د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ښځوته دغرب په څېر حقوق ، نه غواړو

نظيفه غزل
24.02.2005

دسترې محکمې رئيس او قاضي القضات مولوي فضل الهادي شينواري په دې محکمه کې د ښځو دحقوقوپه اړه دجوړشوي ورکشاپ په لومړي ورځ وويل چې ، دوى ښځوته دغرب په څېر حقوق ، نه غواړي .

شينواري چې ، دکب په څلورمه دجرمني دغير دولتي سازمان موډيکا مونډل لخوا دښځو دحقوقو په تامنيولو کې دقضايې قوې درول ترعنوان لاندې ورکشاپ کې يې ګډون کړى و ،وويل : (( مونږ داسلام مطابق حقوق ښځو ته ورکوو، ښځو ته درنښت لرو خو دغرب غوندې حقوق ښځوته نه غواړو . ))
دې ورکشاپ کې دسترې محکمې له رئيس مولوي شينواري ،پرته دسترې محکمې داداري قو ې لوى امر ډاکټرعبدالمالک کا موي ،دعدليې اوقضايې کميسيون رئيس قضاوت پوه بهاوالدين بها دښځو په چاروکې ددولت سلاکاره وزيرې محبوبې حقوقمل ، دښځو دچارو وزيرې ډاکټرې مسعودې جلال ،دعدليي وزرات مرستيال محمد قاسم هاشمزي او دکابل ولايت د اړوندو محکمورئيسانو او يوشمېر نارينه اوښځينه قاضيانو ګډون کړى وو .
په دې ورکشاپ کې دښځو دچارو وزير ې مسعودې جلال له کابل څخه بهر په ولايتونو کې دښځو دحقونو دتامينولو، دښځو لپاره دښوونې روزنې ، روغتيا ، او ددوى له هغوحقوقو څخه ددفاع يادونه وکړه ، کوم چې، په اساسي قانون او شريعت کې ورکړل شوي .
نوموړي زياته کړه چې، د هېواد په يو شمېر سيموکې ښځو ته دلاس لاندې مخلوق په سترګه کتل کېږي .
په نوموړي ورکشاپ کې وينا کوونکو په يوه خوله تائيد کړه چې ،کوم حقونه چې، په شريعت او اساسي قانون کې ښځو ته ورکړل شوي هغه نه دي پلي شوي .
دنوي اساسي قانون له مخې چې، د١٣٨٢ کال دمرغومي په مياشت کې منظورشو ښځې اونارينه دقانون په وړاندې مساوي حقوق او دندې لري .
په دې ورکشاپ کې به دګډون کوونکولخوا دښځو دحقونو دارتقا ،د عدالت دتامنيولو ، داساسي قانو ن دنه تطبيق کولو دلاملونو ، په ولايتونو کې دفاميلي محکمو د جوړولو په موضو عاتو هم بحثونه وشي .
داورکشاپ دکډوالو په چارو کې دملګروملتونو دسازمان (UNHCR ) په مالي لګښت او دجرمني دښځود غير حکومتي سازمان Medica mondile په همکارۍ جوړشوى دى .
. دميديکا مونديال غيردولتي موسسې په ١٣٨١ کال کې په افغانستان کې په فعاليت پيل کړى ، دا موسسه دجنګ او بحران په حالت کې دنجونو او مېرمنو له حقوقو څخه ملاتړ او دفاع کوي .دموډيکامونډل دسازمان دښځو دحقونو دپرګرام مسؤولې ساجيه بهګام وويل چې ، ددې ورکشاپ دبحثونو وروستۍ پايله به ولسمشر حامد کرزي او دستر ې محکمې رئيس ته وړاندې کوي


wagma
27.11.2008

kha khabar ye kare da


میوند ننګیال
29.11.2008

ګرانو سلام
کوم قاضي القضات او دکومي محکمي ريس
په ټوله اسلاي او پښتنه منه


رښتیاهم

اسماء بی بی
02.07.2010

رښتیاهم مسلمان ته په کاردي چې دغربیانو غوندي خپلي میندي اوخوندي لوڅي لغړي نه کړي،خوشینواری صاحب که غواړي په رښتیاهم له غربیانوسره کرکه لری نوبیادي دهغوي په اداره کي کارولي کوي ، په بګرام کي یوځل دمسلمانومیرمنوحال وګوري چې غربیان څه ورسره کوي ، دی بایددهغوي حقوق یو ځل خوندي کړي ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more