د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دعبدالباری جهانی صیب شعر

محمدزمان هوتک
25.10.2010

خوب وینم عالمه

خوب وینم عالمه که یې څوک راکی مانه
،وینم خپله مینه زمانه په زمانه
،خوب وینم خوشال دی لړزوی په کټ کی زړونه
،توری دی لښکری دی اسونه دی پوځونه،
رغړی په میدان کی دمغلوپری سرونه،
ماته له اورنګه ده دکبر پیمانه،
خوب وینم عالمه که یې څوک راکی مانه،
خوب وینم پرقبردمیرویس جنډۍ نڅیږی،
بیاله کندهاره هنګامې راولاړیږی،
بیادګورګینیانودمقتل خبری کیږی،
بیاراپاریدلې دزمریوخیلخانه،
خوب وینم عالمه که یې څوک راكی مانه،
خوب وینم عالمه چه نړیږی دیوالونه،
چیغی دی جشنونه دی ناری دی تکبیرونه،
لویږی هم له پښوهم له لاسونو زیځیرونه،
ړنګه ده دغرونو دبازانوجیلخانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه،خوب وینم قاضی دی عدالت دی اوحکمونه دی ،
وینم هتکړی دی اوخیرن خیرن لاسونه دی،
ږغ دځنځیرونو دزاریو آوازونه دی،
لویږی دپردو دمزدورپښوته زولانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه، خوب وینم رغیږی دکلوکلو زخمونه،
ډک دی له مړو نه واړه کلی لوی ښارونه،
بیاپه پښتنو پیغلوښایسته دی ګودرونه،
بیارنځوراحساس غواړی مستی ته بهانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه، خوب وینم وطن دی ګلسرخ دی اوجشنونه دی،
مستوسخې وریځو اورولی سره ګلونه دی،
پورته له ګلڅانګو دمرغیو آوازونه دی،
هیره په وصال کی دبیلتون ده افسانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه، خوب وینم دلوړو غرو په سر واوری ویلیږی،
خوځنده سیلونه په سیندونوکی مستیږی،
سروهی له ګاروهم نڅیږی هم خښمیږی،
ناڅی یې څپی دجاله وان پرترانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه، خوب وینم غروب مرغلین کړی دی دښتونه،
ځل وهی شغلوکی دسپیدارلانده برګونه،
بریښی دکوترودسیلونو وزرونه ،
څرخی ډلی ډلی کاشانه پرکاشانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه، خوب وینم غنی وی په ورو ورو راته مسیږی،
لاس کی یې پانوس دی پلوشی تری پورته کیږی،
ځی هغی نړی ته چه خمارپکښی مستیږی،
ګرځی په مستانومیخانه په میخانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه،
مایی تعبیرکړی دی داخوب می روشتیا کیږی،
نور دولسونو دښامارستونی څیریږی،
زموږ وړکی مینه زموږجونګړه آزادیږی،
ګرځو یې په غرونوکی سرشار اومستانه،
خوب وینم عالمه کی یې څوک راکی مانه،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more