د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ایا دا هم د روزنی کومه طریقه ده؟؟

پښتون.
08.08.2010

السلام اعلیکم و رحمة الله و برکاتهّ .
الله تعالی دی تاسی ټول خوشحاله او ارامه لری. او بریالیتوبونه مو په برخه اوسی.
زما سره د ډیره وخته یوه پوښتنه پیدا شوی چی د حل لپاره می ستاسو د ټولوسره د دی پوښتنی شریکول حتمی وګڼل ،هیله لرم چی تاسی خپلی مشوری ، نظرونه او لیدلی اوریدلی حال د ټولو هغه هیوادوالوسره چی په بهر کی اوسیږی او د ماشومانو روزل یی اتوماتیک ډول ته پریښودی وی اود هغوی په بهرنی روزنه د افغانی روزنی نه ډیر ټینګار کوی او ویاړ یی بولی.زه راځم اوس اصلی پوښتنی ته چه:
هغه خلک چی خپل اولادونه د بهرنی دوستانو یا د هغوی د ټولګیوالو سره دهغوی کورو ته بیایی او هلته ورته د شپی تیرولو اجازه هم ورکوی ،د دی په راتلونکی څومره بده اغیزه پیدا کولی شی ؟
ستاسی د ګټورو ځوابونو په هیله.
ومن الله التوفیق
--------------------------------------------------------------------------


Re: د ماشومانو په روزنه غرب څومره بده اغیزه لری؟

پښتون.
10.08.2010

دا لیکنه دhttp://www.bowraa.comڅخه اخیستل شوی ده.

صلیبیان او د ماشومانو روزنه!
له هغو پرته چې پر زړونو یې قفلونه پراته دي، مسلمانان پدې پوه شوي چې د جورج واکر بش د واکمنۍ له پیل سره سم د اسلام او مسلمانانو په خلاف اعلان شوې ناروا جګړه نوي داسې پړاو ته ننوتې چې که منطقي مقابله یې ونشي، د اسلامي نړۍ بلکه ټول بشریت سبا به هم د نن په شان ویرجن وي!!
د خطر اندازه هغه وخت پوره معلومیدی شي چې جنګ غوښتونکي غربي مشران پر اسلامي هیوادونو له مسلطو واکمنو سره پرتله شي، غربيانو یرغل کړی، اسلامي ملکونه یې نیولي، پوځیان یې د مسلمانانو سرونه ریبي، منصرین (نصرانیت ته بلونکي) یې غم ځپلي له دینه اړوي، خو زمونږ پر سر را تپل شوي ددې پر ځای چې د یرغل مقابله وکړي، د یرغلګرو پښې ورمینځي، او ددې پر ځای چې د خپلو خلکو د وینې، مال او آبرو ساتنه او پوښتنه وکړي، داړه مارو قاتلانو ته سلامي وهي او پر ککړو سینو یې د ویاړ مډالونه ور ټومبي، او ددې پر ځای چې د تنصیري هڅو مخنیوي وکړي، د جهاد په خلاف جنګ اعلانوي..
هغوی خپلو ټولنو په ځانګړې توګه عسکرو او نوي نسل ته اسلام ضد روحیه ورکوي، زیار باسي زړونه یې دومره له اسلام دښمنۍ ډک کړي چې د هر مسلمان وینې ته تږي وي او ټول ذهنا د هغې جګړې دوام ته تیار کړي چې د اسلام د ختمولو په نیت یې پیل کړیده ..
د عسکرو د روزنې په اړه مو څو ځله له همدې منبر نه څه معلومات ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړیدي، نن غواړو له هغو درسي کتابونو نه خبرې درسره وکړو چې پدې وروستیو کې د امریکایي چارواکو له خوا چاپ او تراوسه په له شلو نه زیاتو ایالتو کې ویشل شویدي:
د خبري منابعو په قول دغه نصابي کتابونه په اسلام دښمنۍد مشهورو کسانو لکه «الکساندر هیج» او «دانیال بایبس» په لاس د هغو ماشومانو د روزلو په موخه لیکل شوي چې عمر یې له لسوکالو زیات نه وي..
کتابونه داسې برابر شوي چې د ماشوم په زړه او دماغ کې له اسلام او مسلمانانو نه کرکه را پاروي، دښمنۍ ته یې هڅوي او دا روحیه ورکوي چې اسلام یو بې ارزښته دین دی او پیروان یې ټول په طبیعي توګه سخت دریځه او بې رحمه دي، بایدهر چیرته چې وي ځان ورنه وساتل شي!!
پر دې سربیره زمونږ په اشغال شوي هیواد کې یې همدا ډول شیطاني پروژې په کار اچولې دي، په مرکز او ولایاتو کې یې داسې ښوونیز او روزنیز مراکز جوړ کړيدي چې د افغان ماشومانو اذهان پکې مینځل کیږي، په مختلفو طریقو سره یې له بې دینۍ او بې حیایۍ سره روږدي کوي، د دیني مقدساتو درناوی یې له زړونو وباسي او د نصرانیت خواته یې د ورټیل وهلو کوشش کوي..
هغوی داسې کوي او د دومره اوږدې او هر اړ خیزې جګړې پلان لري، خو زمونږ خدای وهلي او شرمیدلي دومره لویدلي دي چې پخپل رسمي نصاب کې د جهاد نوم هم نشي لیکلي او که لاس یې بر شي نو شک نشته چې له قرآنکریم نه به هم هغه آیتونه وباسي چې نیواکګر یې خپلوګټو ته د ګواښ په توګه پیژني، خو څرنګه چې د اسلام ساتنه د کايناتو پالونکي رب په ذمه اخستې، نو د اسلام دښمنان به دا ځل هم خپلې هیلې ګور ته وړي او هغه بې وسه مؤمنان به برلاسي کیږي چې صرف د الله د رضا پخاطر له حق نه د دفاع په مورچل کې پراته دي (و ما ذلک علی الله بعزیز).


Re: د ماشومانو په روزنه غرب څومره بده اغیزه لری؟

pattang
11.08.2010

[quote:9657ebbf53="POKHTON"]السلام اعلیکم و رحمة الله و برکاتهّ .
الله تعالی دی تاسی ټول خوشحاله او ارامه لری. او بریالیتوبونه مو په برخه اوسی.
زما سره د ډیره وخته یوه پوښتنه پیدا شوی چی د حل لپاره می ستاسو د ټولوسره د دی پوښتنی شریکول حتمی وګڼل ،هیله لرم چی تاسی خپلی مشوری ، نظرونه او لیدلی اوریدلی حال د ټولو هغه هیوادوالوسره چی په بهر کی اوسیږی او د ماشومانو روزل یی اتوماتیک ډول ته پریښودی وی اود هغوی په بهرنی روزنه د افغانی روزنی نه ډیر ټینګار کوی او ویاړ یی بولی.زه راځم اوس اصلی پوښتنی ته چه:
هغه خلک چی خپل اولادونه د بهرنی دوستانو یا د هغوی د ټولګیوالو سره دهغوی کورو ته بیایی او هلته ورته د شپی تیرولو اجازه هم ورکوی ،د دی په راتلونکی څومره بده اغیزه پیدا کولی شی ؟
ستاسی د ګټورو ځوابونو په هیله.
ومن الله التوفیق
-[/quote:9657ebbf53]

انډيواله که په بهر کې وي او که په داخل کې دخپل اولاد پرېښودل نوروته لويه
غلطي ده ٠ اوس زمانه خرابه شوې ده چټلو اخلاقو اخلاق ميکروبي کړي دي ٠
زه به دوه ورځې د ګاونډي خپلوتربروکره څملا ستم ، خو انۍ به مې خبره وه چې
زه چېرې يم٠ په هغه وخت کې اخلاق ، پښتو ، اسلام او غيرت وو٠ اوس صليبيانو
په خپله چټله ديموکراسي اوس د بشريت اخلاق فاسد کړي دي٠
دا کار ګوره چې ونکړې !


د ماشومانو په روزنه غرب څومره بده اغیزه لری؟

پښتون.
11.08.2010

سلامونه !د روژی د مبارکی میاشتی رارسیدل تاسی ته او ټولو د ټول افغان د پاڼی لیدونکو او مینه والو ته مبارکی وایم
کور مو ودان پتنګ صیب او مننه کوم ستاسی د ځواب څخه.ماته ستاسی ځواب ډیر ارزښت لری ځکه د پښتونولی په مینه لیکل شوی دی.او د مفهوم نه ډک دی.
هیله لرم نور ورورنه او خویندی چی په فورم کی ګډون کوی هم خپل ځوابونه ونسپموی.
الله مو مل شه.


حذيفه
17.11.2010

پتنګ صاحب اوګران ورورپښتون صاحب سلامونه اوښې چارې!
دماشومانوداخلاقولپاره ترټولوبده اومضره يي داده چي ماشوم ټول ژوندپه کوڅواوبازارونوکي تيره وي .هلک ياماشوم ډېرژرپه بداخلاقۍ اموخته کيږي.دقريبانوکورته تلل اوهلته شپې کول هم څه ناڅه زيانمن وي ځکه هلته يونوي ماحول بيامومي اوورباندي بدتاثيرکوي .دکوڅواوبازارونوله ګرزېدابايدمنعه سي دارنګه له هغه چاسره نه پرې ښول سي چي داخلاقوخرابېدوخطره ترې کېدای سي .
دشپې دي کورته وختي راڅي اودشپې بانډارونه دي نکوي .له کوچنيوالي دي داسلامي اوامروپه پرځای کولواوله نواهيووڅخه داجتناب کولوترغيب ورکول کيږي .


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
17.11.2010

ډیر ګټور معلومات او ښایسته نظر مو وړاندی کړی دی هیله ده چی میندی او پلرونه د خپلو اولادونو په روزنه کی ښه پاملرنه وکړی اود اولادونو واکی په لاس کی ولری.


اروپایی شوی زوی

پښتون.
18.11.2010

زوی مې راغی دیورپ دتربیتـــــــــــــه
جوړ سنبال لکه دناوې پورته ښکتــه
تریوتندی پوډري مخ یې وونیـــــولی
تابه وې وو دلـټانودمحلتـــــــــــــــــــــه
دډوډۍ او دفیشن سره یې شــــوق وو
ډېرنفرت ورله ورته د جمـــــــــــــــاعته
لګولودپیسوکې افلاطــــــــــــــــون وو
خو ګټلــــــــــــو کې غریب وو بې همته
نن چې مـــا ورته په فـــــکر نظر وکړو
خرهم هغه و بس نوې یې وه کتـــــــــــــه
غني خان


محمدزمان هوتک
19.11.2010

سلامونه پښتونه
ډیرجالب شعر دی راوړی وو ، انډیواله که ماشوم په خپل کلی کی خپل سرته پریږدی هم نه سو سړی په بهر کی خو ې مه کوه پوښتنه ، یوه ملګری قیصه راته کوله چه زما دتره ماشوم زوی وو تره می خپل ماشوم په بهرکی چاته په لاس ورکړ چه تعلیم پری وکړه ماشوم لاړ اوله اخوا چه راغلی ځوان اوتعلیم یې پوره کړی وو په مسلمانی خبر نه وو دمسجد سره خواکی تیریدی خلک جماعت ته روان وه ده ویل دا تاسی داده خرو په غوجل کی څه شی کوی چه همیشه ور روان یاست .. الله دی موږټولو ته دنیکو هدایت وکړی آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more