د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

درنه مياشت

Baheerafghan
15.10.2004

د بښونكي او مهربان څښتن په نامه

درنه مياشت
ليكنه: بهير وردك

لومړى: د روژې مباركې مياشتې څانګرتياوې
۱- د روژې ثواب او اجر دومره دى چې بېله الله﴿جل جلاله﴾ څخه بل هيڅ څوك ورباندې نه پوهېږي، او نه يې هم ليكلى شي، نو ځكه خو لوى څښتن د خپل نازولي رسول(صلى الله عليه وسلم) په ژبه وايي:
روژه زما ده او زه به يې بدل او ثواب وركوم.

۲- څوك چې يوه ورځ د خداى﴿جل جلاله﴾ په لاره كې روژه ونيسي، الله﴿جل جلاله﴾ به يې د دوزخ له اوره د اويا كالو په عمر لرې كړي، نو څه فكر به مو د يوې مياشتې روژې په اړه وي ؟!!!

۳- روژه د اخرت په ورځ د روژتي سفارښتنه (شفاعت) كوي، تر هغې چې جنت ته يې د ننه كړي.

۴- د ريان له دروازې (چې په جنت كې ځانګړى او اوچت مقام لري) يوازې روژتيان ننوځي.

۵- روژه پخواني ټول واړه ګناهونه له مينځه وړي (بښي).

۶- په روژه كې د جنت دروازې پرانستل كېږي، او د دوزخ دروازې تړل كېږي.

۷- مومن لره هر ورځ جنت ښايسته او رنګين كېږي.

۸- په روژه كې د نېك عمل ثواب څو چنده زياتېږي.

۹- ملايكې تر روژماتي پورې روژتي ته له الله نه د بښنې دوعاوې كوي.

۱۰- د روژتي د خولې بوى لوى څښتن ﴿جل جلاله﴾ ته له مښكو او عنبرو نه هم زيات او غوره دى.

۱۱- په روژه كې شيطانان تړل كېږي، او د جنتونو او اسمانونو دروازې پرانستل كېږي.

۱۲- د روژتي دوعا قبلېږي.

دوهم: د روژې حكم
ا. روژه څه ته وايي ؟
له سپېده داغ نه تر ماښامه پورې له خوراك څښاك او كوروالي (جماع) څخه پرهېز كولو ته روژه وايي.

ب. روژه په چا فرض ده ؟
(د فرضيت شرطونه)
۱- نيت
د شپې له خوا نيت كول، ځكه بېله نيت څخه يو عبادت هم نه قبلېږي.

2- اسلام
د كافر روژه تر هغې نه سهي كېږي تر څو چې يې ايمان نه وي راوړى.

۳- عقل
په لېوني باندې روژه فرض نده، تر څو چې هوښيار شوى نه وي (له لېونتو ب نه جوړ شوى نه وي او د سالم عقل خاوند شوى نه وى).

۴- بلوغ
په ماشوم (واړه) باندې نده فرض، تر څو چې بالغ شوى نه وي (رسېدلى نه وي). خو كه نيول يې شوني وي ښه ده، تر څو ماشوم د اسلامي اركانو سره آشنا لوى شي.

۵- وس او توان
كه څوك د روژې نيولو وس يا توان نه لري ورباندې فرض نده لكه: مريض (هغه مريض چې د رغېدو تمه يې نه وي نو د هرې ورځې فديه به وركوي، خو كه د جوړېدلو هيله ورته كېږي بيا به فديه نه وركوي او د خوړل شوې روژې قضايي به راوړي)، اوبوډا (شيخ فاني). هم چې روژه نيول پرې لازم نه دي، او فديه به وركوي. او همدا شان په مساپر روژه نيول لازم ندي خو قضايي به راوړي (اوكه څه ستونزه ورته نه وي بيا يې نيول ښه دي).

۶- ښځينه ناروغۍ (حيض او نفاس)
ا. د حيض په موده كې روژه نيول نشته، كومې ښځه ته چې خپله ماشتنۍ ناروغي (حيض) پېښه شي نو تر هغې پورې پرې روژه نيول نشته تر څو چي لدې ناروغۍ ځنې پاكه شوې نه وي، كله چې يې ناروغي خلاصېږي نو پاتې روژه به نيسي او وروسته به د خوړل شوې روژې قضايي راوړي.
ب. د نفاس په موده كې هم د روژې نيول نشته، د كومې ښځې چې ماشوم پيدا شي، نو روژه ورباندې نشته تر هغو پورې چې له څلوېښتۍ (د نفاس موده) څخه پاكه شوې نه ده.

۷- تى وركونكې (مرضعه) او حامله
كومه ښځه چې د ماشوم په ژوند او روغتيا ېرېږي (يانې د مور روژه نيول ماشوم ته زيان رسوي) نو د روژې خوړل يې مور ته روا دي، خو چې وروسته يې قضايي راوړي.

دريم: د روژې ادبونه او هغه كړه (عملونه) چې په روژه كې بايد ورته ډېره پاملرنه وشي

۱- په روژه ماتي باندې سنت دوعا ويل
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: كله مو چې روژه ماتوله نو دا دوعا به وايي: (اَللَّهُمََّ لَكَ صُمْتُ وَبكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ).

۲- پشلمى كول
خوږنبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: پشلمى وكړئ ځكه دې كې بركت وي.

۳- په روژه ماتولو كې بيړه
كله چې لمر ولوېږي نو بايد د روژې په ماتولو كې بيړه وشي نه داچې شپې راختلو(د ماښام تيارې) ته نور هم انتظار وشي، خوږنبي(صلى الله عليه وسلم) وايي:
زما امت به تر هغې پورې په خير وي څو پورې چې په روژماتي كې بيړه او تلوار كوي. (روژه ماتول په كجورو او يا هم اوبو باندې غوره دي، ځكه نبي كريم(صلى الله عليه وسلم) به په همدې څيزونو باندې روژه ماتوله).

۴- په نفلي لمونځونو او په څانګړې توګه د تهجد په لمانځه كې او هم د قرآنكريم په لوست (تلاوت) كې زياتوالى
مومن ته پكار دي په روژه كې د قرآنكريم لوست (تلاوت) زيات وكړي.
ابن عباس (رض) وايي: جبرايل (#) به خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) ته هره شپه راتلو او د قرآنكريم لوست (تلاوت) به يې ورسره كولو.
او همدا ډول بايد په نفلي لمونځونو كې كوشش وشي، ځكه نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: په روژه كې نفل كړل د فرض لمونځ ثواب لري.
او وايي:(صلى الله عليه وسلم) چاچې په روژه كې په پوره ايماندارۍ او باور شپې رڼې كړلې (د شپې يې لمونځونه وكړل) ده له به تېر شوي واړه ګناهونه وبښل شي. او پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) دا هم وايي: څوك چې په امام پسې تر آخره ودرېږي يانې لمونځ او تراويح په پوره توګه ادا كړي ده له به د يوې شپې ادا شوي عبادت ثواب وليكل شي.

۵- خيرات او وركړه
ابن عباس وايي: خوږ نبي كريم(صلى الله عليه وسلم) له ټولو خلكو اوچت سخي وو، خو په روژه كې به يې سخا (وركړه) لا پياوړې شوه.
نو مومن له پكار ده څومره يې چې له وسه كېږي نورو مسلمانانو ته د خير ښېګڼې لاس وركي.
دا هم په ياد ولرئ چې ښه خبره هم نيك كار او صدقه ده او خلاص تندى نيول د مسلمان ورور په وړاندې هم عبادت دى. دا خو نو د هر چا د وسه كېږي!!! خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) دا هم ويلي: غوره صدقه او وركړه په رمضان كې وي، يانې ثواب يې ډېر وي. پس څوك چې چا ته روژه ماتى وركړي ده ته به هومره ثواب وي كوم چې خپله روژه نيونكي ته وي، سره لدې چې د روژتي له ثواب څخه به هيڅ هم نه كمېږي. (نو غوره به دا وي چې مومن د بل چا په څيز باندې روژه ماته كړي تر څو دواړو ته د روژې ثواب زيات شي).

۶- اعتكاف (په جومات كې د عبادت په نيت كيناستل)
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) به په روژه كې لس آخرې شپې اعتكاف كولو، خو كله چې له دنيا نه تلو، په هغه كال يې د روژې شل آخرې شپې په اعتكاف كې تېرې كړې.

۷- عمره ادا كول
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: په روژه كې د عمرې ادا كولو ثواب د حج د ادا كولو سره برابر دى.

۸- له كمكي اختر نه وروسته د شوال د مياشتې شپږ ورځې روژه نيول
يانې كله چې روژه او كمكى اختر تېر شي نو بيا د شوال په مياشت كې شپږ ورځې روژه نيول سنت دي خو هېره دې نه وي چي نيول يې په ټوله مياشت كې دي، ترتيب او يا هم د اختر د دوهمې او يا څلورمې ورځې څخه پيلول شرط نه دي.
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: چاچې روژه ونيوله بيا يې وروسته د شوال د مياشتې شپږ ورځې هم روژه ونيوله، ګواكي لكه ټول عمر يې چې روژه نيولې وي.

۹- د بدو خبرو او كنځلو ځواب په نرمه ژبه
يانې كه څوك روژتي ته بده خبره او يا كنځل وكړي نو هغه له پكار ده چې ورته په نرمۍ ووايي: زما روژه ده.
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: كه تاسو ته چا په روژه كې كنځل او يا هم بدې خبرې وكړې، نو تاسو يې ځواب مه ورګرزوئ، او ورته وايي: (إنِّيْ صَائِمٌ) زه روژه يم.

۱۰- ډېرې دوعاګانې كول
خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي:د دريو كسانو دوعا الله﴿جل جلاله﴾ نه ردوي:
۱- د روژتي تر روژماتي پورې.
۲- د مظلوم چې تېرى ورباندې وشي.
۳- د عادل بادشاه.

څلورم: د روژې مكروهات
(هغه كارونه چې بايد روژتى ورځنې ډډه وكړي)
۱- د ورځې ډېر خوب كول.
۳- له اندازې نه ډېر خوراك او څښاك.
۴- پشلمى دومره په وخت كول چې بيا د سهار تر لمانځه خوب وشي او يا هم ټوله شپه په ويښه تېرول تر پشلمي پورې چې بيا د سهار لمونځ يا خو قضا او يا هم ناوخته ادا شي.
۵- په تراوو كې سستي او يا هم د هغه پرېښول.
۶- په بې ځايه لوبو ورځ بيګا كول.
۷- د كور او دونيا په كارونو باندې ډېر وخت ضايع كول، په ځانګړې توګه ښځې يې چې د ګنډلو په شيانو تېروي او هر څه يې د روژې مياشتې ته ساتلي وي.
۸- بد او ناروا عملونه لكه: دروغ، غيبت، كينه، تهمت، بد ګمان او داسې نور...خو دا ټول څيزونه سره له بد والي يې په روژه كې ګناه هم ده.
۹- په بې هوده او خوشي خبرو وخت تېرول پدې هيله چې د روژې ورځ بېګا شي!!!
دا او نور ټول هغه څيزونه چې مومن د خداى﴿جل جلاله﴾ له عبادت او يادلو ځنې باسي بايد ځان ترې وساتل شي او مسلمان ورور ته يې هم د ځان ساتلو او له هغه نه د پرېښولو خبره وشي ځكه د اسلام مبارك دين د نصيحت په ملاتړ ټينكار كوي نو دا چې وهر چا ته وي!
او خوږ نبي(صلى الله عليه وسلم) وايي: څوك چې دروغ ويل او بې هوده كارونه پرې نږدي، نو الله﴿جل جلاله﴾ دده د ډوډۍ نه خوړلو، او اوبو نه څښلو ته اړ نه دى. يانې روژه يوازې دې ته نه وايي چې خوراك او څښاك پرېښودل شي او بس.
ابن المنير وايي: د الله د نه اړتيا (فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجةٌٌ) مانا دا ده چې روژه يې نه قبلېږي.


pattang
15.10.2004

بهير افغانه سلام عليکم !
وروره ډير ښه شيان دليکلي او ستا ليک يو ډيره ښه سرمايه ده.
الله دي ښه درسره وکړی او ژوندي اوسي .
نه پو هيږم چې دغربې ديموکراسي ميننان به ستا په ليکنه څه تبصيرې وليکې
الله دي مونږ له دوي سره داسلام او پښتنوالې په لاره سم برابر کړي چې نيکونه
اواجداد مو په قبرونو کې وياړ راباندي وکړي او مونږ ددوي وياړ وګرځو.

ستاسو پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more