د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د بريلويانو پيژندنه، مهم شخصيتونه ، انتشار ، افكار او معتقدات ئې


Adil watanmal
09.10.2004

د قدر وړ لوستونكو
--------------------------السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترمو پدي بحث كې لومړي ليكنه به [color=yellow:08addc4543]د بريلوي فرقي پيژندنه ، مهم شخصيتونه او د انتشار[/color:08addc4543] په اړوند وي او انشاء الله چې په دوهم ليكنه كې به زه تاسي ته ددوي [color=darkred:08addc4543]افكار او معتقدات[/color:08addc4543] په ګوته كړم.

[color=white:08addc4543]پيژندنه:[/color:08addc4543]

بريلويان يوه صوفي فرقه ده چې د احمد رضا خان په مشري د انګريزانو د استعمار پر وخت په هندستان كې شروع شوه، دوي د اولياوو كرامو او انبياوو عليهم السلام په محبت كې ډيره زياته غولو كوي خاص بيا د نبي عليه السلام او په داسي صفاتو ئې موصوف كوي چې د بشر د خصائصو څخه لوړ دي.

[color=white:08addc4543]د بريلوي فرقي مهم شخصيتونه:[/color:08addc4543]

1. مؤسس ددي فرقي [color=blue:08addc4543]احمد رضاخان [/color:08addc4543]د تقي علي خان ځوي دي، په ١٨٦٥كې د هندوستان د اتراپرديش د بريلي په كلي زيږيدلي دي او په ١٩٢١ كي وفات شويدي چې ځان به ئې په عبد المصطفى هم باله.
په ١٢٢٥ هجري قمري كال كې مكي مكرمي ته ئې سفر وكړه او هلته ئې څه ديني زدكړه وكړه او دي په خپله د تيز مزاج سړي وه او همدارنګي ډير زيات غوسناك هم وه.
لانديني كتابونه ئې د مشهور كتابونو څخه دي:
آنباء المصطفى، خالص الاعتقاد ، دوام العيش، مرجع الغيب، الملفوظات، او شعري مجموعه ئې د حدائق بخشش په نامه ده.
2. [color=blue:08addc4543]ديدار علي بريلوي: [/color:08addc4543]نوموړي د ١٢٧٠ هجري قمري كال د آلور ولايت د نواب بور په كلي كې زيږيدلي دي. او د ١٩٣٥ د اكتوبر په مياشت كې وفات شويدي.
مشهورو كتابونه ئې تفسير ميزان اديان، علامات الوهابيه.
3. [color=blue:08addc4543]نعيم الدين المراد آبادي[/color:08addc4543] (( ١٨٨٣ - ١٩٤٨)) نوموړي د الجامعة النعيمية مدير هم وه. د مشهورو كتابونو څخه ئې الكلمة العليا، عقيده علم الغيب ،. دي
4. [color=blue:08addc4543]امجد علي بن جمال الدين بن خدابخش.[/color:08addc4543] په ١٩٤٨ كې وفات شوي د تصنيفاتو څخه ئې بهار شريعت مشهور كتاب دي.
5. [color=blue:08addc4543]حشمت علي خان:[/color:08addc4543] په ١٣٨٠ هجري قمري كې وفات شوي او ځان ته به ئې د احمد رضا خان زړه ويلو. د كتابونو څخه ئې تجانب اهل السنه دي چې مشهور په غيظ المنافقين سره وه.
6. [color=blue:08addc4543]احمد يار خان:[/color:08addc4543] ((( ١٩٠٦م - ١٩٧١م ))) دا د بريلويانو د فرقي د متعصبو خلقو څخه وه او د مشهورو كتابونو څخه ئې جاء الحق وزهق الباطل ، سلطنت مصطفى دي.

[color=blue:08addc4543]د بريلوي فرقي انتشار:[/color:08addc4543]

دغه فرقه چې شروع ئې د د هندوستان د اترپرديش د بريلي د كلي څخه شوي او اوس مهال په هندوستان، پاكستان، افغانستان او انجلترا كې ئې نفوس مندلي دي او په انجلترا كې دغه ډلي ته جمعية اهل السنه او جمعية تبليغ الاسلام واي.

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------عادل وطنمل


د بريلويانو بعض غلط عقايد


Adil watanmal
17.10.2004

د قدر وړ لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه ورسته
محترمو دا دي د خپلي ژمني سره سم ستاسي په وړاندي [color=blue:9255170efc]د بريلويانو بعض غلط عقايد[/color:9255170efc] په ګوته كوم.

[color=yellow:9255170efc]د بريلويانو عقائد او افكار[/color:9255170efc]

1. رسول عليه السلام د الوهية مرتبي ته رسوي. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب حدائق بخشش ١- ١٠٤ كې داسي واي:
(( أي محمد صلى الله عليه وسلم لا أستطيع أن أقول لك الله , و لا أستطيع أن أفرق بينكما، فأمرك إلى الله هو أعلم بحقيقتك)).

ژباړه: أي محمد صلى الله عليه وسلم دا وس او توان نلرم چي تاته الله وه وايم خو دا وس او توان هم نلرم چې ستاسي په مابين كې فرق وكړم نو پس ستا كار الله ته راجع دي هغه ستا په حقيقت ښه پوه دي.

2. بريلويان عقيده لري چې رسول عليه السلام ته علم الغيب وه. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب خالص الاعتقاد صفحه ٣٣ كې داسي ليكلي دي.
(( إن الله تبارك و تعالى أعطى صاحب القرآن سيدنا ومولانا محمد صلى الله عليه وسلم جميع ما في اللوح المحفوظ)).

ژباړه: بيشكه الله وركړي خاوند د قرآن سيد او بادار زمونږ محمد صلى الله عليه وسلم ته ټول هغه څه چه په لوح محفوظ كښي دي.

3. دوي عقيده لري چې اولياء او نبي عليه السلام ته په هغه څه هم علم شته چې الله پاك په خپل علم پوري خاص كړي. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب خالص الاعتقاد صفحه ٥٣-٥٤كې دي موضوع ته داسي اشاره كوي.
(( ان النبي عليه السلام لا يخفي عليه شيء من الخمس المذكوره في الآية الشريفة، و كيف يخفي عليه ذلك و الأقطاب السبعة من أمته الشريفة يعلمونها و هم دون الغوث ، فكيف بسيد الأولين و الآخرين الذي هو سبب كل شيء و منه كل شيء ))

ژباړه: بيشكه چه نه دي پټ په نبي عليه السلام باندي يو شي هم د هغه پنځه شيانونه چه پاه ايت كښي ذكر شوي او څرنګه به پټ وي په ده باندي او اوه قطبان دده د امت شريفه نه پوهيږي ورباندي او هغوي د غوث نه په مرتبه كي ټيټ دي. نو پس ستا څه نظر دي په سرور د اولينو او اخرينو هغه څوك چه هغه سبب د هر شي دي او د هغه نه دي هر شي.
4. بريلويان عقيدة لري چې رسول عليه السلام حاضر او ناظر دي د بندګانو د كارونو په هر زمان او مكان كې. احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپل كتاب جاء الحق ١-١٦٠ كې داسي دا خبره بيان كوي.
((المعنى الشرعي للحاضر و الناظر هو أن صاحب القوة القدسية يستطيع أن يرى العالم مثل كفه من مكان وجوده ، ويسمع الأصوات من قريب و بعيد، و يطوف حول العالم في لمحة واحدة و يعين المضطرين ، و يجيب الداعين))

ژباړه: شرعي معنى د حاضر او ناظر داده چې بيشكه خاوند د پاك قوت ((القوة القدسية)) ټول عالم ګوري په شان د ورغوي خپل د هغه د موجودتيا د ځاي نه او اوري اوازونه د لري او نيزدينه او ګردش كوي چار چاپيره د عالم په يوه لمحه كښي او اعانت او كومك كوي د مجبورو خلكو او قبلوي دعا ددعا كونكو.

او أحمد سعيد په خپل كتاب تسكين الخواطر صفحه ٨٥ كې دا موضوع داسي شرحه كوي. (( لا يخلو مكان و لا زمان إلا والرسول عليه السلام موجود فيه)).

ژباړه: نه خالي كيږي هيڅ ځاي او هيڅ وخت مګر رسول عليه السلام موجود وي په هغه كښي

5. د رسول عليه السلام نه بغير نورو كسانو ته هم د حاضر او ناظر صفت وركوي لكه احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) په خپله په خپل كتاب آنوار رضا، صفحه ٢٤٦ كې داسي وايي:
(( إن أحمد بريلوي حي موجود بيننا ، ويعنينا ، و يغيثنا )))

ژباړه: بيشكه احمد بريلوي ژوندي دي او موجود دي په مابين زمونږ كښي او زمونږ اعانت كوي او مونږ سره كومك كوي په سختيو كې.

6. بريلويان عقيده لري چې نبي عليه السلام نور دي بشر نه دي. احمد يارخان په خپل كتاب مواعظ النعيمية صفحه ١٤ كې داسي وايي:
((إن الرسول عليه السلام نور من نور الله ، و كل الخلائق من نوره))

ژباړه: بيشكه رسول عليه السلام رڼا ده د هغه نور د الله تعالى نه او ټول مخلوقات دده د نور او درڼا نه دي.

احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) به خپل يو كتاب كې داسي ويلي (( ما قيمة هذا الطين و الماء اذا لم يكن النور الالهي حل في صورة البشر))

ژباړه: څه قيمت لري دغه خټه او اوبه چه نه وي محلول شوي نور الهي په صورت د بشر كي

7. دوي عقيده لري چې د انبياؤ ، اولياؤ قبرونو نه مدد غوښتل جواز لري او منكر ترينه كافر ګڼي.
امجد علي په خپل كتاب بهار شريعت ١- ١٢٢ كې داسي وايي:
(( ان المنكرين للاستمداد بالأنبياء و الأولياء و بقبورهم ، ملحدون))

ژباړه: بيشكه منكران د كومك او مدد غوښتلونه په انبياو او اولياو او د هغوي په قبرونو باندي محلدين دي.

8. په زياتو بدعتي كارونو هم عقيده لري لكه په قبرونو شمع بلول، چراغونه پكې ايښودل، د زيارتونو لپاره نزر منل، په قبرونو دګلانو ايښودل او د قبر نه پردي تاوول او طواف ترينه كول د تبرك لپاره.

9. ددوي د خرابو عقيدو څخه يوه داده
احمد رضا خان په خپل كتاب ملفوظات ٣-٢٧٦ كې داسي وايي:
(( إن الأنبياء عليهم السلام تعرض عليهم ازواجهم فهم يبيتون معهن))

ژباړه: بيشكه انبيا عليهم السلام چه دي وړاندي كولاي شي دوي لره بي بياني خپلي او دوي ورسره شپه تيروي.

10. د نبي عليه السلام د زيږندني ورځ لمانځل د بريلويانو په عقيده كې د لوي اختر په شان ده او دوي پدي ورځ ډير مالونه خرڅ كوي. محفلونه جوړوي او خرافاتي شعرونه او قيصي پكي لولي او همدارنګي د احمد رضا خان ((د بريلوي فرقي مؤسس)) د سرور القلوب في ذكر المولد المحبوب كتاب هم پكي لولي چې دغه كتاب كې ډيري خيالي او خرافاتي قيصي دي.
11. عرسونه:
د عرسونو معنى داده چې په قبرونو باندي محفلونه جوړول چې د هر قسم منكراتو بدعاتو او شركياتو اډه وي او دي محفلونو ته په زرګونه خلك راجمع كيږي او نر او ښځينه جنس پكي ګډ وګډوي او هغه كارونه پكي كيږي چې عاقبت ئې ډير بد وي.
بريلويان عقيده لري چې عرس ته په تګ سره سړي د لمونځ نه كولو او روژي نه نيولو د ګناه څخه پاكيږي. او د عرس، مولود، څخه پاتيكيدل په كناه كبيرو كي شميري.
همدارنګي دوي په ډيرو وړو سببونو سره سړي د اسلام څخه باسي او بيا په خپلو كتابو كې چې په چا د كافر ټاپه وه لږوي نو بيا ليكي ((ومن لم يكفره فهو كافر)) چې چا دا شخص كافر ونه كڼو هغه هم كافر دي.

[color=yellow:9255170efc]عقيدوي او فكري ريښي[/color:9255170efc]

1. د بريلويانو فرقه په اصل كې د مذهب حنفي تابع دي خو قرق ئې پدي كې دي چې بريلويانو د نورو باطلو فرقو څخه په عقيدوي امورو كې متاثره شوي دي لكه د نصرانيت څخه په لمانځلود جشن ميلاد النبي كې چې عيسويانو د عيسى عليه السلام لمانځي او هغه خرافاتو نسبت چې عسويان ئې عيسى عليه السلام ته كوي دوي ئې نبي عليه السلام ته كوي.
2. د سبب د وجود او اوسيدلو ددي فرقي په هند كې په عقيدو كي ئې د هندو مذهب بعض افكار هم خلط شويدي.
3. بريلويان په صفاتو د انبياء او الياو كې ډيره زياته مبالغه كوي چې دا تاثر ئې د شيعه ګانو څخه اخيستي ځكه هغوي هم همداسي افكار لري په خپلو معصومو امامانو په اړوند.
4. د متشدد صوفيانو او قبوريانو د شركياتو نظريات په حلول، او وحدت او اتحاد. پر دوي اثر كړي او د خپلي عقيدي جزء ئې جوړ شوي.

[color=yellow:9255170efc]د زياتو معلوماتو لپاره لانديني كتابونه كتلي شي:[/color:9255170efc]

1. البريلويه: عقائد و تاريخ
2. الامن و العلى لناعتي المصطفى
3. انباء المصطفى
4. انوار رضا
5. بهار شريعت
6. تجانب اهل سنت
7. جاء الحق و زهق الباطل
8. حدائق بخشش
9. خالص الاعتقاد
10. سلطنت مصطفى
11. مجلة صراط مستقيم
12. ملفوظات
13. الكوكبة الشهابيه فس كفريات ابي الوهابيه
14. تسكين الخواطر في مسالة الحاضر والناظر

[color=white:9255170efc]د پاي ټكي:[/color:9255170efc]

بايد يادونه وكړم چې په موضوع كې ذكر شوي متنونه د عربي كتابونو څخه راخيستل شوي دي.

-------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more