د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

عجیبه خو دا ده

پښتون.
29.10.2010

عجیبه خو دا ده .
۱. چی سړی د ښځی څخه زیږیږی او بیرته د هغی لپاره مری.
۲. ښځه د خپل میړه د روح ساتونکی ده.
۳. خوشحاله ښځه د خوشبختی راوړونکی ده.
۴. د ړانده ښځه سینګار ته حاجت نلری.
۵. یواځی هغه سړی چی تازه یی واده کړی وی خپل رازونه خپل ښځی ته وایی.
۶. د تولو نه ښه چانس یا بد چانس د سړی لپاره هغه ښځه ده چی واده یی ورسره کړی دی.


عنوان

tandar
30.10.2010

پښتونه شوتلو کی خوواخه کوی، لکه چه داغوړی شورواګانی دی ډیری خوښیږی؟
مافکر کولو چه کومه بله سیاسی موضوع کی به مصروف ې٠
بس ګوړه ګوړه یادوه خوله به دی خوږه وی٠
زمونږ په وطن کی چا چه به په کور کی حالات خرابه شوه نو حجری ته به مسافر شو٠
دتا څنګه چل دی ؟ له دی خوږو خوږو مثالو دی ګمان می کیږی چه مسافر کړی ې٠
چه مرور شی ځان به خوار کړی
-----------------جینه کی کله مرور پخلا کوینه
خوشحاله اوسی٠


عنوان

tandar
30.10.2010

پښتونه شوتلو کی خوواخه کوی، لکه چه داغوړی شورواګانی دی ډیری خوښیږی؟
مافکر کولو چه کومه بله سیاسی موضوع کی به مصروف ې٠
بس ګوړه ګوړه یادوه خوله به دی خوږه وی٠
زمونږ په وطن کی چا چه به په کور کی حالات خرابه شوه نو حجری ته به مسافر شو٠
دتا څنګه چل دی په دا ٦ ماده کی خو به قرار نه لری؟ له دی خوږو خوږو مثالو دی ګمان می کیږی چه مسافر کړی ې٠
چه مرور شی ځان به خوار کړی
-----------------جینه کی کله مرور پخلا کوینه
خوشحاله اوسی٠


پښتون.
30.10.2010

تندر صیب سلامونه !
الله تعالی دی تاسی روغ او خوشحاله لری چی داسی غوړی پوښتنی دی کړی دی ،دا چی څنګه می په شوتولو کی واخه کولو ته مخه شوه نو ما وغوښتل چی راځه دا غوړی شورواګانی د چا نخوښیږی خو ځه ښه دی ستا خو خوښیږی .او سیاسی موضوع ګانو کی می دومره زړه نلږیږی هسی سردردی ده او د هغی لپاره باید ډیره پراخه حوصله ولری ،او دلته خو ښه سیاستمداران شته په ټول افغان کی،هغوی دی خدای لری.
داسی په بعضو مادو کی خو به هر سړی برابر شوی یی،چی واده یی کړی وی.د واده کولو خو دا خوږی ترخی مزی وی.
او دګوړی په هکله چی ګوړه خو ډیره خوندوره ده.اوس می د ګوړی ویلو وخت تیر شوی دی او خدای فضل دی خوله می خوږه ده.فعلا خو د ۶ مادی په ښه چانس کی راځم او باقی ژوند به هم الله پاک خیر کړی.او مسافری خو هم کله کله وی په ګډژوند کی خو داسی هر څه کیدای شی . او زمونږه به څه مسافری وی لکه یو سړی کور کی د ښځی سره جګړه وکړه او د ښځی نه مرور شو او باهر ته ووتو د حویلی د دروازی مخی ته کیښناست،ښځه یی ورپسی راغله چی راځه سړیه دننه راشه ،او
په عاشقی کی هم ګیلی وی هم جنګونه جانانه ......ولی مرور (مسافر)شوی له مانه
نو سړی ورته په غمجن غږ وویل چی ما پریده چی په همدغه مسافری کی مړ شم.
نو تندر صیب ستاسی د ژوند تجربه زما څخه ډیره ده تاسی ته دا هر څه روښانه دی .هر سړی او ښځه بایدکوښښ وکړی چی ژوند په مینه او خوشحالی سره تیر کړی او د یوبل درناوی او خاطر وکړی.که داسی ونکړی نو د دواړو لپاره بیاد۶ مادی ډیر بد چانس دی.
خدای دی وکړی چی هسی می ستاسی وخت ضایع کړی نه اوسی.
روغ او خوشحاله اوسی.


عنوان

tandar
30.10.2010

پوښتونه مرکی دی خوږی دی چه هر چیرته وی ،ډوډی ګرمه او اوبه دی یخی٠
مګر عبدالسلام ډیر ځان راپوری مږی،نور ې پسی راباسم ،ځکه ده خپل حد ونه پیژندو،او نور به ې بس وی
ستادلیدو په هیله،ستاورور تندر٠


پښتون.
30.10.2010

تندر صیب ستاسی دی هم ډوډی ګرمه او اوبه یخی ،او د خوشحالی شیبی مو هر کله اوسه .
ستاسی په لیکنو کی داسی جذابیت دی چی هر څوک ځانته جذبوی اود هر ذوق سره برابر کس لپاره یو څه پکښی وی نو دا عبدالسلام ورور هم ستاسو د لیکنو لیوال ښکاری او ماته خو هغه هم یو پوه انسان بریخی او موخه به یی هم دګپ شپ لګول یی خدای پاک دی وکړی چی تاسی او عبدالسلام ورور زمونږه زړونه په خوږو خبرو باندی ونازوی او د یوبل نیوکی او ټوکو ته د تیری نوم ورنکړی. زه خپله ستاسو د خوشحالیو هیله کوم او تاسی او ځانته پراخه حوصله غواړم.
.....................................................................................................................................................
دا د وهاج ساپی صیب د یوی لیکنی څخه می را نقل کړی دی.چی ساپی صیب راته ونه وایی چی بیا ( ارشيفي ګډوډو ته دې څنګه مخه کړې، لکه چې ساعت تېرول غواړې. )خو څه وکړم د وهاج صیب لیکنی همداسی خوندوری دی.په قلم دی برکت شی.
ـــــــ ښځه کولاي شي چی د سړي سره په تیزپوهۍ او حاضر جوابۍ کی منډه ووهي، مګر نشي کولاي چې د سړي سره په نرمي کولو، د نفس د خواهشاتو قیضه کولو، او په خوښۍ او سختۍ باندې صبر کولو کې منډه ووهي.
ښځه کولاي شي چې هغه حالتونه او کارونه درک کړي کوم چې یې سړې درک کولی شي، کولاي شي چی د سړي غوندې نا معلوم څیزونه د معلومو څیزونو څخه راوکاږي، مګر نه شي کولاي چې له خپلو معلوماتو هغه ګټه تر لاسه کړي، کومه چې سړې یې ترلاسه کوي،ولې؟؟!!، ځکه چی د ښځې د دواړو تشو تر منځ داسی نفس دی، چې د سړې د نفس غوندی نه دی، او داسی خواهشات دي چی دسړي د خواهشاتو غوندې نه دي، ځکه چی د هغی داسی یو وړوکۍ زړه دی، او هغومره برداشت نلري کوم برداشت چی د سړي لوي عقل لري .


عنوان

tandar
01.11.2010

پوښتونه ټولی خبری دی په ځای دی مګر دا یوه خبره دی لکه چه هیره شوی٠
وروڼو دښځو سره خصوصا په غرب کی ګذاره په کار ده ،او که نه ښځه دلته کولای شی چه ددولت او سوسیال په حمایه ،سړی ته بی ننګی ورواړوی٠
او داسی کارونه شویدی٠
تربیاپوری٠


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
01.11.2010

هو تندر صیب ګذاره خو پکار ده خصوصآً هغه کسانو ته چی ښځی یی ورباندی زوراوری دی.د فزیکی زور له لحاظه نه، د عقل له لحاظه .
او چی خبره د مینی او درناوی نه ګذاری ته ورسیږی بیا نو په هغه ګډ ژوند کی هیڅ خوند نه وینم.بیا ستا پورته خبری ریښتیا کیږی.


حذيفه
19.11.2010

تندراوپښتون صاحب !ستاسوله دي خبرې چي ګوزاره پکارده يوه ګپه راياده سوه هغه داچي دملاجيون په نوم يوعالم هم غريب له مېرمنې زياته ډارېده يوه ورځ يي پرکوم شي خبره سره اوښتېده ښځې په ملاجيون پسي منډه اخيستې ده ملاکاکاپه ډېرسرعت له کوره ووت نېغ حکومتي پوستې ته ورغی اوله هغوئ څخه يي مرسته وغوښته يوڅوکسه پوليس ورسره راغلوملاکاکادکوردشاله لوري پربام راوخوت پوليسوته وايي احتياط کوئ هسي نه خوږموکړي دی خپله دکورلورته ګوري اوټیټ ټیټ ورته رانژدې کيږي که ګوري چي مېرمن يي دسرای په منځ کي ولاړه ده (شايدهغې به هم فکرکاوه چي ملاکاکاپه منډه کي څومره تېزدی زه يي هيڅ رالاندي کولای نسم)نوملاکاکاپه يوټوپ شاته راوغورزېداوپوليسوته وايي هغه ده ورته وګورئ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more