د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ولې د پښتو یو معیاري لیکدود نشته؟

شيرين جان
16.12.2010

سلامونه او نېکې هیلې!
موږ تل خپل سیاسي مشران ملامتوو چې اتفاق او یووالی نلري، په یو واحد سیاسي موقف نه راټولیږي، همیشه خپلمنځي بې اتفاقي پالي، او..............
خو هیڅکله مو د ژبې او ادب په ډګر کې خپلو مشرانو ته ګوته نده نیولې.
که سیاسي لیډران مو دلرې اوبرې پښتونخوا په یو کولو کې بې تفاوته پاتې شوي، ادیبانو او ژبپوهانو مو هم )زما په اند( د لر او بر پښتون د یو کولو لپاره کومه کارنامه نده کړ ې، علی الاقل دومره یې ونکړل چې په یو واحد معیاري لیکدود باندې متفق شي، د کوزې او برې پښتونخوا د مختلفو لیکدودونو سربیره، د هرې سیمې او سمت پښتانه هر یو خپل جلا جلا لیکدود لري. آیا پخپله یو اختلاف ندی؟؟؟؟؟
که وي، نو تاسې ووایئ چې زموږ ژبپوهان او ادیبان په دې کې ګرم ندي؟؟؟ ځکه چې هرڅوک ترخپلې وسې پورې پړ دی، د ادیبانو خو مو همدا په وس پوره ده چې سره کیني او په یو معیاري لیکدود یوه خوله شي!!!

کیدای شي تاسې ته دا وړاندیز پرځای ښکاره نشي، خو ماته د یو معیاري لیکدود رامنځته کیدنه ډیره مهمه معلومیږي.


larghonay laraway
18.12.2010

يو شعر دی:
که د لمر سترګه تندي ته درته راشي
ته چې ويښ له خوبه نه يې سبا نه د

شيرين جان صيب د پښتو ژبې د يو معيار په اړه پښتو پوهانو په کابل او پښتونخوا کې ګڼې غونډې او فيصلې کړې دي چې وروستۍ غونډه يې په باړه ګلۍ کې وه. د لرې او برې پښتونخوا ليکوال او پوهان په کې وو او يو معيار يې رامنځته کړی دی. چې هيڅکله هم بايد داسې تېروتنه بيا ونه کړو چې معيار نه لرو.
په پښتنو مشرانو ستا نيوکه سمه ده او هغه بايد داسې تصحيح شي چې : ځينې پښتانه ليکوال ولې خپل لاسليک او هوکړې ته ژمن نه دي؟
ځکه چې په هره غونډه کې يې هوکړه کړې خو په خپلو ليکنو کې يې نه ده عملي کړې!
خو دا د هغوی خپل کار دی ولې ما او تاته يې يو او ښکلی معيار راپرېښی چې بايد کار ورته وکړو او څوک يې چې له منځه وړي او بې لارې دي هغه پوه کړو، له سمتي، لهجوي، قبيلوي او نورو سپکو او وروسته پاتې مفکورو يې راپه لار کړو او شعور ورکړو.
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more