د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

د واده، سنتۍ، او نورو خوښيو بلنليکونه

و.افغان
12.12.2010

درنو وروڼو:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
د فوروم د درنو ګډونوالو څخه هيله کيږي، چې د دې سکالو لاندې د واده، سنت، او
نورو خوښيو لپاره بېلا بېل بلنليکونه له خپلو وروڼو سره شريک کړي.
د بېلګې په ډول به له تاسې سره د واده يو بلنليک شريک کړم، چې محترم ډاکټر
وطنمل صاحب ليکلی دی:

(له ښاغلي او آغلې ډاکتر ..... او ميرمنې )
له درانده حِضور څخه هيله کيږي چې د پنځشنبې په ماښام د پيغلې ګل غټۍ جانې او ښاغلي حماد جان د کوژدنې د مراسمو په لمانځلو کې په خپل ګډون سره مونږ ته ( وياړ او) خوښي راوبخښي .
نېټه : د مرغومي د مياشتې ٣٠ ، ٢٠١٤ کال
وخت : د ماسپښين ٥ بجې
پته :
....ښار
هوټل
سړک.

په درنښت


عادل عادل
13.12.2010

سلامونه

پدې توګه له محترم وهاج صیب او درنې کورنئ څخه په ډیر درنښت هیله کیژي چې د ګران حماد جان او پیغلې ګل غوټئ د واده په مراسمو کې په خپل ګډون سره مونږ ته ویاړ او لا خوښي راوبښي.

د ......زوم....... او .....ناوې ...... د کورنیو له خوا

ځای:
وخت:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که چیرته د واده مراسم په یوه ځای کې صورت مومي نو باید چې دواړه کورنئ یو متحد المال بلنلیک جوړ کړي، او که بیلابیلو ځایونو کې وي لکه یوه کلي کې د زوم کورنئ او بل کلي کې د ناوې کورنئ مراسم نیولي وي نو بیا بیل بیل بلنلیکونه پکار دي.

لومړئ سوال دادی چې د متحد المال بلنلیک په لیکلو کې د کورنیو، زوم او ناوې د نومونو تقدم او وروسته والئ په کوم اساس وټاکل شي، که یې مادي اړخ ته وکتل شي نو باید چې د زوم نوم او کورنئ یې مقدم ولیکل شي، که مادي اړخ نه وي مطرح نو کیدای شي د کورنیو د مشرانو عمر، پوهه، رسوخ او شهرت په پام کې ونیول شي او که څنګه؟

دوهم سوال دا چې مونږ او تاسو پښتانه ډیر کم خوښوو چې د ناوې نوم دې په بلنلیک کې ذکر شي، البته دا انګیزه د ناوې عفت ته د ډیر احترام له وجهې منځ ته راځي، نو ددې بدیل مناسبې کلمې کومې دي چې د ناوې د نوم ځای پرې ډک شي؟ ، مثلا ..... د حماد جان او ښاغلي ډګروال جانعلی خان د لور د واده په مراسمو کې........... پدې ځای کې د سړي ذهن ته د ناوې نه مخکې د نارینه نوم مخې ته دریژي چې چندانې مناسب نه دی .............. او یا هم که د ناوې کورنئ خاص نوم، تخلص یا لقب لري او شهرت ته پکې رسیدلي وي نو کیدای شي چې د ناوې د نوم پر ځای یاد شي ............. مثلا .........د حماد جان او پیغلې صدیقي د واده په مراسمو کې ....................

له بلې خوا دا هم ډیر بې خونده پریوزي که چیرته کورنئ په هیڅ ډول نوم، تخلص او لقب سره شهرت نه وي موندلئ خو د واده په ورځ یوازې د بلنلیک لپاره نوئ لقب،تخلص او د کورنئ نوم پیدا کړي.

دریم سوال دا دی چې ایا د زوم او ناوې او د کورنیو د مشرانو د مسلک او رتبې لیکل واقعا مناسب کار دی او کنه ؟ ........ مثلا ..... د الحاج ډاکټر صیب حماد جان او پیغلې انجنیر صدیقي ................. او یا .......... د الحاج متقاعد بریدجنرال ارکانحرب حاجی ګلزمان خان او خدای بښلي الحاج پوهاند ډاکټر صیب محمد جانخان د کورنیو له خوا............

زه ددې مخلف ځکه یم چې کیدای شي دواړه کورنئ ورته او د یوې مستوی مسلکونه او رتبې ونلري، نو دلته د یوې کورنئ غټول او د بلې وړول انځور کیژي، او که د چا خبره بای-فورس هغې ته چې مسلک لري خو رتبه نلري یا رتبه لري مسلک لری یا دواړه نلری، فرمایشی لقب جوړ شي، نو دا په خپل ذات کې په ځان ملنډې وهل دي........... ما ته خپله ډیر وخت داسې بلنلیکونه رسیدلي چې ځوان پکې د ریاست، قضا یا ډګروالئ دعوی کړې په داسې حال کې چې یوه ورځ نه رییس نه هم ډګروال او نه هم قاضی پاته شوی، یوازې د تیرو او روانو هسکو ټیټو شرایطو څخه په استفادې یې د شناخت او واسطو په زور د رتبې تثبیت کړئ او بس، چې دا واقعا د خندا ځای دی.

او یا هم له ځوان څخه د درسونو د فشار یا بلې ستونزې په سبب زده کړې نیمګړې پاته وي خو چې ګورې په بلنلیک کې پوره ډاکټر یا انجنیر صیب راووزي.............. چې دا ټول ددې سبب کیژي چې خپله بوله، ملګري او خپل خپلوان دې په سړي باندې وخاندي.

زه خو په اجتماعي او د کورني ژوند په مسایلو کې د مسلک او رتبې مطرح کول ډیر بې خونده عمل ګڼم.....

نور تاسو پرې ولیکئ .............


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more