د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د كورنۍ د سرپرست په وسيله د ښځې ولور اخيستنه

ګل آغا احمدي
31.10.2004

د لوى خداى په نامه
زه غواړم چې د محترمو ليكوالو پام د ښځې په هكله يوې ډيرې اساسي مسئلې ته را واړوم چې په افغاني ټولنه كې په زياته پيمانه رواج لري او هغه مسئله د ښځې له ولور څخه عبارت ده چې نن سبا يې په ډيرو پښتني سيمو كې حد او اندازه يو ملا ماتونكى بار ګڼل كيږي او د ښځې د كورنۍ د سرپرست (نيكه، پلار، ورور، كاكا او يا خپلوان) په وسيله اخيستل كيږي او هغه د خپل ځان لپاره يو روا حق ګڼي. البته د نوموړي ولور څخه واده شوې بيچاره ښځه هيڅ ډول اطلاع نه لري چې څه شو؟ او يا په كومه لاره مصرف شو؟
د كورنۍ سرپرست نوموړى مبلغ يا خو د خپل كور د لګښتونو لپاره په كار راوړي ، موټر پرې اخلي او يا خپل ځوان زوى ته پرې واده كوي. واده شوې بيچاره ښځې ته پرته له څو جوړه كاليو او د كور د جزوي سامان پرته نور هيڅ نه وركوي او ځينې پلرونه خو بيا دا كار هم نه كوي او نوموړى ولور په بشپړه توګه د خپلې خوښې له مخې په مصرف رسوي.
چې د دې په پايله كې هغه كور چې ناوې ورځي د لسهاوو ستونزو سره مخ كيږي او د نوموړي ولور د پوره كولو لپاره د ناوې خاوند او د كور نورو غړو زياتو تكليفونو او مسافريو ته لاس اچولى وي او يا يې نوموړى مبلغ له بل چا څخه په پور اخيستى وي. ناوې داسې يوه سپيره كور ته ورځي چې نور نو د اقتصادي ستونزو ځاى په پرې كيږي او يا تر ملا ماتونكيو پورونو لاندې شپې او ورځې تيروي چې د هغوى بيرته ادا كول د يوې افغاني غريبې كورنۍ لپاره كلونه كلونه وخت په كار دى.
د اسلام د مبارك دين د بنسټونو سره سم نوموړى عمل يو ناسم عمل دى، ښه خبره خو دا ده چې يو ولور يو مناسب حد ولري او د كورنۍ سرپرست هغه په بشپړه توګه د واده شوې ښځې په اختيار كې كښيږدي او دا مبلغ د ښځې روا او شرعي حق دى.
د محترمو ليكوالو نظر په دې اړه څه دى؟
خوشحاله او هوسا اوسى
ستا د مخ افغان بيرغ ته سلامي يم شونډې سرې، وربل دې تور شال دې زرغون دى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more