د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د عشق مرض علاج څنګه کیدی شي؟

قريش
25.11.2010

ورونو سلامونه او احترامات ومنۍ.

کله چی د روغتیا اوصحت خبره کیږی خلکو سمدستی جسمانی ناروغی اوبدنی روغتیا ذهن ته راځي حال داچی روحی روغتیا ترجسماني هغې ډیره مهمه ده.
ډیرې جسمانی بیماریانې اوتکلیفونه داسی وي چی اصلي منشا یې نفسیاتي او روحي امراض وي خوخلک ددی پرځای چې دمرض دریښودپرېکولو په لټه کې شي کوم چی نفسیاتي مرض وي دبدني او جسماني روغتیاعلاجونه ګوري.

که همدې فورم کی هم وکتل شي ټولي پوښتني او ځوابونه او علاجونه دجسماني صحت په محور راڅرخي او دنفسیاتي امراضو علاج ته توجه نده شوې.
داخو می هسی یوه لنډه مقدمه ولیکله.
دښاغلو روغتیاپالو او ډاکټر صایبانو نه می پوښتنه داکوله چي ایا (عشق) یا په عامه اصطلاح مینتوب ته ،نفسیاتي مرض ویلی شو که نه؟ زما یودوست دی په همدی مرض مبتلا دی یعنی عاشق شوی دی، نو آیا ددی مرض علاج شته او که نه؟
او که وي هغه کومی لاری دي چی سړی کولی شي له دی مصیبته ځان خلاص کړي؟
دلته شاعرانه او فلسفی ځوابونه می مطلب نه دي واقعی ځوابونه غواړم، ایا عشق مرض دی؟ که وي هم علاج یی څه شی دی؟ او که نه وي هم هغه منفی اعراض چی دعشق له کبله زما دوسته ته پیدا شوی او دردونه یی د غټو بیماریو نه کم ندي، څنګه کولی شي ځان تری خلاص کړي؟؟

دجوابونو په انتظار...


عنوان

tandar
25.11.2010

قریشه ته او درسره مریض انتظار خانه کی کښینی دمعاینی نوبت ته انتظاروباسی٠
ترورسته٠


tandar
25.11.2010

قریشه وروره مریضان زیات دی تاسو به لږ زیات وخت انتظار باسی چه نوبت مو راشی٠
اوبل دامریض مو بیسواده دی او که ګونګی دی او یا په کومه خارجی ژبه خبری کوی
چه تاسو دده ملګرتیا کوی؟
اوکه پورتنی سوالونه ده ته نه راجع کیږی،تاسوکولای شی چه تشریف یوسی ،او مریض دلته یواځی پریږی چه په قراری سره ې اساسی معاینه وشی٠
مګر دالاندی سوال ته فعلا ځواب ورکړی ،چه دامریض مو په نر مین دی او که په کومه نجلۍ؟
نور سوالونه به دمعاینی په وخت کی صورت ونیسی٠
ترهغی پوری به ښاغلی دوکتور عبدالسلام او ښاغلی دوکتور پوښتون هم دعملیاتو له خونی راغلی وی، ټول مشکل به حتمی حل شی٠
ستا دمریض سترګو ته چه ګورم ژیړی شوی هم دی لکه چه د ډیری مینی ژیړی هم نیولی دی٠ نودده سمه معاینه په کار ده٠
تربیا٠


ډوکتر څپاند
26.11.2010

لېونئ مينې کړم اشنا دبيابان سره *******پرېږدۍ چې ګرزم لېونی په غرونو


عنوان

tandar
26.11.2010

ډیفریسون په انسانانوکی له هغو نفسی خواهشاتوڅخه سرچشمه اخلی چه ورته انسان رسیده ګی نشی کوالای،مګر غواړی ې،داهم مادی او هم تخیلی کیدلای شی٠
خودخواهی،قناعت نه لرل، حسادت او تنګ نظری ې ښه مثالونه دی٠
دداسی مرضونونو علاج په نورو دواګانو نه کیږی په غیر له مشوری د یوه پوه روانشناس او په دی هکله زیاتی مطالعی نه٠
مننه٠


قريش
26.11.2010

بیصدا صیب خوزما په فکرمعالج ډاکټر کولی شي دډیپریشن اندازه راټیټه کړي، خو بالکل له منځه وړای یې نشي.
تاسو څه پکی وایۍ؟؟؟

او دوکتور تندر صیب تاسو پوښتلی چې:
[quote:ce7e433aa6]دامریض مو په نر مین دی او که په کومه نجلۍ؟ [/quote:ce7e433aa6]
وايي خدای دي داسي حیران کړه لکه زه چی دې حیران کړم.
هاهاهاهاهاهاهاها

اوتندرصیب دمریض سره زماملګرتیا ګټوره ده. دبیصدا صیب په لیکنه کی ولوستل چي دډیپریشن مریض ته ځان ډیربې ارزښته ښکاري په ځان باور نلري.
خو بیاهم که چیرته ډاکټرصیبان یی مناسبه وبولي زه به یی یوازی پریږدم.


د مینی رنځور ته

پښتون.
26.11.2010

.........................................................................................هوالشافی..............................................................
سلامونو قدرمنو ورورڼو،خوشحاله یم چی تاسی دلته روغ جوړ او د مینی دخوږی کلیمی سره وینم. او غواړم چی د علاج نه مخکی ، په یو کس کی دمینی (عشق)د نښو نښانو په هکله لږه رڼا واچوم.
دميني سپېڅلتوب خویې له نوم نه لاښکاري خو کاشکي یې خلک په ارزښت پوه شي،دشکسپېرپه وينا،مین هغه څوک دی چې له لاسه یې هیڅکه چاته ازارنه رسېږي ،خوکاشکي شکسپېرخپل دې تعريف ته داهم ورزیاته کړې وای چې مین هغه کس دی چې تل دنورودازارموخه کرځي!!!
که چیری تاسی وګوری چی کوم کس لږ خوشحاله او ډیری د غم خبری کوی خبره په خبره باندی نری نری غوندی مسکا سره به ساړه ساړه او ژور ژور اوسیلې اوباسی.د تګ په وخت کی به زیاتره پورته اسمان ته ګوری او ځمکۍ ته به ډیر لږ،د شعرونو په ویلو به زړه حال درسره کوی د سګرټ په لوګو به فضا ناولی کوی،د لږ خوبی نه به یی سترګی داسی سری وی لکه سانډا چی حلالی ته بیایی .کله به په خټ خټ درله خندا کوی .او کله به مسکا کوی لکه شیشنګ لیونۍ،او بیا به په یو ځل خفه او غمجن کیږی.نو یقین وکړی چی ستاسی په مخ کی یو دانه مین تشریف لری.
عـــــــــــلاج:
که چیری مین کس د واده شرایط پوره کړی وی یعنی کورنۍ ورسره رضا وی او د جنۍ کورنۍ هم د دواړو په یو ځای کیدو کی کومه ستونځه ونلری نو زر تر زره دی واده اوشی.هم ثواب هم خرما.
مین کیدل یا عاشقیدل د معتاد کیدلو له کورنۍ څخه ده چی رنځور لکه په چرسو او تریاکو چی اخته ګیږی په مینه اخته کیږی. او لکه په مخدره توکو اخته کس ته چی مخدره توکی ورسیږی او هماغه وخت پری بیا اختر او خوشحالی وی ،همداسی مین کس د مینتوب په دوران کی چی هرڅه په صحیح توګه مخ ته ځی او لیدل کتل پکښی کیږی نو مین باندی هم دا شیبی ډیری خوږی ،خوشحاله تیریږی او خوند ترینه اخلی.خو دا خوشحالی تر ډیره پوری نه وی او زر ختمیږی چی یو شی زر ختمیږی بیا یی هیرول او پریښودل حتمی دی. او د پریښودلو چاره یی باید پیدا کړو.
د مینی د پریښودواو علاج لپاره کومی او څنګه هڅی چی د مخدره توکو د پریښودلو لپاره کیږی .دمینی د پریښودلو لپاره هم توصیه کیږی.
او د مینی نه د خلاصون د معشوقی هیرول او له مینی لری کیدلو یو لاره چاره یی د هغی ځای نه کوم بل ځای ته په اوږد محاله سفر تلل دی چی په یو کال کی به د مینی رنځ نه خلاص ،او هیڅ نخی نښانی به یی په ځان کی ونوینی.او ګوری به چی نور هیڅ مین ندی.او پدی خاطر چی علاج یی په ښه توګه اوشی هڅه وکړی چی یو بل هیڅ ونګوری ،د ټیلیفون کولو نه د لیک لیږلو نه بلکل ډډه اوشی. یعنی اړیکی بلکل وشلیږی.
د لیکلو لپاره ډیر څه شته خو په قلاره قلاره به د رنځ علاج کوو چی رنځور مین باندی زمونږه مشوری څومره اغیزه لری.که چیری یی رنځورتوب ډیر وی بیا به مونږه ورته نورڅه توصیه ورکړو.


عنوان

tandar
26.11.2010

وروڼودیوه مرض تداوی هغه وخت کیدلای شی چه تشخیص شی٠
دامین صاحب په څه شی مین دی؟
ایادکوم لیکوال په لیکونو مین دی ،چه دی دهغه غوندی دلیکونو توان نه لری؟
ایاد وطن په ازادی مین دی،چه له اشغاله ې نن رنج وړی؟
ایادالمان دوزیر خارجه غوندی په یه یوه همجنس مین دی؟
اوبل دامین دی او که مینه؟
څومره وخت کیږی چه مین دی؟
ایاپه دی هکله ې خپله کومه جستو جو ې کړیده؟ اوترکومه حده؟
قریشه وروره ددی انسان یو عکس دلته ضروری دی ،خصوصا د روانشنانو دنظر اخستلو لپاره٠
نوبیاانشاالله ته تری نه خلاص ې،داسی معالیجه به ې وشی چه ټک پتری به شی،چه بیا په ژوند کی دمینتوب نوم وانخلی،داساده خبره ده٠
اوکه بیاې هیڅ چاره ونه شوه ،بس په جلال اباد کی دمیالی صاحب په نوم یو زیارت دی ،هغلته به ې دڅو وروځو لپاره ور تسلیم کړو،په خپله جوړیږی٠
تربیا٠


عنوان

tandar
27.11.2010

پوښتونه وروره،ستاددی لاندی لیکنی دمطلب تطبیق کول داسی یو ه معنی لری لکه مین چه په ګولی وولی،او دا په غره اوبه جیګونه ده،او یادمین تدریجی مړینه ده که واقعا مین وی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
او د مینی نه د خلاصون د معشوقی هیرول او له مینی لری کیدلو یو لاره چاره یی د هغی ځای نه کوم بل ځای ته په اوږد محاله سفر تلل دی چی په یو کال کی به د مینی رنځ نه خلاص ،او هیڅ نخی نښانی به یی په ځان کی ونوینی.او ګوری به چی نور هیڅ مین ندی.او پدی خاطر چی علاج یی په ښه توګه اوشی هڅه وکړی چی یو بل هیڅ ونګوری ،د ټیلیفون کولو نه د لیک لیږلو نه بلکل ډډه اوشی. یعنی اړیکی بلکل وشلیږی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پوښتونه د روانی دداکترانو سر دی ګرولی دی٠
:oops: :oops: ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, :oops:
که چیری تاسی وګوری چی کوم کس لږ خوشحاله او ډیری د غم خبری کوی خبره په خبره باندی نری نری غوندی مسکا سره به ساړه ساړه او ژور ژور اوسیلې اوباسی.د تګ په وخت کی به زیاتره پورته اسمان ته ګوری او ځمکۍ ته به ډیر لږ،د شعرونو په ویلو به زړه حال درسره کوی د سګرټ په لوګو به فضا ناولی کوی،د لږ خوبی نه به یی سترګی داسی سری وی لکه سانډا چی حلالی ته بیایی .کله به په خټ خټ درله خندا کوی .او کله به مسکا کوی لکه شیشنګ لیونۍ،او بیا به په یو ځل خفه او غمجن کیږی.نو یقین وکړی چی ستاسی په مخ کی یو دانه مین تشریف لری
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دمعشوقی هیریدل امکان لری؟،،،زړه مین دی زړه،،، پوه شوی٠
رسیده ګی به ورته نه شی کولای او دسر به سترګو به ې نه وینی مګر دزړه دسترګو کله پناه کیدای شی،خلکو خو دالنډی خوشی نه دی ویلی٠
دسر له سترګو می پناه ې
......................دزړه په سترګو دی همیش دیدن کومه٠
دا یو ډیر سخت روحی مشکل دی،فرهاد او شیرینی، لیلی او مجنون، جلالی او سیاه مو او زمونږ قریش ورور او مینه صاحبه ې غټ غټ مثالونه دی٠

ددی مرض دوا وصال دی اوبس٠
دتاژیړی شو زما تبه
....................په داکترانو به جوړه ګرځو مینه
او هغه ورته واې چه٠
په داکترانو نه رغیږم
.....................زه د کاږه وربل شمال وهلی یمه
او که غواړی چه مین څوورځی زیات ژوند وکړی ،نو دمعشوقی صفت ې ورته کوه اوتل دهغی په هکله ورته غږیږه، او ډاډ ورکوه چه بریالی کیږی،په دی خبرو من من غوښی اخلی،اوبر عکس به ې ځانته دشمن وګرځوی٠
ځکه مین دنورو شیانو دلیدلو لپاره ړوند دی،دهغه ټول فکر دخپلی مینی سره دی٠
مننه٠
عبدالسلامه نه ښکاری یاره ، ته خو به مینی پسی نه وی اخیستی ؟ولا یادیږی مو،مګر دعاشقانو غوندی نه٠ هاهاها :oops: :oops:


قريش
27.11.2010

ټولو ډیر په زړه پوری ځوابونه لیکلی خوماچی دټولو ډاکټرصیبانو نسخی او پوښتنی ولوستې دې نتیجی ته ورسیدم ددې مریض تشخیص تندر صیب کړی دی دپوښتنو نه یی معلومیږی چی تندرصیب به یی ډیر صحیح علاج وکړي :)
تندرصیب عکس مکس یی څه کوې خو ښه پوهیږې چي څنګه او څه شی مین دی؟ دوطن ازادي یی هم هیره نده خودعشق له لاسه هم ډیر ځپلی دی.
ستاسو دمعلوماتو لپاره: دامریض چی په کومه نجلۍ مین دی هغه داسی نجلۍ ده چي دی ۹۹ فیصده مطمین دی چي پلار يي نه راکوي :twisted:
خوبیاهم هیرول یی ورته اسانه ندي.


عنوان

tandar
27.11.2010

وروره دا ٩٩ چه می ولیدل ،فکر می کولو چه کلونه به وی ،او هغه زړه خوردضابطه رایاده شوه، مګر فیصده ې څنګ کی نوشته وه٠ :oops: :
دکالیو ماشین چه نه وی ،نو سړی خو خیرن نه شی ګرځیدلی ،حتمی ې په لاسو مینځی٠ او صبر کوی چه ماشین پیدا شی٠ :oops: :oops: :lol:
مونږ هم صبر کوو چه پوښتون څه مشوره راکوی٠
ستا ددی جملی نه داسی معلومیږی چه دا مین په خپله ې که څنګه؟
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چي پلار يي نه راکوي ٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
تربیا٠


سلامونه ،ښه چاری دمینی رنځورانو

پښتون.
27.11.2010

هسی خو قریش ورور پورته لیکلی دی چی نتیجی ته رسیدلی دی او د تندر صیب مشوری او توصیی یی غوره ګڼلی دی .خو تندرصیب بیا هم زما مشوره غوښتی ده نو زه بیا هم د خپلی پورتنۍ لیکنۍ په تینګاروایم،
هر څوک چی د مینی د غم وایرس وهلی وی نو ورته پکار ده چی د صبر انټی مینه وایرس انسټال کړی او که چیری پدی هم د مینی وایرس پاک نشو نو بیا دی د هیریدو په نامه یو انټی وایرس نه ګټه واخلی.ځکه ۹۹٪ پوهیږی چی د یوځای کیدو هیله یی نشته.که چیری د وی هم مثبته نتیجه ورنکړه نو بیا دی کله کله ځان ریفرش کړی یعنی خنداګانی دی وکړی او که ژړا ورځی نو ځان دی د سره ریسټارت کړی .او که پدی یو هم دا د مینی د غم وایرس پاک او یا هیر نشو نو بیا دی د دیدن یا وصال پروګرام نه ګټه واخلی .
که چیری دا پورتنی پروګرامونه در سره نوی نو بیا د تندر صیب د مشورو څخه د پوره ګټی اخیستنی وړاندیز مه هیروی. چی د کالو مینځلوماشین په طمه ټول عمر خیرن وګرځی. :wink: :D :D :lol: :lol: :lol: :lol:


وزیري
28.11.2010

تندر صاحب او پښتون صاحب!

زما په خیال خو قریشی ورور یوه جدی پوښتنه کړی وه خو تاسی ترینه پټاقه جوړه کړه. زما هم په ذهن کی دا سوال را پیدا شو چی آیا که څوک د انجلۍ په عشق کی ډوب وی لکه ډیر مونږه او تاسی لیدلی نو د طب له نګاه نه دی ته مریض ویلی شو او کومه دوا یی شته؟

الله جل جلاله دی مونږه داسی مریضان کړی:
ان المتحابین فى الله یوم القیامه على منابر من نور قد اضاءنور وجوههم و نور اجسادهم و نور منابرهم کل شى حتى یعرفوا به‏فیقال هولاء المتحابین فى الله.

والسلام‏


عنوان

tandar
28.11.2010

الوزیره وروره سلام٠
ستاتکلیف څنګه شو؟
تاسی خوبیا معاینه خانی ته رانغلی؟
مادرسره ددوا لفظ کړیدی،هروخت کی دی ورورته امر کولای شی٠
بدون له ټوکی څخه،خدای دی صحت درکړی٠
داځای دټوکو دلیکلو نه دی خوماته دستا دنه راتګ په هکله یوه ټوکه رایاده شوه اولیکمه ې٠
یوه زړه ښځه د٨٠ کلنو داکتر ته لاړه اوله داکټره نه ې ځانته،،انتی بی بی ،،ګولی وغوښتلی٠
داکتر ورته وویل چه ته اوس زړه شوی ې دماشوم دنه پیداکیدلو ګولی تاته په کار نه دی ٠
ښځی ورته وویل چه نه ،زما نګور،،دځوی ښځه،،ې هم خوری ،زه ې ولی ونه خورم٠
خو خیر له داکتره ې ګولی ځانته واخیستلی او لاړله٠
یو دوه میاشتی وروسته داکتر دا ښځه په بازار کی ولیدله ،له سلام علیک نه وروسته داکتر تری پوښتنه وکړه، چه تروری ته خو بیا ګولیو پسی رانغلی؟
زړی ښځی ورته وویل چه،داکتر صاحب هغه ګولی چه دی راکړی وی ،چه خولی ته به می واچوله ٥ دقیقی بعد به ژوندی لاندی راڅخه وغورځیدله٠ :oops: :P :lol:
نودهمدی خاطره بیاتاسو ته رانه غلم٠ :oops: :oops: :oops: :oops:
اوبل دقریش ورور تداوی انشاالله مونږه کوو،تر اوسه فروفیسور عبدالسلام ته نه دی ورغلی،هغه نو چه دپوښتون زور ونه رسیدو بیابه ې هغه ته ورولیږو،ځکه هغه ددغسو مرضونو مسلکی داکتردی٠
تربیا٠


قريش
28.11.2010

الوزیریة صیب ددې خلکو سره می دټوکو په فورم کي ګپ ازاد شوی اوس نوچی زه هره پوښتنه وکړم دوی یی په ګپ اخلي.
پښتون صیب خو دپوخ تعویذ نویس غوندي په سر کی (هوالشافی) هم لیکلی 8)
تجربه یی ډیره ده. خیر که په تعویذ هم مشکل حل کیږي مونږته قبوله ده.

خو الوزیریة صیب تاسو دالحب فی الله حدیث شریف راوړی :shock: دازما دملګري مینه خوماته معلومه ده، چی دالحب فی الله په نامه هیڅ شی نشته پکی. ټوله النکاح فی الله ده :)
داسی هم ندی چي دهغی په دیندارۍ او تقوا مین دی په ښکلا اوښایست او دنګی ونې، متوازنې باډۍ، او معصومی خندا یی مین دی. نوایا داهم په الحب فی الله کې راځي؟؟

او دپښتون صیب فارموله هم ډیره ګټوره فارموله ده. خوهیره دې نه وي چي ملګری می په لاس باندي جامو وینځلو کی پخه تجربه لري علت یی همدا دی چي دجامو وینځلو ماشین په لاس نه ورځي.
نو داخو یی بیا بل مصیبت شو. ځکه خلک وایی چې په لاس باندی جامی وینځل هم صحت ته ډیر زیانونه لري. :cry:

بهتره به یی مولانا الوزیریة صیب ته معلومه وي خوما اوریدلی چي دشرعی نګاه نه هم په لاس جامی وینځل ناروا دي. :evil:


وزیري
29.11.2010

ټولو وروڼو ته سلام!

تندر صاحب، الله جل جلاله دی له خپل عظیم درباره ونازوه چی د مریضانو پوښتنه کوی او په څنګ کی ورسره د کومک لپاره ټټر هم وهی.

زه اوس الحمد الله ډیر زیات ښه یمه، نه پوهیږم چی په څه شی ښه شومه خو دا بیا هم وایم چی مریض وم. خو اوس نه یم.

د قریش ورور په تداوی کی لږ څه بیړه وکړی هسی نه چی ځان غر غره کړی.

قریش وروره!
دا په لاس جامی وینځل ولی ناروا دی؟ چا به ټوقه درسره کړی وی. که دا ناروا شی نو د کالیو د منځلو له ماشین نه مخکی آآآن تر رسول الله صلی الله علیه وسلم پوری ټول خلک به ګنهګار کړی.

په لیونۍ مینه


قريش
29.11.2010

الوزیریة صیب! دا په لاس د جامو وینځلو په هکله دلته په فورم کې پښتون ورور یوه ټوکه خوندې کړی وه. هغه ولوله بیابه په مطلب پوه شې. او بیا یې جواب هم خامخا راکړه..


عنوان

tandar
29.11.2010

قریش ورور شاید ځان خپله غرغره نه کړی ،چه حذیفه ورور ې غرغره نه کړی،ځکه ددواړو تر مینځ هم یو مرض پیدا شویدی چه څه به کیږی ؟٠
اود دواګانو په هکله که ضروت و هیڅ فکر ونه کړی په ډیر جرئت ې راته ووایه درلیږمه ې،ماپه ٢٦،١١،١٠ هم بل چاته هم قلبی دواګانی ولیږلی ،دایو انسانی کار دی چه هر څوک ې باید وکړی چه امکان ورسره وی٠
زه دلته دواخانه نه لرم مګر له دواخانی څخه ې دپیسو په بدل کی اخیستی شم،هیڅ مشکل نشته٠
اودپیسو توقع هم له چا څخه نه کوم ،زما توقع له لوی خدایه دمریض صحت دی او بس٠
ټوکی به هم کوو مګر وروڼو او خویندو سره به وجدانی مرسته هم کوو،چه له لاسه مو پوره وی ٠
تربیا٠


د عشق په رنځ اخته رنځور

پښتون.
29.11.2010

سلامونه درنو ډاکټر صیبانو او د عشق په رنځ اخته رنځور ورور ته وړاندی کوم .دا چی تاسی ټولو دلته تر خپله وسه هڅه کړی چی د رنځور درمل وکړی او خپلی ګټوری او یا بی ګټی مرستی مو ورسره شریکی کړی دی او رنځور ته هم څه د ژوند هیله پیدا شوی وی،نو پدی هیله یم چی د مینی په رنځ کی اخته ورور په رنځ کی څه بدلون راغلی وی او د معشوقی سره په یو ځای کیدو کی او یا په هیرودو کی یی ورسره مرسته کړی وی .
تر کومه ځایه چی مو د خپله مین صیب او یا د مین لخوا نه استازی وروستی څرګندونۍ وکتلی نو په ډاګه شو چی مین په لاسونو د کالو مینځولو ډیر شوقی دی او پخه تجربه هم پکښی لری .چی دا په لاسونو مینځل ورته د دنیا او اخرت لپاره زیان رسوی او د دی عمل نه د پرهیز کولو په خاطر باید لاندینۍ وړاندیزونه په پام کی ونیسۍ.
د عشقی شعرونو او قیصی لوستلو نه،ناولونو نه او د عشقی ډایجستونو نه ځان لری وساتی او لوستل یی پریږدی.
ټلویژن یا ټی وی ، وی سی یار،سینما او نور لوڅ لغړ انځورونو نه چی د شهوت راپارونکی وی ،د کتلو او لیدلو نه یی ډډه وکړی.پرهیز شی.
او هغسی ماحول چی پکښی انسان دی عمل ته هڅول کیږی هیڅ مخه نکړی.
د دنیا د ښایسته و په بی وفایوباندی فکر وکړی او وګوری چی که په هغوی هر څومره مال او جایداد قربان کړی خو د هغوی چی د بل چا سره زړه ولګیده او له تا نه یی بل مالداره پیداکړ نو تا په یوه شیبه کی د یاده باسی او حتی د مین د هیرولو لپاره کیدا شی ورته زهر هم ورکړی.او تاسی چی د چا سره مینه کوی یوه ورځ به مو یواځی پریږدی.احبب من شئت فإنك مفارقه.
مینه رنځوری نده چی څوک ووایی چی دا یو عصبی یا نفسیاتی تکلیف دی .خو چی پاکه مینه وی.که پاکه مینه نه وی نو بیا په لاسو د کالومینځولو په رنځ اخته دی.
نو میینه وروره دا نسخی او مشوری یواځی دکتلو ندی او نه مو د الوزیری صیب خبره پټاقه الوځولی ده بلکه یو نصیحت او مرسته یی وګڼه.
خوشحاله اوسۍ.


قريش
30.11.2010

پښتون صیب دخواخوږۍ اولارښوونو مو یوه نړۍ مننه. خوداځیني مشوری دی نه پوهیږم په ګومان بنا دي اوکه دورورۍ مشورې دي، زه چی ترکومه حده مریض پیژنم په یقین سره ویلي شم درته چي دسینما مخ يی په ټول ژوندکی ندی لیدلی ،اوترننه پوري په کورکي تلویزون نلري. اوستاسو په قول لوڅ لپړفلمونه ،نوالحمدلله ددي نه تراوسه پوری خدای ساتلی دی اوپه اینده کی هم کوم اراده نلري. خو دماحول خبره موڅه ناڅه ځای نیسي نوداخو تاسو ته هم معلومه اوحذیفه صیب ته بهتره معلومه ده چي نن سباددیموکراسۍ په خوږو کي دیوځوان لپاره ډیره مشکله ده چي خپله سترګي کنټرول کړي ،هو هغه به ترخپلي وسی هڅه وکړي خوبیاهم که چیرته تاسې کابل ته راشۍ اودکابل لوڅه لپړه فضاووینۍ اودفحاشۍ پریمانه اسباب وګورۍ نو که دخدایه ویره یې په زړه کې نه وي خامخا به یوماشین پیدا کوي او جامې به وینځي ،خوزه می خپل مریض پیژنم اګرکه جنسي غریزه يي ترعادي حالته اوښتې ده خودخدایه ویره یی په زړه کي شته، ددی له ډاره چي په کبیره ګناه کي واقع نشي کله کله په لاس جامي وینځي، هغه داخبره هروخت کوي وايي زه چي تراوسه پوري خدای دناولیو کارونو ساتلی یم دځوانۍ په پاتي عمر کي به دخدای دهمدی ستر احسان دشکریي په غرض هیڅکله داډول اقدام ونکړم او دلته حذیفه صیب او الوزیریه صیب ناست دي دهغوی په مخکي خبره کول هم بی ادبي ده ، خوزما ملګري وايي داپه لاس جامي وینځل دومره سخت حرام هم ندي لکه داځیني خلک چي وايي هغه دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما داقول دلیل راوړي چي یوچا ترینه دپه لاس جامو وینځلو په اړه وپوښتل هغه په ځواب کي وفرمایل: نکاح الامة خیر منه وهو خیر من الزنا. یعنی دوینځې نکاح کول تري بهتره دي خو دا د زنا نه بهتره دی.
زما ملګری داخبره هروخت تکراروي چي په نن زمانه کي چي دفحش اوفحشا اسباب ښه پریمانه زیات شوي که یوځوان دجامو په ماشین وینځلو څخه ځان وساتي وايي خدای ته امید شته چي دقیامت په ورځ يي په هغه ډله کي دعرش ترسیوری لاندی ځای ورکړي چي په یو حدیث کي راځي (ورجل دعته امرآة ذات منصب وجمال فقال اني آخاف الله). هغه وايي اګرکه دقال په ژبه دښځي اوسړي ترمنځ دغه مطالبه او تردید صورت نه نیسي خو دحال په ژبه کټ مټ همداسي وي څنګه چي په حدیث کي راغلي.
نوپښتون صیب خبره له دی قراره ده چي ستاسومشوري رښتیاهم ډیري ګټوري دي خوتطبیق یی نن سباکه محال نه وي ستونزمن خوخامخا دی. اوداپه لاس جامي وینځلو په اړه که محترم مولوي صایبان حذیفه صیب او الوزیري صیب لږوضاحت ورکړي ډیره به ښه شي چي څه حکم لري؟؟؟


وزیري
30.11.2010

ګرانو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

قریشی صاحب! ستاسی په دی شفر نه پوهیدم نو ځکه مو حیران کړم چی په لاس کالی مینځل پسی لا چا حرام کړل.

په هر حال، په لاس کالی وینځل حرام دی.
قال تعالی: وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ إلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (المؤمنون:5-7)

فی ھذہ الآیۃ دلیل علی ان الاستمناء بالید حرام وھو قول العلماء قال ابن جریح سألت عطاءً فقال: مکروہ سمعت ان قوماً یحشرون و أیدیھم حبالی و ظن انھم ھولاء، و عن سعید بن جبیر قال: عذب امۃ کانوا یعبثون بمذاکیرھم (تفسیر مظھری: 6/365) وکذا الاستمناء بالکف وان کرہ تحریماً لحدیث: ناکح الید ملعون (درمختار: 3/371)

دا پاسنی آیت په دی دلیل ده چی غیر له شرعی نکاح نه په بل قسم کالی مینځل حرام دی. بعضو بیا مکرو بللی دی. او د قیامت په ورځ به داسی خلک وی چی لاسونه یی بلارب وی او دا به د دی علامه وی چی دوی په دنیا کی په لاسو کالی مینځل. حتی تر دی چی په لاس کالی مینځونکی ملعون نومول شویدی.
او په کنزل العمال کی خو یی دا هم لیکلی دی چی: الله جل جلاله به ده ته په ورځ د قیامت نه ګوری او له عالمونو سره به یی نه جمعه کوی یعنی بیل به وی. اولنی نفران به وی چی دوزخ ته به داخلیږی مګر که توبه یی و ایستله نو الله جل جلا له توبه قبلونکی ده.

خو، خو دی په کی. د جواز فتوی خو یی نه شمه درکولای، صرف دومره به درته ووایم چی:

فی الجوھرۃ: الاستمناء حرام وفیہ التعزیر (الدر المختار مع الشامی: 6/38، زکریا دیوبند، کتاب الحدود) و فی موضع آخر: لو خاف الزنا یرجی ان لا وبال علیہ (الدر المختار مع الشامی: 3/371، زکریا دیوبند)

یعنی، په لاس کالی منیځل حرام دی خو که د زنا ویره وی او په دی رفعه کیږی نو وبال نشته. په دی ځای کی زه یوه نقطه لرم هغه دا چی په هغه وخت کی بیا په تا ګناه نشته چی زنا درته آماده وی او هیڅ شی یی ممانعت نه شی کولای او بی شکه او بی شبه ته په زنا باندی اخته کیږی نو بیا ګناه نشته ان شاء الله. او که ته په توده بړستن کی ننوتی یی او باوجود د کوششه هم درته د زنا درک پیدا نشی نو بیا درته په لاس کالی وینځل هم ناروا دی

که ډیر په عذابیدلی نو بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی نسخه په کار واچوه. که خدای دی ورته ټینګ کړی.
وفی المشکوة: عن عبدالله بن مسعود قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم، یا معشر الشباب من استطاع منکم الباءة فلیتزوج فانه اغص للبصر واحصن للفرج ومن لم یستطع فعلیه بالصوم فانه له وجاء.
یعنی که د نکاح وسه نه لری نو بیا روژی ونیسه.

والسلام


ځواني مه خرابوئ

پښتون.
30.11.2010

دا چی له خبری خبره پیدا کیږی او د قریش ورور د مین ملګری د مینتوب نه نوری پوښتنی پیدا شوی او ټولو یی تر خپل وسه ځوابونه ورکړل نو څنګه چی دا ځای د طب برخه ده نو بده به نوی چی مونږه دد موضوع په هکله پوره روښنایی واچوه چی له دی ناوړه عمل څخه څنګه ځان لری وساتی.
نقل شوی د توتکۍ مجلی څخه:
ــــ مور او پلار ته ښايي چې د خپل ځوان اولاد په پوره توګه پالنه او ساتنه وکړي، له بې لارو دوستانو نه يې لرې وساتي. له سينماګانو ، د ګډامحفلونو، فلمونو، د عشقي کيسو او لغړو عکسونو نه يې په پوره ډول وساتي او د ښځو له ګڼې ګوڼې او د پيغلو جينکيو سره له خبرو اترو او چيړ چاړ نه یې په سختۍ منع کړي. خپل اولاد ته د پنځلس کلنۍ نه تر شل او درويشت کلنۍ پورې پاملرنه ډیره اړينه ده،دوی ته بايد ښه او ګټور کتابونه برابر کړای شي، د ښو او نيکو هلکانو ملګرتيا ته وهڅول شي. که ځوانان په دې وخت کې خپلې ځوانۍ او روغتیا ته پاملرنه وکړي؛ نو ټول ژوند به يې په خوشالۍ تيريږي،خدای مه کړه که چيرې په لومړي سر کې په ناسمو کارونو او غلطو لارو سر شي؛نو بيرته راګرځيدل به ورته ناشوني وي.غلط کارونه نه يوازې د دوی عزت او ابرو ته زيان رسوي؛بلکې د دوی روغتيا او بدني ځواک هم زيانمنوي.ځواني يوه زرينه شيبه ده، که چا دا موقع له لاسه ورکړه؛نو راتلوونکی ژوند به يې له بربادۍ او غمونو نه ډک وي. هلکان چې کله د ځوانۍ پر پوله ګام کيږدي؛ نو جنسي ځواک يې په راپاريدو شي، بيا ځینې داسې عادتونه خپلوي چې د دوی ټول ژوند له غمونو او کړاوونو ډکوي. د دې تنکيو ځوانانو يو ناولی او بدعادت د لاس څخه کار اخيستل (موټی وهل) دي، چې هم د اسلام له پلوه یو ناوړه عمل دی او هم روغتيا ته دروند تاوان وراړوي. محمد (ص) فرمايي: په لاس باندې زنا کوونکي ملعون دي. ياني څښتن تعالی ورته د رحمت په نظر نه ګوري، وايي د قیامت په ورځ به يو داسې ټولی راپورته کړی شي، چې د لاسونو ګوتې به يې بلاربې وي. دا به هغه خلک وي چې په لاسونو باندې زنا کوي. محمد (ص) چې کله عربو ته راغی؛ نو تر ټولو د مخه یې خلکو ته د خپلو شرم ځايونو د ساتنې امر وکړ او خلکو ته يې وویل: تاسې باید په حیا او عزت کې اووسيږئ. محمد (ص) ته مالومه وه چې همدا بد عادتونه دي ، چې په ټولنه کې بداخلاقي او فساد خپروي. محمد (ص) به د قريشو زلميو ته ويل: اې د قريش زلميو! خپل شرم ځایونه وساتئ، زنا مه کوئ، واورئ! څوک چې د خپل شرم ځایونو ساتنه وکړي؛ نو د هغوی له پاره جنت دی. لنډه دا چې په لاس باندې زنا کوونکی کبيره ګناه کې ښکيل دی او تر هغه به د څښتن تعالی په عذاب کې راګير وي، تر څو چې يې توبه نه وي ويستلي. دغه لعنتي کار نه يوازې دا چې دينوي زيانونه لري؛ بلکې بې شميره بدني زيانونه هم لري، څوک چې په دغه ناوړه عمل روږدی وي؛ نو د مړژواندي ګلاب په څير به وروـ ورو مړاوې کيږي، له دې ناوړه عمل څخه ځیني داسې ناروغۍ منځ ته راځي ، چې تداوي يې ډیره ستونزمنه ده. هغه ناروغۍ چې له دې کار څخه منځ ته راځي په لاندې ډول دي:

۱- د واده کولو جوګه به نه وي:
په څو ځلې له مني وتلو سره د مني خزانه کميږي، په تشو ميتيازو کې له لږ زور سره به ترې مني څڅيږي، اخر خبره دې ته رسیږي،چې د « ځانګړي غړي » په لږې خوځيده سره به هم ترې مني توييږي؛ نو د همدې له کبله به د واده جوګه نه وي، خپله ښځه به نفرت ترې کوي؛ نو ښځه یې اړ کيږي، چې پرديو سړيو سره اړيکې وساتي.

۲- د ماغزو کمزوري:
دې عمل سره ماغزو ته هم دروند زيان وراوړي، د ډیرې خلاصيدا له کبله دماغ هم سخت کمزوري کیږي، تر هغه يې ماغزه کمزوري شي، چې له خپلې ښځې سره څملاسته کوي هم غوسه به ورځي. دې سره سر خوږ هم پيدا کيږي، دلږ تلو، پاڅيدو او کيناستو سره به یې سترګې توريږي، د خلاصيدو پر مهال به د څه خوند احساس نه کوي، ياداښت (حافظه) به يې کمزورې شي او د لږې لوستنې نه وروسته به يې سر درد کوي او په سترګو به دروند والی احساسوي.

۳- ديني کمزوري:
د يادشوي کار له کبله ينه (ځيګر) هم ډیر ژر کمزوری کيږي؛ ځکه چې د مني د زياتې وتنې له کبله وينې ته زياته اړتيا پيدا کيږي؛ ځکه خو بايد ينه د وينې جوړونې له پاره زيات کار وکړي؛ خو چې څومره وينه جوړوي هغه د مني په جوړولو کې لګيږي؛ نو ينې ته پوره خوراک نه رسيږي. ځکه ينه زياته کمزورې کيږي، په بدن کې د وینې د کمښت له کبله د بدن رنګيني له منځه ځي، بڼه يې په ژيړيدو شي او د لوږې به هيڅ احساس نه کوي.

۴- د مردکيو (هګيو) خرابوالی:
د دې ناوړه کار له کبله مردکيو (خوټو) ته هم زيان وراوړي؛ ځکه چې له وينې څخه مني همدا دوه مردکي جوړوي. له دغه عمل په څو څو ځل کولو سره دغو غړو ته هم سخت زيان وراوړي، ډیر کله خامه مني او يا وينه ترې راووځي؛ چې له امله يې دواړه مردکي سست او کمزوري کيږي او کله کله لږ لږ درد هم کوي.

۵- د زړه کمزوري:
په زړه کې چې د « لاس کار» سره کوم خوند پيدا کيږي، د مني وتلو تر څنګ يو بل شی هم له بدنه باهر وځي، چې له مني نه زيات ارزښت لري، دا شی غريزي تودوښه (حرارت) دی، څومره چې لاس نه کار اخيستل کيږي؛نو همدومره غريزي تودوښه هم ترې خارجيږي، چې بيا په هغه پيمانه نوره نه پکې پيدا کيږي؛ نو له همدې کبله يې زړه کمزوری کيږي او د زړه درزا يې لوړيږي،د وخت په تيريدو سره يې زړه دومره کمزوری شي، چې وينه په سم ډول تناسلي غړو ته نشي رسولی.

۶- خلاصيدل:
دې کار سره د ځانګړي غړي (ذکر) رګونه کمزوري کيږي او د وينې دوران (تګ راتګ) پکې بنديږي او شنه شنه رګونه پکې راپورته کيږي، اخير دا غړی سستيږي او بیا ورو ورو خپله وړتیا له لاسه ورکويو اخر خبره دې ته رسیږي ، چې که فحش خيالونه په زړه کې راولي هم مني به ترې ووځي.

۷- د ځانګړي غړي له کاره وتل:
د دې ناوړه عمل يو زيان دا هم دی چې ځانګړی غړی يې په ښه توګه نه نيغيږي او د کوروالي پر مهال ښځه او ميړه له يو او بل څخه په پوره توګه خوند نه شي اخيستی. د کور والي پر مهال له ستونزو سره مخامخ کيږي؛ ځکه چې د غړي پورتنۍ برخه غټیږي او ښکتنۍ يې نرۍ کيږي.
دا ناوړه عمل د بدن نورو غړو ته هم زيان رسوي، لکه: معده، ګوردې (بډوډي)، د ملادرد او نور.

د دې عمل څخه د بچ کيدو لارې چارې:
۱- د روژې نيول
۲- له يوازيتوب نه لريوالی
۳- د ښو او نيک خويه کسانو سره ګرځیدل او ملګرتیا
۴- پنځه وخته لمونځ کول
۵- د ترخو مرچو ، مسلو، د ګرمو او پاروونکو څيزونو له خوړو نه مخنیوی.
۶- ښځو ته له ليدلو څخه په پوره توګه پرهيز
۷- د عياشو کيسو او خبرو نه ځان ساتل
۸- ورزش کول عادت جوړول
۹- ځان د تل له پاره بوخت ساتل
۱۰- په ګرځنده ټليفون کې د غير اخلاقي فلمونو او عکسونو نه ساتل.


عنوان

tandar
30.11.2010

یاره که می وسه رسیدلی ٥ ستوری می درته زیاتول٠
مګر دغه هم واضیح کړه چه دغه معلومات دخپل مسلک له رویه او که دډیری مطالعی له رویه وړاندی کوی؟
بریالی اوسی ٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
30.11.2010

مننه تندر صیب ! تاسی چی وویل نو داسی فکر وکړه چی ماته ستاسی پنځه ستوری راورسیدل .مطالعه خو ډیر ه ښه ده چی څومره یی حوصله لری وکړی .هم ترینه یو څه زده کولی شو او هم مو وخت ښه تیریږی.د عمر په تیریدو سره ډیر هغه څه چی مونږه یی په مسلکی توګه زده کړی نه وی کړی او یا مو د هغوی په هکله نه وی اوریدلی د مطالعی له لاری زده کولی شو.
او د نورو د حال احوال نه هم دا تجربی لاس ته راتللی شی.
خوشحاله اوسی.


قريش
30.11.2010

پښتون صیب ډیرګټور معلومات مو وړاندي کړي دي زه یقین لرم چی هرپه لاس روږدی کس به یي په لوستو سره حتما په ځان کی تغیر راولي.

او مولوي الوزیريه صیب! ماشاءالله! په لاس جامو وینځلو په هکله ماهم څه ناڅه تحقیق کړی وه خوکه رښتیا ووایم ستاسی دوړاندي کړی ځواب په شان زړه ته ښکته کیدونکی ځواب می تراوسه نه وه لوستی. او په دي جملي سره مي سم ټکان وخوړ چي:
[quote:e68b4bab95]حتی تر دی چی په لاس کالی مینځونکی ملعون نومول شویدی.[/quote:e68b4bab95]
همدارنګه داخبره مي هم نوي واوریده اوويښتان مي ورته ځیږ ودریدل:
[quote:e68b4bab95]الله جل جلاله به ده ته په ورځ د قیامت نه ګوری او له عالمونو سره به یی نه جمعه کوی یعنی بیل به وی.[/quote:e68b4bab95]

زه باورلرم چي ملګری می کله ستاسو پورتني ځواب وویني په اینده کي په لاس جامو وینځلو هیڅ شرعي مجاز ورته نه پاتي کیږي خوکاشکي مې داپوښتنه مخکي مطرح کړې وای، خو خیر اوس هم ورته سر وخت دی.

مولوي صیب لاندي جمله مو ډیره معقوله جمله ده اکثره ځوانان په همداسي حالت کي وي اوبیا دلاس جامو وینځلولپاره دادلیل نیسي چي دزنا خطره ده:
[quote:e68b4bab95]او که ته په توده بړستن کی ننوتی یی او باوجود د کوششه هم درته د زنا درک پیدا نشی نو بیا درته په لاس کالی وینځل هم ناروا دی [/quote:e68b4bab95]
په دي سره دی زما دملګري خوله سمه وربنده کړه :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more