د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

خامخایې ولولی اوترخپل وسه څه ولیکی

محمدزمان هوتک
24.10.2010


خیریوسی
25.10.2010

وروره که په عربی پوهیږې دا لاندی لینیک ته سر ورښکاره کړه
http://www.sehha.com/diseases/derma/allergy/allergy4.htm

خیریوسې


محمدزمان هوتک
25.10.2010

سلام وروره دعربی سره خاص بلدتیا نلرم آباداوسی


پښتون.
25.10.2010

زما په خیال چی دلته یو ورور د طب ډاکټر هم دی او خدای خبر چی نور څومره ډاکټران به دلته سر راښکاره کوی خو دا یو عجیبه کار یی کړی چی د رګ ستنه یی په غوښه کی وهلی ده .الله تعالی دی د ښه روغتیا خاوند کړی.


محمدزمان هوتک
25.10.2010

سلامونه پښتونه وروره
الله ج دی ژوندی لره په داسی سیمه کی اوسو چه دډاکټرخو پکی درک نسته ټول کمپوډران دی


عادل عادل
27.10.2010

سلامونه

وروره بیمار ته مو له الله جل جلاله څخه عاجله شفا غواړم، [color=white:b8c66f854b]ددې تر څنګ مشوره درکوم چې همدې ډاکټر ته ورشه او په څپیړو سره یې مخ همداسې ورشین کړه لکه ستا د بیمار تره لاس یې چې شین کړئ دی.[/color:b8c66f854b]

زمونږ د ولس پاک زړي ساده خلک د ډاکټرانو ړوند او بلا قید او شرطه احترام کوي، خو خبر نه دي چې اکثریت نااهله او فاسق ډاکټران یې روغتیا، پیسې، ناموس ، آبرو او عفت لوټي.

د داسې ډاکټرانو رسوا کول او ورکول پکار دي.

تر ټولو بده یې دا چې په پرده پوښئ کې ښه او بد ډاکټران ټول سره یو لاس دي، نو ځکه خو کیدای شي د خدای په وړاندې نیک او باتقوی ډاکټران هم د فاسدو او نااهلو ډاکټرانو په ناوړه اعمالو کې یو شان شریک او سهیم واوسي.

----- یوه ډاکټر صیب راته کیسه کوله چې د څمګنیو د شهر نو روغتون ته یې یو ماشوم راوړل چې کیڼ لاس یې مات شوئ وو، ده ویل چې د اکسرې تصویر یې یا خو په تیروتنه له ښي لاس څخه اخیستئ وو او یا یې د ښي لاس نښه (R) پرې لیکلې وه نو ډاکټرانو د اکسرې له مخې د ماشوم جوړ لاس په داسې مهال کې چې خپلو منځونو کې یې ټوکې ټکالې کولې ومروړه تر څو مات او وروسته یې پلستر کړ، دوی خپلې تیروتنې ته هله متوجه شول چې د ماشوم پلار دوی ته وویل چې زما د زوی کیڼ لاس مات وو او تاسو ورته ښئ لاس پلسټر کړئ دی.

------ په همدې ډول د یو بل روغتون د فارمیسئ مسوول راته کیسه کوله چې یوه میرمن چې نیمه شپه یې روغتون ته راوړه د علاج نه وروسته یې د شدید درد له لاسه چیغې وهلې، نوکریوال ډاکټر فارمیسئ ته ورځي او د داسې ستنې غوښتنه ترې کوي چې بیهوشي راولي، نوموړي فارمیسست وایي چې ما ورته په ټینګه یادونه وکړه چې په دې ستنې سره به دا میرمن مړه کړې، خو ده و نه منل او ددې لپاره چې د بیمار شکایت او چیغې ارامې او خاموشه کړي، ستن یې ورته ولګوله او د 15 دقیقو په اوږدو کې یې د پایوازانو د ژړا چیغې پورته شوې او بیمار سا ورکړه.

----- کابل ښار چې د نااهله او وروسته پاتې ډاکټرانو څخه ډک دی د یو عادي زکام، سینه بغل او ستوني د درد په مهال بیمار ته داسې ستنې وهي چې د وینې د سپینو کرویاتو د ډمیج/ له منځه وړلو لوړ خطر پکې پروت دی، همدا وجه ده چې د هندوستان روغتونونو ته ډیرئ داسې بیمارانو مخه کړې چې په "پلسټیک انیمیا" اخته دي.

----- په کابل ښار کې د هډوکو مشهور ډاکټر موسې وردګ داسې یوې درجې ته رسیدلئ چې نور یې وجود د ټولنې لپاره ګټور نه بلکه مضر تمامیژي، نوموړئ ډاکټر خپل لابراتوار ته دستور ورکړئ چې د هغو بیمارانو د اچ-آی-وي ټسټ دې نه کوي کوم چې د هډوکو جراحی ته ضرورت لري، په همدې ډول د 60 کالو نه پورته بیمارانو ته د جنرال انستیزئ په لګولو سره د خپلې قصابانه جراحی پیسې اخلي او بیمار د کور پر ځای ګور ته لیږدوي ..............

وایي چې اوښ ته چا ویلي وو چې دا غاړه دې ولې کږه ده؟ اوښ ورته وویل چې کوم ځای مې سم دی چې پاتې ګږه غاړه شو،....... د افغانانو او افغانستان دې الله جل جلاله مل او ملګری شي .............. آمین


محمدزمان هوتک
27.10.2010

سلام ته دی وعلیکم سلام
عادل عادل وروره
بلکل همداسی ده دافغانانوسره چه نن کوم چلندکیږی په دنیا کی به دځناورو سره هم داسی چلند نه کیږی دپوښتنی سړی نسته داسی ډاکټران دی چه ټول عمریې په مؤسیسو کی کارکړی دی اوس پرافغانانو خپلی زده کړی كوی ته یقین وکړه چه دمیریض په هیڅ مرض نه پوهیږی دهغه یورقم مریضی وی دی دلسو مرضو دوا ورکوی زماتره چه دلاسه په تکلیف سو دولسوالی څلور پنځو ډاکټرانو ته موږ ور وړ هریوه خپله خپله دوا ورکړه خو مریض ترهغه په تکلیف کیدی چه وروسته پاكستان ته ولاړو هغو ډاکټرانو داټولی دواوی وغورځولی ویل داټولی داعصابو دواوی دی
اوس به دا دوعاټولو هیواد والوته کوم چه الله مو دافغانستان ډاکټرته مه مجبوره كوی ‏


عادل عادل
27.10.2010

سلامونه

هوتک وروره زه د افغانانو دې پښتو ته هک پک حیران پاتې یم چې :-

که یې څوک چرګ ورته ګوډ کړي نو سړئ یې ورګوډوي، که یې سپئ ورته وولي نو سړئ یې وروژني، خو که نااهله ډاکټر یې بیمار ورته ووژني نو بیا یې د قدر او ازل مقرره پیښه بولي ؟؟؟

الله پاک دې د جهل او ناپوهئ ټغر د عامه علم او پوهې د زرینو وړانګو په زور زمونږ له ټولنې څخه ټول کړي، آمین


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more