د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د پونډۍ درد

وزیري
10.11.2010

ډاکټر صاحب، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ډاکټر صاحب، دا لس ورځی کیږی چی دا راسته پښه می له دی زنګانه نه لاندی آن تر غټی ګوتی پوری خوګیږی. اکثره وخت فقط دا پسته پونډۍ درد کوی او کله دا ټوله پښه له زنګانه نه ښکته درد کوی. تیر کال هم کله کله به دا پښه په همدی ترتیب خوږیده خو بیا به می چی کله په وینټوجینو باندی مالش کړه نو ښه به شوه. اوس په وینټوجینو باندی هم نه ښه کیږی. او داسی نارمل درد کوی، درد یی هم ډیر زیات نه ده خو بیا هم درد ده. که د ډاکټر د ورتګ خبره وی نو مهربانی وکړه مشوره راکړه چی کوم قسم ډاکټر سره وګورم او که دومره د تشویش خبره نه وی او تاسو یو څه راته توصیه کوی نو احسان به مو وی. الله جل جلا له مو ښاد او آباد لره.

والسلام


عنوان

tandar
10.11.2010

وروره سلام ته وعلیکم سلام وایم٠
١،اول تاسی څه مصرفیت لری ؟
٢،دتاسو کار زیات دناستی دی او که دولاړی؟
ځکه ډیر ناستی او یا دولاړی دکار زیات فشار هم دپونډیو په عضلاتو تاثیر غورځوی٠
٣،تاسو دڅو کلنو یاستی ؟
ځکه دغه تکلیفونه دسن دزیاتیدوسره زیات پیدا کیږی٠
٤،دتاسو دپونډیو رنګ نورمال دی او که ژیړبخون دی؟
که ژیړبخون وی نو وینه ورته دضرورت په اندازه نه رسیږی٠
٥،دچلم ،نسوار او سګرټو نه استفاده کوی؟
ځکه نیکوتین لکه قیر درګونو دبندش سبب ګرځی او دوینی دجریان مانع کیږی٠
٦، دهوا په کومو حالاتو کی دغه درد زیات احساسوی،یخه هوا،ګرمه هوااو داوبو سره څرنګه عکس العمل ښکاره کوی؟
٧،له کوم عمر راپه دی دغه درد پیدا شویدی؟
سوالونه ډیر زیات دی ،چه معاینه خانی ته راغلی وی چه سم معاینه شوی وی ،مشکل به حل شوی وی٠ ځکه دلته زموږ سره ډیر پاخه پاخه ډکتران لکه ښاغلی پوښتون ،ښاغلی عبدالسلام او بل یو نوی تازه داکتر ښاغلی شیرباز خان لرو چه له نامه پورته او ښکرته دډیری تجربی خاوندان دی٠
نوردی تاسوته خدای صحت درکړی٠


وزیري
11.11.2010

تندر صیب ډیره زیاته مننه ستاسی له جواب نه:
ستاسو د سوالونه په جواب کی:

زما کار په چوکۍ باندی د ناستی دی، تقریبا د سحر له ۷ بجو نه تر ۴ بجو پوری رسمی وظیفه اجرا کوم.

زما عمر به که الله جل جلاله می غلط نه کړی نو ۲۵ کاله به وی.
د پونډیو رنګ می نارمل ده.
هیڅ قسمه نشه یی توکی نه استفاده کوم.

په یخه هوا کی یی درد نسبتا ګرمی ته ډیر وی او اوبه بیخی عادی دی ورته.
لس ورځی به کیږی چی شروع شویده، کله وی او کله نه وی او یو وار تیر کال هم راغلی وه خو له وینټوجینو سره به ښه شه.

که د معاینه خانی ضرورت وی حتما به درشم ان شاء الله. مهربانی وکړی آدرس مو راته ولیکی.

والسلام علیکم


عنوان

tandar
11.11.2010

وروره سلامونه٠
که امکان ې وی نو ځانته یو بایسکل واخله او هره ورځ اقلا دنیم ساعت لپاره هغه وچلوه٠
او که په دی هم ونه شوه نو درګو داکتر ته ولاړ شه چه وګوری په ټولو رګونو کی وینه سمه چلیږی٠
او که په دی هم ونه وشوه نو دروماتیزم داکتر ته مراجعه وکړی او انشاالله چه له تکلیفه به لاص شی٠
تاسو چیرته یاستی که ددوا دلیږلو ضرورت و درمرسته کولی شم لکه خاص ملهم ددی درد لپاره٠
نور دی خدای صحت در کړی٠
تربیا٠


وزیري
11.11.2010

تندر صیب له تاسی نه یو ځل بیا هم مننه کوم:

تاسو ته به ډیره ساده ښکاری چی داسی ووایی چی د رګونو ډاکټر ته ولاړ شه ځکه چی ټول عمر هم په همدی خبرو تیر شوی او ښه ورسره اشنا یاستی ولی بیا مونږ شانته نا لوستی کسان په دی هم نه پوهیږی چی دا د رګو کار به د کوم ډاکټر وظیفه وی؟ زه په کابل کی یمه که مهربانی وکړی د رګو د ډاکټر آدرس راته ولیکی او یا فی الحال لپاره د کوم ملهم نوم راته ولیکی نو مهربانی به مو وی.

بیا هم یو جهان مننه


عنوان

tandar
11.11.2010

وروره سلامونه
که درته ووایم چه زه خپله دغه تکلیف لرم او اوس هم اورتوپیده ته دعملیاتو لپاره روان یم ،نو کوم شیان چه زه وایم په ما تیریږی٠
که درګو و روماتیزم خبره نه وه نو ١٠٠ فیصده دملا دموری څخه درد دی چه هلته دملا له بنده یوه مایع بی ځایه کیږی ،دعصابو ریشی ترفشار لاندی راوړی او لاندی عضلات تری درد کوی،او علت ې ډیر ناستی اودناستی ځای اوسنګین کارونه دی زوړ او ځوان نه غواړی٠
اوډاکتر هغه دی چه په خپله ورباندی تیر شوی وی ٠زه اوس دهمدی تکلیف لاسه دعملیاتو لپاره ځم چه نن به ې وکړی او که بله ورځ٠
زما هم چپه پونډی په ودریدو کی او په تګ کی سور اور شی او درد کوی مګر دملا دمورو څخه دغه تکلیف دی چه داعصابو ریشی تر فشار لاندی راځی،دتاسو تکلیف اول باید تشخیص شی بیاتداوی شی،زه درسره له جرمنی نه په تماس کی یم که دواته ضرورت شو په د واړو سترګو تر خپله وسه دی په اخطیار کی یم
دغلته هر داکتر شاید تاسو ته درګونو دداکتر په هکله معلومات درکړی داخپله ځانته یو مسلک دی چه په مودرنو وسایطو سره رګونه لیدلی شی چه خلاص دی اوکه بند دی٠
ستاسو دصحت په امید٠


خیریوسی
11.11.2010

محترمو ورڼو هر یو الوزیری صاحب او تندر صاحب السلام علیکم
وروڼو وتاسو ته دواړوته دالله جل جلاله له درباره څخه روغ صحت غواړم .
تر هرڅه نه مخکی لکه تندر صاحب چي وایي باید دناروغي علت معلوم شی او هغه متخصص ډاکتر ته مراجعه وشی .

که وماته اجازه راکړی او زما دسترګو لیدلی حال درته ووایم نور لوستونکي به څه ګټه ترې واخلی .
یو ناروغ چي ناروغي دالوزیری صاحب وناروغي ته ډیره ورته وه دزنګون ، پونډۍ او بټی ګوتی ددرد څخه یي شکایت درلودي وډاکتر ته ورغلی ؤ، ډاکتر ټوله دوا دنقرس دناروغي ورکړی وه ، تر یوې اونۍ دوا وخوړولو وروسته یي هیڅ فرق ونه کړی ددې پر ځای چي څه ګټه ورته وکړی دمعدې څخه یي هم شکایت وکړی .
څنګه چي دناروغ حالت وماته یو څه معلوم ؤ چي دکم خونی او دهډوکو کمزوری لری دوا مي ځنی بنده کړه او ددوا پر ځای په شیدو کي دهګۍ ژړ ( کورنئ هګۍ ) او سمه غذا خوړل وروښول دوې دری ورځی وروسته یي دردونه ارام سوه .

خیر یوسئ


..Ahmadzai
11.11.2010

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

تندر صاحب خدای خیر درکړي چې الوزیري ورور ته مو هم تسلي او هم هدایات کړي.

خو چون وزیري صاحب کابل کې آستوګن دې نو باید د کابل د وضعې مطابق ورته هدایت وسې، نه د جرمن موډرن آلاتو او روغتونو.

محترمه ستا تکلیف یا هم اورتوپیدي او یا هم عصبي سیستم پورې اړه لري
د نقرص او شکر احتمال به کم وي همدارنګه د انتاني ناروغیو لکه وایروسي زیړی او یا هم نورو پرازیتي ناروغیو ، ځکه چې هغه ځان سره نور اعراض او علائم هم لري.
خو که غواړې د هډوکو ډاکټر یا اورتوپیډیست ته لاړ سې نو زما توصیة درته دا ده چې اول خو د ډاکټرصاحب سیاوش کلینیک ته مراجعه وکړه چې چمن حضوري ته مخامخ د کارته نو په سرک واقع دی.
او یا هم د موسی ورډک کلینیک ته لاړ سه د بهارستان سینما ته نیژدې دی.

د آعصابو مشهور جراحان: مالک ځدراڼ د بلسم شفاخانه کولوله پشته کې.
حسن خان صاحبي دې آفغانانو کې.

ستا تکلیف به غالباٌ عصبي منشا لري.
په درنښت


عنوان

tandar
11.11.2010

وروره خدای دی صحت درکړی زه هم دوه عملیات په مخکی لرم چه یو ې د ورمیږ دشاه رګ سره نښتی یو رګ دی او خپله متخصیصین هم په خوله راته واې چه ګرنټی په کی نشته ،شاید نیم ځان دی فلج شی ،شاید داعصابو دنه کار کولو سره مړشی اویا روغ او جوړ شی ،او دچپی پښی پونډی می چه وزن پورته کړم یا١٠٠ متره قدم ووهم سور اور شی ،ددی علت د ملا په بند کی د اعصابو فشار دی چه هغه هم تثبیت شوی او باید عملیات شی ،دوی غواړی هغه موری ته ٢ پیچه نټ او بولټ کی چه یو په بل سره تماس ونه لری او وسط کی مخصوص مواد کیږدی٠
یعنی ملا می درد نه کوی مګر دپونډی درد له ملا څخه دی٠
نو اول تشخیص بیا تداوی٠
تاسو خپل کوښښ هغلته وکړی او دغسی تپوسونه هم ،چه په بعضو څه تیر شوی وی
ښه کار دی٠
وروره که کومه دوا اویا ملهم درته ګټه کړی وی او یا ې کوی او دغلته نه پیدا کیږی او یا دی اقتصادی زور ورته نه رسیږی نودیو انسان او افغان په حیث زما تر وسی پوری په نره راته ووایه اوشرم پری ونه کړی اویو ادرس راکړه چه درولیږل شی٠
که دی خوښه وه بیا به زه خپل فکس هم درکړم ددوا اویا ملهم نوم رافکس کړه ،انشاالله ټول کارونه به لوی خدای کوی٠
زه خپله یو له هغو افغانانو څخه یم چه وجدان ې خپلی خاوری او ټول ملت ته پاک دی
کوم ډار په غیر له خدایه له چانه لرم ،که دی غوښتل او ضرورت و همدغلته درته ځان، سره دtel نمبرو معرفی کوم ،نور دی خدای دا درد درڅه ورک کړی٠
او کوښښ وکړه چه غم ې وخوری دلته دبعضوخلکو پښو درد کولو بیا توری
واوښتی نتیجه ې کریبس وخته ،اخر ې تری غوڅی کړی ،سړی نه پوهیږی ،او ساده ې هم مه ګڼه٠
ستا دخوښی اوصحت په هیله٠


..Ahmadzai
11.11.2010

[quote:c202036672]وروره خدای دی صحت درکړی زه هم دوه عملیات په مخکی لرم چه یو ې د ورمیږ دشاه رګ سره نښتی یو رګ دی او خپله متخصیصین هم په خوله راته واې چه ګرنټی په کی نشته ،شاید نیم ځان دی فلج شی ،شاید داعصابو دنه کار کولو سره مړشی اویا روغ او جوړ شی ،او دچپی پښی پونډی می چه وزن پورته کړم یا١٠٠ متره قدم ووهم سور اور شی ،ددی علت د ملا په بند کی د اعصابو فشار دی چه هغه هم تثبیت شوی او باید عملیات شی ،دوی غواړی هغه موری ته ٢ پیچه نټ او بولټ کی چه یو په بل سره تماس ونه لری او وسط کی مخصوص مواد کیږدی٠
یعنی ملا می درد نه کوی مګر دپونډی درد له ملا څخه دی٠ [/quote:c202036672]

تندر صاحب خدای تعالی دې صحت درکړي، خدای تعالی دې له دې دردونو په خیر خلاص کړه.

تشویش مکوه داکټران خپله غاړه خلاصوي، هغوئ هیڅ کله داسې کار نکوي چې احتمال د خرابیدو او یا فوت زیات وي.
ما خپله دغه عملیاتونه لیدلي شراکت مې پکې کړی، اوس هم کور کې ستا په شانې ناروغ لرم، دوه لامینکتومیانې وکړې ، اوس ښه دی.

دا open او هم microscopic کیږي، نو په جرمن کې خو خامخا ډیر پرمختللي وسائل سته او هم ډاکټران مخکې ، پوهه او زیاته تجربه لري.
تا مخکې یادونه کړې وه چې قلبي تکلیف هم لرې، هغه معلومات هم باید مخکې له عملیات څخه دغو ډاکټرانو سره شریک کړې.

ستاسو د شفا په هیله
احمدزی


عنوان

tandar
11.11.2010

ډیره مننه سره له سلامونو٠
زما دقلب ،دشاه رګ او دملا موضوعګانی په یوه شفاخانه کی دی٠
دزړه نه نیولی تر ورنو او مټو پوی ټول له نیچو نه ډک یم٠
درګو داکترانو کی یو نوکی ځوان افغان داکتر هم دی دغه دډار قیصی هغه راته کړیدی یو ځلی چه په زړه کی نیچی تیرولی هرڅه می خپله لیدل ٢ ساعته له دونیانه تللی ومه ،یعنی مرګ می په خپلو سترګو ٢ ځلی لیدلی دی٠
١،له زړه نه مطمن شی ،هغه کار ې وکړو٠
٢،زه لندن ته تللی وم ،بس ټول به روان وه زه به له درده کښینستلمه٠
عاجل تصمیم چه دملا عملیات باید وکړم٠
٣،اوس دملا عملیات نه کوی ،زه باید اول شاه رګ عملیات وکړم بیا دملا اویا درګو دد اکتر موافقه راوړم ،در حالیکه چه یوه شفاخانه ده،زه مجبور یم چه درګو عملیات اول او دملا ورپسی وکړم٠
داکتران واې چه دملا له درده نه مری، مګر وینه چه په کافی اندازه وجود ته خصوصا اعصابو ته ونه رسیږی دمرګ سبب ګرځی٠
دری ځلی ې دورونو او دمټی له لاری نه تر چپ خوا شاه رګه پوری سیخکاری وکړه مګر کامیاب نه شول ،اوس نو دچاقو نه کار اخلی هغه ځای چه بند دی لری کوی او مثنوعی نیچه تیروی دغه نیچه داعصابو دنیچو سره څلور لاری جوړوی چه داعصابو دوینی اکمالات له همدی ځایه کیږی او افغانی داکتر ډیر په تشویش کی غورځولی یمه، بس یوه میله، چه په مفتو کی لاړ نشو٠
٥ کاله ورسته چه هرڅه کیږی بیا فرق نه کوی ځکه چه ځامن می ځلمیان کیږی بیا به ټول روزګار انشاالله په خپله چلوی مګر اوس راته ضرورت لری ،نور کوم تشویش نه لرم ٠
دمعلوماتو او ډاډ نه دی مننه کوم٠


..Ahmadzai
12.11.2010

زه پوه سوم ،.
ته د رګونو د سختوالي تکلیف لرې
atherosclerosis ، arteriosclerosis

مخکې دې angioplasty کړې چې stent یې درته ایښي او اوس چې فائده یې ونکړه نو غواړي bypass surgery درته کړي .
وروه خدای دې عملیاتونه کامیاب کړه.
خو لازماٌ باید سیګرټ پریږدې، د ځان لپاره دې نه، بلکې د بچیانو لپاره.
که سخته وي، نسوار شروع کړه، هغه هم غټې چونډۍ د لږ وخت نیولو لپاره، پاسنۍ شونډې لاندې.
یعنې چونډۍ درې یا څلورو دقیقو لپاره نیسه، او ژاولې ډیر استعمالوه ترڅو د چونډیو د آچولو شمار کم سي.

خدای تعالی دې د تنباکو ټول پټي او کارخانې په اور وسوځوي.\

په درنښت


tandar
12.11.2010

سلامونه وروره بس اصلی ټکی دی یاد کړو،دیوی هفتی لپاره می خوشی کړیوه مګر کامیاب نه شوم ،دورځی بدبختانه دوه قوطی مصرف لرم٠
انشاالله چه داځلی او ډیر ژر به یوځاې خوشی کړم ،دایګانه مشکل دی٠
بیاهم ډیره مننه٠


قريش
12.11.2010

احترامات

احمدزی صیب د پاسنۍ او لاندې شونډې ترمینځ په چونډۍ ایښودو کې څه فرق شته؟
او بله دا چې درمیانه چونډۍ باید څومره وي؟ داسې اندازه یې راته ووایه.
دریمه پوښتنه احمدزی صیب دا ده چې په شنو او تورو نسوارو کې د کوالټۍ له لحاظه کوم یو ښه دي؟
زه هم تندر صیب ته عاجله شفا غواړم او ترې هیله کوم چې د ډاکټر احمدزی صیب مشورو ته جدي توجه وکړي.


..Ahmadzai
12.11.2010

قریشي صاحب
متقابل احترامات ومني.

هسې خو نسوار کول ډیر بد عادت دی، خو مشر ورور تندر صاحب heavy smoker دی، او کله هم داسې حالاتو کې د سیګرټو پریښودل نور مشکلات راولاړوي، او ده ډیر کوشش کړی خو کامیابه سوی ندی.

یوه ناخوالۍ د سیګرټو پریښودلو withdrawal syndrom دی، چې د انسان ژوند د جدي ګواښ سره مخ کوي، نو دا رنګه کسان چې د سیګرټو پریښودلو سره ورته پورتنی تکلیف پیښیږي ، باید سیګرټ د طبي مینتورنګ لاندې پریږدي.

ما ځکه ورته د نسوارو مشوره ورکړه، چې په فوري ډول سیګرټو څخه پرهیز سي
او بیا به ورو ورو نسوار پریږدي، ځکه په نسوارو سیګرټ پریښودل کیږي.

پاسنۍ شونډې لاندې نسوار ایښودل د دې باعث نه کیږي چې خوله له لاړو ډکه سي
او بله دا چې اثر یې زر منځ ته راځي، کیف ته مخکې رسیږي او مواد کم جذبیږي

د غټې چونډۍ همدا دلیل ، او بله دا چې غټه چونډۍ له ورایه ښکاري نو دی مجبوریږي چې زر یې تو کړي، او د زیات وخت لپاره نیولو څخه یې مخنیوی کوي.

د شنو نسوارو څخه تور ښه دي، ضرر او چټلي یې کمه ده، خو بیا هم اصیل نسوار شنه نسوار دي.

له ټولو ښه کار د عموم تنباکو جنس استعمالول پریښودل دي.

په دې هم باید پوه وې، چې پر تنباکو عادت کیدل د چرسو عادت څخه په لسګونو چنده قوي دی، او پریښودل یې سخت دی.

د تندر صاحب د شفا په هیله

په درنښت


عنوان

tandar
12.11.2010

احمدزی صاحب سلامونه٠
مثالونه او دلائل دی ډیر منطقی او قناعت بخش دی او سړی ته توان بښی چه له دی بدبخته کاره لاس واخلی٠
ما په ژوند کی یو ځلی نسوار کړی او له نسوارو او حتی نسواری څخه می بد راځی٠
انشاالله چه بی نسوارو به دسګرټو په پریښودو بریالی شم٠
او که تاسو خپلو داسی لیکونو ته ادامه ورکړ ی نو دډیرو انسانانو ژوند ته به نجات ورکړی او دالوی افتخار دی٠
ستاسو دنورو دقدر وړ معلوماتو په هیله٠


وزیري
21.11.2010

ټولو ورڼو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

احمدزی صاحب، هغه د چا خبره که ولی نه دی نو خالی هم نه دی. دا خبره می ځکه وکړه چی احمدزی صاحب لیکلی دی چی (ستا تکلیف به غالباٌ عصبي منشا لري)
ماته هم همداسی وبریښیده. دا ځکه چی نه پوهیږم چی ما دا د پونډۍ د درد کومک کله غوښتی وه خو غالبا یو ۱۳ ورځی مخکی به وه. هماغه وخت چی الله جل جلاله رحم کړیدی او پښه می ښه وه. آن تر ننه پوری، کله می چی دا سوال بیا را خلاص کړو او دا لیکنی می ولیدی نو پښی می بیا درد شروع کړو.
ډاکټر صاحب که یو ښه د عصابو داکټر راته په کابل کی وښایی نو منندوی به دی شم.

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more