د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کليزه-عبدالهادي هادي

عبدالهادی هادي
31.05.2003

[color=blue:7023a58f16][/color:7023a58f16]
کليزه
لادې له سترګونه
وياله وياله
خپګان وريږي.
دښځې،
ټول برخليک دې سترګوکې دی.
ددنياهيڅ،
ښځه آزاده نه ده،
خوستاڅېره،
په زړوپاڼوکې،
رابيې ته ورته،
رابيه دې خوروه؟
ستاکيسه ددې کيسې ته ورته.
څومره بېوزلې ښکارې!
لکه انځور
دټولوښځوغوندې.
زه ګناهکاريم،
ملامت يم درته،
ماته مې ځان ،
لکه بلاښکارېږي.
تاته مې
دردورساو؟
درد دې،
پرما،
خوستاله سترګو،
رڼې اوښکې څاڅي!
داوښکوپوردې،
پرماڅومره پاتې؟
بېګامې،
ټوله شپه ژړلي درته
غوښتل مې،
ستاداوښکو،
پوراداکړم،
اوښکومې ،
ماپورې خنداوکړله،
وې يې :
دښکلواوښکې ،
وينې غواړي.
خوزه،
له وينوځنې کرکه لرم.
***
اوهو،
په يادمې شولو،
نن دې،
کليزه وه،
نوروزووکنه.
مادې،
کليزه نمانځل،
په زړه مې،
اوربل کړ،
دشمې پرځای،
دېوه مې نه لرله.
بيامې،
دخپلواسوېلو،
په شمال پوه کړه ګلې،
ډېوه مې مړه کړه،
زړه مې مړکړ،
زړه مې دود وکاوه،
سګريټ مې ډېرڅښول،
بېخي يواځې ومه،
ان،
ترسهاره مې،
ښه ډېروژړل،
مادې،
کليزه نمانځل.
عبدالهادي هادي-کابل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more