د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

نارينه ولي حجاب نه كوي؟


Kliwal
11.10.2004

[color=red:34517243ca].....................................نارينه ولې حجاب نه كوي؟[/color:34517243ca]
[size=9:34517243ca]...................................................................................................................................ليكنه: عزيز محمد ابو خلف
...................................................................................................................................................ژباړه:كليوال[/size:34517243ca]

په كابل كې د انګلنډ يو تبعه چې په كابل كې دنده اجرا كوي او په اسلامي مطالعه لګيا دى، په ځينو مسائلو كې له ملګرو سره مناقشې او مباحثې كوي چې له هغې څخه يوه د حجاب مسآله ده چې زمونږ له يوه خواږه ملګري سره يې مطرح كړې چې په همدې منظور مونږ د دغه مقالې برابرول په پښتو او نوموړي يې په انګليسي كې د تيارولو تابيا وكړه دا دى زه يې د ټول افغان لوستونكو ته وړاندې كوم
=============================================
د اسلام په ضد د دښمن تيري او حملې ورځ په ورځ زياتيږي، چې لدې څخه د ناسمو او غلطو افواهاتو او د اسلام په وړاندې د كركې او نفرت خپرول دي، خو دا ډول كوښښونه د مسلمانانو په ژوند كې د پياده شوي اسلام په وړاندې څه نشي كولاى، ځكه اسلام يو ښه اغېزناك او عملي دين دى، دا هم ښكاره ده چې تېرو مسلمانانو په نړۍ كې اوږد مهاله حكومتونه كړى، او دا لرې نده چې دا تجربه به يو ځل بيا تكرار شي.
اسلام دښمنه كوښښونه زيار باسي ترڅو د ښځې په وړاندې د اسلام دريځ ناسم ثابت كړي، ښځه هغه څه دي چې هر څوك ترېنه د خپل هدف لپاره ګټه اخستلاى شي، ځكه په ژوندانه كې مهم رول لري چې له ونډې څخه يې سترګې نشي پټېداى.
ددې تر څنګ په نړۍ او په ځانګړي ډول په غربي هېوادونو كې بې شمېره ښځې په اسلام كې داخلېدلېږي، چې دغه مسئلې دد ښمن غشي نور هم تېز كړي دي، تل په دغه خبره ټينګار كوي چې اسلام ښځه ناقص العقله بولي، حجاب پرې لازموي، او په يو وخت كې څلور ښځې يې روا بولي او داسې نور....

[color=green:34517243ca]د ښځې او نارينه په هكله د اسلام فلسفه:[/color:34517243ca]
اسلام د خاوند او مېرمنې تر منځ اړيكې پياوړې كوي ترڅو سوكاله كورنۍ جوړه كړي، او له بلې خوا فرد له ټولنې سره نښلوي، او پدې لار كې اسانتياوې برابروي او ټول خنډونه لرې كوي ترڅو ټولنه خورا ټينگه او يو موټى وساتي، چې پدې سره د غربي تمدن څخه پوره توپير لري كوم چې يواځې فرد مهم بولي او د همدې موخې لپاره كار كوي، پداسې حال كې چې اسلام ښه فرد او بيا هوسا كورنۍ د ټولنې د نېكبختۍ وسيله او تهداب بولي.
اسلام په واده سره د خاوند اړيكي د خپلې ښځې سره محدوده وي، او ددې هدف لپاره پوره اسانتياوې برابروي، او د زيات نسل او اولادې توصيه كوي، بېله عذره اختلاط منعه بولي، بربنډوالى او خلوت ناروا بولي، د عورت پټول اړين بولي، ددې ترڅنګ د جنسي خبرو عامول او دېته ورته را پاروونكي وسائل لكه: جنسي كيسې، ناولونه، كتابونه، او فلمونه منعه كوي، ترڅو فحاشت خور نشي او د ټولنې د هوساينې او آرامۍ ګواښ نه شي.
اسلام د فطرت او د نارينه او ښځينه انساني ځانګړتياوو پوره درناوى كوي، او د دوى تر منځ فطري توپيرونه ښه پېژني، په دوى كې د انساني غريزې او نفساني ميلونو ته پوره ځير دى، چې نه يې سريله او بې ادارې پرېږدي او نه يې داسې را قابو كوي چې د انساني فطرت خلاف وي، بلكه يوه روښانه او سيخه تګلاره يې ورته ټاكلې ده، چې د فرد او ټولنې دواړو د نېكبختۍ او ښېګړې ضمانت وكړي، او پدې كې د نارينه او ښځې دواړو د ګډې مرستې غوښتونكى دى ترڅو دا پورتنى هدف تر لاسه كړي، پر انسان يې عقل لورولاى دى ترڅو د ښو او بدو تر څنګ دا هدف هم وپېژني، چې دا هغه څه دى چې د انسانانو او حيواناتو تر مينځ فرق راولي.
دا په دې معنى چې مسلمان به ښځې ته د خپل يوه داسې سيال په سترګه ګوري چې دوى دواړه د يوه مرغه د وزرو په ډول دي او د دوى زوجي اړيكي به د يوې كورنۍ د جوړولو، د اولاد د زيږولو او بيا تربيه كولو په خاطر دي. او همداسې ښځه در واخله چې نارينه ته به په دغه سترګه ګوري.
بايد سړى پردۍ نا محرمې ښځې ته ونه ګوري، كه بې پامه يې څركنده وليده نو دوهم ځل يې ورته كتل ناروا او ګناه ده، سړي او ښځه بايد يوه او بل ته په شهواني نظر و نه ګوري مګر په حلاله او روا توګه چې هغه ددوى ترمنځ نكاح ده.
كه نارينه له يوې څخه زياتې ښځې كول وغواړي نو تر څلورو پورې كولاى شي، او ښځه دا كار ځكه نشي كولاى چې د واده څخه مطلب د نسل ډېره ول دي كه سړى څو ودونه وكړي د هرې ښځې نه به يې اولاد وي مګر كه پر ښځه هر څومره كسان راټول شي خو اولاد به يې يو وي او پدې سره د نسلونو اختلاط هم راځي بيا به دا پته نه وي چې دا د كوم پلار زوى دى.
[color=darkblue:34517243ca]
نارينه ولې حجاب نه كوي؟[/color:34517243ca]
حجاب يا پرده يو ګرځنده اسلامي شعار دى چې په لارو، كوڅو، د كار او په نورو په ځايونو كې ليدل كېږي، چې له يوې خوا د دعوت يوه خاموشه او اغېزناكه وسيله ده چې نورې ښځې دغه زرينې، محترمې او با هيبته جامې ته را بولي او له بلې خوا د اسلام د دښمنانو لپاره لوى سردرد دى چې زغمل يې ورته ناشونى كار برېښي، او په هره توگه چې ممكنه وي د لرې كولو او لغوه كولو په زيار كې يې دي، چې ددې وسيلو څخه يوه دا هم ده چې وايي: دا نارينه ولې حجاب نه كوي؟ دا ولې يواځې په ښځه بې چاره لازم شوى؟ كه سبب نفسي خواهشات وي دا خو دواړه لري، كه ښځه نارينه وويني كيداى شي ددې هم ورته ميل پيدا شي لكه څنګه چې نارينه دى، نو بايد نر او ښځه يو ډول جامه واغوندي ترڅو د يو او بل نه اغېزمن نه شي، داڅنګه نارينه صرف په قميص او پرتوګ باندې مكلف او ښځه داسې نه ده؟
خو اسلام د عورت يا شرمځاى پټول په نر او ښځه دواړو فرض كړى، د مذاهبو په لږ اختلاف سره د ښځې د مخ او ورغويو نه پرته ټول بدن او د نارينه د نامه نه تر ګونډو پورې بدن عورت بلل شوى، جامه هم بايد داسې تنګه او نازكه نه وي چې د انسان د ننه برخه ترې ښكاره شي او نه داسې وي چې په ناسمه توګه د خلكو توجه را وا وړ وي او ددې تر څنګ څنګ بايد نارينه او ښځه يوه او بل ته ونه ګوري، خو آيا دغه د نارينه او ښځينه جامو تر منځ توپير پدې مانا دى چې د دوى نفسي خواهشات به هم سره توپير و لري، حال داچې دواړه يو ډول انسانان دي نو فرق څه شو؟
ښځه په خپل بدني جوړښت كې ښكلې. جذابه او تاثيرناكه ده، ښځه دنارينه په نسبت د ليدونكي توجه زر جلبوي، او ښځې ته مخ زر ور اوړي، دا سمه ده چې ښځه د نارينه په ډول خواهشات لري خو فرق يواځې په پيل او شروع كې دى، فرضا كه نارينه د خپلو نفسي خواهشاتو تر زور لاندې راشي نو هغه ښځه غواړي، كېداى شي له زور نه هم كار واخلي، او خپله نفسي غريزه ترېنه مړه كړي كه د هغه خوښه او كه نه، مګر كه پر ښځې باندې نفسي غريزه غالبه شي او وغواړي له نارينه نه خپله غريزه مړه كړي نو هغه بر عكس او ل بايد د نارينه غريزه را وپار وي رضا يې حاصله كړي او بيا خپل هدف ته ځان ورسوي، كه داسې ونه كړي نو خپله غريزه مړول به ورته ګران كار وي، نو لدې ځاى نه وايو چې را پارېدنه د ښځې لخوا را پيلېږي.
ددې ترڅنګ ښځه همېشه نارينه ته مطلوبه ده، او د نارينه په نسبت ښځې ته خطر زيات متوجه دى، لكه څنګه چې ډېرې داسې پېښې د جنګ جګړې پر مهال پېښېږي، ښځې تښتول او بيا پرې تېرى كېږي، مونږ وينو چې استعماري يا زور ور جنګياليان يا لښكر څنګه د وږيو سپيو په شان په ښځو ور غور ځي، دغه د ښځې تښتونې يا غصبول ددې معنى ده چې د نارينه ميل ښځې ته ډېر قوي دى. ښځه بايد لدغه ميل نه د حجاب په وسيله دفاع وكړي.
[color=green:34517243ca]ځينې نور سوال او ځوابونه:[/color:34517243ca]
كه وويل شي چې حجاب يا پرده خو نشي كولاى سړي له ښځې نه منعه كړي، ځكه په بوسنيا كې ډېرې محجبې ښځې د صربانو له خوا په زور ونيول او تيرى پرې وشو. دا سمه ده چې حجاب د ښځې لپاره وسپنيز دېوال ندى او محجبې ته به داسې پېښې نه وركېږي خو حجاب تر ډېره حده ښځې له داسې ښكاري لومو نه ساتي، چېرې چې دېته خطر وي، او د ډېرو شومهدفو لپاره خنډ دى.
ددې ترڅنګ بايد وويل شي چې ښځه د خپلې آبرو، عزت او پت ساتلو په خاطر كوم حجاب مراعات كوي، دا د الله لخوا فرض شوى دى او دا الهي فرض دايمي دى ځكه كه يواځې لدې لامله وي چې ښځه د نارينوو له له شر نه په امان وساتي، بيا كه دا وېره لرې شي بيا به دغه حجاب هم لرې كېږي، نه داسې نده بلكه د الله له لوري دا پرده لازمه ده او پرېښودل يې د الله د غوصې لامل او دهغه د سزا او عذاب دروازې را پرانيزي.

[color=brown:34517243ca]دا به هم ووايو چې؟[/color:34517243ca]
ځينې دا وايي آخر دا ډول سوالونه ولې وشي: ځكه اسلام د الله دين دي نو څنګه دغه خلك پكې شكونه كوي او پدې كې زيار باسي چې د احكامو په وړاندې يې مقابله وكړي!! پر ځاى ددې چې د مسلمانانو په غفلت او سهي نه عملي كولو كې خبرې وكړي؟
بايد ووايو چې د اسلامي افكارو سهي نه درك كول او په جزوي ډول هغو ته كتل ددې سبب شوي چې هجوم پرې وشي او ناسم وبلل شي، خو اسلام په طبيعي ډول يو پوره شامل او كامل دي د داسې اصول څخه سرچينه اخلي چې اول دهغې پېژندل هم ضروري دي، يو پر بل پورې تړلي دي، له يوه څخه د ناسم تعبير په اخستلو بل هم غلط تعبيريږي، نو اسلام داسې يو متكامل دين چې له يوې خوا جزوي جزوي تعبير شي او له بلې خوا مسلمانان هم نه پلي كوي او نه يې د عصري غوښتنو سره هم تفسير او تشرېح كېږي دغه ټولو دېته لاره هواره كړې چې دښمنان يې مټې را ونغاړي اوغلط او ناسم يې معرفي كړي. والله اعلم.



طالب جان
11.10.2004

محترمه مكرمه او عزتمنه وروره (كليوال ) صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ستاسي په زړه پوري ژباړه مي ټكي په ټكي ولوستله .يقينا ښاغلي ورور ډيره ښه ليكنه كړي . اسلام يواځينى هغه دين دى چي ښځه يي دعزت په ښكلا ښايسته كړي , اوله خطر څخه دژغورلو اوددې دپت دساتلو لپاره يي دلور لپاره په پلار دښځي لپاره په خاونداودمور لپاره په ځوي نفقه فرض كړيده .
داخو غربي نړۍ ده چي په غوړو نومونو يي ښځي ترخپلو حيواني پنجو لاندي راوستلي او نه يواځي دخپلو بلكه دپردو خلكو غلاماني يي ورڅخه جوړي كړي .
كه ائير هوسټسه ده نو ښځه بي چارګۍ ده , كه دكمپنيو او كارخانو اشتهارونه دي نو ښځه يي په چوپړ كي درولي ده ,كه هوټلونه دي نوښځي پكي خدمتونه كوي.........
دتعجب خبره خو داده چي پدې غوړو نومونو زمونږ ځيني وروڼه هم غوليدلي او دې ته دښځو دآزادي نوم وركوي , آيا كوم مسلمان خو پريږده غيرتي انسان به هم دخپلي ښځي لپاره دا څه غوره وبولي چي هغه دي اته ساعته وركه ي او ميړه دي ورخبر نه وي ؟؟؟
فكر كوم دټولو وروڼو ځواب به ( نه) وي . نو بيا راځۍ وروڼو چي دښځو دپت دساتلو لپاره لاسونه سره وركړو اودخويندو هغه اسلامي حقوق چي زمونږ په پښتنه ټولنه كي ترپښو لاندي كيږي (لكه دولوَر اوميراث نه وركول) بيا راژوندي كړو او ددې حقوقو په وركړه كي له خپلو خويندو سره پوره پوره همكاري او مرسته وكړو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more