د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دچرسوچيلم:

salou
20.08.2004

,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,دچرسوچيلم ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
څومره ښکلۍ ژوندؤخوښ،خندان اومستانه ومه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,چای زما عادت ؤ په شلو مبو به زه نيشه ومه

نه مې فشارجګ ؤ ، نه ناروغ ، نه عصبی ومه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,چرس،ترياک خو پرېږده له سګرټو هم توبه ومه

راغلم په پاره کې له يارانو سره کښېناستم
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,يوه چيلم د چرسو په هوا کړلم مرغه ومه

بخت زما کوټه ؤ نور هيچا زما ياری نکړه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,دغه مې سزاوه چې پدې عمل اخته ومه

ژر به قهرېدمه او اعصاب زما بيځايه ؤ
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,سرمې خوږيدلو دمعدې په رنځ اخته ومه

خوارومه ، مختاج ومه ،له هرکاره وتلۍ وم
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, نه پوهيدم خلکو چې زه څوک ومه اوڅه ومه


پښتون.
16.10.2010

د ماشومانو په نړی کی دا د چرسو چلم څه کوی.لکه چی وروسته د چلمه یی په شعر راغلی دی.


رښتینی
17.10.2010

پښتون صیب لکه یواځی عنوان دی لیدلی اوبیا دی خپل نظرتوغولی :)
ته خو شعر ته ورښکته شه ډیر ښکلی شعر دی سالو صیب مننه کورمو ودان


پښتون.
17.10.2010

حامد صیب شعر می تر اخره لوستلی وو او غوښتل می د لوستنکو پاملرنه ورته راواړوم .
په ریښتیا چی ښه او په معنا او مفهوم ولاړ شعر دی. که چیری څوک د اوله له چیلم او یا چرسو په تاوان پوه نشی نو بیا یی همغه
سرخوږیدنه،اعصاب خرابی ،بی ځایه قهریدل ،د معده په رنځ اخته کیدل،خوار محتاج او له کاره وتل یی په برخه وی.او له هر چا څخه په تیښته وی،ژوند یی تباه شی
او یو بی ګټی انسان ترینه جوړ شی.
خدای پاک دی څوک نه پری اخته کوی ګنی ځای یی د مرداریو خواکی ، د بویونو خواکی ،د مچانو خواکی او د پمنو خواکی وی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more