د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جنت سه شي دي ؟


طالب جان
26.05.2003

[color=darkred:1a53f3cce0]جنت په لغت كي دپردي كولو اود پټولو په مانا دي همدا راز ډيرو سايه دارو ونو ته هم جنت ويل كيږي مګر داسلامي شريعت په اصطلاح كي جنت هغه ځاي ته ويل كيږي چيري چي دخداي فرمانبردار او نيك بندګان له قيامته وروسته هميشه هميشه اوسيږي .
جنت ته جنت ځكه وايي چي ددي مقام نعمتونه اوآسايشونه خداي (ج) له بندګانو څخه پټ ساتلي لكه چي رسول اكرم صلى الله عليه وسلم فرمايلي (لاعين رأت ولا اذن سمعت ولا خطر ببال احد) رواه البخاري مانا داچه دجنت نعمتونه نه سترګو ليدلي اونه غوږونو اوريدلي اونه ئ هم چا په زړه كي تصور كړي مانادا چي تصور ئ ممكن نه دي او بل داچي په جنت كي سايه داري وني په ډير زيات تعداد كي موجودي دي نو له دي كبله هم ورته جنت ويل كيږي .
د جنت او دوزخ په اړه حضرت امام ابو حنيفه ( رح )په فقه الاكبر نومي كتاب كي په صفحه لمبر ٩٨كي ليكلي دي الجنت والنار مخلوقتان اليوم لا تفنيان ابدا جنت او دوزخ دالله تعالي مخلوقات دي چي خداي ( ج) له قيامت څخه له مخي پيدا كړي او هيڅكله به نه فنا كيږي .مشهور عالم ملا علي قاري ( رح ) په خپله شرح كي فر مايلي دي چي دجنت اوددوزخ دنه فنا كيدلو دليل د الله تعالي دا قول دي چي د اهل جنت لپاره يي ويلي دي چي او لئك اصحاب الجنة هم فيها خالدون [ياني اهل جنت به په جنت كي هميشه وي همدا راز يي داهل جهنم په اړه فرمايلي دي [ اولئك اصحاب النار هم فيها خا لدون ياني دوزخيان به هميشه په دوزخ كي وي له دي دواړو آيتونو څخه دجنت او دوزخ هميشه توب معلوميږي .
جنت چيري واقع دي ؟ !
دا چي جنت چيري واقع دي په دي اړه د علماو اقوال مختلف دي بعضي وايي چي جنت تر ځمكه لاندي چيري واقع ده بعضي نور بيا وايي چي دجنت محل وقوع صرف خداي (ج) ته معلوم دي او مونږ ته په دي اړه سكوت يا چپتيا په كارده .
مګر صحيح قول دادي كوم چي مو لوي شاه عبد العزيز ( رح ) د شرح عقا يد په صفحه لمبر ١٠٥په حاشيه لمبر٩كي ليكلي دي هغه فر مايلي دي چي جنت تر اوو اسمانونو پورته او تر عرش لاندي واقع دي دا علماء دليل دا وايي چي الله تعالي فرما يلي دي چي عند سدرة المنتهي عندها جنة المأ وي ياني جنت له سدرة المنتهي سره دي او سدره تر عرش لاندي واقع ده همدا راز په حديث شريف كي راغلي دي چي سقف الجنة عرش الرحمان د جنت چت يا با لايي حصه د الله تعالي عرش دي .له دي حديث شريف څخه هم معلومه شوه چي جنت تر عرش لاندي دي .
د جنت طول او عرض ( سور او اوږد والي ) !
دجنت د عرض په اړه په قرآن كريم كي راغلي دي چي و جنة عرضها السما وات والارض ياني دجنت سور د ځمكي او اسمان برابر دي او د اوږدوالي په اړه يي په صحيح مسلم شريف كي حديث دي چي د ادني درجي جنتي ته به دومره ځمكه وركول كيږي چي ددنيا له رقبي څخه به لس چنده زياته وي په بل حديث كي راغلي دي چي رسول الله (ص ) وايي چي دجنت يوه ونه به دومره درازه وي كه يو سپور سړي سل كاله سفر تري لاندي وكړي نو بيا به هم ددي سيوري ختم نه شي دا حديث شريف په صحيح بخاري شريف كي راغلي دي او په جنت كي سل منزلونه دي او دا دومره لوي لوي دي چي ددنيا ټول وګړي يي په يوه منزل كي ځاييږي .[/color:1a53f3cce0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more