د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

پیاز دیوی خو په نیازدیوی

خیریوسی
27.01.2010

دپیاز طبی فایدې :
1ـ په پیازو کې د( پیرمنت ) ماده ده غذا هضموی ۰
2ـ په پیازو کې عطری تیل دی پاکونکی خاصیت لری میکروبونه وژنی ۰
3ـ په پیازو کې د( کوکونین ) ماده ده دانسولین کار وروکوی په بدن کې قندی مواد سوځی ۰
4ـ دپیازو بوی ، اوبه او پاڼی یې ضررناکه میکروبونه وژنی او دوینی ، تنفسی دوران ويښوی ۰
5ـ دپیازو بادونه په کولمو کې وراسته بادونه په حرکت راولی دکولمو څخه یې خارجوی ، هاضمه سموی ، دشکری دناروغ په وینه کې قند کموی ۰
6ـ پیاز دزړه حرکت قوی کوی او د کولمو حرکت اود رحم انقباض ویښوی او مردانه قوت زیاتوی ، وینه پاکوی ، ذاکره سموی ، شرایین دبندیو څخه ساتی
په پیازو کې داسی مواد شته چې وويښتانو ته غذا رسوی او دویښتانو د رژیدو مخنوی کوی ۰
خیر یوسې


Dr. Zubair
19.07.2010

خیریوسې مننه.
ځینې خلک وایي هغه اوښکې چې دپیازو دتریخوالي په نتیجه کې له سترگو راووځي، په اصطلاح سترگې وینځي، او ډیره فایده لري.
دطبابت له لحاظه دا خبره څومره سمه ده؟
والسلام


خیریوسی
19.10.2010

ډاکتر زبیر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
د اوښکوسره 25٪ پروټین او لږ څه مګنیزیم دبدن څخه خارجیږی.
دسترګو څخه د اوښکو بیدل څوډوله دی غم ، خوشحالی ، دسترګو ناروغي ، په سترکو کي دیوشی ولیدل ، دالله جل جلاله له ویری ...
که دسترګو څخه اوښکی وبهیږي یوه فایده داده چی دنیم سیرئ ( دنیم سردرد ) په ناروغي به نه اخته کیږی .
څیړونو ښولی ده چي دغم په وخت کي که سړی وژاړی او اوښکی یي توی شی هغه کیمیاوی مواد ("برولاكين" او "آى سى تى اچ" چي وینه کي شتون لری دهغوی دتاثیر څخه به په امان سی .
نارینه په کال کي 15 واره او ښځه په کال کي 65 واره ژاړی، ځکه چي په ښځو کی دبرولاکین مواد تر نارینه په پرتله ډیر دی نو ځکه ښځه تر نارینه ډیر ژاړی چا ته چي ژړا نه ورځی لکه زه بیا نو پیاز دهغه دپاره پیاز ډیر ګټور دی ولی چي دبدن هغه ضررناکه مواد داوښکو سره خارجیږی .
نورنو ستاسو دګټورو لیکنو په تمه .
خیریوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more