د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دپام وړ مهمه موضوع


طالب جان
02.05.2004

گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ددی ښکلي پاڼي له ټولو ليکونکو ، کتونکو ، ويونکو او پوښتونکو وروڼو او خويندو څخه احترامانه هيله لرم ترڅو په راتلونکي کي هره پوښتنه بايد دځانته موضوع په بڼه مطرح کړۍ ځکه چی پخوا ډيری ارزښتمنی پوښتنی مطرح شوی خو له بده مرغه هغه دنورو موضوعاتو سره گډي وډي شوی او ماته يي په لـټولو کي خورا ستونزي راپبښي شوي .ځکه نو هيله من يم چی وروڼه دې ټکي ته پام وکړي.پدې ډول به يو مونږ ته په ځواب ويلو کي اساني وي بل به زمونږ ددی ښکلي پاڼي ليدونکي په اساني سره له هغه نه وړ گټه پورته کړي . جزاکم الله خيرا



ع کريم حليمي
13.05.2006

گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
موږ يو وار بيا ددې ښکلي پاڼي له ټولو ليکونکو ، کتونکو ، ويونکو او پوښتونکو وروڼو او خويندو څخه احترامانه هيله لروچه :
[color=blue:a93e20a6d6]
د اسلام خونه پاکه وساتۍ ! له چرند او بې معنا،پوچو ليکنو څخه ولي چه
د اسلام خونه لطمه کيږي او له عربي برېښنايي پاڼو څخه غيری شرعي ليکني
(خبرونه ، اشعار ، ټوکي )ته ضرورت نه ليدل کيږي چه د ټول افغان پاڼي(داسلام خونه ) ته کاپي شي او که ليکونکي يي ضرور بولي نو د (له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونه) په خونه کښي ئې کاپي کړي که محترمو لوستونکي ضرور و بلله نو خپلي څرګندوني او نظريات پر وليکي
لطمه او زخمي کونکي ، چرنده او بې معنا ليکني به په اينده کښي ژير ترژيره
ړنګي شي

په احترام [/color:a93e20a6d6]


Miwand Patang
26.08.2007

سلامونه او نیکې هیلې!
دا خو مو ډیره شکلې، مزده داره او په زړه پورې خبره کړې ده ستاسو له سترګو جارسم.
لکه چې اسلام، د سولې، یووالي، شکلا او د ژوند د هر اړخیزو ارزښتونو د پاللو دین دی نو په همدې توګه ګرانو لیکوالانو ته ښايي چې په دې خونه کې یوازې د موضوع سره سم په ښکلي انداز او مدلل شکل سره خپلو لیکنو ته د دوام ځولۍ په برخه کړي.
اسلام خپلو پیروانو ته د حق، عدالت، پوهې او اخلاقو درس ورکوي او زر ځله الحمدلله چې موژ یې مسلمانان پیدا کړي یو نو زموږ د سپیڅلي دین یوه غوښتنه هم دا ده چې موږ د سپيڅلو اساساتو په هکله د ادب په رڼا کې بحث او څیړنې وکړو. په داسې توګه خپل مومن وروڼه مخاطب کړو چې له اسلامي اخلاقو او غوره سلوکو څخه ډک وي.
په دې ځای کې لازمه ګڼم چې د قرآني متبرکو آیاتونو او مبارکو احادیثو هم ژور خیال وساتل سي څو په خپل ځای داسې ولیکل سی چې له موضوع سره اړخ لګوي. راځی عربي بریښنا پاڼو ته په دې ځای کې زیاته مراجعه و نه کړو او دا ثابته کړو چې موږ هم د لیکنې او څیړنې استعداد لرو او خپلې لیکنې په مدلل ډول د ګرانو لوستونکو او لیدونکو مخې ته کښیږدو نو هله به موژ په ډیره ښه توګه د هدف څوکې ته رسیدلي وو.

د خپلو مومنو افغانانو د بري او په دې هکله د ګټورو لیکنو په هیله.

میوند پتنګ


pattang
09.02.2008

خبرتيا :
مکرمو او محترمو وړونو او خويندو او وطنوالو وړونو  
زموږ سلامونه ، ښې هيلي ومنۍ 
 'دپام وړ مهمه موضوع' دغه عنوان د بحث له پاره ندي ، 
ستاسو ليکني ړنګي سوې ، او ستاسو پر شخصي برېښناليک درواستول سوې  

په درنښت 
حليمي 


و.افغان
24.10.2010

[color=white:4ac98db219]
په اسلامي خونه کې درنو ليکوالانو وروڼو
سلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو وروڼو!
د ټول افغان په ازاده پاڼه کې د اسلامي، ملي، او وطني ګټو په نظر کې ساتلو
سره هر څوک د خپل نظر د ښکاره کولو کامل حق لري، البته د جانب
مقابل سپکاوۍ به نه کوي، اسلامي اقدارو ته به سپک نه ګوري، د اهل السنت
والجماعت اسلامي منل شوو مدرسو ته به سپک نسبت نه کوي،
لکه د حنفي مذهب مدرسه، د شافعي مذهب مدرسه، د مالکي مذهب مدرسه،
د حنبلي مذهب مدرسه، حديثي مدرسه، ظاهري مدرسه او داسې نور مدارس چې
د اهل السنت والجماعت قيد يې په ځان کې رانغاړي.
دا دې هم هېره نه وي، چې دغه ټول مدارس د يو بل تکميلوونکي دي، هيڅ رنګ تضاد
او منافات سره نه لري، او نه چاته حق ورکوو چې د دغو مدارسو تر منځ د تضاد او
منافات د درز اچولو کوښښ وکړي.
هو، هر څوک حق لري، چې په علم سره تنقيد وکړي، موضوعي علمي بحث وکړي، د
دغو مختلفو مدرسو دلائل وڅيړي، د اقوالو او نظرونو تر منځ د دليل په مټ ترجيح وکړي.

اما هيڅوک حق نه لري، چې د اهل سنت والجماعت د مذاهبو په اړه يوه سپکه کلمه
استخدام کړي.
په هيڅ صورت چا ته جواز نه ورکول کيږي، چې په نورو تېری وکړي، يا خپله خبره په
زوره په نورو تحميل کړي.
دلته يواځې دليل سالم استدلال ځای لري، او بس.

د ښکنځلو، پوچو، بدو ردو او سپکاويو په صورت کې زه دا خپله فريضه اووجيبه
ګڼم، چې اړونده ليکنه او تبصره پرته له سابق انذاره چورلټه ړنګه کړم.
دا تبصره په همدي ځای پای ته رسوم، او هيله لرم چې پورتني ټکي په پام کې ونيول
شي.

په درنښت

[/color:4ac98db219]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more