د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سلفيان څوک دي؟

شهاب الدین
05.09.2010

درنواوقدرمنوليکوالانواولوستونکو:تاسوته به هم معلوميږي چي
په دې روان وخت کي دسلفيانوپه نامه ځيني خلګ پيداشوي دي هغوی مذهب نه مني،بلکي وايي چي تقليدکول ناروااوپه دوه قسمه دی:شرک اوبدعت
په بعضواوقاتوکي تقليدشرک وي اوپه بعضوکي
بدعت وي .
داتفصيل مشهوراهل حديث سلفي عالم شيخ امين الله بشاوري په خپل کتاب کي ليکلی دی .
نوموړي ليکلي دي چي حنفي(دامام صاحب)مذهب دقرآن اوحديث مخالف دی،نوڅوک چي دالله اودرسول دحکم په مخالفت کي دبل چاخبره مني،داکاريې حرام دی اوددغه سړي دوه حالته دي:
اول حالت دادی چي داسړی نه پوهيږي،نوپه دې صورت کي معذوردی خوپه نه تحقيق کولوګناهګاريږي .
دوهم صورت دادی چي داسړی عالم وي،پوهيږي،بياهم دمذهب له کبله په قرآن ياحديث عمل نه کوي،نوددې سړي په ايمان باندي خطرشته .
نواوس تاسوپه دې کي څه واياست؟


و.افغان
05.09.2010

محترم ، دروند او ښاغلی حقيار صاحب
السلام عليکم
محترما سلفيان يا اهل حديث يا اهل الأثر يوه حديثي مدرسه ده، چې په اسلامي تاريخ
کې اوږدې ريښې لري، دا هغه خلک دي چې ځانونه يې د حديثو د خدمت نشر او پخش
لپاره وقف کړي دي، او د اسلام تاريخ په اوږدو کې د اهل حديث او اهل أثر په نامه ياد
شوي دي، که چېرته تاسې په لوی اسلامي الکتروني کتابتون (المکتبة الشاملة) کې
دغه درې کلمې بحث يا رسرچ ته ورکړئ، نو وبه وینئ چې دغه اصطلاحات ډېر قدامت
لري، او آن لمړي او دويم قرن ته رسيږي.
د دوی په مقابل کې هغه څوک چې په رأي يې نسبتا ډېر اهتمام کړی دی، هغوی د
أصحاب الرأی په نوم ياد شوي دي، ځينو کسانو ته آن په دويم هجري قرن کې دغه لقب
کارول کېده، لکه ربيعة الرأي، چې يو لوی فقيه تېر شوی دی.
د حديثي مدرسې تر څنګ فقهي مدرسې هم موجودې وې، او هرې مدرسې داسې
ځانګړتياوې لرلې چې په نورو کې به نه وې،البته دا بايد له ياده ونه باسو، چې فقهي
او حديثي مدرسې يو د بل تکميلوونکي دي، فقهي مسائل بايد د سلفو په فهم له قرآن
او حديث څخه استنباط شي، حديثي مدرسې فقهي مدرسو ته د استنباط او اجتهاد
لپاره دلائل تهيه کوي، صحيح او ضعيف يې ور په ګوته کوي، البته د دې دا معنا نه
ده چې حديثي مدرسې ته منتسب فقيه نشي جوړېدی، يا فقهي مدرسې ته منتسب
محدث نشي جوړېدی، البته خبره په اهتماماتو کې ده، چې کوم اړخ ډېر مائله وي،
حديثي اړخ ته، او که فقهي اړخ ته.
ځينو فقهي مدرسو د فقهې تر څنګ، پر حديثو ډېر اهتمام کړی دی، لکه د امام شافعي رحمه الله فقهي مدرسه، ځينې مدرسو له فقهې اړخ څخه زيات په حديثي اړخ اهتمام
کړی دی، لکه د امام احمد بن حنبل او امام مالک رحمهما الله مدرسه، ځينو بيا له
حديثي اړخ څخه په فقهي اړخ اهتمام کړی دی، لکه د امام ابو حنيفه رحمه الله مدرسه،
زما د دې خبرې لپاره لوی شاهد د هجري لومړنيو پنځو قرنونو تصنيفات او تأليفات
دي، تاسو کولای شئ چې د دغو تصنيفاتو له لارې معلوم کړئ، چې په کومه مدرسه
کې کوم کوم جانب ته ډېر خدمت شوی دی.

د فقهې او حديثو د تلازم لپاره تاسې ته يوه کيسه راوړم:
په يو ځای کې د اهل حديثو يوه ډله ولاړه وه، يوه ښځه د هغوی په لور ورغله، تر څو
د خپل مياشتني عادت (حيض) په اړه له هغوی څخه د يوې مسئلې پوښتنه وکړي،
مګر په دغو ټولو کې يو کس هم د هغوی ځواب ونشو ويلای، په دې وخت کې امام
فقيه ابو ثور په لاره را روان وو، کله چې دوی ته راورسېد، نو ښځې هغه ته خپله
پوښتنه بيا تکرار کړه، فقيه ابو ثور ځواب ورکړ، او بيا يې په سند سره پيغمبر
صلی الله عليه وسلم ته موصول حديث ذکر کړ، په دې وخت کې د اهل حديثو د ډلې
هر يوه تن، د خپلو اسنادونو لوستل پيل کړل: حدثنا ... أخبرنا ....، يعنې دوی سره
دليل موجود وو، سند او متن يې دواړه حفظ وو، البته د استنباط جانب يې کمزوری
وو، نو ښځې په دغه وخت کې د هغوی ګردان ورپرې کړ، او ورته ويې ويل: مخکې
چېرته وئ، چې زما د پوښتنې ځواب مو ويلی وی.

د دې دا معنا نه شوه، چې ټول اهل حديث داسې دي، نه ، اهل حديث ابن حبان رحمه الله
او نورو علماوو په دوه برخو ويشلي دي، يوه هغه برخه ده، چې ټول اهتمام يې په حفظ
کړی دی، د اسناد او متن په حفظ باندې، لکه امام اعمش، امام شعبة، او داسې نور،
دې خلکو ته د حديث د متن او سند د اختلاف په وخت په نورو ټولو ترجيح ورکول
کيږي، ځکه چې ټول ځان او وخت يې د سند او متن حفظ ته ور کړی دی، بله برخه
محدثين داسې دي، چې د سند او متن د حفظ تر څنګ په فقهي جانب هم اهتمام کړی
دی، لکه امام الثوري، امام عبد الله بن المبارک، امام البخاري، امام مالک، او داسې
نور.

اوس دا بل جانب هم مه هېروئ، هغه فقها چې په رأي باندې يې ډېر اهتمام کړی دی، او
په حديثي جانب يې اهتمام کم دی، تخصص يې نه دی؛ نو هغه ډېر کرته د پيغمبر
صلی الله عليه وسلم د صحيح صريح واضح حديث څخه نا خبره د پيغمبري حديث
مخالفت کوي، او په رأي عمل کوي.

ستونځه اوس په دغه مجتهد متبوع کې نه ده، ولې که مجتهد مصيب وي؛ نو دوه اجره
يې دي، او که خطا شوی وي؛ نو يو اجر لري.

ستونځه په تابع يا پيروي کوونکي، يا مقتدي او مقلد کې ده، چې د پيغمبر صلی الله
عليه وسلم حديث پرېږدي، او د يوه غير معصوم مخلوق خبره کلکه نيسي، نو که چېرته
دی په دې پوه شي، چې زما پيغمبر يو څه وايي، او دا بل غير معصوم بشر بل څه وايي،
او بيا يې هم د غير معصوم بشر خبره کلکه نيولي وي، نو دلته دغه انسان په شرک
کې واقع کيږي.
ولې؟
ځکه چې يو غير معصوم عادي انسان معرض للخطأ والنسيان انسان ته يې د شارعيت
درجه ورکړه، د تحليل او تحريم مشرع يې وباله، بلکه د هغه سره يې په رسالت کې
شريک کړ.

فکر کوم، چې د شيخ امين الله البشاوري، به هم همدا مطلب وي.
تمذهب که په يوې فقهي مدرسه کې د تعلم په معنا وي، نو هيڅ مشکل په کې نشته،
بلکه په اسلامي مصادرو د پوهې يوه لاره ده، خو کله چې تمذهب په تعصب بدل شي،
نو انسان په بدعت او شرک کې ضرور واقع کيږي.

څنګه چې ډېر کرته د تمذهب له لارې ځینو خلکو تعصب او اعمی تقليد ته مخه کړېده،
نو ځينې علما بيخي خلک له تمذهبه منع کوي.
البته تمذهب په خپل ذات کې کومه بده خبره نه ده، البته واجبه او مستحبه هم نه ده،
بلکه د شرعي تحصيل لپاره يوه مشروعه مستحسنه وسيله ده.

متأسفانه چې ځمونږ احناف متمذهبينو د خپل مذهب لپاره هغومره مطلب خدمت نه
دی کړی، څومره چې نورو کړی دی، بلکه اوسمهال نورو مذهبونو ته منتسب خلک
د حنفي مذهب د کتابونو خدمت کوي، تحقيقوي يې، چاپوي، او خلکو ته يې راباسي.
کېدای شي د دې سبب دا وي چې په کومو هېوادونو کې چې احناف اوسيږي؛ د
اقتصادي لحاظه کمزوري دي، او خدمت نن سبا هم په پيسو کيږي.

په درنښت


عبدالحميد/افغ
10.09.2010

که لن ډ ووايم سلفيان هغه خخلګ دی چي دټول امت محمدي (صلی الله تعالی عليه وسلم )څخه مخالف دی،بلکي ټول مشرکان بولی په، مذہب حنفی کا دین اسلام سي اختلاف،نامه کتاب وګوري وعلی هذافقس
دادهغه ظالم ،ابوالاقبال سلفی هندی،دکتاب فهرست دۍ
عناوین
صفحہ نمبر
افتتاحیہ
::
1

عرض مصنف
::
7

حنفی مذہب کے چٹ پٹے مسائل
::
9

تعدیل ارکان
::
24

حنفیہ سجدے کی حدیثیں نہیں مانتے
::
27

جلسئہ استراحت کی حدیثوں کو نہیں مانتے
::
30

احادیث تورک کو نہیں مانتے
::
31

احادیث سورۂ ماتحہ کو نہیں مانتے
::
33

احادیث رفع الیدین کو نہیں مانتے
::
35

احادیث آمین بالجہر کو نہیں مانتے
::
37

احادیث مسح علی العمامہ کو نہیں مانتے
::
39

ایک وتر کی حدیثوں کو بھی نہیں مانتے
::
40

حنفیہ اس حدیث کو بھی نہیں مانتے
::
43

عورتوں کی امامت کی احادیث کو نہیں مانتے
::
45

غلس میں نماز فجر کی حدیثوں کو بھی نہیں مانتے
::
46

وقت عصر کی حدیثوں کو بھی نہیں مانتے
::
47

جمع بین الصلاتین کی حدیثوں کو بھی نہیں مانتے
::
49

نماز میں سبحان اللہ کہنے کی حدیثوں کو بھی نہیں مانتے
::
51

حنفیہ منافق ہیں
::
57

آٹھ رکعت تراویح کا ثبوت خود حقانی کےقلم سے
::
59

گیارہ رکعت والی روایت
::
67

بیس رکعت تراویح بدعت ہے
::
69

مسئلہ طلاق اور حقانی
::
71

ایک مجلس کی تین طلاق اصل میں ایک
::
84

حضرت عمر رضی اللہ عنہ کا حکم سیاسی تھا ،نہ کی شرعی
::
87

ایک ہزار صحابہ کا تین کے ایک ہونے پراجماع
::
88

حنفیوں نے امام ابوحنیفہ کو اپنا رب بنا لیاہے
::
90

حنفی مذہب میں کتوں کی تجارت بھی جائز ہے
::
91

حنفی مذہب میں چار قسم کی شراب حلال ہے
::
92

حنفی مذہب میں شرابی پر سزا نہیں
::
94

حنفی مذہب میں تھوڑی سی شراب پی لینا حرام نہیں
::
94

حنفی مذہب میں طاقت حاصل کرنے کےلیے شراب نوشی حلال ہے
::
95

حنفی مذہب میں کعبۃ اللہ کی بے حرمتی
::
96

حنفی مذہب میں سودخوری حلال ہے
::
98

حنفیوں پر رسول اللہ صلی علیہ وسلم کی لعنت
::
99

حنفی مذہب میں بے نکاحی بیوی رکھنا جائز ہے
::
100

حنفی مذہب میں زبردستی کی طلاق بھی ہوجاتی ہے
::
101

اختتامیہ


مومن مهاجر
16.09.2010

ټولوګډونوالوته خپل نېک احترامات تقدیموم !
که څه هم ددې پوښتنې ځواب محترم وهاج ساپي صاحب په ښه ډول ورکړی اوپوره تفصیل یې بیان کړی خوزه به دومره پرې اضافه کړم چي سلفیان غواړي دهرفکري مکتب لارویان دې ته وهڅوي چي بایدهرسړی له خپله مذهبه دیوښوونېزمرکزپه توګه ګټه واخلي نه دیوه داسي روزنتون په توګه چي هره خبره یې دده دژوندپه هرډګر کي داسماني دین دحکم په څېر واجب التعمیل وي . پرهمدې بناهغوئ پرهغه څه نیوکه کوي چي مذاهبوته په منسوبوکتابونوکي بیان شوي اوله قرآن کریم اونبوي ثابتوسنتومخالف دي .
پاتي شوه داچي هغوئ له ټوله امته مخالف دي نوپه کوم ځای کي ورسره مخالف دي؟ ایاعقیده یې ورسره مخالفه ده،عبادت یې هغه ډول نه دي،په تحلیل اوتحریم کي یې واک بل چاته ورکړی که په کوم بل څه کي؟ هو! هغوئ په کلکه دهغه څه مخالفت کوي چي په قرآن کریم اونبوي احادیثوکي شرک بلل شوی هغوئ داسي نه دي چي دیوې ورځې مېلمستیالپاره بدعت ته هم جوازورکوي،دختم،ایصال ثواب، اسقاط،فاتحې،تعویذ،څاښت،خوردې،څلورمې،لسمي،څلوېښتمې،تلین اونورو په نوم له خلکوروپۍ اخلي اوبیاددین رنګ ورکوي . هڅه یې داوي چي خلک په دین خبرنه شي . کوم څوک چي له سلفي فکرسره مخالف دي هغوئ هیڅلکه داسي نص نه شي وړاندي کولای چي دهغوئ دعوت له شرعي پلوه چیلیج کړي بلکي تل په خلکو کي په دروغوداسي افواهات خپروي چي هیڅ حقیقت نه لري . کله وايي چي ټول خلک مشرکان بولي،کله وايي امام صاحب نه مني بدردورته وايي اوداسي نور تورونه دي چي پرخېټه مین تش په نوم مذهبیان یې له ځانه جوړوي اوبیاساده مسلما نان پرې تېرباسي خوکله چي ورسره مخ شي بیانوپرته له دې چي ووايي موږهم پرحق یوتاسي هم بل هیڅ دلیل نه لري . پرګېډه مین علماتل هڅه کوي چي کوم څوک دخرافاتومخه نیسي اوددوئ دشکرانوبازارسړوي په یوبل نوم بدنام کړي کله وايي وهابي دی،کله وايي پنچ پیردی اوکله بیابل څه وايي . حال داچي په دې نومونو په ټوله نړۍ کي څوک وجودنه لري څوک چي ځان سلفیان اویااهل الحدیث ګڼي هغوئ هیڅکله ځان ته دانوم نه دی ورکړی . اوفاضل خان خوله اټکلونوپرته په هیڅ پسي نه دی نه یې په احادیثوکي مطالعه کړې،نه یې تفسیرکتلی اونه یې نبوي سېرت و اسلام تاریخ کتلی دی . فکرکوم دفقهې اومنطقوله څوکتابونوپرته په هیڅ هم خبرنه دی داټکلونواواوازوپه نړۍ کي ویده پروت دی څه چي له خلکواوري هغه لیکي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more