د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د یوه ماشوم خوندور شعر

پښتون.
18.10.2010

خپل اولاد پښتو باندی مین کړی. او ورته یی زده کړی .بله ژبه لمړی کول په پښتو د پښتو له منځه وړل دی.
کونګی دی يې شي ژبی ترانی چه د اغيار وايی
مات يې قلمونه شه چوپړ چي د اغيار کوي

http://www.youtube.com/watch?v=ykfdY5TxCsk&feature=player_embedded


د دریم ټولګی زده کوونکی

پښتون.
18.10.2010

دا څومره ښکلی شعر وایی او احساسات راپاروی.
http://www.youtube.com/watch?v=Urqdpp80lo4&feature=related


حذيفه
17.11.2010

الله دي زموږټول وروڼه دي ټکي ته متوجه کړي .ددي ماشوم شعرپه رښتياډېرخوندوردی الله دي دقوم،ملت،دين،هيواد،خپلې ژبې او...ښه خادم جوړکړي .


نازولي ماشومان

پښتون.
17.11.2010

امیــــــــــــــــــــــــــــن یا رب العلمین.
حذیفه وروره منــنـــــــــــــه ،زمونږه هم الله(ج) ته داسوال دی چی مونږه ټول لوی واړه د خپل دین ،هیواد او ژبی لیوال او خادم کړی.

.................................. ........ نازولي ماشومان ........................................................
دنن ماشوم دصباپلارياديږي------ستادټولنۍ افتخار ياديږي
ته ورته مينه شفقت و ښايه------تعليم تربيه اومحبت وښايه
دغه واړه واړه ګلان د وطن------دي نازولي ماشومان دوطن


حذيفه
18.11.2010

الله اکبر!
څومره ښه !
ډېرخوندور،پښتونه ورورجانه يوه خبره درته په يادکوم چي صبا،سباليکه ځکه اوسني پښتانه ليکوالان يي همداسي استعمالوي .
په ډېره مينه اودرناوي .ستاورور
حذيفه


د ماشومانو لپاره شعرونه

پښتون.
19.11.2010

سلامونه قدرمنو مشرانو او خوږو ماشومانو!
هیله لرم چی تاسی هم د ماشومانو لپاره په زړه پوری شعرونه ولیکی .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ وری ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زما وری نـــانی دئ ــــــــــــــــــــــــــ ښه سپين ککی دئ

وړۍ پستې لريـــنه ـــــــــــــــــــــــــــ امبــا، امبـــا کوينــه

زه ښه واښه ورکوم ــــــــــــــــــــــــــــ زه هــم اوبــــه ورکوم

ماته راځي په مينه ــــــــــــــــــــــــــــ امبــا، امبـــا کويــنه

--------------------اوښ ----------------------

اوښه، اوښه ډانــــــګه ــــــــــــــــ هسکــــه دي غړانکه

کوچی ما ما روان دئ ــــــــــــــــ سر پــــه بـــيابـان دئ

ای اوښــــــــــه مزل کـوه ــــــــــــــــ دمي تـــه تــــکل کوه

تــا ته بــه واښه راوړي ـــــــــــــــــ ماتـــــــه بــــــه انـــــــار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــچابک درومه په لارــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

»»»»»»»»»»»»»توتکۍ»»»»»»»»»»»»»»»

تــــــوري تــوتکۍ ٭٭٭٭٭ دوه تــــاره دي لکۍ

جــوړه کــــه ځالۍ ٭٭٭٭٭ په کي واچوه هکۍ

--------------------مينا-------------------------

کاشکي زه مينـا وای ----- نـــــاسته پر منا وای

سر مي غوړولئ وای ----- زرکي را اودلئ وای

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ کوتره ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

کاشکي زه کوتـــــــره وای ٭٭٭ غــــاړه مي کمــــــره وای

نــــــاسته پـــــــــر ډبره وای ٭٭٭ ډيــــــره تــــــېز نظره وای

پښې مي د سرو زرو وای ٭٭٭ ژونـد مي بې خطره وای

پـــــــه ډیره مــــیــــنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه.


Re: د یوه ماشوم خوندور شعر

غازی خان
22.11.2010

خپل اولاد پښتو باندی مین کړی. او ورته یی زده کړی .بله ژبه لمړی کول په پښتو د پښتو له منځه وړل دی.
کونګی دی يې شي ژبی ترانی چه د اغيار وايی
مات يې قلمونه شه چوپړ چي د اغيار کوي
‎ [quote]‎‏‎
انډیواله ډیرخوندور بیت دی

http://www.youtube.com/watch?v=ykfdY5TxCsk&feature=player_embedded


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more