار ي ږدي او دانسان
در وح او سا دارامي او اسودګي سبب کيږې . دغه نورمونه په دولت ، شورا ، ديموکراسي او سيانس پوري هيڅ تړلې ندي. سيانس ماده او دهغې رابط يو له
بله سره ،او ورڅه ګټه اخستل او ايفکتونه مطا لعه کوي٠. سيانس دما دي خواص
دي اومذهب دمادي نورم دي .
وروره دا خبري څه کوي پښتون اوسه ،مسلمان اوسه او دعا کوه چې په افغانستان
کې ارامې راشي خلکو ته کار پيدا شي , علم او معارف مخ ته لا ړ شې او جنګ سالاران ورک شي ٠. مونږ او تاسو بايد دخپل کلتور ، مذ هب په غيږ کې سيانس
وپالواو پرې پوه شو٠. زما په عقيده مذهب دسيانس هيڅ مخالفت نکوي او خداي پاک په قران کريم کې هم داسې وائي او طالب خان مونږ ته ليکلې دي٠.
دا ډير اوږد بحس دي خو زما نس ډوډۍ غواړي داچې روزه ده نو زه بايد يو ساعت
نور هم د خپل نس له غوښتنو سره جهاد وکړم .

په درناوي پتنګ


Anonymous
27.10.2004

سلامونه او ښې چارې
ډيرخوښ شوم چې طالب جان هم د ساينس سره تر يو حده خپله موافقه څرګنده کړې ده ، ځکه طالبانو خو په خپله واکمنۍ کې ساينس داسې تر مريو نيولی و چې نزدې ساه يې ختلي وه خو هغه و چې د امريکايي ٥٢ الوتکو يو څه دهغوی له شره خلاص کړ.زما په خپل شخصي نظر خو ساينس او مذهب سره نه جوړيدونکي دي او دليوه او پسه شان عمل کوي. که د انساني ټولنو تاريخ ته په غورسره نظر واچو داسې معلوميږي چې دساينس او مذهب ونډه په انساني ټولنو کې معکوسا متناسب وه. چېرته چې ساينس کمزوری و مذهب قوي و او که ساينس پرمختګ کاوه مذهبي واکمني کمزوري کېدله. کله چې انسانان نه پوهېدل او دطبعي پېښو په په پيژندنه کې به عاجز پاتي شول نو بيا به يې يوې غيبې قوې ته مخ واړاوه ترڅو هلته پناه يوسي او خپل ځان ته ډاډګيرنه ورکړي. څومره چې به ساينس دطبعت دمرموزو پديدو په پيژندنه کې بريالي کيده همغومره به دمذهب تاثيرات کمېدل.دمثال په ډول لمر ته عبادت، ستورو ته عبادت او نور نور چې په ورو ورو له منځه لارل. لکه څنګه چې تکامل د طبعت او ټولنيز ژونده په هره برخه کې پرمخ روان و دغه راز مذهبونو هم په ورو ورو دخپلو ابتدايي شکلونو څخه يو څه متکامل ترو شکلونو ته وده وکړه.
دمذهب احکام بايد په پټو سترګو ومنل شي، هلته دمنطق او ولي سوالونه جواز نه لري. که ووايو چې ولي د ورځې ٥ وخته لمونځ؟ ولي بايديوځل نه وي؟. ولي ټوله مياشت روزه ؟ ولي يوه هفته نه او يا دوه مياشتې نه! نو دستي به د پتنګ صيب غوندې خلکو تر نيوکو او بريدلاندې راشو چې وروره دا څه اپلتې وايي، ددين پسې دې راخيستي ده. خو په زما په ګمان که څوک داسلام دين يو اسماني دين بولي نو بيا ولي بايد داسي فکروکړي چې يوعاجز انسان کولای شي دخدای له خوا نازل شوي دين ته ضرر ورسوي، او يا هغه کمزوری کړي. خدای هغه په خپل قدرت ساتلی شي. زما په نظر د مذهب دساتنې په لار دځان اويا چا وژل د منطق له نظره دامانا ورکوي چې ګواکي دخدای قدرت کمزوری دی او غواړي له هغه سره مرسته وکړي. چې داسلامې احکامو له نظره داسي يو څه غټه ګناه ګڼل کيږي . دنړۍ دډيرو مذهبونو پلويان په ډيره بربنډه توګه يودبله سره په مذهبي مسلو بحث کوي خو موږ څخه داحق ملايانو اخيستی دی. او دا د وروسته پاتي والی يو له عواملو څخه شميرل کيدی شي.
په هرصورت بيرته به راشو خپل مقصدته. لکه څنګه چی د ختيځ وال صيب په ليکنه کې يادونه شوې ده هيڅ چا ددې پوښتنې ځواب په منطقي او علمي توګه وړاندې نه کړ چې دزلزلو او طبعي افتونو راز دمذهب له نظره په څه کې دی؟ که يوپلار غواړي خپل اولادونه له هرډول خطر نه وساتي او هغوی ته دهرډول هوساينې اسباب برابر کړي نو بيا خدای تعالي په خپل ټول قدرت ولي خپل عاجز مخلوق دزلزلو غوندې افتونو څخه نه ساتي؟ هلته چې بې شماره دخدای عاجز بنده ګان له منځه ځي. لکه چې داسلامې فورم په متن کې ځنې ورونو په اياتونو سره ليکلي چې زمکه او ستوري اونورټول مخلوقات د الله تعالي دحکم او فرمان تابع دي نو بيا ولي په دغسي يو نظام کې کله نا کله دا ډول بې ضرورته او ناخوښې ګډوډي راځي. ساينس اوس دغه ډول پيښوته تريوه حده خپل ځوابونه لري او لاهم څيړنې دوام لري. ډيروخت ساينس پوهان دځنې پېښو تروقوع دمخه خلکوته خبرداری ورکوي او تريوې اندازې د هغو په ژغورلو کې مرسته کوي خو په کومو ټولنو کې چې ساينس کمزوری دي اوډيرخلک ېې نالوستي دي که څه هم مذهب ډير پياوړی دی ، هلته دغسي آفتونه زيات ورانی کوي ځکه چې د دغسي پېښو وړاندليد نشي کولای. ايا دلته (البته په دنياوي چاروکې) په مذهب باندې دساينس برلاسي نه څرګنديږي؟. دغسي وړاند ليد زموږ ديني ملايان نه شي کولای خو ساينس پوهان يي کوي. ساينس پوهان بشريت له تباهۍ نه ژغوري خو زموږ ځني ديني ملايان وايي ( وېې وژنۍ او ځانونه پرې ووژنی) دوی په دغسي حالاتو کې هيڅ ديني معجزه نشي کولای او نه څوک ژغورلای شي. ولي داسې ده؟
ساينس مانا دطبعي اسرارو پيژندنه او دانسان په ګټه دهغوی تابع کول دي. ساينس دطبعت مبهمې پديدې دمشاهداتو او تجربو په بنسټ څيړي او دمذهبونو برعکس په رواياتو اومعجزو باور نه لري. دساينس له ګټو نه دنړۍ هر انسان برخمن کيدی شي. مسلمان وي او که غيرمسلمان ، تور وي اوکه سپين
(نوربيا)


Anonymous
28.10.2004

(تير پسې)
ځني کساتير پسېن چې دسياسي اسلام پلويان دي وايي چې قران شريف داسي يو جامع کتاب دی چې ټولنيز سياسي نظام ټول سوالونه پکې حل کيدی شي او په څنګ کې ډيرساينسي مسايل دهغه څخه رااستخراج شوي دي.
زما په ګمان قران يو مذهبي مقدس کتاب دی او په هغه کې ساينس او سياست ته ګنجايش نشته. او له همدې کبله بايد له سياسته هم جدا شي. موږ د اوبو جوړولو فورمول له کيميا څخه زده کړی نه دقران څخه. کمپيوتر، تلويزيون ، الوتکې، او نورټول تکنولوجيکي سامان الات او علمي معجزي د ساينسي مضامينو په واسطه کشف. جوړ او وده کوي. که موږ قران د ساينس مور وګڼو (لکه چې ځني ادعا کوي)نو بيا خو بايد ټول اسلامي هيوادونه په علم او تخنيک کې اول لمبر وای. خو ګورو چې داسې نه ده
مذهب انسانانو ته دښو او بدو په مقابل کې مکافات او مجازات ټاکلي دي. دمثال په ډول ساينس ثابته کړيده چې ډير خلک د يو ځانګړي ډول شخصيت سره له موره پيدا کيږي. او ميراثي جنبه لري. ځني رواني حالات او دژوند شرايط هم دانسان په کړو وړو اغيزه کوي، خو مذهب داډول دلايل نه مني او هم دجنيتيک، او ارواپيژندنې دپوهې هيڅ ډول لاس ته راوړنې په نظرکې نه نيسي. طب اوس دډول ډول داسي درملو په جوړولو بريالی شوی چې کولای شي دانسان کړو وړو ته په بشپړه توګه تغير ورکړي. هدف دادی چې انساني خلقت او دهغه کړه وړه دډيروعواملو تابع دي او انسان په ډيرو حالاتو کې دځان کنترول په خپل واک او اختيار کې نه لري او مکلف دی چې دخپلو جينونو د اوامرو له مخې په عمل لاس پورې کړي. نو بيا د هغه مذهبي ګناه به څنګه شي؟


pattang
28.10.2004

ياره شادګله دنور محمد ترکي سخت وفا داره شاګرد به وي.
وروره هر څومره چې سړ ی درته ليکي خو په خبره نه پوهيږي ، زه ګمان کوم چې
ډيرڅوان ئې او ډيرو لوستې او زدکړي ته ضرورت لری٠.
که هسی دزړه بادباسي نو ويباسه ، خو دا کوم شيان چې ته ئي لېکی ډير زاړه دي .
يو سوال در څخه پاتې شوی دی: :
چرګه اول پيدا شوي ده او که هګۍ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
شاد ګله خداي پاک د ي تا وبخښي

په در ناوي پتنګ


Anonymous
29.10.2004

ښاد ګله السلام عليکم او درنو لوستونکو!
وروه خبري دي ښې سمي رارواني وې ٠ اما دغه نو د منلو نه دي ٠ ولي چه داسلام پر اخلاقو بل لوړ اخلاق يا
حقوقي قانون نسته او نه به وي !
1 راځم ستاسو اولي ليکني ته ٠ وروره ٠ اسلام او ساينس هيځ اړيکي نه سره لري ٠ زلزله کيږي ٠ باران ، ډبري
اوريږي ٠ که هرڅه کيږي ٠ د اسلام ئې په څه ٠ يعني د اخلاقو
چا څوک راګرځولۍ دي د ريسرچ څه ٠ چه ريسرچ مکوه ٠
کتاب الله يوازي ويلي چه زلزله کيږي ٠ هغهدي کيږي ٠ وايي باران کيږي هغه دي کيږي ٠ وايي مځکه په باران
ژوندي کيږي خوکيږي ٠ وايي خدای قوي دي باران کوي خو هغه دي کوي ئې ٠ زلزلې کوي خو کوي ئې ٠
ساينس زلزله بنده ولاي سي يا٠ باران بنده ولاي سي يا٠ هو نن انسان داسي تعمير جوړوي چه 7.6 درجې
پوري مقاومت ولري ٠ ها ښه کار دي ٠ نو دين خوندي ويلي چه انتي زلزله بلډنګ مه چوړ وۍ ٠
هر خطر که سماوي وي که زميني چه مخه ئې ونيول سي ٠ اسلامي او شرعي کار دي ٠
2 وروره ! هر سړی چه بد اخلاقي وکري بايد جزا و ويني ٠ په هر قانون
او که روحي مريضي لري ٠ په اسلام کي هم کومه جزا نه ورکول کيږي ٠ ته ويلای سې چه کومه روحي جنيتيک مرضۍ سته ؟؟ جنيتيک مريضۍ خو قلبي،سرطان ، الټامرز، و غيره ٠ هو په لس ميليونه کي يو سړي ٠ روحأ قاتل وي ٠ هغه ته قانون خاص نه جوړيږي ٠ په 300 ميليونه کي دوه نفره سته يو پلار او بل ئې زوی ٠ قاتلان دي
او دواړه د عمر په قيد بنديان دي ٠ د دواړو له ډيره کوچنيوالي قتل خوښاوه ٠ غيري اسلامي جامعه هم ازادي نه ور کوي ٠ چه راودې وزي٠ واړه ئې کوټه قلفه ساتلي چه نور بنديان مړه نه کړي
او که مو مطلب لېونتوب وي ٠ خو يابه ئې علاج کيږي ٠ او يابه دوا ور کول کيږي ٠ چه ارام ئې کي چه وهل او ټکول ونه کړي ٠
[color=brown:970e65eaf2](او دژوند شرايط هم دانسان په کړو وړو اغيزه کوي، خو مذهب داډول دلايل نه مني)[/color:970e65eaf2] اودا دي چيري لوستي دي
چه شريعت ئې نه مني ٠ دايوه عامه خبره ده مشخصه ئې کړه ٠ چه ځنګه ؟؟
[color=red:970e65eaf2]((دمثال په ډول ساينس ثابته کړيده چې ډير خلک د يو ځانګړي ډول شخصيت سره له موره پيدا کيږي))[/color:970e65eaf2]
دا خو اسلام اول ويلي دي چه شخصيتونه فرق لري ٠ له پاګله ، اماره بيا نو ځه تر اخيره مطمئنه شخصيته پوري
[color=brown:970e65eaf2]((په بشپړه توګه تغير ورکړي. هدف دادی چې انساني خلقت او دهغه کړه وړه دډيروعواملو تابع دي ))[/color:970e65eaf2]
خو اسلام خبر درکوي چه کوښښ کوه تر هغه حده چه وس دي کار کوي ٠ چه د دغو عواميلو تر تاثير لاندي رانسې
که لاندي سوې ٠ او عقل دي نوو خراب سوي ٠ نو مسؤل ئې ٠ او حتا که په شرابو نېشه وو ٠ خبري يا ځيني اعمال
ترې صادير سوه هم مسؤل نه دي ٠ اما د شرابو د خوړلو مسؤليت ئې په غاړه دي ٠ ولي چه شراب د چښلو دمخه
پرسد وو ٠
[color=darkred:970e65eaf2]((او انسان په ډيرو حالاتو کې دځان کنترول په خپل واک او اختيار کې نه لري او مکلف دی چې دخپلو جينونو د اوامرو له مخې په عمل لاس پورې کړي. نو بيا د هغه مذهبي ګناه به څنګه شي؟))[/color:970e65eaf2]
يا وروره ٠ دغه خبري ته سم واضع مثال راوړه ٠ ولي موضع حقوقي ده ٠ چه خق الله ترپښولاندي سوي ٠ حق العبد
تر پښو لاندي ، او که مدني قانون تر پښو لاندي سي ٠ ٠ قانوني خبري داسي په ساده درو جملو نه کيږي ٠
[color=red:970e65eaf2](( طب اوس دډول ډول داسي درملو په جوړولو بريالی شوی چې کولای شي دانسان کړو وړو ته په بشپړه توګه تغير ورکړي))[/color:970e65eaf2]د نوې خبره نده ٠ خلګو په کندهار کي خپلو دوښمنانو ته داسي عادي يوناني څه به ورکړه ٠ په ناخبري کي
سړی به ئې د عمر د پاره پاګل (لېوني ) کړي ٠ نواضع خبره ده چه ليوني کيږي ٠ د جوړيدو چاره ئې هم سته
طبيعت هرځه دوه جوړ کړي دي ٠


Anonymous
29.10.2004

ميلمه صيب هرکله راشي
تاسې دموضوع ټول هغه علمي اړخونه دپامه غورځولي چې کوم دبحث اساسي ټکي جوړوي. خبرې دساينسي او مذهبې تحليل په خوااوشا څرخي، ددواړو ترمنځ اړيکي او يا نه اړيکي او يا ديوبل د تاييد او نه تاييد په باب دمقابلې اړخونه څيړي. تاسي ليکی: (وايي خدای قوي دي باران کوي خو هغه دي کوي ئې ٠ زلزلې کوي خو کوي ئې) په دې کې موږ کوم شک نه لرو چې خدای قوي دی او زلزلي کوي ، خو پوښتنه داوه چې ولي يې کوي؟ په دې کې دبشريت له پاره څه راز پروت دی؟ ولي بايد دنړۍ ډير مخلوقات په دې شکل له منځه لاړشي؟ که ستاسي خبره سمه وي بيا نو موږ ويلی شو چې دمجاهدينو مشرانو که په زرګونو راکټونو خلک نابود کړل خو نابود يې کړل نو او داسې نور. خبره د فلسفي اړخ ده. موږ دلمانځه دګټو په باب اسلامي فلسفه لرو، دروژې دګټو په باب فلسفه لرو، خو دطبعي افتونو او پېښو اسلامې فلسفه څه ده؟ داموضوع ځکه ليکم چې زه ديو خارجې سره دبحث په وخت کې دغسي سوال سره مخامخ شوم او بې ځوابه پاتي شوم. سوال په ساده ټکو کې يو ځل بيا تکراروم: موږ ټول مسلمانان دا ګڼو چې ټول مخلوقات دخدای ج پيدايښت دي دهغه د اوامرو او فرمانونو تابع دي نو کله چې داپيښيږي ايا خدای تعالې يې پيښوي او که توبه نعوذبالله دهغه خبرتبا پرته پيښيږي ؟ او بله پوښتنه داوه چې ولي يې خدای تعالي مخنيوی نه کوي. که موږ داسلام د غوښتنې له مخې ددې نه منع شوي يو چې په کوم ځای کې چاودنه وکړو او انسانان ووژنو نو بيا ولي دغسي يوه پېښه د خدای په قدرت منځ ته راځې ؟ ستاسي د يو شاګرد په حيث غواړم دغسي پوښتنو ته يو سم ځواب زده کړم. دلته بحث د علم او منطق دی. څه چې په کتاب کې ويل شوی او يا ليکل شوی په هغو زه هم پوهيږم. کمال په دې نه دی چې کتابي احکام را نقل کړو بلکې په دې کې دی چې څنګه دغه احکام تحليل او يا دهغه څخه په زده کړه خلاق فکروکړو. پيښې او پديدې د ساينس او منطق له نظره وڅيړو او پوهيدونکی ځواب ورته پيدا کړو نه صرف داچې (خدای قوي دی اوزلزلي کوي). دامذهبی ځواب دی خو فلسفي نه دی.
- که له کوم طبيب نه پوښتنه وکړی ښايي درته ووايي چې جېنيتيکې ناروغۍ کيدی شي هم فزيکي او هم رواني وي. تاسې به په خپله سيمه کې حتمي داسې کورنۍ ليدلي وي چې اکثره غړي يي نسل په نسل ساده ګان دي خو دبلې بيا ډير هوښياروي.
- له ساينسي نظره انسان بايد يو عاجز مخلوق وشميرل شي. څيړنې پرله پسې ښايي چې دانسان شخصيت ٩٠-٩٥ په سلو کې جنيتيکي دی او دخپل داخلي جوړښت او جينونو تابع دی. دمثال په ډول يو انسان د ماشوم توب په وخت يو ډول خو دځوانۍ په وخت بل ډول او په زړښت کې بل ډول کړه وړه لري. په ځوانۍ کې يو مسلمان ځوان پنځه وخته لمونځ کوي خو د پرديو نجونو پسې هم ګوري او ډير ګناهونه هم کوي خو دزړښت په وخت اکثره داسي نه وي. ولي؟ ځکه په زرګونو داخلي بدني کمياوي تعاملات او بدلونونه د انزايمونو او هورمونونو دفعاليت او نه فعاليت په صورت کې منځ ته راځي او دا د انسان په شخصيت او خواصو کې بدلون راولي چې غواړي يي او که نه. يعني ساينس انساني اعمال ددې داخلي جوړښت اوحرکت دانعکاس څخه زيږنده بولي خو مذهبونه يواځې ښه او بد انسانان سره جلا کوي او اوژوندی موجود دروح او جسم دوو جدا شيانو ترکيب بولي. ددې ترشحاتو څرنګوالی او جنيتيکي جوړښت دهرچا بيل دی او همدغه دليل دی چې دوه انسانان په يو ډول نه او هم يې شخصيت يو له بله سره تفاوت لري.

پتنګ ورور ته بايد ووايم چې که ترکي همداسي نظريات درلودل نو بيا خو يي شاګردي منم. خو ستا په څير به دګلبدين، سياف، رباني اونورو شاګردي هيڅ کله هم ونه منم.
وروره کله کله خو يو شي ليکه هم. يواځې په کمين کې ناست يې کله په يوه حمله کوي او کله په بل. داسي ښکاري چې ټول عمر دې ټوپک په اوږو ګرځولی ، هيڅ دليل نه وايي خو ضربه واردوي. ماته دزده کړې او کتابونو توصيه کوي خو نه ګوري چې زه بحث کوم ، حملې نه کوم خو ته برعکس بحث نه کوي حملي کوي. امکان لري تاسې ته به ددې مسايلو پوهای ډيرګران وي.
زه خو وايم هګۍ مخکې پيداشوې ده خو که نه يې مني نو بيا يې ثابته کړه. ژوندی اوسي.



طالب جان
30.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره شادګل صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دساينس په اړه زما تيره ليكنه دهغه چا په ځواب كي وه چي په ملايانو باندي يي هسي بې ځايه تورونه لګولي وو او هغوي يي دساينس مخالفين بللي وو , هغوي ته مي دا وښوده چي ملايان دساينس نه يواځي داچي مخالفت يي نه كوي بلكه اسلام دساينس موجداو دمنځته راتلو لوي لامل بولي .دساينس په اړه دمسلمانو ساينس پوهانو له زرينو اقوالو او دهغوي له ژورو څيړنو نه نن هم كفار سبق اخلي او دپرمختګ سرچينه يي هماغه مسلمان ساينس پوهان بلل كيږي .

داخو زمونږ مسلمانانو كمزوري ده چي دكفارو په غوړو تورو تير وتلو او دتحقيق او څيړني لار مو پريښوده او دخپل ژوند اصلي هدف مو يواځي او يواځي عيش او عشرت وګرځاوه , ريښتيا هم زمونږ پدې حالت ژړا په كارده ,خو په ژړا يي سر نه سره ورځي بلكه خپل شعار ښايي كار اوكار او كار وګرځوو بيا نو ممكنه ده چي خپل دغه بايللی حالت بيرته په برياليتوب سره لاس ته راوړو .انشاءالله

اوس به راشو ستا ليكني ته : تاسي ليكلي چي دشرعي شيانو دحكمت له پوښتلو څخه مونږ ملايان راګرځوي .

وروره داخبره دي نه درسره منم , ځكه چي ملايان دالله تعالى د جوړوشويو شيانوپه حكمتونوكي سوچ وهل او فكر كول عبادت بولي , همدا لامل دى چي دعقل تورى په قرآنكريم كي نژدې 23 ځله په بيلابيلو بڼو راغلى لكه لعلكم تعقلون ,افلا تعقلون ,او ان كنتم تعقلون . البته دومره وايي چي تاسي ته به دډيرو شيانو حكمتونه درڅرګند شي نو تاسي به دهغو حكمتونو له امله په هغو ايمان راوړۍ خو ځيني داسي شرعيات به هم ستاسي مخي ته درشي چي دهغو دحكمتونو ادراك به تاسي نشي كولاي نو پدې شيانو به تاسي ازمويل كيږي كه مو خداي جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم حق ګڼل نو سره له دې چي ددې شيانو حكمت به تاسي ته نه وي درڅرګند اما تاسي به بيا هم ايمان پرې راوړۍ او كه مو په ايمان كي خس او خاشې وي نو بيابه دهغو دحكمتونو په اړه له خلكو پوښتۍ او پدې څه سره به په حقيقت كي لوي خداي ستاسي باطن خلكو ته ورښكاروي خو تاسي به دومره ناپوهان ياست چي دالله تعالى ددې موخي ادراك به هم نشي كولاي .

عزتمنه : عقل هم يو حس دى له حواسو څخه او لكه څنګه چي نور حواس تر يوه ځايه كا وركوي خو يو مهال بيا داسي هم راځي چي هلته بيا عغه حس كار پريږدي دساري په توګه :سترګي تر يوه ځانګړي ځايه پوري كاركوي خو له هغه وروسته بيا دشيانو دليدلو لپاره دوربين ته اړتيا ليدل كيږي , يا غوږونه تر يوه محدوده ځايه كاركوي او غږ اوري خو يو مهال بيا داسي راځي چي همدې غوږونو ته به دلوډ سپيكر له لاري غږونه ور اوروې نو همدا حالت دټولو حواسو دى عقل هم له حسياتو څخه دشميرل كيدو له كبله دغه كمزوري لري چي تر يوه محدوده ځايه كار كوې له هغه وروسته بيا دعقل سلطه پوره كيږي او دشيانو ادراك دوحي په پرتله كيږي نو رسول الله چي مونږ ته څه احكام بيان كړي د هغوي ادراك دوحي په پرتله شوى , نو كه اوس يو سړى راولاړيږي او دمدرك باالوحي څيړنه دعقل په پرتله باندي كوي نو دده دا كاربه دټولو هوښيارانو درايي خلاف وي او ټول هوښياران به داسړى ملامتوي .

پاتي لري



طالب جان
30.10.2004

په تير پسي !
پتمنه : هرڅه دعقل په تله باندي تللوته مشرانو ليونتوب ويلى او دداسي كسانو پايله داوي چي په ډول وډل وسوسو او وهمونو كي اخته وي او دسمې لاري دپيدا كيدو لپاره ورباندي ټولي دروازې تړلي وي .ځكه چي دا كسان خو الحمد لله ځانو ته مسلمان وايي خو دعقل دغلبې له كبله يي ځيني شرعي احكام له ادراكه دباندي وي نو دوي ته هغه شرعي احكام خداي مكړه سم نه ښكاري او انكار ورڅخه وكړي او كفر هم نشي غوره كولاي ځكه دكفر بدي يي هم تر سترګو لاندي وي نو پايله يي داشي چي نيم مسلمان او له نيمايي احكامونه انكاروكړي او پدې ډ ول خپل آخرت تباه او بربادكړي .

تل دې ته سوچ كول پكاردي چي شيطان هم دخدايي امر په مقابل كي له عقل نه كار واخيست او پاي يي داشو چي خپل علم په كار ورنغى او داسي دخداي جل جلاله له درباره وشړل شو چي تر قيامته به ذليل او رسوا وي ,او دقيامت په ورځ به يي ځاي دوزخ وي .نو اوس هغه شيطان مونږ هم په خپل پل ور خيژوي نو كله چي دشيطان پايله دكوم مسلمان مخي ته پرته وي نو آيا هغه به بياهم دشيطان خبر ومني ؟ دا څه چي دى عقلي بولي او په اړه يي پوښتني كوې دا په اصل كي دشيطان غولونه ده . ځكه چي همدا كسان كه دكومي ناروغي له كبله كوم ډاكتر ته ورشي او هغه دوايي ورته وليكي, نو دوي به هيڅكله ډاكتر ته ونه وايي چي ددې فلانۍ دوا مقدار دي ولي دومره كړى , ډير يا لږ ولي نه دى ؟ ځكه چي دشيطان همكاري له داسي كسانو سره يواځي په شرعي احكامو باندي دنيوكو په مهال وي , خو كه بيا هم دوي له ډاكتر سره داسي څه ووايي نو ګمان كوم چي له هغې خوا به سرماتى راروان وي .

داسي كسان عموما د وهم او وسوسو په ناروغيو باندي اخته وي او نژدې ده چي پوښتني وكړي چي زما سترګي او پوزه ولي دشا لوري ته نه دي ؟ او يا داچي زه نو ولي په دوو پښو روان يم ؟ نو آيا دا پوښتني به په ځاي ؟ اوددې وړوي چي سړى دي په ځواب ويلو خپل وخت ورسره ضايع كړي ؟؟؟

عقل ځكه انسان په تيروتنه كي اچوي چي په عمومي ډول داسي كسان د سقراط ,بقراط , افلاطون , ارسطاطاليس , او جالينوس په فلسفه اخته وي , حال داچي له دې پوهانو سره يواځي دهندسې ,منطق او علم طبيعياتو تړاو دى , خو كله چي له دوي څخه داللهياتو په اړه پوښتنه وشي نو بيا هيڅ هم نشي ويلاي .

حال داچي علم اللهيات يو داسي علم دى چي هيڅ هوښيار سړى انكار نشي ورڅخه كولاي . داسي كسانو ته خو دا ښه معلومه ده چي پورتني فلاسفه حكما وو, مګر په افسوس سره ښايي ووايم چي دوي ته دا علم نشته چي انبياء عليهم السلام حكماهم وواوله حكماوو څخه ورپورته هم وو .

داسي كسان نه دفلسفې مقتضا پيژني او نه داسلام بلكه ډيرى خو يي لاداسي دي چي روژې هم نيسي ,لمونځونه هم كوي او بيا دنبيانو په راښودل شوو ويناو باندي نيوكي هم كوي , نو دعقل دغه پيروان په هسي نيوكو سره خپله بې علمي ثابتوي او بر ملا اقرار كوي چه زه ګواكي له اللهياتو نه هيڅ نه يم خبر . ځكه نو داسي خلكو ته زما دا مشوره ده چي لومړى دي ولاړشي او علم دي حاصل كړي بيادي نو دالله تعالى په احكامو كي عقلونه وچلوي .

دقدروړه : ستاسي ليكنه داچي ستاسي دآند ښكارندوينه كوي ځكه ورته داحترام په سترګه ګورم , كه څه هم ستاسي په ليكنه كي هيڅ ډول هراړخيزه , علمي ,څيړنيزه او عقلي پانګه نه ليدل كيږي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more