د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سلام عليکم

افغان
21.05.2003

محترم ورور طالب جانه!
سلامونه مې ومنه، زما پوښتنه پدې ډول ده:

د اسلام د نګاه نه نکاح په کومو شرايطو ماتيدی شي. مطلب کوم خبر يا عمل بايد انسان ونه کړي چې نکاح يې خوندي ساتلی شوي وي.

مننه.



طالب جان
23.05.2003

ګرانه وروره افغان صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام دپو ښتني د ځواب تر مخه دا د بدا يع الصنايع نومي كتاب عبارت ليكم او تفصيل يي در ته بيانوم [color=darkred:b231ec1050] ولوقو ع الفرقة بين الزو جين اسباب لكن الواقع ببعضها فرقة بطلاق وبعضها فرقة بغير طلاق وفي بعضها يقع الفرقة بغير قضا ْ القا ضي و في بعضها لا يقع الا بقضا ْالقاضي ومنها الطلاق بصر يحه و كناياته وله كتاب مفرد ومنها اللعان ولا يقع الفرقة الا بتفريق القاضي ومنها اختيار الصغير او الصغيرة بعد البلوغ ومنها اباءْالزوج الاسلام بعد ما اسلمت زوجته في دا رالاسلام و منها ابا ْالزوجه الاسلام بعد ما اسلم زوجها ثم الثابت بردتها فرقة بغير طلاق كذا برد تها ..... لو ارتد احد هما لو قعت الفرقة فكذا اذا ارتدا . بدايع الصنايع ص٣٣٨جلد ٢ [/color:b231ec1050] او اوس ددي عبارت تفصيل .
دښځي او ميړه تر منځ نكاح ( تړون ) په دريو طريقو سره ما تيږي .
[color=blue:b231ec1050] اول [/color:b231ec1050] دا چي ميړه ښځي ته طلاق ور واچوي او طلاق هم مختلف ډو لونه لري ,او په مختلفو الفاظو سره ښځي ته طلاق اچول كيږي چي مفصل حكم ئ هغه وخت ور كيداي شي چي د ميړه له طرفه دا معلومه شي چي په كومو الفاظو سره يي خپلي ښځي ته طلاق ور كړي .
[color=indigo:b231ec1050] دوهم [/color:b231ec1050] دا چي ښځه په اسلامي عدالت كي په ميړه باندي دنفقي دنه وركولو او يا د حق زوجيت دنه ادا كولو دعوى وكړي نو بيا قاضي پلټنه كوي كه چيري ښځه په خپلي دعوى كي ريښتيني وي نو قاضي ددوي دوا ړو تر مينځ تفريق يا بيلتون كوي . يا كه ښځه په ميړه يا ميړه په ښځه دزنا تهمت ولګوي نو كه دوي ددي تهمت د اثبات لپاره څلور شاهدان پيش نه كړي نو قاضي دوي ته لعان وركوي دلعان معني داده چي ښځه به څلور ځلي وايي چي په خداي قسم زه په خپله وينا كي ريښتيني يم په پنځم ځل به وايي چي په ما دي د خداي غضب وي كه چيري دي ياني ميړه يي ريښتيا وايي دا هلته كه ښځي په ميړه تهمت لګولي وو او كه ميړه په ښځي تهمت لګولي وو نو بيابه څلور ځلي قسم كوي چي زه په خپله وينا كي ريښتوني يم په پنځم ځل به وايي چي كه زه دروغ وايم نو په مادي دخداي لعنت وي له دي لعان څخه وروسته قاضي ددوي دواړو په مينځ كي بيلتون راولي .
[color=blue:b231ec1050] دريم [/color:b231ec1050]دا چي ښځه يا ميړه يا دواړه مرتد ( كافر ) شي نعوذ بالله يا هم ميړه د ښځي له مور ياني خپلي خواښي يا له خپلي لور سره زنا وكړي نعوذ بالله يا هم په شهوت سره له دي دواړڅخه له كومي يوي سره لاس ولګوي نو پدي صورتونو كي هم د ميړه او ښځي تر مينځ نكاح شكيږي .
د يادو ني وړده چي په اول او دريم صورت كي دقاضي فيصلي ته ضرورت نشته بلكه خود بخوده جدابب را منځ ته كيږي او په دوهم صورت كي دقاضي له فيصلي څخه وروسته بيلتون راځي


سلام عليکم

افغان
28.05.2003

محترم ورور طالب جانه
اسلام عليکم
د معلوماتو څخه مو يوه دنيا مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more