د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دماشومانودروزنې له پاره ۲۵عملی لارښونې

رښتینی
15.12.2010

.

د ماشومانو د روزنې لپاره ۲۵ عملي لارې

ژباړه: زاهد جلالي

لاندینۍ لارښوونې باید له خپل ماشوم سره په منظمه توګه پلې کړو ترڅو د قران په سیوري کې را لوی شي.

...1. میندې دې د حمل په موده کې قرآن ته غوږ شي
پدې کار سره جنین له نفسي او روحي پلوه اغیزمن کیږي، کله چې د ماشوم مور تلاوت کوي یا ورته غوږ نیسي نو د هغې د راحت سبب کیږي چې دغه احساس په جنین هم تاثیر کوي. له همدې لامله کوښښ وکړﺉ د حمل په موده کې په ورځنۍ توګه تلاوت وکړۍ که څه هم چې لږ وي.
2. کله چې ماشوم د تي رودلو په موده کې وي هم د قران تلاوت کوی او یا یې اورﺉ.
په ورځ کې لس یا پنځلس دقیقې تلاوت کول د ماشوم ذهن له قران سره روږدی کوي او په راتلونکې کې له ماشوم سره د قران په حفظولو کې مرسته کوي.
3. د ماشوم په حضور کې تلاوت کوﺉ
4. ماشوم ته مو یو ځانگړی قران هدیه کړﺉ
ماشوم ته د لوبو د اسبابو په څیر قران هم هدیه کړﺉ او دا قران د هغه په نامه کړﺉ.
5. د قرآن د ختم په ورځ یو محفل جوړ کړﺉ
کله چې ماشوم قران کریم ختم کړ نو تاسې پدې ورځ یو محفل جوړ کړﺉ او خپل ماشوم ته پکې یوه ډالی هم ورکړﺉ. پدې کار سره له قران سره د ماشوم شوق او علاقه ډیریږي او هر کله پدی فکر کې وي چې کله به بیا قران ختموي.
6. ماشوم ته مو د قرآن کیسې واورﺉ
د ماشومانو دا خاصیت دی چې کیسی ډیرې خوښوي، نو تاسې مو ماشوم ته د قران کیسې ډیری اوروﺉ او د کیسو په منځ کې ورته هماغه مربوط آیت هم تلاوت کوﺉ ترڅو د ماشوم اړیکې له قرآن سره ډیرې شي.
7. ماشوم ته قراني مسابقې جوړې کړﺉ
که ممکنه وي مور دې خپل ماشومان په خپلو منځو کې په قراني مسابقو سره بوخت کړي او یا دې ترینه داسې پوښتنې وکړي چې د ماشوم له سویې سره برابرې وي. مثلا: د قریش په سورت کې سفر په کوم نامه یاد شوی؟ ځواب یې رحله دی او یا د قریش په سورت کې د کال د کومو فصلونو یادونه شوې؟ چې ځواب یې الشتا؛ والصیف دي….
8. محیطي عناصر له قرآن سره وتړﺉ لکه د مځکی، اسمان، ستورو، سپوږمۍ او داسې نورو ارتباط له قران سره وښیئ.
9. قراني مسابقې جوړې کړﺉ
له ماشوم څخه پوښتنه وکړﺉ چې فلانۍ کلمه په کوم ځای کې ده نو هغه مجبوریږي له قراني قاموس څخه استفاده وکړي چې پدی وخت کې له ډیرو آیتونو سره آشنا کیږي او د دی پوښتنو طریقه باید د ماشوم له سویې سره برابره وي.
10. قرآن مو له ماشوم سره ملگري کړﺉ په هر ځای کې باید له ماشوم سره قران وي: مثلا د عم سپاره باید ورسره وي. دا مو د ماشوم روح آرام ساتي او د ډار او ویرې پر وخت مطمئن وي، البته ماشوم مو لومړی باید د قران په آدابو پوهولی وي.
11. ماشوم مو په ځانگړیو وسایلو له قران سره نږدې وساتئ مثلا د قران د تلاوت سی ډیانې او کیسټې ورته واخلئ یا هغه قراني تلویزیوني چینلونه ډیر ونیسئ چې تلاوتونه په ښه غږ ږدي چې دا ډیر مهم دي ځکه ماشوم مو هم غواړي د هغو په څیر شي او د دی لارې ډیر هڅیږي.
12. ماشوم ته مو تعلیمي سی ډیانې واخلئ که ممکنه وي ماشوم مو په داسې سی ډیانو عادت کړﺉ چې ماشومانو ته پکې د قراني یا د تجوید یا داسې نورې علمي شیانو ښوونه کیږي چې لدې لاری مو د ماشوم تلاوت سمیږي.
13. ماشوم مو په سیالو کې ګډون ته وهڅوﺉ په جومات، مکتب او یا کور کې په مسابقاتو کې برخه اخیستو ته خپل ماشوم وهڅوﺉ ځکه ماشوم هر وخت غواړي جایزه وگټي او دا هم د قران سره د علاقې او د حفظ ښه لاره ده.
14. کله چې مو ماشوم تلاوت کوي غږ یې ثبت کړﺉ د ماشوم غږ ثبتول ماشوم د قران حفظ ته ډیر خوښوي په ځانگړې توگه کله چې بیرته خپل غږ واوري نو احساس کوي چې دی هم کولای شي قران یاد کړي.
15. د مکتب په پروگرامونو کې پرې تلاوت وکړﺉ د مکتب له مدیر او یا له استاذ سره اړیکه ونیسئ او ورته ووایئ چې کله ماشوم تلاوت کوي غلطیانې یې اصلاح کړي چې پدې سره ماشوم د قران حفظ ته ډیر هڅیږي په ځانگړي ډول کله چې د استاذانو لخوا وهڅیږي.
16. له ماشوم څخه مو قراني کیسې واورﺉ کله مو چې ماشوم قراني کیسی کوي تاسو ورته چپ کښینئ او داسې وښیئ لکه چې هیڅ مو دا کیسې نه وي اوریدلې او کله چې مو ماشوم غلطیږي تاسو یې غلطي ورښیئ.
17. کله نا کله ماشوم د امامت لپاره مخکې کوﺉ
18. په کورنۍ حلقه کې مو ماشوم در سره گډ کړﺉ
په کورنۍ کې مو د تلاوت یوه حلقه جوړه کړۍ او که ممکنه وي هره ورځ دا حلقه د 5 دقیقو لپاره تر سره کوﺉ.
19. ماشوم مو د جومات حلقې ته لیږﺉ
دا د ماشوم لپاره ډیره ښه ده او د تجوید په ښه کولو کې یې ورسره مرسته کوی.
20. که مو ماشوم د قران په هکله در څخه وپوښتل ښه ځواب ورکړﺉ
که مو ماشوم د قران په هکله در څخه کومه پوښتنه وکړه تاسو ښه په دقت او په ښې طریقې ځواب ورکړﺉ.
21. ماشوم ته مو قراني قاموسونه واخلئ
ماشوم ته مو د هغه له سویې سره برابر د ماشومانو قاموسونه واخلئ ترڅو د مانا په پوهیدو کې خپله مشکل حل کړي.
22. ماشوم ته مو د قران د تفسیر آسانتیاوې برابرې کړﺉ.
د دی لپاره چې ماشوم مو په تفسیر څه نا څه وپوهیږي، د تفسیر سي ډیانې، کیسټې او کتابونه ورته واخلئ. خو هغه تفاسیر مه اخلئ چې د علماوو اختلاف پکې بیان شوی وي.
23. ماشوم مو له اهل علمو سره په ارتباط کې وساتئ.
ماشوم مو تل علماو ته ورولئ، له هغو سره یې ناسته پاسته ډیره کړﺉ، ځکه دا مو ماشوم ته دا جرئت ورکوي چې له علماوو سره د یوې موضوع په اړه بحث وکړي.
24. د ماشوم تعلیمي نصاب له قران سره وتړﺉ.
کوم کتابونه چې مو ماشومان په مکتب کې وایي، تاسې له قران سره هغو مسایلو ته ارتباط ورکوﺉ.
25. ورځنیو احادیثو ته له قران سره ربط ورکوﺉ
مثلا ځینې احادیث د اسراف په اړه راغلي دي نو دا له قراني ایاتو سره تړﺉ.
لدې لارښوونو څخه پدې توګه گټه واخلئ؟
لومړی دا پاڼه چاپ کړﺉ
بیا دا لارښوونې په څو برخو وویشئ، آسانه او د تطبیق وړ ترې بیلې کړﺉ او پرې عمل وکړﺉ
او هر کار مو د ماشوم له سویې سره برابر سرته ورسوﺉ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more