د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دښځو کتاب

خیریوسی
23.10.2010

دښځو دکتاب دنوم به موخاماخا اوریدلی وی ، دا کتاب داسی دي لکه دانځرګل .
ښځی وایی :
1ـ راسته ورغوئ مي کاه کوی ، پیسې راته راځی ،ورغوئ په سرو زرو پوری موږي ..
2ـ چپه ورغوئ مي کاه کوی ،پیسی راڅخه ځی ،ورغوئ په تندی پوری موږي .
3ـ راسته سترګه مي غورځی ،دپلرنی دکور څخه څوک راځی یا تلیفون کوی .
4ـ چپه سترګه مي غورځی دخوسرګني دکور څخه څوک راځی ،یا تلیفون کوی .
5ـ که پزی کاه کول وایی غوښه پوری وموږه وپیشی ته یي ورواچوه .
6ـ بریتونه می کا کوی دچا زوی پیداکیږی .
7ـ زنه مي کا کوی دچا لور پیداکیږی .
8ـ اوړه مي وغورځیده میلمه راځی .
9ـ پرراسته پښه مي څانګه ده ،دپلرنی دکور څخه څوک راځي یا تلیفون کوی .
10ـ پر چپه پښه مي څانګه ده ،دخوسرګني دکور څخه څوک راځي ،یا تلیفون کوی .
11ـ ماشوم تر پښو ګوری میلمانه راځي .
12ـ پایڅه مي کت شوه مسافر راځي.
13ـ دنازوکړی دپاره چي کالی رغوي ، که پلن سوه ، وايی لور پیداکیږی، که کالی تنګ وه وايي زوي پیداکیږی .
14ـ که امید واره میرمن ډیر دخامک او لاس کار کوي یا ډیر فیشین کوی وايی دلور مورده .
خیریوسئ که وتاسو ته څه معلوم وی ویي لیکئ .



24.10.2010

اِنمَالمُسچَټيات ُ لعَب ُ ُ

ژباړه : په تحقيق سره مسچټيات په چټياتو کې محسوبيږي او د چټياتو سره
يو شان برابر عذاب لري . نو د ښځو مسچټياتو ته اول د کتاب نوم ورکول
او بيا يې د راټولولو او خپرولو له ګناه څخه ځانونه نه ساتل مثبت منفي لويه ګناه ده .


پښتون.
24.10.2010

ټولو ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوم .
که چیری دا ټول چټیاټ وی نو ولی هر وخت ریښتیا کیږی .
ددی پورته څیزونو صحیح کیدل یواځی په دننه افغانستان کی لیدل کیږی. په باهر د افغانستان نه یعنی غرب کی که غټ سړی هم د پخو لاندی وګوری ولاکه میلمه ووینی.


دښځو کتاب

محمدزمان هوتک
24.10.2010

سلامونه د زړه له کومی ټولو ملګروته

ښځی داسی هم وایې
۱-دکوم کوشنی غاښ چه ووزی نو وایې داده بام سرته وغورځوه چه خدای(ج) ورور درکړی

۲- دیوکوشنی څه تپوس وکړی چه دماما پربام ډبره ده یالوټه که ماشوم وویل چه لوټه نو وایې چه دماما لور پیداكږی اوکه ماشوم ډبره یاده کړه نو د ماما به زوی پیداکیږی

۳- کله چه چای کوی نو په شنو چای کی اکثره داسی وږده لرګی وی نوچه چای ګیلاس ته واچوی دالرګی چه پکښی وی دا مچ کړی غاړی ته یی واچوی وای میلمه راځی

۴- بل چه کله ماشوم جارو واخلی او کورجاروکوی هم وای چه میلمه راځی
۵-چه کله یو ستړی مچ راسی هغه غریب یخ نیولی وی هم وای میلمه راځی
۶- دسترګو پرباڼو باندی چه څه شی وی داهم میلمه راځی
۷-چه څپلی یې یوه لاندی سی اوبله سبیره نو وای ته یوځای ځی
۸- څوک سلګی ورته اوڅوک سګلی چه کله داشروع شی وای یابه می څوک صفت کوی اویاغیبت
۹- چه کله ژبه کا وکړی نو وای چه نن به یا جنګ کوم اویابه ستړی مشی کوم
مننه ژوندی اوسی
‏ دخوب له وجی می دجوابی لیکنی پرځای نوی موضوع انتخاب کړی وه بخښنه غواړم


خیریوسی
25.10.2010

15_ که بلبولکۍ ناری وهلی ، وایي زیرۍ کوی ، وبلبلکی ته وایي جار جار یوزیری لا بل وکړه .
16ـ وایي بوټونه خورجین دی په لمن کي یي ټک وهی ،وایي پیسې راځي .
17ـ که په چایو کي خاشه وه ،وایي میلمه راځی ، خاشه دګیلاس وپای ته ځي یا جګه دریږی یا پریوزی که پریوتل وايی میلمه شپه کوی .
20ـ دزیرې راتګ ، واي کوم دوست یا مسافر راځي ، کله چي زیری ونیسی په غاړه کي واچوي .
21ـ دیوه ځایه څخه چي ځی اوبه وڅښی وایي چی بیرته دلته راسم .
22ـ کله چي پر نوکانو سپین ټکي پیداشی وايی سوغات راته راځي .
23ـ اوبه چي وپاشي او چړپ وکړی وایي میلمه راځي .
24ـ کله چي مسافر دکوره څخه ووزی اوبه وڅښی بیرته وکورته راستون شی یایي یو شئ هیرسوی وی یا موټر، الوتکه ځنی تللی وی .
25ـ ناوی چي وکورته راولی په مخ کی منګۍ ورته کښیږدي ،په پښه یي ووهی اوبه توي کړی وایي رڼا ده .
26ـ مسافر چي دکوره څخه ځی اوبه پسی وپاشی چي سفر یي بی خطره شی .
27ـ مسافر په سفر ولاړ شی کوچه پخه کړی او خیرات یي کړی چي سفر یي بی خطره شی.
27ـ ناوې چي وکورته راولی نوکان یي ورپریولي دکور په څلورو کونجانو کي یي وپاشی وایي رڼا ده .
28ـ دماشوم په پزه کي چي شین رګ معلومیږی وایي تر ده وروسته بل ورور پیداکیږي .
29ـ ماشوم چي لوبی کوی او پښی یوپربله واړوی وایي تر ده وروسته بل ورور پیداکیږي.
30ـ دماشوم په سر کي ښکرونه ( دښکرو ځایونه ) ډیروی وی وایي تر ده وروسته بل ورور پیداکیږي.
31ـ په واده کي چي خواړه تروه شی وایي دا ناوې زوی زیږوی .
32ـ ناوی چي دپلار دکورڅخه ځی پلار یي ملا وروتړي او غبرګ پوړني پرواچوی .
33ـ ناوې او زوم دواړه پر تخت ولاړ وی ،یو هم نه کښینی هر یو چي مخکی کښینی وایی دهغه ستاره پر بل پروزی .

خیریوسئ


خیریوسی
25.10.2010

محترم هوتک صاحب تا یادوم محمد زمان هوتک صاحب هغه بل هوتک راخبر نه سی تر سلام وروسته دښځو دکتا ب څخه څه راته لیکه

34ـ که په کور کي که غنی ټالونه جوړ کړی وایي دا نیستي راولی .
35ـ که شرموښکۍ پر دیوال روانه وی نارې یي وهلی وایي زیري کوی .
36ـ وناوی ته توره پلاس ورکړی په سرکي سیب وی ،وايی چي دلاوره شی.
37ـ ونوی کورته چي کډه کوی تر هر څه نه مخکي قرآن شریف او مالګه وروړی وايی چي په نوی کور کي برکت زیات شی .
38ـ که بوی لرونکی خواړه پاخه کړی لمړی دخوړو څخه څه وخپل ګاونډی ته ورکړی
39ـ په ماشوم شنه دانه وځړوی وایي چي ماشوم نظر نه شی .
40ـ دنظر لرونکی کسانو دخوړو پاته شونی په اور وسوځی وايی چی نظر یي څه تاثیر ونه کړی .
41ـ دنظر لرونکی کسانو پل په چاړه ورپری کړي، وایي چي نظر یي څه تاثیر ونه کړی .
42ـ که ماشوم چا نظر کړی وی ، پرتګاښ یي وماشوم ته دود کړی ،وایي چي نظر یي مات شی .
43ـ که و ماشوم ته شرۍ راغلی وی ، زړه ، سږی ،کولمې باطنی غړی یي ټول امانت کړی .

خیریوسئ


دښځوکتاب

محمدزمان هوتک
25.10.2010

سلامونه ،خیریوسی، وروره یوخوستا دانوم هم داسی عجیبه غوندی دی زه ډیرسخت مصروف یم او نیټ هم نیمه ورځ وی نیمه ورځ بیامسافر وی

10- چه کله ناوی را و
اده کړی وای ناوی نه کښنی څه ورکوی نو بیا دسخرګنې والا یوشی مثلآ یا دكالی مشین یابل څه یادکړی نوناوی کښنی
11- چه ناوی را واده کړی نودپلار دکوره یې یو شی ورسره راغلا کی یا دچای ګیلاس یا داوبو ګیلاس وای داده دناوی عقل دی
‏12- چه چرګ پریوه طرف وزر کوږ کړی وای میلمه راځی
13‏- چه لاس وونځی او لاس وڅنډی وای دلاس برکت دی ځی
‏-‏‎14‏- چه چرګه ازان وکړی وای اوسنی پاچابه ځی نوی پاچاراځی
که خدای پاک خوپه داچرګه اذان وکړی
‏‎15‏-په مازدیګر کورنه جارو کوی وای دکورمشرمړکیږی
‏‎16‏- که ماشوم تر زنه دواړه لاسونه لاندی کړی وه وای موراوپلار دی مری لاسونه لری که
‏17-که یو چا ترازو خالی پورته کړ وای نیستی راځی
18-چه په کورکی ماشوم پیداسی څلویښت شپی او ورځی دلومړی ورځی وروسته کورته څوک نه پریږدی وای ماشوم پیرانی کیږی
‏19‎ ‎‏-دلاس دمینځ په ګوته کی څه نه پریږدی ګوتی یاګوتمی یادوم وایې بیامی ورور مړکیږی
‏20-هلک ته ژاولی نه ورکوی وایې بیادی ږیره کږیږی
‏21- چه ناوی ودیږی اوباران اوری وایې ناوی ډیره ژاړی
‏22- چه دوړه راسی مخته یې اوبه ورپاشی وایې چه زموږ دکوره چپه سی
23‏- دپسه په غوښه کی یوقسم کوږ هډ وی دانه ماته وی وایې دورور لاس می ماتیږی
24‏-د نر (سړی) خولی نه پرسرکوی وایې بیا حج ته نسی تلای
‏‎-25‎چه څوک وتخنوی اوهغه تخنیږی وایې خواښې یې غله ده
‏‎-26‎دښایسته ماشوم پوزه ورتوره کړی وایې چه څوک یې نظرنکړی


خیریوسی
25.10.2010

وعلیکم السلام !
ډیر اعلا

44ـ وماشوم ته خولۍ ور پر سرکړی او په پټکی یي وروتړی وایي چي دماشوم تندي بوک نه شی .
45ـ ماشوم په اوڼی کي په سیزنۍ ټینګ وتړی، وایي که ماشوم پښی و ښوروی ماشوم بیریږی .
46ـ دواده په ورځ زوم وکور ته راولی ناوې پوټونه ورپه پښو کړی .
47ـ دصفری په میاشت کی وناوې ته دکوره دوتلو اجازه نه ورکوی وایي دا میاشت درنه ده .
48ـ دمیاني ، حسن حسین او صفری په میاشت کي واده نه کوي .
49ـ په سروری چهار شنبې که چا کالی ونیول وايی ټول کال نوی نوی کالی پیدا کوی .
50ـ دجمعی په ورځ که چا کالی ونیول وایي ټوکر یي کمیږی یا یا کالی ژطر نه رغیږی .
51ـ که دیوې ښځی لاسونه ښه سره کیدل وایي پر خپل خاوند ډیره ګرانه ده .
52ـبیغلانی لاسونه خلاص کړی دکوتو بندونه وګوری که یي دګوتو بندونه سره برابر وه هغه پیغله پخپلو دوستاو ودیږی ( نوی ).

خیریوسئ


خیریوسی
26.10.2010

هوتک صاحب نه معلومیږی خدای دې خیر کړی برق خو نه دی قطع شوی ؟

53ـ ناوې چي وکور ته راولی وخونی ته نه ننوزې ګوته ددروازی په زولفي کي ټینګه دخسر څخه یو تحفه غواړی تر څو چي خسر یي دکالو مینځلو ماشین ، دګنډولو ماشین یا بل شی وعده ورسره وکړی .
54ـ دچهار شنبې په شپه ځان نه لڅوی او نه غسل کوی وایي دا شپه ناسی ده .
55ـ کله چي مورپه ګیلاس کي اوبه وڅښی لږ څه پریږدي وزوی ته یي ورکړی وایي دا وڅښه چي درباندی ګرانه شم .
56ـ په چهار شنبې سر نه پریولی وایي بیا کونډه کیږمه .
57ـ دعاشوری په شپو کي سر نه پریولي وایي بیا دچا سر ریږدي .
58ـ پخلۍ په بسم الله او اوداسه کوی وایي چي دپخلۍ خوند مي ښه شی .
59ـ څلویښت ورځي ماشوم دخونی نه راباسی وايي اثر زور پر کوی .
60ـ څلویښت ورځی ماشوم دداسی کسانو څخه ساتی چي دچا سره تعویض وی .
61ـ که یو څوک وغځیږی ، هغه بل ورته وایي کهالۍ دې پر ما مه اچوه .
62ـ دچاچی پښی غټی وی وایی بی عقل دی ، که یي سترګی کوچني وی وایي جنګره دی ، که یي سترګي غټی وی وایي ځان ګوری .

خیریوسئ


دښځوکتاب

محمدزمان هوتک
26.10.2010

اسلام علیکم

27- دحسن حسین په میاشت کی کونڅی نه غوړه وی وایې بیا می سر ریږدی یاګرځی
28- ددوو اخترو په مینځ کی واده نکوی وایې بیا بیخیره کیږی
29- چه مسافر دکوره ولاړی سی ترمازیګره کور نه جارو کوی وایې چه سفریې بی خطره سی
30-چه وریجی وخوری وایې غاب ښه صفا که چه اولاد دی چه ښایسته پیداسی
31-چه پرسترګویې درد وی وایې پر ایرو اور بل کړه چه دسترګو درد دی ښه سی
32- چه د ماشوم خوله خوږسی څو اوربشی په لاس ورکړی وایې پرسړک یې وغورځوه بیاشاته مه ګوره کورته ځنی راځه خوله به دی خپله ښه سی
33- چه پرسترګه یې دانه راپورته سی وایې ستن پروځړاوه چه ښه سی
34- دسه شنبی په ورځ کوم کار نه کوی وایې ورځ درنه ده
35- چه یوڅوک پروت وی بل څوک نه پریږدی چه ترواوړی وایې بیادی تاویز خرابیږی


دښځوکتاب

عبدالسلام آیو
26.10.2010

اسلام علیکم هوتک صاحب او ،خیریوسی محترمه تاسی خوداسی دښځو غیبت شروع کړی چه ټول عیبونه مو ورلڅ کړ که خوره کیانی درخبری سوی جنګ درسره کوی باقی ستاسی خوښه ده


خیریوسی
26.10.2010

ایوبی صاحب تر سلام وروسته
وروره دا په هرکور کي شته څه به چټیات وی ، څه به دثواب وی بحث به پر وشی ښه او بد به سره بیل شی.
دا یوه بیلګه یي وګوره !
وايي غاب پاک کړه اولاد به دې ښا ئیشته وی .
په دې کي ودې ته اشاره ده چي څوک دي هومره خواړه په غاب کي اچوی چي خوړلای یي شی داسراف مخنوی به وشی . خوپه داسی بڼه یي پوه کوی چي څوک خوابدی نه شی او که میلمه وی شرمیږی به چي ځان موړ کړی .

دا به بیا چټیات او یا دماشومانو لوبه وی . که پر ژبه دانه وی وایي ژر ژر ووایه زما پر ژبه دانګۍ دسپی پر کونکي ، زما پر ژبه دانګۍ دسپی پر کونکي، زما پر ژبه دانګۍ دسپی پر کونکي ، دانه سمیږی .
وروره دتعجب خبره ده تاسو ولی ودې لیکونو ته دعیبونو نوم کارولی دی ته ومنه چي وتا ته یي هم دواده په شپه بوټونه درپښو کړی وی ( ټوکه )

خیریوسې


دښځوکتاب

محمدزمان هوتک
26.10.2010

ایوبی صاحب سلام ته دی وعلیکم سلام هسی دښځو استازی خوبه نه یې (ټوکه) فکرکوم دابه عیب نه وی ،دښځوکتاب، یعنی دښځودخپل کتاب خبری داخو مړه ټولی موږ دښځو دکتاب څخه لیکلی دی
خیریوسی سلام انډیواله زه خو یو اینټرنیټ ستړی کړم اوبل نور می یادته هم نه راځی ته یې لیکه زه به یې لولم


رښتینی
28.10.2010

دښځو دحقوقو په بحثفورم کی خیریوسی صیب داسی څه
پیل کړی دی چی زما په اند ډیر یی دوخت ضیاع یا وخت
وژنه ده زه وایم چی نور همدا تاسو چی راجمعه کړی همدا زرین
اقوال د عقل او شریعت په تله وتلل شی دابه له دی نه ښه وی
چی داسی نوربی ګټی یویناوی ولیکئ

او ما که وخت ولاره نو یوڅه به یی را واخلم

په مینه


عادل عادل
28.10.2010

سلامونه

حامد علمي صیب!

چې نه کار هلته دې څه کار، د ملي یوالي په اړه ستاسو د څیړنو او ارزښتناکه علمي لیکنو لړئ چیرته ورسیده؟

هسې مو مونږ او زمونږ لیکنې ټولې د مربوطه سرلیک له محدودې څخه په یوه اشاره جارو او تر بل بحث لاندې انبار کړې، چې په وزن کې ستا تر علمي لیکنو هم ان شاالله درندې او هم د استفادې وړ دي، د ښاغلي حلیمي صیب لیکنه به مو کوندې خوښه شوې وي.

......مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید .....، که دومره اسانه وای نو هر چا به د مل-کارنګي له کتابه څخه په استفادې د علمي لیکنو د اوږدو لړیو د وړاندیز دعوی کوله :wink:

په اسلامي بحثونو کې مو زحمت د ستاینې وړ دی، جزاکم الله خیرا


رښتینی
28.10.2010

[quote:ceb56aae8d="عادل عادل"]سلامونه

حامد علمي صیب!

[color=brown:ceb56aae8d]زما له تخلص سره د(علمی) دتوری زیاتونه نشته
لطفادازیاتونه مو بیرته درواخلئ
او که پسخندمو موخه وی دامو ښه کار ندی کړی
الله دی له ماسره بښنه درته وکړی [/color:ceb56aae8d]

چې نه کار هلته دې څه کار، د ملي یوالي په اړه ستاسو د څیړنو او ارزښتناکه علمي لیکنو لړئ چیرته ورسیده؟

[color=darkblue:ceb56aae8d]یوه اونۍ چیرته په سفرتللی وم اوهغه لړۍ به له خپل وس سره پرمخ ولم[/color:ceb56aae8d]

هسې مو مونږ او زمونږ لیکنې ټولې د مربوطه سرلیک له محدودې څخه په یوه اشاره جارو او تر بل بحث لاندې انبار کړې،

[color=darkred:ceb56aae8d]خدای شته چی زما هیڅ اشاره نه وه هغه کارښاغلی ډاکټر وطنمل
په خپله مخه کړی واو له هغه کار نه زما دلیکنی اهمیت هم مالومیږی
البته تاسو ته به یی اهمیت نه وی چی داستاسو خپل کار دی [/color:ceb56aae8d]

چې په وزن کې ستا تر علمي لیکنو هم ان شاالله درندې او هم د استفادې وړ دي،

[color=blue:ceb56aae8d]داهم ستانظر دی که نه په هغه کی بیخی تش چټیات هم وبلکی ځینی
دتعصب خبری هم پکی وی چی ما په ځواب هم نه ارزولی [/color:ceb56aae8d]

د ښاغلي حلیمي صیب لیکنه به مو کوندې خوښه شوې وي.

[color=white:ceb56aae8d]
دهغه له پاره زه ځواب لیکم [/color:ceb56aae8d]

......مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید .....، که دومره اسانه وای نو هر چا به د مل-کارنګي له کتابه څخه په استفادې د علمي لیکنو د اوږدو لړیو د وړاندیز دعوی کوله :wink:

مل کارنګی دی که ډیل کارنګی دی هم یو بشر دی دعلم النفس په برکت یی
ښی لیکنی کړی دی او موږ هم کولی شو له هڅو وروسته ان له هغه لا ښی
لیکنی وکړو خو که داسی دیوه بل په طعنو او توهین خپله انرژی لګووبیا
کار نه کیږی بحث باید مثمر او ګټور وی

په اسلامي بحثونو کې مو زحمت د ستاینې وړ دی، جزاکم الله خیرا[/quote:ceb56aae8d]

[color=indigo:ceb56aae8d]
مننه خو .....[/color:ceb56aae8d]

ښاغلی عادل لطفا زما دلیکنی په ځواب کی هیڅ خم مه لیکه
ځکه مهم ندی او نه به دچا په ښمرشی او که ته وایی چی تانو ولی
ماته داسی خبری لیکلی دی او په ساده پښتو ته به ووایی چی تانو
ولی دومره باد اخیستی دی :lol:

زه وایم چی ........(داځواب به په تفصیلی توګه درته لیکم )

په مینه


رښتینی
28.10.2010

سلامونه

حامد علمي صیب!

[color=darkred:ec05fd0972]
زما له تخلص سره د(علمی) دتوری زیاتونه نشته
لطفادازیاتونه مو بیرته درواخلئ
او که پسخندمو موخه وی دامو ښه کار ندی کړی
الله دی له ماسره بښنه درته وکړی[/color:ec05fd0972]

چې نه کار هلته دې څه کار، د ملي یوالي په اړه ستاسو د څیړنو او ارزښتناکه علمي لیکنو لړئ چیرته ورسیده؟

[color=red:ec05fd0972]یوه اونۍ چیرته په سفرتللی وم اوهغه لړۍ به له خپل وس سره پرمخ ولم [/color:ec05fd0972]
هسې مو مونږ او زمونږ لیکنې ټولې د مربوطه سرلیک له محدودې څخه په یوه اشاره جارو او تر بل بحث لاندې انبار کړې،

[color=brown:ec05fd0972]خدای شته چی زما هیڅ اشاره نه وه هغه کارښاغلی ډاکټر وطنمل
په خپله مخه کړی واو له هغه کار نه زما دلیکنی اهمیت هم مالومیږی
البته تاسو ته به یی اهمیت نه وی چی داستاسو خپل کار دی [/color:ec05fd0972]

چې په وزن کې ستا تر علمي لیکنو هم ان شاالله درندې او هم د استفادې وړ دي،

[color=blue:ec05fd0972]داهم ستانظر دی که نه په هغه کی بیخی تش چټیات هم وبلکی ځینی
دتعصب خبری هم پکی وی چی ما په ځواب هم نه ارزولی [/color:ec05fd0972]

د ښاغلي حلیمي صیب لیکنه به مو کوندې خوښه شوې وي.

[color=darkblue:ec05fd0972]دهغه له پاره زه ځواب لیکم [/color:ec05fd0972]
......مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید .....، که دومره اسانه وای نو هر چا به د مل-کارنګي له کتابه څخه په استفادې د علمي لیکنو د اوږدو لړیو د وړاندیز دعوی کوله :wink:

[color=indigo:ec05fd0972]مل کارنګی دی که ډیل کارنګی دی هم یو بشر دی دعلم النفس په برکت یی
ښی لیکنی کړی دی او موږ هم کولی شو له هڅو وروسته ان له هغه لا ښی
لیکنی وکړو خو که داسی دیوه بل په طعنو او توهین خپله انرژی لګووبیا
کار نه کیږی بحث باید مثمر او ګټور وی [/color:ec05fd0972]

په اسلامي بحثونو کې مو زحمت د ستاینې وړ دی، جزاکم الله خیرا

مننه خو .....

[color=white:ec05fd0972]ښاغلی عادل لطفا زما دلیکنی په ځواب کی هیڅ خم مه لیکه
ځکه مهم ندی او نه به دچا په ښمرشی او که ته وایی چی تانو ولی
ماته داسی خبری لیکلی دی او په ساده پښتو ته به ووایی چی تانو
ولی دومره باد اخیستی دی :)

زه وایم چی ........(داځواب به په تفصیلی توګه درته لیکم ) [/color:ec05fd0972]

بښنه غواړم په هغه مخکی لیکنه کی دترتیب په لحاظ یوڅه
تیروتنه وشوه ځکه می دا لیکنه بیا تکرارکړه


و.افغان
28.10.2010

[quote:0cc15cf74b="حامد"]دښځو دحقوقو په بحثفورم کی خیریوسی صیب داسی څه
پیل کړی دی چی زما په اند ډیر یی دوخت ضیاع یا وخت
وژنه ده زه وایم چی نور همدا تاسو چی راجمعه کړی همدا زرین
اقوال د عقل او شریعت په تله وتلل شی دابه له دی نه ښه وی
چی داسی نوربی ګټی یویناوی ولیکئ

او ما که وخت ولاره نو یوڅه به یی را واخلم

په مینه[/quote:0cc15cf74b]

محترم حامد صاحب:
خبرې مو په ګل بدلې، د ښاغلي خير يوسې ورور په اجازه به ووايم :wink: ، چې دغو خبرو کې
به خامخا څه نه څه ګټه وي، خو دا فوروم يې مناسب ځای نه دی، د ټوکو ټکالو خونه به ورته مناسبه وي.

په درنښت


عبد السلام
30.10.2010

[quote:45e8696037]وروره دا په هرکور کي شته څه به چټیات وی ، څه به دثواب وی بحث به پر وشی ښه او بد به سره بیل شی.
دا یوه بیلګه یي وګوره !
وايي غاب پاک کړه اولاد به دې ښا ئیشته وی .
په دې کي ودې ته اشاره ده چي څوک دي هومره خواړه په غاب کي اچوی چي خوړلای یي شی داسراف مخنوی به وشی . خوپه داسی بڼه یي پوه کوی چي څوک خوابدی نه شی او که میلمه وی شرمیږی به چي ځان موړ کړی .[/quote:45e8696037]
خیر یوسئ وروره ته سلامونه اودرناوی .
اول فوروم ته دروغ رمټ راستنیدو ستړی مشي درکوم . اوبیا : خدای دې ددواړه چارې درسمې کړه چې دې نه لیکل شوی عرف ته مو پام شو اودواړو تاسو اوهوتک صاحب يې دلته په لیکنې بڼه څرګندول پیل کړل .
داخبرې نه ټوکې دي او نه ټکالې . تاسو په خپله په ډیره ښه توګه یادونه کړې چې دا کیسې په هر کور کې شته ، زه به لادا هم پرې ورزیاته کړم چې په هر ه ټولنه کې عرب او عجم، شرقی او غربی ټول داراز ټوټکې لري ، خرافات نه خرافات ، دټولنیز ژوند زوړ واقعیت دی ، څو ک حال وايي څوک پرې شرمیږي ،او د لمڅې لاندې یې پټوی چې ګوندې دسترګو پنا دزړه پنا . دمعاصرې سایکولوجې ریښې هم ښایې همدلته وي ، دمداوی خویې دي اودي .
تاسو ته ښه مالومه ده چې(محمد بن سيرين
) چې په عربو او په اسلامی نړۍ کې دخوبونو معرف کتاب (تفسير الأحلام) ورته منسوب دی ، کتاب یې هم د همدغو کیسو نه ډک دی ، ځینې ګټورې، اوځینې مضرې ، ولې په هر حال بحث اوڅبړنې پرې په کاردي .

په درناوي


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

[quote:ba79a3b9cb]ښاغلی عادل لطفا زما دلیکنی په ځواب کی هیڅ خم مه لیکه ...... [/quote:ba79a3b9cb]

په دواړو سترګو خو ګوره وروره تاسو تر اوسه هم د نورو لیکنې په چټیاټو سره یادوئ ....

په هر حال .....

د ځان قدر/احترام د نورو په قدر/احترام کې نغښتئ دی


و.افغان
30.10.2010

[quote:4a9bd653d6]
چې(محمد بن سيرين
) چې په عربو او په اسلامی نړۍ کې دخوبونو معرف کتاب (تفسير الأحلام) ورته منسوب دی ،

[/quote:4a9bd653d6]

امام محمد بن سيرين ته منسوب دی، خو نسبت يې صحيح نه دی.
فکر کوم، چې محترم ښاغلي خيريوسې ورور به دغه لړۍ د دغو خرافاتو د ابطال
لپاره پيل کړې وي.

په درنښت


حذيفه
19.11.2010

وروڼوکه موددي خرافاتولړۍ ددي لپاره پيل کړې وي چي په اسلامي تله کي يي وتلئ نوډېرښه اوپرقلم موبرکت سه اوکه هسي وخت پرې تیره وئ نوښه دي ځکه وخت موهم ضائع کيږي اوانرژي به موهم بې ځايه مصرف کيږي .
ګورئ وروڼوخپه نسئ دازماخپل شخصي نظردی حق هم کیدای سي اوناحق هم .


حذيفه
19.11.2010

[quote:6e5212e09e="حذيفه"]وروڼوکه موددي خرافاتولړۍ ددي لپاره پيل کړې وي چي په اسلامي تله کي يي وتلئ نوډېرښه اوپرقلم موبرکت سه اوکه هسي وخت پرې تیره وئ نوښه ندي ځکه وخت موهم ضائع کيږي اوانرژي به موهم بې ځايه مصرف کيږي .
ګورئ وروڼوخپه نسئ دازماخپل شخصي نظردی حق هم کیدای سي اوناحق هم .[/quote:6e5212e09e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more