د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

زکات الفطر ....... پوښتنې

پښتون ځلمی
23.10.2004

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
١. ما پۀ يو څو مقالو کې ولوست چې پۀ زکات الفطر کې يواځې خواړۀ ورکول کېږي او د پيسو ورکول بدعت دی ځکه د رسول صلی الله عليه وسلم پۀ وخت کې هم پيسې وې خو هغوی هېڅ کله پۀ زکات الفطر کې پيسې نۀ دي ورکړې. دلته پۀ غرب کې خو لا پرېږده، چې د خوراکي موادو ورکول / لېږل ناشونی کار دی، موږ خو پۀ وطن کې هم پيسې ورکوو............. :?:

٢. پۀ حديثو کې، داسې ښکاري چې، د دې زکات / صدقې ورکولو وخت مخکې د اختر لمانځۀ ياد شوی دی او يا هم دا چې د اختر نه يو دوه ورځې وړاندې، خو دا نۀ دي اغلي چې د روژې مبارکې مياشتې پۀ پيل، مينځ يا وروستۍ ورځو کې هم کېږي کۀ نه....... نو موږ کولای شو چې پۀ عامو شرايطو کې د مياشتې پۀ سر / مينځ کې دا زکات وباسو؟

٣. د دې مستحقين همغه ٨ ډلې دي چې دا بل زکات ورکول کېږي؟ پۀ وطن کې ولې ملا صيب ته ور کول کېږي؟ هغه يې ځان ته اخلي او کۀ هغه هسې د ټولوونکي وظيفه ادا کوي؟

٤. دا يواځې د نصاب پۀ خاوندانو واجب دی او کۀ پۀ هر چا چې وس يې ولري؟
پۀ مينه، مننه او درنښت



طالب جان
25.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمى صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دقدروړه :تاسي په زړه پوري پوښتني كړي دي , دځواب لپاره يي دالاندي توري كاږم :
دصدقة الفطر مسائل .
درمضان په پاي كي لوي خداي جل جلاله دخوښۍاو شكر ايستلو په توګه پخلپو بندګانو باندي صدقه ټاكلي ده ,چي دې ته صدقة الفطر وايي .
صدقة الفطر په هر هغه مسلمان باندي واجبه ده چي دنصاب په اندازه دمال څښتن وي, دصدقة الفطر په مال باندي دزكوة دمال په څير دكال تيريدل ضروري نه دي بلكه كه يو سړى په هغې ورځ دمال څښتن شي نو هم ورباندي صدقه وركول واجب دي .
په هر هغه سړي چي دنصاب څښتن وي له خپلي خوا او دخپلو نابالغو اولادونو لخوا دفطر دصدقې وركول ضروري دي , ليكن كه دنابالغو هلكانو خپل مال وو نو دهغوي صدقه دي دهغوي له ماله ادا كړي .
مسئله - دعيد يا اختر په ورځ دصبح صادق له پيل كيدو سره سم صدقة الفطر واجبيږي ,داختر په ورځ يي داختر لمانځه ته ترتلو مخكي اداكول غوره دي , كه څه هم له لمانځه وروسته اداكول يي هم روا دي ليكن پرته له كومه لامله داڅه كول مكروه دي .
مسئله - صدقة الفطر واجبه ده ځكه يي اداكول ضروري دي كه چا ادا نكړه نو دهغه په ذمه يي قضا وركول ضروري دي . شامي, عالمګيري .
مسئله - په صدقة الفطر كي هر ډول غله او قيمت وركول روا دي ,چي تفصيل يي څه داسي دى چي كه څوك وربشي يا دهغو وړه وركوي نو دسړي په سر دي پاوكم دوه سيره وركوي چي ددې قيمت بيا په هغه مهال لګول كيږ ي .دصدقة الفطر دقيمت دمعلومولو په اړه دي ځايي علماو ته مراجعه وشي .
مسئله - صدقة الفطر له اختر څخه مخكي بلكه له رمضان څخه مخكي هم وركول كيداي شي او كه دمحتاجو خلكو اړتياوي په نظر كي ونيول شي نو له اختر څخه دمخه يي وركول علماوو غوره بللي ترڅو محتاج خلك خپلي اړتياوي ورباندي پوره كړي او داختر په خوښيو كي له مونږ سره په ګډون كولو كي بي برخي پاتي نه شي .شامي
مسئله - دزكوة مصارف دصدقة الفطر مصارف دي ,معناداچي چاته چي زكوة وركول كيږي هغوي دفطرانې دوړلو مستحقين هم دي . والله اعلم باالصواب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more