د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یا الله!!!


Kliwal
26.10.2004

كله چې سيند په جپو شي، جپې يې په څپو او خېزو شي د يوې او بلې خوا طوفان را پورته شي د كښتۍ سپرلي په يوه خوله وايي [color=green:6b935f1d26]((يا الله))![/color:6b935f1d26]
كله چې يو لوى ناورين پېښ شي، يوه ناوړه غميزه را پرېوځي، وير او واويلا جوړه شي، د غم خاوندان وايي [color=green:6b935f1d26]((يا الله))![/color:6b935f1d26]
كله چې ګردله شي، په غرونو بيابانونو د چا شپه شي، د تورې شپې لمن او هر اړخيزه وېره را خوره شي هرومرو به وايي[color=green:6b935f1d26] ((يا الله))![/color:6b935f1d26]
كله چې د چا ټولې هيلې پرې شي، لارې را تنګې شي، لاس يې خالي شي، د انساني مكلفيت پېټى دروند شي، بيا آواز كړي [color=green:6b935f1d26]((يا الله))![/color:6b935f1d26]
كله چې د سوال كوونكي پر مخ دروازې بندې شي، د هر چا ورته شا شي، نوموړى د خپلو ستونزو سره تنها شي، نو په زاريو زاريو به وايي [color=green:6b935f1d26]((يا الله))![/color:6b935f1d26]
همدغه الله ته هره ښه او ښكلې خبره او د اخلاصه ډكه دعا پورته كېږي، هغه د ريښتني كس چيغه اوري، او هغه ته هره پاكه اوښكه محترمه ده!.
يواځي الله ته لاسونه پورته او لپه كيږي له همغه نه د هر حل تمه كيږي، او همغه ته سترګې ور اوړي او يواځې له همغه نه سوال كېږي ([color=brown:6b935f1d26]وإذا سألت فاسأل الله وإذا استعنت فاستعنْ بِا الله)[/color:6b935f1d26] كله چې سوال كوي نو د الله نه يې كوه او كه چې مرسته غواړې نو له همغه نه يې غواړه!
د سختۍ او غم په وخت كې هغه ته پنا وړل كېږي او هغه ته ټول محتاجه دي.
د هغه په ذكر او ياد د بدن غړي توانايي او زړونه آرامي پيدا كوي [color=olive:6b935f1d26](ألا بذكر اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ)[/color:6b935f1d26] رعد28 خبر دار شئ چې د الله په ذكر سره زړونه مطمئن، ډاډه او آرامېږي.
[color=green:6b935f1d26](( الله)) [/color:6b935f1d26]دا لفظ د هغه تر ټولو غوره نوم دى، دا يو ښكلي لفظ دي چې د هغه د شان او شوكت سره مناسب او ده خپله ځان ته غوره كړى [color=brown:6b935f1d26]((هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا (مريم65)) [/color:6b935f1d26]آيا ته د هغه همنامي يانې مثال پېژنې؟.
[color=green:6b935f1d26]((الله))[/color:6b935f1d26] شتمني، تل پاتې كېدل، ځواك، مرسته، عزت، توان او حكمت د هغه سره دي
[color=olive:6b935f1d26](لِّمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ[/color:6b935f1d26]( غافر ۱۶) نن ورځ بادشاهي چا لره ده؟ ( په خپله به الله وايي) يو او غالب الله لره ده!.
[color=green:6b935f1d26](( الله)) [/color:6b935f1d26]نو مهرباني، لطف، كومك، مينه او احسان هغه لره دى [color=olive:6b935f1d26]( واللهُ لَطيفٌ بِعبادِهِ) [و ما بكمْ مِنْ نعمةٍ فمنِ اللهِ) [/color:6b935f1d26]الله بر خپلو بندګانو مهربانه دى او په كوم نعمت كې چې تاسې ياست دا د الله لخوا دي.
[color=green:6b935f1d26](( الله))[/color:6b935f1d26] د هر نوع او هر ډول شرك نه پاك دى او هرڅه د ده په واك كې دي. (( لا شريك له))
ګوره هسې كر دګار دى رب زما ** چې صاحب د كل اختيار دى رب زما
په خپـــــــله بادشــــــاهي كي ** تل تر تــــله بر قـــــــرار دي رب زمـا
[color=green:6b935f1d26](( اي الله))[/color:6b935f1d26] ته مو ويره په امن بدله كړه، غم مو په خوشالي، كركه مو په مينه واړوه، شك او وسواس مو په يقين سره جبيره كړه، زړونه مو د ايمان په نور رڼه كړه،! آمين.
اي مهربانه ربه! تاته مونږ پنا در وړې، له تا څخه په هر حالت كې مرسته غواړو، بېشكه چې ته نېك بادار، ساتونكى او ښه مرسته كوونك يي. فأنت [color=olive:6b935f1d26](نِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ).[/color:6b935f1d26][color=green:6b935f1d26] يا الله!![/color:6b935f1d26]
.......................................................[color=blue:6b935f1d26] كليوال[/color:6b935f1d26][color=black:6b935f1d26][/color:6b935f1d26][color=black:6b935f1d26][/color:6b935f1d26][color=black:6b935f1d26][/color:6b935f1d26][color=black:6b935f1d26][/color:6b935f1d26][color=black:6b935f1d26][/color:6b935f1d26]



طالب جان
27.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره كليوال صيب .
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد : عزتمنه : تاسي يقينا ډيره ه زړه پوري ليكنه كړي , پدې ليكنه درته دلوي خداي جل جلاله له درباره داجر غوښتونكى يم .
په راتلوكي كي هم ستاسي دهمكاري په هيله .
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more