د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

2- داعمالو تَلَل


طالب جان
27.09.2004

محترمو مکرمو عزتمنووروڼو اوپتمنو خويندو :السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

پدې ليکنه کي به په ﻻندي ټکورڼا اچوو :

1- دانسان پيل اوپاي .

2-عملونه په څه شي درنيږي ؟؟؟

3-اعمال به څنګه تلَل کيږي ؟؟؟

4- په شرعي نصوصو کي مونږ ته ولي پوښتني راپورته کيږي ؟؟؟

5-آيا تله به يوه وي که ډيري ؟؟؟

6-داتله به څومره لويه وي ؟؟؟

7-دحساب پيل به له کو مه عمله کيږي ؟؟؟

8-يادونه .

اوس به راشو لومړي ټکي ته 1- دانسان پيل اوپاي .
لوي خداي جل جلاله د ( وماخلقت الجن واﻻني اﻻليعبدون) آيت په نازلولوسره دانساني ژوند دپيل موخه وښودله چي انسان پخپل ژوند کي دقوانينو اواصولو تابع دی دڅاروي په څير دازادژوند لپاره نه دی پيداشوی. بيا يي د ( فمن شاء فليؤمن ومن شاء فليکفر ) په ويلو سره داهم روښانه کړه چي په نړۍ کي همدادوه کارونه دي کفر يا ايمان . خود(انا اعتدنا للظلمين نارا) په ويلو سره يي انسان ته بيا ﻻرښوونه وکړه چي که هوښياريي نو کفر پريږده اودايمان په ګيڼه ځان ښايسته کړه ځکه چي دکفر خپلول ځانته دعذاب اخستلو په معنا دي اودا څه هوښيار سړی هيڅکله هم دځان لپاره نه خوښوي .بيايي د( کل نفس ذائقة الموت) په ويلوسره داروښانه کړه چي دهر مخلوق په شان انسان هم لکه څنګه چي پيل لري همداسي پاي هم لري . بيايي د ( نضع موازين القسط ليوم القيامة) په ويلوسره داوښودله چي انسان چي دژوند له پيل سره سم دکومو قوانينوتابع ګرځيدلې وو دهغو دکولو يا نه کولو پوره پوره عدل اوانصاف به هغه ته له مرګه وروسته دقيامت په ورځ ورکول کيږي .
داخوزمونږ ايمان دی چي له بندګانو سره دحساب کتاب اودهغوې ترمنځ دعدل اوانصاف دقائمولو لپاره به لوې خداي جل جلاله يوه تله قائموي چي په هغې کي به دهر سړي عملونه تلل کيږي .که يي دښو کړو خوا درنه شي نو بريالی او که يي دناوړو کړو خوا درنه شي پاتي بلل کيږي .له نصوصو څخه داسي څرګنديږي چي دحساب په ورځ به داعمالو جزااوسزا دعملونو دشميرلو په بنسټ نه ورکول کيږي بلکه دتلَلَََو په بنسټ به ورکول کيږي . چي دهرچا هرډول عملونه ډير وخيژي نو له هغه سره سم به ورته عدل او انصاف ورکول کيږي . له هغه وروسته به پاک خداي جل جلاله دظلمونو کساتونه پيل کړي . کچيري يوه سړي په بل ظلم کړی وو نو لومړی به خداي له مظلومه بښنه ورته وغواړي که يي هغه وبښي خو ښه تر ښه که يي ونه بښي نو بيا به دظالم له ښيګڼو څخه دهغه دظلم په پرتله ښيګڼي مظلوم ته ورکوي . دعدل اوانصاف داپروسه به خورا پاکه اوشفافه وي په حديث کي راځي چي خداي جل جلاله به له هغه ښکرور ژوي نه چي يو بې ښکرو يي پرې وهلې وي کسات واخلي او بيا به يي سره خاوري کړي .
2-خو اوس پوښتنه داده چي عملونه په څه شي درنيږي ؟؟؟ په حديثو کي له کتلووروسته ددې خبري ځواب له ورايه جوَتيږي اوهغه داسي چي : اعمال په سوچه اوپاک نيت له شريعت سره سم پخپل وخت کي اداکولوسره درنيږي . ځکه خو هم دحديثودډيری کتابونو پيل دنبي اکرم صلی الله عليه وسلم له حديث ( انمااﻻعمال باالنيات ) څخه کيږي . معناداچي دعملونو تړاوتر نيتونو پوري دی . له همدې امله علملوويلي چي که يوسړی په يوه کارکي دډيرو کارونونيت وکړي نوددې يوه کار دکولو له کبله به ورته دډيرو کارونو ثواب ورکول کيږي .دمثال په توګه :يوسړی له کوره روانيږي نو په نيت کي يي داوي چي لمونځ به هم وکړم ، مسجدته په تلو کي به دپلار مرسته هم وکړم ، دجهاد لپاره به مي ورزش هم شي ،اوپه راتلوسره به مي خپلي مورته يو خوراکي توکی هم راوړم نو خداي جل جلاله به ده ته ددې يوه عمل په ترسره کولو سره ددې نورو ټولو اعمالو ثوابونه هم ورکوي .نو له همدې کبله ښايي مسلمان په ټولوکارونوکي نيت سوچه وساتي او خپله خوښه دپالونکي لوې څښتن تر خوښه جار کړي . ښايي دحديث همدا توري به وو چي زمونږ مشران يي د (نيت پاک منزل اسان ) دښکلې مقولې ويلو ته اړايستي وو.
3-بله مهمه پوښتنه داده چي اعمال به څنګه تلَل کيږي ځکه چي تَلَل خو داجسامو کيږي اواعمال خو جسم نلري ؟؟؟
ددې پوښتني لومړی اواسانه ځواب خو دادی چي ديوه مسلمان په حيث دا زمونږ ايمان دی چي اعمال به تَلَل کيږي داچي څنګه به تَلَل کيږي دادهغه خداي جل جلاله ترخپله خوښه پوري اړه لري. دوهم ځواب دادی چي نننۍ نړۍ ته په کتلو سره فکرنه کوم چي دا پوښتنه دي له چاسره راپيدا شي .ځکه چي نن خو دهرشي په اتوم کي دموجودو (نيوټرونو) او ( پروټونو) دشميرسره سم دهغه اتوم وزن هم ټاکل کيږي . چي په ( Atomic-Weight) ايټامک ويټ يعني دايټم ( ذرې) وزن بلل کيږي .
4-په شرعي نصوصو کي داپورتنۍ پوښتني مونږ ته ولي راپورته کيږي ؟؟؟ ددې پوښتني ځواب ډير اسانه دی اوهغه داچي : مونږ په دې نړۍ کي فقط پخپلو حواسو باورکړی اوهغه څه چي حواس يي ادراک کوﻻي شي شوني بولو او هغه چي ادراک يي نشي کوﻻي ناشوني بولو . بس دا هغه ځاي دی چيري چي دعقل پولي ختميږي اودايمان باالغيب پولي پيل کيږي . چي دلته بيا دجسماني حواسو له لاري نه بلکه دروحاني حواسو له لوري دهري پوښتني ځواب پيداکيږي .
په سورة اﻻنبيا کي پاک خداي جل جلاله دپنځه ګوني حواسو دبنديانو ( کفارو) دهغو اعمالو په اړه (چي دخپلو نبيانو تکذيب به يي کاوه اوويل به يي چي کوم معبود چي نه مونږ وينو او نه ﻻس وروړاي شو هغه مونږ څنګه پخپل معبوديت سره ومنو ؟ ) داسي فرمايي : ژباړه اوتفسير ( کله چي دوې ته دالهي عذاب يوه برخ هوروليدل شي نو دوې به پخپله چغي ووهي چي هاي مونږ څنګه بد بختان وو چي دقيامت له ورځي موانکارکاوه ) .داځکه چي کفارو شريعت له خپلو حواسو سره متصادم باله او پخپلو حواسو وغوليدل ځکه نودالهي عذاب وړوګرځيدل .
خبره داعمالودتَلَلووه : نو پدې اړه ځينو علماوويلي چي دااعمال به دحساب په ورځ مجسم کيږي او بيا به همدااجسام تَلَل کيږي . مګر ځينو نورو علماوبيا فرمايلي چي د (کراما کاتبين) ( هغه ملايکي چي دانسان دښواوبدواعمالودليکلولپاره تل له ده سره حاضري وي )هغه دفترونه به تَلَل کيږي په کوموکي چي هغوې دانسانانو اعمال ليکلي وي . ليکن ډيری علماوو دلومړۍ خبري تائيدکړی .
په آيت شريف کي راځي چي (عمل که ( دحجم له لوري) دږدن په اندازه هم وي مونږ به يي حاضروو) سبحان الله : څومره دفکر کولوځاي دی چي داحساب کتاب به څومره پاک ،پوره اوتفصيلي وي چي دږدن ددانې برابر عمل به هم ډګرته راوړل کيږي . دا آيت په ځانګړي ډول دهغه چا لپاره خورا لوې خبرداری دی چي دعمالو په کولوکي دلويي اووړې ګناه په فکرونو کي لوېدلي اودوړوګناهونوله کولو څخه ځان نه ژغوري .
وروڼو: مونږ اوتاسي ښايي تل داخبره په پام کي ولرو چي کوم سوځول چي لمبه يا شغله کوي همهغسي سوځول سکروټه هم کوي دادواړه که څه هم په حجم کي واړه اوغټ بلل کيږي مګر په سوځولو کي هيڅ توپير نه سره لري. نوګناه هم که وړه وي اوکه لويه دواړه خطرناکي دي اوله دواړو څخه ځان ژغورل هرومرو بلل کيږي .
5-آيا تله به يوه وي که ډيري ؟؟؟ داعمالو دتَلَلو په اړه که څه هم د (موازين)توری راغلی چي دميزان جمع ده اوډيرو (تَلُو) ته ويل کيږي ځکه خو هم ځينو علماوويلي چي دحساب لپاره به ډيري تَلي موجودي وي. مګر جمهور علما پدې سره يوآوازي دي چي تله به يوه وي .اوپه آيت شريف کي يي ځکه په جمع سره راوړي چي دايوه تله به دډيروتَلَلو کارورکوي . ځکه چي دټولو مخلوقاتو له حضرت آدم عليه السلام څخه رانيولي بيا تر قيامته پوري چي دشمير اندازه يي يوه خداي ته ښه څرګنده ده اعمال به ورباني تَلَل کيږي .
6-داتله به څومره لويه وي ؟؟؟ په مستدرک حاکم کي له حضرت سلمان رضي الله عنه څخه روايت نقل شوی چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي :دقيامت په ورځ چي داعمالودتَلَلو لپاره کومه تَله ښودله کيږي هغه به دومره لويه اوفراخه وي چي که څوک وغواړي چي اسمان او ځمکه پکي وتَلي نو تَلَل کيداي به شي .
7-دحساب پيل به له کو مه عمله کيږي ؟؟؟ دقيامت په ورځ به تر هرڅه له مخه دلمانځه پوښتنه کيږي له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي : (دقيامت په ورځ به دبنده په اعمالوکي ترهرڅه له مخه دلمانځه حساب کيږي .که يي لمونځ سم وونوبريالی او که ناسم وو نو په تاوان کي به بلل کيږي . که يي په فرضو کي څه کمی وو نو خداي جل جلاله به حکم وکړي چي وګورۍ آيا نفل لمونځونه يي شته ؟ نو په فرضو کي چي يي څومره تاوان وي نو هغه به له نفلو ورپوره کولې شي .او په نورواعمالو به هم همداسي حساب ورسره کولې شي ) يعني دفرضونو کمی به په نفلونو پوره کول کيږي .مشکوة دابوداود په حواله .
8- يادونه :دلته دا خبره ديادوني وړده چي :نفل که هرڅومره ډيروي ديوه فرض ځاي هم نه نيسي . نه داکوم قانون دی چي هرومرو به خداي جل جلاله فرض په نفلوپوره کوي .بلکه دادخداي جل جلاله رحمت دی چي چاته وغواړي همدا معامله به ورسره کوي .
پالونکی څښتن دي په مونږ اوتاسو ټولو مسلمانانو وروڼو اوخويندو دحساب کتاب ورځ اسانه کړي .آمين ثم آمين يا رب العلمين

وما علينا اﻻالبلاغ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more