د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

خواښې او نګور

هیښ
01.11.2010

سلامونه

څو ورځې مخکې مې دعبیدالله جان په جادوئي غږ کې دالنډئ:

[color=white:3743f7e4e1]یارمې په بنګو سترګې سرې کړې
مورئې نارې کړې زوئ مې ستا له غمه مرینه [/color:3743f7e4e1]

چې دخواښې او نګور ترمنځ د زوئ او خاوند په هکله دلانجې اوجنجال وجود ښیې واوریده .
ترکومه ځایه چې مالیدلي په کورنیو کې دامعضله شته او اکثراً خواښې ګانې دنګورانو نه سر ټکوي اونګورانې هم دخواښې ګانو نه راضي نه دي او دغه اختلافونه دکورنیو په نورو غړیو منفي اثر غورځوي،چې ځنې وخت دلویو بدبختیوسبب ګرزیدلې دي.هلک هم دپاڼ اوپړانګ په موقف کې ولاړدئ اودیوه لوري سره دمخالفت اوموافقت فیصله نه شي کولائ.
په پورتنئ لنډئ کې دهلک میرمن فریا د کوي چې خاوند ئې بنګي دئ اوروغتیايې حالت ئې داندیښنې وړدی ،چې باید علاج ئې وشي ،خودهلک مور بیا ګناه په نګور وراچوي ،چې ستا له لاسه داورځ پرې راغلې ده .
ایا دغه ډول دریځ دخواښې اونګور له لوري دهلک سره دډیرې مینې له امله دئ او یا طبیعتاًددې دواړو ستوري سره نه لګیږي ؟
ایا کومې توصیې ،وړاندیزونه او تجویزونه شته ،چې په عملي کولو اونظرکې نیولو سره ئې داډول لانجې له منځه ولاړې شي او دتفاهم فضا په کورنۍ کې حاکمه شي؟

مننه


ساحل
02.11.2010

محترمه تاسو ډیر مهم ټکي ته اشاره کړي ده، ځکه چه د یوي کورنئ حالت د اجتماع په حال ډیر مهم اثر لري. کله کله ماته هم شک راځي، تر څه حده د مور یا ښځې پرمینه اعتبار شته؟ زه د دغه مرض دوا په تعلیمی او اقتصادی وده کي ګورم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more