د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داعتكاف او صدقة الفطر مسائل .


طالب جان
25.10.2004

اعتكاف ډير لوي عبادت دى و رسول الله صلى الله عليه وسلم چ ي كله مدينې منورې ته ولاړنو تل به يي اعتكاف كاوه و او له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته بيا داسنت ازواج مطهراتو دتل لپاره په پرله پسي ډول ژوندي ساتلي وو .
داعتكاف ډير فضيلتونه راغلي دي كله چي الله تعالى حضرت ابراهيم عليه السلا م ته دبيت الله جوړولو امر وركړ نو دبيت الله له لوړو عبادتونو څخه يي يو اعتكاف هم شميرلې.
په حديثو كي راځي چي لوي خداي جل جلاله دمعتكفينو ګناهونه بښي , درجې يي لوړوي , او دعاوي يي قبلوي .
اعتكاف په لغت كي دريدلو ته وايي او دشريعت په اصطلاح كي دالله تعالى په كور (مسجد) كي ځانګړي معلوم وخت تيرولو ته اعتكاف وايي .
اعتكاف درى ډولونه لري : 1-واجب 2- سنت 3-نفل
1- واجب اعتكاف : دمثال په توګه كه چا نذر ومانه چي كه زما دا ستونزه حل شوه يا مي ناروغ روغ شو يا مي فلانۍ موخه پوره شوه نو زه به دومره ورځي اعتكاف كوم نو دې اعتكاف ته واجب وايي او ددې اعتكاف پوره كول واجب دي .
2-سنت اعتكاف : دروژې دمباركي مياشتي له يويشتمي شپې څخه دعيد الفطر تر شپې پوري په مسجد كي اوسيدلو ته سنت اعتكاف وايي .
3- نفلي اعتكاف : په مسجد كي په نامعلوم او ناټاكل شوي مهال كي كيناستلو ته نفلي اعتكاف وايي , دمثال په توګه مسجد ته دننوتو په مهال چا نيت وكړ چي تر وڅ زوه په سجد كي يم تر هغو به معتكف يم دااعتكاف ديوې لحظې لپاره هم كيداي شي , او ددې لپاره هيڅ شرايط نشته آن تر دې چي فقهاوو دا هم ليكلي دي چي كه يو سړى دمسجد په يوه دروازه ور ننوت اودنفلي اعتكاف نيت يي وكړ او له بلي دروازې څخه ووت نو دا لحظه يي هم په اعتكاف كي شميرل كيږي .
دسنت اعتكاف شرايط او اداب .
درمضان المبارك په شلمه نيټه له ماښامه مخكي مخكي په جامع يا داسي مسجد كي چي هلته پنځه ګوني لمونځونه په جماعت سره كيږي كيناستل .په مسجد كي له كيناستلو سره سم دا سړى معتكف شو اوس نو له ضرو رت شرعيه يا طبعيه څخه پرته له مسجد څخه نشي وتلى .آن تردې چي دچا جنازې كولو يا دناروغ پوښتلو ته هم نشي تلى و په حديثو كي راغلي چي كه څه هم معتكف په پورتنو اعمالو كي ګډون نشي كولى مګر دپورتنو اعمالو اجراوثواب به بيا هم وركولى شي . زادالمعاد ابن قيم ,مرقات شرح مشكوة .
دضرورت شرعيه مثال : كه معتكف پداسي مسجد كي اعتكاف ته كيناستلى وي چي هلته دجمعي لمونځ نه كيږي نو معتكف دجمعي دلمانځه دادا كولو لپاره نژدې كوم مسجد ته تلى شي , دي ته ضرورت شرعيه ويل كيږي . (هدايه )
دضرورت طبعيه مثال : معتكف دتشو بولو يا دقضاي حاجت درفع كولو لپاره له مسجد څخه دباندي تلى شي همداراز دضروري غسل لپاره هم تلى شي ليكن دجمعي دلمانځه دغسل لپاره يا دبي ضرورته غسل كولو لپاره دباندي نشي تلى . بدايع الصنايع,فتح القدير , شامي , هنديه .
كه له پورتنو ضرورتونو څخه پرته معتكف يوه ثانيه هم پښه له مسجده څخه دباندي كيښوده نو اعتكاف يي ماتيږي ,كه خداي مكړه دچا اعتكاف مات هم شي نو له فقهي اصولو سره سم دي بيا هم خپل اعتكاف جاري وساتي او له مسجده دي نه ځي, ځكه چي ديوه اعتكاف له ماتيدو سره داعتكاف يوه برخه ماته شوه په بيا كيناستلو سره يي دوهمه برخه پيل كيږي دا خبرږه هم په ياد ښايي وساتو چي داعتكاف قضا هم نشته .هدايه اول و بدايع الصنايع , شامي , عالمګيري .
معتكف دي خپل ډير وختونه په عباداتو مثلا لمونځ ,تلاوت , درود ,تسبيح , دعا او دديني كتابونو په كتلو,تدريس او تعليم تيروي , امام سفيان ثوري رحمه الله دمعتكف لپاره دعا ډيره ګټوره بولي .په اعتكاف كي پټه خوله كيناستل يا بې ضرورته خبري كول منع دي .
مسئله - درمضان شريف دپاي په لسيزه كي دمحلې ياكلي په مسجد كي لږ تر لږه ديوه سړي كيناستل سنت مؤكده كفايه دي , كه په كومه محله يه كلي كي يو سړى هم اعتكاف ته كينه ناست نو داټول كليوال ګناهګاريږي , اودډيرو خلكو په اعتكاف كي كيناستل درحيم او مهربان خداي جل جلاله دزښتو ډيرو رحمتونو دنزول لامل ګرځي .
مسئله-ميرمنه په خل كور كي اعتكاف كولى شي ,هغه دي دخپل كور په هغي برخي كي اعتكاف ته كيني چيري چي هغه تل لمونځ كوي ,كه په كور كي كوم ټاكلى ځاي نه وي نو درمضان شريف لپاره دي ځاي وټاكي ز
دنرو په نسبت ميرمنو ته په اعتكاف كي يو څه اسانتيا وركول شوي او هغه دا چي ميرمنه پخل معتكًف (داعتكاف په ځاي كي ) دكيناستلو په صورت كي دكور نورو ښځو ته دكار كولو امر هم وركولى شي . والله اعلم باالصواب .



طالب جان
25.10.2004

دصدقة الفطر مسائل .

درمضان په پاي كي لوي خداي جل جلاله دخوښۍاو شكر ايستلو په توګه پخلپو بندګانو باندي صدقه ټاكلي ده ,چي دې ته صدقة الفطر وايي .
صدقة الفطر په هر هغه مسلمان باندي واجبه ده چي دنصاب په اندازه دمال څښتن وي, دصدقة الفطر په مال باندي دزكوة دمال په څير دكال تيريدل ضروري نه دي بلكه كه يو سړى په هغې ورځ دمال څښتن شي نو هم ورباندي صدقه وركول واجب دي .
په هر هغه سړي چي دنصاب څښتن وي له خپلي خوا او دخپلو نابالغو اولادونو لخوا دفطر دصدقې وركول ضروري دي , ليكن كه دنابالغو هلكانو خپل مال وو نو دهغوي صدقه دي دهغوي له ماله ادا كړي .
مسئله - دعيد يا اختر په ورځ دصبح صادق له پيل كيدو سره سم صدقة الفطر واجبيږي ,داختر په ورځ يي داختر لمانځه ته ترتلو مخكي اداكول غوره دي , كه څه هم له لمانځه وروسته اداكول يي هم روا دي ليكن پرته له كومه لامله داڅه كول مكروه دي .
مسئله - صدقة الفطر واجبه ده ځكه يي اداكول ضروري دي كه چا ادا نكړه نو دهغه په ذمه يي قضا وركول ضروري دي . شامي, عالمګيري .
مسئله - په صدقة الفطر كي هر ډول غله او قيمت وركول روا دي ,چي تفصيل يي څه داسي دى چي كه څوك وربشي يا دهغو وړه وركوي نو دسړي په سر دي پاوكم دوه سيره وركوي چي ددې قيمت بيا په هغه مهال لګول كيږ ي .دصدقة الفطر دقيمت دمعلومولو په اړه دي ځايي علماو ته مراجعه وشي .
مسئله - صدقة الفطر له اختر څخه مخكي بلكه له رمضان څخه مخكي هم وركول كيداي شي او كه دمحتاجو خلكو اړتياوي په نظر كي ونيول شي نو له اختر څخه دمخه يي وركول علماوو غوره بللي ترڅو محتاج خلك خپلي اړتياوي ورباندي پوره كړي او داختر په خوښيو كي له مونږ سره په ګډون كولو كي بي برخي پاتي نه شي .شامي
مسئله - دزكوة مصارف دصدقة الفطر مصارف دي ,معناداچي چاته چي زكوة وركول كيږي هغوي دفطرانې دوړلو مستحقين هم دي . والله اعلم باالصواب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more