د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

پښتون او علم سره نه لګی

حلیم
19.11.2010

د پښتون ټبر ډیری ځوانان او ان چی مشران یی په ټولیزه توګه دا نظر لری چی د ژوند د جوړولو لپاره تر علم ښه شی پیسی دی. علمیت اصلا په درد نه لګی.دا پداسی حال کی ده چی هر پښتون د کلی کور، رسم او پیغور خبری کوی. هیڅ پښتون هیڅ انسان ته غاړه نږدی.
ستاسو څه فکر دی؟؟


محمدزمان هوتک
19.11.2010

سلام حلیم جانه ،
فکر کوم داځای ددی لیکنی ندی


Re: پښتون او علم سره نه لګی

پښتون.
19.11.2010

[quote:b7aa4fca16="حلیم"]د پښتون ټبر ډیری ځوانان او ان چی مشران یی په ټولیزه توګه دا نظر لری چی د ژوند د جوړولو لپاره تر علم ښه شی پیسی دی. علمیت اصلا په درد نه لګی.دا پداسی حال کی ده چی هر پښتون د کلی کور، رسم او پیغور خبری کوی. هیڅ پښتون هیڅ انسان ته غاړه نږدی.
ستاسو څه فکر دی؟؟[/quote:b7aa4fca16]
وروره ته غلطی معاینه خانی ته راغلی یی خو بیا هم که سرطبیب صیب دلته سر راښکاره کړ د رنځ علاج به درته وښایی.
ولی زه هم فرض ګڼم چی ستا لپاره یوه نسخه درکړم چی د سرطبیب صیب تندر خان تر راتګ پوری ستا تسلی وشی.
تر کومه ځایه چی ماته جوته ده پښتون ټبر نه یواځی په مورچلو کی د یرغلګرو په وړاندی لکه ډال ولاړ دی او هغوی نه پریږدی چی خپلی ځالی د تل لپاره په افغانستان کی ټینګی کړی او هغوی یی دی ته مجبوره کړی چی هره ورځ یوه نوی پلمه د خپلو ځواکونه د ویستلو لپاره وړاندی کړی.او که ته وایی چی نه داسی به یی نکول نو ټول افغانان چی پښتانه یی اکثــــــــــــریت دی بیا نو د سمرقندیانو غوندی لاس تر کونۍ لاندی کیږدی .بیا نو توپیر څه شو.
پخوا کی یی نن سبا مونږه د هغو پښتنو هڅی د یاده نشو ویستلی چی د سولۍ لپاره یی هڅی کړی او د هغوی هڅی د شمالۍ ټولوالی لخوا او د نورو ګوډاګیانو لخوا ناکامی شوی اوهغه پښتانه چی د علم د سیوری لاندی یی بی حده لاس ته راوړنی کړی دی.چی په هغوی که تکړه عالمان ،استادان ،ادیبان ،لیکوالان ،شاعران ،ډاکتران ،انجینران ،ژورنالیستان ،سیاستوال ،سوداګران او،،،،،،،او له حده ډیر نور پښتانه چی الله تعالی دی نور هم ډیر کړی د پښتو ژبی د ویب پاڼو په جوړولو د پښتو ژبی د ورځ پاڼو او مجلو په چاپولو او همداسی د الله پاک شکرګذاره یوچی پښتنانه یی د بی ساری علم خاوندان کړی دی ،خو د پښتنو د دښمنانو لخوا یی دا ټولی سرخندنی او لاس ته راوړنی په ناوړه او پوچو تبلیغاتو باندی ورته کتل شوی دی .
پښتنو کی هر قسم خلک شته دی هغه پښتانه چی د ښه شتمنۍ خاوندان وو او دی،د هغی په کورنۍ کی هم د سواد زده کړه او د اوچت علم لاسته راوړل هم ډیر پرمختګ کړی دی او یو شمیر نور چی د سواد نه محروم پاتی شوی دی یا خو په مهاجرتونو کی
وو او یا یی مکتبونه د روسانو او امریکایانو لخوا بمبارد شول او یا هم د بعضو جاهلو ګوډاګیانو ، لخوا نه وسوزول شول .چی دا کارونو لکه پخوا د خاد کارمندانو چی کول نن یی هم ډیره برخه سوزول همدوی کوی.
تاسی هم دا خپله دنده وګڼی او هغه څوک چی د علم په قدر او ارزښت نپوهیږی هغوی یی لاس ته راوړولو ته وهڅوی او ښه او بد ورته په ډاګه کړی. ټول پښتون ټبر او یا یواځی د پښتون ټبر د رواجونو ښکار ندی ښه اخوا دیخوا وګوره په نورو قومونو کی ډیر بی غیرته رواجونه شته .
هیله ده چی لږ څه د ناروغۍ تشخیص دی شوی وی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more