د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

عائشه ، دامریکایي تبلیغاتي او سیاسي موخوپه قربانګاه کې

نوروز خان
11.12.2010

عائشه ، دامریکایي تبلیغاتي او سیاسي موخوپه قربانګاه کې
عبدالرؤف حکمت
دعایشې په نامه د افغانې پیغلې دقضیې په اړه ،چې ویل کیږي دروزګان ده او خسرګنۍ یې غوږونه اوپوزه ترې غوڅ کړي دي ، تراوسه خپلواکې پلټنې نه دې شوې چې بالاخره څرنګه داقضیه رامنځته او ولې په دومره ستر جنجال واوښته ، خو هغه څه چې تازه تازه دعایشې پلار رسنیوته په ډاګه کړي خورا مهم او دپام وړ دي چې په دې ساختګي قضیه کې دمغرضو او خدای دښمنه امریکایانو بنسټیز رول په جوته توګه ترې معلومیږي ، دبي بي سي رادیو دراپور له مخې ددغې ستم ځپلې پیغلې پلار مطبوعاتو ته ویلي چې نوموړې دخارجیانو په سلا له کوره ایستل شوې او په داسې غم لړلي برخلیک اخته شوې ده ، دغه راز نوموړي دعایشې په قضیه کې دامریکایانو او واکمن رژیم په تش په نامه بشري مرستې هم شک څرګند کړ ی او په ډیر ټینګار یي غوښتي چې لور دې ورته بیرته راستنه شي ترڅو په خپل هیواد کې دآبرو ژوندتېر کړي .
دغه راز دبي بی سي دراپور له مخې په روزګان کې دبشري حقوقو دیوې څارونکي او پلټونکي ډلې مشر عبدالغفار دغربي مطبوعاتو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې په دې پیښه کې یې دطالبانو لاس شریک باله ، نوموړی وویل تریوکلنیو پلټنو وروسته دې نتیجې ته ورسیدو چې په دې پیښه کې طالبانو هیڅ لاس نه درلود او دټایم مجلې په شمول غربي ادارو یوازې له دې څخه په دروغو تبلیغاتی ګټه پورته کړې ده .
داوروستي رابرسیره شوي حقائق که له یوې خوا دټایم مجلې ، نیویارک ټایمز ورځپاڼې ،سي ان ان ،بي بي سي او نورو خبري ادارو دروغ او منافقت رابرسیره کوي چې څنګه يې په دروغو داقضیه په مجاهدینو تاوان کړې وه او اونۍ اونۍ یې تاوده بحثونه پرې دایرول ،له بلې خوا په دې پیښه کې دیرغلګرو له اساسي رول درلودلو څخه هم پرده پورته کوي ، لکه څنګه چې دعایشې پلار په ډاګه کړې چې دنوموړي په قضیه کې امریکایان لاس لري داسې شواهد شته چې امریکایي ځواکونو دې ، په ساختګي توګه داقضیه رامنځ ته کړې وي ترڅو په نړیواله میډیا کې دمجاهدینوپه وړاندې خپل تبر ته لاستی ومومي او ناخبره اذهان یوځل بیاپرې وغولوي .
ځکه داقضیه عیني په داسې مهال په نړیوالو مطبوعاتو کې راپورته شوه ، چې داوباما په مشرۍ دافغانستان په جګړې ټینګار کوونکې ټلوالې ته دجګړې داوږدولو او پوځی ماموریت دتمدید لپاره هیڅ توجیه او مقنع دلائل نه وه ورپاته ، په همداسې حالت کې دعایشه غریبې په افغاني حیا معامله ګري وشوه او ټایم مجلې یې زړه دردونکی تصویر ددرستو نړیوالو په مخ کې له یوه بشپړ سیاسي پیغام سره یوځای خپور کړ ، وروسته دسي ان ان په شمول نورو رسنیو هم همدې موضوع ته زور ورکړ ترڅو دافغانستان له جګړې خواتوري اذهان یوځل بیا پرې اغفال کړي .
اوس چې په قضیه کې دامریکایانو پښه شریکه بلل شوې ، باید په دې اړه نورې پلټنې هم وشي ترڅو په جوته توګه معلومه شي چې دښمن دخپلو سیاسي او تبلیغاتي موخو لپاره ترکومه حده دبې وزلو افغانانو دپت او ژوند په وړاندې جفاکار دی ، دغه راز افغان اولس باید ددې مظلومې او دامریکایي موخو دښکارشوې ناخبرې افغانې دقضیې په اړه بې تفاوته نه شي ،اوله شته امکاناتو نه په استفاده له امریکایانو او مزدورانو یې ددې قضیې سپیناوی وغواړي دغه راز لکه څنګه چې دنوموړې دپلار غوښتنه ده له امریکا څخه ددې دبیرته راستنولو په چاره کې خپلې هڅې ونه سپموي .
له شهامت سایټ نه په مننه


Ali Mohammad
11.12.2010

دا دعایشې كيسه هم داسې ده لكه په عامه ځايونو كې چاودنې!
امريكايان يې قصدا ددې لپاره كوي ترڅو دخلكو په منځ کې دمجاهدينو راښكون كم كړي.


عنوان

tandar
29.12.2010

الی محمد وروره ټولو ته واقیعت لکه لمر معلوم دی خو پری سترګی پټوی ،دډیر افسوس ځای دی، چه ددښمن په هکله او جنایتونو نه څه واې او نه لیکی٠
تربیا٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more