د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

نوروزخان وروره مونږ دناندرو په طمعه ناست یو چه کله او دکومی موضوع په هکله به شروع کیږی؟

tandar
05.01.2011

نوروزخان وروره مونږ دناندرو په طمعه ناست یو چه کله او دکومی موضوع په هکله به شروع کیږی؟
دغرزی او عبدالله تر مینځ نن ناندری راپورته شوی .
غرزی واې چه دقانون په پلی کیدلو کی خارجان لاس وهنه کوی٠
مګر عبدالله عبدالله دقانون نه پلی کیدل دغرزی ناکامی بولی٠
ددواړو دناندرو په هکله دلوستونکو څه نظر دی؟
کوم له دوی څخه رښتیا واې؟
مننه٠


نوروز خان
06.01.2011

سلامونه تندر صیب
زما له انده خو ددې بې ضرورته بحث پرانیستل او بیا یې دچلوونکي په خانه کې زما نوم ورسره کنچوغه کول په خپله یوه ناندرۍ پارونکی ګام دی ، :roll: ماتېره ورځ ډاکټر وطنمل صیب ته په یوه لیږل شوي لیک کې عذر وړاندې کړ او ترې ومي غوښتل چې د چلوونکو له کتاره زما نوم وباسي ځکه نه شم کولای داډول یو کار سمبال کړم ، زه په دې تمه وم ،چې د(لراوبر افغان دازادۍ پاڅون ) له بحث فورم څخه به زما نوم لري کوي ، خودادی اوس یې دا جنجالي بحث هم رالغاړې کړ، زما له انده خو وطنمل صیب اوس خپله دنامعلومو دلائلو له وجې ناندرۍ پارولو ته کار ویلی ، ځکه له میلمه نه خو سړی نوکی پوښتنه کوي ، چې شکنه خوري او کنه ؟؟؟

[quote:db36d7a790]دبحث فورم مدیر محترم ډاکتر صیب وطنمل !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خدای دې وکړي چې تردا مهاله به روغ ، خوشاله او په ټولو دیني او دنیوي چارو کې بریالي یاستئ ،په بحثفورمونو کې نوې زیاتونې او ادلون بدلون خورا دپام وړ پرمختګ ارزوم ،دغه راز دتاریخپوهنې ، ټولنپوهنې او ځینو نوروبرخو زیاتول هم راته یوپرځای او بشپړونکی ګام ایسي .
دلراوبر افغان دازادۍ پاڅون دچلونکو په کتار کې موزما نوم لیکلی دی ، ستا دنیک احساس او لورونې قدردانې کوم ، خدای مو عزتمن لره ، خو وروره ځیني معاذیر وه چې ماویل په دې اړه یې درسره شریک کړم .
لومړی : زه دوظیفوي مصروفیت له درکه کله دریاب او کله هم کریاب یم ،ډیر ځله خو داسې هم پیښیږي چې په میاشتو میاشتو له کمپیوتر او انټرنیټ څخه لرې یم ، نوله داسې دریځه به زه نه پوهیږم ددې فورم چلښت څنګه وکړای شم ؟
دوهم : څنګه چې زه په دې بحثونو کې نوی یم ، نه پوهیږم چې دبحث چلونه یعني څه ؟ کوم کارونه دي چلونکي یي باید وکړي یایي نه وکړي ؟
دریم : په بحث کې ځیني پخواني تجربه کار ملګري شته ،چې ښایي ترما دا چاره په ښه توګه وپاللی شي ، که زما نوم همدلته پاته وي کیدای شي دنه سمبالښت یا اوږدمهالي غیاب له وجې یې په راتلونکې کې لرې کولو ته اړتیا ووینئ یاځينې ملګري اعتراض وکړي
نور په خپلو کارونو ترچاتاسو ښه پوهیږئ په ښو هیلومو لمانځم الله تعالي مو دین او وطن ته ټول خدمات قبول کړه
ورور دې نوروزخان
[/quote:db36d7a790]
تندر صیب نو اوس ته او نور لوستونکي قضاوت وکړئ چې دناندریو بحث باید زه وچلوم که په خپله ډاکټر وطنمل ؟؟؟


لقمان
06.01.2011

ډیر ښه بحثفورم اضافه شوی دی، مخکې ددې چې فورم ته راشم غوښتل مې په یوې موضوع باندې د حلیمي صیب سر ښه ورخلاص کړم خو نه پوهیدم چې په کوم بحثفورم کې یې خوندي کړم، نن چې د ناندریو بحثفورم ولید ایله مې پرې زړه اوبه وڅښلې او داسې راته ښکاره شوه لکه خاص زما او دحلیمي صیب لپاره چې پرانیستل شوی وي، ځکه چې زما او دحلیمي صیب ترمینځ په دې وروستیو کې ناندرۍ خپل اوج ته رسیدلي، دلته به په ډاډه زړه ځکه هم ناندرۍ هم ورسره وهم چې یو خو د حلیمي صیب حکومت پکې نه چلیږي چې د خپلې خیټې د حکم مطابق په لیکنو پسې لور راواخلي، او بل ددې بحثفورم نوم (ناندرۍ) پخپل ذات کې چلوونکي ته دا اجازه نه ورکوي چې د چا لیکنه ړنګه کړي.
نو راځم د حلیمي صیب سره د خپلو ناندریو سپیناوي ته:


لقمان
06.01.2011

ښه حلیمي! ستا ټول زور همدا وه؟؟؟؟ چې پرون دې د یوې لنډې مودې لپاره یوه لیکنه پرېښي وه بیا دې حذفه کړه؟؟؟ ما به ویل چې کله دشکست په وخت ستا د صبر کاسه چې لبریزه شي څه به کوې ستا غوسه ټوله همدا وه؟؟؟؟
تاسې لیکلي وه چې خلک په مستعار په نامه لیکنې کوي او په وړاندې کړي لیست کې دې د لغمان په نامه یو مستعار نوم ته هم اشاره کړې وه، نو که چیرته دې مطلب زه (لقمان) وم نو په دې کې خو هیڅ شک نشته چې زه په مستعار نامه لیکنې کوم او هغه هم په یو نامه نه، بلکې د یو نه په زیاتو نومانو، او کوښښ مې دا وي چې د اشغالګرو او دهغوی د مزدورانو د منافقو څیرو څخه پرده پورته کړم او پوهیږم چې د اشغالګرو د مزدورانو زړونه به ورباندې پرک چویدلي وي. مستعار نوم هیڅکله د ددرغو په معنی ندی (چې څنګه چې تا فرمايلي وه) د حق خبره په اصلي نامه نه کولو تاریخ آن د هغه وخته راپاتې دی چې کله دنبوي هجرت پرمهال یوه لاروي ته وویل شول: آنا من ماء. خو دلوستونکو د معلوماتو لپاره دا هم واضحه کول غواړم چې زما په کارځای کې د کمپیوټر او انټرنټ استعمالولو ترتیب داسې جوړ دی چې اوس ورته زه ناست یم خو زما د جګیدو سره سم ورته بل څوک کیني په اصطلاح کمپیوټر او انټرنټ یو عام المنفعه څیز دی او دهغه چا دی چې فرصت یې وموند، نو که چیرته لقمان یوه لیکنه په ټول افغان کې خوندي کړي خامخا یې د IP نمبر د ایډمنسټریټر سره ثبت کیږي نو که زما څخه وروسته بل څوک دا کمپیوټر استعمال کړي او بله لیکنه وکړي په دې صورت کې زه یوازې د خپلو لیکنو مسئولیت لرم او دنورو لیکنو زما په.... پورې تړل محض د غوسې د سړولو او خپل ځان په حقه ښودلو یوه ناکامه هڅه بولم. تاسې زما د مستعارو نومانو په رابرسیره کولو سره هیڅکله نشئ کولای ما دحق ویلو څخه منع کړئ ځکه چې دا زما د خپل رب سره ژمنه ده چې د بزرګۍ په جامه کې د اشغالګرو د مزدورانو رسوا کولو ته د سر په بیه هم تیار یم، بلکې تاسې فقط دومره وکړل چې دا مو په ثبوت ورسوله چې ټول افغان نه رسنیزو اخلاقو ته ژمن دی او نه ژورنالیستیکو اصولو ته وفادار دی، زه دا حق لرم چې اوس د ټول افغان بې کفایته چلوونکی یوازې په همدې خبره قانون ته راکش کړم چې په رسنیز اخلاق یې د یو چا د شخصي ګټو لپاره پایمال کړل، حلیمي صیب تا زما چیغه وچه نکړه خو د ټول افغان؟ پرمخ دې یوه درنه څپیړه ګوزار کړه.
کیدای شي څوک رانه پوښتنه وکړي چې ته اخیر دحلیمي صیب نه غواړې څه؟؟
یو وخت د سیاف په تنظیم کې یو مشهور مجاهد د رباني سره مخامخ شو (دې مجاهد به هرچیرته د رباني د منافقت، خیانت، غدر.... څخه پرده کش کړې وه او داخبرې یې رباني ته هم رسیدلې وې)، دی پخپله کیسه کوي چې رباني راته په مسخره آمیزه موسکا وویل: همو دشنامهایت ره بری مه رسیده!، درباني دا ګومان وه چې سړی به وارخطا شي او په آینده کې به ددې کار نه لاس واخلي، دا مجاهد وايي ماورته وویل چې استاذه که کنځل مې درته کړي والله په بالله چې د خدای د رضا لپاره مې کړي. نو حلیمي صیب که چیرته ما په کومه لیکنه کې مې ستا په مقابل کې د مشرولۍ او سپین ږیرتوب د احترام په حدودو پښه اړولې وي باور وکړئه چې د خدای د رضا لپاره مې داهر څه کړي او په آینده کې هم کلک هوډ لرم چې په هیڅ قیمت به ترې لاس نه اخلم ځکه چې ددین او وطن ددښمنانو، زمونږ د معصومو شهیدانو د قاتلانو، زمونږ د کورونو د ورانوونکو، زمونږ د کونډو او یتیمانو د زیاتونکو، او زمونږ د هیواد داشغالګرو دمزدورانو سره مې فطرتا د سپي او د فقیر ده، خاصکر د بزرګۍ په جامه کې زمونږ ددښمنانو د اجیرو او عمیلو خدمتګارانو څخه مې داسې کرکه راځي چې که یوه دقیقه یې مسلسل مخ ته وګورم استفراق به مې کړی وي.
زه حلیمي او امثالو ته یې یو ځل بیا په واز کومي وایم چې ترهغه پورې به په تاسې پسې راخیستی سوټی په ځمکه کښینږدم ترڅو تاسې د شهید او یتیم ولس په مخکې دپښیمانۍ خط بیني نه وي کش کړي!!!

دا په خلاصو غوږو واورئ! دا خو دې زما ځینې مستعار نومان د ژورنالیستیکو آرونو څخه په بربنډې سرغړونې سره راښکاره کړي، که مې خپل اصلي نوم هم ولیکې هیڅکله به په آرام راڅخه کښېننې!!!!

په پای کې دا اضافه کول هم غواړم که همت درکې وي زما لیکنو ته به د ړنګولو په ځای منطقي ځواب ووایئ، او که تش په نامه د ټول افغان دعوه داران یئ نو کولای شئ چې زما لیکنې ړنګې او خپلې پرېږدئ او په دې توګه لوستونکو ته ځانونه سپین او ما د ځواب نه عاجز معرفي کړئ.

د امریکایانو او اشغالګرو د مزدورانو، اجیرانو، او غلامانو د شرمیدلې ورځ په هیله


و.افغان
06.01.2011

محترم او دروند ښاغلی تندر صاحب: هيله ده چې روغ جوړ به وی

که ناندرۍ غواړۍ؛ نو راځئ دغه يې ځای دی، لقمان خان ته کلی ورکړئ.
د بي 52 او 130 سره يو ځای رارسېدلی دی، او د ټول افغان په اسمان ګرځي، فکر
کوم چې د اسلامي خونې کوردېنات په لاس ورغلي دي؛ او دقيق بمبارد يې پيل
کړی دی.
رب دې خير راپېښوي.
رښتيا لقمان صاحب: که ناندرۍ همدغسې ګرمې وساتئ؛ نو د خونې اصلي واکدار
به هم تاسې جوړ شئ.
په درنښت

:lol: :lol: :lol:

[quote:caff6cb0c5="لقمان"]ښه حلیمي! ستا ټول زور همدا وه؟؟؟؟ چې پرون دې د یوې لنډې مودې لپاره یوه لیکنه پرېښي وه بیا دې حذفه کړه؟؟؟ ما به ویل چې کله دشکست په وخت ستا د صبر کاسه چې لبریزه شي څه به کوې ستا غوسه ټوله همدا وه؟؟؟؟
تاسې لیکلي وه چې خلک په مستعار په نامه لیکنې کوي او په وړاندې کړي لیست کې دې د لغمان په نامه یو مستعار نوم ته هم اشاره کړې وه، نو که چیرته دې مطلب زه (لقمان) وم نو په دې کې خو هیڅ شک نشته چې زه په مستعار نامه لیکنې کوم او هغه هم په یو نامه نه، بلکې د یو نه په زیاتو نومانو، او کوښښ مې دا وي چې د اشغالګرو او دهغوی د مزدورانو د منافقو څیرو څخه پرده پورته کړم او پوهیږم چې د اشغالګرو د مزدورانو زړونه به ورباندې پرک چویدلي وي. مستعار نوم هیڅکله د ددرغو په معنی ندی (چې څنګه چې تا فرمايلي وه) د حق خبره په اصلي نامه نه کولو تاریخ آن د هغه وخته راپاتې دی چې کله دنبوي هجرت پرمهال یوه لاروي ته وویل شول: آنا من ماء. خو دلوستونکو د معلوماتو لپاره دا هم واضحه کول غواړم چې زما په کارځای کې د کمپیوټر او انټرنټ استعمالولو ترتیب داسې جوړ دی چې اوس ورته زه ناست یم خو زما د جګیدو سره سم ورته بل څوک کیني په اصطلاح کمپیوټر او انټرنټ یو عام المنفعه څیز دی او دهغه چا دی چې فرصت یې وموند، نو که چیرته لقمان یوه لیکنه په ټول افغان کې خوندي کړي خامخا یې د IP نمبر د ایډمنسټریټر سره ثبت کیږي نو که زما څخه وروسته بل څوک دا کمپیوټر استعمال کړي او بله لیکنه وکړي په دې صورت کې زه یوازې د خپلو لیکنو مسئولیت لرم او دنورو لیکنو زما په.... پورې تړل محض د غوسې د سړولو او خپل ځان په حقه ښودلو یوه ناکامه هڅه بولم. تاسې زما د مستعارو نومانو په رابرسیره کولو سره هیڅکله نشئ کولای ما دحق ویلو څخه منع کړئ ځکه چې دا زما د خپل رب سره ژمنه ده چې د بزرګۍ په جامه کې د اشغالګرو د مزدورانو رسوا کولو ته د سر په بیه هم تیار یم، بلکې تاسې فقط دومره وکړل چې دا مو په ثبوت ورسوله چې ټول افغان نه رسنیزو اخلاقو ته ژمن دی او نه ژورنالیستیکو اصولو ته وفادار دی، زه دا حق لرم چې اوس د ټول افغان بې کفایته چلوونکی یوازې په همدې خبره قانون ته راکش کړم چې په رسنیز اخلاق یې د یو چا د شخصي ګټو لپاره پایمال کړل، حلیمي صیب تا زما چیغه وچه نکړه خو د ټول افغان؟ پرمخ دې یوه درنه څپیړه ګوزار کړه.
کیدای شي څوک رانه پوښتنه وکړي چې ته اخیر دحلیمي صیب نه غواړې څه؟؟
یو وخت د سیاف په تنظیم کې یو مشهور مجاهد د رباني سره مخامخ شو (دې مجاهد به هرچیرته د رباني د منافقت، خیانت، غدر.... څخه پرده کش کړې وه او داخبرې یې رباني ته هم رسیدلې وې)، دی پخپله کیسه کوي چې رباني راته په مسخره آمیزه موسکا وویل: همو دشنامهایت ره بری مه رسیده!، درباني دا ګومان وه چې سړی به وارخطا شي او په آینده کې به ددې کار نه لاس واخلي، دا مجاهد وايي ماورته وویل چې استاذه که کنځل مې درته کړي والله په بالله چې د خدای د رضا لپاره مې کړي. نو حلیمي صیب که چیرته ما په کومه لیکنه کې مې ستا په مقابل کې د مشرولۍ او سپین ږیرتوب د احترام په حدودو پښه اړولې وي باور وکړئه چې د خدای د رضا لپاره مې داهر څه کړي او په آینده کې هم کلک هوډ لرم چې په هیڅ قیمت به ترې لاس نه اخلم ځکه چې ددین او وطن ددښمنانو، زمونږ د معصومو شهیدانو د قاتلانو، زمونږ د کورونو د ورانوونکو، زمونږ د کونډو او یتیمانو د زیاتونکو، او زمونږ د هیواد داشغالګرو دمزدورانو سره مې فطرتا د سپي او د فقیر ده، خاصکر د بزرګۍ په جامه کې زمونږ ددښمنانو د اجیرو او عمیلو خدمتګارانو څخه مې داسې کرکه راځي چې که یوه دقیقه یې مسلسل مخ ته وګورم استفراق به مې کړی وي.
زه حلیمي او امثالو ته یې یو ځل بیا په واز کومي وایم چې ترهغه پورې به په تاسې پسې راخیستی سوټی په ځمکه کښینږدم ترڅو تاسې د شهید او یتیم ولس په مخکې دپښیمانۍ خط بیني نه وي کش کړي!!!

دا په خلاصو غوږو واورئ! دا خو دې زما ځینې مستعار نومان د ژورنالیستیکو آرونو څخه په بربنډې سرغړونې سره راښکاره کړي، که مې خپل اصلي نوم هم ولیکې هیڅکله به په آرام راڅخه کښېننې!!!!

په پای کې دا اضافه کول هم غواړم که همت درکې وي زما لیکنو ته به د ړنګولو په ځای منطقي ځواب ووایئ، او که تش په نامه د ټول افغان دعوه داران یئ نو کولای شئ چې زما لیکنې ړنګې او خپلې پرېږدئ او په دې توګه لوستونکو ته ځانونه سپین او ما د ځواب نه عاجز معرفي کړئ.

د امریکایانو او اشغالګرو د مزدورانو، اجیرانو، او غلامانو د شرمیدلې ورځ په هیله[/quote:caff6cb0c5] :lol:


عنوان

tandar
06.01.2011

وهاچ صاحب سلامونه او احترامونه می ومنه له لوی خدایه امید کوم چه تل دصحت اودفت په جامو کی پټ اوسی٠
ماته وروسته له افغانستانه نیولی تراروپا او امریکا ډیرو خپلوانو او دوستانو دتپوس تلیفونونه راغلل مګر ستاسو اولین تلیفون و چه ماته ې دومره روحی توان اوخوښی راکړی چه یو خدای ،ج، پوهیږی نور څه می یاد ته نه راځی ځکه چه نورمال حالت کی نه وم مګر دومره می په یاد دی چه ستاسو له خواو٠
ماستاسو په نمبر چه راغلی و اوزما په تلیفون کی ثبت شوی و دمننی لپاره ډیر کوښښ وکړ مګر چاځواب رانکړ ٠ بیامی ماما ځامن چه په دوبی کی اوسیږی او کار او روزګار لری ستاسو نمبر ورکړ هغوی هم کامیاب نه شول٠
خلاصه یو جهان مننه کوم تاسو ته دی خدای پاک هم ډیره خوښی درکړی لکه تاسو چه ماته راکړی او ممنون داحسان مویم
دناندرو په مخ کی داپیغام ولیکو چه څوک راسره اوس ناندری شروع نه کړی خدای مودی پرده وکړی ٠
مننه٠


Sangar Watan
07.01.2011

محترم تندر صيب سلامونه،

ستاسوليکنې خوندورې او په لوستو ئي هر څوک دخوښۍ احساس کوي٠

تاسو ليکلي:
دغرزی او عبدالله تر مینځ نن ناندری راپورته شوی .

دا غرزی څوک دی؟

ايا د کرزي دنوم ليکل خدای مکړه دډار او ايرې سبب ګرځي؟

زه چه ګورم تندر له چا بيره اوډار نلري،او هم زه يو سړی پېژنم چه نوم ئي
غرزی دی٠
هيله ده چه ناسم پوهاوی سيخ کړی شي٠


عنوان

tandar
07.01.2011

وروره سلانومنه زه نه پوهیږم چه غرزی ولیکم او که کرزی ولیکم خو مطلب د
ا فغانستان اولسمشر دی ،او دغه خبر می ددواړو له خولی په خپلو غوږونو دشمشادtv په خبرونو کی واوریدو٠
خو خیر شاید املاې غلطی وی٠
ستاسو څخه مننه کوم٠
تندر٠


Re: عنوان

و.افغان
09.01.2011

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
محترم او دروند تندر کاکا:
ستاسې له اخلاص، خلوص او مهربانۍ څخه یوه نړۍ مننه.
زما له خوا هم تاسې ته او ستاسې درنې پتمنې کورنۍ ته نېکې هيلې او سپېڅلې پېروزينې ومنئ.
زړه مو ژوندی دی، ځوان دی، رب جل جلاله مو له دغه
ځوان زړه سره په بدن هم روغ رمټ لره.
زه څه وخت مشغول وم، ټلفون مې تر ډېر وخته بند وو.
ستاسې له احوال پوښتنې يو ځل بيا مننه کوم

ستاسې لپاره د اوږد مبارک صحتمند ژوند هيله لرم.
په درنښت

[quote:11d13a9f42="tandar"]وهاچ صاحب سلامونه او احترامونه می ومنه له لوی خدایه امید کوم چه تل دصحت اودفت په جامو کی پټ اوسی٠
ماته وروسته له افغانستانه نیولی تراروپا او امریکا ډیرو خپلوانو او دوستانو دتپوس تلیفونونه راغلل مګر ستاسو اولین تلیفون و چه ماته ې دومره روحی توان اوخوښی راکړی چه یو خدای ،ج، پوهیږی نور څه می یاد ته نه راځی ځکه چه نورمال حالت کی نه وم مګر دومره می په یاد دی چه ستاسو له خواو٠
ماستاسو په نمبر چه راغلی و اوزما په تلیفون کی ثبت شوی و دمننی لپاره ډیر کوښښ وکړ مګر چاځواب رانکړ ٠ بیامی ماما ځامن چه په دوبی کی اوسیږی او کار او روزګار لری ستاسو نمبر ورکړ هغوی هم کامیاب نه شول٠
خلاصه یو جهان مننه کوم تاسو ته دی خدای پاک هم ډیره خوښی درکړی لکه تاسو چه ماته راکړی او ممنون داحسان مویم
دناندرو په مخ کی داپیغام ولیکو چه څوک راسره اوس ناندری شروع نه کړی خدای مودی پرده وکړی ٠
مننه٠[/quote:11d13a9f42]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more