د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

5-ښي اړخي او كيڼ اړخي


طالب جان
15.10.2004

محترمو مكرمو اوعزتمنز وروڼواوخويندو :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په نننۍ ليكنه كي به مونږ په لاندي ټكو رڼا اچوو :
1-مقربين څوك دي؟
_يوه پوښتنه او ځواب يي .
2-اصحاب اليمين څوك دي ؟
3-اصحاب الشمال څوك دي؟
4-دپاي ټكي.
په وتلي تفسير ابن كثير كي ويل شوي چي دقراني اياتو له وينا سره سم به دقيامت په ورځ انسانان په دريو برخو وويشل شي . وَكُنتُمْ أَزْوَاجاً ثَلَاثَةً {7}- اوشۍ به تاسي ټولۍ دری
1-مقربين يعني الله تعالی ته په ځانګړي ډول نژدې خلك لكه انبياء,صديقين , شهدا او متقيان .2- اصحاب اليمين(ښي اړخي) يعني دابه هغه دوهمه ټولۍ وي چي دحضرت آدم عليه السلام له ښي اړخه زيږيدلي هغه كسان چي عملپاڼه يي په ښي لاس كي وركول كيږي اودوي به دعرش ښي لوري ته راټولول كيږي اودابه ټول جنتيان وي (ابن كثير)او دې خلكو ته( اصحاب الميمنه ) هم ويلې شويدي . 3- اصحاب الشمال(كيڼ اړخي) يعني كفار او مشركين چي عملپاڼه په كيڼ لاس دشا له لوري ورته وركړل شوي وي او دې كسانو ته (اصحاب المشئمه ) هم ويل شوي .
په قرآنكريم كي ددغودريو ټوليو په اړه ډير تفصيلات بيان شويدي . لومړنۍ دوه ډلي به جنت ته اووروستۍ ډلخ به دوزخ ته ليږدول كيږي .
په جنت كي دداخليدونكو دوو ډلو په درجاتو كي به هم توپير وي . مقربين به دجنت په لوړو درجو كي وي او عام مسلمانان يعني اصحاب اليمين به بيا نسبتا په وړو درجاتو كي وي .دجنت ددرجو په اړه روايات مختلف دي .ځيني علما وايي چي جنت سل درجې لري ځيني يي تر دې هم ډيري بولي .چي دهري درجې به ځانګړي فضا او ځانګړي نعمتونه وي ( چي تفصيل به يي انشاءلله په راتلونك ليكنو كي بيان شي ) .
1-په سورت واقعه كي دمقربينو يادونه الله تعالی په دې تورو كي كړى (وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ {10} أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ {11} فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ {12} ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ {13} وَقَلِيلٌ مِّنَ الْآخِرِينَ {14} عَلَى سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ {15} مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ {16}‏ يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ {17} بِأَكْوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍ {18} لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنزِفُونَ {19} وَفَاكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ {20} وَلَحْمِ طَيْرٍ مِّمَّا يَشْتَهُونَ {21} وَحُورٌ عِينٌ {22} كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ {23} جَزَاء بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ {24} لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْواً وَلَا تَأْثِيماً {25} إِلَّا قِيلاً سَلَاماً سَلَاماً {26})
ژباړه :او ړومبى كيدونكي (نيكيو ته ) همدوي ړومبى كيدونكي دي (جنت) ته .همدوي نژدې كړى شوي دي (الله) ته .په جنتون دنعمتون كي به وي . لويه ډله به وي له اولينو(ړومبنيو) څخه اولږ دي له وروستنيو څخه .ناست به په تختونو او بدليو شويو جړاو كړى شويو په زرو جواهرو باندي چي تكيه وهونكي به وي په هغو (تختونو ) باندي. مخامخ كيناستونكي يو بل ته ګرځي به په دوي باندي (خدمت ) لپاره هلكان تل پاتي كيدونكي په (هلكوالي سره ) ( او ګرځي به په دوي هلكان ) په ميوو له هغه راز چي خوښوي دوۍ (جنتيان) . اوغوښو اومرغانو سره له هره ډوله چي زړونه يي غواړي . او (ګرزي به په دغو جنتيانو) حوري پيمخي غټ سترګي په څير دملغلرو ساتليو شويو په پوښونو كي . بدل وركول دي ( دوي ته ) په هغو(عملونو) چي وو دوي چي كول به يي (له نيكيو په نړۍ كي) .اونه به اوري دوي په دغه (جنت كي) چټي خبري اونه دګناه خبري . مګر اوري يوه خبره سلام سلام (په يوه او بل باندي) .
_ خواوس يوه پوښتنه داده چي اياپه جنت كي به ددې امت شميره لږوي ؟؟؟ حال دا چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي په جنت كي به ترټولو دده دىمت شميره ډيره وي ؟؟؟ ځكه چي په آيت شريف كي دړومبنيو دډيروالي لپاره د(ثلة) تورى اودوروستنيو دلږوالي لپاره د (قليل)تورى راغلى ؟؟؟
پدې اړه په ځينو تفاسيرو كي راځي چي ! كله چي دا آيت رانازل شو نو حضرت عمر رضي الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چي آيا په مقربينو كي به دړومبنيو شميره ډيره اوزمونږ به لږه وي ؟؟؟ له دې وروسته نژدې يوكال بل آيت نازل نه شو . يوكال وروسته دسورت واقعې 39 او 40 آياتونه نازل شوو چي پكي فرمايلي دي چي : په جنت كي به دوړومبيو هم غټه برخه اودوروستنيو هم غټه برخه وي . نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : اى دخطاب زويه واوره : الله جل جلا له چي دا فرمايلي چي دړومبنيو به هم يوه لويه ټولۍ وي اودوروستنيو هم . نوداخبره په يادولره چي له آدمه ترما پوري يوه ټولۍ(ثلة) او له ځما امت دوهمه ټولۍ (ثلة) ده . ابن كثير
ددې خبر تاييد دامام احمداو ابن حاتم رحمهما الله له هغو رواياتو څخه هم كيږي دكومو په پاي كي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چ] ك زه هيله لرم چي تاسي (امت محمدي) به دجنت دټولو مخلوقاتو په مقابل كي څلرمه بلكه نيمايي برخه وي . اوپه پاتي نيمايي كي به هم ستاسي څه برخه وي .) چي ددې پايله داشوه چي په مجموعي ډول به په جنت كي لويه برخه دامت محمدي وي .
كه څه هم په سابقينو اولينو كي به دامت محمدي شميره دمخكني امتونو په پرتله لږوي . له دې كبله چي په مخكنيو امتونو كي نژدې يو لك څلرويشت زره يواځي پيغمبران دي . معارف القرآن اتم ټوك .
2-په قرآنكريم كي داصحاب اليمينو ذكر لوي خداي جل جلا له په دې تورو كړى (وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ {27} فِي سِدْرٍ مَّخْضُودٍ {28} وَطَلْحٍ مَّنضُودٍ {29} وَظِلٍّ مَّمْدُودٍ {30} وَمَاء مَّسْكُوبٍ {31} وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ {32} لَّا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ {33} وَفُرُشٍ مَّرْفُوعَةٍ {34} إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاء {35} فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَاراً {36} عُرُباً أَتْرَاباً {37} لِّأَصْحَابِ الْيَمِينِ {38} ثُلَّةٌ مِّنَ الْأَوَّلِينَ {39} وَثُلَّةٌ مِّنَ الْآخِرِينَ {سورة الواقعه )
ژباړه : او ملګري دښي لاس .څومره ښه دي ملګري دښي لاس . په بيرو بې اغزيو كي به وي . او په كيلو له پايه ترسره ډكي كړى شويو كي به وي . او په سيورو اوږدو كړى شويو تلپاتو كي به وي . او په اوبو بهيدونكيو هميشه و كي به وي . او په ميوو ډيرو كي به وي چي نه به قطع كول كيږي په هيڅ مهال اونه به منع كول كيږي په هيڅ عذر سره . او په پرشونوكي پورته كړى شويو كي به وي (په پالنګونو) بيشكه مونږ نوي پيداکړيدي دغه حوري په ښو پيداكيدلو سره . نو ګرځولي دي مونږ دوي بكري پيغلي عاشقاني (په جنتيانو خاوندانوخپلو ) همزولي ((پخپل منځ كي دپاره دملګرو دښي لاس اصحاب اليمين)) . لويه ډله به وي له ړومبنيو څخه او لويه ډله به له وروستنيو خلكو څخه )) .
اصحاب اليمين به د مقربينو په مقابل كي عام جنتيان وي . _ ليكن ددې هيڅكله دا معنا نه ده چي مقربينو ته چي كوم نعمتونه وركول كيږي نو اصحاب اليمين به له هغو څخه بې برخي وي يا برعكس . نه نه بلكه نعمتونه (هلكان , شراب , ميوې ... به ټولو جنتيانو ته وركول كيږي . بلكه داصحاب اليمين او مقربينو تر منځ به توپير دقرب الهي په بنسټ موجود وي . اوتوپير يي په ځينو رواياتو كي داسي بيان شوى : چي مقربين به دپالونكي څښتن جل جلاله ليدنه ترنورو ډيره كوي.
په بيان القرآن كي راغلي چي دمقربينو لپاره چي كوم نعمتونه ذكر شوي هغه دښاريانو دخوښي او عيش سامان دى . اود اصحاب اليمين لپاره چي كوم نعمتونه بيان شوي هغه دكليوالو له خوښي سره سمون خوري . چي دا بيا پخپل ځاي كي دمقربينو او اصحاب اليمينو تر منځ دموجود توپير ولوري ته اشاره ده . چي ددې دواړو ډلو تر منځ دومره تو پير موجوددى لكه دكليوالو اوښاريانو تر منځ چي موجودوي . ممكن له همدې كبله په شمير كي هم توپير سره لري ځكه چي ښاريان په شمير كي لږوي او كليوال ډير . والله اعلم .
3- اصحاب الشمال - دريمه ټولۍ به دوزخيان وي كومو ته چي قرآنكريم اصحاب الشمال يعني كيڼ اړخي ويلي دي . دوي ته ځكه اصحاب الشمال ويل كيږي چي په قيامت كي به دعرش كيڼ لورته ولاړوي او عمل پاڼه به په كيڼ لاس دشاله لوري وركول كيږي . په قرآنكريم كي داصحاب الشمال ذكر په دې تورو سره راغلى (وَأَصْحَابُ الشِّمَالِ مَا أَصْحَابُ الشِّمَالِ {41} فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ {42} وَظِلٍّ مِّن يَحْمُومٍ {43} لَّا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ {44} إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُتْرَفِينَ {45} وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنثِ الْعَظِيمِ {46سورة الواقعه )
ژباړه : او ملګري دكيڼ لاس څومره بددي ملګري دكيڼ لاس . په اور تاوده كي به وي .اوپه سوځوونكو اوبو كي به وي . اوپه سيوري كي به وي دلوګي ډير تور چي نه به بيخي سوړ وي اونه به دعزت راحت وي . (ددې عذابو لامل به داوي چي ) بيشكه دوي وو پخوا له دې په دنيا كي ودان كړى شوي په نعمتونو كي خوښ . اووو دوي چي دوام به يي كاوه په ګناه لويه (كفر باندي ) .
ښي لاسي (مسلمان) او كيڼ لاسي يعني كفار په دې نړۍ کي هم په ښي اړخ اوكيڼ اړخ سره ويشل شوي دي .
ده مسلمانانوىوه لوىه برخه په مډل ايسټ او په ځينو ختيځو هيوادونوكي ميشت دي .همداراز دنړۍ په نقشه كي شمال پورته لورته او لويديځ هيوادونه كيڼ لورته پراته دي . او دمشركينو ډيره برخه په غربي هيوادونوكي پراته دي او ددوي ټولو ليكني له كيڼ لوري پيل كيږي , همدا راز دوي دخپل ژوندډيرى ټولنيزي چاري هم له كيڼ پلوه پيل كوي . دساري په ډول موټر په كيڼ لوري چلوي(Left-Hand.Drive),خوراك او څښاك په چپ لاس باندي كوي , جائزي او اسناد په كيڼ لاس اخلي , دهمدي چپه ګرايي له كبله نوموړو قومونو ته Leftist هم ويل كيږي , ددوي دناپاكي عقيدي له شامته لوي الله جل جلاله نوموړو قومونو ته په دنيا كي هم ناپاك خوراك او څښاك ور په برخه كړى دى , دساري په ډول دخنزير , سپې , پشو , مارانو, چرمښكو , كارغانو , چيندښو او نورو ناولوژويو له خوړلو څخه هم ډډه نكوي .آن ځيني خو لا دغواګانو متيازي هم په ډير شوق سره څښي , خو ددوي پرخلاف اصحاب اليمين ( يعني مسلمانان ) خپلي ليكني که په هره ژبه كي وي په ښي لوري ليكي او همدا راز نوري چاري هم په ښي لاس باندي اجرا كوي , او الله تعالى دناپاكو ژويو له خوړلو هم ژغورلي دي او يو مسلمان كه دناپاك ځناور دخوړلو تصور هم وكړي نو هرو مرو به يي زړه را ډک شي , الله تعالى په دوي باندي پاك خوراك څښاك او وفاداري پاك لمني ميرمني لورولي دي. و الحمد لله على ذلك ,
همدا راز لوي خداى جل جلاله د مسلمانانو په مينځ كي د پاكو او مقدسو خپلويو او قرابتونو په پيدا كولو سره او دمور او پلار په څير مقدسو هستيو ته داحترام او عزت په فرض كولوسره دژوند يو نه شليدونكي مقدسه لړۍ پيدا كړي , چي اصحاب الشمال ( يعني نا مسلمان ملتونه ) له دغه اللهې نعمت نه محروم اوبي برخي دي .
لنډه دا چي په دي دنياكي هم دښي لاسو ( اصحاب اليمين ) او كيڼ لاسو ( اصحاب الشمال ) تر مينځ ښكاره توپيرونه شته .
4-دپاي ټكي . د اصحاب اليمين او دمقربينو تر مينځ دشته توپيرپه اړه خپله دنن ورځي ليكنه دلانديني حديث په ليكلوسره پاي ته رسوم:
حضرت ابو سعيد خدري رضي الله تعالى عنه روايت كړی چي دقيامت په ورځ چي څوك ړومبى جنت ته ننوځي نو دهغوي مخونه به دڅوارلسم دسپوږمۍ په څير سپين وي .له دوي وروسته چي كومه دوهمه ډله (اصحاب اليمين)جنت ته ننوځي نودهغوي مخونه به په اسمان كي دتر ټولوځليدونكي ستوري په څيررڼه وي .او هر جنتي ته به دوه ښځي وركول كيږي چي دهري ښځي په ځان به اويا جوړې لباس موجودوي .مګربيا به هم (دښايست او ښكلا) له كبله ددې ښځو دپنډيودننه هډوكي څرګنديږي . مشكوة حديث 5393 له ترمذي شريف څخه . خداي جل جلاله دي مونږاوتاسي اوټولو مسلمانانو ته جنت راپه برخه كړي .آمين ثم آمين
وماعلينا الاالبلاغ المبين


م ن غروال
17.10.2004

محترمو مسلمانو خويندو او ورورڼو سلامونه عرض کوم!
پورتنې ليکنه ټوله د اهل البهشت والنار ده چې يعنې کتګورۍ به لري٠ يا د واقعې سورې شريفي تفسير نقل دي٠
دلته د [color=red:9080651d5e]پاي ټکۍ ؟[/color:9080651d5e]
جنتي ته د ښځو اهدأ هغه هم بيا دوې او هغه هم سبحان الله دومره ...... چې هډوکۍ يي معلوميږي، تړاؤ د پورتنې کتګورۍ سره يعنې څه؟
له دعه جنتي څخه هدف بايد نارينه وي چې ياده يي نده شوې اما دلته په څنګ کي مسلمه ښځينه څنګه٠٠٠٠٠٠٠٠٠؟؟؟؟
که څوک يي په مطلب رسيدلي وي لطفاٌ دې د زحمت په قبلېدو وليکي٠ مننه
په درناوې
[color=#444444:9080651d5e][/color:9080651d5e]



طالب جان
19.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره غروال صيب :

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

دقدروړه : له ليكني دي مننه . دليكنو همدا لړۍ ګورۍ انشاءالله د(اهل النار) په اړه هم تفصيلي ليكني رارواني دي , كه ژوند وو .

وروره : دجنت دا نعمتونه يواځي تر نرو پوري ندي ځانګړي بلكه ښځو ته به هم دنيكو كړو وړو په بدل كي لوي خداي جل جلاله همدا نعمتونه وركوي . ځكه نو دجنتيو ښځو ذكر هم اړين وبريښيده .

په راتلونكي كي هم ستاسي دښو مشورو په تمه .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more