د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
21.11.2010

.

.

.
د مهـــرنبـــوت ځـــــاى :
دلته شارحينو ډيرې اوږدې خبرې كړې دي چې ځينې يې له موضوع سره اړخ هم نه لګوي لكه دوى دلته دقاضي عياض رحمه الله تعالي يوقول رااخلي چې ختم نبوت دهغه څيرلو اثرده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم سينه دووملكو څيرلې وه اوبيايې دده زړه مبارك پاك كړى و اوبېرته يې ګنډلى وه اوس دقاضي عياض داخبره امام نووي په ډېروسختوالفاظوسره ردكړې ده شارحينو دقاضي عياض دغلطي توجيهات بيان كړي دي كه څوك داتفصيلات غواړي هغه بايدعربي شروحوته مراجعه وكړي مونږدلته څواړوندروايتونه رااخلو. يوروايت دازمونږترشرحې لاندې ده چې په هغه كې بين كتفيه ليكلى دى يعنې ددوووليو په منځ كې و اودويمه خبره داده چې دانښان له ښي ولي لاندې و لكه په دې اړه ابونعيم روايت راخيستى چې دانښان دښي ولي خواته و اودريم قول داده چې دادچپ ولي خواته دزړه په اندازه و خوملاعلى قارى دميرك په حواله وايي چې زيات روايتونه دوليودمنځ خبرې تائيدوي اوډيرومحدثينو دې خبرې ته ترجيح وركړې ده چې دادوليو په منځ كې وشونی ده دچپ اوښي ولي لورته كوم روايات چې راغلي هغه به دراوي په اندبناوي ځكه اصلاً خوبينيت تقريبي ده يوخودوليو په منځ كې دومره ډېره فاصله نه وي چې بينيت واضح شي اوبل دوليو منځ دبدن داسې برخه نده چې هروخت ښكاره وي اوليدونكى په ښه دقيقه توګه ورته وګوري اوپه سمه توګه يې ځاى معلوم كړي داخو هروخت پټ ځاى دى اوپه ډېروباريكو حالاتو كې راويانو ليدلى اويادكوم راوي په غوښتنه داځاى ليدل شوى لكه وروسته به راشي نوپه هرصورت دډېرو رواياتو له مخې دوليو په منځ كې و اودامنځوالى يابينيت تقريبي ده چاته دښي ولي لورته نږدې مالوم شوى اوچاته دچپ ولي لورته .(والله اعلم) .

دنبوت مهرکله پیدااوڅه وخت ختم شو؟

په دې كې هم دمحدثينواختلاف ده چې دانښان كله پيداشوى و ايارسول الله صلي الله عليه وسلم چې له موره پيداشوى و دانښان يې و ياله هغه وروسته پيداشوى اويادنبوت دوركړې په مهال پيداشوى دى ؟دابونعيم په يوه روايت كې راځي چې كله رسول الله صلي الله عليه وسلم پيداشو يوې ملكې دسپنيوورېښموله كڅوړي نه خاتم راوايست اودرسول الله صلي الله عليه وسلم په ولي يې ولګاوه چې دهګۍ په څيرو خوبزاراونورويوروايت راخيستى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته چاوويل چې يارسول الله صلي الله عليه وسلم ته څنګه پوه شوې چې ته نبي يى؟اودايقين دې څنګه ترلاسه كړ ؟ ده ورته وويل:زه دمكې په بطحاء كې وم چې دوه ملائكې راغلې يوې يې هغې بلې ته وويل چې دده ګيډه څيري كړه هغې زماګيډه څيري كړه اوزمازړه يې راوايست له زړه نه يې غوښه لري كړه چې هغه دوى دشيطان برخه وبلله.بيايوې ورته وويل چې ګيډه اوزړه يې ومينځه! بيايې وويل چې ګيډه يې وګنډه اوزماګيډه يې وګنډله اودوليوپه منځ كې يې خاتم راولګاوه لكه دااوس چې ده .بيا دوى ستنې شوې داهرڅه لكه ماچې په سترګو ليدل ، بيهقى په دلائل النبوة كې روايت راخيستى چې كله دخلكو په دې خبره كې شك شو چې ايارسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو اوكه لا ژوندى دى نواسماء بنت عميس (رضى الله عنها)درسول الله صلي الله عليه وسلم دوليو په منځ كې لاس ننويست اوويې ويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شوى دى ځكه دده دوليو په منځ كې دنبوت نښان نشته اوختم شوى دى.

فَإِذَا هُوَ مِثْلُ زِرِّ الْحَجَلَةِ :

دلته راوي دختم نبوت دنښان اندازه ښيى چې دحجلې دتڼۍ په څېروه اوس دلته دزراوالحجله په دواړو توروكې اختلاف ده خوباوري اودجمهوروشارحينو رايه داده چې زردزاء المعجمه په تقديم سره ده چې تڼۍ ته وايي
اوالحجله دحاء اوجيم په فتحه سره ده دناوې له پاره ځانګړې كټ وي په هغه يې يوپيڅول غوندې شى درولى وي لكه دپشخانې په څير نوهغه لويى ګردي تڼۍ لري اوغوټې هم لري.نودرسول الله صلي الله عليه وسلم خاتم دهغې حجلې دغټې تڼۍ په څيرو.مصنف په جامع كې ويلي دي چې له الحجله نه يومعلوم مرغه مراد ده اوله زرنه دهغه هګۍ مرادده دمصنف دامعنى شارحينوناسمه بللى ده ځكه زرهيچري هم دهګۍ په معنى ندى راغلى اواستعارې اوتشبيه ته ضرورت نه ليدل كيږي ځكه ظاهره اومتبادره معنى شته نوديوې لري اوبعيدې معنى دمرادكولو له پاره استعارې ته څه اړتيا ده كه څه هم ملاعلى قارى هڅه كړې ده چې دمصنف دفاع وكړي خوداسې دفاع ته اړتيانشته ځكه په يوه توري كې ډېراحتمالات پيداكول دځينې شارحينو محبوبه بوختيا ده اوډېرخلك له دې سره مينه لري او دې ته تحقيق اوڅيړنې وايي خوزه وايم چې اصلي ټكى سمه اومناسبه معنى ترلاسه كول دي اودډيرواحتمالاتو په راايستلوكې يوخواصلي مطلب ددې احتمالاتوپه ګردكې پيكه شي اوبل بيځايه وختونه اوانرجي له لاسه وركول دي.دتعجب خبره بياداده چې ځينې اردوژبوشارحينو دمصنف معنى په لومړي سركې راخيستې د ه اودتڼۍ معنى يې يواحتمال بللى دى هوكې ! اصلا خوداوروستي خلك ناقلين دي خومتاسفانه چې ډېركسان په نقل كې هم اهتمام نه كوي.
دخاتم په اړه په بخاري شريف كې دازياتونه شوې ده چې:وكان ينم مسكا ايضاً:يعنې دمشكوبوى به يې تلو اويابه يې مشك راپورته كول.

د خـاتــم تـشبــيهــات :

زمونږ په دې روايت كې درسول الله صلي الله عليه وسلم خاتم دحجلې له تڼۍ سره تشبيه كړل شوې ده خونوردومره ډېرروايتونه راغلي دي چې خاتم يې له مختلفوڅيزونوسره تشبيه كړى دى چې ځينې به يې په دې باب كې راشي اوځينې نوروكتابونوروايت كړي دي لكه :

جــــمـــــع : يعنې دموټي په څيروه چې شاوخوا يې دتوروځخوپه
څيرخالونه وو .
كبيضة الحمام : دكوتري دهګۍ په شان.
شعرمجتمـع : غوټه وېښتان وو.
مثل السلـعـة : ټوټه غوښه چې لوړه شوې وي.
بضعة ناشـزة : داهم ټوټې غوښې ته وايي چې راپورته شوې وي .
كـالـتـفـاحـة : دمڼې په څېروه.
كاثرالمحـجـم : لكه دښكر لګولو په ځاى كې چې غوښه راټوله شي
كــالـبـنـدقــه : وفى رواية : شامه خضراء ،وشامة سوداء تضرب الى السفره،كان نوراً يتلأْ لأْ.
په دې رواياتوكې تدافع اوستونزه نشته دلته هرراوي په خپل فكريوه تشبيه غوره كړې ده اصلي موخه دټولويوه ده.اوهغه داچې دادغوښې يوه ټوټه وه اوپه يوه روايت كې په وېښتانوسره تعبيرشوى ده.ثلاث شعرات مجتمعات: ددې هم مطلب داده چې په هغه باندې شاوخوا وېښتان ولاړ وو.امام القرطبى وايي چې په ټولوصحيحوحديثوكې اصلا دامطلب بيان شوى دى چې داخاتم دبدن له سطحې نه راوتلى اوراپورته يوشى و چې سوررنګ يې لاره ، كله به كوچنى برېښيده لكه دكوترې هګۍ يادحجلې تڼۍ اوكله به يوڅه غټه شوه لكه دلاس موټى اودلاس دموټي روايت له بيضة الحمام اوزرالحجله سره په داسې توګه هم مطابق كيدى شي چې اصلا دموټي هومره غټه نه وه بلكې جوړښت يې داسې شوى و لكه دموټي.اوپه ځينې رواياتو كې راغلي چې په خاتم باندې مختلفې جملې ليكلې وې امام القسطلانى وايي چې دادجملو دليكلو روايات يوهم ندي ثابت كه څه هم ابن حبان دځينو دصحت هڅه كړې وه .

د سنـــد رجـــــا ل:
دقتيبه بن سعيد حالات مخكې تيرشوي دي:دحاتم ابن اسماعيل،الجعدبن عبدالرحمن اوالسائب بن يزيد رضي الله تعالي عنهم حالات په لنډه توګه دلته رااخلو:
حــاتــم ابــن اسمـاعيــل : دى دمدينې منورې اوسيدونكى اوپه اصل كې دكوفې دى . ثقه اوكره دى شپږوامامانو له ده نه روايتونه راخيستي دي اوپه كال(187)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
الجعدبن عبدالرحمن: الجعد په تصغيرسره هم راغلى دى:الجُعيد. مدني دى اوالكندى اوالتميمى يې نسبتونه دي.ده له حضرت سائب بن يزيد،عائشه بنت سعد اوالدوسى نه روايتونه رانقل کړي دي اوله ده نه يحيى بن سعيدالقطان، قاسم المدنى ،ابوداود ، النسائى،البخارى اومسلم روايتونه رانقل كړي اوكره دى (رحمه الله تعالي )
السا ئب بن يزيد: سائب بن يزيدبن سعيد الكندى يوصحابي دى تقريباً دوه ويشت حديث له ده نه روايت شوي دي، دى وايي چې زه له خپل پلار سره په حجة الوداع
كې وم اوهغه مهال مې عمر اووه كاله ودده دزيږېدني اومړيني په نيټوكې ډېراختلاف ده اودااختلاف دجعدپه هغه روايت سره چې بخاري راخيستى لاكړكيچن شوى دى، ځكه هغه وايي مادى دڅلورنوي كلونو په عمروليد اودده دمړيني نيټې له (80)_(82)_(86)_(91) پورې راغلى دي اودپيدايښ كال يې دويم يادريم هجري كال ښودل شوى دى، داروايات اودجعد روايت شارحينو راخيستي دي خودې تضادته يې توجه نده كړې .''زركلي'' له هجرته يوكال مخكې پيدايښ او(91) مړينه ښودلې چې په دې توګه تضاد كميږي.

التــخريـــج :

اخرجه البخارى فى صحيحه:كتاب الوضوء ،كتاب المناقب،كتاب المرضى،كتاب الدعوات واخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل والمصنف فى جامعه كتاب المناقب وقال حسن صحيح غريب من هذاالوجه.


رښتینی
23.11.2010

.

.

.

۱۶ـ حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ يَعْقُوبَ الطَّالْقَانِيُّ ، أَنَا أَيُّوبُ بْنُ جَابِرٍ ، عَنْ سِمَاكِ بْنِ حَرْبٍ ، عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ ، قَالَ : رَأَيْتُ الْخَاتَمَ بَيْنَ كَتِفَيْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، غُدَّةً حَمْرَاءَ ، مِثْلَ بَيْضَةِ الْحَمَامَةِ
________________________________________

ژبــــــاړه: جابربن سمره رضي الله عنه وايي:مادرسول الله صلي الله عليه وسلم دوليو په منځ كې خاتم وليد،هغه دغوښې سره ټوټه وه لكه دكوترې دهګۍ په شان.

تــفـصيــل اوتشــريــح اونحوی څیړنه:
قَالَ : رَأَيْتُ الْخَاتَمَ بَيْنَ كَتِفَيْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم: دبين كتفى جمله درئيت له پاره ظرف ده يعنې خاتم په كوم ځاى كې ليدل شوى و؟بين كتفى رسول الله صلي الله عليه وسلم اوياخو دادالخاتم له پاره صفت ده خو داصيغه به دمعرفه عامل په تقدير سره وي ځكه الخاتم معرفه ده نوصفت به هم معرفه ورته جوړ وو اوياخو دالخاتم تعريف معتبرنده ځكه لام دعهدذهني له پاره ده اودالام تعريف نه شي افاده كولى.

غُدَّةً حَمْرَاءَ ، مِثْلَ بَيْضَةِ الْحَمَامَةِ :

غدة په جسم كې يوډول غوټه غوښې ته ويل كيږي په المصباح كې وايي چې غده هغې غوښې ته ويل كيږي چې دغوښې اوپوستكي ترمنځ وي اودلاس په حركت سره ښوريږي .دحمراء معنى : چې رنګ يې سوروالي ته ميلان لاره نوپه دې توګه به ددې روايت دمسلم له روايت سره تضادختم شي .دمسلم په روايت كې راغلي چې رنګ يې دبدن دنوررنګ په څيرو.اوپه مثل دبيضة الحمامة كې په مقدار اوصورت كې تشبيه مرادده.

د راويـــانــوحــــال :
دسماك بن حرب اوجابربن سمره رضي الله عنه حالات مخكې تيرشوي دي دسعيدبن يعقوب الطالقانى اوايوب بن جابر لنډحالات به راوړو.
الطالقانى : ابوبكرسعيدبن يعقوب الطالقانى دافغانستان دتعلقانولوى اومنلى محدث تيرشوى دى له عبدالله بن المبارك ،حمادبن زيداونورووتليومحدثينونه يې روايتونه رانقل كړي دي اوابوداود،الترمذى،النسائى ،ابوزرعه ،ابوحاتم،موسى بن هارون،عباس الدورى ،اونور.....دده شاګردان دي .ابوبكرالاثرم وايي چې ماله امام احمد سره ليدلى و چې په حديثو كې يې بحث ورسره كاوه،ابوزرعه اوالنسائى وايي چې دى ثقه دى اوابوحاتم اوابن حبان هم په ثقاتو كې شميرلى دى، حاكم په خپل تاريخ كې ويلي دي چې دى په خپله زمانه کې دخراسان محدث و ،دى په كال (244)هـ كې په بغداد كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )دتعجب خبره ده دومره ستر امام چی له امام احمد بن حنبل سره یی په حدیثوکی بحث کاوه دافغانستان په خاوره کی پیداشوی او لوی شوی او دومره ستر مقام ته رسیدلی خوبیا هم په دی هیوادکی هغه څوک نه پیژنی او امام احمد نن ټوله نړۍ پیژنی !!
ايوب بن جابر: ابوسليمان ايوب بن جابر السحيمى الكوفى دكوفې يومحدث دى چې اكثرو محدثينو ضعيف بللى دى اووايي چې وهم يې زيات و ابوداودالطياليسى،قتيبه اونوروله ده نه روايتونه راخيستي دي اوالترمذى هم دده روايتونه راخيستي دي.

التــــــــخــريـــج:
الحديث ضعيف بهذا الاسناداخرجه المصنف فى جامعه كتاب المناقب باب فى خاتم النبوة وقال حسن صحيح وقلت اسناده ضعيف فان ايوب بن جابر ضعيف والباقى ثقات ولكن الحديث اخرجه مسلم من طريقين من حديث شعبه والحسن بن صالح عن سماك قال سمعت جابربن سمرة قال:رئيت خاتماً فى ظهررسول الله صلي الله عليه وسلم كانه بيضة حمام وكذا اخرجه الامام احمدفى مسنده والطبرانى فى الكبيروليس فيه :غدة حمراء.


رښتینی
24.11.2010

۱۷ـ حَدَّثَنَا أَبُو مُصْعَبٍ الْمَدنِيُّ ، أَنَا يُوسُفُ بْنُ الْمَاجِشُونِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عَاصِمِ بْنِ عُمَرَ بْنِ قَتَادَةَ ، عَنْ جَدَّتِهِ رُمَيْثَةَ ، قَالَتْ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَلَوْ أَشَاءُ أَنْ أُقَبِّلَ الْخَاتَمَ الَّذِي بَيْنَ كَتِفَيْهِ مِنْ قُرْبِهِ لَفَعَلْتُ ، يَقُولُ لِسَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ يَوْمَ مَاتَ : اهْتَزَّ لَهُ عَرْشُ الرَّحْمَنِ
________________________________________

ژبــــاړه :
رُميثه (رضي الله عنها ) وايي:سعدبن معاذ چې په كومه ورځ مړشو ماله رسول الله صلي الله عليه وسلم نه داخبره واوريده چې دسعدبن معاذپه باره كې يې كوله:دده دمړينې له امله درحمن عرش وښوريد داوايي چې زه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته په دې وخت كې دومره نږدې ولاړه وم كه مې غوښتلې واى چې دده دوليو په منځ كې خاتم مې ښكل كړى وى نوكولى مې شوى .
.

دحــديــث تشريــــح اونحـــوي څېــړنــه :
حَدَّثَنَا أَبُو مُصْعَبٍ الْمَدنِيُّ
ابومصعب المدنى زمونږ په نسخه كې المدني ليكلى اوپه دې كې كوم مشكل نشته ځكه ابومصعب دمدينې منورې اوسيدونكى دى اوله ده سره المدنى ليكل كيږي خوپه ډيرونسخوكې المدينى راغلى دى لكه دملاعلى قارى ،عبدالروف المناوى اوابن حجر الهيثمى په نسخوكې المدينى راغلى ، يوه مدينه منوره ده يوه مدينة المنصور (بغداد) ده

اويودمدائن کسرى مشهورښارده اهل لغت وايي چې لومړي ته منسوب مدني ليكل كيږي.دويم ته مدينى اودريم ته مداينى ليكل كيږي نودلغت په دې تفصيل سره دمدينې نسخه نده سمه اودازمونږدمدنى سمه ده خوامام بخارى بيايوبل دقيق فرق بيان كړى دى چې څوك ټول عمر په مدينه كې اوسيدلى وي اوورنه تللى نه وي هغه ته المدينى ويل كيږي اوكه چايوڅه وخت په مدينه كې تېركړى وي اوبيايې پرې ايښې وي هغه ته مدنى ويل كيږي په دې تحقيق سره بيادمدينى نسخه هم سمه شوه خودامام بخارى داخبره درسول الله صلي الله عليه وسلم په باره كې سمه نده ځكه دهغه يوصفت مدنى دى اودده په باره كې خوداسمه نده چې من اقام بهاثم فارقها ځكه دى خودژوند ترپايه په مدينه منوره كې اوسيدى.والله اعلم.
قَالَتْ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَلَوْ
أَشَاءُ أَنْ أُقَبِّلَ الْخَاتَمَ الَّذِي بَيْنَ كَتِفَيْهِ مِنْ قُرْبِهِ لَفَعَلْتُ :
په دې حديث كې كه څه هم دراوي موخه دحضرت سعد رضي الله تعالي عنه په باره كې درسول الله صلي الله عليه وسلم خبره بيانول اودهغه دفضيلت ښكارول دي . د(ولو اشاء ان اقبل) جمله معترضه ده اوددې له پاره راوړل شوې چې راوي خپله خبره ټينګول غواړي اودخپلې سماع دريښتياوالي دټينګارله پاره يې راوړې ، خومصنف بياداحديث په دې باب كې دهمدې معترضې جملې له پاره راوړى دى كه نه نورحديث خوله ترجمة ا لباب سره سمون نه خوري په دې جمله معترضه كې دخاتم اثبات راغلى اوداچې هغه بين الكتفين و.په (من قربه)كې من تعليليه ده اودقرب مصدرخپل مفعول ته مضاف ده چې هغه محذوف ده اصل تقدير داسې ده(من قربى اياه)من قربه بيادوروستي لفعلت له پاره معمول ده اودقربه ضمير ياخورسول الله صلي الله عليه وسلم ته راجع ده اوياالخاتم ته خوالخاتم ته راجع كول يې ښه مناسب دى، ځكه ددې له خبرو داسې بريښي چې دادرسول الله صلي الله عليه وسلم شاته دخاتم خواته ولاړه ده.

فائـــــــــــــــــــــــــــــــــده
له دې حديث نه دوه څيزونه اخيستلى شويوداچې رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپلوصحابه وو نرواوښځوسره څومره ګډون اومينه لرله اوله زړواو ځوانانو سره څومره نږدې اوبې تكلفه و اوبل داچې دى په صحابه و نرواوښځوڅومره زيات ګران و!! حضرت رميثه دسعدبن معاذ رضي الله عنه په اړه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم كومه خبره كړې ده هغه بيانوي اواصلي موخه يې هم هغه ده خوله دې سره يې دهغه وخت خپل فزيكي كيفيت هم بيان كړچې زه دومره رسول الله صلي الله عليه وسلم ته نږدې ولاړه وم چې كه مې دهغه دنبوت نښه ( خاتم ) ښكلول غوښتلى وى نوكولى مې شوى ښكل كړى مې وى ، داسې معلوميږي چې دادجنازې حالت و اودانصارو ديوه لوى مشردمرګ ورځ وه داسې مشر چې دعرش مخلوق هم ټول پرې خپه و نوڅرنګه چې دايوه ميرمن وه اودخلكو په منځ كې درسول الله صلي الله عليه وسلم دخاتم له ښكلولونه خپلې ښځينه حيامنعه كړه كه څه هم زړه به يې ډېرغوښتل چې ښكل کړی یی وى ځكه ددې روايت كولوپه مهال داهغه حالت ترسيموي اوګواكې اوس دحسرت په توګه وايي چې كه مې دخاتم ښكلول غوښتلى وى نوكولى مې شوى خوومې نكړو.

يَقُولُ لِسَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ يَوْمَ مَاتَ : :يوم مات ياخوديقول له پاره ظرف ده نوپه هغه صورت كې به يوم مات دراوي دخولې خبرشي اوياخو دادرسول الله صلي الله عليه وسلم دخبرې برخه ده نوبيابه داهتزله پاره ظرف شي .اوپه لسعدكې لام ياخو د(فى )په معنى ده اوحروف جاره ديوه بل په معنى راځي لكه په :وقال الذين كفروا للذين امنوا لوكان خيراً ماسبقونا

اليه.اى فى الذين امنوا. نومعنى يې داشوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دسعدپه شان اوفضيلت كې داخبره وكړه اويايې دده له پاره داخبره وكړه .

سـعــد څــوك و ؟
حضرت سعدبن معاذ رضي الله عنه دانصارو يونيك اوغيرتي مشرو په مدينه منوره كې يې دعقبه اولى اوثانيى په منځنۍ زمانه كې دحضرت مصعب بن عمير رضي الله عنه په لاس اسلام راوړى و اودده په اسلام سره دده كورنۍ بنوعبدالاشهل ټوله مسلمانه شوه، په انصاروكې دالومړنۍ كورنۍ وه چې اسلام يې ومانه ،دى پخپل قوم كې ډېرمنلى اوله رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې په بدراواحدكې برخه اخيستې وه .دخندق په غزاكې هم له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره و له حضرت عايشې رضي الله تعالي عنهما نه يوروايت راغلى داوايي چې مونږ دخندق دغزا پر مهال دبنوحارثه په كلا كې وو دسعد بن معاذ رضي الله عنه مورهم له مونږ سره وه دامهال لادښځوحجاب نه و فرض شوى كله به چې رسول الله صلي الله عليه وسلم اواصحاب خندق ته وتل نوښځې به يې په يوه كلاكې خوندي كړې حضرت عائشه رضي الله تعالي عنها وايي چې په مونږباندې سعدتېريدى اودلاس په يوه ځاى کې یی زغره چيري وه شعرونه يې ويل موريې وويل چې زويه بېړه كوه ناوخته شوى يې ،حضرت عايشه وايي ماام سعد ته وويل چې كاشكې دسعدزغره روغه واى اوڅيري نه واى موريې هم وويرېدله په هغه غزاكې يې غشى په لاس وخوړ اوله همدې څيري ځايه دى دحبان بن العرقه په نامه يوه مشرك وويشت سعد اخر له دې زخم نه وفات شوځكه دلاس رګ يې پرې شوى و چې له هغه به ډېره وينه بهېدله څه موده ژوندى و اودبنوقريظه په اړه تاريخي فيصله يې په همدې حالت كې كړې وه دده په ټپي كيدو باندې رسول الله صلي الله عليه وسلم ابوبكر،عمراوټول صحابه رضي الله تعالي عنهم ډېرزيات خپه وو اوابوبكر اوعمر رضي الله تعالي عنهم به پرې ژړل، په

روايت كې راځي چې جبريل عليه السلام رسول الله صلي الله عليه وسلم ته په داسې حال كې راغى چې دشنوورېښمو پټكى يې په سرو اومول يې وهلى و رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې وويل يانبى الله!من هذا الذى فتحت له ابواب السماء واهتزله العرش رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې خبرسره تيز راووت په داسې حال كې چې څادريې پسې ځكيده اوهغه و چې سعد ساه وركړې وه رسول الله صلي الله عليه وسلك چې دسعد له جنازې راوګرځيدى په مباركه ږيره كې يې اوښكي راروانې وې اولاس يې په ږيره ايښى و اوموريې دامرثيه ويله:
ويل ام سعدسعداً= براعة ونجداً
ًويل ام سعدسعداً=صوامة وجداً

رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې مرثيه ويونكې ښځې ټولي دروغ وايي خودسعد مرثيه ويونكې ريښتياوايي


رښتینی
25.11.2010

اهْتَزَّ لَهُ عَرْشُ الرَّحْمَنِ: اهتز يعنې وښوريده اوپه ځينې نسخوكې لها راغلى چې په هغه صورت كې دمؤنث ضميرروح ته راجع ده اوروح ته مذكر اومونث دواړه ضميرونه راجع كيدلى شي دعرش دښوريدلو دوه معناوي كيدلى شي ياخوداچې دده روح ته خوشاله شو اووښوريده اوياداچې دده په مرګ خپه شو اوله خپګانه وښوريده.څرنګه چې داخرت ډېرامورپه خرق العاده ولاړدي نودعرش ښوريدل هم له دې خرق العاده څخه ده اوبل دجماداتويوڅه شعورثابت ده لكه په قرآنكريم كې دكاڼودهبوط خبر راغلې ده اودرسول الله صلي الله عليه وسلم دمنبر دكجيري دژړا خبره هم ثابته ده دعرش ښوريدل هم له دې قبيلې نه ده .اوحاكم دابن عمريوروايت راخيستى دى چې په هغه كې د"فرحاً" تورى زيات شوى:اهتزالعرش فرحاً:اوياخوعبارت دمضاف په حذف سره ده يعنې اهتزاهل العرش يعنې دعرش اوسيدونكې ملائكې وښوريدې اوخوشاله شوې اوياخواطلاق دمحل مراديې حال ده لكه په (واسئل القرية) كې.
دده جنازې ته اويازره ملائكې راغلې وې .دابونعيم اوامام احمد په يوه روايت كې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دورېښموجوړه چاوركړې وه اوهغه ډېره نرمه وه صحابه و به هغه كتله اودهغې نرموالي ته به يې تعجب كاوه نورسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې تاسو ددې نرموالي ته تعجب كوئ؟! سعدته چې په جنت كې كوم ريمالونه وركړل شوي هغه له دې نه ډېرښه اوډېرنرم دي.

د راويــانـــوحـــال :
ددې روايت دسند رجال ټول نوي دي لكه :ابومصعب المدنى،يوسف بن الماجشون ،ديوسف پلار،عاصم بن عمربن قتاده اورميثه رضي ال عنه
ابومصعب المدنى: دابومصعب نوم مطرف دميم په ضمه دطاء په فتحه اودراء په تشديدسره ،بن عبدالله الهذلى اليسارى الاصم دى له لويوفقهاو نه دی قسطلاني وايي چې نه! دلته له ابومصعب څخه مراداحمد بن ابى ابكرالقاسم بن الحارث الزهرى دى په هرصورت له ده نه ابوداود،ترمذى،نسائى بخارى اوابوزرعه روايتونه راخيستي دي اوپه (220)هـ (دوه سوه شل)كې وفات شوى دى رحمه الله تعالي.
يوسف بن الماجشون: ماجشون دجيم په ضمه اوفتحه دواړوسره راغلى دى دادماه ګون يامى ګون معرب ده يعنې پوست رنګه ياشرابى رنګ لرونكى ،ويل كيږي چې دده اننګى سره و ونوځكه په ماجشون سره ياديدى دلته ماجشون ديوسف پلارنده بلكې نيكه يې ده ځكه ديوسف پلاريعقوب اودهغه پلارابوسلمه اوابوسلمه دماجشون زوى دى دا يوسف ابوسلمه المدنى دى ده له خپل پلار،زهرى اونورونه روايتونه كړي دي اوله ده نه احمداونورو روايتونه كړي دي ، ثقه دى اوپه(285) هـ كې وفات شوى دى داراز بخارى ،مسلم،مصنف،نسائى اوابن ماجه هم له ده روايتونه راخيستي دي (رحمه الله تعالي )
ابن الماجشون: ددوى دكورنۍ هريو په ابن الماجشون سره ياديدى خودلته يې مشرپلارمرادده چې ځينوابن ابى سلمه الماجشون يادكړى اوچايعقوب الماجشون يادكړى دى ده به له صحابه و نه ارسال كاوه دده دوو زامنو له ده نه روايتونه كړي دي اومسلم اونورودده روايتونه راخيستي دي .ابن حبان هم ثقه بللى دى اوپه (124) هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي)
عاصم بن عمربن قتاده: عاصم دمدينې منورې دى دى اوسى انصارى دى كثيرالحديث اودمغازى لوى امام دى شپږوواړوامامانو دده حديث روايت كړي دي محدثينو ثقه بللى دى اوپه (120)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
رميثه: رميثه بنت عمروبن هشام الانصاريه رضي الله عنه دايوه كشره صحابيه ده نسائى اوترمذى ددې روايتونه راخيستي دي اودالقعقاع مورده ددې نوم مصغرده لكه حذيفه .

التــــخــريـــج :
صحيح تفربه المصنف من هذا الوجه والمرفوع له شواهدوقداخرجه الامام احمد فى مسنده من حديث رميثه وفيه ذكر الخاتم وله شاهد من حديث جابر بلفظ:اهتزعرش الرحمن لموت سعدبن معاذ اخرجه البخارى فى صحيحه ومسلم والمصنف وابن ماجه وشاهداخرمن حديث انس بن مالك اخرجه مسلم فى صحيحه واحمد

-------------------------------------------------------------------------

۱۸ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ عَبْدَةَ الضَّبِّيُّ ، وَعَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، وَغَيْرُ وَاحِدٍ ، قَالُوا : أَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ ، عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ اللهِ مَوْلَى غُفْرَةَ ، قَالَ : حَدَّثَنِي إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُحَمَّدٍ مِنْ وَلَدِ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : كَانَ عَلِيٌّ ، إِذَا وَصَفَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَذَكَرَ الْحَدِيثَ بِطُولِهِ ، وَقَالَ : بَيْنَ كَتِفَيْهِ خَاتَمُ النُّبُوَّةِ ، وَهُوَ خَاتَمُ النَّبِيِّينَ ________________________________________

لنډه يادونه:
داحديث دلومړي باب شپږم نمبرحديث دي مصنف دلته تكراراً ديوې جملې له پاره راخيستى چې هغه جمله له دې باب سره سمون خوري اوجمله واضحه ده :وقال بين كتفيه.... يواځي مصنف دلته په سندكې خپل دريم استاد ابوجعفر محمدبن الحسين ندى يادكړى اوله مخكنيودوواستادانووروسته يې ويلي دي (وغيرواحد)يعنې له نوروډېرواستادانو يې هم روايت كړى، خومخكې يې په روايت كې درې يادكړي وو ددې ځواب اسانه ده هغه داسې چې هورې دايادونه نكول دامعنى نلري چې ګواكې له همدې دريونه يې روايت كړى اونورنشته په دې روايت كې دده استادان ډېردي هلته يې درې يادكړي اودلته يې دوه يادكړل اودايادونه يې هم وكړه چې له نوروډېرويې هم دا روايت نقل كړى دى.اودحديث پوره تفصيل مخكې تيرشوى دى دلته يواځي دمصنف له دې يادونې :( وغيرواحد) سره مونږخپله لنډه يادونه مله كړه.


رښتینی
26.11.2010

.

.

۱۹ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، أَنَا أَبُو عَاصِمٍ ، أَنَا عَزْرَةُ بْنُ ثَابِتٍ ، قَالَ : ثَنِي عِلْبَاءُ بْنُ أَحْمَرَ الْيَشْكُرِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبُو زَيْدٍ عمر بْنُ أَخْطَبَ الأَنْصَارِيُّ ، قَالَ : قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : يَا أَبَا زَيْدٍ ، ادْنُ مِنِّي فَامْسَحْ ظَهْرِي ، فَمَسَحْتُ ظَهْرَهُ ، فَوَقَعَتْ أَصَابِعِي عَلَى الْخَاتَمِ قُلْتُ : وَمَا الْخَاتَمُ ؟ قَالَ : شَعَرَاتٌ مُجْتَمِعَاتٌ ________________________________________
ژبـــاړه: عمربن اخطب الانصاري رضي الله عنه وايي ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل: ابوزيده! ماته رانږدې شه زما شاته لاس راوړه ! مادده شاته لاس ورووړ اوګوتې مې په خاتم ولګيدې علباء بن احمراليشكرى له عمربن اخطب نه پوښتنه وكړه چې خاتم څه شى دي؟ هغه ورته وويل چې څوغوټه وېښتان وو.

تــفـصيــل اوتــشريــــح :

قَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : يَا أَبَا زَيْدٍ دلته په ځينې نسخوكې ابازيد پرته له الف نه ليكل شوى: يابازيد، ملاعلى قاري وايي چې ډېرمحدثين يې له الف پرته ليكي خوپه تلفظ كې ويل كيږي، دى وايي چې داد صحابه وله رسم سره برابرقياس ده اوكله كله دتخفيف له پاره په تلفظ كې هم پرېښودل كيږي اوسني عرب يې په خپله عامي ژبه کې بيخي نه تلفظ کوي ؛خوپه فضيحه عربی کې الف تلفظ کوي .
ادْنُ مِنِّي فَامْسَحْ ظَهْرِي : رسول الله صلي الله علابوزيدعمرته وايي چې ماته رانږدې شه !اوشامې رامسحه كړه يعنې ويې ګوره اوياڅه پكې ولټوه ګومان كيږي چې په جاموكې به يې څه شى و چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته به يې تكليف وركاوه نوابوزيدته يې وويل چې زماشاته لاس راوړه!اوياخو يې غوښتل ده ته خاتم وښيى چې دادحضرت ابوزيدله پاره ډېرشرافت اوعزت ده خوداوروستۍ وجه دهغې لومړۍ په ضمن كې په دقيقه وجه راغله ځكه ابوزيدچې دده شامسحه كړه اودرسول الله صلي الله عليه وسلم كه فرضاً څه حاجت اوضرورت و هغه يې دفعه كړ نوضمناً ده شرافت اوكرامت هم ترلاسه كړچې په خاتم يې ګوتې ولګيدلې درسول الله صلي الله عليه وسلم په بدن يې لاس وواهه، شارحين ليكي چې له دې نه داهم ثابته شوه چې نردنراوښځه دښځې بدن ته لاس وروړى شي كه څه هم يوله بله پردي وي.دمصنف په جامع كې راغلي چې دعايې هم ورته وكړه ددې روايت دسندراوي عذره بن ثابت دحضرت ابوزيدلمسى دى هغه وايي چې ابوزيديوسل اوشل كاله ژوندى و اوپه سركې يې يوڅوسپين وېښتان وو.
فَمَسَحْتُ ظَهْرَهُ ، فَوَقَعَتْ أَصَابِعِي عَلَى الْخَاتَمِ : يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم شامې مسحه كړه اوګوتې مې په خاتم ولګيدې اوس داروايت علباء بن احمر له ابوزيدنه كړى دى داسې بريښي چې علباء له خاتم څخه نه ؤخبر يا خبرو خوداپته نه وه ورته چې خاتم څه ډول شى دى اوڅومره دى نوځكه يې له حضرت ابوزيدعمربن اخطب نه پوښتنه وكړه:
قُلْتُ : وَمَا الْخَاتَمُ ؟ قَالَ : شَعَرَاتٌ مُجْتَمِعَاتٌ : دعلباء دپوښتنې په ځواب كې ابوزيدوايي چې خاتم څو غوټه وېښتان وو يعنې ذوشعرات .داسې نه چې مطلق وېښتان وو ددې حديث له مخكينيو رواياتوسره تضادنشته ځكه دلته مراد وېښتان ندي بلكې غوټه غوښه چې وېښتان پرې ولاړ و ځكه ابوزيددلاس په حس خاتم معلوم كړى دى اوپه لاس سره لومړي وېښتان حس كيږي.
ابن سعد په طبقات الكبرى كې په همدې سنديوروايت راخيستى خوصحابي يې ابورمثه يادكړىدى اوپه هغه روايت كې دفغمزتها جمله هم زياته ده اودخاتم په اړه راغلى : شعرمجتمع عندكتفيه: شارحين وايي چې دترمذى روايت راجح ده ځكه ترمذى له ابن سعد نه قوي دى اوداامكان هم لري چې دواړه صحيح وي اوداپيښه ابوزيداوابو رمثه دواړو ته ورپيښه شوې وي (والله اعلم)

دراويـــانـــوحـــا ل :
په دې سندكې دالاندې راويان راغلي دي: محمدبن بشار،ابوعاصم ،عذره بن ثابت،علباء بن احمر اليشكرى اوابوزيدعمربن اخطب الانصارى رضي الله عنه دمحمدبن بشار حالات مخكې تېرشوي دي له ابوعاصم نه يې پيل كوو:
ابوعاصم: نوم يې ضحاك بن مخلد الشيبانى دى اوپه النبيل سره يې شهرت لاره څوك وايي چې دبنوالشيبان مولٰى دى اوځينې وايي چې نه! په خپله شيباني دى .ده له ډېرولويوامامانو نه روايتونه رانقل كړي دي لكه :شعبه،الثورى،مالك ابن انس،ابن جريج،الاوزاعى ،ابن ابى ذئب،ابن اسحاق اوداسې نور''رحمهم الله''.داراز له ده نه هم ډېروامامانو روايتونه نقل كړي دي لكه :الاصمعى ،احمد،على بن المدينى، ابوخيثمه، بنداراوداسې نور،نوموړى په متفقه توګه ثقه اوكره دي وتلى امام اوسترمحدث دى .لكه الخليلى چې وايي:متفق عليه زهداً وعلماً وديانةً واتقاناً .دى فقيه اوډېرهوښيارهم و ويل شوي دي چې ټوكې اومزاح يې هم خوښول وايي دده پوزه ډېره لويه وه دى پخپله وايي چې له يوې ښځې سره مې واده وكړاوپه لومړي ملاقات كې ماوغوښتل چې ښكل يې كړم په دې نيت مې خوله ورنږدې كړه خودې راته وويل چې داځنګون دې زماله مخ نه ليږلري كړه.(نح ركبتك عن وجهى ) ماورته وويل :ځنګون نده زماپوزه ده.په كال (122) هـ كې زيږېدلى اوپه (211)يا(212)يا(213)يا(214)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي)
عزره بن ثابت: عزره بن ثابت ابن ابى زيدالبصرى الانصارى . ثقه اوكره دى له عمربن ديناراودهغه ددرجې له نوروعلماوو نه يې روايتونه راخيستي دي، اوله ده نه وكيع اوابن مهدى اونوروروايتونه راخيستي دي دابوزيدعمربن اخطب الانصاري رضي الله عنه لمسى دى تقريباً ټولولويو محدثينو ثقه بللى دى ، په كال (214)يا(215) هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي)
علباء بن احمراليشكرى: علباء دعين په كسره اودلام په سكون سره ده .ده له ابوزيد عمربن اخطب ،عكرمه دابن عباس مريى اونورو نه روايتونه رانقل كړي دي اوله ده نه ابوعلى الرحبى اونوروډېروروايتونه كړي دي ،دى يوله لويوقراء و نه دى امام احمد وايي په ده كې له خيره پرته بل څه نشته ابن معين اوابو زرعه هم وايي چې ثقه دى په مسلم كې دده يوحديث راغلى دى: صلى بنارسول الله صلي الله عليه وسلم الفجر ثم صعدالمنبر فخطب حتى حضرت الظهر..الح مصنف،نسائى اوابن ماجه هم دده حديث راخيستي دي (رحمه الله تعالي )
عمربن اخطب الانصارى رضی الله عنه : عمر په ډېرونسخوكې په واو(عمرو)سره راغلى دى اوابن الاثير په الاصابه كې هم په واوسره راخيستى عمرياعمرو په كنيت سره شهرت لري دى لوى بدري اوانصاري صحابي دى ، ويل كيږي چې نه له اوس اونه له خزرج نه دي خوبياهم انصارى دى ځكه دى دعدى بن حارثه بن ثعلبه له اولادې څخه دى اوهغه داوس اوخزرج ورورؤ اوس اوخزرج دواړه دحارثه بن ثعلبه زامن دي اودابوزيدنيكه عدى هم دحارثه بن ثعلبه زوى ؤ(والله اعلم)

الــتــــخـريـــــج :
صحيح تفردبه المصنف واسناده على شرط مسلم وكذلك اخرجه ابن سعدفى الطبقات الكبرى وابن حبان فى صحيحه والحاكم فى مستدركه وصححه الحاكم ووافقه الذهبى كلهم من حديث عمربن اخطب ولفظهم:شعرمجتمع على كتفيه.


رښتینی
27.11.2010

۲۰ـ حَدَّثَنَا أَبُو عَمَّارٍ الْحُسَيْنُ بْنُ حُرَيْثٍ الْخُزَاعِيُّ ، أَنَا عَلِيُّ بْنُ حُسَيْنِ بْنِ وَاقِدٍ ، ثَنِي أَبِي ، َثَنِي عَبْدُ اللهِ بْنُ بُرَيْدَةَ ، قَالَ : سَمِعْتُ أَبِي بُرَيْدَةَ ، يَقُولُ : جَاءَ سَلْمَانُ الْفَارِسِيُّ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، حِينَ قَدِمَ الْمَدِينَةَ بِمَائِدَةٍ عَلَيْهَا رُطَبٌ ، فَوَضَعَهَا بَيْنَ يَدَيْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَقَالَ : يَا سَلْمَانُ مَا هَذَا ؟ فَقَالَ : صَدَقَةٌ عَلَيْكَ ، وَعَلَى أَصْحَابِكَ ، فَقَالَ : ارْفَعْهَا ، فَإِنَّا لا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ ، قَالَ : فَرَفَعَهَا ، فَجَاءَ الْغَدَ بِمِثْلِهِ ، فَوَضَعَهُ بَيْنَ يَدَيْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَقَالَ : مَا هَذَا يَا سَلْمَانُ ؟ فَقَالَ : هَدِيَّةٌ لَكَ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لأَصْحَابِهِ : ابْسُطُوا ثُمَّ نَظَرَ إِلَى الْخَاتَمِ عَلَى ظَهْرِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَآمَنَ بِهِ ، وَكَانَ لِلْيَهُودِ فَاشْتَرَاهُ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، بِكَذَا وَكَذَا دِرْهَمًا عَلَى أَنْ يَغْرِسَ لَهُمْ نَخْلا ، فَيَعْمَلَ سَلْمَانُ فِيهِ ، حَتَّى تُطْعِمَ ، فَغَرَسَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، النَّخلَ إِلا نَخْلَةً وَاحِدَةً ، غَرَسَهَا عُمَرُ فَحَمَلَتِ النَّخْلُ مِنْ عَامِهَا ، وَلَمْ تَحْمِلْ نَخْلَةٌ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَا شَأْنُ هَذِهِ النَّخْلَةِ ؟ فَقَالَ عُمَرُ : يَا رَسُولَ اللهِ ، أَنَا غَرَسْتُهَا ، فَنَزَعَهَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَغَرَسَهَا فَحَمَلَتْ مِنْ عَامِهَا
________________________________________
ژبــــــاړه: حضرت بريده رضي الله عنه وايي:په لومړي كال چې رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې ته راغلى و سلمان الفارسي په دسترخوان كې لندې كجورې ورته راوړې اودرسول الله صلي الله عليه وسلم مخته يې كيښودلې .رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: سلمانه ! داڅه دي ؟ سلمان وويل داستااوستادملګروله پاره خيرات اوصدقه ده .رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل دابېرته واخله مونږانبياء اوزمونږ كورنۍ خيراتونه نه خورو(مونږته نده روا) راوي وايي سلمان هغه دسترخوان ټول كړ.سلمان سبابياپه دسترخوان كې لندې كجورې راوړې اودرسول الله صلي الله عليه وسلم په مخكې يې كيښودلې رسول الله صلي الله عليه وسام ورته وويل داڅه دي سلمانه؟ سلمان وويل داستا له پاره تحفه اوهديه ده .رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلوملګروته وويل چې دسترخوان وغوړوئ، بيا سلمان دده په شاباندې خاتم ته وكتل اوايمان يې پرې راوړ،سلمان دڅويهوديانو مريى ؤ رسول الله صلي الله عليه وسلم له هغوى نه په څودرهمه وپېره ،په دې شرط چې دوى ته به كجورې كري اوساتي تردې پورې چې هغه مېوه ونيسي بياهغه كجوري ټولې رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپلولاسونووكرلې يواځي يوه كجوره يې په دې كجوروكې ونه كرله اوهغه يوه عمررضي الله عنه وكرله ، هغوټولوكجوروپه همدې يوه كال كې ميوه ونيوله يواځي يوې كجيرې ميوه نه وه نيولې، رسول الله صلي الله عليه ووسلم وويل:داڅه چل دى چې دې كجوري ميوه نده كړې؟ عمربن الخطاب رصي الله عنه ورته وويل چې يارسول الله! دايوه ماكرلې وه رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه كجيره راوكيښله اوپخپل لاس يې وكرله هغې هم په هغه كال كې ميوه ونيوله

یادونه :ددی حدیث له تشریح او تفصیل مخکی دسلمان الفارسی رضی الله عنه دژوند حالات یوڅه په تفصیل سره را اخلوچی په دی تفصیل کی دحدیث تشریح هم نغښتی ده نو لومړۍ دهغه ژوند:


رښتینی
28.11.2010

.
.

د سلــمـان الفـارسى ژونــد :

دالفارسى تورى عرب په كسره دراء سره وايي اوعجم يې په سكون دراء سره وايي دادفارس لورې ته نسبت ده دسلمان دنسب پوره معلومات نشته يوچاله ده نه دده دنسب پوښتنه وكړه ده ورته وويل:اناسلمان بن الاسلام خومؤرخينو ليكلي چې اصلي نوم يې مايه بن لوزخشان بن مورسلادى اوويل كيږي چې دى په ا صفهان كې دشاهي كورنۍ غړى و.دسلمان الفارسى رضي الله عنه دژوند هغه كيسه چې تراسلامه يې رارسولى وكه څه هم اوږده ده خوپه دې حديث باندې دپوهيدلوله پا ره مهمه ده درجالو اوسيرت مختلفوكتابونو داكيسه راخيستې ده مونږ يې دلته دابن الاثير له اسدالغابة فى معرفة الصحابة څخه رااخلو:

دسلـمـان داســــلام منــلـــوكيـــــسه :

له سلمان فارسى رضي الله عنه نه يوروايت راغلى :دى وايي چې اسلام ته درارسيدلو په لاره كې ماڅودپاسه لس څښتنان بدل كړل اوس راځوددې تبديليو داستان له سلمان نه اوروداكيسه له حضرت سلمان الفارسى رضي الله عنه څخه عبدالله بن عباس رضى الله عنهماروايت كړې ده سلمان الفارسى وايي چې زه دفارس داصفهان ښارد(جَى)نومي ځاى اوسيدونكى وم ويل كيږي چې د(جَى)اوسنى نوم شهرستان ده .اوديوه ځمكوال زوى وم زه پر خپل پلار ډېرزيات ګران وم اودانجيلۍ په څيريې كوركينولى وم ماكوشش كاوه چې په مجوسيت كې مخته شم،زه به هغه اورته ناست وم چې هميشه به بليده زماپلار ډيرې ځمكې اوښه كورونه لرل،يوه ورځ يې ماته وويل چې زويه! ته خوزما بوختياوينې دځمكې په كارونوكې له ماسره مرسته وكړه !ګوره پام كوه چې چېرته ورك نشې اوكه نه له مانه به هرڅه پاته وي اوستا په ويربه اخته يم زه په هغه كارپسې ووتلم چې پلارراته ښوولى و په لاره كې دنصاراوو په كنيسه ورغلم هغوى لمنځونه كول ماته ددوى لمنځونو خوند راكړاوددوى دين ته مې ميلان پيداشو له ځانه سره مې وويل چې په خداى قسم دازمونږله دين نه ښه دين دى، ترلمرلويدو پورې له دوى سره پاتې شوم نه ځمكې ته ولاړم اونه بيرته پلارته ور ستون شوم، پلارمې زماپه ناوخته كيدلوسره په ماپسې خلك يوې اوبلې خواته ليږلي وو. ماته چې دنصاراوودين خوندراكړ نوله هغوى نه مې پوښتنه وكړه چې ددې دين سرچينه له كومه ځايه ده ؟هغوى راته وويل له شام نه. بېرته پلارته ورغلم ،هغه راته وويل :وه زويه ماخوپه تاپسې خلك ليږلي وو ته چيرته ورك وې؟!ماورته وويل ماداسې خلك وليدل چې په خپله كنيسه كې يې لمنځونه كول ددوى دين ماته خوندراكړ اودامې وپتييله چې ددوى دين زمونږ له دين نه ډېرښه دى ،پلار مې راته وويل چې ستااوستادپلرونو دين ددوى له دين نه ښه دى.مادپلار خبره ردكړه هغه زه وويرولم او ويې تړلم

سلمان دنصرانيت په درشلونوکې :

مانصاراو ته حال وروليږه چې زه مې پلارتړلى يم كه ستاسې څوك دشام لورته تلل ماته به خبرراكوئ.هغه و چې يوه ورځ يې ماته خبر راكړ ماخپلې ځولنې ماتې اوله نصاراو سره روان شوم ان چې شام ته ورسيدم ،هلته مې ددوى دعالم پوښتنه وكړ دوى يواسقف راوښودزه هغه ته ورغلم اوخپله كيسه مې ورته بيان كړه ماورته وويل : زه به له تاسره اوسم ستاخدمت به كوم اوله تاسره به لمونځ كوم ؟ده راته وويل :سمه ده له ماسره اوسه!سلمان الفارسى وايي چې زه په يوه بداخلاقه اوبې دينه سړي واوښتم خپلوخلكوته به يې ويل چې خيراتونه پريكوئ چې هغوى به خيرات وركړده به له ځانه سره كيښود آن تردې پورې چې اووه مټونه يې له سرواوسپينوزروډك كړي وو ، دا اسقف مړشوماخلكوته دده دغلاكيسه وكړه خوهغوى زه وترټلم اخرمې دده په سرواوسپينو زروباندې ودرول اوور ومې ښودل ،نودوى په قهر شول اوخپل اسقف يې په داروځړاوه په كاڼويې وويشت دهغه په ځاى يې يوبل كس وټاكه چې هغه ډېرنيك او صالح انسان و،زاهداوداخرت غوښتونكى و خداى زماپه زړه كې له هغه سره مينه پيداكړه تردې پورې چې هغه ته هم مرګ راورسيد ماورته وويل : ماته وصيت وكړه زه له تاوروسته له چاسره واوسم؟ده په موصل كې يوسړى راوښودكله چې دى مړشو،زه موصل ته ولاړم هغه سړى مې بيامونداوخپله كيسه مې ورته وكړه.ورته ومې ويل چې زه فلاني راليږلى يم.ده راته وويل چې له ماسره اوسه! داهم نيك سړى و اودهغه بل په څيرصالح و ماده ته هم دوصيت وويل ده راته وويل چې زمونږپه لاره برابر څوك نشته يواځي په عمورية كې يوسړى شته .زه عموريه ته ولاړم اوهغه سړي ته مې خپله كيسه وكړه هغه هم له ځانه سره كړم اوڅه مزدوري يې راته وټاكله په هغو ماڅوميږي اوغواوي واخيستلې هغه ته هم مرګ راورسيد اومادوصيت ورته وويل ده راته وويل چې نن سباخو ماته زمونږ دلارې سم سړى ندى معلوم نږدې ده چې دابراهيم په دين به يونبي راښكاره شي داسې ځمكې ته به هجرت كوي چې هلته به ډېرې كجوري وي اودى به څوڅرګندې نښې لري ددواړو وليوپه منځ كې به يې دنبوت مهروي ،تحفه اوهديه به خوري اوخيرات اوصدقه به نه خوري كه دې له وسه كيږي هغه ته ځان ورسوه.

سلمان دکجورو دښار....په لټه کې .....

يووخت زمونږ په سيمه كې دعربو يوه ډله سپاره تيريدل چې دبنوكلاب دقبيلې وو ماورته وويل: زه له تاسو سره ملګرى كيږم دازماغواوي اومالونه به تاسوته دركړم خوتاسوماستاسووطن ته ورسوئ ! دوى زه تر وادى القرىٰ پورې ورسولم اوهلته يې په يوه يهودي باندې خرڅ كړم هلته ماكجوري وليدلې ماوويل چې داهماغه ښاردى چې ماته ښودل شوى و په چاچې زه خرڅ كړل شوى وم زه له هغه سره څه موده پاتې شوم وروسته له هغه نه زه دبنوقريظْه يوه سړي واخيستلم هغه مدينې ته بوتلم .زه پوه شوم چې داهماغه ځاى دى چې ماته مې خپل راهب ښودلى و.زه له همدې سړي سره وم اودده په كجيروكې به مې كاركاوه په دې موده كې خداى جل جلاله خپل پيغمبرهم مبعوث كړخوزه ترهغه نه وم خبرڅوچې دى مدينې ته راغى اوپه بنوعمروبن عوف كې يې واړول زه هغه مهال ديوې كجورې سرته ختلى وم چې ددې سړي دتره زوى راغى او ويې ويل : الله دې قيله (داوس اوخزرج قبيلې ښيى ځكه ددوى يوه انا قيله نوميده)هلاك كړې څه موده مخكې په دوى باندې راتيريدم دوى په يوه سړي باندې راجمه شوي وو چې له مكې ورته راغلى و اوهغه ګومان كوي چې نبي دى ، سلمان وايي ماچې داخبره واوريده دكجوري په سركې يخ ونيولم اوپه لړزيداشوم نږدې وه چې له كجورې رالويدلى وم په بېړه راكوزشوم اوورته ومې ويل :داڅه كيسه ده ؟ زه مې خپل څښتن يوه څپېړه ووهلم اوراته ويل يې : ستايې له دې سره څه ؟!ځه خپل كاركوه ترماښامه پورې په خپل كاركې بوخت وم.
مايوڅه شى سره جمه كړل اودغه سړي ته مې راوړه چې ما يې كيسه اورېدلې وه دى له خپلوملګروسره په قباكې وماورته وويل : زماخواته راجمعه شئ زه نيت لرم تاسوته خيرات دركړم مااوريدلي چې ته نيك اوصالح سړى يې اوله تا سره ملګري دي هغوى نيستمن دي ماتاسوددې خيرات وړوبللى هغه خيرات مې دده په مخكې كې كيښود ده لاس ونيو اوخپلوملګروته يې وويل چې تاسويې خورئ هغو وخوړ.ماله ځانه سره وويل دا يوه نښه شوه .بېرته خپل ځاى ته ستون شوم اودى مدينې ته ولاړمابيا يوڅه شى راواخيست اوورته رامې وړ ورته ومې ويل ستاعزت په ماګران ده داځل مې تحفه اوهديه درته راوړه اوصدقه ياخيرات نده هغه و چې ده لا س وراوږدكړاوويى خوړه ملګرويې هم وخوړه ماله ځانه سره وويل چې دادوه نښې شوې اوبېرته ولاړم.بل ځل بياورغلم اودى په بقيع الغرقد كې له يوې جنازې سره و ملګري يې پرې راتاو وو .ماسلام وكړاوشاته يې ورغلم غوښتل مې چې خاتم يې ووينم دى زماپه مقصدپوه شو اوله شانه يې څادرلري كړماخاتم وليد ښكل مې كړاو ومې ژړل زه يې مخته كينولم نوماټوله كيسه ورته بيان كړه لكه تاته مې چې بيان كړه اى دعباس زويه! ده زماكيسه ډېره خوښه كړه اوويى غوښتل چې دده ملګروته يې هم واوروم . دبدراواحد په غزاوكې ماځكه برخه وانخيستله چې زه مريى وم اوماته يې وويل:چې له خپل څښتن سره دې دمكاتبت معامله وكړه.ماهڅې پيل كړې اواخرمې خپل څښتن دې ته تياركړ چې مكاتبت راسره وكړي مكاتبت موپه دريو سووكجورووكړچې زه به هغه ته درې سوه كجيري كرم اوڅلويښت اوقيه سره زربه وركوم حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلوملګروته وويل چې له خپل ورورسره موپه كجوروكې مرسته وكړئ چاپنځه يالس كجوري راكړې اوپه دې توګه درې سوه کجورې پوره شوې رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل چې ته ځمكه ژوره اوبرابره كړه خوكجيري مه پكې لګوه ځكه هغه به زه په خپل لاس لګوم ماځمكه برابره كړه اوملګرومې هم مرسته راسره وكړه كارمې پاى ته ورساوه ، ده ته مې خبروركړدی راغی مابه يوه يوه كجوره حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وركوله اوده مبارك به لګوله اوخاوري به يې پرې سمولې.په خداى جل جلاله قسم چې يوه كجوره هم نشوه مړه اوټولې ولګيدې پاته شوو سره زريوه ورځ زه له ده سره ناست وم چې دده يوه ملګرى ورته راغى اودهګۍ هومره سره زريې په لاس كې و چيري يې په كوم كان كې پيداكړي و رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې سلمان مسكين اومكاتب راوبولئ اوراته ويې ويل چې دادې څښتن ته وركړه ماورته وويل چې يارسول الله صلي الله عليه وسلم دهغه خوپه ماډېرسره زردي اوداخوډېركم دي ؟په بل روايت كې راځي چې هغه دهګۍ په شان سره زردومره درانه وختل چې كه داحدله غره سره مې تللي واى دوى به پرې درانه شوي وو.
دسلمان مناقب اوفضائل بيخي ډېردي لكه حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي چې دجنت دريوكسانوته شوق كيږي على اوعمار اوسلمان اودده له ټولوفضائلوتيريږويواځي يود حضرت عايشې رضي الله عنها روايت رااخلواودافضيلت دده بس ده، دى په رسول الله صلي الله عليه وسلم دومره ګران و اودومره ورته نږدې و چې دشپې به يې له ده سره خاص خبرې لرلې اوله ډېرو اوږدوپورې به يې خبرې ورسره كولې تردې پورې چې حضرت عايشه رضي الله عنها وايي:كان لسلمان مجلس من رسول الله صلي الله عليه وسلم بالليل حتى كاديغلبناعلى رسول الله_!!! حضرت عائشه وایی سلمان به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دشپی له مخی دومره مجلسونه کول چی نږدی وه پرموږ(امهات المؤمنین)غالب ، شی مؤرخين ليكي چې سلمان درې نيم سوه كاله ژوندكړى دى كه څه هم په درې نيم سوه كې ځينې مؤرخين شك كوي خوپه دووه نيم سوه كاله كې څوك شك نه كوي دى په (35) هـ كې وفات شوى (رضي الله عنه) اوس راځوبېرته دحديث متن ته اوپه جاء سلمان الى رسول الله پورې مودسلمان داسلام دمنلوکيسه راوغځوله چې دحديث په تشريح کې ډېره فاصله راغله .


رښتینی
29.11.2010

تـــفــصيـــل اوتــشـريـــح :

جَاءَ سَلْمَانُ الْفَارِسِيُّ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ،
حِينَ قَدِمَ الْمَدِينَةَ بِمَائِدَةٍ عَلَيْهَا رُطَبٌ ، فَوَضَعَهَا بَيْنَ
يَدَيْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم:

دسلمان الفارسى رضي الله عنه داسلام كيسه اودهغې داوروستۍ برخه چې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې مائده اودسترخوان راوړى دى،بيخي زياتومحدثينو روايت كړى دى نوخامخا به يوڅه توپير سره لري اودټولوتضادونواومختلفوروايتونو اختلافات لري كول ډېره اوږده كيسه ده اوتضادونه هم ندي هسې ظاهري اختلافات دي لكه دلته (عليها رطب) راغلى دى خودامام احمداوالطبرانى په روايتونوكې راځي چې:سلمان وايي:مالرګي ټول كړه اوهغه مې خرڅ كړل په هغوپيسومې ډوډۍ برابره كړه دطبراني په يوه بل روايت كې راځي چې سلمان وايي:په يوه درهم مې دپسه غوښې واخيستلې ،پخې مې كړې اودښوروا ډوډوۍ (ثريد) مې په يوه كاسه كې برابره كړه اوراپه اوږه مې كړه حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته مې راوړه. مونږ چې دابن الاثير روايت راواخيست په هغه كې نه غوښې شته نه رطب بلكې مبهم كلام ده( فجمعت شيئاً فاتيت به )نو چاچې رطب يادكړي هغه وخت اكثره خوراك كجيري وې اوكيدى شي په مائده كې غوښه ،ثريداوكجورې ټولې وي.

فَقَالَ : يَا سَلْمَانُ مَا هَذَا ؟

له رواياتونه معلوميږي چې دادسلمان رضي الله عنه لومړۍ ليدنه ده نوبياڅنګه رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته دده نوم اخلي؟كيدى شي دانوم دمعجزی په توګه جبرائل عليه السلام حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ښودلى وي يادااحتمال هم لري چې ناستوخلكو دسلمان نوم اخيستى وي اورسول الله صلي الله عليه وسلم اوريدلى وي اوياكيدى شي دنوم پوښتنه يې ورنه كړې وي. دماهذه دامطلب ده چې دازما مخته دې څه شى كيښودل ياداچې دارطب دڅه شي دي .په ځينې نسخوكې ماهذه راغلى دى .

فَقَالَ : صَدَقَةٌ عَلَيْكَ ، وَعَلَى أَصْحَابِكَ :

علماء ليكي چې صدقه هغې وركړې ته ويل كيږي چې وركوونكي يې داخرت دثواب نيت پكې كړى وي اوله اعلى نه ادنٰى ته وي نو دصدقې داخيستونكي له پاره په صدقه كې يوڅه تذلل اوسپكاوى غوندي وي اودهديې په اړه علماء وايي چې په دې كې داخيستونكي له پاره تذلل اوسپكاوى نه وي بلكې دادميني اومحبت په اساس رامنځته شوى وي دصدقې اوهديې داتوپيربيخي په ځاى اوواقعي ده ماچې كله دملاعلى قارى په شرح كې داتوپير وليدنودابن الاثير دروايت ځينې توري راپه يادشول چې په هغوكې بالكل دې مفهوم ته واضحه اشاره ده هغه داسې چې كله په دويم ځل سلمان مائده كيښوده نووې ويل:احببت كرامتك فاهديت لك هدية وليست بصدقة فمديده فاكل)نودلته په (احببت كرامتك)پورې د)فاهديت لك هدية( تعقيب كټ مټ داپورتنۍ دهديې معنى ده اووليست بصدقة دصدقې تفصيل ته اشاره ده اوچاچې دصدقې اوهديې داپورتنى تفصيل اوتوپيربيان كړى شايددحضرت سلمان رضي الله عنه داروايت يې ليدلى دى.اوبل دصدقې اوهديې توپير په دې كې هم ده چې مصدق عليه دصدقې مالك اوڅښتن وګرځي اودامام ابوحنيفه رضي الله عنه په يوه قول سره مهدىٰ له دهديى څښتن نه ګرځي په هد يه كې رجوع روا ده.بناءً رسول الله صلي الله عليه وسلم اودهغه اولادې ټولوته هرډول فرض اوتطوع صدقه وركول ندي روا داپخپله رسول الله صلي الله عليه وسلم په ځان اوبنوهاشم باندې حرامه كړې ده .اوس چې صدقه له دې امله حرامه بلل شوې چې دااوساخ المال اودمال خيرى دى داډله علماء وايي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په اولادباندې دهميشه له پاره صدقه حرامه ده اوځينې علماوو بياله دې كبله حرامه بللې چې دصدقې داخيستلوپه صورت كې په رسول الله صلي الله عليه وسلم داتهمت لګيده چې دفقيرانومالونه پخپله اويا خپل اولادباندې خوري نوداډله علماء وايي چې په دې صورت كې يې درسول الله صلي الله عليه وسلم اولادې ته اخيستل روادي دادمتاخرينو شوافعو اوځينې متاخرينو احنافو اوځينې مالكيه ؤمذهب ده چې دوى ته صدقه اخيستل روادي.

فَقَالَ : ارْفَعْهَا ، فَإِنَّا لا نَأْكُلُ الصَّدَقَةَ ، فَرَفَعَهَا:

يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : دادسترخوان ياصدقه زماله مخې پورته كړه ځكه دالطبرانى په روايت كې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلواصحابوته وويل تاسويى وخورئ اوپه خپله يې لاس ونيو وه يى نه خوړه،د(فانالاناكل)له متكلم مع الغيرنه مرادانبياء اودبنوهاشم اوبنوالمطلب خپلوان دي دلته كه څه هم رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپلوملګروسره يوځاى ناست و خوله متكلم مع الغيرنه صحابه نه دي مرادځكه داخبره ترننه چانده كړې چې درسول الله صلي الله عليه وسلم ملګرو او صحابه و ته صدقه نه وه روا اويادمتكلم مع الغير ضمير دتعظيم په توګه ديوه له پاره هم كارول كيږي .دلته له الصدقة توري نه مطلق خيرات مرادده اوداسې هم كيدى شي چې له صدقې نه زكات اوهره واجب صدقه لكه كفاره ،نذر اوهره مندوب صدقه مرادشي ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم سلمان پوهوي چې مونږته يوډول صدقه هم نده روا اوبيان دواقع ورته كوي داسې نه چې داستاصدقه زكات ده اودامونږته نده روا، ځكه په دې خوهرڅوك پوهيږي چې سلمان خولامسلمان نه و اومالك يې هم يهودي ونوڅنګه به يې زكات راوړي وي .نومطلب داده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په صدقه سره زكات اوهره واجب اومندوب صدقه مرادكړې ده اوموخه يې دواقع اونفس الامر بيان ده، دتعجب خبره داده چې علامه عبدالروف المناوى په ابن حجرالهيثمى سخته نيوكه كړې ده چې ده له صدقې نه زكات مرادكړى دى اوبيايې خبره اوږده كړې ده .

فَجَاءَ الْغَدَ بِمِثْلِهِ ، فَوَضَعَهُ بَيْنَ يَدَيْ
رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم

يعنې سبابياراغى داسبا حقيقي سباهم كيدى شي اوحكمي هم كيدى شي حكمي دامعنى چې ډېرې شپې وروسته يعنې يووخت وروسته يې هماغه راوړل .يعنې پرون يامخكې يې چې كوم شى رواړى و دهغوپه څيريې داځل بياڅه شى راوړاودرسول الله صلي الله عليه وسلم په مخكې يې كيښود.

فَقَالَ : مَا هَذَا يَا سَلْمَانُ ؟ فَقَالَ : هَدِيَّةٌ لَكَ :

بيايې سلمان په نامه سره مخاطب كړګواكې دده دنامه په ماده (السلم)سره تفاول كوي چې كيدى شي اسلام ته راداخل شي اودسلمان نوم دتثنيى په ډول ده ځكه دى څوڅوځله دحق لاري ته تسليم شوى دى په عموم كې دووه ځله و ځكه دى چې له مجوسيت نه راووت لومړى عيسائيت اوبيااسلام ته داخل شو لکه چی ويل كيږي :نومونه له اسمانه راښكته كيږي.په لومړي ځل چې سلمان مائده راوړه وې ويل صدقة عليك اوداځل يې وويل هدية لك نودلته دصلې په بدليدلوسره هغه دصدقې اوهديى توپير ته اشاره ده اوصله دفعلونومعناوي بدلوي بلكې ډېرځله صله ديوه فعل معناهم بدلوي لكه شهدله شهدعليه،حكم له وحكم عليه،دعاله ودعاعليه، رغب فيه ورغب عنه نولام په دې ټولوځايونوكې دنفعي له پاره ده اوعلى دضرر له پاره اومخكې يې صدقه عامه كړې وه صدقة لك وعلى اصحابك اودلته يې خاصه كړه هدية لك داځكه چې اصلاً دسلمان موخه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته نږدې كيدل و خودلته په هدية كې هم رسول الله صلي الله عليه وسلم ټول صحابه ورشريك كړل اوداله غوره اخلاقونه شميرل كيږي داحديث مونږته راښيى چې مهدى اليه بايدپه هديه باندې خيټه وانه چوي اوبايد ملګري هم ورسره شريك كړي.لكه رسول الله صلي الله عليه وسلم چې خپلوملګروته وويل:

فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لأَصْحَابِهِ : ابْسُطُوا :

رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلوملګروته وويل چې دسترخوان اوپه هغه كې خوراك وغوړوئ چې دټولوملګرولاسونه ورورسيږي اوياخو دابسطوا معنى داده چې لاسونه وروغځوئ اودخوراك په خوړلوپيل وكړئ يا داچې مجلس پراخه كړئ چې ټول ناست خلك اوسلمان خوړوته ورسيږي خودالومړۍ دواړه معناوي ښې اومناسبې دي كه نه! شارحينو دلته نور احتمالات هم بيان كړي دي چې هغه بيخونده دي په ځينې نسخوكې انشطوا راغلى اوپه ځينوكې انشقوا راغلى خودانسخې بيخي نادري اوسپړل يې ضروري ندي دلته يوه پوښتنه كيدى شي هغه داچې سلمان خومريى و اودمريى مال دهغه دڅښتن وي څويې اجازه نه وي ورته كړې دلته رسول الله صلي الله عليه وسلم څرنګه بې پوښتنې اوګروېږنې دده په هديه خوړلوپيل وكړ ځواب داده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم له خصائصو نه يوه خصيصه داهم ده چې ده ته دبل چا په مال كې دهغه له اجازې پرته تصرف رواو ؛ نودامشکل حل شو .
ثُمَّ نَظَرَ إِلَى الْخَاتَمِ عَلَى ظَهْرِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم : بياسلمان درسول الله صلي الله عليه وسلم په وليوكې دهغه خاتم وليد.داجمله دباب له عنوان سره برابره ده اودااوږدحديث دلته دهمدې جملې له پاره راوړل شوى دى دراوي په دې جمله كې (ثم)دتراخي له پاره ده داسې نده چې دهديې له خوړ لووروسته يې خاتم ليدلى بلكې څه موده وروسته يې ليدلى اوهغه لكه مخكې چې دسلمان په كيسه كې تېرشول چې په بقيع الغرقدكې يې په يوه جنازه كې ليدلى و اودخاتم په ليدلوسره دسلمان هغه درې نښې پوره شوې چې خپل استاديې ورته ښوولې وې
فَآمَنَ بِهِ :بې له كوم ځنډه يې ايمان راوړګواكې دادرې علامې سلمان له خپل استاد اودعيسائيت يايهوديت له كتابونوڅخه ښې ځان ته معلومې كړې وې ځكه سلمان داسې كس و چې حضرت على (كرم الله وجهه) دده په اړه وايي لومړني اووروستني علوم يې لرل اوبل سلمان په سلمان الخيرسره مشهورؤ ځينې محدثين دا الخير په حاء مهمله اوباء موحده سره بولي يعنې سلمان الحبر.

وَكَانَ لِلْيَهُودِ :

يهودديهودي جمعه ده اداجمله د(امن)له فاعل نه حال ده ددې حديث له ظاهرنه برېښي چې دى دڅويهودوپه مشتركه توګه غلام و لكه په حديث كې به راشي (على ان يغرس لهم) خودسلمان په رواياتوكې يوسړى يايوه ښځه ذكرشوې ده نوكيدى شي داسړى اوښځه پرې شريك و اوياعبارت دمضاف په حذف سره هم كيدى شي اى كان لبعض اليهود اوياخو دوى په مدينه منوره كې بيخي بېل قوم اودبېل مذهب خلك و نويوفرديې هم په جمعه سره ياديدى اودامجازي اسنادده.
فَاشْتَرَاهُ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، بِكَذَا وَكَذَا دِرْهَمًا : دلته دشراء مطلب دانده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له يهودوڅخه ځان ته واخيست بلكې ديهودو له غلامي نه يې خلاص كړاوهغه اصل دمكاتبت كيسه مخكې دسلمان په كيسه كې تېره شوه چې دكجوروكرلواو څلويښتواوقيو سروزروپه بدل كې ده مكاتبت ترلاسه كړاو بيادمكاتبت په تاديه كې رسول الله صلي الله عليه وسلم داسې مرسته وكړه چې كه دامرسته نه وى دسلمان له پاره ناممكنه وه چې له يهودوڅخه يې ځان خلاص كړى وى راځوتفصيل ته .

عَلَى أَنْ يَغْرِسَ لَهُمْ نَخْلا ، فَيَعْمَلَ سَلْمَانُ فِيهِ ، حَتَّى تُطْعِمَ :

دسلمان په كيسه كې مخكې تفصيل تيرشوى دى اودمخكې دشراء تورى هم مونږ په خپله معنى ځكه وانخيست چې علٰى ان يغرس شرط ده اودازائد شرط ده په دې سره بيعه فاسديږي اوزائد شرط لكه بائع چې دمبيعې ځينې منافع له ځان سره خوندي وګرځوي مثلاً داموټرمې په تاخرڅ كړڅوشپې زماپه كارده له ماسره به وي اوياداسې بل شى داډول شرط بيعه فاسدوي اودسلمان په كيسه كې تفصيل تيرشو چې داشراء نه بلكې مكاتبت و اومكاتبت دې ته ويل كيږي چې بادار خپل مريى ته ووايي ماته دومره پيسې راكړه زه به تاازادكړم .


رښتینی
30.11.2010

.

.

ديهودوظالمانه شرطونه:

دسلمان له كيسې اوځينې رواياتوداسې معلوميږي چې يهودونه غوښتل دسلمان په څيرهوښيار اوتجربه كارمريى له لاسه وركړي خوداهم معلوميږي چې سلمان هم نه غوښتل چې له يهودوسره پاته شي ځكه دابن الاثير په روايت كې راځي : (فقال لى كاتب ياسلمان عن نفسك فلم ازل بصاحبى حتى كاتبته على ان اغرس له ثلثمائة ودية )خوسره له دې چې دسلمان بادارمكاتبت ته تيارشو اماپه داسې شرطونوسره چې هغه يواځي دسلمان له پاره ناشوني وو ځكه درى سوه كجوري كرل اوبياترهغې پالل چې دميوې شي ؛ډېرزيات تكليف اوډېروخت غواړي په دې برسيره څلويښت اوقيې سره زر، ځكه دكجوروپه اړه هغو دحتى تطعم شرط ايښى و يعنې تردې چې كجوري ميوه ونيسي.
له دې نه مونږدامعلومولى شو چې يهود څومره پوه اوپه تجارت كې ماهر خلك دي !! بل داچې دوى څومره بې رحمه اوظالم خلك دي دموجوده نړۍ په تجارتي ډګركې هم يهودډېرمخته دي اوپه مختلفوملټى انټرنيشنل كمپنيو كې دوى برخوال دي اوياددوى ملكيت دى داراز دنړيوال بانک I.M.P پلانګزاري هم ترډيره ځايه په دوى پورې اړه لري دادنړيوال بانك پورونووركولو اوپه هغوسود ددوى پلانونه دي چې ددريمې نړۍ خوارهيوادونه يې ځان ته مجبور كړي اوداسې يې له پورونو لاندې كړي دي چې ددوى له اجازې پرته خپل داخلي پلانونه نشي ترتيب كولى.
داچې دحديثو دشرحې په اړه ليكنه موپه سياسي تبصره بدله شوې نه وي بايدبېرته خپلې موخې ته راوګرځو.اود(فيعمل سلمان) معنى داشوه چې سلمان به دخپل كتابت دبدل پوره كولوله پاره كاركوي اوداكاربه ترهغوكوي چې حتى (تطعم يعنى تثمر.يقال اطعمت النخلة اذا اثمرت )يعنى كجيره چې ميوه ونيسي عرب وايي :(اطعمت النخلة ) تطعم اويطعم دواړه راغلي دي اوپه معلوم اومجهول دواړو حا لتونوسره راغلي دي ،له نورلغوي تفصيل نه تيريږو دسلمان دمكاتبت په دې ستونزمن كاركې له هغه سره رسول الله صلي الله عليه وسلم اودهغه ملګرو مكمله مرسته وكړه آن تردې پورې چې دكجورونيالونه صحابه و ورته راغونډكړل لكه مخكې تيرشول چې چاپنځه چالس نيالونه وركړل ترڅو درې سوه پوره شول اوبيارسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل ځمكه ورته وكينده اودځمكې له كيندلووروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم راغى او:

فَغَرَسَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، النَّخلَ إِلا نَخْلَةً وَاحِدَةًغَرَسَهَا عُمَرُ فَحَمَلَتِ النَّخْلُ مِنْ عَامِهَا ، وَلَمْ تَحْمِلْ نَخْلَةٌ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَا شَأْنُ هَذِهِ النَّخْلَةِ ؟ فَقَالَ عُمَرُ : يَا رَسُولَ اللهِ ، أَنَا غَرَسْتُهَا ، فَنَزَعَهَا رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فَغَرَسَهَا فَحَمَلَتْ مِنْ عَامِهَا :

درسول الله صلي الله عليه وسلم په دې كړنه کی معجزه ښکاره ول مطلب و اودا خبره په روايت كې ښکاره ده ځكه وايي چې په هماغه دكرلوپه كال كې يې ميوه ونيوله يواځي يوې كجوري ميوه نه وه نيوله ځكه هغه عمررضي الله عنه كرلې وه خودمعجزې دتكميل له پاره هغه هم رسول الله صلي الله عليه وسلم وايستله اوبېرته يې په خپل لاس وكرله چې په هغه كې بيامعجزه تكرارشوه دمعجزې داګټه وه چې يوخوسلمان په يوه كال كې دغلامي له طوق نه خلاص شو اوبل داچې ديهودوسخته معامله ددې وړنشوه چې سلمان ددوى دغلامي په بندكې پاته شي
ديهوديت اوعيسائيت په تياروكې ورك سلمان ،دحق په لټه كې داسلام دمهربانه پيغمبرصلي الله عليه وسلم دمعجزې په بركت داسلام له رڼانه برخمن شونوځكه به يې ويل چې زه داسلام زوى يم _اناسلمان بن الاسلام

دراويــــانــــوحــــال :
ددې روايت په سندكې دالاندې راويان راغلي دي:ابوعمارالحسين بن حريث الخزاعى،على بن حسين بن واقد،حسين بن واقد،عبدالله بن بريده اوبريده،دوى پنځه كسان دي اوټول نوي دي.
ابوعمارالحسين: ابوعماردبنوخزاعه مشهورې قبيلې دمرييتوب له كبله الخزاعى بلل كيږي اودى اصلاً دمرو روزدى چې المروزى هم ورته وايي دى هم دخراسان دسړي زېږوونکى اوروزونكى خاورې يولوى محدث اوثقه عالم دى له سفيان بن عيينه ،فضيل بن عياض وكيع اونورونه يې روايتونه رانقل كړي دي اوبخاري،مسلم ،ترمذى اونسائى دده شاګردان دي .دى له حج نه دراستنيدلوپه مهال په كال(244)هـ كې وفات شوى دى .لوى محدث ابن خزيمه وايي چې په خوب كې مې ابوعماردرسول الله صلي الله عليه وسلم په منبر باندې وليد،شنې جامې يې په تن وې اوداايت يې تلاوت كاوه : (أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لاَ نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُم)اوله مبارك قبر نه ځواب ورته راغى چې :حقاً حقاً(رحمه الله تعالي )
على بن حسين:دى په نسب القرشى دى اوالمروزى دى ځينې محدثينوصدوق بللى اونسائى وايي: لاباس به ابوحاتم اوالعقيلى ضعيف بللى دى له عبدالله بن المبارك اونورونه يې روايتونه رانقل كړي دي اوله ده نه بياابن راهويه اونورو نقل كړى دى په الادب المفرد كې بخاري هم دده روايتونه راخيستي دي ،په كال(211) هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي)
حسين بن واقد: له عكرمه اوثابت البنانى نه يې حديث روايت كړي دي، ابوشقيق اونوروله ده نه روايتونه راخيستي دي ابن معين اونورومحدثينوكره اوثقه بللى دى خوامام احمدندى خوښ كړى (وقال له مناكير)، مسلم هم له ده نه روايتونه راخيستي دي اوپه كال (257)يا(259)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي)
عبدالله بن بريده: عبدالله تابعي دى له خپل پلارعبدالله بن عمر،عائشه اونورونه يې روايتونه رانقل كړي دي دى دسليمان غبرګلونى ورورده اودمرو قاضي و شپږلويوامامانو دده روايتونه رانقل كړي دي ابوحاتم اونورومحدثينو ثقه بللى دى .اودوفات په اړه يې دابن حجر يوقول داسې ده :چې په (15)هجري كې پيدا اوپه (115)هـ كې وفات شوى دى .(رحمه الله تعالي )

يــادونــه : په دې سندكې دلته يوځاى يووضاحت په كارده هغه د:حدثنى عبدالله بن بريده قال سمعت ابى بريده او س دعبدالله په خبره كې سړي ته په ظاهره داسې ښكاري چې دى وايي ماله ابوبريده نه داحديث اوريدلى دى ځكه دى وايي:سمعت ابى بريدة. خوخبره داسې نده دده مطلب داده چې ماله خپله پلاره چې بريده نوميږي ،اوريدلى ..اوداتشبيه مونږ ځكه ضروري وبلله چې ځينې سطحي نظره ځوانان ياطالبان داپورتنى شك ونكړي كه نه اصلي مطلب ته اعراب هم نارې وهي ځكه كه ابوبريده مطلب وي على زعم المشكك نوبياخو به سمعت ابابريده ليكل كيدى ځكه داسماء سته مكبره اعراب خوپه ياء ،الف اوواو سره ده اوابوبريده منصوب ده په اصل كې ابى مضاف ده ياء دمتكلم ته اومنصوب تقديراً ده بريده يې عطف بيان يابدل ده .
بريد ة بن الحصيب: دبريده رضي الله عنه كنيت ابوعبدالله دى ، رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې ته دهجرت په مهال په څوكورونوباندې ورغى چې دبنواسلم دقبيلې و هغوى مسلمان شول دماخستن لمونځ يې په رسول الله پسې وكړچې بريده بن الحصيب هم په دې كسانوكې و دلته له خپل قوم سره پاتې شوداحدله غزاوروسته مدينې ته ولاړ اوبيايې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په ټولوغزاګانو كې برخه واخيستله په حديبيه اوبيعت الرضوان كې هم و په مدينه منوره كې اوسيدى وروسته بصرې ته وليږديدى اوهلته يې كورجوړكړله بصرې نه خراسان ته دغزاله پاره ولاړ اوپه مروه كې دېره شواوهماغلته وفات اودفن شو زوى يې هم هلته پاته شو. رضي الله عنه .

الــتــخـــريـــج :
اسناده حسن وهو صحيح وفيه على بن الحسين بن واقدقال فيه الحافظ صدوق يهم وقال ابوالحاتم والعقيلى ضعيف،اقول وللحديث متابعات عن سلمان رواه الامام احمدفى مسنده ،والطبرانى فى الكبير والطحاوى فى شرح معانى الاثاروالبيهقى فى الدلائل والحاكم فى المستدرك وغيرهم كلهم من طرق عن زيدبن الحباب به فذكره تاما ومختصراً وقال الحاكم صحيح على شرط مسلم ووافقه الذهبى وقال الهيثمى رجاله ثقات .
(والحمدلله وبنعمته تتم الصالحات)


رښتینی
01.12.2010

.
.

۲۱ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، أَنَا بِشْرُ بْنُ الْوَضَّاحِ ، أَنَا أَبُو عَقِيلٍ الدَّوْرَقِيُّ ، عَنْ أَبِي نَضْرَةَ الْعَوَقِيِّ ، قَالَ : سَأَلْتُ أَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ ، عَنْ خَاتَمِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَعْنِي خَاتَمَ النُّبُوَّةِ ، فَقَالَ : كَانَ فِي ظَهْرِهِ بَضْعَةٌ نَاشِزَةٌ
________________________________________
ژبــــــاړه : ابونضره وايي ماله ابوسعيدالخدرى رضي الله تعالي عنه څخه درسول الله صلي الله عليه وسلم دخاتم پوښتنه وكړه يعنې خاتم النبوة ،ده راته وويل چې دختم نبوت نښه ياخاتم يوه ټوټه غوښه وه چې له بدن نه يې راپورته وه .

تــفـصيـــل او تـشـريــح :

سَأَلْتُ أَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ ، عَنْ خَاتَمِ رَسُولِ
اللهِ صلى الله عليه وسلم يَعْنِي خَاتَمَ النُّبُوَّةِ: داديعنى زياتونه دابوعقيل ده اوپه يعنى كې ضمير ابونضره ته راجع ده دازياتونه ددې له پاره شوې چې ا بونضره وايي داپوښتنه مې دخاتم النبوة په اړه وه نه دلاس دخاتم (ګوتې)په اړه.
فَقَالَ : كَانَ فِي ظَهْرِهِ بَضْعَةٌ نَاشِزَةٌ : بضعة دباء په فتحه اوكله كله كسره سره هم راځي منصوب ده ځكه خبردكان ده اوناشزة يې صفت ده .بضعة دغوښې ټوټې ته وايي اوناشزه معنى: پورته اومرتفعة عن الجسم ياخو په كان كې خاتم ته ضميرده هغه يې اسم اوفى ظهره يې خبرده اوبضعة ياحال ده اوياخبربعدخبرده په شرح السنة كې له ابورمثه نه يوروايت راغلى دى دى وايي چې مااوپلار مې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلو نوپلارمې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل چې داستاپه شاكې چې غوټه غوښه ده ماته اجازه راكړه چې زه يې علاج وكړم زه طبيب يم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې انت الرفيق والله الطبيب. علامه طيبى رحمه الله تعالي درسول الله صلي الله عليه وسلم ددې جملې ښكلې تشريح كړې ده يعنې دې ډاكټر صاحب ګومان وكړ چې دادختم النبوة نښه هسې زياته غوښه ده چې دبدن له فضلاتوپيداشوې ده نوعلاج يې په كارده رسول الله صلي الله عليه وسلم ځواب وركړچې دادعلاج څيزنده بايد ستادخبرو علاج وشي ځكه تاځان طبيب وباله اوريښتونى طبيب الله پاك دى چې ټول علاج اوريښتونې شِفا دهغه په لاس كې ده ته خويواځي له مريضانو سره په علاج كې نرمي اورفق كوې نوته رفيق يې .

دراويــــانـــو حـــال :
محمدبن بشارمخكې تيرشوى دبشربن الوضاح،ابوعقيل الدورقى،ابونضره او ابوسعيد الخدرى رضي الله تعالي عنهملنډ حالات رااخلو :
بشربن الوضاح : دضاد په تشديدسره لقب يې ابوالهيثم اواصلي نوم يې قثم دى دبصرې اوسيدونكى دى اومحدثينوصدوق بللى دى له ابوعقيل اونورونه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه بنداراونوروروايتونه راخيستي دي ابن حبان ثقه بللى دى
(رحمه الله تعالي )
ابوعقيل الدورقى: ويل كيږي چې دورق په فارس كې يوه سيمه ده اودى هغې ته منسوب دى دده نوم بشر بن عقبه دى اوپه الناجى الشامى سره ياديږي البصرى هم ورته وايي. له ابوالمتوكل الناجى اوالعبدى نه يې روايتونه رانقل كړي دي بهز اونوروله ده نه روايتونه راخيستي امام بخارى،مسلم اوترمذى دده روايتونه راخيستي اوثقه دى .
(رحمه الله تعالي )
ابونضره: دده نوم المنذربن مالك بن قطعه دى، قطعه دقاف په ضمه سره ده دى په بصره كې دالعوفه نومي ځاى اوسيدونكى دى نوځكه يې العوفى هم بولي اوڅوك وايي چې نه العوفة دعبدالقيس يوخاښ دى ،دى ډېرلوى تابعي اووتلى عالم دى شپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي دعمرپه وروستيو شپوكې فلج شو اوپه كال يوسل اته يانه (108)_(109)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )
ابوسعيدالخدرى : دده نوم سعدبن مالك الخدرى دى اوخدره دبنوعوف بن الحارث يوه پښه ده، دى خزرجي انصاري دى دده پلارهم صحابي و په احدكې شهيدشوى دى ،دى دصحابه و له حفاظواولويوعلماوو نه شميرل كيږي اوډېرزيات حديث يې روايت كړي دي حضرت جابر،زيدبن ثابت،عبدالله بن عباس،انس،ابن عمر اونوروډېروصحابه رضي الله تعالي عنهم له ده نه روايتونه كړي دي دى په كال(74) هـ كې دجمعې په ورځ وفات شوى اوپه بقيع الغرقدكې دفن دى (رضي الله تعالي عنه )

الــتــخـريـــج :
حسن = تفردبه المصنف ورجاله ثقات غيربشربن الوضاح فهوصدوق وقداخرجه الامام احمد فى مسنده من طريق اخرمن حديث غياث البكرى عن ابى سعيدنحوه.


رښتینی
02.12.2010

.
.

۲۲ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ الْمِقْدَامِ أَبُو الأَشْعَثِ الْعِجْلِيُّ الْبَصْرِيُّ ، أَخْبَرَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ ، عَنْ عَاصِمٍ الأَحْوَلِ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ سَرْجِسَ ، قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَهُوَ فِي نَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ ، فَدُرْتُ هَكَذَا مِنْ خَلْفِهِ ، فَعَرَفَ الَّذِي أُرِيدُ ، فَأَلْقَى الرِّدَاءَ عَنْ ظَهْرِهِ ، فَرَأَيْتُ مَوْضِعَ الْخَاتَمِ عَلَى كَتِفَيْهِ ، مِثْلَ الْجُمْعِ حَوْلَهَا خِيلانٌ ، كَأَنَّهَا ثَآلِيلُ ، فَرَجَعْتُ حَتَّى اسْتَقْبَلْتُهُ ، فَقُلْتُ : غَفَرَ اللَّهُ لَكَ يَا رَسُولَ اللهِ ، فَقَالَ : وَلَكَ فَقَالَ الْقَوْمُ : أَسْتَغْفَرَ لَكَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ فَقَالَ : نَعَمْ ، وَلَكُمْ ، ثُمَّ تَلا هَذِهِ الآيَةَ ﴿وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ﴾.
________________________________________

ژبــــاړه اوخــلاصــــه :
عبدالله بن سرجس رضي الله عنه وايي:زه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم اوله ده سره يوه ډله صحابه هم ناست و نوداسې يې شاته راتاوشوم(دلته په هكذاسره دشاته راتاويدلوكيفيت ته اشاره كوي) رسول الله صلي الله عليه وسلم زماپه نيت پوه شو نوله شانه يې څادروغورځاوه دنبوت دمهر نښه مې دده په وليودپاسه وليدله يعنې يوڅه لويه اوجګه وه داسې لكه دلاس موټى.چې شاوخوايې دزخوپه شان خالونه وو،زه بېرته دده مخته راوګرځيدم اوورته ومې ويل چې الله جل جلاله دې مغفرت درته وكړي يارسول الله! ده راته وويل چې تاته هم، خلكوراته وويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دمغفرت دعادرته وكړه ؟ده وويل هوكې! تاسوته يې هم وكړه رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل هوكې! تاسوته دې هم خداى جل جلاله مغفرت وكړي بياعبدالله يارسول الله صلي الله عليه وسلم داايت تلاوت كړچې :دخپلوګناهونوله پاره بښنه وغواړه اودنرواو ښځومومنانوله پاره هم بښنه وغواړه. [سورة محمد الاية: 19]

تـــفصــيـــل اوتــشـــريــــح اونحوی څیړنه:

قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَهُوَ فِي نَاسٍ مِنْ أَصْحَابِهِ :

عبدالله بن سرجس وايي چې زه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم،وهوفى ناس په يوه بله نسخه كې اناس راغلى ناس اواناس خلكوته ويل كيږي دوهو فى ناس ....جمله حال ده له مفعول نه.

فَدُرْتُ هَكَذَا مِنْ خَلْفِهِ ، فَعَرَفَ الَّذِي أُرِيدُ ، فَأَلْقَى الرِّدَاءَ عَنْ ظَهْرِهِ :

دلته هكذا هغه كيفيت ته اشاره ده په كوم كيفيت سره چې عبدالله درسول الله صلي الله عليه وسلم شاته تاوشوى دى دی وایی : نوزما په دې كيفيت سره (دده شاته دريدلوسره) هغه پوه شوچې زمانيت څه دى اوڅادریی له شا نه لری کړ.

فَرَأَيْتُ مَوْضِعَ الْخَاتَمِ عَلَى كَتِفَيْهِ :

دلته په اكثرونسخوكې كتفيه دتثنيى په صيغه سره راغلى دى اوپه يوه كې على كتفه هم راغلى دى دادرئيت له پاره ظرف ده دلته على كتفيه نه مراد دانده چې په دواړو وليوباندې دپاسه وځكه په ډېرورواياتوكې دبين كتفيه جمله تيره شوې اوهغه روايتونه صحيح دي، دلته مراد داده چې هغه خاتم په وليوكې لوړاوجګ ښـكاريدى ځكه په صحيح مسلم كې دعبدالله بن سرجس داروايت داسې راغلى دى :قال رايت النبي صلي الله عليه وسلم واكلت معه خبزاًولحماً اوقال ثريداً ثم درت خلفه فنظرت الى خاتم النبوة بين كتفيه عندناغض كتفه اليسرى جمعاعليها خيلان كامثال الثاليل.اودهمدې عبدالله په يوبل روايت كې (عندغضروف كتفه اليسرى) راغلى دى اوپه يوه بل روايت كې :فى نغض كتفه الايسر راغلى،نغض دنون په ضمه اوغين معجمه سره ده اوالناغض يې دالفاعل په وزن ده دولي برې اولوړي برخي ته وايي اوچاويلي چې دولي په يوه لوري كې باريك هډوكي ته الناغض وايي اوهغه هډوكى دولي لوړه اوجګه برخه ده همدې هډوكي ته غضروف وايي نودبين كتفيه اوعلى ظهره كوم روايات چې مخكې تيرشوي هغه ګواكې مطلق وو اوپه دې روايت سره هغه مقيدشول.

مِثْلَ الْجُمْعِ :

الجمع دجيم په ضمه اودميم په سكون سره ده ، دغه مثل الجمع له خاتم نه حال ده.الجمع دلاس موټي ته وايي يعنې دلاس ګوتې چې يوځاى اوراټولي شي دې ته جمع وايي اوله موټي سره تشبيه ياخوپه مقدار كې ده اوياپه شكل كې ده، دموټي له شكل سره تشبيه مرادكول غوره ده ځكه دزرالحجلى اوبيض حمامه له روايت سره به تناقض هم ختم شي اوپه دې تشبيه كې مونږ يوه بله ګټه هم ترلاسه كولى شوهغه داچې له دې تشبيه نه دامعلومه شوه چې خاتم كرښي ياخطوط لرل لكه په موټي كې چې دګوتو دمنځونوكرښې وي.اودالطبرانى په روايت كې راځي:كانه جمع كف اوپه بل روايت كې دي :كانه جمع يعنى الكف.

حَوْلَهَا خِيلانٌ ، كَأَنَّهَا ثَآلِيلُ :

دحولها مؤنث ضميرخاتم ته راجع ده اوخاتم لفظاً مذكرده دمؤنث ضمیرپه تاويل دعلامة النبوة سره ورته راجع ده اوياخاتم په اصل كې قطعة لحم ده نوپه دې اعتبارسره ضميرمؤنث شوى خيلان دخال جمعه ده اوخال دبدن ټپ ته وايي.ثاليل= په ثاء اوهمزه سره دقناديل په وزن ده اودثؤلول جمعه ده دادنخود دانی په څیر دانه وی ياله دې كمه چې په بدن پيداكيږي، ملاعلى قارى وايي چې په فارسي كې زخ ورته وايي اومونږپخپله محلي پښتوكې هم زخه ورته وايو.

فَرَجَعْتُ حَتَّى اسْتَقْبَلْتُهُ ، فَقُلْتُ : غَفَرَ اللَّهُ لَكَ يَا رَسُولَ اللهِ

يعنې زه بېرته راوګرځيدم اوورته مخامخ شوم دمنني په توګه مې ورته وويل چې غفرالله لك يارسول الله.دعبدالله داخبرله دې ايت سره برابره ده چې : (لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ)[سورة الفتح 2ايت]چې په دې سره دمغفرت زيادت مرادده اوياپه مغفرت ثبات مرادده اوياپه عصمت ثبات مراد ده ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم خوګناوي نه دې كړې چې بيايې دبښلو دعاته اړشي.
فَقَالَ : وَلَكَ : رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې تاته دې هم خداى جل جلاله بښنه وكړي.درسول الله صلي الله عليه وسلم داځواب دښيګڼې په ښيګڼې سره بدله ده لكه قرآنكريم وايي: (وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا)[سورة النساء 86 ايت]دلته دسلام ياهرې ښيګڼې دځواب له پاره دوه لارې ښوول شوې ياخودښيګڼې زيادت اويابرابره ښيګڼه كول لكه دالسلام عليكم په ځواب كې :وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته اويافقط وعليكم السلام...... زمونږپه موضوع كې درسول الله صلي الله عليه وسلم ځواب په ظاهره له داوروستى ډول نه ده ځكه هغه وويل غفرالله لك اورسول الله صلي الله عليه وسلم په ځواب كې: (ولك) ورته وويل خوپه حقيقت كې بياله لومړي ډول نه ده ځكه يودامت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دعاده اوبل امت ته درسول الله صلي الله عليه وسلم دعاده امت ته درسول الله صلي الله عليه وسلم دعاډېره غوره اواعلى ده .

فَقَالَ الْقَوْمُ :

ټول قوم ندي ويلي ځينويې ويلي دي چې عاصم الاحول ده اوقوم ته اسنادمجازي ده له قوم نه مراد دعبدالله بن سرجس شاګردان دي اوياخوقائل عبدالله بن سرجس دى اوله قوم نه مرادصحابه رضي الله تعالي عنهم دي.اودامناسب ده .

أَسْتَغْفَرَ لَكَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ فَقَالَ : نَعَمْ ، وَلَكُمْ :

دلته داستغفرجمله استفهام ده اوداستفهام تورى حذف ده يعنې خلكوله عبدالله نه پوښتنه وكړه چې تاته رسول الله دمغفرت دعاوكړه ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې هوكې! تاسوته دې هم الله جل جلاله مغفرت وكړي اوياخودعبدالله شاګردانوله عبدالله نه پوښتنه وكړه چې تاته رسول الله دمغفرت دعاوكړه عبدالله ورته وويل چې هوكې! اوتاسوته هم، په دې وروستي صورت كې دومره كول په كاردي چې (فقال)كې دالتفات تاويل وكړل شي ځكه دلته فقلت غوره و. شارحينو په دې دووصورتونوكې خبره څېړلې ده يو،يواحتمال غوره بولي اوبل – بل احتمال او دحديث له سياق نه داسې معلوميږي چې لومړى احتمال غوره ده اودالتفات تكلف ته هم اړتيانه پيښيږي.

ثُمَّ تَلا هَذِهِ الآيَةَ ﴿وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ﴾. :

دلته هم د(تلا)په ضمير كې هغه مخكيني دواړه احتمالونه شته اوداايت داستشهاد په توګه ده دعبدالله يارسول الله موخه داده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته امرشوى چې ځان ،اونروښځومسلمانانوته به دمغفرت دعاكوي اودامرامتثال خوبه حتماً رسول الله صلي الله عليه وسلم كاوه.دلته په ((وَاسْتَغْفِرْ لِذَنبِكَ)) كې بايددومره وويل شي چې كيدى شي داايت د((لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ )) له ايت نه مخكې نازل شوى وي .اوياخوله (ذنب)نه مرادقلبي خطرات دي چې هغه له انسان سره تړلي دي په دې موخه چې هغه دزړه انديښنې ياخطرات هم درسول الله صلي الله عليه وسلم له پاره داسې دي لكه دنوروله پاره ګناوي اوياخومقصدداده چې طلب دثبات ده په عصمت باندې نوراحتمالات هم شته....


رښتینی
04.12.2010

.

.

پـــه ولـيــو كـې د مـهـرنبـوت حـكمــت :

علامه عسقلانى په دې مخصوص ځاى كې دمهرنبوت دنښان دحكمت په اړه كاږي چې دانسان زړه په دې اندازه ده اوپه يوه مقطوع روايت كې راغلي دي چې يوه سړي خداى جل جلاله ته سوال وكړچې دانسان په بدن كې دشيطان دتقررځاى وروښيى نوپه خوب كې يې يوداسې سړى وليدلكه شيشه چې دنني لورى يې دمهرله خوامعلوميده اوشيطان يې دچينډخي په څير دچپ ولي په بره برخه كې ناست وى چې زړه ته برابرراځي اودمياشي په څيرخرطوم لري داخرطوم يې دانسان زړه ته دننه كړى وي اووسوسې پكې اچوي خوكله چې انسان خداى جل جلاله يادكړي شيطان په شاشي داروايت په قوي سندسره عبدالله ميمون بن مهران ته رسولى دى اوميمون له حضرت عمربن العزيزرضي الله تعالي عنه نه راخيستى دى دارازسعيدبن منصوردعروه بن رويم له لارې يوروايت راخيستى : حضرت عيسى عليه السلام خداى جل جلاله ته سوال وكړ چې په بنيادم كې دشيطان داوسيدلوځاى وروښيى، حضرت عيسى عليه السلام شيطان وليدچې دمارپه څېر سريې وي اوداسريې دانسان په زړه ايښى وي كله چې انسان خداى جل جلاله يادكړي شيطان شاته شي اوچې ذكرپريږدي ورته راشي اوخبرې ورته پيل كړي داراز په دې معنى دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما هم يوروايت شته .نودسول الله صلي الله عليه وسلم زړه چې كله له حكمت اويقين نه ډك كړل شو اولكه دمشكو دلوښي په څيرختم پرې ولګول شو، په دې مخصوص ځاى باندې ځكه ولګول شو څوپه دې سره دى دشيطان له وسوسونه په امن شي ځكه داځاى دشيطان دوسوسولاره ده كه څه هم درسول الله صلي الله عليه وسلم شيطان مسلمان شوى واوياخودى ترې په امن شوى و اودامونږ چې بيان كړه دابه دپه امن كيدلولاره وي.
(والله اعلم)

دراويــــانـــو حـــال :
احمدبن مقدام العجلى البصرى ابوالاشعث حماد بن زيدعاصم الاصول اوعبدالله بن سرجس ددې سند راويان دي چې دهريوه ژوندته په لاندې توګه لنډه كتنه كوو.

ابوالاشعث: ده ته العجلى ځكه وايي چې له بنوعجل قبيلې نه دى اودبصرې اوسيدونكى دى امام بخارى،ترمذى ،نسائى،ابن ماجه ،ابوزرعه ،ابوحاتم اوالبغوى له ده نه روايتونه كړي دي دده په اړه محدثينو احتياطي ټكي كارولي دي لكه :صالح الحديث،كان كيسا صاحب الحديث اونسائى ويلي ليس به باس اوصالح جزره ويلي چې ثقه دى، دارازمسلمه بن قاسم،ابن عبدالبر اوابن حبان هم ثقه بللى دى يواځي ابوداود ددې له پاره پرې ايښى دى چې ده به كله كله ټوكې كولې دى په كال(253)هـ كې وفات شوى دى . رحمه الله
حمادبن زيد: ابواسماعيل حمادبن زيدبن درهم الازدى الجهضمى دبصرې اوسيدونكى دى يوبل حمادهم شته اوهغه هم دبصرې دى دواړه تقريباً په يوه زمانه كې تيرشوي دي، په علميت ،حفظ اواتقان كې دواړه له خپلوټولومعاصرينومخكې وو اوهرچاددوى فضل اوعلم له شك پرته منلى دويم حمادبن سلمه دى يواځې بن سلمه په ډېره ورع اوتقوى سره مشهورده ويل كيږي چې كه حمادبن سلمه ته وويل شي چې سباته به مرې دى نشي كولى پخپل عبادت كې زياتوالى راولي ځكه ده به ډېرزيات عبادت كاوه دحمادبن زيد په اړه دحديثو لويو امامانو ډېرغوره شهادتونه ويلي دي اودى يې دبصرې لوى امام بللى چى تفصيل ته يې اړتيا نشته، په كال (98)هـ كې زيږېدلى اوپه (179)هـ كې وفات شوى دى اويواتيا (81)كاله ژوندى يې كړى دى (رحمه الله تعالي )
عاصم الاحول : عاصم الاحول هم دبصرې دى كنيت يې ابوعبدالرحمن اودپلارنوم يې سليمان دى ،دى ثقه د ىاوهيچا څه ندي پكې ويلي يواځي يحى بن سعيدالقطان په ده كې خبرې كړې دي اوهغه هم له دې كبله چې په حكومت كې يې كوم كارترسره كړى و شپږوامامانو ټولودده روايتونه راخيستي دي سفيان ويلي دي چې په بصره كې څلور حفاظ دي چې يويې عاصم الاحول دى (241-242)په يويادوه څلويښت اودوه سوه هجري كې وفات شوى دى (رضي الله تعالي عنه )
عبدالله بن سرجس: دعبدالله په اړه درجالواودصحابه و دسيرت په كتابونوكې كم تفصيلات پيداكيږي عاصم الاحول چې دصحبت له پاره ځانګړى تعريف لري وايي عبدالله صحابي ندى خوپه دې كې شك نشته چې عبدالله صحابي دى په بصره كې اوسيدلى اوشپږوامامانو دده حديث راخيستى دى ،ابن الاثير دسفردعا:اللهم انت صاحب فى السفر،هم له ده نه روايت كړى ده له المزنى قبيلې نه دى خودبنومخزوم دحليف والي په وجه المخزومى هم ورته ويل كيږي (رضي الله تعالي عنه )

الــتـــخــريــــج :
اخرجه المسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب خاتم النبوة واخرجه النسائى فى سننه الكبرى كتاب التفسير تفسير سورة محمدمن طرق عن عاصم الاحول.به واخرجه الامام احمد وابن سعد فى الطبقات والحميدى فى مسنده والبغوى فى شرح السنة.


رښتینی
05.12.2010

.

.

(۳)

بــاب مــا جـاء فى شـعــررســـول
الله صلي الله عليه وسلم

دعنوان تشريح :

درسول الله صلي الله عليه وسلم دوېښتانوپه اړه په مخكينيو بابونوكې ډېرتفصيلات تيرشوي دي دلته مصنف مستقل باب راوړچې په دې كې به دوېښتانو مقدار،ډېروالى اوكموالى بيان شي دشعرتورى چې كله له (تاء )توري پرته راشي نوبيايې دعين فتحه وي اوكله سكون هم پرې راځي اوچې كله تاء ورسره راشي بيايې عين ساكن وي كله فتحه هم پرې راځي اهل لغت داهم وايي چې شعرپه سكون دعين سره په شعورسره جمعه كيږي لكه فلس اوفلوس ،اوپه فتحه دعين سره په اشعارسره جمعه كيږي لكه كيس اواكياس اوسبب اواسباب.

۲۳ـ حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، قَالَ : أَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ، عَنْ حُمَيْدٍ ، عَنْ أنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ شَعَرُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم إِلَى نِصافِ أُذُنَيْهِ
________________________________________

ژبــاړه اوتــفـصيــل : انس بن مالك رضي الله تعالي عنه وايي درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان دده ددواړو غوږونوترنيمايي پورې وو.دلته مختلف حديثونه راغلي په ظاهره ښكاره تضاد پكې ليدل كيږي خوتضاد هيڅ نشته ځكه دااختلاف ټول دوختونو داختلاف په اساس رامنځته شوى دى رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل ژوندكې څوځله سر خرېيلى لكه په صلح حديبيه كې ،په عمرة القضااوحجة الوداع كې اودبخاري اومسلم له روايت نه داسې بريښي چې ده يوځل قصرهم كړى دى له هرځل حلق ياقصروروسته وېښتان لوييږي بناء ً هريوه صحابي چې په كوم حالت ليدلى دهغه وخت حالت يې روايت يې كړى دى، داراز نوردرواخله نولنډه داچې دلته تضادنشته.

كَانَ شَعَرُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم إِلی انْصافِ أُذُنَيْهِ : په يوه بله نسخه كې (الى نصف اذنه)راغلى دى اوس دلته اصل داسې په كارو چې ويل شوي واى : الى نصفى اذنيه ځكه ددواړو غوږونونصف مرادده خوميرك شاه په دې اړه ليکي : دلته داسې ځكه ونشول چې ددوو تثنيو يوځاى كېدل سم خوند نه كوي اوپرته له تثنيى هم مطلب واضح ده، وروسته به په يوه روايت كې الى انصاف اذنيه راشي چې هلته جمعه تثنيى ته اړم شوې ده لكه په "صغت قلوبكما" كې .

يـــادونــــه :
مخكې دوفره،لمه اوجمه په اړه تفصيل تيرشوى .جمه يې دريمه اوورستۍ درجه ده داهغووېښتانو ته ويل كيږي چې سرونه يې په اوږوپراته وي اوله دې څخه دوېښتانوزياتول ممنوع اوحرام دي .ځكه خريم بن فاتك يوبدري صحابي دى ده ته يووخت رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې ته ډېرښه سړى يى خوچې دادوه خويونه دې نه وى هغه وويل:كوم دوه خويونه ؟ حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل جامې دې په ځمكه څكيږي اووېښتان دې شاته زړيږي ده سمدستي څادرله ځمكې پورته كړاووېښتان يې پريكړل.
روى الحديث ابن الاثيرعن اسرائيل ،عن ابى اسحاق عن سمربن عطيه عن خريم بن فاتك قال قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اى رجل انت لولاخلقان فيك ،قلت وماهما؟قال تسبل ازارك وترخى شعرك قلت لاجرم فجزشعره ورفع ازاره
( رواه ابن الاثير فى اسدالغابة وابن السعدفى الطبقات )
دارازعمربن عبدالعزيزبه دجمعې په ورځ په جوماتونوكې خپل سړي موظف كړي وو اوامربه يې ورته كړى و چې دچاچې زيات وېښتان وي هغه ترې پريكوئ داروايت ابن ابى شيبه پخپل مصنف كې راخيستى دى.خوله بده مرغه چې زمونږپه زمانه كې ځينې خلک په دې ممنوع اوحرام كاراخته دي دوى لويى لويى څڼې لري اوګومان كوي چې په دې كې ثواپ دى!! قرآنكريم وايي :
(قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا)[سورة الكهف 103،104ايت]

الــتـخـريـــج :
اسناده صحيح رواه مسلم فى الفضائل والنسائى فى الزينة والبغوى فى شرح السنة وكذا روى ابوداودبمعناه والامام احمدفى المسند عن حميد الطويل ورواه ابن ماجه واحمدوابن سعدفى الطبقات الكبرى تلائتهم من طرق عن انس بن مالك مرفوعاً بالفاظ متقاربة.


رښتینی
06.12.2010

.
.

۲۴ـ حَدَّثَنَا هَنَّادُ بْنُ السَّرِيِّ ، أََنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ أَبِي الزِّنَادِ ، عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَرَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ ، وَكَانَ لَهُ شَعَرٌ فَوْقَ الْجُمَّةِ ، وَدُونَ الْوَفْرَةِ________________________________________

ژبــــــاړه :حضرت عائشه رضي الله عنهاوايي : مااورسول الله صلي الله عليه وسلم به په يوه لوښي غسل كاوه دهغه داسې وېښتان وچې له (جُمه) كم وو اوله (وفره) اوږده وو.

تــفـصيــل اوتــشــريــح :

قَالَتْ : كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَرَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم :

حضرت عائشه رضي الله عنها له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د غسل كيسه دمضارع په صيغه سره بيانوي يعنې (كنت اغتسل )يوخوداچې هغه حالت دې ته ښه يادده اوبل داچې ددې كيسې تكراراواستمرارته اشاره ده چې يوځل يادوه ځله داسې نه و بلكې ډېرځله به موداسې كول.

مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ :

داظرف له اغتسل سره تعلق نيسي اوددې جملې دامعنى كيدى شي چې ددواړوغسلونه به يوله بل وروسته اوپه تعاقب بناوو اودادب غوښتنه داده چې لومړى به رسول الله صلي الله عليه وسلم غسل كاوه اوبياحضرت عايشې رضي الله عنها اودامعنى يې هم كيدى شي چې دواړوبه په يوه ځاى غسل كاوه اوپه دې صورت كې چې ددوى دواړو له حياډك ژوندته وكتل شي نوداسې ويل كيدى شي چې دواړو به پرده كوله اوكه فرضاًه عليه وسلم پرده نه وي هم نوبيايې يوه دبل عورت ته نه كتل ځكه په رواياتوكې راغلي حضرت عائشه رضي الله عنها وايي چې مادرسول الله صلي الله عليه وسلم عورت ندى ليدلى اورسول الله صلي اللخولا ډېرحياناك و هغه به هم نه يې ليدلى، دارازله حضرت عايشې رضي الله عنها نه يوبل روايت راغلى : مارئيت منه ولارأى منى يعنى الفرج يعنې نه ده زماعورت ليدلى اونه مادده عورت ليدلى.اوس شارحين داتكلف اوياتاويلات ځكه كوي چې ځينې علماء وايي دخپلې ميرمنې عورت ته ليدل روادي اوپه دې حديث استدلال كوي خودااختلاف ډېرلوى نه ده بلكې په كراهيت اونه كراهيت كې ده يعنې څوك نظرروابولي اوڅوك يې مكروه بولي.لكه دكتوروهبه الزحيلى چې په الفقه الاسلامي كې داتفصيل راخيستى دى(1).دبخارى په روايت كې له (من اناء واحد)سره (من قدح )راغلى دى چې دلته دويم (من)بيانيه ده اوپه يوه بل روايت كې (من اناء واحد من جنابة ) راغلى يعنې دغسل سبب جنابت و اوويل كيږي چې دالوښى دسرونُحاسوو اوداهم ويل شوي چې درې يادوه صاعه اوبه يې ځايولې .

وَكَانَ لَهُ شَعَرٌ فَوْقَ الْجُمَّةِ ، وَدُونَ الْوَفْرَةِ:

دوفره اوجمه تعريف بياتكراروو وفره هغه وېښتانوته ويل كيږي چې دغوږونونرميوته رسيدلي وي اولمه هغوته وايي چې دغوږونوله نرميوتيرشوي وي جمه چې له دې لاندې وي اووږوته رسيږي دادجمهورواهل لغت تحقيق ده، دمصنف له دې روايت نه داسې معلوميږي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان نه وفره اونه جمه ووبلكې په منځ كې وو.خومخكې په يوه روايت كې تيرشول چې :انه كان عظيم الجمة الى شحمة اذنيه:يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان جمه اودغوږونوله نرميوپورې رسيدلي، خوددې تعارض ځواب هغه ده چې داتغير دحالاتو په بدلون سره ده لكه مخكې دباب په پيل كې په دې اړه خبرې وشوې.خوابوداؤد يوروايت راخيستى له حضرت عايشې رضي الله عنها نه چې هغه دمصنف دروايت عكس ده :قالت كان شعررسول الله صلي الله عليه وسلم فوق الوفرة دون الجمه، اوس دابوداود روايت سم ده اوداهل لغت له پورتنۍ تشريح سره هم موافق ده خوحافظ عراقى دجامع الترمذى په شرح كې يوتطبيق كړى چې هغه علماوو غوره بللى دى ،دى وايي چې دفوق اودون تورى كله دځاى اومحل له پاره كارول كيږي اوكله دمقدار له پاره كارول كيږي نودلته مطلب داشو چې له فوق الجمه نه محل مرادده يعنې دجمې له ځايه چې هغه اوږې دي ،پورته اوفوق و اودون الوفره يعنې دوفرې له ځايه رالاندې و نوپه دې توګه دحضرت عايشې رضي الله عنها مطلب داشو چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان له جمې نه پورته يعنې له جمې نه كم وو اوله وفرې لاندې يعنې اوږده وو.چې ويلاى شو: لمه وو ځكه لمه هغووېښتانوته وايي چې له غوږونولاندې اووليوته لانه وي رسيدلي چې دادوفرې اوجمې په منځ كې يوه درجه ده اوداراز دابوداؤدپه څيرروايت ابن ماجه هم راخيستى دى

د راويـــانــو حـــــا ل:
دهنادبن السرى حالات مخكې تيرشوي دي پاتې شو:عبدالرحمن ابن ابى الزناد،هشام بن عروه،عروه بن الزبير اوعائشه رضي الله تعالي عنهم
عبدالرحمن ابن ابى الزناد: دزنادتورى داسې تلفظ كيږي لكه رجال دده نوم عبدالله بن ذكوان دى اودمدينې منورې اوسيدونكى دى ،دى له لويوعلماونه و اوامام مالك ثقه بللى دى خوامام احمدوايي چې مضطرب الحديث دى امام بخارى په التعليق كې دده حديث راخيستى دى اوپاتې پنځوامامانوهم دده روايتونه راخيستي دي.دى په(174)هـ كې وفات شوى اوپه اخروخت كې يې يادهم تغيركړى و(رحمه الله تعالي )
هشام بن عروه: هشام دحضرت زبيربن العوام رضي الله عنه لمسى دى اوزبير په حوارى رسو الله صلي الله عليه وسلم سره مشهورو له عشره مبشره ونه دى ددهشام كنيه ابوالمنذرياابوعبدالله دى ده صحابه كرام ليدلي اوروايتونه يې ورنه كړي دي لكه عبدالله بن عمر،دده تره عبدالله بن زبير حضرت انس اونوررضي الله عنهم دى ثقه اودحديثو امام دى يواځي دومره محدثينو ليكلي چې په عراق كې چې دى اوسيدى هغه مهال يې دپلار په روايتونوكې يوڅه تساهل اوارسال كاوه، دى په كال يوشپيته كې پيدا اوپه (146)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
عروه بن الزبير: عروه بن زبير بن العوام الاسدى.ابوعبدالله يې كنيت دى ،دى دمدينې منورې له اوومشهوروفقهاو اومحدثينو نه شميرل كيږي اوددويمې درجې تابعي دى دده صفات مؤرخين داسې ليكي: عالم المدينة،كان عالماً بالسيرة،حافظاً ثبتاً صواماً متفق علي توثيقه كان ثقه كثيرالحديث فقيهاً.دصحابه وپه وروستیو پیښوکی یی له ټولوفتنوځان ژغورلى و دده زوى هشام وايي ماته مې پلار ويل چې دحضرت عايشې رضي الله عنهاله مړيني څلورياپنځه كاله مخكې به ماويل چې كه عايشه رضي الله عنها وفات شي نوله مانه ددې يوحديث هم نده پاته شوى اوټول مې يادكړي دي.ويل كيږي چې دعايشې رضي الله عنهادحديثو په اړه به لويو لويو صحابه كرامو رضي الله عنهم له ده نه پوښتنې كولې اوداځكه چې حضرت عايشه رضي الله عنها دده خاله وه نوله هغې سره يې هروخت ليدل اوله هغې نه يې هروخت حديث اوريدل دده له پاره اسانه و ده به هره شپه ربع قران له قرآنكريم نه تلاوت كاوه اوبيابه يې هغه په لمانځه كې تلاوت كاوه ويل كيږي چې دده په پښه كې دانه پيداشوه اوډاكټرانوورته وويل چې دابه خامخا پرېكوې په كومه شپه يې چې پښه پرېكېدله په هغه شپه يې ربعه قران ونه ويلى اوبل وخت يې نه و قضا كړى ويل كيږي چې ډاكټرانورورته وويل چې دپښې دعملياتو پر مهال به تاته ډېرشراب دركوو څوته بيهوشه اومونږدې عمليات وكړو خوده انكاروكړ له بې هوښي پرته يې عمليات وكړل او پښه يې پريكړل شوه ، په كال (92)يا(94)هـ كې وفات شوى (رضي الله عنه )

عــائـشـه أم الـمـؤمـنين رضي الله عنها :

حضرت عايشه هغه مېرمن ده چې دخداى جل جلاله دسترپيغمبرصلي الله عليه وسلم دشپې دژوندزياته برخه دې امت ته رانقل كړې ده ددې په اړه حضرت عروه بن الزبير (ددې خوريى)وايي: په علم الفقه ،طب اوشعركې ماله عائشې زيات پوه هيڅوك ندي ليدلي، دى وايي چې ددې دفضيلت اوپاكي له پاره هغه ايتونه كافي دي چې دافك په كيسه كې ددې دصفايي له پاره نازل شوي دي اوهغه به ترقيامته تلاوت كيږي، يووخت درسول الله صلي الله عليه وسلم نورې بيبيانې جمعه شوې اوپه خپلوكې يې سره وويل چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دعايشې په شپه خلك تحفې راليږي بايد ده ته ووايو چې خلكوته ووايي چې زه هرځاى يم تاسوتحفې راليږى داخبره ددوى په استازيتوب حضرت ام سلمې رضي الله عنها درې ځله رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وكړه خو هغه به مخ ورنه واړاوه آخريې ورته وويل چې ګوره ام سلمه! ماته دعايشې په اړه تكليف مه راكوه په خداى قسم چې ديوې مېرمنې په كوركې هم په ماوحى نده نازله شوې يواځي دحضرت عايشې رضي الله عنها په شپه په ماوحي نازله شوې ده يعنې وحى چې يوستره الهي تحفه ده هغه هم له حضرت عايشې رضي الله عنها سره په نوبت كې ماته نازليږي نودانورې خوډېرې كوچنۍ تحفې دي حضرت عايشه رضي الله عنها وايي يوه ورځ ماته رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل :ياعائشة! هذا جبريل يقرئك السلام فقلت وعليه السلام ورحمة الله وبركاته ترى مالا أرى .دحضرت عايشې رضي الله عنها په ژوندكتابونه ليكل شوي اودسيدسلمان ندوى كتاب ډيره غوره كتاب ده چې په دې يې ليكلى دى ام المؤمنين په كال (57)يا(58) هـ كې وفات شوې اودرسول الله صلي الله عليه وسلم دوفات په وخت ددې مباركې عمراتلس كاله و په شپه كې په بقيع كې دفن شوه اوحضرت ابوهريررضي الله عنه يې جنازه وكړه اودالاندې پنځه كسان يې قبرته ورسره ښكته شول:عبدالله اوعروه دزبيرزامن اوددې خوريونه قاسم اوعبدالله دمحمدبن ابى بكرزامن اوددې وريرونه اوعبدالله دعبدالرحمن بن ابى بكرزوىرضي الله عنهم
الـتــخـــريـــج :
صحيح اخرجه ابوداودفى سننه كتاب الفضائل باب صفة النبىواخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب ماجاء فى الجمة واتخاذالشعروقال المصنف حسن صحيح غريب،واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب اتخاذ الجمه والذوائب،كلهم من طريق عبدالرحمن بن ابى الزناد،به ورجاله ثقات غيرعبدالرحمن بن ابى الزنادفهوصدوق تغير حفظه وقال احمدمضطرف الحديث ولكن الحديث له طرق فهوصحيح فقداخرجه البخارى فى صحيحه ومسلم وله طرق اخرى.


رښتینی
07.12.2010

.
.

۲۵ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، أَنَا أَبُو قَطَنٍ ، نَا شُعْبَةُ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَرْبُوعًا ، بَعِيدَ مَا بَيْنَ الْمِنْكَبَيْنِ ، وَكَانَتْ جُمَّتُهُ تَضْرِبُ شَحْمَةَ أُذُنَيْهِ
________________________________________
ژبــــاړه: براء بن عازب رضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم دمنځني قدخاوندو داوږوپه منځ كې يې فا صله لرله،اوجُمه يې دغوږونونرميوته رسيدله.

تـــفــصيـــل :
داحديث دلومړي باب دريم نمبر حديث ده ، دلته مصنف ددې يوې جملې : وکانت جمته تضرب شحمة اذنيه ؛ له پاره راخيستى دى اوداجمله له ترجمة الباب سره برابره ده ، نورټول تفصيل اوشرحه اوتخريج يې مخكې تيرشوي دي يواځې دسنددوه راويان يې بدل دي چې هغه احمدبن منيع اوابوقطن دى، نورراويان يې هم دهغه حديث دي، دلته ددې دواړو حال په لنډوټكوكې رااخلو:
احمدبن منيع: دى په ابوجعفر الاصم سره مشهوردى،حافظ اوثقه دى اوشپږو واړوامامانو له ده نه روايتونه كړي دي چې نزيل بغداد اودځانګړي مسندخاونددى ويل كيږي چې په دريوشپوكې به يې قرآنكريم ختماوه اودامعمول يې څلويـښت كاله جاري لرلى و له هثيم ،عباد اوخلف نه ده روايتونه كړي دي اوله ده نه هم ډېروخلكوكړي دي، په (244)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي)
ابوقطن : دده نوم عمروبن الهيثم بن قطن دى اودبصرې اوسيدونكى دى، ده له امام ابوحنيفه رحمه الله تعالي اونورونه روايتونه راخيستي دي اوله ده نه احمد،بندار،اوخلف روايتونه رانقل كړي دي، دى قدري دى خوله دې سره صدوق اوثقه دى امام مسلم اونوروڅلورو امامانو دده روايتونه راخيستي دي مناوي دده دوفات تاريخ(245)هـ ليكلى اوابن الحجر په تهذيب كې ليكي چې په كال(198)هـ كې وفات شوى پټه دې نه وي چې علامه عبدالروف المناوى دشمائل له غوره شارحينو څخه دى خودمړينې يازيږيدنې تاريخونه يې كله كله ناسم ليكلي وي دابوقطن په اړه ويل كيږي چې يوه ورځ امام احمد له ده نه روايت كاوه چاورته وويل چې ابوقطن له تاسو وروسته قدري شوى دى امام احمد ورته وويل چې دبصرې دخلكو دريمه برخه ټول قدريه دي (رحمه الله تعالي)


رښتینی
08.12.2010

26ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، أنَا وَهْبُ بْنُ جَرِيرِ بْنِ حَازِمٍ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبِي ، عَنْ قَتَادَةَ ، قَالَ : قُلْتُ لأَنَسٍ : كَيْفَ كَانَ شَعَرُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ قَالَ : لَمْ يَكُنْ بِالْجَعْدِ ، وَلا بِالسَّبْطِ ، كَانَ يَبْلُغُ شَعَرُهُ شَحْمَةَ أُذنيهِ
________________________________________
ژبــــاړه: قتاده وايي : ماله انس رضي الله عنه نه پوښتنه وكړه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان څه ډول و؟ ده راته وويل چې جعودت يې نه لاره اونه ښوى وو دغوږونونرميوته رسيدل.
دحديث دمتن تفصيل مخكې تيرشوى دى اووروستۍ جمله يې دلته دراوړلولامل ده ځكه هغه له باب سره سمون خوري راځو دراويانوحال ته .

د راويــــانـــوحـــال:
په دې سندكې دمحمدبن بشاراوانس بن مالك حالات مخكې تيرشوي دي پاتې وهب بن جرير اوجرير بن حازم اوقتاده دى اوداهم ددوى دژوندحال:
وهب بن جرير: ابوالعباس وهب بن جريرالازدى الجهضمى دبصرې اوسيدونكى اومشهورثقه محدث دى يحى بن معين اوالبجلى دى ثقه بللى دى اونسائى وايي:لاباس به .له هشام بن حسان ،اوابن عوف اوخپل پلار نه يې روايتونه كړي دي اوامام احمد اونوروله ده نه روايتونه راخيستي دي ،داراز على بن المدينى ،يحى بن معين اواسحاق بن راهويه هم دده شاګردان دي اوپه دوه سوه شپږيااووه 206-207 هـ كې وفات شوى دى اوداپه داسې حال كې چې له حج نه راستنيدى اوله بصرې نه په شپږميله اندازه يوځاى دى چې منحشانيه نوميږي هلته وفات شو اوبيايې مړى بصرې ته رانقل اودفن شو
(رحمه الله تعالي )
جرير بن حازم: جريربن حازم ابوالنضر،دوهب پلاردى مشهورثقه اوكره امام دى له ابوالطفيل ،ابن سيرين ،قتاده اوشعبه نه يې روايتونه رانقل كړيدي اوله ده نه اعمش،ابن المبارك ،فريابى ،وكيع،سعيدالقطان اونورو روايتونه كړي دي، دقرادپه نامه يومحدث وايي ماته شعبه ويل چې له جريرنه حديث اوره ! دده زامن هم محدثين وو ،ويل كيږي چې له مرګه يوكال مخكې يې په حفظ كې اختلاط راغى نو زامنويې له خلكو پټ ساته اوپه دې حالت كې يې څوك نه پريښودل چې روايت ورنه وكړي،تقريباً زياتو محدثينو ثقه بللى اوپه ثقه توب كې يې شك نشته خويواځي دومره ويل شوي چې له قتاده نه دده روايات يوڅه كمزوري دي دى په كال (175) يا(170)هـ كې وفات شوى اومناوى دوه سوه اوياليكلي دي چې شايد دكتابت غلطي وي.(رحمه الله تعالي )
قتاده بن دعامه: قتاده لوى تابعي اومنلى امام دى، په حفظ ،فقه ،ورع اوتقوى كې هرچا ته منلى و دى له موره ګونګ پيداشوى و اودحسن البصرى رحمه الله تعالي په شاګردانو كې ترټولوښه عالم اوښه حافظ و دده دحفظ اوځيركتياپه اړه ابن المدينى وايي چې دقتاده په دروازه كې يواعرابي ولاړ و.ماپوښتنه ځنې وكړه چې ولې دلته ولاړيې ؟ځواب يې رانكړاوروان شووروسته قتاده وويل چې زمونږدكوريولوښى ورك شوى ابن المديني وايي زه لس كاله وروسته له قتاده سره حج ته ولاړم په حج كې قتاده ته يواعرابي راغى اوڅه يې ورنه وغوښتل قتاده خپلوملګروته وويل داهغه دلوښي وال اعرابي دى كله چې له اعرابي نه پوښتنه وشوه هغه ومنله چې هوكې! يووخت مې په بصره كې له يوه كوره يولوښى پټ كړى و له قتاده نه ټولوامامانوروايتونه راخيستي دي، دى په كال (117)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الــتــخــريـــج :
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب اللباس باب الجعد واخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب صفة شعرالنبىصلي الله عليه وسلم واخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب الاخذمن الشارب ،واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب اتخاذ الجمة والذوائب،كلهم من طريق جريربن حازم الازدى ابى النضر البصرى = به وكذا اخرجه الامام احمدفى مسنده.


رښتینی
09.12.2010

27ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَحْيَى بْنِ أَبِي عُمَرَ ، أنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ ، عَنِ ابْنِ أَبِي نَجِيحٍ ، عَنْ مُجَاهِدٍ ، عَنْ أُمِّ هَانِئٍ بِنْتِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَتْ : قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَكَّةَ قَدْمَةً ، وَلَهُ أَرْبَعُ غَدَائِرَ ________________________________________

ژبــاړه: حضرت ام هانى بنت ابى طالب رضي الله عنها وايي :يوځل رسول الله صلي الله عليه وسلم مكې ته راغى اووېښتان يې څلوركوڅۍ وو.

تـشــريـــح اونــحــوي څېـــړنـــه :

قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَكَّةَ قَدْمَةً: قدم دقاف په فتحه اوددال په كسره يعنې جاء راغى اومكه دقدم له پاره ظرف ده ځكه په يوه بل روايت كې راغلي : قدم علينابمكة اومفعول به يې هم بللى شو لكه په دخلت الداركې.
قدمة دقاف په فتحه ددال پهسكون (اى مرة واحدة من القدوم) اودادقدم له پا ره مفعول مطلق ده = رسول الله صلي الله عليه وسلم له هجرت وروسته څلورځله مكې ته تللى و په عمرة القضاء كې دمكې دفتحې په مهال،دجعرانې په عمره كې اوپه حجة الوداع كې او ام هانى يې چې يادونه كړې ده له ځينې نورورواياتو معلوميږي چې دفتحې مكې دمهال قدوم ښيى ځكه په دې ځل ده غسل كړى و اودام هانى په كوركې يې دڅاښت لمونځ كړى و.
وَلَهُ أَرْبَعُ غَدَائِرَ: داجمله دمخكې جملې نه حال ده يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم مكې ته په داسې حال كې راغى چې څلوركوڅۍ يې وې اوغدائردغديرة جمعه ده غديره دعظيمة په وزن كوڅۍ ته ويل كيږي يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان لوى شوي وو اوپه څلوروبرخويې ويشلي و، دادسفر اوبوختياحالت و اودغزاپه ستونزمنوكارونود مصروفيت له كبله داسې شوى و، مجاهدله ام هانى نه حديث اوريدلى كه نه ؟په دې اړه دمصنف خبرې رانقلوم مصنف په العلل كې كاږي:ماله محمدبن اسماعيل البخارى نه پوښتنه وكړه چې مجاهدله ام هانى نه حديث اوريدلى دى ؟ده راته وويل چې روايت كړى يې دى اودسماع پته يې نشته حافظ عراقى له على ابن المدينى نه روايت كوي چې ددې انكار نشي كيدلى چې مجاهددې ام هاني ليدلې وي ځكه دمجاهد په څيرډېرونورو امامانو له ام هاني نه حديث اوريدلى دى اوورسره ليدلي يې دي اومجاهد هم ډيرصحابه ليدلي دي اوحديث يې ورنه اوريدلى دى لكه ابوهريره اونور، ابوحاتم وايي چې مجاهدحضرت على كرم الله وجهه هم ليدلى اوام هاني خوله خپل ورورعلى رضي الله عنه نه ډېره وروسته وفات شوې ده مجاهد هم په كال يوويشت كې زيږېدلى نوله دې قرائنو داسې معلوميږي چې ليدلې يې ده اوحديث يې ورنه اوريدلى دى .(والعلم عندالله)

دراويــــانــوحـــال:
ددې روايت په سندكې دالاندې راويان راغلي دي :محمدبن يحى بن ابى عمر،سفيان بن عيينه،ابن ابى نجيح،مجاهد اوام هاني رضي الله عنها دوى ټول نوي دي.
محمدبن يحىٰ : په ځينې نسخوكې له ده سره المكى ليكلى دى خودى اصلا دنيشاپوردى اوالمدنى هم ورسره ليكي .دى ثقه اولوى امام دى امام مسلم په خپل صحيح كې دده روايتونه راخيستى دى داراز ترمذى،نسائى اوابن ماجه هم دده روايتونه راخيستى دى، ملاعلى قارى ليكي چې په شمائل ترمذى اوصحيح مسلم كې چې ابن ابى عمريادشي نومرادبه همدامحمدبن يحى وي ابوحاتم ويلي چې غفلت پكې و په هرصورت ده له سفيان بن عيينه سره اتلس كاله تيركړي دي اودى وايي چې په پښوباندې اوياځله حج ته تللى يم ، په كال(243)هٰـ كې وفات شوى اومناوى (258) ليكلى چې سم نده
(رحمه الله تعالي )
سفيان بن عيينه: سفيان دكوفې لوى امام دى ،دى محدث هم دى اومفسر هم اودعلم بحردى، امام شافعي رحمه الله تعالي وايي كه سفيان اومالك نه وي نوپه حجازكې به علم نه و پاته شوى اوشافعي رحمه الله تعالي داهم ويلي چې سفيان اومالك رحمهما الله تعالي ديوې درجې علماء دي،دى دمحدثينو حكيم بلل كيږي دسفيان بن عيينه وراره حسن بن عمران وايي:ماته په عرفات كې سفيان وويل چې دې ځاى ته زه اوياځله راغلى يم هركال به چې راتلم دادعابه مې كوله چې خدايه !دې ځاى ته مې داوروستى راتګ مه كوې يعنې بيامې هم نصيب پكې وكړې حسن وايي نوسفيان راته وويل چې داسوال مې له اللهنه دومره ډېركړى دى چې په بياكولو يې شرميږم كله چې كورته ولاړ په هماغه كال كې وفات شو ابن المدينى وايي چې سفيان په (107) هـ كې زيږېدلى اوواقدى وايي چې دهفتې په ورځ درجب لومړى تاريخ (198)هـ كې وفات شوى دى اوپه الحجون كې دفن كړل شوى دى (رحمه الله تعالي )
ابن ابى نجيح: دده نوم سياراودالاخشف بن شريف مولى دى له خپل پلار ،طاؤس اومجاهد نه يې روايتونه كړي دي اوشعبه اوابن عليه ،عطاء اوابن عيينه له ده نه روايتونه نقل كړي دي، امام احمد اونوروثقه بللى دى اوپه كال (131)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
مجاهد: مجاهدبن جبرالمكى رحمه الله تعالي لوى مفسر اودابن عباس رضي الله عنهما دعلم ساتونكى بلل كيږي دتعجب خبره ده چې ابن حبان دى په ضعفاوكې شميرلى دى امايوه امام هم دابن

حبان په خبره غوږندى ګرولى بلكې ټول دده امانت ،علم اوامامت ته تسليم دي امام الذهبى دمجاهددژوندليك په پاى كې وايي : (اجتمعت الامة على امامة مجاهد والاحتجاج به .) اوله على بن ابى طالب رضي الله عنه نه دده روايات مراسيل بلل شوي دي له ام هاني نه دده دسماع په اړه مخكې تفصيل تيرشودي په كال (21) هـ كې زيږېدلى اوپه كال يو،دوه ،درى،څلورباندې سل هجري كې وفات شوى دى (رضي الله عنه )
أم هانئ : دحضرت علي كرم الله وجهه خوراودرسول الله صلي الله عليه وسلم دتره لورده ددې نوم اتفاقي اويونه دى اوپه رواياتوكې فاخته،عاتكه،اوهند رانقل شوي دي ،دې دمكې دفتحې په كال اسلام منلى و اوله رسول الله صلي الله عليه وسلم نه يې شپږڅلويښت حديث روايت كړي دي.ويل كيږي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دې ته له دې سره دنكاح رغبت ښكاره كړى و خودې عذر ورته كړى و چې زمااولاد ډېرده اوعذريې منل شوى و رسول الله صلي الله عليه وسلم دمكې دفتحې په ورځ اعلان كړى و چې ام هاني چاته پناه وركړه هغه مونږمنلى دى اوچې څوك دام هاني كورته ورشي هغه خوندي دي.دمعاويه په خلافت كې وفات شوې ده.

الـتـخــريـــج :
صحيح اخرجه ابوداودفى سننه كتاب الترجل باب فى الرجل يقص شعره واخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب دخول النبي صلي الله عليه وسلم مكة وقال حسن غريب واخرجه بن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب ماجاء فى اتخاذالجمة والذوائب. من طرق عن ابن ابى نجيح به وسياتي هنارقم(30) ولقدذكرنا ماقالوا فى سماع مجاهد عن ام هانى.
والحديث اخرجه ايضاً الامام احمد فى مسنده، وابن ابى شيبه فى المصنف والطبرانى فى الكبير والبيهقى فى الدلائل والبغوى فى شرح السنة من طرق عن ابن ابى نجيح عن مجاهد عن ام هانى =به =وله شاهد فى الطبرانى اخرجه فى الصغير قال:حدثنا محمد بن ادريس الحلبى حدثنا سهل بن صالح الانطاكى حدثنا وكيع عن همام بن يحى عن قتادة عن انس بن مالك قال:كان للنبى صلي الله عليه وسلم اربع ضفائرفى راسه.


رښتینی
10.12.2010

28ـ حَدَّثَنَا سُوَيْدُ بْنُ نَصْرٍ ،َثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ الْمُبَارَكِ ، عَنْ مَعْمَرٍ ، عَنْ ثَابِتٍ ،
عَنْ أَنَسٍ : أَنَّ شَعَرَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، كَانَ إِلَى أَنْصَافِ أُذُنَيْهِ ________________________________________

ژبــاړه :حضرت انس رضي الله عنه وايي:درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان دهغه دغوږونوترنيمايي پورې وو .

تـفـصيــل اوتــشــريــح :
ددې باب په پيل كې يعنې (23) نمبرحديث له دې حديث سره فقط دنصف اوانصاف توپيرلري يعنې هلته الى نصف اذنيه راغلى دى اودلته الى انصاف اذنيه ،نودې وروستي حديث ته څه اړتياوه چې مصنف رحمه الله تعالي راوړ؟
ځواب داده چې يوخواسناد بدل ده اوداسناد دتغيرپه صورت كې محدثين په يوه باب كې يوحديث مكرروي اوبل ځينې خلك داتوهم كوي چې حميد تدليس كوي نودلته هغه توهم هم له منځه ولاړ.
اوانصاف دنصف جمعه ده له يوه نه پورته ته انصاف اوجمعه كارول كيدى شي خودانصفه دلته دوه دي يوديوه غوږبل دبل غوږ اوياخو حقيقي جمعه هم كيدى شي ځكه دغوږ دفوق اودون ترمنځ لويه سيمه ده اودلته كه سړى ځيرشي يونه بلكې ډېرانصاف پيداكولى شي.

د رجـــالــو حـــال :
سويدبن نصر،عبدالله بن المبارك ،معمر،ثابت اوانس رضي الله تعالي عنهم ددې سند رجال دي په دوى كې دحضرت انس حالات مخكې تيرشوي اوپاتې يې رااخلو اوكيدى شي په ابن المبارك كې كيسه اوږده شي.
سويدبن نصر: نصرچې له الف ولام پرته راشي نوپه صاد مهمله سره وي اوكه په الف ولام سره راشي بياپه ضادمعجمه سره ده لكه النضرهروخت دهمدې توپيرله پاره ،معرفه راځي= سويدبن نصر المروزى ثقه دى له ابن المبارك اوابن عيينه نه يې روايتونه راخيستي دي مصنف اونسائى دده روايتونه راخيستي دي په (240)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )


رښتینی
11.12.2010

.

.

عبدالله بن المبارك:

ابوعبدالرحمن عبدالله بن المبارك رحمه الله تعالي په فقيه خراسان ،محدث خراسان زاهداو مجاهد سره ياديږي ابوبكر حافظ الخطيب البغدادي په تاريخ بغداد كې دعبدالله بن المبارك ژوندته ځكه ځاى وركړى دى چې هغه نزيل بغداد دى اوتقريباً اولس 17مخه يې پرې ليكلي دي، خطيب دده په اړه ليكي:
وكان من الربانيين فى العلم،الموصوفين بالحفظ ،ومن المذكورين بالزهد.
خطيب البغدادى په دې مناسبت چې عبدالله بن المبارك په بغدادكې څه وخت تيركړى ،دده په ژوند دومره تفصيلي خبرې كړې دي اوزمونږدخراسان ددې لوى انسان له ژونده به ډېركم خراسانيان اوافغانان خبروي،نومونږ ته ښايي چې دابن المبارك په ژوندكې موكتابونه ليكلي واى ددې ستراونابغه انسان په ژوند عرب اوعجم ټول فخركوي اودده په ذكراويادسره مخكينيو ټولو مؤرخينو تفصيلي ليكنې كړې دي ماچې څومره ليكنې لوستې دي دليكوال له اسلوب نه داسې څرګنديږي چې دده له يادنه خونداخلي دلته دده دژوند په اړه تفصيلات كه څه هم زمونږ له موضوع سره اړخ نه لګوي خوددې بختور انسان دژوند په حالاتو خبرې دهرچا په ګټه دي دايوداسې انسان دى چې دده دژوندكيسې دنن په ګردلړلیپيركى ديوه ښه واعظ له وعظونو ډېرې ګټورې دي بناء ً په دې اړه ديوڅه تفصيل جرئت كوم اودمعذرت په غوښتلو سره راځودخطيب بغدادي له تاريخ بغدادنه دده دژوندڅواړخونه روښانه كوو:
خطيب ليكي چې دى دبنوعبدشمس يابنو حنظله قبيلې مريى و يعنې دده پلار يې مريى و دده مورخوارزميه اوپلاريۍ تركى و،عبدالله بن المبارك وايي:ابوحنيفه رحمه الله زما پلارته وكتل اووې ويل دده مورتاته خپل امانت دركړى دى يعنې دى خپل پلار ته ورته و ابن المبارك په خپله وايي زه په يوسل اتلسم هجري كال كې زيږېدلى يم اوپه يوه روايت كې يوسل اونولس راغلى دى.وايي چې ابن المبارك به په كوركې ډېرناست و نوچاورته وويل چې ته دومره ډېركور ناست يې په تنګيږې نه ؟ده وويل زه ولې په تنګ شم له ماسره خورسول الله صلي الله عليه وسلم اودهغه اصحاب ټول په كوركې وي : موخه يې حديث اودحديثو مطالعه وه .دكوفې سترامام حمادبن زيدته چې په لومړي ځل ابن المبارك ورغى نوحماد ته يې ډېرخوندوركړاوله ده سره په لومړي ملاقات كې يې دهغه عربيت اونحوه ډېره خوښه شوه پوښتنه يې وكړه ته دكوم ځاى يې؟ هغه ورته وويل دخراسان په خراسان كې دكوم ځاى يې؟ابن المبارك وويل دمروحمادورته وويل دعبدالله بن المبارك په نامه يوسړى پېژنې؟ده وويل : هوکې ! حماد وويل : هغه اوس چېرې ژوندکوي ؟ ده ورته وويل داستامخاطب عبدالله دمبارك زوى دى ، په دې سره حماد ډېرزيات ورته خوشاله شو.

دده پــــه اړه دعلـمــاو شهـــادتـــونـــه :

العجلى ويلي ماته مې پلارويل چې عبدالله بن المبارك يوخراسانى ثقه عالم دى اوپه حديثوكې كره اوصالح انسان دى په شعراوټولو علوموكې كامل مهارت لري.
عباس بن المصعب وايي:ابن المبارك په دې ټولوعلوموكې مهارت لاره:حديث ،فقه،عربيت، تاريخ،دى ډېرشجاع اوغيرتي و تجارت يې هم كاوه،سخي و اودهرې ډلې په خلكوګران و،
محمدبن عبدالوهاب الفراء وايي:خراسان ددې دريوكسانو په څيرانسانان نورندي وړاندې كړي:ابن المبارك،النضربن شميل اويحيى بن يحيى رحمهم الله .
فضاله النوسى وايي:زه په كوفه كې له محدثينوسره اوسيدم كله به چې ددوى په كوم حديث كې بحث زيات شواومخالفت به يې سره راغى په يوه خوله به ټولو وويل چې راځي دحديثو طبيب ته ورشو اوله هغه پوښتنه وكړوچې مطلب به يې عبدالله بن المبارك و.
شعيب بن حرب وايي ابن المبارك چې له هرچاسره ليدلي له هغوټولودى ښه اوغوره دى .يعنې دده په څيربل انسان نه و.
ابواسامه وايي: ابن المبارك په محدثينو كې داسې دى لكه په عاموخلكوكې اميرالمؤمنين.

لــه ده ســره دخـلكــومـينــه:

شعيب ابن شعبه المصيصى وايي:درقى نومي ځاى ته هارون الرشيدراغى اوهلته ابن المبارك هم موجودو نوپه ده باندې دخلكو دومره ازدحام جوړشوچې دډېررش له كبله دخلكو په خپلوكې څپلۍ وشكېدلې اوله ځمكې نه ګردونه پورته شول.دهارون الرشيد يوه ام ولده مينځه بام ته وختله اودخلكو دازدحام په ليدلو سره يې پوښتنه وكړه چې داڅه دي؟چاورته وويل چې رقى ته دخراسان يوعالم راغلى چې عبدالله بن المبارك نوميږي دې وويل چې په خداى جل جلاله قسم اصلي باچادادى هارون الرشيدڅه باچاده هغه خودپوليسو اوشرطوپه زورخلك راجمعه كوي.
عبدالرحمن بن يزيدالجهضمى وايي:ماته لوى امام الاوزاعي وويل:تاابن المبارك ليدلى دى؟ ماورته وويل : نه ! ده راته وويل:كه دې وليد سترګې به دې پرې سړې شي !! .

عبدالعزيز ابن ابى رزمه وايي ماته نامتو امام شعبه وويل:ته ابن المبارك پيژنې؟ماوويل :هوكې! ده راته وويل ستاسې له لوري دده په څيرعالم زمونږخواته ندى راغلى .

اخــلاق اوسخا:

اسماعيل بن عياش وايي:دځمكې په مخ دعبدالله بن المبارك په څيرغوره انسان بل نشته اوخداى جل جلاله چې كوم ښه خوى اوغوره خصلت پيداكړى هغه په ابن المبارك كې شته دى وايي ماته مې ملګرووويل چې مونږ له مصرنه ترمكې پورې له ده سره ملګري وو خبيص به يې راباندې خوړاودده ټول عمرروژه وه.
عمربن حفص الصوفى وايي:ابن المبارك له بغدادنه المصيصه نومي ځاى ته روان شو اوصوفيان ورسره ملګري و نوورته ويى ويل :ستاسو داسې نفسونه دي چې داخوندنه دركوي چې څوك څه درباندې وخوري يوه ځوان ته يې وويل چې يولوښى راوړه. په لوښي يې برسيره رويمال ويړكړاوبيايې وويل چې له چاسره څومره روپۍ وي هغه دې په دې لوښي كې واچوي چالس اوچاشل درهمه په دې لوښي كې واچول اوداله ابن المبارك سره وې په دوى به يې لګولې كله چې المصيصه ته ورسيدده وويل چې دادجهاد سيمه ده دلته به داپاته مال بېرته سره وويشو ده په ويش پيل وكړمثلاً يوه سړي ته يې شل ديناره وركړل هغه ورته وويل يااباعبدالرحمن ماخوشل درهمه دركړي و اوتابيرته شل ديناره راكړل؟ ده ورته وويل :تاته خوندنه دركوي چې خداى جل جلاله دغازي په مال كې بركت واچوي!!

دحج سفراوپه حاجيانولگښت

على بن الحسن وايي:كله به چې دحج موسم رانږدې شو په مرو كې به ابن المبارك ته خپلوملګروويل چې مونږهم له تاسره ملګري كيږو،ده به ورته وويل : تاسوټول دحج دلګښت پيسې ماته راكړئ هغوى به پيسې وركړې ده به په يوه صندوق كې واچولې اوصندوق به يې قلف كړ بغدادته به روان شو په لاره كې به يې خوراښه اوغوره خوراكونه وركول اوډېرښه به يې ساتل ان تربغدادپورې په بغدادكې به يې ښكلې جامې هم ورته وكړې اودمدينې لورته به روان شول په مدينه كې به يې هريوه ملګري ته ويل چې په كوركې ستااولادله مدينې نه څه شى درنه غوښتي و؟هغوى به هغه شى ورته وښود اوټولوته به يې هغه شيان واخيستل مكې ته به روان شول په مكه كې به يې له حج وروسته بياله ټولونه پوښتنه وكړه چې اولادونومودمكې څه شى درنه غوښتي و اودهغوى له غوښتنې سره سم به يې هغه شيان ورته واخيسل بيرته به يې ترمروپورې ورسول په لا ره كې به يې ډېره زياته خرڅه پرې كوله كله به چې مرو ته ورسيدل دټولودكورونودروازې اوكورونه به يې ورته رنګ كړل اودرې ورځې وروسته به يې لويه ميلمستياوكړه ټول به يې راوبلل اوټولوته به يې جامې هم وركړې كله به چې ټول له خوراك نه خلاص شول هغه صندوق به يې راوغوښت اوهريوه ته به يې دهغه دپيسو هميانۍ ياكڅوړه وركړه چې دهريوه نوم به هم پرې ليكلى و على بن الحسن وايي چې ابن المبارك دژوند په وروستۍ ميلمستياكې پنځه ويشت دسترخوانه فالوده تياره كړې وه مخكې دسفيان الثورى دژوندحالات تيرشوي دي هغه دامت دسترامام ابن المبارك په اړه وايي:كاشكې زماټول عمردعبدالله دعمرديوه كال په څيروى خوزه نشم كولى چې خپل ټول عمر دهغه دژوندله دريو شپوسره هم برابركړم !!!
له سفيان نه چاديوې مسئلې پوښتنه وكړه ده ځواب وركړ سائل وويل دادې له چازده كړې وه سفيان وويل دمشرق له والو هغه وويل له تاسوسره خودټول اهل مشرق ښه عالم ناست دى ،سفيان وويل څوك ؟هغه وويل:ابن المبارك سفيان وويل: هغه يواځې داهل مشرق ښه عالم ندى بلكې داهل مشرق اواهل مغرب ترټولوښه عالم دى.
دسفيان بن عيينه حالات هم مخكې تيرشوي دي هغه وايي ماته دصحابه رضي الله عنهم حالات هم معلوم دي اودابن المبارك هم ماددوى په حالاتوكې سوچ كړى صحابه يواځي په دې ټكي له ابن المبارك نه زيات دي چې هغوى رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلى اوله هغه سره يې يوځاى غزاوي كړې دي!!!

دابـــن الــمبـــارك جـهــــاد :

عبده بن سليمان المروزى وايي:مونږ دروم په يوه سيمه كې له عبدالله بن المبارك سره په جهادكې وو اوله دښمن سره مخامخ شوو كله چې صفونه سره مخامخ شول ددښمن يوسړى راووت اووې ويل چې څوك زمامقابلې ته راتلى شي؟زمونږ له صف نه يوكس ورووت اوهغه يې وواژه بيابل راووت اوهغه يې هم وواژه.بياددښمن دريم يوپياوړى پهلوان ميدان ته راووت له هغه سره زمونږدې كس ډېري ډغرې ووهلې اواخريې هغه وواژه كله چې زمونږمجاهدبيرته راغى خلكوازدحام پرې جوړكړاوزه هم په دې خلكوكې وم خوده په خپل لستوڼي خپل مخ پټ كړى و.څويې څوك ونه ويني مايې له مخه لستوڼى لري كړهغه عبدالله بن المبارك و اوراته وې ويل :ابوعمرو!ته مې خلكوته ښكاره كوې؟!!
ابوعبدالله يومحدث وايي مونږ ابن المبارك ته دحديثوله پاره ورغلو خودى جهادته تللى و او ومې نه ليد دفضيل بن عياض زوى محمدوايي:ماعبدالله بن المبارك په خوب وليد ورته ومې ويل چې ستاكوم عمل غوره وخوت ده وويل هغه چې مابه كاوه ماوويل:رباط اوجهاد؟ده وويل هوكې!
دعبدالله بن المبارك ژوندته يولوى كتاب په كارده دى په كال (181)هـ كې په هبت نومي ځاى كې ددره شپيته(63) كلونوپه عمركې په داسې حال كې چې له غزابيرته راروان و وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )(1).

معمربن راشدالبصرى : معمربن راشدالاسدى البصرى لوى اووتلى امام دى څلوروتابعينوله ده نه حديث روايت كړي سره له دې چې دى تابعي ندى لوى ثقه امام دى اوځينې ښكاره اوهام لري خودده دعلم دپراخي له كبله دهغوتحمل شوى دى شپږوامامانو له ده نه روايتونه راخيستي او داته پنځوسوكلونوپه عمرپه درې ياڅلور پنځوس اوسل هجري كې وفات شوى (153)يا(154)هـ

ثابت البنانى: ثابت بن اسلم البنانى
البنانى دباء په ضمه سره بنانة ام سعدبنت لوئى بن غالب ته نسبت ده چې دسعدبن لوئى مينځه وه.ثابت لوى تابعي دى له حضرت انس بن مالك رضي الله عنه سره يې څلويښت كاله تيركړي دي اوپه ثقه توب كې يې هيڅ انسان هم مخالفت ندى كړى دخپل وخت لوى عابداودكراماتو څښتن امام و، په كال يوسل اودوه ويشت يادرويشت 122-123هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )

الـتـخــريــج :
الحديث صحيح اخرجه ابوداودفى سننه كتاب الترجل باب ماجاء فى الشعرواخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب اتخاذالشعركلاهما من طريق معمر بن راشدالبصرى وقدسبق تخريجه فى هذا الباب الحديث الرقم (23)من حديث حميد عن انس رضي الله عنه .


رښتینی
12.12.2010

.

.

29ـ حَدَّثَنَا سُوَيْدُ بْنُ نَصْرٍ حَدثَنَاعَبٌدُاللهِ بُنِ المُبَارَك عَنُ يُونَس بُنِ يَزِيدٍ عَنِ الزُهريٍ أنَا عَبُيدُالله بُن عَبُدالله بْنِ عُتْبَةَ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُسْدِلُ شَعَرَهُ ، وَكَانَ الْمُشْرِكُونَ يَفْرِقُونَ رُؤُوسَهُمْ ، وَكَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يُسْدِلُونَ رُؤُوسَهُمْ ، وَكَانَ يُحِبُّ مُوَافَقَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ فِيمَا لَمْ يُؤْمَرْ فِيهِ بِشَيْءٍ ، ثُمَّ فَرَقَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم رَأْسَهُ ________________________________________

ژبـــاړه : عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم به دخپلو وېښتانو اسدال كاوه يعنې يوه بل لورته به يې نه اړول اوپه تندي به يې راپريـښي وو،اومشركينووبه خپلې څڼې يوه بل لورته اړولې اواهل كتابو به خپلې څڼې نه اړولې ،رسول الله صلي الله عليه وسلم ته به چې په كوم شي كې امرنه و شوى په هغه كې به يې داهل كتابو موافقت خوښاوه ،وروسته بيارسول الله صلي الله عليه وسلم خپلې څڼې اړولې.

د الـفاظـو تــشـريـــح اوتـفـصيــل :

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُسْدِلُ شَعَرَهُ: دملاعلى قارى استادميرك وايي:د"يسدل" معنى داچې دمخې وېښتان يې په تندي راپرې ايښي وي.امام النووى هم وايي چې "سدل" په تندي دوېښتانو راپريښودلو ته وايي داسې چې يوې بلې خواته يې نه وي اړولي اوځينې بياوايي چې "سدل" دې ته وايي چې پرته له تفريق نه ټول وېښتان شاته واړوي يعنې په منځ بيل نكړل شي او"فرق" دې ته وايي چې په منځ له بيلولووروسته نيم يوې خوااونيم بلې خوا ته واړول شي لكه مشركينو به همداسې كول.
وَكَانَ الْمُشْرِكُونَ يَفْرِقُونَ رُؤُوسَهُمْ ،
وَكَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يُسْدِلُونَ رُؤُوسَهُمْ : يعنې يوې بلې خواته به يې واړولې اوتندى به يې ښكاره كړنوالفرق دوېښتانو ويشلوته وايي اومفرق دسرهغې منځنۍ كرښې ته وايي چې په هغه ځاى وېښتان سره بيل شوي وي.داعبارت"رؤسهم" هرچيرته دمضاف په حدف سره متعارف ده يعنې دسروېښتان يې سره بيل كړي. مونږپه پښتوكې هم وايو سريې اړولى دى اواصلاً يې وېښتان اړولي وي دسراړولوپه وخت كې دمنځ برخې اوكرښې ته مونږ په محلي پښتوكې (پياڅه )وايو(المفرق) خودمشركينو په خلاف اهل كتابو به بياوېښتان نه اړول بلكې په تندي به يې راپرې ايښي وو اورسول الله صلي الله عليه وسلم ته به چې په كوم شي كې امرياله كوم شي نهي نه وه شوې په هغوشيانوكې به داهل كتابوموافقت خوندوركاوه لكه چې وايي:
وَكَانَ يُحِبُّ مُوَافَقَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ فِيمَا لَمْ يُؤْمَرْ فِيهِ بِشَيْءٍ: داهل كتابوله موافقت سره دميني څولاملونه كيدلى شي يوداچې په هرصورت له اهل كتابوسره په جنس كې شركت شتون لري چې هغه توحيد اوديوه خداى جل جلاله لمانځنه ده اوداراز هغوى هم داسماني نبوت پيرو ،وو اومشركان له توحيد ناخبره له اسماني وحيولري دمطلق شرك په پليتي كې اخته وو اودويم لامل داو چې داكار يې داهل كتابو دزړونودمايله كولوله پاره كاوه ځكه هغوى حق ته نږدې وو اوس چاويلي دي چې ددې كارخومشركين لاښه مستحق وو دهغوى دزړونودميلان له پاره هم بايد داسې كارونه يعنې له هغوى سره دمينې څرګندونه شوې واى.نوددې ځواب داده چې دخداى پيغمبر له هغوى سره هم له هرډول تلطف نه كاراخيستى و اودمكي ژوندديارلس كاله يې څرګنده بېلګه ده تفصيل ته اړتيانشته خوداتلطفات اوتمايلات داسلام دمغلوبيت په پيركى و كله چې اسلام پرمخيون وكړ بيانوقران وويل: (وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً) اوبياداهل كتابو خصوصاً ديهودوپه مخالفت ډېركارونه ترسره شول لكه وېښتان رنګول ځكه اهل كتابو نه رنګول اومسلمانانوته دهغوى په مخالفت امروشو.اوداراز دعاشورا په ورځ له يهودوسره دمخالفت له پاره دوه روژې نيول يعنې نهم لسم يالسم يولسم داراز دقبلې بدلېدل اولكه په يوه روايت كې چې دبريتونو لنډول اوږيروداوږدولو امرشوى له دې كبله چې ديهودومخالفت راشي – قصوا الشوارب واحفوا اللحى وخالفوا اليهود .
ثُمَّ فَرَقَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم رَأْسَهُ: يعنې وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم هم سراړول پيل كړل دحديث له سياق نه معلوميږي چې دتفريق په باره كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وحي شوې ځكه په حديث كې ويل شوي چې په كوم شي كې به امرنه ؤشوى په هغه كې داهل كتابو موافقت خوندوركاوه اوس چې دلته وايي ثم فرق .... نودامعنى چې امرپكې وشوبناءً دڅڼوتفريق سنت اومستحب ده ځينې علماء وايي تفريق سنت اوسدل منسوخ دى لكه قاضي عياض چې ويلي دي ځينې علماء فرق واجب اوضروري بولي اوسدل منسوخ خوغوره خبره داده چې تفريق مستحب اوغوره ده اوسدل هم روا ده .ځكه په رواياتو كې راغلي چې ډېروصحابه و رضي الله تعالي عنهمبه سدل كاوه نوكه تفريق ضروري اوسدل منسوخ واى داسې به يې نه كول اودادعمربن عبدالعزيزامام مالك اوجمهوروقول دى بدرالدين العينى هم داخبره كړې ده چې الفرق مستحب ده اوواجب نده اودادجمهورواوامام مالك قول ده

د راويــــانـــوحــال :
ددې سندپه راويانو كې دوه كسان داسې دي چې هغه مخكې نه دي يادشوي اودنوروحالات مخكې تيرشوي دي هغه دوه يونس بن يزيداوعبيدالله بن عبدالله بن عتبه دي.
يونس بن يزيد: ابويزيد يونس الايلى دقريشو دچامولٰى و نسائى ثقه اوابن سعد ضعيف بللى دى اوله امام احمدنه دده په اړه متناقضې خبرې راغلې دي خوائمه ؤ دده حديث راخيستى دى اودى په دوه سوه اوڅلوريانه پنځوس 254- 259 كې وفا شوى دى (رحمه الله تعالي )
عبيدالله بن عبدالله: دى دمدينې منورې دسترامام عبدالله بن عتبه زوى دى اوعتبه دمشهورصحابي عبدالله بن مسعودرضي الله عنه وروردى په خپله هم لوى امام ،فقيه دى اوپه سترګوړوند و دى دمدينې له اوو مشهوروفقهاو نه يوفقيه دى اوداسلام پنځم راشد خليفه عمربن عبدالعزيز رضي الله عنه دده شاګر اوده روزلى دى دى لوى تابعي اودتابعينو له دريمې درجې شميرل كيږي اوپه كال اته يانه نوي كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الـتــخــريــج :
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم واخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب فى سدل النبى صلي الله عليه وسلم شعره وفرقه واخرجه ابوداود فى سننه كتاب الترجل باب ماجاء فى الفرق واخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب فرق الشعر واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب اتخاذ الجمة والذوائب . كلهم من طرق الزهرى - به .


رښتینی
12.12.2010

.

.

29ـ حَدَّثَنَا سُوَيْدُ بْنُ نَصْرٍ حَدثَنَاعَبٌدُاللهِ بُنِ المُبَارَك عَنُ يُونَس بُنِ يَزِيدٍ عَنِ الزُهريٍ أنَا عَبُيدُالله بُن عَبُدالله بْنِ عُتْبَةَ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُسْدِلُ شَعَرَهُ ، وَكَانَ الْمُشْرِكُونَ يَفْرِقُونَ رُؤُوسَهُمْ ، وَكَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يُسْدِلُونَ رُؤُوسَهُمْ ، وَكَانَ يُحِبُّ مُوَافَقَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ فِيمَا لَمْ يُؤْمَرْ فِيهِ بِشَيْءٍ ، ثُمَّ فَرَقَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم رَأْسَهُ ________________________________________

ژبـــاړه : عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم به دخپلو وېښتانو اسدال كاوه يعنې يوه بل لورته به يې نه اړول اوپه تندي به يې راپريـښي وو،اومشركينووبه خپلې څڼې يوه بل لورته اړولې اواهل كتابو به خپلې څڼې نه اړولې ،رسول الله صلي الله عليه وسلم ته به چې په كوم شي كې امرنه و شوى په هغه كې به يې داهل كتابو موافقت خوښاوه ،وروسته بيارسول الله صلي الله عليه وسلم خپلې څڼې اړولې.

د الـفاظـو تــشـريـــح اوتـفـصيــل :

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُسْدِلُ شَعَرَهُ: دملاعلى قارى استادميرك وايي:د"يسدل" معنى داچې دمخې وېښتان يې په تندي راپرې ايښي وي.امام النووى هم وايي چې "سدل" په تندي دوېښتانو راپريښودلو ته وايي داسې چې يوې بلې خواته يې نه وي اړولي اوځينې بياوايي چې "سدل" دې ته وايي چې پرته له تفريق نه ټول وېښتان شاته واړوي يعنې په منځ بيل نكړل شي او"فرق" دې ته وايي چې په منځ له بيلولووروسته نيم يوې خوااونيم بلې خوا ته واړول شي لكه مشركينو به همداسې كول.
وَكَانَ الْمُشْرِكُونَ يَفْرِقُونَ رُؤُوسَهُمْ ،
وَكَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يُسْدِلُونَ رُؤُوسَهُمْ : يعنې يوې بلې خواته به يې واړولې اوتندى به يې ښكاره كړنوالفرق دوېښتانو ويشلوته وايي اومفرق دسرهغې منځنۍ كرښې ته وايي چې په هغه ځاى وېښتان سره بيل شوي وي.داعبارت"رؤسهم" هرچيرته دمضاف په حدف سره متعارف ده يعنې دسروېښتان يې سره بيل كړي. مونږپه پښتوكې هم وايو سريې اړولى دى اواصلاً يې وېښتان اړولي وي دسراړولوپه وخت كې دمنځ برخې اوكرښې ته مونږ په محلي پښتوكې (پياڅه )وايو(المفرق) خودمشركينو په خلاف اهل كتابو به بياوېښتان نه اړول بلكې په تندي به يې راپرې ايښي وو اورسول الله صلي الله عليه وسلم ته به چې په كوم شي كې امرياله كوم شي نهي نه وه شوې په هغوشيانوكې به داهل كتابوموافقت خوندوركاوه لكه چې وايي:
وَكَانَ يُحِبُّ مُوَافَقَةَ أَهْلِ الْكِتَابِ فِيمَا لَمْ يُؤْمَرْ فِيهِ بِشَيْءٍ: داهل كتابوله موافقت سره دميني څولاملونه كيدلى شي يوداچې په هرصورت له اهل كتابوسره په جنس كې شركت شتون لري چې هغه توحيد اوديوه خداى جل جلاله لمانځنه ده اوداراز هغوى هم داسماني نبوت پيرو ،وو اومشركان له توحيد ناخبره له اسماني وحيولري دمطلق شرك په پليتي كې اخته وو اودويم لامل داو چې داكار يې داهل كتابو دزړونودمايله كولوله پاره كاوه ځكه هغوى حق ته نږدې وو اوس چاويلي دي چې ددې كارخومشركين لاښه مستحق وو دهغوى دزړونودميلان له پاره هم بايد داسې كارونه يعنې له هغوى سره دمينې څرګندونه شوې واى.نوددې ځواب داده چې دخداى پيغمبر له هغوى سره هم له هرډول تلطف نه كاراخيستى و اودمكي ژوندديارلس كاله يې څرګنده بېلګه ده تفصيل ته اړتيانشته خوداتلطفات اوتمايلات داسلام دمغلوبيت په پيركى و كله چې اسلام پرمخيون وكړ بيانوقران وويل: (وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً) اوبياداهل كتابو خصوصاً ديهودوپه مخالفت ډېركارونه ترسره شول لكه وېښتان رنګول ځكه اهل كتابو نه رنګول اومسلمانانوته دهغوى په مخالفت امروشو.اوداراز دعاشورا په ورځ له يهودوسره دمخالفت له پاره دوه روژې نيول يعنې نهم لسم يالسم يولسم داراز دقبلې بدلېدل اولكه په يوه روايت كې چې دبريتونو لنډول اوږيروداوږدولو امرشوى له دې كبله چې ديهودومخالفت راشي – قصوا الشوارب واحفوا اللحى وخالفوا اليهود .
ثُمَّ فَرَقَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم رَأْسَهُ: يعنې وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم هم سراړول پيل كړل دحديث له سياق نه معلوميږي چې دتفريق په باره كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وحي شوې ځكه په حديث كې ويل شوي چې په كوم شي كې به امرنه ؤشوى په هغه كې داهل كتابو موافقت خوندوركاوه اوس چې دلته وايي ثم فرق .... نودامعنى چې امرپكې وشوبناءً دڅڼوتفريق سنت اومستحب ده ځينې علماء وايي تفريق سنت اوسدل منسوخ دى لكه قاضي عياض چې ويلي دي ځينې علماء فرق واجب اوضروري بولي اوسدل منسوخ خوغوره خبره داده چې تفريق مستحب اوغوره ده اوسدل هم روا ده .ځكه په رواياتو كې راغلي چې ډېروصحابه و رضي الله تعالي عنهمبه سدل كاوه نوكه تفريق ضروري اوسدل منسوخ واى داسې به يې نه كول اودادعمربن عبدالعزيزامام مالك اوجمهوروقول دى بدرالدين العينى هم داخبره كړې ده چې الفرق مستحب ده اوواجب نده اودادجمهورواوامام مالك قول ده

د راويــــانـــوحــال :
ددې سندپه راويانو كې دوه كسان داسې دي چې هغه مخكې نه دي يادشوي اودنوروحالات مخكې تيرشوي دي هغه دوه يونس بن يزيداوعبيدالله بن عبدالله بن عتبه دي.
يونس بن يزيد: ابويزيد يونس الايلى دقريشو دچامولٰى و نسائى ثقه اوابن سعد ضعيف بللى دى اوله امام احمدنه دده په اړه متناقضې خبرې راغلې دي خوائمه ؤ دده حديث راخيستى دى اودى په دوه سوه اوڅلوريانه پنځوس 254- 259 كې وفا شوى دى (رحمه الله تعالي )
عبيدالله بن عبدالله: دى دمدينې منورې دسترامام عبدالله بن عتبه زوى دى اوعتبه دمشهورصحابي عبدالله بن مسعودرضي الله عنه وروردى په خپله هم لوى امام ،فقيه دى اوپه سترګوړوند و دى دمدينې له اوو مشهوروفقهاو نه يوفقيه دى اوداسلام پنځم راشد خليفه عمربن عبدالعزيز رضي الله عنه دده شاګر اوده روزلى دى دى لوى تابعي اودتابعينو له دريمې درجې شميرل كيږي اوپه كال اته يانه نوي كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الـتــخــريــج :
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم واخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب فى سدل النبى صلي الله عليه وسلم شعره وفرقه واخرجه ابوداود فى سننه كتاب الترجل باب ماجاء فى الفرق واخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب فرق الشعر واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب اتخاذ الجمة والذوائب . كلهم من طرق الزهرى - به .


رښتینی
13.12.2010

.

.

30ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، أَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ مَهْدِيٍّ ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ نَافِعٍ الْمَكِّيِّ ، عَنِ ابْنِ أَبِي نَجِيحٍ ، عَنْ مُجَاهِدٍ ، عَنْ أُمِّ هَانِئٍ ، قَالَتْ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ذَا ضَفَائِرَ أَرْبَعٍ
________________________________________

ژ باړه: ام هاني رضي الله عنها وايي:مارسول الله صلي الله عليه وسلم په داسې حال كې وليدچې وېښتان يې څلوركوڅۍ كړي وو.دغدائراوضفائرپه منځ كې چاتوپير كړى دى اوځينو ويلي چې نه دواړه په يوه معنى دي.

يــــادونـــه :

ددې باب له حديثوداسې معلومه شوه چې رسول الله يواځي په نُسُكويعنې حج ياعمره كې وېښتان خرېيل اوبې له نسكو يې ندي خرييلي اودنسكوهغه څلورمعلوم ځايونه دي لكه حديبيه ،عمرة القضاء ،عمرة الجعرانه اوحجة الوداع،اوپه دې مودوكې شاومخته دده دوېښتانو په اړه چې مختلف روايات راغلي هغه له دې كبله دي نورددې حديث تفصيل اوتخريج مخكې تيرشوى يواځي دوه رجال يې پاتې دي.
د راويــانــوحــال : دنوروراويانو حالات مخكې تيرشوي يواځي عبدالرحمن بن مهدى اوابراهيم بن نافع المكى پاته دي عبدالرحمن مشهورمحدث دى او درجالوماهرامام تير شوى دى لوى حافظ اوثقه و په (135) هـ كې پيدااوپه (198) هـ كې وفات شوى دى اوابراهيم بن نافع المكى المخزومى هم ثقه اولوى حافظ دى اوشپږوواړوامامانو دده روايتونه راخيستي دي ،ددې حديث تخريج د(27) نمبرحديث تخريج ده اوحديث صحيح ده.


رښتینی
15.12.2010

[size=24:ee9e3835e7](4)
بــَابُ مَــا جَــاءَ فِـي تـَـرَجّــلِ رَسُـولِ
اللهِ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلّمَ[/size:ee9e3835e7]

31- حدثنا إسحاق بن موسى الأنصاري ، حدثنا مَعْن بن عيسى ، حدثنا مالك بن أنس ، عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كُنْتُ أُرَجِّلُ رَأْسَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا حَائِضٌ ________________________________________

ژباړه : حضرت عائشه رضي الله عنها وايي : مابه په داسې حال کې درسول الله صلي الله عليه وسلم سرږمنځاوه چې حائضه به وم .

دعنــوان تـشـريــح :

دوېښتانو پاكولواوږمنځولواوښايسته كولوته الترجل اوالترجيل ويل كيږي دا تورى په حديثو كې دتفعيل اوتفعل دواړو بابونوپه صغيوكې راغلى خومصنف تفعل ځكه غوره كړچې يوخووښيى دواړه مترادف دي اوبل تفعل ډېرراغلى دى دسرږمنځول ،پاكول اوښايسته كول ،نظافت وي اونظافت مندوب ده ځكه نظافت ددين برخه ده اوقرآنكريم هم وايي: ( خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ) خودې ته هم توجه په كارده چې په سرښايسته كولو اوترجل باندې بايد ډېروخت ونه لګول شي اونه بايدهره ورځ ترجل وشي ځكه په حديث كې راځي:كله كله سرږمنځوئ هروخت يې مه ږمنځوئ.اوس دلته يوبل روايت ده چې دترجل له حديثوسره متضادښكاري اوهغه (البذاذة من الايمان) دى البذاذة ،دهيئت اوشكل خړوالي اوځيږوالي ته وايي.ملاعلى قارى وايي چې د(نهى عن الترجل الاغبا) حديث ددې دواړو حديثوتطبيق راولي يعنې نه داسې چې هروخت هنداره اوږمنځ په لاس كې وي اوپه ترجل باندې وختونه ضائع كوي (غبا) يعني كله كله . اوبل داچې يوسړى ځيږ اوببرسرګرځي خوپه دې نيت چې ترفه اونازخوندنه وركوي اوداكارله سستي هم نه وي بلكې دتواضع اوعاجزي په موخه وي اودنعمت انكارهم نكوي نوپه دې ښه نيت سره البذاذة من الايمان شوه اولكه نن چې ډېرخلك په وېښتانو اوږده وختونه ضائع كوي دهغوله پاره دنهى عن الترجل الاغبا خبره ضروري ده بايدكله كله ترجل وكړي.
نسائى له عبدالله بن بريده نه يوروايت راخيستى چې له صحابه و يوكس و عبيد نوميدى هغه ويلي چې رسول الله به خلك له ډېري (ارفاه) نه منعه كول (ارفاه) دهمزې په كسره ،دفاء په سكون ،په اخركې هاء ،تنعم ته وايي اوابن بريده وايي چې الارفاه الترجل ته وايي.
اوپه ابوداود كې راغلي چې يوه سړي فضاله بن عبيدته وويل چې څه چل دى چې داسې ځيږاوببرګرځې؟ هغه ورته وويل :مونږبه رسول الله صلي الله عليه وسلم له ډېري (ارفاه)نه منعه كولوكه مونږ ځيرشودلته هم عبارت داسې راغلى .(عن كثير من الارفاه) يعنې ډېرترجل نده ښه اوكله كله نوګواكې سنت ده، په دې توګه په حديثوكې جمعه هم راغله اوتضادختم شو لكه په يوه بل حديث كې راځي ابوداودراخيستى چې من كان له شعرفليكرمه يعنې څوك چې وېښتان لري بايد ويې ساتي اوعزت يې وكړي.

د حــديـــث تــشــريــــح :

كُنْتُ أُرَجِّلُ رَأْسَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا حَائِضٌ:

حضرت عائشه وايي:مابه دحيض په حالت كې درسول الله صلي الله عليه وسلم سر ورږمنځاوه ،دحديث په دې متن كې دوومسائلوته نغوته شوې ده چې هغه يوپه ښځه باندې دميړه دخدمت مسئله ده اوبله له حائضې ميرمني سره دتعامل موضوع ده دلته په دواړوموضوعاتولنډه رڼااچوو.

پـه ښځه بـاندې دميـړه خـدمـت لازم ده ؟

''دامسئله له الفقه الاسلامي وادلته'' نه رااخلو.په ښځه باندې دميړه خدمت نشته لكه ډوډۍ پخول،وړه لندول ،ديګ پخول ياجامې وينځل اونور داډول خدمتونه اوكه فرضاً ښځه داسې وه چې دپلار په كوريې هم دځان خدمت نه كاوه بلكې بل چايې خدمت كاوه نودميړه په كوركې په ميړه لازمه ده چې دې ته دخدمت له پاره خادمه ونيسي اودې ته تياره ډوډوۍ برابره كړي ځكه په ښځه باندې يواستمتاع اخيستل دميړه حق ده اوبس.
امام ابويوسف رحمه الله تعالي وايي چې په ميړه باندې لازمه ده چې ښځې ته دوه خادمان ونيسي اوامام محمدبن الحسن الشيباني رحمه الله تعاليوايي چې يوهم كفايت كوي خو مستحب اودمعاشرت ياګډژونددښه پرمخ بيولو له پاره ښځه بايد دميړه خدمت وكړي اولزوم نشته خوګټورډېرده اوبل له حديث نه هم داسې څرګنديږي ځكه عائشه رضي الله عنها وايي مادرسول الله صلي الله عليه وسلم ږيره ورږمنځوله اوپه رواياتوكې داهم راغلي چې حضرت عايشې رضي الله عنهارسول الله صلي الله عليه وسلم ته سر ورمينځه امام نووى وايي چې له دې حديث نه دامعلوميږي چې ميرمن كولى شي دميړه خدمت وكړي خوپرې لازم نده ، دامسئله شايدڅوک په خپل کورکې بيان نکړاى شي اوکيدى شي ډېرونرغنده وو ته حيرانونکې ښکاره شي ځکه زموږپه رواج کې په مېرمنوباندې نه يواځې دمېړه بلکې دمېړه دټولې کورنۍ صغيرا کانه اوکبيرا ذکرا کان او انثى بعيداکان اوقريبا ، ټولوچوپړاوخدمت دومره لازم دى چې دپرېښودلونه ، بلکې دناغيړۍ اوسستۍ په صورت کې هم مېرمن خوارکۍ دسختې سزامستحقه ګرځي الله المستعان .

لــه حــائضــې ميــرمنــې سـره چــلــنــد :

دجاهليت په پيركې به حائضه اونفاسه ميرمن دكورپه يوه كونج كې كښينولى كيدې اواجازه يې نلرله چې كوم شي ته لاس وروړي ځكه دو ى داډول مېرمن ناپاكه بلله خواسلام داخوى باطل كړاودحائضې بدن ،خولې اودخولې ناړې ټولې پاكې دي يواځي له جماع نه پرته نورهرډول استمتاع ميړه ورنه اخيستلى شي لكه په رواياتوكې چې راغلي په يوه روايت كې راځي حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې زه دحيض په حالت كې وم له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مې ډوډۍ خوړله ده زماله لاسه دغوښې هډوكى واخيست اوله هغه ځايه يې غوښه خوړله له كومه ځايـه چې ماخوړلې وه.

وَأَنَا حَائِضٌ: داتورى په تانيث سره نه راځي نوحائضة نشي ويل كيدلى ځكه دتانيث علامه خودمذكر اومونث په منځ كې دتوپيرله پاره راځي اوپه دې توري كې دالتباس ستونزه نشته ځكه دادښځو ځانګړى صفت دى اودښځو داراز نورځانګړي صفتونه هم دتانيث علامې ته اړتيانلري لكه طالق اوداسې نور.

دراويــانـــوحـــال :
ددې سند دنوروټولو رجالو حالات مخكې تيرشوي يواځي دلومړيودوويعنې اسحاق اومعن حالات ندي تيرشوي اودهغوحالات په دې ډول دي :
اسحاق بن موسى : اسحاق اصلا دمدينې دى وروسته كوفې ته ليږديدلى دى دده نيكه عبدالله بن يزيدنوميدى اوهغه صحابي وله سفيان ابن عيينه، الاشجعى،ابن وهب ،العنبرى،القرازاوالغفاري نه يې روايتونه رانقل كړي دي اوله ده نه ابن بكير،مسلم ،ترمذى،نسائى اونورو روايتونه راخيستي دي دى ثقه اوكره دى (رحمه الله )
معن بن عيسى: ابويحى معن بن عيسى الاشجعى المدنى، دحديثو لوى اومنلى امام دى،ويل كيږي چې دامام مالك له خولې كومه خبره وتلي هغه معن ليكلې، ده په امام مالك باندې موطا هم قرائت كړى وه ابن المدينى وايي: معن مونږ ته له مالك بن انس نه څلويښت زره مسئلې راوړې ،ده له مالك ،ابن ابى ذئب اومعاويه بن صالح نه روايتونه راخيستي دي اويحى بن معين،ابن المدينى،ابن رافع له ده نه روايتونه راخيستي دي،ثقه دى اوشپږوامامانو هم دده روايتونه راخيستي دي دى په كال (198)هـ كې وفات شوى دى(رحمه الله )

الـتــخـريــج :
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب الحيض باب غسل الحائض راس زوجهاوترجيله_ واخرجه النسائى فى سننه كتاب الحيض والاستحاضة باب غسل الحائض راس زوجها وكلاهما من طريق انس بن مالك ورواه ابوداود فى الصوم وابن ماجه فى الصيام والدارمى فى الطهارة.


رښتینی
17.12.2010

.

.

32ـ حَدَّثَنَا يُوسُفُ بْنُ عِيسَى ،أخبرنَا وَكِيعٌ ، أخبرنَا الرَّبِيعُ بْنُ صَبِيحٍ ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبَانَ هُوَ الرَّقَاشِيُّ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ دَهْنَ رَأْسِهِ وَتَسْرِيحَ لِحْيَتِهِ ، وَيُكْثِرُ الْقِنَاعَ حَتَّى كَأَنَّ ثَوْبَهُ ، ثَوْبُ زَيَّاتٍ
________________________________________

ژ بـــــاړه: انس بن مالك رضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه به سړډېرغوړاوه،اوږيره به يې ډېره ږمنځوله ،اوقناع به يې ډېره كاروله،تردې پورې چې دادقناع جامه به يي داسې ښكاريده تابه ويل چې دتيل خرڅوونكي جامه ده اوياخو به يې جامې داسې ښكاريدلې لكه دتيل پلورونكي جامې.

د الـفـاظـو تــشـريــح اونـحــوي څېــړنـــه :

كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ دَهْنَ رَأْسِهِ وَتَسْرِيحَ لِحْيَتِهِ:

الدَهن په فتحه ددال سره تدهين اودتيلو كارولو ته وايي اوالدُهن په ضمه ددال سره تيلوته وايي دلته په فتحه سر ه ده او( وتسريح لحيته ) په (دهن راسه ) باندې عطف ده اوله (يكثر)لاندې ده، تسريح اللحية دږيري سمولواوږمنځولو ته وايي.ابن الجوزى په كتاب الوفاء كې له انس نه روايت كوي هغه وايي كله به چې رسول الله دشپې ويده كيدى اوخپل ځاى ته به ولاړ مسواك،داوداسه اوبه اوږمنځ به يې خواته كيښودل دشپې به چې راپاڅيدى مسواك به يې وواهه ،اودس به يې وكړ اوږمنځ به يې وكاروله .اوخطيب البغدادى په الكفايه كې دعائشې رضي الله عنهانه روايت كوي هغه وايي:پنځه شيان په سفراوحضردواړوكې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره وو اونه يې دي پرې ايښي چې هغه:هنداره ،لنجرومه،ږمنځ ،(مدراء) اومسواك وو مدراء يوډول لرګى دى چې ښځې يې په وېښتانو كې ددې له پاره وركوي څودسرويشتان سره ګډنشي اوپه يوه بل روايت كې دمدراء په ځاى (القاروره) راغلې ده،اوالطبرانى په الاوسط كې له عايشې رضي الله عنهانه يوروايت راخيستى هغه وايي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره به هروخت مسواك اوږمنځ وو اوكله به يې چې ږيره ږمنځوله په هنداره كې به يې كتل ........په يوه بل روايت كې له دې شيانو سره بياتي هم ياده شوې ده.اوپه يوه روايت كې يوه راوي له هشام بن عروه نه دمدراء پوښتنه كړې ده چې دابه رسول الله صلي الله عليه وسلم څه كوله ؟
ده ورته وويل چې عايشې ويلي : درسول الله صلي الله عليه وسلم وفره وېښتان ترغوږونوپورې وو اوهغه به يې په مدراء سره ښورول.

وَيُكْثِرُ الْقِنَاعَ حَتَّى كَأَنَّ ثَوْبَهُ ، ثَوْبُ زَيَّاتٍ :

د ( ويكثرالقناع) عبارت په حذف دمضاف سره ده (اى يكثرلبس القناع ،)اوشايد دادعامل دتكرارسبب وي يعنې يكثرقناع دقاف په كسره اونون مخففه سره درخت هغې توكړې ته وايي چې كله سړى سرغوړكړي نودپټكي له پيچلومخكې په هغه كې سرپټ كړي څوپټكى غوړاوخيرن نشي. په افغانستان كې ځينې سپين ږيري اوس هم قناع كاروي اومادخپل مرحوم پلارقناع په خپلوسترګو ليدلې وه چې ډېره زياته به غوړه وه رحمة الله عليه.
د(حتى كان ثوبه...) له ظاهري سياق نه خوداسې معلوميږي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم جامې ښيى خوشارحينو خبره له دې ظاهري سياق نه قناع ته اړولې ده يعنې قناع به يې داسې غوړه وه لكه دتيل جوړونكي ياخرڅوونكي جامه، ددي شارحينو لكه ابن حجر ،ملاحنفى ،ملاعلى قارى اونورو له دې ظاهرنه داوښتلو له پاره دشيخ الجزرى خبرې رااخلو څوموضوع ښه روښانه شي هغه وايي : ددې روايت يوراوي الربيع بن صبيح ډېرښه اونيك سړى و خوپه حديثوكې ضعيف و ابن حبان وايي :دى نيك اوعابدو خودحديثو دفن سړى نه و نو ځكه يې په حديثو كې مناكيرحديث راغلي دي اودى به پرې خبرهم نه وچې يوله هغومناكيرونه يې داقول ده ،كان ثوبه ثوب زيات.حال داچې درسول الله صلي الله عليه وسلم جامې له هرچاپاكې وې صحابه رضي الله عنهم ټول ده نظافت ته رابللي اوامت يې طهارت اونظافت ته هڅولى. دى به ډېرپاك ،ډېرښايسته اوډېرښكلى و يووخت يې ديوه صحابي خيرنې جامې وليدلې اونوروته يې وويل چې دى دجامووينځلو له پاره اوبه نشي پيداكولى؟! نوڅنګه دده په اړه داخبر كيږي چې (كان ثوبه ثوب زيات.)خوملاعلى قارى هڅه كړې چې دده هم له (كان ثوبه) نه مراد قناع ده اودتائيد له پاره يې دذهبى هغه روايت راخيستى چې (حتى كان ملحفته ملحفة الزيات.) والله اعلم.

دراويـــانـــو حـــال :
يوسف بن عيسى،وكيع،الربيع بن صبيح،يزيدبن ابان الرقاشى ،اوانس بن مالك رضي الله عنهم ددې سندراويان دي چې دوكيع اوانس حالات مخكې تيرشوي دي اوپاتې يې رااخلو.
يوسف بن عيسى: ابويعقوب يوسف بن عيسى بن دينارالزهرى دمرو فاضل محدث دى له سفيان بن عيينه،مفضل بن موسى اونورونه يې روايتونه كړي دي، دى ثقه دى اوپه (249)هـ كې وفات شوى (رحمه الله )
الربيع بن صبيح : ابوبكراوابوحفص الربيع دبصرې يونيك اوخوراعابد عالم و له حسن ،حميد الطويل،يزيدالرقاشى،ثابت البنانى،مجاهدبن جبراونورو نه يې روايتونه كړي دي اوثوري ،ابن المبارك ،وكيع اونوروله ده نه روايتونه كړي دي دى ډېرومحدثينو ضعيف بللى اوويلي يې دي چې په ګوښې توګه داحتجاج وړندي دتقوى اونيكي په اړه يې ټولو ويلي دي خودجرح اوتعديل په فن كې حفظ اواتقان ته ډېركتل كيږي اوويل كيږي چې په كال (160)هـ كې په سندكې وفات شوى دى، ابن سعد وايي چې سند ته دغزا له پاره روان و په بحركې مړشو اوپه بحركې په يوه جزيره كې دفن كړل شو (رحمه الله )اوويل كيږي چې دى اوسعيدابن ابى عروبه لومړي هغه څوك دي چې تصنيفونه يې كړي دي .
يزيدبن ابان : ابوعمرويزيدالبصرى هم ښه نيك سړى و ،زاهداوعابد و اوكيسه كوونكى ياقاص و اوپه فن كې تقريباً په متفقه توګه ضعيف بلل شوى دى ابن سعدخوقدري هم بللى دى اوشعبه يې ډېرزيات مخالفت كړى دى هغه وايي چې له يزيد نه دحديث روايت كولو په ځاى كې لاره ووهم اوخلك وشوكوم دابه ډېره ښه وي اوبل ځاى شعبه وايي چې له يزيدنه له روايت كولو نه زه زناهم ښه بولم. ابن حبان وايي:دى ډېرنيك سړى و ټوله شپه به يې ژړل خوعبادت دحديثوله حفظ نه ايستلى و لنډه داچې دى متروك الحديث اومنكرالحديث دى لكه مخكې مونږدده په اړه دشيخ الجزرى خبرې هم راخيستى وي .رحمه الله تعالي

الــتــخـــريـــج :
ضعيف تفردبه المصنف وسياتى فى باب تقنع رسول الله صلي الله عليه وسلم وحيداً وفى اسناده الربيع بن صبيح وفيه ضعف فهووان كان صدوقاً عابداً مجاهداً الاانه سئ الحفظ وكذلك يزيدبن ابان الرقاشى القاص الزاهد.ضعيف. وقداخرجه بن سعدفى الطبقات ،وابوالشيخ فى اخلاق النبى صلي الله عليه وسلم والبغوى فى شرح السنة كلهم من طريق الربيع بن صبيح – به _ وضعفه الحافظ العراقى فى تخريج الاحياء وقال ابن كثير :فيه غرابة ونكارة وقداخرجه الذهبى فى الميزان فى ترجمة الحسن بن دينار من طريقه عن قتادة عن انس ،وقال الذهبى :هذا خبرمنكرجداً.


رښتینی
19.12.2010

33ـ حَدَّثَنَا هَنَّادُ بْنُ السَّرِيِّ ، قَالَ : أخبرنَا أَبُو الأَحْوَصِ ، عَنِ الأَشْعَثِ بْنِ أَبِي الشَّعْثَاءِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ مَسْرُوقٍ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : إِنْ كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لَيُحِبُّ التَّيَمُّنَ فِي طُهُورِهِ إِذَا تَطَهَّرَ ، وَفِي تَرَجُّلِهِ إِذَا تَرَجَّلَ ، وَفِي انْتِعَالِهِ إِذَا انْتَعَلَ
________________________________________

ژبــــاړه : حضرت عايشه رضی الله عنها وايي:رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې اودس كاوه نوپه اوداسه كې به يې تيمن (يعنې له ښي لوري پيل كول)خوښول، اودسرپه ږمنځولواودپيزارپه پښوكولوكې به يې تيمن خوښاوه.

تـفـصيــل اونــحــوي څــېړنـــه :

إِنْ كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم لَيُحِبُّ التَّيَمُّنَ : ان مخفف له مثقل نه ده اوددې نښه د(ليحب ) لام ده ځكه دالام دان مخففه اوان نافيه په منځ كې فارق ده له نافيه سره لام نه راځي لكه ان هذان لساحران ....اوان اريد الا الاصلاح.... لومړى دمخففه اودويم دنافيه بيلګه ده اودان مخففه اسم محذوف ضمير ده يعنې( انه كان رسول الله صلي الله عليه وسلم )چې هغه ضميرشان بلل كيږي .خونحات وايي چې دان مخفف عمل كم ده اهمال يې زيات ده نوځكه ځينې شارحينو ليكلي چې دلته ان مخففه ملغى دى. له تيمن سر ه رسول الله صلي الله عليه وسلمى ځكه مينه لرله چې ده ته ښه فال خوندوركاوه اوجنتيان اصحاب اليمين دي ځكه دهغو ى كړنليكونه ياعملنامې به ددوى په ښيولاسونوكې وي اوبل داچې ښي لاس ته خداى جل جلاله زيات ځواك وركړى دى نوبايد زيات اكرام يې وشي دبخارى په يوه روايت كې د(مااستطاع ) جمله هم راغلې يعنې تيمن به يې كاوه ترڅو به يې چې وس و،اودلته په شمائل كې به په( باب ماجاء فى نعل رسول الله صلي الله عليه وسلم )كې مصنف يوحديث راوړي چې هغه تقريباً دغه حديث دي خوعبارت اوسنديې تغيرشوى دى په هغه حديث كي زمونږدهدف تورى داسې راغلى دى: (كان رسول الله صلي الله عليه وسلم يحب التيمن مااستطاع فى ترجله.).نودمانع په صورت كې كه تيمن ونشي بدي يې نشته اودتيمن له پاره اصل داده چې په ښواوغوره څيزونوكې به تيمن كيږي اوپه سپكو اوذليلو كارونوكې تيسر يادچپ لاس كاروَ نه غوره ده .
فِي طُهُورِهِ إِذَا تَطَهَّرَ : طهوردطاء په ضمه اوفتحه سره راځي اودلته طهورمصدرده خپل معمول ته اړم اومضاف ده نوپه فتحه سره داوداسه اوبوته وايي خودلته مضاف حذف ده (اى فى استعمال طهوره) اوپه ضمه سره داوداسه فعل ته وايي، دادواړه روايتونه راغلي اواوريدل شوي دي خوپه (اذاتطهر) سره خبره عامه شوه يعنې په هرډول طهارت كې به يې تيمن خوښاوه لكه اودس ،غسل،تيمم.
وَفِي تَرَجُّلِهِ إِذَا تَرَجَّلَ ، وَفِي انْتِعَالِهِ إِذَا انْتَعَلَ : په دې باب كې ددې حديث دراوړلوسبب د((فى ترجله))جمله ده يعنې دسراوږيري په ږمنځولوكې به يې تيمن خوښاوه اودلته هغه دتيمن قاعده په نظركې نيول په كاردي چې دتكرم اوتزيين اوپه ټولو غوره كارونوكې تيمن سنت ده اوپه خلاف كې يې تياسر ده اودې قاعدې ته دبخارى اومسلم په روايت كې ځاى شته ځكه هلته و(فى شانه كله)جمله وروسته راغلې ده اودترمذى په روايت كې نشته نودهغې جملې په اړه تفصيل هم مونږ پريږدو.

دراويــــانــوحـــال :
په دې سندكې راويان دي : هناد،ابوالاحوص،اشعث ابن ابى الشعثاء،ابوالشعثاء، مسروق اوعائشه رضي الله تعالي عنهادهنادبن السرى اوحضرت عايشې حالات مخكې بيان شودى.
ابو الاحوص : دده نوم ياخوسلام بن سليم اوياعون بن مالك بن فضاله دى له ادم بن على ، زياداونورو نه يې روايتونه كړي دي اومسدد،هناد اونوروله ده نه روايتونه كړي دي ويل كيږي چې څلورزره حديث يې يادوو امام الزهرى اويحى بن معين ثقه بللى دى، دى امام مالك اوحماد بن زيد په يوه كال يعنې (179) هـ كې وفات شوى دي رحمهم الله تعالى.
اشــعــث : دى المحاربى اودكوفې محدث دى له خپل پلار،اسوداونوروډېروخلكونه يې روايتونه كړي دي اوشعبه اونوروله ده نه روايتونه كړي دي ،ثقه دى اوپه كال (125) هـ كې وفات شوى . شپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي (رحمه الله تعالي)
ابوالشعثاء : دده نوم سليم بن اسودابن حنظله المحاربى الكوفى دى، ده له عمراوابن مسعودنه روايتونه كړي دي اوله حضرت علي (كرم الله وجهه) سره يې ډېروخت تيركړى دى، دى ثقه اوكره د ى اوچاچې ويلي دي صحابي دى هغه خبره سمه نده په كال (82) هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي)
مســروق : الاجدع الهمدانى- دى په ماشومتوب كې چاغلا كړى و نوځکه مسروق نوم پرې كيښودل شودده په اړه علماو دالاندې القاب ليكلي دي:ثقه، امام همام،عابد،زاهد ،من الاعلام الكبار،ويل كيږي چې په فتوى كې له شريح نه ښه عالم و اودشريح له نامه سره دسړي ذهن ته دفتوى اوقضا مسئلې راځي- شپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي اودى په كال (63)هـ كې وفات شوى دى(رضي الله عنه)

الــتــخـريـــج :
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب الوضوء باب ا لتيمن فى الوضوء والغسل وكتاب الصلوة باب التيمن فى دخول المسجد وغيره وكتاب الاطعمة باب التيمن فى الاكل وغيره. واخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الطهارة باب التيمن فى الطهوروغيره واخرجه ابوداود فى سننه كتاب اللباس باب الانتعال – واخرجه المصنف فى جامعه كتاب الصلوة باب مايستحب من التيمن فى الطهور.واخرجه النسائى فى سننه كتاب الطهارة باب باى الرجلين يبدا الغسل.واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب الطهارة وسننها باب التيمن فى الوضوء من طرق عن اشعث ابن ابى الشعثاء ــ به وسياتى فى باب ماجاء فى نعل رسول اللهصلی الله علیه وسلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more