د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

په نهاره د اوبو څښلو ګټي

وزیري
15.12.2010

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

نن سبا دا په جاپان کې دود دی چې هر سهار کله چې وګړي له خوبه را ویښ شی په نهاره اوبه څښي. په دې سربیره ساینسي څیړنو هم په نهاره د اوبو څښلو ارزښت ثابت کړی. غواړم د ښاغلو لوستونکو لپاره د اوبو د استعمالو او ګټو په اړه يو څو کرښې ولیکم. یوې جاپانۍ طبي ټولنې د یو شمیر خطر ناکو زړو او همدا رنګه د نوو ناروغیو لپاره د اوبو په وسیله د راتلونکو ناروغیو درملنه ۱۰۰ فیصده اغیزناکه او ګټوره ښودلې:
د سر درد، د ځان درد، د زړه سیستم، د بندونو پاړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغ والی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پاړسوب ناروغي، د پښتورګو او بولې ناروغۍ، قی ، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې تړلې ناروغۍ، د زیلانځ (رحم) ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغۍ.
د درملنې کړنلار
۱. هر سهار کله چې له خوبه بیداریږي مخکې له دې چې خپل غاښونه برش کړﺉ 4 x 160ml ګلاس اوبه وڅښئ.
۲. خپله خله یا غاښونه برش کړﺉ، مګر د ۴۵ دقیقو لپاره مه څه څښئ او مه څه خورﺉ.
۳. د ۴۵ دقیقو څخه ورسته کولی شئ د معمول په څیر څه وخورﺉ یا هم څه و څښئ.
۴. د صبا ناری، د غرمې او ماخستن له ډوډۍ څخه ۱۵ دقیقې وروسته د ۲ ساعتونو لپاره مه څه خورﺉ او مه څه څښئ.
۵. هغه وګړی چې د عمر له لحاظه زیات او یا هم ناروغه وي او نه شي کولی ۴ ګلاسه اوبه وڅښي په پیل کې کولی شي له کمو پیل وکړي او په تدریجی ډول د ورځې په سر خپل د اوبو څښاک ۴ ګلاسونو ته ورسوي.
۶. د اوبو د استعمال نوموړې کړنلار کولی شي ناروغه وګړو ته روغتیا ور په برخه او روغ وګړي له خپلې روغتیا څخه خوند واخلي.
راتلونکی لست د هغو ورځو د اوبو د درملنې د ورځو شمير په ډاګه کوي چې د عمده ناروغیو د درملنې/کنترول/کمولو لپاره اړتیا لري.
۱. د وینې فشار- ۳۰ ورځې
۲. د معدې ناروغي- ۱۰ ورځې
۳. د شکرې ناروغي- ۳۰ ورځې
۴. قبضیت- ۱۰ ورځې
۵. د سرطان ناروغي- ۱۸۰ ورځې
۶. د توبر کلوز ناروغي- ۹۰ ورځې
۷. هغه ناروغان چې د بندونو پاړسوب لري په لومړۍ اونۍ کې باید د ۳ ورځو لپاره نوموړې کړنلار تعقیب کړي او په دوهمه اونۍ کې دې هره ورځ څښي نوموړې کړنلاره کومه جانبي اغیزه نه لري، خو بیا هم کیدای شی د درملنې په پيل کې څو ځله اړه شئ چې تشې متیازې وکړئ.
دا به غوره وي که چیرې موږ دغه کړه وړه د خپل ورځنی ژوند يو عادت وګرځوو. اوبه وڅښئ او روغ رمټ او فعاله اوسئ.
دا یو مفهوم لري ... چې چینیان او جاپانیان د ډوډۍ سره ګرم چای څښي... یخې اوبه نه . کیدای شی دا هغه وخت وي چې موږ هم د چينیانو او جاپانیانو دغه عادت خپل کړو. موږ بايد څه له لاسه ور نه کړو، باید هر څه تر لاسه کړو.
هغه وګړي چې د یخو اوبو څښل خوښوي، دغه موضوع پرې د تطبیق وړ ده.
دا ښه ده چې چې د خواړو وروسته یو ګلاس یخې اوبه وڅښي، مګر یخې اوبه هغه غوړین مواد چې تا خوړلي جامدوي او په پایله کې يې د هاضمې پروسه سوکه کیږي.
کله چې دغه مواد د معدې د تیزابو سره غبرګون ښکاره کوي، نوموړې مواد په چټکۍ سره تجزیه او په کولمو کې جامد پاتې کیږي. چې له امله یې کولمه لیکه کیږی، او بیا په ډیره چټکۍ سره په شحمیاتو بدل او د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي. نو دا به غوره وی چې له ډوډۍ وروسته د یخو اوبو پر ځای سوپ یا ګرمې اوبه و څښل شي.
د زړه د حملې په اړه يوه جدي خبرتیا: میرمینې باید پر دې پوه شي چې هر زړه د حملې نښه دا نه ده چې په چپ مټ درد راشي، نو د زړه د حملې مانا لري . د جامې په مصراع یا لاین کې د سخت درد څخه هم خبر اوسئ.
دا هم شونې ده چې د زړه د حملې پر مهال په لومړی کې ناروغه په سینه کې درد احساس کړي. د زړه بدیدنه او زیاته خوله کول هم د زړه د حملې عادې نښې نښانې ګڼل کیږي.
پر۶۰ فیصده وګړو د زړه حمله هغه وخت راځي چې بیده وي، د تل لپاره بیده پاتې او بیا هيڅکله را بیدار نه شي. د جامې په مصراع کې درد کیدای شي ناروغه له خوبه بیدار کړي.
راځئ چې محتاطه او باخبره اوسو. څومره زیات چې موږ په دې موضوعاتو پوه شو، په هماغه اندازه زموږ د ژوندانه چانس په سختو شرايطو کې زیات وي.

والسلام

لیکونکی: انجينر نجيب الله نصرت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more