د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

پښتو زده کړی

پښتون.
09.03.2010

Pashto: Alphabets پښتو الفبي

http://www.youtube.com/watch?v=y5QZE9ew6eg[size=18:5f697059ec][/size:5f697059ec]


حذيفه
17.11.2010

داخويقيني ډېرمزه داره ووالله دي تاسوراته ژوندي لري اودلازيات خدمت په هيله .
حذيفه


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
17.11.2010

ډیره مننه حذیفه وروره دستاینی څخه مو،او الله تعالی دی د ټولو پښتنو زړونه د پښتو ژبی په مینه ډک کړی.
که له ښوونځي د مخه ماشوم ته انځوریزی کیسې او کیسه ایز شعرونه وویل شي د هغه د ذهن په وده اغیزه کوي کله چې په ښوونځي کې شاملیږي دډیرو شیا نو په اړه مخکینۍ نسبي پوهه پیدا کوي .کله چی ماشوم دا کیسې اوری نو په ذهن کی یی پوښتنی پیدا کیږی او د ځواب د موندلو لپاره فکر کولو ته اړ کیږی او کله چی پدی اړه فکر کوی نو حتمی یوی پایلی ته رسیږی چی دا فکر کول یی عادت ګرځی او د هر ناپیژندل شوی په هکله فکر کوی او زیار وباسی چی ځان پری پوه کړی او یو ی پایلی ته ورسیږی.


عنوان

tandar
17.11.2010

پوښتونه سلامونه٠
ډیره ښه موضوع دی رانیولی ده ، خو حذیفه راته یوموئنث نوم ښکاره کیږی یعنی ښځه ،او ښځی ته سړی خور واې نه ورور٠ دا هم دپوښتو زده کړی پوری ارتباط نیسی٠
تربیا٠


حذیفه څوک دی یا ده؟

پښتون.
17.11.2010

تندر صیب !حذیفه د هغه جلیل القدر صحابی نوم دی کوم چی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پټ رازدار وو. او نور معلومات به د حذیفه ورور څخه وغواړو.چی هغوی ولی دا نوم ځان ته غوره کړی دی.
او کیدای شی چی په څه تفاوت د مونث او مذکر دواړو لپاره واخیستل شی.خو زه پخپله په عربی ژبه نپوهیږم چی پوره ځواب یی ولیکم نو په همدی خاطر به د حذیفه ورور نه هیله وکړو چی پوره روښنایی پری واچوی.


عنوان

tandar
17.11.2010

اشناستاخبره به درسته وی مګر خدای پاک چا لیدلی نه دی او له قدرتونو ې پیژنی٠
ما چه دحذیفی خور او یا ورور البته دتاسو له نظره، لیکنی او لهجه لوستی او لیدلی نو ډیره نرمه پسته ژبه به کی کارول شویده،او دنوم دتلفظ څخه ١٠٠ فیصده یو موئنث نوم دی، نور نو خدای ښه پوهیږی تاته دی خدای دانوی ورور مبارک کړی،خو زه ورته خور وایم٠
تربیا٠


حذيفه
18.11.2010

محترم اودقدروړپښتون صاحب اوګرانه ورورتندرصاحب السلام عليکم !
پښتون صاحب په پښتني نومونوکي ستانوم ماته ډېرښه رالګيږي له پښتوسره مينې بيانورهم راباندي ګران کړی يې .
تندرګپې اوشپې کول غواړي حذيفه عربي نوم دی اودنارينه صحابي نوم وو.
دحذيفه په څېرنورنومونه هم سته چي لفظاً مؤنث خوپه معناکي مذکروي،مثلا:
عبيده،طلحة،ورقة او...سره له دي چي داټول دنارينه وونومونه دي .ځيني الفاظ بياداسي دي چي لفظاًمذکراومعناًمؤنث دي لکه :زينب،هنداو...
اوځيني بيالفظاً اومعناًدواړه مؤنث وي لکه :عائشه،حفصه او...
اوځيني بيالفظاً اومعناًدواړه مذکروي لکه ستانوم يعني تندر.


عنوان

tandar
18.11.2010

حذیفه وروره سهر په خیر٠
دتاسو دنوم دتلفظ سره داواز له کبله ورور ویل راته اوس هم په شک کی ښکاری،بیا چه تاسی په خپله دوروڼو په ډله کی ځان حسابوی، ښه راغلی،مګر دورور له نوم نه خور نوم ډیر خوږ وی او ډیر ورته احترام کیږی ،تاسو که دلته تاوان نه وی کړی ګټه به مو هم دومره زیاته نه وی٠
اوبله خبره ما دتاسو اکثره لیکنی او تبصیری او نظرونه لوستل ،او ډیر خوشحاله ومه چه په مونږه کی ښځی هم ورو ورو رازیاتیږی چه داسلام،سیاست او دوطن په ازادی کی قلمی برخه اخلی او جهاد کوی،هغه ښځه هم نر وختله٠
او بل دا ښځی خدای پاک له طبیعته پستی، مستی او نرمی پیدا کړی دی،چه روحی ارامی ولری او خوشحاله وی نو ډیری نرمی او خوږی خبری او لیکنی کوی چه غټ مثال ې دتاسو لیکنی کیدلای شی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,مثال,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
پښتون صاحب په پښتني نومونوکي ستانوم ماته ډېرښه رالګيږي له پښتوسره مينې بيانورهم راباندي ګران کړی يې .
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
څومره خوږه لهجه باندی مو لیکلی دی،د سړی زړه ورسره بغ لاړشی،خصوصا دګران دکلیمی سره٠ په خپله هم قضاوت کولی شی؟او یالیکوال؟
ماستاسو په لیکنه کی یوه سخته خبره لوستلی ده چه پتوال صاحب ته مو دماشوم نسبت کړی دی،یو مشر اوسیاستمدارورور ته داسی لیکنه راته ډیره سخته ښکاری ،که دهغه دنظر مخالف وی ،په نورو ادبی الفاظو سره ې باید ځواب وواې ،اودغه کار دسړی خپل دانشی مقاومت ښکاره کوی، البته زما له نظره،په سختو الفاظو او لیکونو نه سیاست او نه جهاد کیږی ،بلکه دشمن زیاتیږ ی ٠هغه لیکنه مو اوس هم شته٠
خو خیر ډیر نران شته چه خدای پاک ورته تر یوی اندازی پوری دښځو خواص ورکړیدی او برعکس ښځو ته ې دنرانو خواص ورکړیدی،له دی نه څوک انکار نه شی کولای٠
ماته خپله ،خور له ورر ه ډیره ګرانه ده،داکه خور پاتی شوی وی نو داختری په فکر کی به دی هم ومه،مګر دابار می له اوږو سپک شو ،زه نه ټوکه کوم ،نه ګپ ولم،خدای دی وکړی چه راڅخه داختر په ورځو کی خفه نه شی ،ماته ستا نوم او لیکنو لهجه ټوله ډیره خوږه دښځو غوندی ښکاریده،اوزه په ښځو افتخار کوم چه دوی ددغسی لیکونو توان پیدا اوولری٠ ځکه زمونږ ښځی ډیری ورورسته پاتی دی ٠
ښه شوچه خور راته خدای ورور کړو،سنګر کی دیرغلګرو په مقابل کی یو ازادیخوا ځوان رازیات شو،دخوښی خبره ده،زه به هم درته نور ورور وایم،په خیر راغلی٠
پوښتونه یاره ښه دی چه شرط می درسره نه دی وهلی ،اوس به می بایللی وهاهاها٠
مننه٠


حذيفه
19.11.2010

والله!تندرصاحب که دي شرط ايښی وای نواوس به دي بالکل بايلوداوپرخپل شرط به دي وفاهم لازمي کوله ځکه مسلمان چي کله کومه خبره کوي نوپوره کوي دمنافق په څېرچل اوول خودمسلمان نوي زده نوبالکل به اوس ګيرپاتې وې .
داخويوروښانه اوتريخ حقيقت دی چي زموږمېرنې سوادنلري نوځکه يي په بحثونوکي ونډه هم کمه ده خوکوم څوک چي په واقعه کي نارينه وي اوپه ښځه يي ځان تېرکړی وي داهم ښه نده ځکه مسلمان بې ځايه غوله وي اوپه دي خوبايدنورهم خوشاله شې چي دمقاومت په ميدان کي زلموته ترزلمکيوزياته اړتياوي اوزه هم الحمدلله زلمی يم اوپه مورچل کي به يوځای درسره ولاړيم دخپل وطن،دين،عزت،ناموس،ژبې اوقوم ساتنه به کوو.
تندرصاحب !الله موراته روغ،جوړ،خوشال اوپه خپلودنيوي اواخروي چاروکي بريالي لره .په درناوي اوپښتني مينه ستاسوورورحذيفه .


عنوان

tandar
19.11.2010

حذیفه وروره سلامونه٠
دمعلوماتو نه مومننه، ډیر خوشحاله شوم چه یو ورور رازیات شو ، او که خور هم وی مونږ به دی قدر لا زیات کولو،مګر اوس له زیات تکلیفه دی خلاص کړو،نوره به سره سمه وروری کوو٠
که ما لږ څه ټوکی کړی وی شاید ستاسو خوښی او په خوله خندا می غوښتله٠
تربیا٠


حذيفه
19.11.2010

تندروروره!دانځرګوله!
ښاداوخوشاله اوسې ګوپې دي ښې رالګيږي ځکه نوزه هم نه پرې ستړی کېدم اوبيابيامي څه درته ليکل داسي خوش طبيعته انسان اوملګری مي زيات خوښيږي .
که دالله تعالی رضاوه سمه اسلامي ورورولي به کوو.که الله راته توفيق راکړاووخت راسره مساعده وکړه نوستاسوسره ليدل مي يولي ارمان دی اوکه معلومات راته وسي چي تاسوپه فلان ځای کي ياست نوکه مي وس ووهلته به ځان دررسوم ان شاءالله !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more