د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
12.01.2011

34 _حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، قَالَ : أنَا يَحْيَى بْنُ سَعِيدٍ ، عَنْ هِشَامِ بْنِ حَسَّانَ ، عَنِ الْحَسَنِ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مُغَفَّلٍ ، قَالَ : نَهَى رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم عنِ التَّرَجُّلِ ، إِلا غِبًّا ________________________________________

ژبـــاړه اوتـفصـيــل :
عبدالله بن مفضل رضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم له ډېرترجل اووېښتانو ږمنځولو نه منعه كړې ده اوكله كله ږمنځول يې ښه بللي دي.

غبا دغين په كسره سره ده په اصل كې يوه نه بله ورځ داوښانو اوبولوته وايي اواوس يې استعمال عام ده په يوه نه بله ورځ كې هم نده منحصر بلكې فعل الشئ حيناًوترك الشئ حيناًاخر ته وايي يالكه مونږ چې د "كله" تورى مكرر كړونودغبا معنى وركوي ، دلته دغباء تورى په همزه سره راغلى دى په ځينونسخوکې له همزې پرته "غبا" هم راغلى ، اوله هروخت سرږمنځولو اووېښتانو غوړولونه رسول الله منعه كړې ده ځكه داځان ښايسته كولو اوترفه ته ډېره توجه ده اوتصنع د ه چې له نارينه و سره نه ښايي لكه ابن العربى چې ويلي دي :
موالاته تصنع،تركه تدنس واغبابه سنة.يعنې په پرله پسې توګه ترجل مصنوعي اوچټي كارده اوپريښودل يې خيرنتوب اوناولتيا ده اوكله كله ترجل سنت ده.

دراويـــانـــوحـــال:
ددې سند يوراوي محمدبن بشار مخكې تيرشوى اودپاتې حالات يې رااخلو!
يحى بن سعيد: دى په يحى بن سعيد القطان سره مشهوردى ابوسعيد يحى بن سعيدبن فروخ التميمى البصرى خورالوى محدث اودحديثو له وتليو امامانوڅخه شميرل كيږي په ځانګړې توګه په جرح وتعديل كې لوى امام اوټولمنلى شخصيت دى له حميد،اعمش اونورو نه يې روايتونه كړي دي اواحمد ,ابن معين اونوروله ده نه روايتونه راخيستي دي دى په علم اوعمل دواړوكې هرچامنلى و امام احمدوايي مادده په څيرانسان ندى ليدلى.بنداروايي په حفظ ،تقوى اوزهدكې دخپل وخت امام و امام احمد،امام يحى بن معين، امام ابن المدينى اونورددوى په څير امامان به دده مخته ولاړؤو اودحديثو په اړه به يې له ده نه پوښتنې كولې اوويل كيږي چې چاپه خوب وليدچې په قميصه يې ليكلي و: بسم الله الرحمن الرحيم برائة ليحى بن سعيد اوويل كيږي چې له مرګ نه لس كاله مخكې زيرى وركړل شوى و چې داخرت په ورځ به ته په امن كې وې. په يوسل اوشل كې زيږېدلى اوپه (198) هـ كې وفات شوى دى اوخوراډېروامامانو دده حديث روايت كړي دي (رحمه الله تعالي )
هشام بن حسان:
دحسان توري په اړه نحات ليكي چې كه دحسن نه دمبالغې صيغه شي بيامنصرف ده اوكه يې اصل الحسن، شي بياالف ونون زائدتان دي اوله علميت سره چې يوځاى شي نوغيرمنصرف به شي وايي داتورى د(عفان)توري په څيرده له يوه نحوي عالم نه چاپوښتنه وكړه: ته عفان منصرف بولې؟هغه ورته وويل هوكې! كه دعفان هجوه اوبدي بيانول مې غرض وه نومنصرف ده اوكه نه بياغيرمنصرف ده ځكه دهجوې په صورت كې به عفان له عفونة نه شي (مردارګي)اوالف اولام به له نفس كلمې نه شي زائدتان به نشي نومنصرف شو اوكه هجوه يې مرادنشي بيابه يې اصل عفت وي اوالف اونون به مزيدتان وي اوغيرمنصرف به وي.
امام هشام بن حسان لوى اونامتوامام دى الازدى اودبصرې اوسيدونكى دى په ثقه توب كې يې څوك شك نه كوي بلكې من اكابر الثقات يې بللى دى شعبه ضعيف بللى خومحدثين وايي چې شعبه دلته غلط شوى دى داخبره ذهبي هم كړې ده شپږوامامانو دده حديث راخيستي دي اوپه كال (148)هـ كې وفات شوى دى ډېرصالح ،نيك انسان و اوډېربه يې ژړل (رحمه الله تعالي)
حسن البصرى:دده نوم سياردى اوانصارى ورته ويل كيږي ځكه په انصاروكې دچامريى و دحضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه خلافت ته لادوه كاله پاتې و چې دى پيداشو اوپه بصره كې په (110)هـ كې د(88) كلونوپه عمر وفات شو ويل كيږي چې دده موردحضرت ام المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها خادمه وه كله به چې هغه په كاربوخته وه اوده به ژړل نوام سلمه به راواخيست اوتى به يې په خوله كې وركړ اوخداى به بركت پكې واچاوه اودهغې دپيو په بركت سره دعلم اوتقوى لوړمقام ته ورسيدى وايي چې يووخت حضرت عايشې رضي الله عنهادده خبرې واوريدې نوپوښتنه يې وكړه چې داڅوك دى چې دانبياو په څيرخبرې كوي دى دتابعينو سرخيل بلل كيږي اووايي چې (130)صحابه كرام رضي الله عنهم يې ليدلي وو.اودده ژوند ډېرروښانه ده اومحدثين يې كثير الارسال والتدليس يادوي(رحمه الله )
عبدالله بن مفضل: عبدالله مزنى دى اودبيعت الرضوان له صحابۀ و نه دى چې مؤرخين يې اصحاب الشجره يادوي دى وايي چې مونږ له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره دونې لاندې وو مابه دونې څانګې له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه نيولې اوپورته كولې اودى له هغوژړاندوكسانوڅخه ده چې دتبوك په غزوه كې يې سپرلۍ اودجهاد لګښت نه لاره اورسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چې زه هم نشم كولى تاسوته سپرلۍ برابري كړم دوى چې له غزانه پاته شوو په داسې حال كې بيرته وګرځيدل چې له سترګو يې اوښكې روانې وې خوددوى دااوښكې په لوى څښتن ډېرې خوږې ولګيدې اوله دوى نه يې دحرج په پورته كولو سره هغه ايت نازل كړ چې ترقيامته به ددوى داوښكو يادونه پكې وي اواوس يې چې نرمزړي قاريان تلاوت كوي نوددوى داوښكو په يادونه كې ښې اوښكې تويي كړي هغه ايت داده (وَلاَ عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لاَ أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّواْ وَّأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلاَّ يَجِدُواْ مَا يُنفِقُونَ)[سورة التوبه 92ايت]
عبدالله بن مفضل رضي الله عنه هم له دې اوښكوتويوونكو صحابه وو نه و اوويل كيږي چې دى هغه لومړى صحابي دى چې دفتحې مكې په مهال په داسې حال كې مكې مكرمې ته ننووت چې دتكبير نارې يې وهلې اوپه دې ملكوتي چيغه سره يې دباطل خونې ولړزولې اوداراز په خوزستان كې چې دتسترنومى ښارمجاهدينو فتحه كاوه نوددې ښارپه دروازه لومړى مجاهد چې ننووت هغه هم عبدالله و اودادجهاد دلومړي صف اتل مجاهد دعلم اوفقاهت په ډګركې هم وتلى فقيه اوعالم و اوحضرت عمر رضي الله عنه چې په خپل وخت كې لس كسه صحابه بصرې ته وليږل څوبصرينو ته اسلامي فقه تدريس كړي عبدالله هم په هغولسوكسانوكې و اودى په بصره كې په كال(59) يا(60)هـ كې وفات شوى (رضي الله عنه )

الـتـخـريــج:
صحيح اخرجه ابوداود فى سننه كتاب الترجل واخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب ماجاء فى النهى عن الترجل الاغبا وقال حسن صحيح واخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب الترجل غباً من طرق عن الحسن البصرى ـ به
رجاله ثقات رجال الشيخين لكن الحسن البصرى مدلس وقدعنعنه وايضاً فى رواية هشام بن حسان عن الحسن وعطا مقال لانه قيل كان يرسل عنهما ولكن للحديث توابع وشواهد يصح بها وكذا اخرجه احمدفى مسنده ،والبغوى فى شرح السنة وابن حبان فى صحيحه وابن عبدالبرفى التميهد كلهم من طريق يحى بن سعيد القطان به فذكره.


رښتینی
19.01.2011

35ـ حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ عَرَفَةَ ، قَالَ : ثَنَا عَبْدُ السَّلامِ بْنُ حَرْبٍ ، عَنْ يَزِيدَ بْنِ أَبِي خَالِدٍ ، عَنْ أَبِي الْعَلاءِ الأَوْدِيِّ ، عَنْ حُمَيْدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، عَنْ رَجُلٍ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، كَانَ يَتَرَجَّلُ غِبًّا
________________________________________

ژبـــاړه اوتـفـصيــل :
يوصحابي وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به كله كله خپل وېښتان ږمنځول اوصفاكول يعنې دايې عادت و اودنسائى په روايت كې حميدبن عبدالرحمن وايي:له يوصحابي سره مخامخ شوم چې هغه له رسول الله سره دومره وخت تيركړى و لكه ابوهريره يعنې څلوركاله ،راته ويل يې مونږ رسول الله صلي الله عليه وسلم له هره ورځ وېښتانوږمنځولو منعه كړي وو دااوهغه مخكې حديث دمعنى اومفهوم له مخې يوشى دي خودومره ده چې هغه مخكې قولي حديث دى اودافعلي حديث دى.

دراويـــانـــوحـــال:

الحسن بن عرفه: العبدى المؤدب له اسماعيل بن عياش،جرير اونورونه يې روايتونه كړي دي ، صفار اونوروله ده نه روايتونه نقل كړي دي ،دى صدوق اوثبت بلل شوى دى اومصنف اوالنسائى هم له ده نه روايتونه كړي دي .
عبدالسلام بن حرب: ابوعبدالرحمن النهدى الملائى دكوفې له لويو شيخانواوثقه محدثينو نه دى دانس بن مالك په ژوندكې زيږېدلى و مصنف وايي چې ثقه اوحافظ دى اوالدارقطنى وايي چې ثقه اوحجت د ىاوابن معين اوابن سعدضعيف بللى دى، په (187)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله )
يزيدبن ابى خالد: ټولوشارحينو ليكلي چې دلته دابن تورى سم نده ځكه دده نوم يزيد بن عبدالرحمن ابوخالد الدالانى الاسدى الكوفى دى ياخودابن په توري كې ناسخ تيروتلى دى اوياكيدى شي دپلاركنيه يې هم ابوخالدوي له ابواسحاق ،قتاده اونورونه يې روايتونه كړي دي شعبه ،ثورى،اوعبدالسلام بن حرب اونوروله ده نه روايتونه كړيدي، دى ځينې محدثينوثقه بللى اويايې ثقه ته نږدې بللى دى خوځينې نوروويلي چې ډېرزيات به خطاكيدى اوله ثقاتو نه به يې مخالفت كاوه ځينې معاصرومحقيقينو ليكلي چې په دې راوي كې دشمائلوځينې شارحين لكه :ميرك شاه ،عصام اوعبدالروف المناوى خطاشوي دي ځكه هغوى يزيد بن خالد يزيدبن موهب الرملى بللى دى اوداسې نده بلكې دايزيد ابى خالدبن عبدالرحمن الدالانى د ى (والله اعلم)
ابوالعلاء الاودى: دده نوم داودبن عمرو دى اوددمشق دى له ابوسلام ،مكحول اونورونه يې روايتونه كړي دي اوهشيم ،ابوعوانه اودواسط خلكوله ده نه روايتونه كړيدي ځكه دى دواسط والي و، يحى بن معين اوابن حبان ثقه بللى دى اوځينو ضعيف يادكړى دى. دحميد بن عبدالرحمن حالات مخكې تيرشوي دي (رحمهم الله تعالى )
رجل من اصحاب رسول الله: ددې صحابي په اړه شارحين وايي چې كيدى شي الحكيم بن عمرو وي اوياعبدالله بن سرجس وي اوياهم عبدالله بن مفضل وي رضي الله عنه ملاعلي قارى وايي چې دامخكني حديث ته سړى وګوري نوشونې ده چې عبدالله بن مفضل راجح دى ، اودعبدالله بن مفضل اوعبدالله بن سرجس حالات مخکې تېرشوي دي ، دكوم حديث په سندكې چې بې نومه اومجهول راوي راغلى وي هغه حديث داحتجاج اواستدلال وړنه وي خوداخبره له صحابي نه په رالاندې رواتوكې ده اوصحابي كه مجهول
يابې نومه هم وي لكه دلته ؛حديث ته كوم ضررنه رسيږي ځكه صحابه ټول عدول دي (رضي الله عنه )

الـتـخـريــج :
اسناده ضعيف والحديث صحيح، علته يزيدابى خالدالدالانى قال الحافظ : صدوق يخطي كثيراً وقال العراقى فى تخريج الاحياء: باسنادحسن قلت لعله يقصدلشواهده والافيغنى عنه الحديث السابق وقلت الحديث صحيح نعم له شواهدوتوابع كمااشرت اليه فى الحديث السابق اذهوبمعناه.


رښتینی
26.01.2011

(5)

بــاب مـاجـاء فى شيــب رســـول
الله صــلي الله علــــيـــه وســــــــلم

36ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، أََنَا أَبُو دَاوُدَ ، أََنَا هَمَّامٌ ، عَنْ قَتَادَةَ ، قَالَ : قُلْتُ لأَنَسِ بْنِ مَالِكٍ : هَلْ خَضَبَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ قَالَ : لَمْ يَبْلُغْ ذَلِكَ ، إِنَّمَا كَانَ شَيْئًا فِي صُدْغَيْهِ وَلَكِنْ أَبُو بَكْرٍ ، خَضَبَ بِالْحِنَّاءِ وَالْكَتَمِ .
________________________________________

دعـنــوان تـفـصيــل :
دشعرپه اړه باب يې له دې باب نه ځكه مخكې كړچې دوېښتانو سپينوالى دوېښتانو عارض اوصفت ده اوعارض وروسته وي اودترجل له باب نه يې هم وروسته كړ ځكه ترجل يوسنت اوداقتداء وړعمل ده اوشيب دشاب يشيب مصدرده جمعه يې شيب دشين په كسره سره راځي اوشيبان هم له دې مشتق ده اودتورووېښتانو سپينېدلوته شيب وايي اوپه ځنې نسخوكې باب ماجاء فى شيب النبي صلي الله عليه وسلم راغلى دى، په دې باب كې اته حديث دي لومړى يې دانس بن مالك رضي الله عنه حديث دى.
ژبــاړه: قتاده وايي:ماله انس بن مالك نه پوښـتنه وكړه چې ايارسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب لګولي و؟ده وويل چې دخضاب حدته نه و رسيدلى دغوږونو په برابريې يوڅه وېښتان سپين شوي و.خوابوبكررضي الله په نكريزو اوكتم سره خضاب لګولى و.

تــفـصيـــل اوتــشـريـح :

هَلْ خَضَبَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ قَالَ : لَمْ يَبْلُغْ ذَلِكَ : خضب رنګولوته وايي:يعنې ايارسول الله صلي الله عليه وسلم خپل سپين وېښتان تغيركړي وو اورنګ يې وركړى و؟انس ورته وايي :لم يبلغ ذلك ــ دلته دلم يبلغ په ضمير كې درې احتماله دي يوداچې داضميررسول الله صلي الله عليه وسلم ته راجع دى اوپه "ذالک" سره خضاب ته اشاره ده اودا احتمال زماپه اندله هغونورونه ښه اوله سياق دكلام سره مناسب ده ځكه دمسلم له يوه روايت نه هم ددې احتمال تائيد ترلاسه كيدى شي محمدبن سيرين له انس نه پوښتنه وكړه : (هل كان رسول الله خضب؟فقال لم يبلغ الخضاب اى حده )نوپه دې احتمال سره عبارت داسې شو: لم يبلغ رسول الله حد الخضاب.اودويم احتمال داده چې دلم يبلغ ضمير شيب ته راجع شي چې هغه كه څه هم لفظاً وجودنلري خوحكماً شته اوخضاب يې قرينه ده اودااحتمال دحديث وروستۍ جمله تائيد وي انما كان شيباً فى صدغيه.اوبل احتمال داده چې شعررسول الله ته راجع شي اوداهم حكماً دقتاده په سوال كې پروت ده يعنى هل خضب رسول الله اى شعره.
إِنَّمَا كَانَ شَيْئًًا فِي صُدْغَيْهِ : دمناوي اوملاعلي قاري په نسخوكې دشيباً په ځاى شيئاً راغلى دى يعنې په صدغينوكې يې كم سپينوالى و اوالصدغ دسترګې دكونج اوغوږپه منځ كې ځاى ته ويل كيږي اوپه دې ځاى كې چې كوم وېښتان دي هغه هم صدغ بولي ياخوذكردمحل مرادحال ده .اوالسدغ په سين سره هم راځي دلته دانما له حصرسره هغه وروسته راتلونكې خبرې نه لګيږي چې هلته سراوږيره يادشوي خوكيدى شي دلته حصريواځي دږيري دوېښتانو مراد وي چې يواځي په صدغينو كې و دبخارى په روايت كې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په عنفقه کې هم سپين وېښتان وو چې دلته بياتضادښکاره شو اوعنفقه په لاندينۍ شونډه ليږو وېښتانو ته وايي ابن حجر وايي چې داتضادله انس نه دمسلم په روايت سره ختم شوى هغه وايي:عن انس قال:لم يخضب رسول الله صلي الله عليه وسلم انماكان البياض فى عنفقته وفى الصدغين وفى الراس نبذ اودنبذمعنى په مختلفو ځايونوكې سپين وېښتان دي القسطلاني وايي چې له دې روايت نه ماته ددې حديثوپه منځ كې جمعه څرګنده نشوه اوملاعلى قاري وايي چې ميرك هم دقسطلاني خبره كړې ده چې دابن حجر په دې روايت سره دحديثو دتضاد دختميدلو وجه نده څرګنده شوې وروسته ملاعلى قارى رحمه الله دابن حجر له قول نه دتضاد دختميدلووجه داسې رااييستلې چې دى وايي كيدى شي ترمذى اونوروچې دانس روايت راخيستى دادابن حجر داوږده روايت يوه تكړه راخيستل شوې ده اومستقل حديث نده نودټول حديث په لحاظ تضادنه راځي.
وروسته به يوروايت راشي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب كړى دى اوداثابته هم ده بلكې په باب خضاب كې به راشي نودانس دمسلم په روايت کې لم يخضب دامعنى لري چې درسول الله سپين وېښتان دګوتو په شماروو اوخضاب ته لانه و رسيدلي نواصلاً دده موخه داده چې سپين كم و اوپه هغومحدودو څوځايونوكې و اوداچې خضاب يې كړى يانه ددې ټكي بيانول يې موخه نده يعنې دومره كم وو چې خضاب ته يې اړتيا نه وه اوس خضاب يې كړى كه نه دابيله خبر ده ـ والله اعلم.
وَلَكِنْ أَبُو بَكْرٍ ، خَضَبَ بِالْحِنَّاءِ وَالْكَتَمِ .له مسلم سره دابن سيرين په روايت كې راځي چې ماورته وويل:اكان ابوبكريخضب؟ فقال نعم بالحناء والكتم . دكتم په توري كې شارحينو سرونه خوږولي دي خوغوره خبره داده چې كتم يوداسې بوټى دى چې په صحرائى سيموكې شين كيږي دانسان دقدپه اندازه بوټى دى اودزيتون په څيرنرۍ نرۍ پاڼې لري دمرچ ددانو په څير ميوه كوي هغه يې چې وايشول شي توررنګ لري په نكريزو كې چې ګډشي دهغو سوروالى توروالي ته مايل كړي.


رښتینی
31.01.2011

.

د خــضــاب حـكـــم :
دخضاب په اړه مختلف حديثونه راغلي چې په ځينوكې ويل شوي رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب ندى كړى اوپه ځينوكې راغلي چې كړى يې دى علماء ليكي چې مثبت روايتونه له منفي هغونه راجح دي ځكه مثبت په علم اومنفي په نه علم ولاړ دي ډېرعلماء دامام احمدبن حنبل په شمول دخضاب دجوازقائل دي .اوپه ځينې رواياتوكې دخضاب مشروط اجازه راغلې ده اودتورخضاب په اړه هم په حديثوكې منعه راغلې ده اوس علماوو ددې نافي اومثبتو روايتونوپه منځ كې تطبيق كړى دى اوهغه داسې چې كه دتدليس ،دوكې اوفريب له پاره وي نو ناروا. اودنفي حديث په دې حمل كوي لكه مثلا سپين سرى سړى ياښځه كوزده كوي اوددې له پاره خضاب وكړي چې ځان ځوان ښكاره كړي يالكه مخكې به مينځې اومريونه خرڅيدل نودخضاب په لګولو سره به ځوان مالوميدل په دې صورت كې خضاب نارواده اوكه داسې ددوكې كومه ويره نه وي په هغه صورت كې رواده اوځينې علماء بياوايي چې نګه تورخضاب حرام ده اوكه مخلوط وي يعنې سوراوتوريابل ډول بيارواده .دوى دنفي روايات په نګه تورخضاب حمل كوي اوداثبات روايات په مخلوط حمل كوي ابن القيم الجوزيه په زادالمعاد كې په دې اړه ډېرروايات راخيستي دي .

د راويـــانــوحـــال :
دلته دوه راويان داسې دي چې دهغو حالات مخكې ندي تيرشوي چې هغه يو.
ابوداود.:دى سليمان بن داود بن الجارود الطياليسى دى اودبصرې اوسيدونكى دى، اصلاً فارسي ژبى دى اودحديثو په لويو اونابغه امامانوكې شميرل كيږي اودده امامت دحديثوامامانومنلى دى ،دى وايي چې زه ديرش زره حديث په يوه ناسته كې په يادو ويلىشم اوفخرهم نكوم ځينې محدثينوليكلي چې دى به يوڅه خطاكيدى خونورو محدثينو ويلي چې دده دومره ډېرحديث يادو چې په دومره ډېروكې خامخا دومره كمه خطائي كيږي بخاري ،مسلم اوالترمذى اوالنسائى دده حديث روايت كړي دي اوپه كال دوه سوه څلوركې وفات شوى دى . ددې سندبل راوي :
همام. ابن يحى دى نه بن منبه چې العودى اوالبصرى ورته وايي اودبصرې له لويو اوثقه علماو نه دى دى محدثينو ثقه بللى اودكله كله وهم يادونه يې هم شوېده شپږوواړوامامانو له ده نه روايتونه كړي دي اوپه كال يوسل څلورشپيته كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي)

الـتـخــريــج:
اخرجه البخارى فى صحيحه كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم واخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب الخضاب بالصفرة كلاهما من طريق ابى داود ــ به واخرجه مسلم فى صحيحه من حديث محمدبن سيرين عن انس _به واخرجه البخارى فى صحيحه من هذا الوجه وليس فيه ذكر ابى بكروعمر.


رښتینی
14.02.2011

,
...

37ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، وَيَحْيَى بْنُ مُوسَى ، قَالا : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ ، عَنْ مَعْمَرٍ ، عَنْ ثَابِتٍ ، عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : مَا عَدَدْتُ فِي رَأْسِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَلِحْيَتِهِ ، إِلا أَرْبَعَ عَشْرَةَ شَعَرَةً بَيْضَاءَ ________________________________________

ژبـــاړه: انس بن مالك رضي الله وايي : مادرسول الله صلي الله عليه وسلم په سراوږيره كې يواځي څوارلس سپين وېښتان شميرلي دي.

تـفصـيــل اوتــشــريــح :
دكتاب په پيل كې دهمدې انس رضي الله عنه په يوه روايت كې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په سراوږيره كې شل سپين وېښتان هم نه وو اوپه دې باب كې به وروسته دابن عمريوروايت راشي چې هغه وايي درسول الله صلي الله عليه وسلم سپين وېښتان شاوخواشل وو اوبيهقى چې له انس نه روايت كړى دى په هغه کې اوولس يااتلس يادشوى دى اوله عبدالله نه چې بخاري كوم روايت كړى په هغه کې لس سپين وېښتان يادشوي دي.نوددې مختلفورواياتو دتطبيق له پاره شارحينو ليكلي چې دااختلاف دوخت داختلاف په اساس ولاړده يعنې يووخت لس ياڅوارلس و بيايوڅه زيات شول اوولس اواتلسو ته ورسيدل اوداسې ترشلوپورې اوياخوداچې دادهرراوي خپل تخمين اواندازه ده چاڅومره بللي اوچازيات اوكم بللي دي.اوياخو داچې داكم شمار دشميرلوپه اساس ده اوزيات دواقع اوحقيقت په اساس يعنې چاچې شميرلي هغولس ياڅوارلس شميرلي اوپه واقعه كې داسې نه و بلكې يوڅه به زيات ويعنې اولس اتلس اويابه دشلو په شاوخواكې و.نوپه دې توګه په حديثو كې تضاداوتدافع نشته.

د راويـــانــــو حــــال :

اسحاق بن منصور: ابويعقوب اسحاق الكوسج المروزى التميمى السلولى دحديثوله لويواووتليو امامانو نه و ډېرلوى زاهد اودسنتو پيرو و خوپه تشيع متهم بلل شوى دى ثقه دى اوشپږوواړوامامانو له ده نه روايتونه راخيستي دي اوپه نيشاپور كې په كال دوه سوه يوپنځوس كې وفات شوى دى .
يحى بن موسى : ديحى البلخى السجستاني په اړه ويل شوي چې په اصل كې دكوفې و له سفيان بن عيينه اووكيع بن الجراح نه يې روايتونه راخيستي اوحكيم الترمذى اوبخارى اونورو له ده نه روايتونه كړي دي ، په كال دوه سوه څلوركې وفات شوىدى كه څه هم ځينونورې نيټې ښودلې دي اوابوداود اوالنسائى هم له ده نه روايتونه راخيستي دي (رحمه الله )
عبدالرزاق: عبدالرزاق بن همام بن نافع الحميرى اوكنيه يې ابوبكروه دى دحديثو دخوراستروامامانو استاددى اوخورالوى حافظ اوثقه امام دى اوويل كيږي چې مشهورمصنف و.په كال يوسل اوشپږويشت كې زيږېدل اوپه كال دوه سوه اويولس كې وفات شوى دى ،دتشيع تورپه ده هم لګيدلى لكه ملاعصام چې ويلي دي (والله اعلم)اوپاتې راويان لكه معمر،ثابت اوانس رضي الله عنه مخكې تيرشوي دي .

الـتــخـريــج :
صحيح تفردبه المصنف .اسناده صحيح ورجاله ثقات وقداخرجه الامام احمدفى مسنده عن عبدالرزاق بهذا اللفظ واسناده على شرط الشيخين وقداخرجه البخارى فى صحيحه ومسلم وغيرهما من حديث انس وفيه:وقبض وليس فى راسه ولحيته عشرون شعرة بيضاء وقد دفعنا بين الاحاديث فيما مضى من تضاد.


رښتینی
18.02.2011

38ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى ، أنَا أَبُو دَاوُدَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا شُعْبَةُ ، عَنْ سِمَاكِ بْنِ حَرْبٍ ، قَالَ : سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ سَمُرَةَ ، وَقَدْ سُئِلَ عَنْ شَيْبِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم ، فَقَالَ : كَانَ إِذَا دَهَنَ رَأْسَهُ لَمْ يُرَ مِنْهُ شَيْبٌ ، وَإِذَا لَمْ يَدْهِنْ رُئِيَ مِنْهُ شَيْءٌ ________________________________________

ژبـــاړه : سماك بن حرب وايي:يوچاله جابر بن سمره رضي الله عنه نه درسول الله صلي الله عليه وسلم دسپينو وېښتانو په اړه پوښتنه كوله ماله جابرنه واوريدل چې وې ويل: كله به چې رسول الله صلي الله عليه وسلم سرغوړكړاوتيل به يې استعمال كړل بيابه يې سپين وېښتان نه ښكاريدل اوكه به يې تيل نه وكارولى اوسربه يې نه وغوړكړى بيابه ليږ،ليږسپين وېښتان ښكاريدل..

تـفـصيــل اوتــشـريـــح :

كَانَ إِذَا دَهَنَ رَأْسَهُ لَمْ يُرَ مِنْهُ شَيْبٌ دلته په ځينې نسخوكې دهن مجرد راغلى اوپه ځينې نوروكې ادهن راغلى دى چې دواړه دتيلوكارولو ته وايي اودراسه تورى يې مفعول به دى اودادواړه بابونه په يوه معنى دي كه څه هم ځينې دلغت كتابونويې توپير كړى دى .دسردغوړيدلو په صورت كې دسپينو وېښتانو نه ښكارېدل دامعنى لري چې هغه ډېركم وو كه نه خامخا به يوڅه خوښكاريدل اوليږوېښتان دسردغوړيدلوپه وخت كې ځکه نه ښكاريږي چې دغوړوالي اودسپينوالي دواړو ځلاسره يوځاى شي دغه رازتورهم دغوړوالي له كبله ځلا كوي نوددې ځلاله كبله سپين وېښتان نه ښكاريږي. اوياخود غوړوالي په صورت كې وېښتان منظم اوسره لاندې باندې شي اويواځي دپاسه لوري وېښتان ښكاريږي چې په هغوى كې يونيم سپين ويښته كه وي هم هغه دغوړوالي په ځلا كې ورك شي، ددې حديث دسندراويان هم مخكې تيرشوي دي.

الــتـخـريـــج :

اخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب شيبه صلي الله عليه وسلم والنسائى فى سننه كتاب الزينة باب الدهن كلاهما بهذالاسناد سواء واخرجه احمدوابن سعدوالبيهقى فى الدلائل كلهم عن حديث شعبه عن سماك ـ به .


رښتینی
19.02.2011

.

.

39ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ الْوَلِيدِ الْكِنْدِيُّ الْكُوفِيُّ ، نَا يَحْيَى بْنُ آدَمَ ، عَنْ شَرِيكٍ ، عَنْ عُبَيْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ ، قَالَ : إِنَّمَا كَانَ شَيْبُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم نَحْوًا مِنْ عِشْرِينَ شَعَرَةً بَيْضَاءَ ________________________________________

ژبـــاړه: عبدالله بن عمررضي الله عنهما روايي:درسول الله صلي الله عليه وسلم سپين وېښتان تقريباً شلوته رسيدل.په دې اړه نورتفصيل دانس په روايت كې تيرشوى دى .

دراويـــانــوحـــال:
ددې سندپه رجالوكې داسې كوم راوي نشته چې دهغه دژوندحال مخكې تيرشوى وي نودټولوحالات دلته رااخلو!
محمدبن عمر: الكندى،الكوفى،کنده په يمن كې دعربو ديوې قبيلې نوم دى اوپه كوفه كې يوه ناحيه هم دكندى په نامه شته خودى دكوفې دكندى نومي ناحيى اوسيدونكى دى .له وكيع بن الجراح اودده له طبقې نه يې روايتونه راخيستي دي اوابن صاعداوابن زيدان اونوروله ده نه روايتونه كړي دي ابوحاتم ويلي صدوق دى اوالنسائى وايي لاباس به .ترمذى،ابن ماجه اونسائى له ده نه روايتونه كړي دي اوپه كال دوه سوه شپږپنځوس كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )
يحى بن ادم: ابوذكريا يحى بن ادم بن سليم الكوفى المقرى دنهمې طبقې له لويوحفاظو نه دى اوثقه دى له مالك اومعمرنه يې روايتونه كړي دي اواحمد اواسحاق له ده نه روايتونه کړي دي . شپږوواړوامامانو دده روايتونه راخيستي دي اوپه كال دوه سره اودرى كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي)
شريك : بن عبيدالله بن ابى شريك النخعى دكوفې دى دى په كوفه اوواسط كې قاضي پاتې شوى دى دلته همداشريك مراددى نه شريك بن عبدالله بن ابى عمرالقاضى ځكه دې شريك له عبيدالله بن عمرنه روايتونه ندي كړي، صدوق بلل شوى خوخطاكيدى به اوشپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي (رحمه الله تعالي )
عبيدالله بن عمر: عبيدالله بن عمربن حفص بن عاصم بن عمرالخطاب القرشى،دمدينې منورې له ستروفقهاونه ثقه اوثبت فقيه اومحدث دى امام احمد دنافع په رواياتوكې دى له امام مالك نه مخكې كړى دى اودى دعبدالله بن عمرورورعاصم كړوسى دى اوپه كال دوه سوه اوڅلورياپنځه اويااووه څلويښت 244-247 كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
نافع: نافع دعبدالله بن عمرمريى و دى اصلاًدالمغرب يانيشاپورو دى لوى فقيه اودتابعينو له لويو امامانو نه يووتلى اومشهور امام دى دداډول كسانو په اړه محدثين ليكي چې بايدپوښتنه يې ونكړل شي يعنې دوى په ثقه والي اوكره والي كې هرچامنلى اوډېرمشهوردى نودې ته اړتيا نه ليدل كيږي چې پوښتنه يې وشي، په كال يوسل اولس يانولس كې وفات شوى اوګڼ شميرامامانودده حديث راخيستى دى (رحمه الله تعالي )
عبدالله بن عمر: عبدالله رضي الله عنه بن عمر بن الخطاب له هجرت نه لس كاله مخكې زيږېدلى اودقريشو دبنى عدى له كورنۍ نه دى هغه كورنۍ چې په قريشو كې ډېره عزتمنه كورنۍ وه دده په اړه سوانح ليكونكي كاږي كان جريئاً جهيراً نشا فى الاسلام داحدپه غزاكې دى كوچنى وبلل شو ځكه هغه مهال دده عمرڅوارلس كاله و په غزوه خندق اوله هغه وروسته په نوروغزواتوكې يې برخه اخيستې ده محدثين ليكي چې دى يوله هغوشپږوصحابه و نه دى چې هغوى زيات روايتونه راخيستي دي بلكې ځينې خووايي چې ده له هرچانه زيات روايتونه رانقل كړي دي دده دحديثو شمير ملاعلي قاري ليكلى دى چى يوزراوشپږسوه اوديرش روايتونه دي خوشايددادكاتب غلطي وي دده روايتونه دوه زره شپږسوه اوديرش دي .دى دسنتوپه پيروي كې ډېرمشهورو حتى چې طبعي سنت يې هم ندي پرې ايښي كله چې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيدشو خلك ده ته راغلل چې مونږ له تاسره بيعت كوواوته خليفه شه خوده انكار وكړ.اوتاريخ ليكلي چې حضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه خپل اولاد له خلافت اوحكومت نه لري ساتلى و اووصيت يې هم ورته كړى و چې دولتي مسئوليتونوته به نه ورنږدې كيږئ اودادفاروق اعظم له هغو ګڼو نوښتونو اوغوره كارونو نه ده چې تاريخ ثبت كړى اونن دعمربن الخطاب امامت ته خپل اوپردي ټول تسليم دي داداسلام دشورائى نظام دخوندي ساتلوله پاره دحضرت عمر رضي الله عنه خوراستراولوى كار بلل كيږي چې دعبدالله په څيرزوى يې هم له حكومت نه لري وساته هغه عبدالله چې شپيته كاله يې مسلمانانو ته دين ورښودلى و اوابوسلمه بن عبدالرحمن دده په اړه وايي:عبدالله وفات شو اودى په فضائلو اوغوره والي كې دخپل پلار په څيرو اوله هغه كم نه و .حضرت عمر رضي الله عنه چې په كومه زمانه كې ژوندكاوه هلته دعمر په څير نورخلك هم و خوعبدالله بن عمر چې په كومه زمانه كې ژوندكاوه په هغه زمانه كې دده په څير غوره خلكو شتون نه لاره.دعبدالله بن عمر رضي الله عنهمادژوندليك له پاره يوكتاب په كارده خومونږ په همدې بسنه كوو. دده دوفات په باره كې مختلف اقوال راغلي دي خو(73) هـ باوري ښكاري (رضي الله عنه )

دابـن عمــر اوشپــانــه كيـــسـه:
مخكې به چې مسلمانانو په غزاكې مخالفين ونيول هغه به يې مريونه كړل اودادپخوانۍ نړۍ اوپه ځانګړې توګه ټولوعربو رواج و خواسلام دمريانو په هكله ډېرنرم دريځ غوره كړپه حجة الوداع كې هم پيغمر صلي الله عليه وسلم له مريانوسره دښه سلوك يادونه وكړه اوداراز مسلمانان ترغيب شوى اوهڅول شوي څوله مريونوسره ښه سلوك وكړي اوازاديې كړي په مختلفو عباداتو كې دكفارې په صورت كې يادقتل دكفارې په صورت كې دمريى ازادول اوياهسې دمريى ازادول دلوى اجركاربلل ،دامعنى لري چې اسلام دمرييتوب له نظام سر خواخوږي نلري اومسلمانان يې هڅولي څودالاره پاى ته ورسوي لكه دعبدالله بن عمر رضي الله عنهما په اړه ويل كيږي چې له زرويې زيات مريونه ازادكړي و اوپه دې سره داسلام دمخربينو يعنې مستشرقينو هغه پوچې ادعاوې هم ردشوې چې وايي اسلام مريى پالنې ته وده وركړې ده په دې لړكې دلته دابن عمر رضي الله عنهما اوشپانه كيسه رااخلو ابن الاثير ليكي نافع وايي:ابن عمر له خپلوملګرو سره دمدينې منورې يوې صحراء ته ووت په صحراء كې يې دسترخوان وغوړاوه په دوى باندې يوشپون راغى اوسلام يې ورواچاوه ابن عمر ورته وويل راځه له مونږ سره ډوډۍ وخوره شپانه ورته وويل زما روژه ده ابن عمر ورته وويل په دې سخته ګرمي كې دې روژه ده اوميږي هم پيايې ؟! شپانه وويل:غواړم په دې ورځوكې داخرت توښه برابره كړم ابن عمر دده دتقوى معلومولو له پاره ورته وويل :يوه ميږه راباندې خرڅه كړه پيسې به يې هم دركړو اودروژه ماتي له پاره به غوښه هم دركړو شپانه وويل: دامال زمانه زمادڅښتن ده ابن عمر وويل چې يوه ميږه دې وركه شي نوڅښتن به دې څه درته ووايي؟ شپانه ابن عمر ته شاكړه اواسمان ت يې ګوته ونيوله اوويل يې: فاين الله؟ يعنې الله خومې ويني . ابن عمر ته دشپانه خبرې خوندوركړاوله ځانه سره يې دهغه خبره تكراروله قال الراعى فاين الله؟ مدينې منورې ته چې راغى دشپانه مولى يې پيداكړشپون اوټول مال يې ورنه واخيست . شپون يې ازادكړ اوهغه مال يې ټول شپانه ته وركړ.

الـتــخـريــج :
الحديث صحيح اخرجه بن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب من ترك الخضاب بهذا الاسناد سواء وتكلموا فى اسناده لان فى اسناده شريك بن عبدالقاضى النخعى وفيه ضعف قال الحافظ عنه فى التقريب صدوق يخطئ كثيراً تغير حفظه منذولى القضاء بالكوفة ولكن الحديث صحيح بشاهده من حديث انس وانظر ماسبق الرقم(37)وقداخرجه الامام احمدفى مسنده عن حديث يحى بن ادم عن شريك بهذا الاسناد .


رښتینی
21.02.2011

40ـ حَدَّثَنَا أَبُو كُرَيْبٍ مُحَمَّدُ بْنُ الْعَلاءِ ، أنَا مُعَاوِيَةُ بْنُ هِشَامٍ ، عَنْ شَيْبَانَ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنْ عِكْرِمَةَ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ أَبُو بَكْرٍ : يَا رَسُولَ اللهِ ، قَدْ شِبْتَ ، قَالَ : شَيَّبَتْنِي هُودٌ ، وَالْوَاقِعَةُ ، وَالْمُرْسَلاتُ ، وَعَمَّ يَتَسَاءَلُونَ ، وَإِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ ________________________________________

ژبـــاړه : عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي :ابوبكروويل:يارسول الله بوډاشوې يعنې دبوډاتوب نښې دې په بدن كې ښكاره شوې ؟رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل :سوره هود،سورة الواقعه،سورة المرسلات،سورة عم يستاءلون اواذالشمس كورت بوډاكړم.

تـفـصيــل اوتـشــريــح :

قَالَ أَبُو بَكْرٍ : يَا رَسُولَ اللهِ ، قَدْ شِبْتَ : شبت دشين په كسره اودباء په سكون سره ده ،يعنې دبوډاتوب نښې دې په بدن كې ښكاره شوى چې هغه لكه دبدن دروندوالى، كمزوري اوداسې نوردي په دې توګه دانس له روايت سره تضاد نه راځي په هغه كې راغلي وچې لم يبلغ ذالک يعنې دبوډاتوب حدته لانه ؤرسيدلى اودلته ابوبكر ورته وايي:شبت يارسول الله ؟
قَالَ : شَيَّبَتْنِي هُودٌ و....:دهود تورى چې دسورة له پاره اسم شي غيرمنصرف ده لكه ماه وجواوكه دنبي نوم شي بيامنصرف ده (قاله الرضى) دطبراني په روايت كې دالحاقة سورة هم زيات شوى دى اودابن المردويه په روايت كې ( هل اتاك حديث الغاشيه ) زيات شوى اودابن سعيدپه روايت كې "القارعة" او"سال سائل" زيات شوى دى اوپه يوه بل روايت كې "اقتربت الساعة" هم زيات شوى دى اودې سورتونوته دالشيب اسنادمجازي دى اصلاً حقيقي مؤثرالله جل جلاله دى.
څرنګه چې په سورت هوداودده په څيرنوروسورتونوكې دنيكمرغه اوبدمرغه خلكوحالات بيان شوي دي اودارازدقيامت سختۍ پكې بيان شوې دي نوځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې هود اواخواتها بوډاكړم اوداراز په هودكې په شريعت باندې داستقامت امرشوى دى : (فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ) اوپه شريعت باندې استقامت ډېرسخت كارده چې دازمونږ په څيرانسانان نشي كولى لكه چې ويل شوي الاستقامة خيرمن الف كرامة نورسول الله صلي الله عليه وسلم ته خولوى څښتن شرح صدروركړې وه اوزړه يې له ايمان اوديقين له رڼانه ډك و،بناءً ده په خپله استقامت كولى شوى اودځان په اړه يې دومره فكرنه ولكه دامت په اړه بياپه تيره چې دمخكينيوامتونو په حالاتو كې به يې هم سوچ كاوه نودا اسباب و چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په بدن كې دبوډاتوب نښې ښكاره شوې.
د(فاستقم كماامرت) ايت شريف په سورة الشورى كې هم راغلى دى خورسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ځكه نده يادكړى چې په هغه كې يواځې ده ته داستقامت امرشوى دى اوپه هودكې ده اوامت ټولوته داستقامت امرشوى دى ځكه دلته د(ومن تاب معك)جمله زياته شوې ده اوياخو داچې سورة هودپه قراني ترتيب كې مخكې راغلى دى .

د راويــانـــوحـــال :
ابوكريب: لكه مصنف چې ويلي دده نوم محمدبن العلاء دى الهمدانى الكوفى دى ثقه اوثبت بلل شوى اودكوفې له لويومحدثينو نه د ى، ډېرزيات حديث يې يادو ويل كيږي درې سوه زره (300000)حديث يې په يادؤاوشپږوواړوامامانوله ده نه روايتونه كړي دى په كال دوه سوه اته څلويښت كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
معاويه بن هشام: دى په القصار الكوفى سره ياديږي ابوحاتم ويلي صدوق دى،ابوداودويلي ثقه دى اوابن معين وايي:ليس بذاك اوويل كيږي چې دذهبى داخبره سمه نده چې چاويلي متروك دى.امام بخارى په الادب كې دده روايتونه راخيستي دي. اونورو پنځوامامانوهم دده روايتونه راخيستي دي اوپه دوه سوه څلوركې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
شيــبـان: دشيبان په اړه ويل شوي چې صدوق دى خووهم يې لاره اوځينې خلكوقدري هم بللى دى امام مسلم له ده نه ډېرروايتونه راخيستي دي داراز ترمذى اوالنسائى هم دده روايتونه راخيستي دي (رحمه الله تعالي) اودابواسحاق السبيعى حالات مخكې تيرشوي دي.
عكرمه : ابوعبدالله عكرمه المدنى،البربرى دعبدالله بن عباس مريى و اولويو لويو محدثينو امام الدنيا بللى دى امام بخاري اودجرح اوتعديل نوروډېرلويو لويو امامانو ثقه بللى دى خو ويل كيږي چې اما م مالك دده په اړه ښه نظرنه لاره اوځينې خلكوويلي چې دخوارجونظريات يې لرل،ابن حجر په تهذيب التهذيب كې دده په ژوندليك باندې شپږ مخونه ليكلي دي اوډېرزيات اقوال يې رانقل كړي دي ابن منده چې دعكرمه په اړه كومې په زړه پورې خبرې كړې دي هغه يې راخيستې دي ابن منده وايي چې عجيبه خبره ده كوموخلكوچې په عكرمه باندې جرحه كړېد ه هغوى دده روايتونه راخيستي دي ځكه هغوى دده علم اوروايتونوته اړدي دى وايي لكه امام مسلم چې په ده جرحه هم كړې ده خوبيايې هم دده روايتونه راخيستي دي ابن حجر وايي چې امام ابن جريرالطبرى دد ه په ژوندلويه ليكنه كړې ده اوهغه مادبخاري دشرح په مقدمه كې راخيستې ده خودتعجب خبره ده چې علامه عبدالروف المناوي دده په اړه دجرحې څوكرښې ليكلې دي اودده دتعديل په اړه يې يودوه ټكي راخيستي دي لكه دده په جنازه كې دخلكو نه حاضريدل اووايي چې په هغه ورځ يوشاعر "كشرغره " مړ و هغه ته خلك ورغلل اوعكرمه يې په ځاى پريښودابن حجر ليكي چې شايد دابه دوخت دامير په اشاره خلك دده له جنازې نه منعه كړل شوي وي ځكه دى امير غوښتى و خودى نه و ورغلى اوغائب شوى و اوبل داچې ددې روايت راوي هم نده معلوم چې دده جنازې ته دخلكودنه ورتګ خبره يې رانقل كړې ده نوداروايت دباوروړنده اوبل داچې كوموخلكو چې په ده كې خبرې كړې دي په هغوى كې داسې خلك شته چې دهغوى جرحه نده مقبوله اوياخوداسې خلك دي چې هغوى په خپله مجروح دي لكه يزيدابن ابى زياد.

الـتــخـريــج :
صحيح رواه المصنف فى جامعه فى التفسير وابن ابى شيبة فى المصنف وابن سعدفى الطبقات والبغوى فى شرح السنة وابونعيم فى حلية الاولياء والحاكم فى المستدرك والبيهقى فى الدلائل كلهم من طريق شيبان به نحوه.


رښتینی
22.02.2011

41ـ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ وَكِيعٍ , أنَا مُحَمَّدُ بْنُ بِشْرٍ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ صَالِحٍ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنْ أَبِي جُحَيْفَةَ ، قَالَ : قَالُوا : يَا رَسُولَ اللهِ ، نَرَاكَ قَدْ شِبْتَ ، قَالَ : قَدْ شَيَّبَتْنِي هُودٌ وَأَخَوَاتُهَا ________________________________________

ژبـــاړه اوتـفـصيــل :
ابوجحيفه رضي الله عنه وايي:صحابه كراموله رسول الله صلي الله عليه وسلم نه پوښتنه وكړه چې يارسول الله! بوډاشوې؟ ده وويل : هوداودهغه په څيرنوروسورتونوبوډاكړم، دابن سعد په يوه روايت كې داروايت ډېرپه تفصيل سره راغلى چې ژباړه يې رااخلو: حضرت انس رضي الله عنه وايي:ابوبكر اوعمردمنبر خواته ناست وو چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دخپلې كومې ميرمنې له كوره راووت اوپه خپله ږيره يې لاس تېراوه خپله ږيره به يې په لاس پورته كړه. اوورته وبه يې كتل .انس وايي ابوبكر ډېرنرم سړى و اوعمرسخت سړى و ابوبكر وويل: زماموراوپلاردې درصدقه شه ډېرژردې په ږيره كې سپين وېښتان پيداشول رسول الله صلي الله عليه وسلم خپله ږيره مباركه پورته كړه اوورته ويى كتل اودابوبكر سترګې له اوښكوډكې شوې رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : هوكې! هوداودهغوپه څير نوروسورتونوزه بوډاكړم ابوبكر وويل:زما موراوپلاردې صدقه شه ! دهودپه څيرنورسورتونه كوم دي ؟ده وويل: الواقعة،القارعة،سال سائل اواذالشمس كورت.

دراويـــانـــوحـــال :
محمدبن بشر: دسفيان بن وكيع حالات مخكې تير شوي دي اومحمدبن بشرپه العقدى اوالكوفى سره منسوب شوى دكوفې له لويواوثقه علماونه شميرل كيږي اوشپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي .
على بن صالح: على بن صالح الكوفى الهمدانى ګڼ شميرعلماو ثقه بللى دى ويل كيږي په علم ،عمل اوقرائت كې وتلى و له بخاري پرته نوروپنځوامامانو دده روايتونه راخيستي دي په كال يوسل دره پنځوس ياليږ وروسته وفات شوى دى اود ابواسحاق حال مخكې تيرشوى دى. دى ابواسحاق السبيعى دى.
ابوجحيفه: ابوجحيفه وهب بن عبدالله السوائى رضي الله عنه كشرخومشهورصحابي دى درسول الله صلي ا لله عليه وسلم دوفات په مهال دى لاحلم اوبلوغ ته نه ورسيدلى خوله رسول الله صلي الله عليه وسلم نه يې حديث روايت كړي دي .ده له حضرت على رضي الله عنه سره په ټولومشاهدوكې برخه اخيستې ده اوپه هغه ډېرګران ؤ وهب الخير اووهب الله به يې باله اودكوفې دبيت المال مسئوليت يې ده ته سپارلى و دده زوى عون له ده نه روايت كوي چې يووخت مې ډېره غوښه اوشوروا وخوړله اورسول الله ته ورغلم اوټيغونه مې ايستل رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل :ابوجحيفه ! جشاء دې بندكړه (معده چې ډكه شي بيا له خولې نه يوډول اواز راوزي چې زمونږپه محلي پښتوكې ټېغ اوپه عربي كې جشاء ورته وايي) اورسول الله صلي الله عليه وسلم زياته كړه څوك چې په دنياكې ډكه خېټه ګرځي هغه به په اخرت كې وږى وي دابوجحيفه زوى وايي چې له هغه وروسته بياده په ټول ژوندكې په ډكه خېټه ډوډۍ ونه خوړله كه ماښام به يې وخوړله دورځې به يې نه خوړله اوكه دورځې به يې وخوړله ماښام به يې نه خوړه اودابن الاثير په ويناپه بصره كې دبشر بن مروان دامارت په وخت كې په كال (72)هـ كې وفات شو.(رضي الله عنه )

الـتــخـريــج:
صحيح بشواهد تفردبه المصنف وفى اسناده سفيان بن وكيع وقدتكلموا فيه من ابتلائه بالوراقة كمامره انفاً ولكنه قدتوبع وبقية رجاله ثقات قيل علة هذا الاسناد ان على بن صالح متاخر السماع من ابى اسحاق السبيعي وقداختلط ابواسحاق فى اخرعمره.والله اعلم.


رښتینی
25.02.2011

42ـ حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، قَالَ : انبأَنَا شُعَيْبُ بْنُ صَفْوَانَ ، عَنْ عَبْدِ الْمَلِكِ بْنِ عُمَيْرٍ ، عَنِ إِيَادِ بْنِ لَقِيطٍ الْعِجْلِيِّ ، عَنْ أَبِي رِمْثَةَ التَّيْمِيِّ ، تَيْمِ الرَّبَابِ ، قَالَ : أَتَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، وَمَعِي ابْنٌ لِي ، قَالَ : فَأَرَيْتُهُ ، فَقُلْتُ لَمَّا رَأَيْتُهُ : هَذَا نَبِيُّ اللهِ صلى الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ ثَوْبَانِ أَخْضَرَانِ ، وَلَهُ شَعَرٌ قَدْ عَلاهُ الشَّيْبُ ، وَشَيْبُهُ أَحْمَرُ ________________________________________

ژبــاړه : حضرت ابورمثه التيمى وايي :زه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم اوله ماسره مې زوى هم و يوچارسول الله صلي الله عليه وسلم راوښود كله مې چې وليد ومې ويل :رښتياچې داد خداى نبي دى ده شنې جامې اغوستې وې اوپه ليږووېښتانو يې سپينوالي غلبه كړې وه اوهغه لاپوره سپين شوي نه و بلكې سره وو.

تــفـصيــل اوتــشــريــح :

عَنْ أَبِي رِمْثَةَ التَّيْمِيِّ ، تَيْمِ الرَّبَابِ : په سندكې دراوي له نامه سره تيم الرباب ځكه ليكل شوى چې تيم دقريشوهم شته اودعربو پنځه قبيلې وې دوى په خپلوكې تحالف كړى وو چې ټول به يولاس كيږو دتحالف په مهال يې دټينګارله پاره دغوړيوپه پاته شوني كې لاسونه ايښي و اودغوړيو پاته شوني په عربوكې ربب يارباب (دراء په كسره) بولي نوداپنځه قبيلې په همدې نامه مشهورې شوې اوداپنځه قبيلې :ضبه ،ثور،عكل،عدى اوتيم وې ابورمثه رضي الله عنه له دې وروستۍ قبيلې څخه و.
قَالَ : أَتَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، وَمَعِي ابْنٌ لِي : د (ومعى ابن لى)جمله داتيت له فاعل نه حال ده او واودحال له پاره ده، دابورمثه دزوى نوم ندى ښودل شوى اوپه ځينې روايتونو كې ابورمثه دزوى په ځاى پلار يادكړى دى:قال اتيت النبى انا وابى فقال لرجل اولابيه من هذا؟ قال ابنى قال لاتجنى عليه وكان قد لطخ لحيته بالحناء اودابوداود په يوه بل روايت كې راغلي : (انطلقت مع ابى نحو النبى صلي الله عليه وسلم )فاذاهو ذووفرة بهاردع حناء وعليه بردان اخضران اوداراز النسائى هم داروايت راخيستى اوهلته يې هم پلاريادشوى دى .ملاعلي قاري وايي چې كيدى شي دترمذى روايت يې له پلارنه وي اودابوداود اونسائى روايت يې دزوى وي .
قَالَ : فَأَرَيْتُهُ ، فَقُلْتُ لَمَّا رَأَيْتُهُ : هَذَا نَبِيُّ اللهِ صلى الله عليه وسلم : اريته دمتكلم مجهول صيغه ده يعنې ماته راوليدل شواوڅرنګه مې چې وليد بې له كوم سوچ اوفكركولومې وويل دادالله جل جلاله نبي دى يعنې دده ښكاره نوراوكمال له كبله دې ته اړتيانه وه چې چادده په نبوت دليل راته ويلى وي اويامې كومې معجزې ته انتظار كړى وي بلكې په مطلق ليدلوسره زه سمدستي پوه شوم چې دادخداى جل جلاله نبي دى.
وَعَلَيْهِ ثَوْبَانِ أَخْضَرَانِ : يعنې دده په تن دوه شنې جامې وې ويل كيږي چې دجنت دخلكو شنې جامې وي اوياخودااحتمال لري چې دده جاموشنې كرښې اوليكي لرلې ،لكه په ځينې رواياتوكې يواځي بردان تورى راغلى دى اوبردهغوجاموته وايي چې ليكي ولري اوداجمله درئيت له مفعول نه حال ده اوياخو له نبي الله نه حال ده .
وَلَهُ شَعَرٌ قَدْ عَلاهُ الشَّيْبُ ، وَشَيْبُهُ أَحْمَرُ: په شعرٌ كې تنوين دتقليل له پاره ده يعنې يوڅووېښتان يې سپين وو د(وشيبه احمر)معنى شارحينو داسې هم كړې چې دكومو وېښتانو رنګ بدل شوى وو هغه سره وو يعنې خضاب يې لګولى واوځينو ويلي چې دادخضاب اونكريزو سوروالى نه ښيى بلكې دوېښتانو خپله ذاتي سرخي ښيى ځكه وېښتان چې كله سپينيږي مخكې له سپينوالي سره شي نوګواكې ابورمثه چې په كوم حالت كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلى دى داهغه وخت وچې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان نوي په سپيندووو اودخضاب په اړه وروسته مستقل باب راځي ..

دراويـــانــوحـــال :
شعيب بن صفوان : دى په الثقفى الكاتب سره ياديږي اودكوفې دى له ابواسحاق السبيعى اوعطا بن السائب نه يې روايتونه كړي دي ابوداود الطياليسى عبدالرحمن بن مهدى اوعلى بن حجر له ده نه روايتونه كړي دي ابن حبان ثقه بللى خوځينې محدثينو خبرې پكې كړې دي اودهارون په زمانه كې وفات شوى دى (رحمه الله )
عبدالملك بن عمير: اللخمى اوالعجلى دتفسير ښه عالم اوډېرفصيح و احمدمضطرب الحديث اوابن معين مختلط بللى دى خوځينې نوروثقه بللى دى شپږوواړوامامانو دده حديث راخيستي دي اوپه كال يوسل اوشپږ ديرش كې وفات شوى دى (رحمه الله )
زياد بن لقيط : زياد لكه رجال داسې تلفظ كيږي اولقيط لكه بديع په السدوسى سره ياديږي امام الذهبى ويلي چې ثقه دى، بخاري په خپل تاريخ كې دده روايتونه راخيستي اومسلم په صحيح كې اوابوداود اوترمذى هم دده روايتونه راخيستي دي .
ابورمثه:له ابورمثه سره يوه نوي عرب شارح ا لتيمى البلوى ليكلى دى خوخبره داسې نده ابورمثه البلوى يوبل كس ده اوهغه هم صحابي دى لكه ابن الاثير چې ليكلي دي اوداالتيمى ده اودرباب له تيم نه ده لكه مخكې چې تفصيل تيرشو دده په نوم كې مختلف اقوال راغلي حبيب ،حيان ،رفاعه ،عماره اوخشخاش اووروسته به ترمذى ووايي چې نوم يې رفاعه بن يثربى دى.

الــتـخــريــج :
صحيح اخرجه ابوداودفى سننه كتاب الترجل باب فى الخضاب والنسائى فى سننه كتاب الزينة باب الخضاب بالحناء والكتم وليس عندهم ذكرالشيب واخرجواقصة البردين فقط وحسنه النسائى فى سننه. ورجال اسناد المصنف ثقات غيرشعيب بن صفوان فهو لين الحديث ولكنه قدتوبع وللحديث طريق اخرعن ابى رمثه عنداحمد وغيره وسياتى هنافى باب خضاب رسول الله صلي الله عليه وسلم من حديث هشيم عن عبدالملك به وقداخرجه احمد فى مسنده عن ابى عوانه والحاكم فى مستدركه من طريق ابى حمزه ومن طريقه البيهقى فى الدلائل كلاهما عن عبدالملك بن عمير به وصححه الحاكم ووافقه الذهبى.


رښتینی
26.02.2011

43ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، حَدَّثَنَا سُرَيْجُ بْنُ النُّعْمَانِ ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ ، عَنْ سِمَاكِ بْنِ حَرْبٍ ، قَالَ : قِيلَ لِجَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ : أَكَانَ فِي رَأْسِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم شَيْبٌ ؟ قَالَ : لَمْ يَكُنْ فِي رَأْسِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، شَيْبٌ إِلا شَعَرَاتٌ فِي مَفْرِقِ رَأْسِهِ ، إِذَا ادَّهَنَ وَارَاهُنَّ الدُّهْنُ ________________________________________

ژبـــاړه:اولـنـډه تـشـريــح :
سماك بن حرب وايي : له جابربن سمره رضي الله عنه نه چاپوښتنه وكړه چې ايا درسول الله صلي الله عليه وسلم په سركې سپين وېښتان وو؟ده ورته وويل چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په سركې سپين وېښتان نه وو يواځي دسرپه منځ كې دڅڼو دجلاكولوپه برخه كې يې څوسپين وېښتان وو، په ځينې نسخوكې د(اكان رسول الله صلي الله عليه وسلم)په ځاى ( هل كان )راغلى دى اوپه (الا شعرات) كې تنوين دتقليل له پاره ده مقصد داچې يواځي يوڅووېښتان سپين وو او(مفرق الراس) يوه بل لورته دوېښتانوداړولو په صورت كې دبيلتون كرښې ،ته ويل كيږي.

إِذَا ادَّهَنَ وَارَاهُنَّ الدُّهْنُ : ادهن ددال په تشديدسره ده دتيلو كارولوته وايي واراهن دماضي صيغه ده اود"هن" ضمير يې وېښتانو ته ورګرځيدلى دى ا(واري) له مواراة نه ده پټيدلوته وايي لكه په قرآنكريم كې چې راغلى : (كَيْفَ يُوَارِي سَوْءةَ أَخِيهِ) اوالدهن ددال په ضمه سره ده مخكې هم په يوه حديث كې تيرشوو چې دتيلودكارولو په مهال به يې سپين وېښتان نه ښكاريدل

د راويـــانـــوحــال :
په دې سندكې دالاندې كسان نوي دي:سريج بن النعمان،حمادبن سلمه اولنډحالات يې ستاسومخته ږدو.
سيربح بن النعمان : ابوالحسن سريج ابن النعمان البغدادى الجوهرى اصلا دخراسان دى ثقه دى خوكم غوندي وهم يې لاره. له ابن الماجشون اوفليج نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه امام بخاري،الحربى اونوروڅلوروامامانو روايتونه كړي دي اودلوى اخترپه ورځ په كال دوه سوه او اولس كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
حمابن سلمه :حماد (رحمه الله تعالي ) دبصرې مشهورامام اومحدث دى ،دى لوى عابد،زاهداومستجاب الدعوة و، دجرح اوتعديل وتلى امام يحى بن معين وايي څوك چې په حمادكې بدې خبرې كوي دهغه په اسلام كې به شك وي اومونږهم دابن معين په دې وينا كفايت كووكه نه دحمادپه ژوندډېرڅه ليكل كيدى شي بخاري په تاريخ اونوروپنځوامامانو په خپلوصحاحوكې دده روايتونه راخيستي دي اوپه كال يوسل اواووه شپيته كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الــتـخــريــج :
صحيح تفردبه المصنف وقدسبق تخريجه هناالرقم(38)واخرجه ابن سعد فى الطبقات – والامام احمدفى مسنده والحاكم فى مستدركه والبيهقى فى الدلائل – وابن سعدعن عازم بن الفضل واحمدعن بهز وعبدالرحمن بن مهدى وابى كامل والحاكم من طريق ابراهيم بن الحجاج،والبيهقى من طريق الحجاج كلهم عن حماد بن سلمه عن سماك – به وقدصححه الحاكم على شرط مسلم ووافقه الذهبى.


رښتینی
27.02.2011

(6)

بٍَابُ مَا جَاءَ فِي خِضَابِ رَسُولُ
اللهِ صَلّى اللهُ عَلَيــــهِ وَسَلَّــــــمَ

44ـ حدثنى أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، حَدَّثَنَا هُشَيْمٌ ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْمَلِكِ بْنُ عُمَيْرٍ ، عَنِ إِيَادِ بْنِ لَقِيطٍ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي أَبُو رِمْثَةَ ، قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَعَ ابْنٍ لِي ، فَقَالَ : ابْنُكَ هَذَا ؟ فَقُلتُ نَعَم اَشهَدُبِهِ قَالَ لاَيَجنِي عَلَيكَ وَلاَ تَجنِي عَلَيهِ قَالَ وَ رَئَيتُ الشَّيبَ اَحمَرَ، قَالَ أَبُو عِيسَى : هَذَا أَحْسَنُ شَيْءٍ رُوِيَ فِي هَذَا الْبَابِ ، وَأَفْسَرُ لأَنَّ الرُّوَايَاتِ الصَّحِيحَةَ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم لَمْ يَبْلُغِ الشَّيْبَ وَأَبُو رِمْثَةَ اسْمُهُ : رِفَاعَةُ بْنُ يَثْرِبِيٍّ التَّيْمِيُّ ________________________________________

ژبــــاړه:
ابورمثه رضي الله عنه وايي : زه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته له خپل زوى سره ورغلم نوويى ويل:داستازوى دى ؟ماوويل هوكې ! زه په شاهدي سره وايم چې دازمازوى دى اوياخوته داشاهدي ووايه چې دازمازوى دى ده وويل:دى ستاپه ګناه نه نيول كيږي اوته دده په ګناه نه نيول كيږې دى وايي چې مادده سپين وېښتان وليدل چې سره كړي يې وو. ابوعيسې وايي چې دخضاب په باب كې داراجح اوتفصيلي حديث دى اوښه واضح حديث دى ځكه په صحى حديثوكې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان لادومره نه وو سپين شوي چې دخضاب حدته ورسيږي اودابورمثه نوم رفاعه بن يثربى التيمى دى.

د خضــاب پــه اړه تـفصيــل :
دخضاب دوه معناوي كيدى شي په كوم شي چې خضاب كيږي لكه حناء اوكتم هغه ته خضاب وايي لكه دابوداوداوترمذى په روايتونوكې چې ابوذروايي:احسن ماغيربه هذا الشيب الحناء والكتم.اوخضاب په مصدري معنى سره هم راځي چې هغه دوېښتانورنګولو ته وايي ددې باب په زياتوحديثونوكې خضاب په مصدري معنى كې كارول شوى دى بناءً دلته دامصدري معنى ښه مناسب ده.

رسـول الله صلي الله عليه وسلم
خضاب لګــولــي و اوكــه نـــه؟
په دې اړه روايات مختلف دي ،ځينې يې داثبات روايات دي اوځينې نوردنفي دي دبخاري اومسلم په يوه روايت كې دخضاب حكم شوى دى.رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي:ان اليهودوالنصارى لايصبغون فخالفوهم يعنى يهوداونصارى خضاب نه لګوي نوتاسوددوى مخالفت وكړئ! دبخاري په يوه بل روايت كې راغلي چې ان رسول الله صلي الله عليه وسلم كان يصبغ بالصفرة دارازنورحديث هم شته چې په هغوكې دخضاب داثبات خبره شته.
په جامع الترمذى كې مصنف دكعب بن مُره حديث راوړى دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي: من شاب شيبة فى الاسلام كانت له نوراً يوم القيامة اونسائى هم داروايت راخيسى دى يعنې دچاچې په اسلام كې وېښتان سپين شول دقيامت په ورځ به داسپين والى دده له پاره نوروي.دارازپه بل روايت كې راځي:ان النبى صلي الله عليه وسلم كان يكره تغيير الشيب يعنى رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دسپينو وېښتانورنګول خوندنه وركاوه .
شارحين ليكي چې امام ترمذى هم دخضاب دنفي رواياتوته ترجيح وركړې ده لكه ددې باب له لومړي حديث نه دده نظرښه معلوميدلى شي اودمخكيني باب حديثونه هم ددې دليل دى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب نه ولګولي اوپه رواياتوكې راغلي چې حضرت ابوبكر صديق،حضرت عمر،حضرت عثمان ،حضرت حسن اوحضرت حسين رضي الله تعالي عنهم خضاب لګاوه اوحضرت على،حضرت سلمه بن الاكوع اوحضرت أبى بن كعب رضي الله تعالي هنهم خضاب نه لګاوه بناءً حديث هم مختلف شول اودصحابه كراموعمل هم مختلف شونو فقهاء به طبعاً مختلف نظرونه لري خوله نوروفقهاو سره زمونږ كارنشته مونږدلته يواځي داحنافو نظررااخلو ځكه دنوروفقهاو نظرونه اودهغوى دلائل بيادهغو مرجوحيت اودحنفي دلائلو راجحوالي بحث هم اوږدوي اودموضوع دبدليدلوويره هم شته.احناف وايي چې دخضاب نه لګولوروايات راجح دي لكه په درمختاركې داتصريح شوې ده اوس دخضاب په اړه مونږمخكې هم تفصيلي بحث ليكلى دى اودلته يواځي داثبات رواياتوته مختصرځوابونه اودمنفي رواياتوترجيح ليكو:
(1) لكه مخكې مونږيوځاى په يوه حديث كې وليكل چې وېښتان له سپيندلومخكې سره كيږي اوبياوروسته سپين شي نوكوموراويانوچې دخضاب خبره كړې ده هغه يې مجازاً دې فطري سوروالي ته خضاب ويلى دى اوحقيقي خضاب يې مرادنده .اوهغه فطري سوروالى هم داسې بريښي لكه رنګ شوى چې وي .
(2) ځينې خلكو درواياتواختلاف دوخت په اختلاف حمل كړى دى يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم كم كم خضاب لګولى دى اواكثره يې ندى لګولى.نوپه مختلفو وختونوكې چې په كوم حالت كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدل شوى راوي دهغه وخت خبره كړې ده اوابن حجرهم ددې رواياتو اختلاف دوخت اختلاف بللى دى.
(3) ځينې علماء ددې رواياتو داختلاف داسې تاويل كوي چې اصلارسول الله صلي الله عليه وسلم كه څه هم كله كله خضاب لګولى دى خوهغه دوېښتانو درنګولو په موخه نه و بلكې دتداوي ياتبريدپه موخه يې خضاب لګولى دى ځكه په صحيح رواياتوكې داخبره ثابته ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دخضاب وخت ته لانه و رسيدلى يعنې وېښتان يې تورو اوكوم چې سپين و هغه دومره كم و چې خضاب ته يې اړتيا نه ليدل كيده لكه دباب دلومړي حديث نه وروسته چې امام ترمذي كومې څرګندونې كړې دي داخبره ده هم كړې ده لان الروايات الصحيحة ان النبي صلي الله عليه وسلم لم يبلغ الشيب.

د حــديـث تــشـريـح اوتـفـصيــل :

أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَعَ ابْنٍ لِي ، فَقَالَ : ابْنُكَ هَذَا ؟ ( مع ابن لى) د(اتيت )له پاره ظرف لغوه ده اوپه ځينې نسخوكې معى ابن لى راغلى دى چې په دې نسخوكې ابن مرفوع ده.اوداجمله داتيت له فاعل نه حال ده .اوابنك هذا مبتداء اوخبردى داستفهام همزه حذف ده اوپه ځينې نسخوكې داهمزه راغلى اابنك هذا اوپه ابنك هذاكې هذا مبتداء مؤخرده اوانبنك خبرمقدم ده اوس دلته يواشكال پيداكيږي هغه داسې چې مقصدخوددې موجود دزويوالى (ابنية هذا)پوښتنه ده اوپه دې حالت كې خوبه ښه داسې و چې ويل شوي واى اهذا ابنك؟ اودامطلب نده چې زوى دې داموجود دى يعنې (هذية الابن) مطلب نده مطلب (ابنية هذا) ده ،اوكوم شى چې مطلب نده له هغه سره( ابنك هذا) مناسب و ځواب داده چې هذا متبداء مؤخرده اوددې قرينه دكلام سياق ده ځكه څه چې مطلب ده پوښتنه هم دهغه كيږي چې هغه ابنيت هذا ده اوداتقديم ماحقه التاخير ځكه شوى چې احتمال لري رسول الله صلي الله عليه وسلم مخكې دابورمثه دزوى اوريدلي و اوخبرو چې دده زوى شته اوس يې چې وليد نوپوښتنه يې وكړه چې هغه زوى دې همدادى؟والله اعلم.
فَقُلتُ نَعَم اَشهَدُبِهِ : اشهدبه دمضارع متكلم په روايت هم راغلې ده اوپه دې صورت كې اشهدبه دنعم دتقرير اوتاكيدله پاره راغلې ده يعنې هوكې دازما زوى دى اوزه ددې خبرې شاهدي وايم.اوله ثلاثي مجردونه دامرصيغه هم راغلې ده اوپه دې صورت كې كيدى شي چابه دابورمثه په زوى شك كاوه چې دادده زوى ندى نوده له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه وغوښتل چې ددې خبرې شاهدي ووايي چې دازما زوى دى اوزماخبره راسره ټينګه كړه.په جاهليت كې دارواج و چې زوى به دپلار اوپلاربه دزوى په ګناه نيول كيده خود (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) په اصل سره قرآنكريم دجاهليت دارواج باطل كړ اودابورمثه په دې جمله كې چې وايي اشهدبه دجاهلت دې رواج ته پټه اشاره اونغوته شوې ده .نوددې دردله پاره رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:
لا يَجْنِي عَلَيْكَ ، وَلا تَجْنِي عَلَيْهِ : يعنې ستازوى ستاپه ګنانه نيول كيږي اونه ته دده په ګناه نيول كيږې داراز په يوه بل حديث كې رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : الالا يجنى جان على ولده ولامولودعلى والده.اودامام احمدپه يوه روايت كې همداخبره په يوڅه تفصيل سره راغلې ده
عن ابن ابى رمثه قال انطلقت مع ابى الى رسول الله صلي الله عليه وسلم قال لابى ابنك هذا قال اى ورب الكعبة قال حقاً قال اشهد به قال فتبسم رسول اللهى صلي الله عليه وسلم ضاحكاً من تبين شبهى فى ابى ومن حلف ابى ثم قال اماانه لايجنى عليك ولاتجنى عليه قال وقرأ رسول الله صلي الله عليه وسلم (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى)

قَالَ وَرَأَيْتُ الشَّيْبَ أَحْمرَ: ددې قال ضمير ابورمثه ته ورګرځي اوپه ځينې نسخوكې قال نشته اوپه كوموكې چې شته ددې له پاره چې مخكې خبرې اوږدې شوې، دالشيب احمرياخودامعنى ده چې مخكې له سپينوالي كوم حمرة اوسوروالى دى هغه مرادده اوياداچې په نكريزويې سره كړى و اودحاكم په روايت كې چې په دې سندسره يې راخيستى دى ،راغلي دي:وشيبة احمرمخضوب بالحناء اودابوداود په روايت كې راغلي وكان قدلطخ لحيته بالنحاء اوداحمدپه روايت كې راغلي:فاذارجل له وفره بهاردغ من الحناء:

قَالَ أَبُو عِيسَى :
دادمصنف ويناده اوخپل ځان يې په كنيت سره يادكړځكه كنيت يې شايد غالبه وي لكه دده استادامام بخاري چې په خپل صحيح اونوروتصنيفاتوكې ځان په ابوعبدالله سره يادكړى دى اوخپل ځان په كنيت سره يادول هيڅ بده خبره نده اوقلت يې ځكه ونه ويل چې مخكې دروايت له قلت سره يې التباس رانشي اوپه دې اړه موږپه خطبه كې هم خبرې كړې دي اواسم ظاهر يې راوړ(ابوعيسى)په اضماريې كفايت ونكړ ځكه مرجع يې خفى اوپټه ده اوپه خطبه كې كه څه هم ذكرشوى خوهغه له دې ځايه څوكيلوميتره لري ده!!.

هَذَا أَحْسَنُ شَيْءٍ رُوِيَ فِي هَذَا الْبَابِ ، وَأَفْسَرُ يعنې داحديث راجح حديث دى چې دخضاب په باب كې راغلى دى اوپه ښه تفصيل اوتفسير سره بيان لري.افسرله تفسير نه اسم تفضيل ده اومعنى يې واضح ده اومصنف وايي چې په صحيح رواياتوكې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان دخضاب حدته نه و رسيدلي نوپه دې حديث كې چې دحمرة ذكرشوى مرادهغه فطري سوروالى دى چې له سپينوالي مخكې راځي شارحين ليكي چې دترمذي له دې وينا نه دامعلوميږي چې دى دخضاب نه لګولو رواياتو ته ترجيح وركوي اوپه دې اړه مخكې پوره تفصيل ذكرشو اودابورمثه په نامه اونسب كې اضطراب و هغه يې بيان كړچې نوم يې رفاعه بن يثربى التيمى دى .

دراويـــانـــوحـــال :
ددې روايت په سندكې يواځي هشيم داسې راوي دى چې مخكې يې يادونه نه ده شوې اودنوروټولو حالات مخكې تيرشوي دي نودلته دهشيم حالات رااخلو:
هشيـم: هشيم بن بشير بن دينار السلمى ابومعاويه دعراق دواسط اوسيدونكى دى اوچاويلي چې اصلاً دبخارىٰ دى له خپل پلار اوماماقاسم بن مهران ،عبدالملك بن عميرنه يې روايتونه كړي دي اوداسلامي نړۍ خورا نوماندو اومشهورومحدثينو له ده نه روايتونه نقل كړي دي لكه :مالك بن انس،شعبه، ثوري،عبدالله بن المبارك، وكيع بن الجراح ،يزيدبن هارون اونورو... على بن معبدالرقى وايي له عراق نه يوسړى راغى اوله مالك بن انس سره يې په يوه حديث كې بحث وكړمالك وويل چې په عراق كې داسې څوك نشته چې له دې واسطي (هثيم) نه په حديثو ښه پوهيږي حمادبن زيدوايي چې په محدثينو كې له هثيم نه پوه سړى ماندى ليدلى اسحاق الزيادى وايي مارسول الله صلي الله عليه وسلم په خوب وليد اوراته يې وويل چې له هشيم نه حديث اورئ هثيم ډېرښه سړى دى .ابوحاتم وايي دهشيم دصلاح،رښتيااوامانت په باره كې بايد پوښتنه ونكړل شي اودده په اړه زښتولويواوزياتو امامانو خبرې كړې دي خودايې هم ويلي چې تدليس به يې كاوه ابن المبارك وايي ماهشيم ته وويل ستا دومره ډېرحديث ياددي نوتدليس ولې كوې ده وويل:ستادوو لويانواعمش اوسفيان هم تدليس كاوه .معروف الكرخى وايي مارسو ل الله صلي الله عليه وسلم په خوب وليد اوهشيم يې مخته ولاړ و رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: جزاك الله تعالى عن امتى خيراً.دى په كال (104)هـ كې پيدااوپه شعبان كال يوسل او دره اتياكې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الــتــخـريـــج :
اسناده صحيح رواه ابوداود فى الترجل وفى الديات والنسائى فى القسامة وفى الكبرى واحمد فى المسند كلهم من طريق عبدالملك بن عمير عن ايادبن لقيط به فذكرنحوه وسبق تخريجه فى الحديث الرقم (42) وصرح هشيم بالتحديث فزالت شبهة تدليسه.


رښتینی
28.02.2011

45ـ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ وَكِيعٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبِي ، عَنْ شَرِيكٍ ، عَنْ عُثْمَانَ بْنِ مَوْهَبٍ ، قَالَ : سُئِلَ أَبُو هُرَيْرَةَ : هَلْ خَضَبَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ؟ قَالَ : نَعَمْ
قَالَ أَبُو عِيسَى : وَرَوَى أَبُو عَوَانَةَ هَذَا الْحَدِيثَ عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَوْهَبٍ ، فَقَالَ : عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ________________________________________

ژبـــاړه : عثمان بن موهب وايي:له ابوهريره ؤضي الله عنه نه چاپوښتنه وكړه چې ايارسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب لګولى و؟ده ورته وويل :هوكې! ابوعيسى وايي چې ابوعوانه داحديث له عثمان بن عبدالله بن موهب نه راخيستى دى اوويلي يې دي چې له ام سلمه نه .

تـفصيــل :
په دې روايت كې لنډه خبره شوې چې ابوهريره رضي الله عنه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب لګولى و تفصيلاتو ته اړتيانشته يواځي له حديث نه وروسته دمصنف په قول كې دومره ويلى شو چې دادوه احتماله لرلى شي يوداچې مصنف دابوعوانه روايت ځكه راخيستى چې دابوهريره رضي الله عنه دروايت تائيدوكړل شي يعنې لكه ابوهريره چې دخضاب داثبات خبره كړې ده ؛حضرت ام سلمه هم ويلي دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب لګولى و،اوبل احتمال دالري چې مصنف دابوعوانه روايت ځكه راخيستى چې ويل كيږي له ابوهريره نه دخضاب په اړه هيڅ روايت نده راغلى نودشريك داروايت له ابوهريره نه شاذبلكې منكر دى اومصنف دابوعوانه په روايت سره وښودله چې په دې اړه دام سلمه روايت سم دى .يعنې داروايت اصلا له ام سلمه رضي الله عنهانه شوى دى نه له حضرت ابوهريره رضي الله عنه نه اوداخبره ځكه سمه معلوميږي چې دملاعلي قاري استادميرك شاه (رحمه الله تعالي )وايي :امام بخارى ،ابن ماجه،احمد،ابن الجوزى،په الوفاء كې اوابن سعدټولو له مختلفو لاروله عثمان بن عبدالله بن موهب نه روايت كړى چې هغه وايي:زه ام سلمه رضي الله عنها ته ورغلم هغې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان راته راوايستل چې خضاب وركړل شوى وو ابن سعداوابن الجوزى چې له كوموصحابه وونه دخضاب په اړه كومه خبره راغلې وي دهغوټولوصحابه وروايتونه يې راخيستي دي خوپه دې صحابه و كې ابوهريره نشته اوابن حجر العسقلانى هم له ابوهريره نه روايت ندى كړى نوداسې بريښي چې په دې اړه دابوهريره روايت نشته .

د راويـــانـــو حـــال :
په دې سندكې يواځي دعثمان بن موهب حالات مخكې ندي تيرشوي اومصنف دابوعوانه يادونه هم كړې ده نودهغه لنډحالات هم رااخلو.
عثمان بن موهب : موهب دميم اوهاء په فتحه سره تلفظ كيږي اودهاء كسره ناسمه ده لكه ځينې خلكو چې ويلي دي، عثمان بن عبدالله بن موهب مدنى دى اودال طلحه مريى دى په الاعرج الطلحى سره ياديږي ده له ابوهريره اوابن عمر نه روايتونه كړي دي شعبه اودده طبقې له ده نه روايتونه راخيستي دي، ثقه دى .شپږوواړوامامانو دده روايتونه راخيستي دي.
ابوعوانه : ابوعوانه الوضاح،البزاربن عبدالله اليشكرى دعراق دواسط اوسيدونكى دى اوديزيد بن عطاء مريى و دى اصلا جرجانى و اوبيامريى شوى و وايي دى چې ديزيد بن عطاء مريى و په حج كې يزيد ته يومسكين راغى خويزيد څه ورنكړل اوابوعوانه يوديناروركړ. فقيرابوعوانه ته وويل چې ستاددې نيكي بدل به زرپه زردركړم له عرفات نه چې خلك راكوزيدل دافقير دمزدلفې په لاره كې ولاړ و اوخلكوته به يې ويل چې زيدبن عطاء ته دشكريې ويلو اوتهنئي له پاره ورشئ هغه ډېره لويه نيكي وكړه اوخپل مريى ابوعوانه يې ازادكړپه دې توګه فقير ټول خلك خبركړل يزيدته دحاجيانو ډلې ورماتې شوې اوورته ويل به يې الله جل جلاله دې اجردركړي چې ابوعوانه دې ازادكړپه پيل كې يزيدانكار كاوه اوكله چې خلك زيات شول نووېې ويل چې له دوى سره نه كيږي اوابوعوانه ته يې وويل چې ځه ازادمې كړې، ابوعوانه دسفيان اوثوري ددرجې محدث بلل شوى دى اودتعديل دلومړۍ درجې په الفاظوسره خلكويادكړى دى په كال يوسل شپږاويا، ياپنځه اوياكې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الــتــخــريـــج :
اسناده ضعيف تفردبه المصنف وفى اسناده شريك بن عبدالله القاضى النخعى وهووان كان صدوقاً الا انه سيئ الحفظ وقدخالفه غيره من الثقات اذجعلوه من سندام سلمه وشيخ المصنف كان رجلاً صالحاً ولكن افسد الوراقة عليه حديثه كمامر غيرمرة.
وقداخرجه البخارى فى صحيحه وابن ماجه فى سننه كلاهما من حديث عثمان بن موهب قال دخلت على ام سلمة فاخرجت الينا شعراً من شعرالنبى صلي الله عليه وسلم مخضوباً واخرجه من هذا الوجه ابن سعد فى طبقاته واحمد فى مسنده وكذا اخرجه البيهقى فى الدلائل فالحديث صحيح من مسند ام سلمه،واشارالمصنف الى هذا بقوله وروى ابوعوانه كما بسطنا فى محله.


رښتینی
01.03.2011

46ـ حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ هَارُونَ ، قَالَ : أَنْبَأَنَا النَّضْرُ بْنُ زُرَارَةَ ، عَنْ أَبِي جَنَابٍ ، عَنْ إِيَادِ بْنِ لَقِيطٍ ، عَنِ الْجَهْدَمَةِ ، امْرَأَةِ بِشْرِ ابْنِ الْخَصَاصِيَّةِ ، قَالَتْ : أَنَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَخْرُجُ مِنْ بَيْتِهِ يَنْفُضُ رَأْسَهُ وَقَدِ اغْتَسَلَ ، وَبِرَأْسِهِ رَدْعٌ مِنْ حِنَّاءٍ أَوْ قَالَ : رَدْغٌ شَكَّ فِي هَذَاالشَّيْخُ ________________________________________

ژبــــاړه:دبشير بن الخصاصية ميرمن جهدمه وايي : مارسول الله صلي الله عليه وسلم وليدچې له كوره راووت په خپل سريې لاس تيراوه، غسل يې كړى و اوپه سركې يې دنكريزودرنګ اثرو،په ردغ اوردع كې دمصنف استادابراهيم بن هارون شكمن و.

لـنــډ تـفـصيــل :

أَنَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مسنداليه (أنا) يې په ضمير منفصل اومقدم سره ځكه راوړ چې وښيى داروايت يواځي دې كړى دى بل چاندى كړى او"يخرج من بيته" جمله دمخكې جملې له مفعول نه حال ده يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم . "ينفض راسه" يعنې سريې څنډاوى اومراد دسروېښتان دي څوداوبوڅاڅكي له وېښتانو لري كړي او"النفض" اصلاً ښورولوته وايي داجمله هم حال ده خوحال متداخله ياحال مترادفه اوداراز د"وقداغتسل" جمله هم حال ده "وبراسه ردع" . قسطلاني وايي چې دمحقيقينو په دې باندې اتفاق ده چې الردغ په غين المعجمه سره په دې ځاى كې وهم اوغلط ده اوټول اهل لغت وايي چې په عين مهمله سره دى.دلغت له كتابونوداسې بريښي چې ردع په مهمله سره دزعفران يانكريزو درنګ اثرته وايي اوردغ په معجمه سره لندونكريزويادزعفرانو يابلې کومې خوشبويي خټې ته وايي.

د راويـــانــوحـــال:
ددې روايت په سندكې له ايادبن لقيط پرته نورروات ټول نوي اومخكې يې حالات ندي تيرشوي لومړى يې بلخي عابدرااخلو.
ابراهيم بن هارون: ابراهيم دهارون زوى اودبلخ اوسيدونكى دى مؤرخين دى په العابد سره يادوي له حاتم ين اسماعيل ،روادبن الجراح،النضربن زراره الذهلى،اونورونه يې روايتونه كړي دي امام النسائى ،حكيم ترمذى اومصنف له ده نه روايتونه كړي دي .اوامام النسائى ويلي دي چې دى ثقه دى (رحمه الله )
النضربن زراره: النضربن زراره بن عبدالكريم ياعبدالاكرم الذهلى اصلا دكوفې دى خووروسته بلخ ته تللى اوهلته يې وخت تيركړى دى له عيسى بن طهمان ،ابوحنيفه ،ابوجناب الكلبى،سفيان الثورى اونورونه يې روايتونه كړي دي اوابراهيم بن هارون ،قتيبه بن سعيد،قبيصه بن عبدالله اودمحمد بن نوح دووزامنو احمداومحمدله ده نه روايتونه كړي دي ،ابوحاتم اوالذهبى دى په ضعفاو اومجهولينو كې راخيستى دى ابن حبان په ثقاتو كې راخيستى دى اوابن سعدويلي دي چې دى درسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه كې پيداشوى و(رحمه الله )
ابوجناب: دجيم اونون په فتحه سره سم ده بل ډول يې ناسم دى، دده نوم يحى بن ابى حبه الكلبى دى، دى خورالوى محدث دى.خوتدليس به يې ډېركاوه اوله دې كبله داويره كيدله چې ضعيف به وبلل شي ابوداود،ترمذى اوابن ماجه له ده نه روايتونه راخيستي دي(رحمه الله )
الجهـد مـه : جهدمه مشهوره صحابيه وه رضي الله عنها په مختلفونسخوكې په ذال معجمه سره راغلى خوزماپه يوه نوې محققه نسخه كې چې مادشمائل متن له هغې نسخې نه غوره كړى دى په دال مهمله سره راغلى ده.ددې نسخې ښاغلي محقق سيدبن عباس الجليمى ليكي چې له ډېرتحقيق وروسته داثابته شوه چې په دال مهمله سره سمه اوپه معجمه سره غلط ده لكه په التقريب اوتحفة الاشراف كې چې هم راغلى دي .اوابن الاثير هم په مهمله سره راخيستى ده دادبشير بن الخصاصيه مېرمن ده داوايي چې دبشير اصلي نوم زحمان يازخم و هغه نوم رسول الله صلي الله عليه وسلم پرې بدل اوپه بشيرسره يې ونوماوه ويل كيږي چې ددې جهدمه نوم يې هم بدل كړى و اوپه ليلىٰ سره يې نومولې وه رضي الله عنها .

الـتــخـريــج :
اسناده ضعيف والحديث صحيح ، اذفيه النضربن زراره قالوا انه مستور وايضاً فيه ابوجناب الكلبى و ضعفوه ايضالكثرت تدليسه ولذا ذكره الحافظ فى المرتبة الاخيرة من مراتب المدلسين وللحديث شاهدصحيح عندابى داود فى الترجل من حديث ابى رمثه رضي الله عنه وكذا عندالامام احمدفى مسنده والنسائى.


رښتینی
03.03.2011

47ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ عَاصِمٍ ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا حُمَيْدٌ ، عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : رَأَيْتُ شَعَرَ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَخْضُوبًا قَالَ حَمَّادُ: وَاَخبَرَنَا عَبدُاللهِ مُحَمَّدبنُ عَقِيلِ قَالَ:رَئَيتُ شِعرَرَسُولِ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عِندَ اَنَس بنِ مَالِكِ مَخضُوباً.
________________________________________

ژبــاړه : انس رضي الله عنه وايي : مادرسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان وليدل چې خضاب وركړل شوى و اوعبدالله بن محمدبن عقيل وايي:ماله انس بن مالك سره دروسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان وليدل چې خضاب وركړل شوى وو.

تـفـصيــل اوتــشـريــح :

دلته دجملو اومتن تشريح ته اړتيانشته يواځي دحضرت انس رضي الله عنه درواياتوپه منځ كې تداقع اوتناقض ته تم كيږوپه صحيح رواياتو كې له انس رضي الله عنه نه رانقل شوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم خضاب نه ولګولى اوداچې "لم يبلغ ذلك" لكه مخكې چې دده روايات ذكرشول اودلته وايي "رئيت شعر رسول الله صلي الله عليه وسلم مخضوباً". ابن حجرالهيثمى وايي چې مخكيني صحيح روايتونه په اكثرو حالاتو حمل دي اوداروايت په ځينې حالاتو حمل ده اوددارقطنى اوامام ما لك په رواياتوكې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات وروسته چې له چاسره درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان و هغوى خضاب وركړنوپه دې توګه له صحيح رواياتو سره تناقض ختم شو.اوځينې شارحينو ليكلي چې په دې روايت كې هغه وېښتان يادشوي چې له ده سره ايښي وو اوويل كيږي چې وېښتان له بدنه بيل شي بيادوخت په تيريدلوسره سوروالي ته مائله شي اوياخوداروايت شاذده ځکه حميدکه څه هم ثقه دى خوله انس نه به يې تدليس کاوه اصلايې له ثابت نه دانس روايات اوريدلي وو اوبل يې په دې رواياتوکې له داسې کسانونه مخالفت کړى چې هغوى له ده نه ډېرثقه دى لکه محمدبن سيرين ، ثابت اوقتاده په صحيحينوکې له دې کسانونه دخضاب دنفي روايات راغلي دي نوداکسان ښه ثقه اويوه ډله دي اوحميديواومدلس دى ځکه خومصنف هم داروايت دباب په پاى کې راوړى دى اوبل په دې بل روايت کې عبدالله بن محمدهم لين الحديث بلل شوى دى (والله اعلم)

د راويـــانــو حـــال :
په دې سندكې دالاندې درې راويان نوي اودهغوى ژوندته لنډه كتنه كوو.عبدالله بن عبدالرحمن ،عمروبن عاصم اوعبدالله بن محمدبن عقيل (رحمهم الله تعالى)
عبدالله بن عبدالرحمن : ابومحمد عبدالله بن عبدالرحمن بن الفضل بن بهرام السمرقندى الدارمى وتلى اومشهورامام دى اودده مسند په مسند الدارمى سره مشهوردى،دى لوى حافظ اوپه سمرقندكې دخپل وخت امام تيرشوى دى له يزيد بن هارون .النضر بن شميل اونورونه يې روايتونه كړي دي اوامام مسلم ،ابوداود او ترمذى له ده نه روايتونه راخيستي دي ، الدارمى دبنو دارم قبيلې ته منسوب دى ابوحاتم وايي چې دى دخپل وخت امام و اوپه كال دوه سوه پنځه پنځوس كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
عمروبن عاصم: ابوعثمان عمروبن عاصم الكلابى القيسى دمصريومحدث دى له امام شعبه اونوروډېروامامانونه يې حديث روايت كړي دي اودارازله ده نه امام بخارى اونوروډېروخلكو روايتونه كړي دي دى وايي له حمادبن سلمه نه مې څه دپاسه لس زره روايتونه ليكلي دي .حافظ ابن حجر وايي دى صدوق دى خوپه حفظ كې يې كمزوري لرله اوپه كال دوه سوه ديارلس كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
عبدالله بن محمدالهاشمى: عبدالله بن محمدبن عقيل ابن ابى طالب الهاشمى محدثينو صدوق بللى اودعبدالله مورزينب بنت على رحمها الله تعالي ده بخاري په ادب المفردكې دده روايتونه راخيستي دي ابوحاتم ويلي لين الحديث دى اوابن خزيمه هم وايي چې داحتجاج وړندى خواحمد اوابن راهويه داحتجاج وړبللى دى له حضرت عمراوحضرت جابر(رضى الله عنهما) نه يې روايتونه كړي دي.اوله څلويښت هجري كال وروسته وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الـتــخـريــج :

صحيح تفردبه المصنف واسناده صحيح وعنعنة حميدعن انس لا تصر كماسبق والاسناد على شرط مسلم وحميدقدتابعه عبدالله بن محمدبن عقيل وهوصدوق فى حديثه لين كماسبق فى ترجمته وقدذکرناطرق الجمع بين الاحاديث المثبة للخضاب ورواية انس هذه المنفي للخضاب وکذلک اعقبناشذوذرواية انس وقالوا الجمع لطرق حديث انس ادلى من الحکم على شذوذه لان ﺇعمال الحديث اولى من اهمالها.


رښتینی
04.03.2011

فــايــد ه : په دې روايت كې ذكرشول چې له انس سره درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان ايښي وو په حجة الوداع كې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دسرحلق وكړنو وېښتان يې په صحابه كرامووويشل اومخكې هم په يوه روايت كې ذكرشول چې له ام سلمه رضي الله عنها سره درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان وو اوس چې په ځينې اسلامي هيوادونوكې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان يانورتبركات موندل كيږي داشونې ده چې واقعي درسول الله صلي الله عليه وسلم تبركات به وي ځكه صحابه و رضي الله تعالي عنهم درسول الله صلي الله عليه وسلم تبركات په ډېراحترام اواهتمام سره ساتل لكه ويل كيږي حضرت معاويه په څوسوه زره درهمه درسول الله صلي الله عليه وسلم نوكان پيرلي وو اووصيت يې كړى و چې له مرګه وروسته دانوكان دده په سترګوكې کيښودل شي بناءً او س چې چيرته داتبركات وي يواځي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته دنسبت په وجه يې هم احترام ضروري ده.


رښتینی
04.03.2011

(7)
باب ماجاء فى كحل رسول الله
صـــــلي الله علــــــــــيه وســـــــلم

يـــادونـــه :
دخضاب له باب نه يې وروسته دكحل باب ځكه راوړچې په خضاب سره دوېښتانوښكلا راځي اوپه كحل يارنجوسره دسترګوښكلا راځي نوله ښكلا سره دښكلا خبرې زياتول خوندكوي دالكحل تورى په عربي ژبه كې دوه معناوي لري اودهرې معنى له پاره يې تلفظ هم بيل ده چې كله دكاف په فتحه سره شي نورنجولګولوته وايي اوپه ضمه سره رنجوته وايي.اودشارحينو له وينا سره سم په رواياتوكې په ضمه سره اورېدل شوى دى.درنجوپه اړه درسول الله صلي الله عليه وسلم له قول اوعمل نه داسې بريښي چې رانجه لګول راوكارده اوڅرنګه چې په ټوليزه توګه رانجه دښكلااودوا دواړو له پاره كارول كيږي اودادواړه كارونه له دنيوي چارونه دي نوپه دې اړه درسول الله صلي الله عليه وسلم امرداستحباب اوارشادله پاره ده نه دوجوب له پاره حافظ ابن حجرهم په دې خبره تصريح كړې ده .
دحنفي فقهې دمشهورمتن ( هدايي ) ملاصاحب مرغيناني وايي:دنارينه و له پاره دتداوي په موخه رانجه لګول پروانلري مولاناعبدالحى اترازي وينارااخلي چې دنارينه و له پاره دتداوي په موخه توررانجه لګول روادي اودښايست له پاره ندي روا. د تورورانجوقيدددې له پاره ده چې سپين اوسره رانجه څوك دښكلا له پاره نه لګوي بلكې هغه دتداوي له پاره لګول كيږي.

48ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ حُمَيْدٍ الرَّازِيُّ ، قَالَ حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ الطَّيَالِسِيُّ ، عَنْ عَبَّادِ بْنِ مَنْصُورٍ ، عَنْ عِكْرِمَةَ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : اكْتَحِلُوا بِالإِثْمِدِ ، فَإِنَّهُ يَجْلُو الْبَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ وَزَعَمَ أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، كَانَتْ لَهُ مُكْحُلَةٌ يَكْتَحِلُ مِنْهَا كُلَّ لَيْلَةٍ ، ثَلاثَةً فِي هَذِهِ ، وَثَلاثَةً فِي هَذِهِ ________________________________________

ژبــاړه:
عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي:تاسو داثمدپه رنجوسترګې توروئ ځكه سترګې ښې كوي اودبڼووېښتان شنه كوي اوده ويلي دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم لنجرومه لرله اوله هغې به يې هره شپه سترګې تورولې درې سلائى به يې په يوه سترګه تيرولې اودرې په بله سترګه.

تـفـصيــل اوتــشـريــح :

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : اكْتَحِلُوا بِالإِثْمِدِ : يعنې تاسو هروخت اثمد استعمالوئ ،اثمددهمزې اوميم په كسره سره يوډول توركاڼى ده چې سوروالي ته مائله ده اوله هغه نه رانجه جوړيږي ځينې وايي دايومعدني كاڼى دى اوڅوك يې اصفهاني كاڼى بولي ، داکاڼى اسانه ماتيږي اوبرخې يې ښويې وي ، ډېرصفااوخيرى نه لري اومزاج يې سوړاووچ دى ، دسترګو زياتې (اضافه) اوښكې وچوي اوزخمونه يې روغوي اودسترګو روغتيااوصحت خوندي ساتي اودسترګوبلې ځواكمنې كوي داخوراګټوررانجه دي په تيره بيادماشومانواو سپين ږيرو له پاره ډېرګټوردي. کله چې له نرموشهدوسره ګډشي اوپه سترګوپورې کړل شي دسردرد هم کموي ، دابوداودپه يوه روايت كې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم امركړى چې ارام كوونكي اثمدكاروئ په ځانګړې توګه دخوب په وخت كې اوويې ويل چې روژه داردې نه كاروي. بيهقى له ابورافع نه روايت كوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به په اثمدسترګې تورولې دبيهقى ددې روايت په سندكې خبرې شوې دي اودابوالشيخ په يوه ضعيف روايت كې راغلي چې حضرت عايشه رضي الله عنها وايي : له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره اثمدو دويده كيدلوپه مهال به يې په هغوسره هره يوه سترګه درې ځله توروله.
فَإِنَّهُ يَجْلُو الْبَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ: يعنې سترګې خوندي ساتي اودسرله لوري چې كوم ضرري موادسترګوته راځي هغه ختموي دسترګو پټوونكې پردې يعنې اهداب قوي كوي اوهغه چې قوي شي نووېښتان يې هم ښه شنه كيږي.دامام الطبرانى په يوه روايت كې راغلي چې له حضرت علي  نه يې روايت كړى هغه وايي:تاسوخامخا اثمدوكاروئ ځكه اثمد وېښتان شنه كوي ،له سترګو نه خځلې لري كوي او پاكوي يې .
وَزَعَمَ : ضمير ابن عباس رضي الله عنه ته راجع ده اودادكلام دسياق غوښتنه ده، دابن ماجه له يوه روايت نه هم داسې معلوميږي اوپه راتلونكورواياتو كې به په دې تصريح هم وشي دلته دزعم مشهوره معنى نده مراد بلكې دلته دقال په معنى سره ده دزعم مشهوره معنى شكمن اوباطل قول ده يعنې ګومان اودمحقق قول ياقال په معنى هم راغلى لكه ام هاني رضي الله عنها چې دخپل ورورحضرت علي رضي الله عنه په اړه دمكې دفتحې په ورځ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل: زعم ابن امى انه قاتل فلان وفلان لاثنين من اصهارها اجرتهما اوځنې شارحين وايي چې دزعم ضميرمحمدبن حميدته راجع ده اوپه دې صورت كې بيازعم په خپله اصلي معنى پاتې ده ځكه دده حديث ضعيف ده دده اودرسول الله صلي الله عليه وسلم په منځ كې وسائط يې ټول غورځولي دي .
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، كَانَتْ لَهُ مُكْحُلَةٌ يَكْتَحِلُ مِنْهَا كُلَّ لَيْلَةٍ : مكحله دميم په ضمه سره ده او داضمه خلاف القياس ده ځكه داسم الى ميم قياساً مكسوروي اومكحله لنجرومې ته وايي . دشپې سترګې تورول دحكمت اوهوښياري خبر ده ځكه دشپې سترګې له حركت نه په ارام وي اورانجه په ټوله سترګه كې ښه خپاره شي ټولوبرخوته يې ورسيږي. .
، ثَلاثَةً فِي هَذِهِ ، وَثَلاثَةً فِي هَذِهِ : اوتثليث يې غوره اوسنت ده ځكه دابوداود،ابن ماجه ،الدارمى اوطحاوي په روايتونوكې صريح راغلي دي : من اكتحل فليوتر،هذه هذه دراوي ښۍ اوچپې سترګې ته اشارې دي ايتارياتثليث ياپه هره سترګه درې ځله سلائى تيروتلوته وايي ، ياپنځه ځله په دواړوسترګو يعنې درې ځله په ښۍ اودوه ځله په چپه سترګه اوپيل به هم په ښۍ كوې ختموې به هم په ښۍ سترګه.

د راويــانــوحـــال :
په دې سندكې دمصنف شيخ محمدبن حميدالرازى اوعبادبن منصور نوي دي اودنوروحالات مخكې بيان شوي دي .
محمدبن حميدالرازى: ابوداود،مصنف اوابن ماجه له ده روايتونه كړي دي حافظ بن حجر وايي ضعيف دى يحى بن معين وايي ثقه اوحسن الراى دى ذهبي وايي ډېرو خلكوثقه بللى دى اوبخاري وايي فيه نظر ذهبي ويلي په دوه سوه اته څلويښت كې وفات شوى دى اوابن حجر وايي په دوه سوه ديرش كې وفات شوى دى(رحمه الله )
عبادبن منصور: ابوسلمه عبادبن منصور الناجى البصرى القاضى صدوق دى، خلكو قدري بللى دى په اخر عمركې يې يادتغير شوى و ابن حجروايي بخاري په تعليق كې دده روايتونه راخيستي دي اوڅلورونوروامامانو هم راخيستي دي ځينې محدثينوضعيف بللى اونسائى وايي چې قوي ندى(رحمه الله تعالي )

الـتــخـريـــج :
اسناده ضعيف اخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب ماجاء فى الاكتحال وقال حسن غريب وابن ماجه فى سننه كتاب الطب باب من اكتحل وتراًمن طرق عن عباد بن منصور بۀ وضعفه فى عبادبن منصورلانه يدلس وقدتغير باخره وهوضعيف فى عكرمه وقدذكره الحافظ ابن حجر فى المرتبة الرابعة من مراتب المدلسين وشيخ المصنف في هذا الاسنادهوالرازي حافظ ولکنه ضعيف وقدتوبع کماعندالمصنف في جامعه والحديث اخرجه احمدفى مسنده وابن سعدفى الطبقات والطياليسى فى مسده والبزارفى مسنده والحاكم فى مستدركه وغيرهم والشطرالاول من الحديث صحيح لطرقه وشواهده كماسياتي قريباً.


رښتینی
05.03.2011

49ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ الصَّبَّاحِ الْهَاشِمِيُّ الْبَصْرِيُّ ، حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللهِ بْنُ مُوسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا إِسْرَائِيلُ ، عَنْ عَبَّادِ بْنِ مَنْصُورٍ (ح) وَحَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبَّادُ بْنُ مَنْصُورٍ ، عَنْ عِكْرِمَةَ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : كَانَّ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَكْتَحِلُ قَبْلَ أَنْ يَنَامَ بِالإِثْمِدِ ، ثَلاثًا فِي كُلِّ عَيْنٍ ، وَقَالَ يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ ، فِي حَدِيثِهِ : إِنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، كَانَتْ لَهُ مُكْحُلَةٌ يَكْتَحِلُ مِنْهَا عِنْدَ النَّوْمِ ، ثَلاثًا فِي كُلِّ عَيْنٍ ________________________________________

ژبـــاړه : عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي :رسول الله صلي الله عليه وسلم به له خوبه مخكې په اثمدرنجو سترګې تورولې اوهره سترګه به يې درې ځله توروله اويزيدبن هارون دابن عباس له خولې څخه وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه لنجرومه لرله اودويده كيدلو په وخت كې به يې هره يوه سترګه درې ځله توروله .

(ح ) د اسنـاد دتـحــويــل نښـــه :
دد ې حديث دمتن محتوى له مخكيني حديث سره توپيرنلري له دې كبله دمتن يواځي په ژباړه كفايت كوواودلته په سندكې دتحويل موضوع ته يوڅه تم كيږو چې هغه ته دمحدثينو له رواج سره سم په (ح) سره اشاره كيږي يعنې كله چې يوحديث په مختلفوسندونو سره رانقل شوى وي اومحدث وغواړي ددې حديث دواړه سندونه بيان كړي نودلومړي سندله ختميدولووروسته اوددويم سندله پيل كولومخكې د(ح) حرف راوړي، ددې حرف په مطلب اوتلفظ كې مختلف اقوال دي.په (ح)سره له يوه سندنه بل سندته انتقال مقصدوي اومحدث په ((حاء))بالمدسره تلفظ پرې كوي اوڅوك يې په حابالقصر سره تلفظ كوي اوځينې يې بالقصر تلفظ سم نه بولي اووايي چې يواځي دوقف په حالت كې بالقصر ويل كيدى شي .اوڅوك وايي چې دايواځي دحيلولة له پاره راځي يعنې ددوواسنادونوپه منځ كې حائل راغلى ده اوتلفظ نشي پرې كيدى اواهل مغرب يې دالحديث په معنى اخلي اوځينې متقدمين محدثين وايي چې داد(صح) رمزده اوځينې يې خاء معجمه تلفظ كوي اومقصديې داده چې يواسنادداده له دې وروسته بل اسناد(اسنادآخر)پيل كيږي.
ددې حاء موخه اومطلب داده چې محدث وښيى مذكوراسنادپاى ته ندى رسيدلى يعنې په دې اسنادچې كوم روايت راغلى هغه بل اسنادهم لري اوبل داچې څوك داوهم ونكړي چې ددې اسناد حديث به ساقط اولويدلى وي نوحاء راوړل شي چې داتوهم ختم شي اودې ته اشاره وشي چې حديث لاپاتې ده بلكې اوس يواځي دهغه حديث يوه بل اسناد ته تحويل كيږي اوبل داحاء ددې غرض له پاره هم راوړل كيږي چې هسې نه دواړه اسنادونه سره ګډشي اوكه حاء نه وي نوداويره وه چې خلكوټول يواسنادبللى وى اواهل مغرب يې چې دالحديث په معنى اخلي موخه يې داده چې له حاء وروسته حديث ده هغه حديث چې له حاء وروسته اسناد سره نـښتى ده په لومړي اسنادكې دمصنف اوعبادبن منصورترمنځ دوه واسطې دي اوپه دويم اسنادكې داواسطې درې دي نودادوهم اسناد دراويانودعدداوشمار په لحاظ نازل بلل كيږي ځكه واسطې زياتې دي اولومړى اسنادعالي ده.اوس يوه پوښتنه داده چې له عالي اسنادنه نازل هغه ته تګ سم كارنده مصنف ولې داناسم كارته ملاتړلې ده؟ ځواب داده چې په لومړي اسنادكې دمصنف شيخ محمدبن حميد الرازى دى چې دشيخانو په شرطونو پوره ندى اوهغوى روايت نه ورڅخه كوي اوپه دويم اسنادكې دمصنف شيخ عبدالله بن الصباح دى چې دشيخينو په شرطونوپوره راوي دى اوهغه دواړه روايت ورنه كوي اوابوداود اوالنسائى هم روايتونه ورنه كوي نودويم سند كه څه هم دراويانو دعدداوشمار په لحاظ نازل دى خودمعنى اواتقان په لحاظ له لومړي اسنادنه قوي اودباوروړده دراويانو ډېروالى ضررنه ورته رسوي ځكه مصنف دويم روايت راوړ،څرنګه چې دراويانو دشمير په لحاظ دابن الصباح سندنازل و نوځكه مصنف دعلى بن حجر سندته تحويل وكړځكه دعلى په سندكې هم دوه واسطې دي اوعالي دي .

د راويـــانـــوحـــال :
ددې دواړو سندونو داكثرو راويانو حالات مخكې تيرشوي دي يواځې عبدالله بن الصباح الهاشمى.عبيدالله بن موسى اواسرائيل نوي دي چې حالات يې رااخلو.
عبدالله بن الصباح: عبدالله دبصرې اوسيدونكى دى دشپږمې درجې له لويو محدثينو نه دى بخارى،مسلم،ابوداود،ترمذى اوالنسائى له ده روايتونه كړي دي امام النسائى ويلي ثقه دى اوابن حبان هم په ثقاتو كې شميرلى دى ، په كال دوه سوه پنځوس كې وفات شوىدى .(رحمه الله )
عبيدالله بن موسى: ابومحمدعبدالله العبسى خورالوى محدث اوحافظ بلل شوى دى اوله ډېرو وتليو حفاظونه دى اودقرآنكريم دقراتو امام هم دى دده اصلي نوم باذام دى اودكوفې اوسيدونكى و له ثوري اونورونه يې روايتونه كړي دي اوبخارى ،ابوبكر بن ابى شيبه ،الدارمى اونوروله ده نه روايتونه كړى دى سره له دې چې شيعه دى خودجرح اوتعديل ډېروزياتو امامانو ثقه بللى د ىاودده تقوى اواخلاق يې ستايلى دى ويل كيږي چې په ټول ژوندكې چاپه خندانه وليدلى اوپه كال (213)هـ كې وفات شوى دى(رحمه الله )

اسرائيل: اسرائيل دابواسحاق السبيعى الهمدانى لمسى دى پلار يې يونس نوميدى اودكوفې دى له خپل نيكه ،سماك بن حرب ،هشام بن عروه اونورونه يې روايتونه كړي دي ،النضر بن شميل ،ابوداود،عبدالرزاق ،وكيع اونوروله ده نه روايتونه كړي دي احمدبن حنبل اونوروامامانو ثقه اوكره بللى دى اودابواسحاق په رواياتوكې خوله شعبه اوثوري نه هم كره اواثبت دى په كال سل هجري كې پيدا اويوسل اوشپيته كې وفات شوى دى (رحمه الله )

الـتــخـريــج :
تقدم وهوكالذى قبله الرقم(48).


رښتینی
09.03.2011

50-حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَزِيدَ ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ إِسْحَاقَ ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ الْمُنْكَدِرِ ، عَنْ جَابِرٍ هُوَ ابْنُ عَبْدِ اللهِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : عَلَيْكُمْ بِالإِثْمِدِ عِنْدَ النَّوْمِ ، فَإِنَّهُ يَجْلُو الْبَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ ________________________________________

ژبــاړه : جابر بن عبدالله رصي الله عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي تاسوچې ويده كيږى اثمداستعمالوئ ځكه اثمدسترګې روغوي اووېښتان شنه كوي.

تــشـريــح اوتـفــصـيــل :

عَلَيْكُمْ بِالإِثْمِدِ عِنْدَ النَّوْمِ ..... : عليكم اسم فعل ده په معنى دخذ والزم، يعنې تاسودويده كيدلو په مهال خامخا اثمدكاروئ ابن حجر الهيثمى وايي دلته امر دندب اواستحباب په معنى ده اوپه دې دعلماو اجماع ده كه څه هم داثمد دكارونې دنيوي ګټې بيان شوي دي چې هغه دسترګو ښه والى اودوېښتانو شنه كيدل دي، خوله دې سره بياهم اكتحال يااثمد كارول سنت دى ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم په مواظبت سره داكاركړى دى اوپه قولي توګه يې دهغه په باره كې ډېري ترغيبي خبرې كړې دي اوځينې شارحينوليكلي چې په كومودنيوي څيزونو چې امرشوى دى په هغه سره يې سنتوالى نه ثابتيږي بلكې هغه امريواځي دبدن دصلاح په موخه وي خوداخبره سمه نده ځكه داضطرارپه حالت كې دمرداروخوراك واجب ده اوداراز دپشلمي كول سنت دي اوپه پشملي كې په مطلق توګه بدني اودګيډي خيردى.

د راويـــانــو حـــال :
محمدبن يزيد:الواسطي له اسماعيل بن ابى خالد اومجاهد نه روايتونه كړي دي اوله ده نه امام احمد،اسحق ،ابوداود،النسائى روايتونه كړي دي الذهبى وايي: دى له ابدالو نه دى اوحجت دى ابن حجر ويلي دى ډېرنيك انسان و اوثبت و، ديوسل اونوي هجري كال په شاوخوا كې وفات شوى دى.(رحمه الله تعالي )
محمدبن اسحاق:بن يسار المطلبى دى دمدينې منورې و وروسته عراق ته تللى دى دامت له وتليو پوهانو نه شميرل كيږي دسيرت اومغازي سترامام دى انس اوسعيد بن المسيب يې ليدلي وو اوله عطاء اودهغه له طبقې نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه شعبه ،دواړو سفيانانو اودواړو حمادانو اونورو ډېروخلكو روايتونه راخيستي دي دى بحرمن بحارالعلم اوصدوق و خوويل كيږي چې دتدليس ستونزه يې لرله اودده روايتونه له حسن نه په پورته درجه كې دى .امام البخارى په التعليق كې ،مصنف په شمائل كې اونوروڅلوروامامانو په خپلو صحاحو كې دده روايتونه راخيستي دي اوپه كال يويادوه باندې سل کې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
محمدبن المنكدر: دميم په ضمه اودنون په سكون سره بن عبدالله التيمى المدنى،دى لوى اووتلى تابعي دى، ثقه ، لوى امام او لوى زاهددى اوويل كيږي چې ډيرزيات به يې ژړل له حضرت ابوهريره ،حضرت جابراوحضرت عايشې رضي الله عنها نه يې روايتونه كړي دي اوامام مالك اوسفيانانو له ده نه روايتونه نقل كړي دي اوټولو امامانو دده روايتونه راخيستي ، په كال يوسل اوديرش كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الـتــخـريــج :

صحيح تفرد به المصنف واسناده حسن لولاعنعنة محمدبن اسحاق فانه صدوق يدلس كمابينا فى ترجمته ولكنه قدتوبع وللحديث شواهد يصح بها وقداخرجه البغوى فى شرح السنة من حديث محمدبن اسحاق عن ابن المنكدر،به وقداخرجه ابن ماجه في سننه من حديث اسماعيل بن مسلم المکي عن ابن المنکدر به واخرجه ابن عدى من حديث هشام بن حسان عن ابن المنكدربه وللحديث شاهد ياتى بعده عن قريب وهوحديث ابن عباس ومثله اخرجه احمد فى مسنده بالزيادة واسنادحديث احمدعلى شرط مسلم وله شاهد عندابى داود اخرجه فى سننه وعنداحمدكذلك_ والله اعلم.


رښتینی
10.03.2011

51ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا بِشْرُ بْنُ الْمُفَضَّلِ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُثْمَانَ بْنِ خُثَيْمٍ ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِنَّ خَيْرَ أَكْحَالِكُمُ الإِثْمِدُ ، يَجْلُو الْبَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ ________________________________________

ژبــاړه اولنډه تشريح :
عبدالله بن عباس (رضى الله عنهما)وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي:اثمد ستاسې له ټولونه ښه رانجه دي ،سترګې روغي ساتي اووېښتان شنه كوي.ويل كيږي اثمددسترګوصحت اوروغتياخوندي ساتي اودناروغوسترګوله پا ره اثمد ښه ندي بلكې دهغوله پاره له هرې ناروغۍ سره سم خپل رانجه وي.اوددې حديث منځپانګه ومحتوى دمخكيني حديث له هغې سره برابره ده اوراتلونكىحديث هم داسې دى نونورتفصيل ته يې اړتيانشته.

د راويــانــو حــال :
ابورجاء قتيبه بن سعيددشمائل دلومړي باب دلومړي حديث لومړى راوي و چې حالات يې هماغلته بيان شوي دي پاته شو بشربن المفضل اوعبدالله بن عثمان اوسعيد بن جبير رحمهم الله تعالي چې دلته يې رااخلو.
بشربن المفضل: ابواسماعيل بشربن المفضل بن لاحق لوى اوسترامام و حجت اوثقه دى، دده ورع اوتقوى مسلمه ده، على بن المديني وايي دورځې به يې څلورسوه ركعته لمونځ كاوه اوداؤدي روژه به يې نيوله يعنې يوه ورځ به يې روژه وه اويوه ورځ به خوړله، شپږوامامانودده حديث راخيستي دي اوپه كال يوسل او اوه اتياكې وفات شوى دى (رحمه الله )
عبدالله بن عثمان: بن خثيم لومړۍ خاء مضمومه ،بيا ثاء مثلثه مفتوحه دى دمكې اوسيدونكى اوقاري دى ابوحاتم ويلي : دى صالح الحديث دى بخاري په التعليق كې اوپاتوپنځوامامانو دده روايتونه راخيستي دي په كال يوسل اودوه باندې ديرش كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
سعيدبن جبير:الاسدى الوابلى الكوفى مشهورتابعي دى اوعلماء ليكي چې افضل التابعين دى دده په لويوالي،فقاهت ،زهداوتقوى باندې ټول امت متفق دى ،دى له رنګه تورو خودده فقهې اوعلم ته ډېرخلك اړؤ په كال پنځه نوي هجري كې دنه څلويښتو(49)كلونوپه عمردامت ظالم حجاج بن يوسف شهيدكړاودده دشهادت ډېره عجيبه كيسه ده ويل كيږي چې دده له شهاد ت څوشپې وروسته حجاج هم مړشو وايي ده ښيراكړې وه چې خدايه له ماوروسته يې په بل چامه مسلطوه ، ټولوامامانو دده حديث روايت كړي دي (رضي الله عنه )

الـتــخـريــج :

صحيح وقداخرجه النسائى فى سننه كتاب الزينة باب الكحل.واخرجه ابن ماجه فى سننه كتاب الطيب باب الكحل بالاثمد من طرق عن عبدالله بن عثمان بن خثيم به واسناده حسن،رجاله ثقات رجال الشيخين غيرعبدالله بن عثمان بن خُثيم وقداخرج له مسلم،واخرجه الامام احمدفى مسنده وابوداودوابن حبان فى صحيحه والحاكم فى مستدركه وصححه ووافقه الذهبى واخرجه البيهقى فى سننه كلهم من حديث عبدالله بن عثمان بن خثيم عن سعيدعن ابن عباس به وعندبعضهم زيادة فى اوله:البسوا من ثيابكم البياض فانهامن خيرثيابكم وكفنوا فيها موتاكم وان خيراكحالكم ..... وهى زيادة صحيحة لهاشواهد وللحديث شواهدمن حديث جابرالرقم(50) ومن حديث ابن عمر كماسياتى الرقم(52) وقداخرجه البخارى فى التاريخ والطبرانى فى الكبير وابونعيم فى الحلية من طريق عون بن محمد بن الحنفيه.


رښتینی
11.03.2011

52ـ حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ الْمُسْتَمِرِّ الْبَصْرِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو عَاصِمٍ ، عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَبْدِ الْمَلِكِ ، عَنْ سَالِمٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : عَلَيْكُمْ بِالإِثْمِدِ ، فَإِنَّهُ يَجْلُو الْبَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ ________________________________________

ژبــاړه :
عبدالله بن عمررضي الله عنهما وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي تاسو اثمداستعمالوئ ځكه اثمدسترګې روغوي اووېښتان شنه كوي.

د راويــانـــو حـــال :
داحديث په مکررډول تېرشوى دى يواځې سنديې بدل ده اوپه سندکې دنويوراويانوحال را اخلو :
ابراهيم: بن المستمر الهذلى ،البصرى ،الناجى ،العصفورى ،له العقدى اونورونه يې روايت كړي دي اوابن خزيمه اونوروله ده نه روايتونه كړي دي نسائى وايي صدوق دى اوابن احجر وايي چې يولسمې درجې ته نږدې دى ، ابوداود نسائى ،ترمذى اوابن ماجه له ده نه روايتونه كړي دي.(رحمه الله تعالي )
عثمان بن عبدالملك: دى دمكې اوسيدونكى دى اولقب يۍ مستقيم و دده په اړه دجرح اوتعديل امامان وايي لين الحديث اوابوحاتم خوويلي :منكرالحديث اواحمد ويلي:ليس بذاك، له ابن المسيب نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه ابوعاصم، ابن ماجه اومصنف روايتونه راخيستي دي.
سالم: بن عبدالله بن عمربن الخطاب رضي الله عنهم دى دمدينې منورې له اوو مشهوروفقهاو نه دى ،اوپه زهد اوعبادت كې يې سارى نه لاره.اوويل كيږي چې تقشف اوساده ګي يې ډېره خوښوله اوده به چې كومې جامې اغوستلې دهغوبيه به دوه درهمه وه زين العابدين على بن الحسين اوقاسم بن محمد دده له اقرانو څخه دى ډېروامامانو دده روايتونه راخيستي دي اوپه يوسل شپږاويا كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

الـتــخـريــج :

صحيح بشواهده اخرجه بن ماجه فى سننه كتاب الطيب باب الكحل بالاثمد وفى سنده ضعف لاجل عثمان بن عبدالملك كمامرفى ترجمته وان ذكره ابن حبان فى الثقات وشيخ المصنف صدوق وقدتوبع والباقى ثقات فالاسناد حسن بالشواهد وقال البوصيرى فى مصباح الزجاجه هذا اسناد حسن عثمان مختلف فيه والحديث اخرجه البخارى فى تاريخه والحاكم فى مستدركه وصححه ووافقه الذهبى وله شواهد منها ماسبق الرقم(49)\(50)\(51) وغيرها_ وفائدة ايرادهذا الحديث مكرراً باسانيد مختلفه تقوية اصل الخبر وتاكيد مضمونه فان عبادبن منصور ضعيف اتفاقاً وكان يدلس ورمى بالقدر.


رښتینی
16.03.2011

(8)
باب ما جاء في لباس رسول
الله صـــلى اللــه عليه وسلــــم

53ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ حُمَيْدٍ الرَّازِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا الْفَضْلُ بْنُ مُوسَى ، وَأَبُو تُمَيْلَةَ ، وَزَيْدُ بْنُ حُبَابٍ ، عَنْ عَبْدِ الْمُؤْمِنِ بْنِ خَالِدٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ، قَالَتْ : كَانَ أَحَبَّ الثِّيَابِ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْقَمِيصُ ________________________________________

ژبــاړه :
ام سلمه (رضى الله عنها)وايي په ټولوجاموكې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته قميص خوندوركاوه.

دعنـوان تـفصيــل:
هرڅه چې انسان په تن كوي اواغوندي يې هغه ته لباس وايي لكه كميس ،پرتوګ،څادر،چپنه واسكټ اونور،اصلاديوه شي په بل شي كې نغښتلواو پټولوته لبس وايي او تلبيس هم له دې مادې نه ده په جامه كې هم دانسان ظاهري غړي اوبدني عيوب لكه زخې،تورټاپي بدني سپينوالى اوتوروالى ،پټ اوونغښتل شي.
له مخكنيوبابونو سره ددې باب مناسبت داده چې مخكې هم دزينت موضوع تربحث لاندې وه اولباس هم دبدن له پاره زينت اوښكلاده پخپله په قرآنكريم كې لباس په زينت اوښكلاسره تعبير شوى دى.( خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ) اوداښكاره خبره ده چې لباس دانساني بدن له پاره ترټولوغوره زينت اوښكلاده اوبې له لباس نه انسان له بل هرډول ځناورنه هم بدښكاريږي نوځكه دغه باب دزينت دبابونو په لړكې راوړل شوى .
د لـبـــاس حــكــم:
دلباس اوجامواغوستلو مختلف احكام دي :كله كله لباس واجب اوفرض وي لکه دنارينه وله نامه لاندې ترټوټكيوپورې اودښځې له ځينې غړيو پرته ټول بدن په لباس پوښل اوپټول فرض اوواجب دي اوپه ځينې ځايونوكې لباس مندوب اومستحب وي لكه دجمعې اواخترونو له پاره پاكې اونوې جامې اغوستل اوځينې لباس حرام اوناروا ده لكه دنارينه له پاره ورېښمين لباس كارول.اوكله بيامكروه وي لکه دنارينه بيډۍ پټول چې مكروه دي .اودشتمن له پاره هروخت زړې اوموښلې جامې اغوستل په دې موخه چې خلکوته ځان اړ اومحتاج وښي دا هم مكروه دي اويادتكبر په نيت نوې جامې اغوستل اوله دې پرته نورلباس مباح ده.

تــشـريــح اونـحـوي څـېـړنــه :
په مشهورروايت كې "احب الثياب" مرفوع ده ځكه اسم دكان ده اوالقميص منصوب ده ځكه خبر دكان ده اوځينې شارحينوويلي ددې عكس هم صحي كيدى شي يعنې القميص مرفوع اسم مؤخراواحب الثياب منصوب خبرمقدم.اوځينې شارحينوويلي چې داهم يوروايت راغلى دى، لكه څرنګه چې معلومه ده چې اسم دكان په اصل كې مبتداء وي اومبتداء موضوع وي اوپه دې موخه راوړل شوې وي چې يووصف اوحكم ورته ثابت كړل شي نودلته كه دقائل موخه داحبيت يقين وي يعنې دامعلومول چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته كوم ډول جاموخوندوركاوه نوبيا احبيت موضوع شوه اواحب الى رسول الله صلي الله عليه وسلم به اسم دكان شي اوكه دقائل موخه داوي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په نزددقميص څه حيثيت و اودقميص څه حالت و نوبياقميص موضوع اومبتداء شوه دلته مراد لومړۍ وجه ده چې هغه داحبيت يقين ده اوكه نه خو ويلي به يې و چې كان القميص احب... اوځينې شارحينو ويلي چې له باب سره دويمه وجه ښه لګيږي اوهغه مناسب ده خوداخبره سمه نده ځكه دباب ترتيب خومصنف كړى دىاوام سلمه رضي الله عنها خودباب له پاره حديث نه دى ويلى.
پخوا وختونوكې به ډېرساده ژوندكيده په خوراك څښاك اوپوښاك هرڅه كې دنن په نسبت ډېره زياته ساده ګۍاوبې تكلفي وه اودنن په څير دتكلفاتو ،ترفه اوتعيش زمانه له هغه وخت سره په هيڅ شي كې نشي پرتله كيدلى اوس خو دجاموله پاره ډول ډول كارخانې رامنځته شوې دي داراز دمشروباتو اوماكولاتو له پاره هم ګڼ شميركارخانې هرځاى شتون لري اوپه غرب كې خواس دترفه اوتعيش په اړه دلا اله الا المعده چيغه زړه شوې ده .
دجامو دګڼ شميرډولونه اومختلفو رنګونو،اودخوراك اوڅښاك ګڼ شمير ذوقونواوخوندونو نن له انسان نه دقناعت اوصبر غوره صفت اخيستى دى اوهغه دچاپه وينا دهل من مزيدپه رنځ يې اخته كړي دي اودخلكو دزيات اونورغوښتنې دغريزې دتخنولو اوراپارولو له پاره يې انفارميشن ټكنالوژي ديوه فن په توګه رامنځته كړې ده داعلاناتو اواناونسمينټ برخه دومره پرمخ تللې چې دپيپسي تكې تورې اوبه اوس له خپل غوره اوخواږه مشروب شيدونه ډېرې خوښوو اوهم يې ډېري كاروو اوهم ډېرلګښت پرې كوو شيدې هغه غوره مشروب ده چې قرآنكريم يې په اړه وايي(لَّبَنًا خَالِصًا سَآئِغًا لِلشَّارِبِينَ) يعنې دڅښوونكي له پاره ښې تيريدونكې دي دمعدې دسرطان ناروغه له شيدوپرته بل يوشى هم نشي تيرولى خوپه مونږپيپسي ګرانه ده اوپه ډېرلګښت سره يې خپله هم څښو اوپه ډېرنياز سره يې دخوږو ميلمنو په مخكې په ټس ټس سره بوتلې خلاصوو.
بېرته خپل مقصد ته راګرځو مقصدداو چې پخواژوندډيرساده و.اوداسادګۍ مونږته مخكيني كتابونه راښيى ځكه په زړوشرحوكې دقميص دتعريف په اړه مختلفې خبرې شوې دي اوګڼ شميرقيل اوقال پكې راغلى دى اوددې دامعنى ده چې هلته ان دبدن اساسي پوښاك قميص هم كم پيداكيده اوكم كارول كيده ځكه كه دنن په څيرعام اومتعارف واى نودومره ډېرو خبروته څه اړتياوه اوبل داچې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته كميس ډېرخوندوركاوه نومعلومه شوه چې له كميس پرته لنګ اوڅادربدن ښه نه پټوي اودپټولو په مهال ډېروغوټواوپه لاس نيولوته اړتيالري چې په كميس كې دې څيزونوته اړتيانشته شارحين ليكي كميس يوډول ګنډل شوي لباس ته وايي چې په بدن خپوروي اولستوڼي اوجيبونه لري.القميص اسم لمايلبس من المخيط له كمان وجيب ويحيط بالبدن.له زنې لاندې پرانستى اوخلاص ځاى ته په عربي كې جيب وايي اوياهغه خلاص ځاى چې په هغه كې سردننه كيږي په عربي كې جيب بولي.امام دمياطي يوروايت راخيستى دى چې وايي درسول الله صلي الله عليه وسلم كميس له پمبه يامالوچونه جوړشوى و ډېراوږدهم نه و اولستوڼي يې هم لنډ و.

د راويــانــوحـــال :
فضل بن موسى: السينانى المروزى،سينان په مرو روزكې يوكلى دى . دى دتابعينو له كشرې طبقې نه دى اوثقه دى ذهبي وايي مونږ له هيچا په ده كې دكومې كمزورۍ نه دې اوريدلي يواځي ابن المديني ويلي دي چې دى مناكير روايت كوي له هشام بن عروه اودهغه له طبقې نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه ابن راهويه اونوروخلكو روايتونه كړيدي شپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي په كال يوسل يويادوه نوي كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
ابوتميله: تميله دعبيده په څيرتلفظ كيږي اودادپيشو په څيردوچې يوډول حيوان دى دده نوم يحى بن و اضح المروزى الانصارى دى امام احمدويلي لا باس به اوابن معين ويلي: ثقه دى ذهبي ويلي چې ابن الجوزى اوابوحاتم دى ضعيف بللى دى داصحي نده بلكې ددوى وهم دى له ابواسحاق نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه احمد اوابن ابى شيبه اونوروروايتونه كړي دي اوشپږوامامانو دده روايتونه راخيستي دي(رحمه الله تعالي )
زيدبن حباب: حباب دتراب په څيرتلفظ كيږي ،دى په ابوالحسن الثكلى الخراساني سره ياديږي وروسته په كوفه كې اوسيدى اولوى حافظ دى له حسين بن واقد نه يې روايتونه كړي دي اوده له احمداونورونه روايتونه راخيستي دي ذهبي وايي لاباس به اويوڅه وهم يې لاره ابن حجر وايي صدوق دى خودثوري په حديثوكې به كله كله خطاكيدى اوپه دوه سوه درې كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
عبدالمؤمن بن خالد: الحنفى المروزى، دىدمروز قاضي و ابوحاتم دده په اړه وايي:لاباس به اوذهبي وايي صدوق دى حافظ عراقي ويلي دي چې مصنف له ده نه يواځي دايوحديث راويت كړى دى ابوداود ،النسائى اومصنف دده روايتونه راخيستي دي (رحمه الله تعالي )
ام سلمه : أم المؤمنين ام سلمه رضي الله عنها هندنوميده اودابواميه لوروه ددې پلار دقريشو له اشرافو نه و اودادقريشو دبنومخزوم له پښې نه وه دې له خپل لومړي خاوندابوسلمه سره حبشې ته هم هجرت كړى و اوبيايې مدينې منورې ته هم هجرت وكړله ابوسلمه نه يې څلوراولادونه وو:سلمه ،عمر،دره اوزينب، مدينې ته ددې دهجرت كيسه ډېره دردونكې ده اوراويانو په خپله له دې نه روايت كړې ده داپه خپله وايي چې دابوسلمه كورنۍ چې په اسلام كې څومره مصيبتونه اوستونزې ګاللې دي بلې كومې كورنۍ به دومره زياتې ستونزې نه وي ليدلې.كله چې ابوسلمه ومړ اوددې عدت پوره شو نوحضرت ابوبكرله دې نه دنكاح غوښتنه وكړه خودې ونه منله.اوبياوروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم حضرت عمر رضي الله عنه دخطبې له پاره دې ته وروليږه دې څه عذرونه يې وړاندې كړل اونكاح ته نشوه تياره رسول الله صلي الله عليه وسلم يې دعذرونو دفعه وكړه اواخردانكاح ته چمتوشوه له رواياتو نه معلوميږي چې ام سلمهه رضي الله عنها ډېره هوښياره ميرمن وه اوددې دهوښياري له پاره دحديبې په كيسه كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ددې مشوره كافي بولو دحديبې دمشهورې سولې كيسه دسيرت كتابونوراخيستې ده اوداهم ويل شوي چې دهغې سولې بندونو په ښكاره دمسلمانانو په زيان وو نوپه هغه باندې ټول صحابۀ ناخوښ وو خورسول الله صلي الله عليه وسلم هغه لاسليك اوومنله وروسته يې صحابه و ته وويل چې همدلته هديى ذبحه اوسرونه وخريئ اوله دې ځايه به بېرته مدينې منورې ته ستينږوځكه په دې وخت كې مشركينودعمرې اجازه نه وركوله نوصحابه چې په دې سوله ټول خپه و په لومړي سركې درسول الله صلي الله عليه وسلم دامرمنلو ته سم چمتونشول اوهديى يې نكړې ذبحه نورسول الله صلي الله عليه وسلم خپلې خيمې ته ولاړاوام سلمه ته يې داماجرىٰ بيان كړه هغې ورته وويل چې يارسول الله صلي الله عليه وسلم ! ته په خپله عملاً هديه ذبحه كړه اوكوم صحابي راوغواړه چې سردې حلق كړي نوپه دې سره به صحابه هم دې كارته چمتوشي هغه و چې رسول الله صلي الله عليه وسلم عملاً دهديى ذبحه اوحلق پيل كړل صحابه وهم په كار پيل وكړهديى يې ذبحه اوسرونه يې وخرييل اودادام سلمې رضي الله عنها دمشورې په پايله كې رامنځته شوو.
ام سلمه رضي الله عنها له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه (1378)حديث روايت كړي اوله ټولو امهات المؤمنين نه وروسته په كال (63)هـ كې وفات شوې ده (رضى الله تعالى عنها)

الـتــخـريــج :

اسناده حسن اخرجه ابوداودفى سننه كتاب اللباس باب ماجاء فى قميص واخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب ماجاء فى القميص وقال حين غريب واخرجه النسائى فى الكبرىكتاب الزينة واخرجه بن ماجه فى سننه كتاب اللباس باب لبس القميص كلهم من طريق عبدالمؤمن بن خالد عن ابى بريده به وسياتى الرقم(45) (55) من هذ الوجه


رښتینی
22.03.2011

54ـ حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا الْفَضْلُ بْنُ مُوسَى ، عَنْ عَبْدِ الْمُؤْمِنِ بْنِ خَالِدٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ، قَالَتْ : كَانَ أَحَبَّ الثِّيَابِ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْقَمِيصُ

55ـ حَدَّثَنَا زِيَادُ بْنُ أَيُّوبَ الْبَغْدَادِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو تُمَيْلَةَ ، عَنْ عَبْدِ الْمُؤْمِنِ بْنِ خَالِدٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أَمِّهِ ، عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ، قَالَتْ : كَانَ أَحَبَّ الثِّيَابِ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَلْبَسُهُ ، الْقَمِيصُ
قَالَ أَبُوعِيسي : هَكَذَا ، قَالَ زِيَادُ بْنُ أَيُّوبَ ، فِي حَدِيثِهِ : عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أَمِّهِ ، عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ ، وَهَكَذَا رَوَى غَيْرُ وَاحِدٍ عَنْ أَبِي تُمَيْلَةَ مِثْلَ رِوَايَةِ زِيَادِ بْنِ أَيُّوبَ ، وَأَبُو تُمَيْلَةَ يَزِيدُ فِي هَذَا الْحَدِيثِ : عَنْ أَمِّهِ ، وَهُوَ أَصَحُّ ________________________________________

ژباړه :
ام سلمه رضي الله عنها وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم چې كومې جامې اغوستلې په هغوټولوكې يې له كميس سره مينه لرله داد(55)نمبر حديث ژباړه ده اود(54)نمبرحديث ژباړه هم كټ مټ ددې حديث په څيرده.

پـه حديـث كـې دزياتــونـې
اود مصنــف دقـول تــشريــح :
دڅلورپنځوسم حديث متن كټ مټ ددره پنځوسم حديث په څير ده خواسناد يې بدل ده نوله دې كبله مصنف تكراركړځكه داسناد په تكرارسره حكم موكدكيږي اودرجالو حالات يې هم مخكې تيرشوي دي اوس راځو دابل (55)حديث ته داهم دمخكينيو دووحديثونو په څيردى اوزمونږ دبحث له طرز سره سم يواځي يوراوي نوى دى اودوه ځايه زيادت شوى دى چې هغه يوپه اسناد كې ده عن عبدالله بن بريده عن امه عن ام سلمه دلته په دې اسنادكې دعن امه جمله زياته راغلې ده اوبل دحديث په متن كې ديلبسه جمله ده چې په مخكنيودووروايتونوكې نه وه.
زيادبن ابوب: البغدادى، زياددعمادپه ډول تلفظ كيږي.دده كنيه ابوهاشم اواصل دطوس دى خلكو د"دلويه" لقب وركړى و خوپه دې لقب به دى خپه كيدى نوځكه امام احمد په شعبه الصغير سره ملقب كړ.دى لوى حافظ اوثقه دى امام بخارى ،مسلم مصنف اوالنسائى له ده نه روايتونه كړي دي .(رحمه الله تعالي )
اودسنداومتن دزياتونې په اړه لومړى دمتن زياتونه (يلبسه)رااخلو ځكه داسناد په زياتونه پخپله مصنف غږيدلى دى اوپټه دې نه وي چې په ځينې نسخوكې د"يلبسه" زياتونه نشته خودزياتونې نسخه باوري ده چې دالقميص له توري مخكې راغلې ده.اودا"يلبسه" جمله حاليه ده له احب الثياب نه اومذكر ضمير يې دالثوب په لحاظ ده له دې نه داهم معلومه شوه چې له قميص سره درسول الله صلي الله عليه وسلم مينه داغوستلوپه لحاظ وه نه په بل كوم لحاظ اووروسته به په يوه حديث كې راشي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له"الحبره" جامې سره ډېره مينه لرله نوددې تناقض دفعه داسې شوې ده چې په ګنډلوجاموكې كميس خوندوركاوه اوپه ناګنډليوجاموكې "الحبره" اوتدافع ختمه شوه.
قَالَ أَبُوعِيسي : په ځنې نسخوكې يواځي قال راغلى دى اوپه ځينې نسخوكې يواځې ابوعيسى راغلى دى اوپه ځينوكې دواړه راغلي لكه دازمونږنسخه ملاعلي قاري رحمه الله تعالي وايي چې دادنساخواوليكونكولاسوهنه اوتصرف ده چې ځينې يې يوليكي بل پريږدي.
هَكَذَا ، قَالَ زِيَادُ بْنُ أَيُّوبَ ، فِي حَدِيثِهِ : په هكذا سره مخكې اووروسته دواړوته اشاره ده يعنې داډول د"عن امه" په زيادت سره زيادپخپل حديث كې ويلي دي .يعنې دمصنف استاد زيادزيادت كړى دى اوابوتميله زيادت ندى كړى.
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أَمِّهِ ، عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ : داعبارت دهكذا مشاراليه ده اوداهغه عبارت ده چې په اسنادكې راغلى دى مصنف دهكذا قال....خبره ديوه توهم ددفعه كولوپه موخه كړې ده ځكه چابه ګومان كاوه چې دازيادت به مصنف كړى وي زياد بن ايوب به يې نه وي كړى اوس مصنف يواځي په اشاره اكتفاء ونكړه بلكې دسندعبارت چې مشاراليه ده ،هغه يې هم راواخيست داځكه چې څوك داوهم ونكړي چې په دې ذاسره به دحديث متن ته اشاره وي يعنې دادزياد روايت ده بالمعنى راخيستى دى اوخاص دزياد الفاظ يې ندي راخيستي اوداخو دمصنف مطلب نه وځكه دمصنف مطلب خوداسناد زيادت ته اشاره ده نوځكه يې هغه عبارت راواخيست (عن عبدالله بن بريده ...)
وَهَكَذَا رَوَى غَيْرُ وَاحِدٍ عَنْ أَبِي تُمَيْلَةَ مِثْلَ رِوَايَةِ زِيَادِ بْنِ أَيُّوبَ : په دې هكذا سره هم هغه داسنادعبارت ته اشاره ده :عن عبدالله بن بريده عن امه عن ام سلمه _ يعنې له زياد نه پرته نوروډيروكسانو هم له ابوتميله نه داروايت د(عن امه) په زيادت سره راخيستى دى اودښه تاكيدله پاره مصنف داخبره هم زياته كړه چې :
وَأَبُو تُمَيْلَةَ يَزِيدُ فِي هَذَا الْحَدِيثِ : عَنْ أَمِّهِ ، وَهُوَ أَصَحُّ :دې عبارت ته ښه توجه په كارده دمصنف غرض داده چې ابوتميله چې په خپل روايت كې د(عن امه) جمله راوړې نوورسره وايي :وهواصح يعنې داد(عن امه)زيادت اصح ده وهواصح جمله د(يزيد)له پاره مقوله ده اودوهواصح جمله دابوتميله ده يعنې هغه وهواصح ورسره زياتوي اوكه داعبارت داسې نشي بياخبره خرابيږي اوداټوله جمله زائده بلافائده كيږي لكه ځينې شارحينو چې داسې ګومان كړى دى نودمصنف مطلب داشو چې دادعن امه زيادت صحيح ده اودى وايي چې محمدبن اسماعيل البخارى هم دازيادت اصح بللى دى ددې اصحيت څووجې كيدى شي يوداچې ياخوعبدالله بن بريده له ام سلمه نه بيخي روايتونه نه دي اوريدلي اويايې په ځانګړې توګه داحديث ندى اوريدلى، نوكه دعن امه زيادت ونشي خبر ه په فني لحاظ خراپيږي اوياخوداچې ابوتميله له هغونورودووراويانو: الفضل بن موسى اوزيدبن حباب نه كره اوډېردباوروړدى ځكه په هغودواړوکې ځينې محدثينوخبرې کړي دي اوابوتميله په متفقه توګه ثقه ده والله اعلم.
اوددې دواړو حديثينو له ټولوراويانو نه يواځي يوراوي نوى و چې هغه زياد بن ايوب و دهغه حالات موليږمخكې وليكل پاتې راويان مخكې تيرشوي دي اوبل ددې دواړو حديثونو تخريج هم كټ مټ د(53)نمبرحديث په څيرده نوپه دې توګه تخريج ته هم اړتيانشته.


رښتینی
24.03.2011

56ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ الْحَجَّاجِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُعَاذُ بْنُ هِشَامٍ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبِي ، عَنْ بُدَيْلٍ يَعْنِي ابْنَ مَيْسَرَةَ الْعُقَيْلِيَّ ، عَنْ شَهْرِ بْنِ حَوْشَبٍ ، عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ يَزِيدَ ، قَالَتْ : كَانَ كُمُّ قَمِيصِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم إِلَى الرُّسْغ________________________________________

ژبــاړه :
اسماء بنت يزيدرضي الله عنها وايي:درسول الله صلي الله عليه وسلم دكميس لستوڼي ترمړوندونو پوري وو اورسغ موپه مړوندسره وژباړه اصلادلاس دخپړې اومړوندبندته رسغ يارصغ وايي چې همدادمړوندپيل بللى شو.

تــشـريــح اوتـفـصيــل :
دالرسغ تورى په صاداوسين دواړوسره راغلى دى ابوداودپه صادسره راخيستى دى اوځينې نورومحدثينو په سين سره راخيستى دى خوپه هرصورت دسين اوصاددواړه روايتونه سم دي.اودشمائل وتلي شارح ابن الحجرالهيثمى ليكي چې دمړوندله بندنه لستوڼى اوږدشي نوسړى له كاره اوديو شي له نيولونه منعه كوي اوتكليف جوړوي داراز كه له مړوندنه لنډشي بيامړوند له يخ اوګرمي نه نه ساتل كيږي اودمړوندپه بند ښه ،مناسب ، منځنى اواوسط كارده اوخيرالاموراوساطها.امام الجزرى وايي چې له دې حديث نه معلوميږي چې دلستوڼوترمړوندونو پورې جوړول سنت دي ابن حبان اونورومحدثينو يوروايت راخيستى چې درسول الله صلي الله عليه وسلم دكميس لستوڼي دهغه دګوتوسروته رسيدل ددې دفعه علماء داسې كوي چې كيدى شي درسول الله صلي الله عليه وسلم دوه كميسونه و اوياداچې په دې ځاى كې چې ويل شوي دي چې الى الرسغ دادقيقه اندازه نه بلكې يواځي راوي يوتخمين كړى دى اوځينې بياوايي چې داتغيردحالاتو په لحاظ هم كيدى شي يعنې له غسل يااوداسه نه وروسته چې كله لستوڼى لوندشي نواوږدوي اوګونځې يې ختمې شوې وي اوله غسل وروسته په هغه كې ګونځې پيداشي اورالنډشي.

د راويـــانــوحـــال :
په دې سندكې شپږراويان راغلي دي اوټول داسې راويان دي چې مخكې ديوه دژوند حال هم ندى تيرشوى داشپږكسان دادي:عبدالله بن محمدبن الحجاج،معاذبن هشام،هشام،بديل العقيلى،شهربن حوشب اواسماء بنت يزيدرضي الله تعالي عنهم چې دټولوحالات په لنډه توګه رااخلم.
عبدالله بن محمد: بن الحجاج بن عثمان الصواف: دى علماوصدوق بللى دى له ابوخزيمه اودهغه له طبقې نه يې روايتونه كړي دي ملاعلي قاري وايي چې يواځي مصنف له ده روايتونه كړي دي اوپه كال دوه سوه اوپنځه پنځوس كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
معاذبن هشام: دى په الدستوائى ددال په فتحه اوسين په سكون سره ياديږي اودبصرې اوسيدونكى دى ابن عدي وايي:صدوق دى خوحجت نه دى غلطي لري اوشپږوواړوامامانو له ده نه حديث روايت كړيدي په كال دوه سوه كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
هشام الدستوائى: هشام بن ابى عبدالله الدستوائى ددې مخكې معاذپلاردى ده به دستوائى جامې پلورلې او (دستوا)داهوازيوه سيمه ده _وايي دى ډېرمخلص اوخدايي سړى و اوعلم يې يواځي دالله جل جلاله له پاره حاصل كړى وابوداودالطياليسى وايي هشام په حديثوكې اميرالمؤمنين دى مناوي ليكي چې امام عصام دلته غلط شو ىدى اوهشام يې مجهول بللى دى اوملاعلي قاري ليكي چې داپته نشته چې داكوم هشام دى!اودى په كال يوسل اوڅلورپنځوس كې وفات شوى دى(رحمه الله تعالي )
بديل بن ميسره_ بديل بن محمدبن ميسره يې په ((يعنى))سره ځكه بيان كړى دى چې دبديل په نامه نورهم ډېركسان شته اوبديل دباء په ضمه اودال په فتحه سره يعنې مصغر دى اوپه ځينې نسخوكې يعنى ابن الصليب راغلى دى خودملاعلي قاري استادميرك وايي چې داسماء الرجال محقيقنولكه المزنى ،الذهبى اوالعسقلانى ويلي چې ابن صليب نده صحي بلكې ابن ميسره سم ده.دى ډېرومحدثينو ثقه بللى دى اوپه يوسل اوديرش كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )
شهربن حوشب : حوشب دجعفرپه څيرتلفظ كيږي شهربن خوشب الشامى داسماء بنت يزيدمريى و له عبدالله بن عباس ابوهريره اسماء اونورورضي الله عنهم نه يې روايتونه كړي دي اوله ده نه ثابت اونوروروايتونه كړي دي ابن حجر وايي صدوق دى كله كله يې وهم لاره امام احمداويحى بن معين اونوروثقه بللى دى، ابن عون وايي پريښودل شوى دى ابن حبان وايي داحتجاج وړندى اوابن هارون وايي ضعيف دى.دى په كال سل يايوسل يو يايوسل اودولس كې وفات شوىدى.(رحمه الله تعالي ) وايي ارسال به يې ډېركاوه بخاري په تاريخ اونوروپنځوپخپلو صحاحو كې دده روايتونه راخيستي دي نووى دمسلم په شرحه كې وايي:دسلفو ډېروعلماو شهربن حوشب ثقه بللى دى احمدبه ويل چې دده حديث ډېرښه دي.
اسماء بنت يزيد: ددې اسماء په اړه شارحين وايي چې دادمعاذبن جبل رضي الله عنه دترورلوراسماء ده اوكه بله كومه يوه اسماء بنت يزيدده خوابن حجر اوابن الاثير وايي چې دادمعاذرضي الله عنه دترورلوراسماء بنت يزيدبن السكن ده داانصاريه صحابيه ده ابن الاثير اونورليكي چې ديرموك په غزاكې يې دخيمې په لكړه نه كسان روميان ووژل!! ابن الاثير ليكي چې شهربن حوشب، مجاهد اسحاق بن راشد،محمودبن عمرو اونوروله دې نه روايتونه كړي دي _ ابن الاثير يوه بله اسماء بنت يزيد الانصاريه راخيستې ده چې هغه دانصارو دبنوالاشهل له قبيلې نه وه اووايي چې ابونعيم ويلي دي چې داالاشهليه هماغه دمعاذبن جبل دترورلورده اودابيله صحابيه نده اوداراز ابوعمربن عبدالبر هم په الاستيعاب كې هماغه بنت يزيد بن السكن بللې ده اوامام احمدهم دادواړه يوه صحابيه بللې ده لكه احمدديوه روايت په سندكې راغلى :.... عن شهربن حوشب أن سماء بنت يزيدبن السکن _ احدنساء بني عبدالاشهل_ قالت :انى قينت عائشة لرسول الله صلي الله عليه وسلم يعنې دحضرت عايشې رضي الله عنها دواده په مهال ماهغه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ښايسته كړه (رضي الله تعالي عنها )
دمېرمنو هوښياره استازې :
رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپلوصحابه ووسره ناست و اسماء بنت يزيدراغله او ويې ويل :
زمامور اوپلاردې له تاځارشي يارسول الله ! زه نورومېرمنوتاته راليږلې يم اوزه دهغوټولواستازې يم ، الله جل جلاله ته ښځواوسړيوټولوته پيغمبرراليږلى يې ! موږپه تااوستاپه رب ايمان راوړ ، موږدمېرمنوډله په کورونوکې تړلي ناستې يو ، ستاسوشهوتونه درپوره کوو ، ستاسواولادونه په ګيډوکې ګرځوو اوپنځوو ، اوتاسوسړي له موږنه غوره ګڼل شوي ياست ، په ګډه سره دجماعت لمونځونه کوئ ، دجمعې لمونځ کوئ ، دناروغانوپوښتنې کوئ ، جنازوته حاضريږئ ، له يوه حجه وروسته بل حج کوئ ، اوله دې ټولوغوره دجهادفريضه ترسره کوئ ؛ خوکله چې سړى حج ، عمرې اوجهادته ولاړشي موږيې مالونه ساتو، ستاسوجامې درته اوبو ، اولادونه درته روزو، اياپه دې اجراوخيرکې موږته برخه نشي راکولى ؟! رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل ټول مخ صحابه ووته وګرځاوه اوبيايې ورته وويل : ددې مېرمنې خبرې مو واوريدې ؟ ددين په اړه موددې په څېرپوښتنې دبل چااورېدلي دي ؟
هغوى وويل : يارسول الله ! موږګومان نه کاوه چې يوه مېرمن به دومره کره خبرې وکولى شي ! رسول الله صلي الله عليه وسلم دې ته وکتل او ورته وې ويل : پوهه شه ! اى ښځې ! اونورې ښځې هم پوهې کړه ! کله چې ښځه دخپل مېړه له پاره په پوره معنا ښځه وګرځي اودهغه غوښتنې پوره کاندي اودهغه پيروي اوملګرتياوکړي نوداعمل اوکړنه يې له هغه ستايادکړيوعملونوسره برابرده ، په دې سره دمېرمنوداهوښياره استازې په داسې حال کې ستنه شوه چې دتوحيدکلمه يې په خوله وه ( والله اعلم )

الـتــخـريــج :
حسن بشاهده اخرجه ابوداودفى سننه كتاب اللباس باب ماجاء فى القميص ،واخرجه المصنف فى جامعه كتاب اللباس باب ماجاء فى القميص وقال:حسن غريب وغراه المزنى للنسائى فى الكبرى كتاب الزينة من طرق عن بديل بن ميسره _به.
واسناده ضعيف لاج شهربن حوشب لانه كان كثيرالارسال معاذبن وهشام بن ابى عبدالله الدستوائى صدوق ربماوهم كماقلنافى ترجمتيهما وشيخ المصنف صدوق وقدتوبع والباقى ثقات والحديث حسن ان شاء الله فان له شاهداً من حديث انس الذى اخرجه ابوالشيخ فى اخلاق النبى قال:حدثنا عبدالله بن محمدبن ناجيه ،نامحمدبن ثعلبه بن سعاء ،ناعمى ،ناهمام عن قتاده عن انس قال:كان قميص رسول الله صلي الله عليه وسلم الى رسغه واسناده حسن.


رښتینی
25.03.2011

57ـ حَدَّثَنَا أَبُو عَمَّارٍ الْحُسَيْنُ بْنُ حُرَيْثٍ ، حَدَّثَنَا أَبُو نُعَيْمٍ ، حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ ، عَنْ عُرْوَةَ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ قُشَيْرٍ ، عَنْ مُعَاوِيَةَ بْنِ قُرَّةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فِي رَهْطٍ مِنْ مُزَيْنَةَ لِنُبَايِعَهُ ، وَإِنَّ قَمِيصَهُ لَمُطْلَقٌ ، أَوْ قَالَ : زِرُّ قَمِيصِهِ مُطْلَقٌ قَالَ : فَأَدْخَلْتُ يَدِي فِي جَيْبِ قَمِيصِهِ ، فَمَسَسْتُ الْخَاتَمَ
________________________________________

ژباړه : قره رصي الله عنه وايي: زه دمزينه قبېلې له پلاوي ياهيئت سره رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم او مونږ ددې له پاره هغه ته ورغلو چې بيعت ورسره وکړو او دده کميس خلاص ؤ . ياراوي داسې وويل چې دکميس تڼۍ يې خلاصي وې . قره وايي : دده دکميسه په غاړه کی مې لاس دننه کړ او په خاتم النبوة مې لاس ولګاوه.

تشريح او تفصيل او نحوي څېړنه

قَالَ : أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم فِي رَهْطٍ مِنْ مُزَيْنَةَ لِنُبَايِعَهُ

درهط تورى دخلکودډلي په معني ده او دقوم په معنى هم کارول کيږئ په قرآنکريم کې هم ډېرځايه راغلى لکه : ولولارهطک لرجمناک …. او :ارهطي اعزعليکم ….. او داسې نور (رهط) دهاء په سکون او فتحه دواړو سره راځي . څوک وايي له دريو نيولې ترلسو پوري نارینه وته رهط وايي ، او ځيني وايي له لسونيولې ترڅلوېښتو پوري رهط بلل کيږي
اوپه (في رهط ) کې فاء دمع په معني ده لکه په قران کې چې هم راغلي ده : ادخلوا في امم اى مع امم. او د(من مزينة ) جاراومجرور د رهط له پاره

.................................................................................................................................................................
________________________________________
صفت ده او مزينه دمضر يوه مشهوره قبېله ده چې دميم په ضمه او زاء په فتحه او سکون دياء سره تلفظ کيږي . (لنبايعه ) ظرف لغو له (اتيت ) سره تعلق نيسي.

وَإِنَّ قَمِيصَهُ لَمُطْلَقٌ ، أَوْ قَالَ : زِرُّ قَمِيصِهِ مُطْلَقٌ

(قميصه لمطلق) دامعني چې تڼۍ يې نه وې تړلې يعني مشدود الازرار نه ؤ ياغير مزرورؤ او دا جمله له مفعول به نه حال ده . (قال زر قميصه ....) ځيني شراح وايي داشک دقره زوى معاويه کړى دى ، او نور وايي داشک دمصنف شیخ أبوعمار الحسین کړی دی ملا علی قاری وایی دمصنف دشيخ دشک خبره سمه معلوميږي ځکه ابونعيم داروايت په همدې سند سره راخيستى خوپه هغه کې شک نشته فقط (ان قميصه لمطلق) راغلي دي ، داراز ابن ماجة له ابو بکر بن ابي شيبه عن ابي نعيم نه هم بې له شکه راخيستى دى ، او دابوداود او مصابیح په رواياتوکې ( وانه لمطلق الازرار) راغلي دي . هلته هم شک نشته . دملاعلى قاري داخبره ابن حجر العسقلاني هم تائيد کړې ده.

قال: فَأَدْخَلْتُ يَدِي فِي جَيْبِ قَمِيصِهِ ، فَمَسَسْتُ الْخَاتَمَ

جيب : دجيم په فتحه سره ده اصلا جيب څېرولوته وايي لکه په قرآن کريم کې هم راځي: وجابوا الصخر بالواد….. اوله کمیس نه دسر اېستلو له پاره چې کوم ځاى څيرې شوى او جوړ شوى وي ، او مونږ يې غاړه بولو هغه ته جيب وايي او هغه چې دکڅوړې په څېر جوړ وي ياپه سينه باندې دڅه شي کېښودلو له پاره جوړ شوى وي هغه هم جيب بولي چې جمعه يې جيوب او

.................................................................................................................................................................
________________________________________
اجياب راځي ، او (مس) پرته له حايل نه په یوه شی لاس لګولوته وايي. . علماء ليکي چې په سينه باندې دکميسه غاړه پرېښودل ،دتبرک له پاره دجاپه غاړه کې لاس ننويستل ، داراز تڼۍ تړل او خلاصول او دغاړي ازادپري ښودل رواکارونه دي چې ټول له دې حديث نه معلوميږي .

دراويانو حال

په دې سند کې دعروه بن عبدالله بن قشير، معاويه بن قره او قره؛ دژوند حالات رااخلو او پاتي راويان مخکي تېرسوي دي . چې هغه ابوعمار ، ابونعيم ، او زهير دي .

عروة بن عبدالله
دده دنيکه نوم قشير په تصغير سره ده . او کنيه يې ابومهل ، دميم او هاء په فتحوسره ده . الجعفي . ذهبي وايي دى ثقه دى ، او ابن حجر هم ثقه بللى دى ، له ابن سېرين او نوروډېروعلماؤ نه يې روايتونه کړي دي . او سفيان او نوروله ده نه روايتونه کړي دي . ابن ماجه ، ابوداؤد او مصنف دده روايتونه راخيستي دي.

معاوية بن قرة
ابواياس معاوية بن قرة بن اياس المزني : دبصرې ثقه محدث دى له خپل پلار ، ابوايوب الانصاري ، عبدالله بن مغفل او نورو نه يې روايتونه کړي دي او له ده نه دده زوى اياس ، ثابت البناني او نوروروايتونه کړي دي.


.................................................................................................................................................................
________________________________________
يحيى بن معين ،العجلي، النسائي ، او ابوحاتم ثقه بللى دى. دى وايي چې مايواځې دخپل قوم (المزينه( پنځه ويشت صحابه کرام رصي الله عنهم ليدلي دي ، او ابن خبان وايي چې دى خوراډېر هوښيار سړى ؤ . او په کال يوسل او ديارلس کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى

قره بن اياس :
قره بن اياس بن هلال : له مزينه قبېلې نه دى ، ددې مخکې معاويه پلار او دبصرې دنوميالي قاضي اياس نيکه دی چې په ښه عقل او ذکاء سره يې شهرت لاره ، دحضرت معاويه په زمانه کې دعبدالرحمن بن عبیس القرشي په مشري کې دخوارجوله يوې ډلې چې په (الازارقة ) سره يادېدل ، او دنافع بن الازرق پيروان ؤو ؛ سره دجګړې له پاره يوشل زره کسيز لښکر تيارشو چې قره او دده زوى معاويه دواړه په دې لښکر کې ؤو قره په دې لښکر کې ووژل شو او په همدې ورځ دده زوی معاويه دخپل پلار قاتل هم ووژاه

التخــــــــريــج

اخرجه ابوداود في سننه کتاب اللباس باب ماجاء في حل الازرار ، وابن ماجة في سننه کتابه وبابه مثل ابي داود ، واسناده صحيح رجاله ثقات ، وقد اخرجه احمد والبزار، وابن خزيمة وابن حبان وابن سعدوالطيالسي وابوالشيخ وغيرهم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more